د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په سورت یوسف کی( ۱۷)روحی قواعد

رښتینی
14.11.2009

.
په سورت یوسف کی (۱۷)روحی اونفسی قواعد

په سورت يوسف څو نفسی او روحی مساﺉلو ته نغوته شوی ده هغه مساﺉل
چی په ژوند کی موږ ورسره مخامخ کیږو لکه دژوند تناقضات لیوالتیاوی او
رغبتونه او داراز نور دژوند مختلف مساﺉل چی انسان په خپل ژوند کی ورسره
مخامخ کیږی او دا مساﺉل په سورت یوسف کی موږ موندلی شو او داراز ددی
مساﺉلو حل ته هم لاری چاری موندلی شو خو دا به دژور سوچ او دقیق فکر په
برکت سره ترلاسه کیږی

نو دقرانکریم له ژوری مطالعی وروسته موږ تاسو ته هغه اوولس روحی او
نفسی قواعد را اخلو چی په دی مبارک سورت (سورت یوسف) کی پرتی دی
دا خورا ګټوری اوپه زړه پوری قواعد دی او موږ هره یوه له مستقل عنوان
لاندی ستاسو په خدمت کی ږدو :

یادونه : دا اولس قواعدبه په راتلونکی کی ستاسو په چوپړ کی ږدم
اوناویلی دی نه وی پاتی چی داد یوه عرب لیکوال اکرم عثمان کوچنۍ
رساله ده او زه یی دلته راپښتو کوم .

په مینه

.


وصيل پېروز
15.11.2009

دروندورورحامدصيب روغتياموغواړو
موږهم غواړوچي دقرآن کريم څخه ځان خبرکړو،ستاله دې اقدام څخه ډېرخوښ شوم اودبريالپاره مولاس په دعايم .
موږستاسوژباړې ته لارې څارو.


larghonay laraway
16.11.2009

السلام علیکم !
حامد صیب ښه موضوع ده خدای دې وکړي چې د ژباړې تر څنګ یو څه نوره پلټنه هم وکړئ ځکه چې ایرانیانو د حضرت یوسف علیه السلام په قرآني لیکنه کې ډېره لاسوهنه کړې او یو مزخرف فلم یې ترې جوړ کړی چې له شرکیاتو او اسرایلیاتو ډک دی. د بېلګې په توګه: د یوسف علیه السلام په فلم کې د یوسف په نامه کرکټر د مور قبر ته سجده کوي، په داسې حال کې چې له پیغمبر سره شرک نه ښايي. همد رنګه زلیخا د عمر په پای کې له یوسف سره واده کوي او بېرته ځوانېږي. چې دا هم له عقله لیرې خبره ده. بله دا چې زلیخا یوه بدکاره ښځه وه چې له یوسف علیه السلام څخه یې د زنا غوښتنه کړې وه. په داسې حال کې چې یوه بدکاره او زناکاره د پېغمبر ښځه نه شي کیدلې.
مننه
په پای کې یوه یادونه کوم : د اکرم عثمان په نامه د کابل یو پخوانی پاړسیوان لیکوال دی. ایا تاسو چې د چا متن ژباړۍ د نومونو توارد دی او که اشتباه شوې ده؟
ستاسو لرغونی لاروی


و.افغان
16.11.2009

دروند ښاغلی حامد صاحب:
له مبارکو جهودو مو يوه نړۍ مننه.
په ژوند، وخت او ځوانۍ مو برکته شه! .

الله دې توفيق درکړي.


رښتینی
16.11.2009

ښاغلی پیروز!
محترم لاروی !
او دروند وهاج !

مننه چی زه مو دی کارته وهڅولم که نه یوڅه بوختیاوی چی زما له
لټی سره یوځای شی نو ډیر کارونه یی په نیمایی کی رانه پری ایښی دی
خو اوس به که خدای کول دا اولس قواعد راژباړم چی ستاسو دعاوی را
سره ملی وی .
او محترم لاروی صیب ! دا لیکوال فارسیوان یا افغانی نه دی بلکی دا
دسوریی یو لیکوال دی چی په علم النفس کی دکتوره لری اوپه سوریه
کی په کوم پوهنتون کی استاد هم دی .
او دیوسف علیه السلام په اړه می دایرانیانو دفلم یو دووه پارټونه چیرته لیدلی و
په دی کی شک نشته چی هغوی ډیر زیات خرافات او شرکیات پکی راخیستی

په مینه


رښتینی
16.11.2009

.

