اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يارسول الله او يامحمد روا اوکه ناروا ؟
شبيراحمد
12.11.2009
داسلامي بحثونوټولوليکوالوپوهانواوکتونکيوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم نن سبا دندا په هکله هم زيات بحثونه روان دي خوپه ټول افغان کي په دې اړه
هيڅ هم نه ترستګوکېږي لهذا تاسوته په دې بحث کي دګډون بلنه درکوم ترڅوموږ وپوهېږو چي د ( يارسول الله ) او ( يامحمد ) ويل روا اوکه ناروا دي دغه راز د ( يامصطفى مشکل کشا ) ويل هم بايدله نظره ونه غورځول شي
اوپه تشهد کي د( السلام عليک ايهالنبى ) ويل حکايي دي اوکه انشاء ده ؟
سترګي په لار
ستاسوشبيراحمد
larghonay laraway
14.11.2009
السلام علیکم!
شبیر احمد صیب فکر کوم په دې اړه پخوا هم بحث شوی ولې بیا هم باید یاده کړم چې (یا محمد، یا رسول الله، یا مصطفی او ...) نه تسبیحات دي، نه کومه دعا ده او نه بل څه، بلکې شرکي جنبه یې قوي ده. یا فرض کړو چې شرک هم نه دی خو کومه ضرور خره هم نه ده چې مونږ دې (یا رسولله ) ووایو. دا چې یا رسول الله کومه مسنونه دعا هم نه ده نوولې د داسې مشکوکو چیغو په اړه څوک ټینګ شي چې خامخا یې باید ووایي. ددې پر ځای باید د رسول الله صلی الله علیه واله والسلم په اقوالو عمل وکړو.
ما خو چې اوریدلي: یا د ندا توری دی او (منادا) غواړي. نو مونږ له افغانستانه څنګ رسول الله صلی الله علیه والسلم ته چیغې وکړو!
په داسې حال کې چې خدای ج ویي د خرو غوندې چیغې مه وهئ!
په (التحیات ) کې ایهاالنبی حکایي دی.
شبيراحمد
14.11.2009
محترم لرغونى لاروى صيب
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
تاسوليکلي
[quote:bc7ecc515c](یا محمد، یا رسول الله، یا مصطفی او ...) نه تسبیحات دي، نه کومه دعا ده او نه بل څه، بلکې شرکي جنبه یې قوي ده.[/quote:bc7ecc515c]
محترما په دې اړه مي له علماؤوڅخه اوريدلي دي چي ( يامحمد) دمحبت له مخي ويل روادي البته په دې عقيده چي رسول الله (ص) حاضراوناظر دى ناروادي
چي زماپه آندترډيره حده سمه توجيه ده اوکه نه وي نودليل څه دى ؟
او
[quote:bc7ecc515c]په (التحیات ) کې ایهاالنبی حکایي دی.[/quote:bc7ecc515c]
ګرانه داخبره ماهم اوريدلي چي الله (ج) دمعراج په شپه حضور(ص) ته داجمله مخامخ فرمايلي وه
بهرحال که په معراج کي داواقعه تېره شوي وي هيڅ بعيده نده خودليل ته هم ضرورت شته چي موږ کوم التحيات وايوپه هغه کي حکايت مقصوددى نه انشاء . که حکايت مقصودشي نوبياپه لمانځه کي نه التحيات شوه نه سلام نه په نبي عليه سلام اونه په صالحينواونه هم داشهدان لااله الاالله له ويلوڅخه په توحيدګواهي شوه بلکه دمعراج حکايت شوپه حال داچي ددې حکائي کيدل يې په ډېرو وجوهاتوباطل دى .
(١) دمعرج په شپه داسي کيدل په صحيح سندنه دي ثابت شوي.
(٢) په هغوحديثوکي (چي دتشهدښودنه پکي شوي ده ) نه دي ويل شوي چې دخطاب دمعراج په شپه شوى و تاسو يې هم دحکايت په توګه ولولئ.
(٣) که خطاب حکايي وي نومحدثين يې ولي درسول الله په خصائصوکي ليکي په حکايت کي هيڅ خصوصيت نشته په قرآن کريم کي ( ياعيسى ياآدم ياموسى بلکه ياهامان هم راځي چي حکايتاپه لمانځه کي ويل کېږي که درسول الله (ص) خطاب هم دحکايت په توګه وي نوخصوصيت يې له منځه لاړ.
له دې څخه راښکاري چي داخطاب دانشاء په توګه ده له دې امله درسول الله (ص) له خصائصوڅخه ده چي په لمانځه کي له هغه (ص) څخه پرته هيچاته دانشاء په توګه خطاب کول درسته نه دى.
