د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دلمانځه په باره کي پوښتنه

watan1
14.11.2009

دټول افغان محترمو ليکونکو او لوستونکو اسلام عليکم
په لاندی ډول يوه پښتنه لرم او دتاسي محترمو څخه يي دځواب هيله کوم
کله چی سړی لمونځ کوی نواول بايد نيت وشی زماپښتنه داده چی دنيت په وخت کی اول بايد
غوږونوته لاسونه يوړل شي بيا اللۀاکبر وويل شی اوکه اول اللۀ اکبر وويل شی بيا غوږونو ته
لاسونه يوړل شی٠
مننه ستاسی دځواب په تمه



ع کريم حليمي
17.11.2009

ګران وطن ته ، او درنو لوستوونکو ، السلام علیکم و رحمة الله
س -زماپښتنه داده چی دنيت په وخت کی اول بايد
غوږونوته لاسونه يوړل شي بيا اللۀاکبر وويل شی اوکه اول اللۀ اکبر وويل شی بيا غوږونو ته
لاسونه يوړل شی٠
ج- اول لاسونه پورته کړئ بیا الله اکبر ، او که لمړی ووایاست چه الله اکبر او ورسته لاسونه پورته کړئ
هم صحیح کار دئ ، لمونځ ته کوم تاوان نه رسیږي

اشرف المرسلين ، خاتم النبيين ،امام المتقین سیدنا و مولانا محمد صلی الله علیه وسلم په دواړو ترتیبو
سره لمونځ ادآ کړئ (إذا قام للصلاة رفع يديه حتى تكونا بحذو منكبيه ثم كَبَّر )

هو داسي هم راغلي په کتاب کي چه : (إِذَا كَبَّرَ رَفَعَ يَدَيْهِ )

داسي درته ویلی سم چه حنفي امامان په دغه حدیث عمل کوي لمړئ الله اکبر
کان رسول الله صلی الله علیه وسلم إذا ٱفتتح الصلاةَ کَبَّرَ و رفع یدیهِ حذاءَ آُذُنَيْهِ -
بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع / دوهم جلد

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more