لومړۍ قاعده :

دانسان په ټولنیز ژوند کی مینه اومحبت خورا مهم توکی بلل کیږی
دانسان په ژوندکی مینه او محبت ډیر اهمیت لری او انسان هر وخت دا
لیوالتیا لری چی نوروته محبوب وی او دده شاوخوا انسانان دده اهمیت
ومنی دا معنی او مطلب موږ په سورت یوسف کی موندلی شو:

[color=darkblue:fae007a44a]"إذ قالوا ليوسف وأخوه أحب إلى أبينا منا ونحن
عصبة إن أبانا لفي ضلال مبين".[/color:fae007a44a]

ژباړه :دوی (دیوسف وروڼو)وویل :زموږ پلار په ښکاره توګه ناسم چلند
کوی موږ یوه ډله وروڼه یو او دی له یوسف او د هغه له ورورسره له موږ نه
زیاته مینه کوی .

دیوسف علیه السلام د وروڼو داشعور او احساس چی ناسکه وروڼه
(یوسف او ورور ) یی له دوی نه په پلار ډیر ګران دی ؛ددوی له فکر او
د حضرت یعقوب علیه السلام له ظاهری چلند نه راپیدا شوی و موږ د
یعقوب علیه السلام په عدل او نیاوکی کوم شک نلرو ځکه هغه پیغمبر و
او دانسانیت دټولو ارزښتونو امین و
ځکه خو یی دزامنو داحساس او منفی شعور فکر هم نه کاوه او له یوسف
او ورورسره یی دنسبه غوره چلند لامل داو چی هغه دواړه یوخو کوچنی
وو اوبل بی موره وو او که نه په نورو حقوقو او معاملاتو کی یی له نورو
زامنو او دوی دواړو سره یوډول چلند کاوه .

په هرصورت دلته دیوسف علیه السلام د وروڼو په منفی شعور او
احساس باندی موږ خبری لرو دوی فکر کاوه چی پلار یی له دوی
سره پوره مینه نلری او له دی نه دا مالومیږی چی زامن دپلار مینی
ته اړتیا لری او که پلار خپله مینه په خپلو اولادونو باندی په عادلانه
توګه ونه ویشی نو بیا دمنفی غبرګون ویره لیدل کیږی ځکه خو دوی
دخپل منفی شعور په اساس خپل پلار په( ضلال مبین) سره تورن کړ

له دی خبری نه موږ دا حقیقت مالومولی شو چی انسان مینی ته زیاته
اړتیا لری او کوم شخصیت چی دمینی په اړه دفقر او نیستی احساس
ولری هغه ناروغه کیږی اومری او دانسان په روغتیا ،نیکمرغی
او عقلی حالت باندی مینه ډیر لوی اغیز شندی

په رسول الله صلی الله علیه وسلم کی چی کوم دمشرتابه صفات او
خویونه وو او دهغو لامله صحابه د هغه دهری خبری منلوته بی له کوم
دلیله تیار وو ؛ اساسی لامل یی مینه وه .

هغه نیکمرغه کورنۍ چی غړی یی دمینی په زرین مزی سره تړلی وی په
بریالیتوب سره کولی شی خپل ماشومان په ښایسته اورغوونکی توګه
وروزی او بی له پوهاوی په سختی او ډبولو سره روزنه ښی پایلی نلری
په دی توګه کیدی شی اولاد اوکشران دخپلو مشرانو پیروی وکړی او
خبری به یی هم منی خو دماشوم زړه به دمینی له ارزښتناکی پانګی تش
او خالی وی چی دا په خپله یوه ویروونکی خلا او تشه ده

او مینه باید په معتدله او مناسبه توګه وی او په مینه کی افراط دهرډول
افراط په څیر مضر او تاوانی دی له اولاد سره ډیره مینه او دهغوی ډیر
نازول په هغه کی دنوښت او د خپل شخصیت دبروز ځواک وژنی هغه له
استقلال او په ځان باور نه بی برخی کوی

موږ باید له خپلو اولادونو سره ګډ ژوند وکړو هغوی ته دمینی غیږی
پرانستی ولرو په داسی توګه چی دوی زموږ په خبره پوهیږی او موږ
ددوی په خبره ځان پوهوو

پاتی لری


watanmal
17.11.2009

ټولو دوستانو او محترم حامد صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

حامد صيب توفيق درته غواړم ښه لړۍ مو پيل كړى هيله لرم چى بشپړه يى كړۍ

قرآن كريم يو معجز كتاب دى ، د سورة يوسف په اړه مى په يوه عربى ويب پاڼه كى
لاندينى مِضمون لوستى وو ، هغه وروڼه چى په عربۍ پوهيږى هيله لرم چى استفاده
به ترينه وكړى:

تمكن العالم المسلم الأستاذ الدكتور عبد الباسط محمد سيد الباحث
بالمركز القومي للبحوث التابع لوزارة البحث العلمي و التكنولوجيا
بجمهورية مصر العربية من الحصول على براءتي اختراع دوليتين الأولى
من براءة الاختراع الأوربية عام 1991م، والثانية براءة الاختراع الأمريكية عام 1993م،

وذلك بعد أن قام بتصنيع قطرة عيون لمعالجة المياه البيضاء

استلهاماً من نصوص سورة يوسف عليه السلام

[color=white:f06b5e2d99]وفي حوار أجراه معه الأستاذ أحمد الصاوي نشر في المجلة العربية ،[/color:f06b5e2d99]

تحدث الأستاذ الدكتور عبد الباسط عن قصة هذا الاختراع .... //

[color=darkblue:f06b5e2d99]بداية البحث ::[/color:f06b5e2d99]

من القرآن الكريم كانت البداية، ذلك أنني كنت في فجر أحد الأيام أقرأ في
كتاب الله عز وجل في سورة يوسف فاستوقفتني تلك القصة العجيبة ،
وأخذت أتدبر في الآيات الكريمات التي تحكي قصة تآمر أخوة يوسف عليه السلام ،
وما آل إليه أمر أبيه بعد أن فقده ، وذهاب بصره وإصابته بالمياه البيضاء
، ثم كيف أن رحمة الله تداركته بقميص الشفاء الذي ألقاه البشير على وجهه
فارتد بصيرا .

وأخذت أسال نفسي، ترى ما الذي يمكن أن يوجد في قميص يوسف حتى يحدث
ذلك الشفاء وعودة الإبصار إلى ما كان عليه، ومع إيماني بأن القصة تحكى
معجزة أجراها الله على يد نبي من أنبياء الله هو سيدنا يوسف عليه السلام
إلا أني أدركت أن هناك بجانب المغزى الروحي الذي تفيده القصة مغزى آخر ماديـًا
يمكن أن يوصلنا إليه البحث تدليلاً على صدق القرآن الذي نقل إلينا تلك القصة
كما وقعت أحداثها في وقتها، وأخذت أبحث حتى هداني الله إلى ذلك البحث.

كما سبق وأن أشرت إلى أن عدسة العين مكونة من كبسولة بها بروتين
يكون موزعـًا ومرتبـًا ومنسقـًا في صورة صغيرة وأن تغير طبيعة هذا البروتين،

أي تغير درجة الترتيب والتنسيق يؤدي إلى توزيع عشوائي الأمر الذي يسبب العتامة،

لذلك كان التفكير في الوصول إلى مواد تسبب انفرادًا للبروتين غير المتناسق
بتفاعل فيزيائي وليس كيميائي

حتى يعود إلى حالة الانطواء الطبيعية المتناسقة،

ولما كان هذا الأمر لا يوجد به بحوث سابقة في الدوريات العلمية،

لذلك كان يمثل صعوبة في كيفية البداية أو الاهتداء إلى أول الطريق،

ولقد وجدنا أول بصيص أمل في سورة يوسف عليه السلام،

فقد جاء عن سيدنا يعقوب عليه السلام في سورة يوسف قول الله تعالى
{ وتولى عنهم وقال يا أسفي على يوسف وابيضت عيناه من الحزن فهو كظيم } يوسف84

وكان ما فعله سيدنا يوسف بوحي من ربه

أن طلب من اخوته أن يذهبوا لأبيهم بقميص الشفاء : { اذهبوا بقميصي هذا
فألقوه على وجه أبي يأت بصيرًا وأتوني بأهلكم أجمعين } يوسف/93.

{ ولما فصلت العير قال أبوهم إني لأجد ريح يوسف لولا أن تفندون
* قالوا تالله إنك لفي ضلالك القديم * فلما أن جاء البشير ألقاه على وجهه
فارتد بصيرًا ، قال ألم أقل لكم إني أعلم من الله مالا تعلمون } يوسف/94ـ96.
......... من هنا كانت البداية والاهتداء .