علامه زرقاني فرمايي چي
(فان قيل کيف شرع هذااللفظ وهوخطاب بشرمع انه منهى عنه فى الصلوة فالجواب ان ذالک من خصائصه صلى الله عليه وسلم )
ملاعلى قارى (رح) په مرقات کي فرمايلي دي چې
( وجوازالخطاب من خصوصياته عليه السلام اذلوقيل لغيره حاضرا اوغائباالسلام عليک بطلت صلوته )
ددواړوصورتونودترجمې حاصل دادى چې په لمانځه خطاب دنبي کريم (ص) له خصوصياتوڅخه دى
دارنګه ابن حجر(رح) په فتح الباري اوسيطي (رح) په خصائص اوقسطلانى (رح) په مواهب کي هم داخبره ذکرکړي ده .
ستاسوله ګډون څخه مننه
اودنورعلماؤودګډون په انتظار
[color=blue:bc7ecc515c]يادونه[/color:bc7ecc515c]
[color=blue:bc7ecc515c]مسئله بايد له دليل سره وليکل شي نه يوازي زماپه آند[/color:bc7ecc515c]
ع کريم حليمي
15.11.2009
السلام عليکم ورحمة الله ،
درنو او مکرمو خوږو وړونو مکرم لرغونى لاروى صاحب او محترم شبيراحمد صاحب
داچه تاسو ویلي چه شرکي جنبه یی قوي ده ، شرک اقسام لري مطلب مو کوم شرک دئ ؟ شرك اكبر، شرك اصغر، او که شرك خفي
یا الله ویل ذِکر دی او ثواب لري بل مطلب او معنیٰ نه لري
او که چا وویل چه ( یا محمد ) د دغي نعرې او آواز معنیٰ څرنګه ده یعني څه شی یا داسي ساده ووایم
په یا محمد ویلو کي کوم مطلب نغښتی دی ؟ زما ئې معنېٰ نه زده !! مکمل مطلب نه لري
او که څو وایي چه (یا محمد ) ویل شرک دي دا خبره په نص سره نده ثابته
هو ! من حلف بشيء دون الله فقد اشرك ، او هم همدا ډول ما شاء الله و شاء فلان دا شرک دی
څوک چه صاحب د یقین وي هغه له شک او ریب نه خلاص وي ، او څوک چه اخلاص ولري او مخلص وي
له شرک نه په آمان وي
که داسي تبلغ وکړئ چه: کله چه د محمد صلی الله علیه وسلم نوم يادوۍ نو د الله نو هم ورسره یادوۍ
د الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم نومونه نه جلاکېدونکي دي که اذان کوې هم به دواړه نومونه یادوۍ
او که د رسول الله نوم یادوۍ او که مو وویل چه علیه السلام نو بیامو هم نوم د الله ورسره یا کړي
خدای و خپل حبیب ته دومره لور مقام ورکړ چه هر مسلمان ته لازمه ده محمد بن عبدالله سر به بیا هم
وائي چه رسول الله صلی الله علیه وسلم
د حبیب الله نوم یوازي نه یادیږي خامخا به الله ور سره مل وي
درناوي
شبيراحمد
22.11.2009
محترم حليمي صيب سلامونه اوښې هيلي مي ومنه
محترما ! البته تاسوبه خبرياست چي زمونږ په ګاونډي هيوادپاکستان کي يوه ډله چي په رسول الله صلعم باندي ځان ډيرمين بولي اوپه دې مينه کي بې ساري غلوه هم کوي يعني هغوئ رسول الله صلعم حاضراوناظرګڼي دې ډلي ته بريلويان وايې دوئ له روضې مابارکي سره دمشابهت له پاره شنې بګړۍ په سرکوي اوحتى چي ځينو خويې لاچوټي هم شنې په پښوکړي وي اوقلمونه يې هم شنه ټومبلي وي
داډله له دسهارله لمانځه وروسته درودشريف په ولاړي لولي اوپه ضف کي درسول الله صلعم له پاره ديوه کس ځاى خالي پرېږدي دوئ وايي چې دلته به هغه صلعم درېږي اوداسي نورشرکي افعال چي دوئ يې ترسره کوي .
