د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښــــــــتانه اتــــــــــــــلان

باتور
14.11.2009

په وطن، ملت او پښتو مينو پښتنو !!

راځئ چي په دې برخه کي د پښتنو د اتلانو بيوګرافي، کارنامې او نور معلومات را ټول کړو، هيله ده چي هر يو د خپل توان په اندازه يو څه برخه پکې واخلئ، له هره ځايه څخه چي وي ) د ماخذ د نوم د يادولو سره يې ( را انتقال يې کړئ، که په نورو ژبو وي يا يې په خپل وژباړئ او يا يې په هماغه ژبه دلته درج کړئ وروسته به يې وژباړو . .

زه به پيل وکړم او د پښتنو د خان )خان عبدالغفار خان( په اړه به يو څه معلومات وړاندي کړم :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[size=24:723475aacd]خان عبدالغفار خان[/size:723475aacd]

دی په ) ۱۸۹۰ م- ۱۲۶۸ ش( کي د پېښور د هشنغر د اتمانزو په کلی کي د خان بهرام خان محمدزي، يوسفزي په کور کي وزېږيد. د ترنکزو د حاجي صاحب حاجي فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا يې د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملی حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامې په سر رسولی دی. خان عبدالغفارخان په ) ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش( کي د خلافت د تحريک په بهير کي له يو زيات شمېر خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بېرته تلو په وخت کي يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ) ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش( کي د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ) ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش( کال کي د کانګرس په ملګرتيا د هند د نيمي وچي د ازادولو له پاره زياتي مبارزې وکړې او له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.
د نړی په عمومی لومړی جنګ کي د انګليسانو سره د عدم تعاون په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کي وو او د ) ۱۹۴۷ م( کال راپه ديخوا د پښتنو ملي خوداراديت د غوښتلو په جرم د پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. خان عبدالغفارخان )فخر افغان، پاچا خان( په خپل يوه تاريخي ليک کي ) ۱۹۳۵ م( د مۍ په پنځه ويشتمه چي د سابرمني، سنټرل جېل احمداباد څخه يې د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسي وايي:

خوږه خليقه خوشاله اوسې
اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته:

د بمبئي نه د جدا کيدو په وخت کي ماتاسره وعده کړي وه چي زما په خيال کي هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشي نو تاسو به پرې خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کي مې هم ته ياد وې او خدايي خدمتګار مي هم هير نه وو ليکن داسي څه خيال مي پېدا شوی نه وو چي تاسو ته مي ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يې، زما جرم صرف دومره وو چي ما د سرحد او دخدايي خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندي حالات څرګند کړي وو.
د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايي خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چي زه په دوره هري صوبې ته تللی يم، نو د خلکو او له مطالبه دا وه چي موږ ه د سرحد او خدايي خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړ. خير دې کي به خير وي. د الله تعالی هر کار د خير دی ولي مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چي موږ ظاهر بين يو. لږ غوندي ظاهري تکليف چي راباندي راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چي څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکارېده چي زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتګاران ورونه دي په جېل خانه کي وي ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه ګڼله.
خدايي خدمتګاران ورونو چي د جېل خانو بې اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړي وې ، هغه يې پرېيښي دي او که لا په هماغه شان پکښې اخته دي؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او رشتيني خدايي خدمتګاران نه شوو ، نو دا ټولي قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت سوی پښتون به بيا پرېوځي ولي چي زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتګاران کي دی.
زه چي کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولی چي ددی ځای اب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازي يم داسی يو سړی نشته چي تبادله خيلات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چېري زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چي ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتو زما د اخستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيل خانی ته بدل نه کړم.
تاسو زما څه فکر مه کوی ، خپل کار کوی، که چيري الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړي. دا دهغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوئ چي ما پکښې الله تعالی کامياب کړي او ما له صبر او استقبال راکړي.
زه قيدی يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولي چي زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايي خدمتګارو ته ښکاره کړئ او زما ډېر سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او امېد دی چي تاسو په هم هره جمع کي ماته دعا کوی چي الله تعالی ما ددې لايق کړي چي زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړي.