[color=white:f06b5e2d99]ماذا يمكن أن يوجد في قميص سيدنا يوسف عليه السلام من شفاء ؟[/color:f06b5e2d99]

وبعد التفكير لم نجد سوى[color=darkblue:f06b5e2d99] العرق ،[/color:f06b5e2d99] وكان البحث في
مكونات عرق الإنسان حيث أخذنا العدسات المستخرجة من العيون
بالعمليات الجراحية التقليدية ، وتم نقعها في العرق فوجدنا أنه تحدث
حالة من الشفافية التدريجية لهذه العدسات المعتمة ثم كان السؤال التالي
: هل كل مكونات العرق فعالة في هذا الحالة ، أم إحدى هذه المكونات ؟
وبالفصل أمكن التوصل إلى إحدى المكونات الأساسية، وهي مركب
من مركبات البولينا " الجواندين " والتي أمكن تحضيرها كيميائيـًا،
وقد سجلت النتائج التي أجريت على 250 متطوعـًا زوال هذا البياض
ورجوع الإبصار في أكثر من 90%، أما الحالات التي لم تستجب فوجد
بالفحص الإكلينكي أن بروتين العدسة حدث له شفافية، لكن توجد أسباب
أخرى مثل أمراض الشبكية هي التي تسببت في عدم رجوع قوة الإبصار إلى حالتها الطبيعية .

[color=white:f06b5e2d99]معالجة بياض القرنية :[/color:f06b5e2d99]

هناك أيضـًا بياض قرنية العين ، قد يكون ضعف الإبصار نتيجة حدوث
بياض في هذه القرنية ، وهو ما ينتج من تجلط أو تغير طبيعة بروتين
القرنية ، وثبت أيضـًا بالتجريب أن وضع هذه القطرة مرتين يوميـًا
لمدة أسبوعين يزيل هذا البياض ويحسن من الإبصار كما يلاحظ الناظر
إلى الشخص الذي يعاني من بياض بالقرنية وجود هذا البياض في
المنطقة السوداء أو العسلية أو الخضراء ، وعند وضع القطرة تعود
الأمور إلى ما كانت عليه بعد أسبوعين .

==================

په مينه
وطنمل


larghonay laraway
17.11.2009

السلام علیکم!
زه د سورت یوسف په لفظي ژباړه کې هم ستونزه لرم او نه پوهېږم چې د لاندې ایت ژباړه به څنګه کېږي: [code:1:b48a594afe]انا ابانا لفی ضلال مبین [/code:1:b48a594afe].


رښتینی
17.11.2009

.

ژباړه :دوی (دیوسف وروڼو)وویل :[color=darkblue:52261a5011]زموږ پلار په ښکاره توګه ناسم چلند
کوی [/color:52261a5011]موږ یوه ډله وروڼه یو او دی له یوسف او د هغه له ورورسره له موږ نه
زیاته مینه کوی .

ښاغلی لاروی ولی زما ژباړه دی لکه چی خوښه نشوه ؟؟
ما دایت شریف مطلب دپښتو قالب ته اچولی دی اوکوم
زیاتوالی می نه دی کړی خو تحت اللفظ ژباړه می هم نه ده
کړی ځکه له تحت اللفظ ژباړی نه مطلب ترلاسه کول
سخت وی هلته به نو فعل فاعل او مفعول دپردی ژبی په
ډول راوړی اود خپلی ژبی اسلوب به پریږدی
او بل داد ضلال مبین جمله دکفاروپه باره کی ډیره کارول شوی ده
نو دلته هم دسړی په فکر کی هغه معنی پرته وی او حیران شی
چی دپیغمبر په باره کی دا توری څنګه کارول شوی دی ؟
خو دلته مطلب هغه نه ده دلته لفظی معنی مراد ده چی په ما په ناسم
چلند سره مناسب وبلله ځکه دپیمبر ه باره کی له خولی سره اتیات
په کاروی