نوله امله چې رسول الله صلعم حاضراوناظروګڼل شي د ( يامحمد ) لفظ ويل دلرغوني لاروي په خبره رښتياهم شرکي جنبه اختياروي ځکه چي په هرځاى کي له الله ج څخه پرته هيڅ رسول - بزګ - او - ولي وجودنه لري
البته له دې عقيدې سره ده ( يا ) حرف نداکارول اوياهم ( الصلوة والسلام عليک يارسول الله ) ويل بې شکه شرک دى
اوکه څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ستاسودبياګډون په هيله
01.12.2009
[color=blue:7b409bd644]لا حول و لا قوة الا بالله ،[/color:7b409bd644]
ددې مبارکې جملې معنی څرګندوي چې له الله پرته بل هيڅوک جزیترينه مرسته نشي کولای
او نه له بل هېڅ چا څخه مرسته غوښتل کيدای شي، نو که مرسته غوښتل مطلب وي او
ددې له پاره څوک يامحمد ووايي، نه يواځې دا چې
مرسته ورسره نه کيږي بلکې په شرک هم اخته کيږېې ٠
نو د ياعلي (رض)، يا پيرانوپير يا غوث الاعظم دستګير، يا ميا عباس با با او نور ويل شرک دی او بس ٠
پاتې شوه دا چې په اتحياتُ کې يا ايهالنبي ويل سم دي که نه ، بايد و پوښتل شي چې په لومړۍ او دوهمه قاعد په اتحياتُ کې
پخپله محمد (ص) څۀ لوستل ، که هغه هم همدغه اتحي لوستله نو بيا هغه هم ويل
اسلام عليک يا ايهالنبيُ ٠٠٠ ، نو روښانه ده چې همغه د معراج په وخت د الله (ج) د فرمايلی سلام
حکايت دی پر نبي عليه الصلوة والسلام باندې
نود پيغمبر په طريقه يې هر مسلمان هم بايد په اتحيات کې ووايي اوبس !
خیریوسی
02.12.2009
پتوال صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تر هر څه نه مخکی وتاسو او ټولو لوستونکو ته د لوی اختر مبارکی وړاندی کوم
وروره شرک تر دې هم مخفی دی ۰شرک لکه په توره شپه کې پر توره ډبره دتور میږوی کښکي ۰
الشرك أخفى من دبيب النملة السمراء ، على الصخرة الصماء ، في الليلة الظلماء " .
اوس مشکل دادی چې داوس زمانی خلګ ددنیایې ګټو دپاره پر هغه قوم خبری کوی چې هغوي الله جل جلاله پیژندلی دی دهغوی هر رګ هر ویښته دالله جل جلاله په یاد لیګا دي ۰
دوی خپل ځان هیر کړی دا شرک دی دا شرک دی دا شرک دی ۰ څوک بیا دلمانځه په مصلی کې رسمونه لټوی هغه کله ورته پړانګ . پیشو یا بل عکس ښکاری لمونځ یې هیر وی څوک بیا وسیفن آف ته هنداره نیسی په لوی لاس ځان په عبث اخته کوی ، څوک بیا دخلګو په جامو کې صلیب لټوی څوک څه او څوک څه بس خلګ په وسواس اخته کوی دوی خپله ناروغه دی الله جل جلاله دی زموږ ټول ناروغانو ته صحت ورکړی ......... سبحان الله څوک دخپلو عیبو څخه وبل ته څنګه وخت پیدا کولای شی
رحمان بابا څه ښه ویلی دی :
چي مدام د بل و عيب و ته نظر كـړې _ خداى له خپله عيبه ولې ناخـــركړې
كه يوه جـودانه عيب وينې په بل كـې_ هغه يو جودانه عيب به يې لوى غر كړې
كه دې خپله ګناه لويه لكه غــر وي _په حيله حيــله به غر د مچ وزر كړې
كه څوك تله د انصاف درته په لاس كا_ خپل ټټو او د بل آس به برابر كــړې
تو لعنت دې په داهسې منصفى شــه _ چې له حقه و باطل وته ګذر كــړې
larghonay laraway
06.12.2009
السلام علیکم !
په زړه پورې بحث دی او زمونږ هغه وروڼه چې په دې هکله معلومات لري باید ویې نه سپموي. همدا راز که د بحث له ځینو ګډونوالو سره خپل معلومات نه وو کولی شي چې له یوه ښه عالم سره مرکه هم وکړي او له مونږ سره یې شریکه کړي.
زما د پتوال صیب خبره ډېره خوښه شوه چې که رسول الله صلی الله علیه والسلم هم په لمانځه کې التحیات ویلي وي نو مونږ باید د خپل پیغمبر صلی الله علیه واله والسلم ومنو.
د عاجزې خور خبرې یو څه تتې او مغشوشې دي. دې مبارکې له یوې خوا لیکلي چې شرک ډېر باریک دی.