آمين فقط
ستا ورور عبدالغفار

خان عبدالغفار خان د ذوالفقار علی بهټو د حکومت په وخت کې د نيشنل عوامي پارټۍ د صوبايي حکومت په بلنه په ) ۱۹۷۰ م( کي د کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چي هغه حکومت ړنګ شو بېرته افغانستان ته راغی او تر ) ۱۹۸۰ م( کال پورې کله په کابل او کله په ننګرهار کي او سېده. دی د افغانانو ، د ملي آزادۍ غو ښتونکو او طنپالونکو لوی لارښود او )بابا( وو او حضور يې د افغانستان او سيمي د ازاديخواهانو بل مشعل وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې سختي ورځي او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښېدلو او د مغز فلجېدلو وروسته په کال ) ۱۳۶۶ ش( د دلو په اوله د چهارشنبې د سهار په څلورو بجو و په پنځه څلوېښت دقيقو د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کي وفات شو، او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعې په ورځ د ) ۱۳۶۶ ش( کال د دلو په دريمه ) ۱۹۸۹ م( د جنوري په شلمه په ډېره درناوۍ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کي خاورو ته وسپارله شوه.

انا لله و انا اليه راجعون


خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چي د )عبدالغفارخان فيټ ازای بيټل( د )ډی، جی تنډر اثر Abdul ghafar khan fait is a battle D.G Tender(کتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې کليشه کړی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په داسي ليکلي:
) ... زه چي د اتو، نهو کالو وم او په پېښور کي مي به سکول کي سبق وايه نو اکثره مي لوبي د بنګيانو د بچو سره کولې، زه به هغه خپلو ملګرو منع کولم چي دا خو چوړيان دي؟ د دوی سره ولي لوبي کوې. ولي زه به دهغوی په دې خبرو نه منع کېدم او نه به زما په زړه د دې خبرو اثر کېدو. چي زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د باکسته خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاګان ، ترکاڼان، شاخيلان و ، حالانکه زه د خان زوی وم. زه چي هلک وم نو د قصو اوريدلو سره مي ډېر شوق وو او دا قصې به مي زياتي د خولو او يا کتابو کي اورېدې او ډيري به مي خوښي وې. بيا مي ژر په طبيعت کي تبديلي راتله او داسي کتابونه مي خوښ وه چي به هغو کي د داسي خلکو حالات چي چا به د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره ډير تکليفونه او
مصيبتونه تير کړي وو راغلي و( .

[img:723475aacd]http://wardha.gov.in/images/frontier.jpeg[/img:723475aacd]

[img:723475aacd]http://www.greyfilms.com/gifs/khanabdul.jpg[/img:723475aacd]

له پښتو ويکيپېډيا څخه

په درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[size=24:723475aacd]د لوی خان په اړه د پښتنو نظرونه :[/size:723475aacd]

د غفار خان به اړه بايد هير نه کړو چې خدايي خدمتګارانو غورځنګ له امان الله خان سره ښه مناسبات پيل کړي و، خو هغه وخت
اما نالله خان هم د ټول هند د آزادۍ لافې وهلې او خدايي خدمتګاران چې وروسته سرخپوشان شول د٤٦ ١٩ پورې د هند دآزادۍ
ډول ته اتڼونه کول خو په ١٩٤٧ کې يې ملي افغاني موقف اختيار او د
شاه محمود خان صدر اعظم په وخت کې
يې د پاکُستان په وړاندې د مستقل پښتونستان غږ پورته کړ!
مهم د يو ملي غورځنګ ژوندي ساتل دي، دا د يوه قوم او يو ملت د ژوندو نښه ده.