په مینه


وصيل پېروز
17.11.2009

دروندحامدصيب سلامونه مي ومنئ!
ستاسوخوښه کړې لړۍ په رښتياهم ډېره خوږه ده اوله دې اوپردې انتخاب درته مبارکي وايم هيله ده په راتلونکي کي داډول نوري هڅې هم راڅخه ونه سپموئ اوله تاسوهيله کوو چي ددې لړۍ په دوران کي بايدترهغوځايونوتېرنه شئ چي خلک پرې ډېراختلافات لري مثلاله يوسف عليه السلام سره دزليخاواده او.... دلته چي ښه څېړنه وشي دابه يوسترکار وي لکه چي لاروي صيب ويلي چي ايرانیانوپه دې اړه يوفلم جوړکړی چي ټول له اسرائيلياتوډک دی يووخت مي له ملګروسره پرهمدې خبره راغله ورته ومي ويل چي په دې فلم کي اسرائيليات دي خوهغوئ راته ډېرسپېڅلی وښود،مابياپه دې اړه پلټنه وکړه چي تراوسه لاهم روانه ده اوددې پلټنې په دوران کي زه له يوبل ځای سره هم مخامخ شوم،ماچي کله په دې اړه دحکمتيارصيب تفسير(راشئ ديوسف له سورې يې زده کړو!) کتله نوهغه ددې ايت په تفسيرکي (وجاءت سيارة فارسلواواردهم فادلی دلوه قال يبشری هذاغلم واسروه بضعة والله عليم بمايعملون وشروه بثمن بخس درهم ودة وکانوفيه من الزاهدين) (يوسف ۱۹ - ۲۰) ليکلي دي :
((ناڅاپه يوکاروان راغی دکوهي خواته يې واړول يوکس يې داوبوراايستلولپاره ولېږو دبوکې راايستلوپرمهال متوجې شوچي يوتنکی زملی ورسره راپورته شوچيغې يې کړې : زېری زېری دادی يوتنکی زلمی!!! دکاروان مشرامروکړچي په يوه خوندي ځای کي يې پټ کړي ښه سلوک يې ورسره کاو،پرې مهربانه ول مصرته يې له ځان سره بوت هلته يې په ارزانه بيه وپلورو.
بايبل ليکي چي ديوسف عليه السلام وروڼودکاروان له ليدوسره هغه بيرته له کوهي را وايست اوپه کاروانيانويې وپلورو،داخبره هم قرآن ردوي اوهم يې عقل نه مني که ددوئ په کاروانيانودپلورلواراده درلودی نوولي به يې په کوهي کي اچاوو؟ يوسف عليه السلام دپلورلوپه وخت کي کاروانيانوته ويلي شوچي زه مرېيی نه يم دامي وروڼه دي پلارمي خبرنه دی . هيڅوک نه غواړي په داسي لانجې کي ښکېل شي اوازادانسان دمرېيي په نامه واخلي!!قرآن فرمايي چي يوسف عليه السلام په مصرکي وپلورل شو.
قرآن دبايبل داادعاردوي چي کاروانيانويوسف عليه السلام له خپلووروڼووپېرېدو، ددې ادعابرعکس وايي چي کاروانيانوله څاه راوايست اودموندل شوې قيمي متاع په څېريې پټ کړ،دقرآن په دغومختصروالفاظوکي هغومره ژورمطالب پراته دي چي دهغه مهال دټولنې دردوونکي وضعيت ددقيق توضيع لپاره کفايت کوي،دکاروان دسالاريو غلام هغه ته ديوه تنکي ځوان دموندلوزېری ورکوي، هغه يې دقيمتي متاع په څېرپټ ساتي اوداځکه چي دی به څوورځې وروسته دمصرپه بازارکي په ګرانه بيه پلوري))
په دې ټکوکي حکمتيارصاحب دې ته اشاره کړې وه چي وروڼوته يې په څاه کي تراچولو وروسته يوسف عليه السلام په لاس نه دی ورغلی خوځيني تفسيرونه بياان وايي چي يوسف عليه السلام يې پرراغلي کاروان وپلوری زماهدف داووچي پرداسي مهموټکو يوڅه رڼاواچول شي ترڅوحقيقت خلکوته څرګندشي .
په اسلامي مينه
ستاسوپېروز


رښتینی
18.11.2009

محترم پیروز او نوروټولو وروڼو ! په موضوع کی ستاسو
شتون او ستاسو هڅونی اوزیاتونی لوی ویاړ بولم الله
موبریالی او سرلوړی لره

ښاغلی پیروز که زما دموضوع عنوان ته دی فکر وی نو دا یواځی
اوولس روحی قواعد دی چی په سورت یوسف کی موندل شوی دی
او دلته یی زه له ژباړی اویوڅه زیاتونی سره را اخلم او تاسواوښاغلی
لاروی صیب چی کومی موضوع ته نغوته کړی ده هغه ددی سورت د
تفسیر موضوع ده په سورت یوسف کی ځینی ایتونه شته چی ډیرو اوږدو
تفصیلاتو ته اړتیا لری لکه ستاسو یاده شوی موضوع او داراز په سورت
یوسف کی راغلی اسراییلی روایات او دا ایت :ولقد هم به وهم بها لو لا آن
رآی برهان ربه
زه که یواځی دا پاتی قواعد را ولیږدوم نو ډیره به وی بناء له نورو وروڼو نه هیله
کوم چی یادی شوی موضوعات را واخلی او ویی سپړی

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more