[quote:757c2ee297] (الشرك أخفى من دبيب النملة السمراء ، على الصخرة الصماء ، في الليلة الظلماء " . [/quote:757c2ee297]
له بلې خوا بیا حتی نه غواړي چې په دې اړه څوک څه ووایي. نو معلومه نه شوه چې ایا عاجزه خور غواړي چې مسلمانان د شرک له باریکیو خبر شي چې ځان ترې وساتي او که نه همداسې په تیرو کې ښه دي؟
عاجزې خور یوه بله تته خبره هم کړې ده. دې لیکلي:
[quote:757c2ee297]داوس زمانی خلګ ددنیایې ګټو دپاره پر هغه قوم خبری کوی چې هغوي الله جل جلاله پیژندلی دی دهغوی هر رګ هر ویښته دالله جل جلاله په یاد لیګا دي ۰
دوی خپل ځان هیر کړی دا شرک دی دا شرک دی.[/quote:757c2ee297]
په دې بحث کې خو ما تر اوسه د کوم قوم په اړه څه نه دي لوستي چې عاجزه خور به کوم قوم ښيي؟
بله دا چې الله ج خو یو قوم نه بلکې ټول ورته ښه معلوم دي او پېژني یې ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي. نو داسې کوم قوم خو نشته چې هغوی ته الله ج منحیث قوم بښنه کړې او جنتیان دي!
همدا راز عاجزې خورکۍ د عبدالرحمن بابا یو شعر راخیستی :
[quote:757c2ee297]چي مدام د بل و عيب و ته نظر كـړې _ خداى له خپله عيبه ولې ناخـــركړې
....[/quote:757c2ee297]
حضرت عبدالرحمن بابا خو په دې شعر کې نه دي ویلي چې چاته سمه لار مه ښایئ او له شرکي کړنو یې مه راګرځوئ! بلکې بابا هغه چاته بد وایي چې خپل عیبونه پټوي او د نورو ښکاره کوي. خو په دې بحث کې مونږ غواړو چې هم په خپله له شرکي چیغو، نارو سورو او کړنو ځان وژغورو او هم نور وژغورو او خلک خبر کړو چې یا رسول الله او یا محمد کومه ګټه نه لري خو شرکي صبغه یې قوي ده باید ټول یې ونه وایو.
بله دا چې که یا رسول الله، یا محمد، یا غوث الاعظم، یا نور مړي ونه وایو نو ایا کومه ګناه به مو کړي وي او کنه. که چېرته دوی ته په (یا) نه ویلو کې کومه ګناه نه وي نو ولې یې ووایو او ولې پرې ټینګ شو!
ع کريم حليمي
07.12.2009
السلام علیکم و رحمة الله
درنو مکرمو لوستونکو ،مکرم شبيراحمد صاحب ، محترم larghonay laraway صاحب ، مکرم دانشمند پتوال صاحب ، مکرم او محترم لوئ فقیر ajaza صاحب
یـــــــــــــــــــــــــــــــاصاحب الجمال و یــــــــــــــــــــــــــــــــــا سید البشر
من وجـــــــــــــــــــــــــــــــــــهِکَ الُمنیر لقـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد نور القمر
لا یمکن الثـــــــــــــــــــــــــــــناءُ کماکانَ حَــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقَّّــــــــــــــــــــهُ
بعد از خدا بزرګ توئی قصه مختــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــصر
مولٰنا عبدالرحمٰن جامی
(یا رسول الله او یا محمد کومه ګټه نه لري خو شرکي صبغه یې قوي ده باید ټول یې ونه وایو.
بله دا چې که یا رسول الله، یا محمد، یا غوث الاعظم، یا نور مړي ونه وایو نو ایا کومه ګناه به مو کړي وي او کنه. که چېرته دوی ته په (یا) نه ویلو کې کومه ګناه نه وي نو ولې یې ووایو او ولې پرې ټینګ شو!)