[color=white:723475aacd]پتوال / ټول افغان[/color:723475aacd]
ــــــــــــــــــــــــــــــ

عبدالغفارخان له انګريزانوسره په مبارزه کې ډيرکړاونه ګاللي.اودمبارزي ابتدا يې دهندوستان دديني علماو سره په همغږي شوې.دروسانو نامشروعه غلامۍ دولي خان له دورې څخه زور اخيستي.چې خبره يې داسلام بربنډ مخالفت هم رسولې وه
نيشنليانو هيڅکله دغفار خان په لاره تلل نه دى کړي، بلکى هميشه يې دشخصى ګټو او مالى اجرت لپاره ديو اوبل مزدوري کړې، غفار خان دانګريز دښمن و .خو دوى دانګريز غلامان دي، غفار خان په مبارزه کې خپل مال جاګيرله لاسه ورکړى وو، خو دوى دغلا، لوټ او جاګير په لټه کې بوخت دى، او غريب د دوى په ليکوکې نه تر سترګو کيږى ټول فيوډالان او جاګيردار دي، دتهذيب اودرنوالي خونه يې تالا ده،په دوي ترټولومعتبر دبلورکورنۍ سينما وى او دفاحشي اډې لري، او دپښتو فلمونو دفاحشى بازار هم همدغونيشنليانو عروج ته رسولى، دلاهور دفاحشو فلمي کمپنيو هر ناوړه فرمايش ته يې هرکلى ويلى او دپښتون پر پاک فرهنګ يې دبربنډونڅا ګانو له لارى تور داغ پوري کړى، داسې خلکوته بيا دخپلواکي ومبارزې تمه يو ستر حماقت نه دۍ نو څه دې؟؟؟

[color=white:723475aacd]بزګر/ ټول افغان[/color:723475aacd]
ــــــــــــــــــــــــــــــ

خان عبد الغفار خان په خپل مبارزه کې د هند او د
پښتخونخوا علماوو سره همغږي لرله، اوپخپله يې هم د مولانا پنجفير محمد طاهر
سره يو ځای ملايي کړې ده.

[color=white:723475aacd]وهاج ساپي/ټول افغان[/color:723475aacd]
ـــــــــــــــــــــــــــــ

زما په اند خو نه خان عبدالغفار خان پښتنو ته څه توره وکړه، او نه یې بیلماځه زمنو
صرف او صرف یې خپله خاني جوړه کړه، او عیش وعشرت ته یې لاره وکړه،
ساده بېسواده او ډیر سوادداره یې هم وغلول.
دا خلک له خان څخه تر اسفندیارخان پورې ټول خاینین او ټګمار وو.

[color=white:723475aacd]جلال احمدزی / ټول افغان[/color:723475aacd]
ــــــــــــــــــــــــــــــ

کله چه ګاندی دهند دنیمی وچی دپاره دکانګرس ګوند جوړکړواوددیګوند ایدولوژیئ ئ دعدم تشدد ترعنوان اعلان کړو نوداعدم تشدد یعنی بی له خونریز خشونت اوپرته دجنګ دلاری ازادی لاسته راوستل خلاصه داچه که چاپه چپلاخه وهلی ته ورته بل مخ هم واړوه البته دامنطق اوفلسفه دهند دخلکودپاره به ښه وو او نتیجئ هم ورکړه هندوستان پس د سلو کالو ازادئ وګټله غفارخان چه ددغه فلسفئ تر اغیزلاندی راغلی وو ویغوښتل چه د عدم
تشدد له لاری دپښتونستان دپاره ازادی ترلاسه کړی داوو ځما په ګان چه لویه
اشتباه وکړو اودپښتنو توره او میړانئ تئ درنه صدمه ورسوله ځکه دا فلسفه
دپښتنو دروحیات اوسلحشوری سره ډیر توپیرلی پښتانه دتاریخ په اوږدو کی
خپل و طنئ دتوری په زورازادکړی دی او یو زلئ بیا باید کړی وی ددغی غلطی فلسفی په اساس دغلام غلان پاتی شوی دی نو باقی دی خدای خیرکی

[color=white:723475aacd]پردیسی / ټول افغان[/color:723475aacd]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Dr. Zubair
19.07.2010

باتور صیب د لیکنې عنوان ډیر جالب دی، خو محتوا یې ډیره بې خونده.
البته دا زما شخصي نظر دی.
کاشکې دې خپل وخت د اتل پښتون ملا محمد عمر په تاریخ لیکلو مصرف کړای وای چې دپښتنو او مسلمانانو لپاره د سرتاج دی. په دې اړه زما لیکنه ولوله:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5679&start=0


مبارزشاه
20.07.2010

مشوری مو مفتې او ډیرې دي. که دومره درباندې ګران وي دمفتو مشورو په ځای په دې موضوع لیکنه کوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more