د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وړاندیز

..Ahmadzai
13.11.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ټول افغان د بحث د فورم نوې بڼه هره ورځ د نوښت حالت کې دې، او نوې نوې د بحث خونې پکې راضافه کیږي، زه خپله د دغه نوښت پلوي یم، ځکه چې دې سره به هم د بحث لړۍ پراخه سي هم به یې تقنین پرمخ ځي او هم به افکار توجیه سي.
زه هم د ټول افغان محترمې ادارې ته د بحث د دوو خونو اضافولو[color=red:603043f714] وړاندیز [/color:603043f714]وړاندې کوم.
[color=darkred:603043f714]اول : تاریخ او د تاریخي پیښو څیړنیز بحثونه[/color:603043f714]
[color=darkred:603043f714]دوهم : ژباړه او د ژباړې په اړه بحثونه[/color:603043f714]
دې سره به د ګډونوالو وروڼو او هم لوستونکو په تاریخي ثقافت او معلوماته کې په زړه پورې زیاتوالی راسي، او هم به خپل تاریخ ثبت کړو او د نړي د مهمو تاریخي پیښو څخه خبر سو.
تاسو پوهیږۍ چې د پښتنو تاریخ څومره مبهم ګونګ ، څومره تیارو کې پټ او څومره پردو کې نغښتی، دا زمونږ د لرغونو نیکونو او قدماوو خپل تاریخ ته نه پاملرنه او تقصیر ده، دې سره ډیرو مغرضو غیر پښتنو لیکوالانو ته موقعه په لاس ورغله چې د پښتنو په اصل او نسب کې مختلفې افسانې او روایات ورداخل کړي، او پښتانه دخپل اصل په اړه مشوش کړي، او نورو ته یې کم معرفي کړي، بیا نو جاهلو پښتنو تش په نامه تاریخ لیکوالونو دغه روایات خپل او ثبت کړل.
مونږ ته پکار ده چې له خپل تاریخ څخه خبر سو او رغنده بحثونه پرې وکړو، او هم د نړۍ له تاریخ څخه معلومات ترلاسه کړو، او هم راتلونکونسلو ته کم رانسو.
زه یقین لرم چې دغه خونه که فعاله سي نو ګدونوال به یې زیات وي، او په ډیر ښکلو او قیمتي موضوعاتو او بحثونو به زرینه سي،او کیدای سي تاریخ پوهان هم دلته رامخه کړي.
د ژباړې باره کې هم ورته ضرورت لرو، پیل به په وړو وړو پارچو کړو ، یا لنډ لنډ متنوخوپه مختلفو موضوعګانو، او یو بل سره به همکاري کوو، هره ډله په هغه ژبه کې چې دوۍ پرې پوهیږي، او د خدای فضل ده د دنیا په هر ګوټ کې مونږ پښتانه وروڼه لرو،چې په ډیرو پردیو ژبو حاکمیت لري او ښه پرې پوهیږي،څرنګه چې د ژباړې لپاره پرکټیس او تمرین ډیر اړین او ضروري ده، نو دغه د پرکټیس ځای که ټول افغان ورته مهیه او برابرکړي،دا به پښتو ته یو لوی خدمت وي.
صرف پکار یوه د بحث خونه ، او یو څه هدایات دي، چې د سلیمې ژباړې اصول ورته وایي .
همدارنګه دبیلا بیلو ژبو زده کړې لپاره به هم پکې ګنجایش وي.
هیله ده زما دغه وړاندیز لږ په توجوه سره وکتل سي.
په درنښت
جلال احمدزی


رښتینی
13.11.2009

احمدزۍ صیب سلامونه می ومنه !

ستاسو وړاندیزونه زه هم تاییدوم او دا دواړه بیخی مهم
موضوعات دی باید مسولین ورته متوجه شی ځکه په لومړنیو
ځینی بحثونو کی شونی ده تداخل وشی خو په هرصورت دا دواړه
بحثونه ډیر مهم دی

په مینه


محمد احمد حمي
13.11.2009

ګرانو وروڼو سلامونه

زه مو ږغ نور هم بدرګه كوم ، هيله ده چي دوى به غور پر وكړي.


larghonay laraway
14.11.2009

السلام علیکم!
زه د وړ نوښت پلوی یم خو باور وکړئ زه اوس هره تبصره له ځان سره لیکم چې په کوم بحث خونې کې مې کړې ده. ځکه چې ډېرې شوي دي. که یوه وي نو د وخت بچت هم کولی شو. اوس چې له یوبحث فورم سړي ووځي او بل ته ځي نو یو څه وخت یې نیسي. خو بیا هم چې د ملګرو خوښه ده زمونږ هم خوښه ده. د وخت په تېريدو سره به له هر ې خونې سره اشنا شو.
ولې د تاریخ په اړه بایدووایم د احمدزي صیب وړاندیز ډېر پر ځای دی ځکه زمونږ اکثره ځوانان له خپل تاریخ سره نا اشنا دي. خو په بحث فورم کې انتقاد کېږي او د فورم ګډونوال یو څه بې حوصلې کېږي. باید حوصله ولري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more