هر هغه څوک چه د تر یو حده صاحب د مطالعې وی او، یا د بشپړي ، هغوی د یامحمد جمله نه وایی
او که چیري داسي پېښه سي چه تر خوله ئې هم دا جمله صادره سي شرک نه بلل کیږي
ولي چه په نص سره نده ثابته ،
هو! بسم تعالی ـ إِنَّ الَّذينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللّهِ عِبادٌ أَمْثالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجيبُوا لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صادِقين
روانه ژباړه ـ بیسکه هغه کسان چه بولۍ ئې تاسو بې له خدایه بندګان دي په مثل ستاسو
نوو وبولۍ تاسو دوئ چه قبلول وکړي دوئ تاسو لره که یی تاسو رښتني په دې کښي
په پورته آيه کښي مطلب هغه شرک دی : چه بېله د الله ج د بل چا ته عبادت
او بل بیا د اندادا بحث دئ
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
اندادا مکوئ په داسي حال کي چه انتم تعلمون
وَ لاتَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ في سَبيلِ اللّهِ أَمْواتٌ بَلْ أَحْياءٌ وَ لكِنْ لاتَشْعُرُونَ
شهیدانو او پیغمبرانو ته مړه ویل ښه اخلاق نه دی ، رحلت ئې کړي !!! نه دي مړه
نو که د چا دوست شهید سوئ وي او له محبت نه ډګه ناره ور وکړي ، آآآ اغاجانه آآآآ بابا آآآآآمور
شرعاً حق لري چه ووايي چه: آآآ بابا :رب یتیم کړم !!
(یا ) حرف ندا دئ او د تعجب ږغ هم دئ ، بعضي وخت څوک (وَيْ) وايي او بعضي وخت څوک وايي چه (يا)
او بعضي وخت (يا ) د ندامت په معنیٰ هم وي ،
هو ! د غوښتني په وخت کښي هم ویل کیږي چه : (يا ) په معنیٰ د مدد هم وي
که څوک ندا وکړي و رسول الله ته په نیت د غوښتنی نو د شرک په درشل کي و درېدلئ
larghonay laraway
07.12.2009
السلام علیکم!
جناب مکرم حلیمي صاحب کور دې ودان چې مداخله مو وکړه او زمونږ بحث مو تر ډېره اسان کړ . خو ما سره په همدې موضوع کې یو څو نورې پوښتنې هم پیدا شوې باید مطرح یې کړم.
لومړی د عبدالرحمن جامي شعر خو نه کوم ایت دی، نه حدیث او نه بل شی یوازې یو شعر دی چې ماته یو څه مشکوک هم دی ځکه دا نه ده معلومه چې خدای ج لمر او سپوږمۍ ته د رسول الله صلی الله علیه والسلم له مخه نور ورکړی دی. دا چې جامي لیکلي نو کیدای شي خطاشوی وي. مونږ باید د جامي هر شعر او حکایت دلیل نه کړو. د جامي مریدان خو په یو اړخ څرخونه خوري او ګډېږي چې دا هم کوم نېک عمل نه دی.
بله دا چې تاسو د شهیدانو په اړه لاندې ایت راوړی :
وَ[quote:7cfe0d5add] لاتَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ في سَبيلِ اللّهِ أَمْواتٌ بَلْ أَحْياءٌ وَ لكِنْ لاتَشْعُرُونَ
شهیدانو او پیغمبرانو ته مړه ویل ښه اخلاق نه دی ، رحلت ئې کړي !!! نه دي مړه
نو که د چا دوست شهید سوئ وي او له محبت نه ډګه ناره ور وکړي ، آآآ اغاجانه آآآآ بابا آآآآآمور
شرعاً حق لري چه ووايي چه: آآآ بابا :رب یتیم کړم !! [/quote:7cfe0d5add]
ما خو چې له ملایانو څومره اوریدلي نو وایي چې په مړي ژړا او رمباړې وهل ګناه ده خو تاسو ورته شرعي حق ویلی چې شرعي حق ثابتول ایت او حدیث غواړي که روښانه یې کړئ!
حلیمي صیب همدا راز زه د پورتني ایت په اړه هیڅ سم نه یم پوه شوی که د دې د تفسیر په اړه څوک معلومات راکړي هم ښه به وي. ځکه د ایت مفهوم داسې دی چې د خدای ج په لاره کې قتل شویو ته مړي مه وایئ. چې مړي نه شوو نو د مړیو قوانین ولې پرې تطبیقېږي؟ لکه غسل، کفن، دفن او نور؟ ورسره الله ج په خپله وایي چې په دې اړه تاسو شعور نه لرئ چې د دوی د ژوند په اړه پوهه نه لرو نو مونږ به د خپلې پوهې په اندازه مکلف چې زمونږ پوهه دا وایي چې د دوی زنې تړل شوي، غسل، کفن او دفن یې شوی نو مړه دي!
خدای دې وکړي چې پورتنی حدیث راته څوک روښانه تفسیر کړي!
حلیمي صیب تاسو د محبت په اړه د (یا) چیغه سمه بللې خو ما چې اوریدلي نو محبت هغه مینه ده چې شهوت ورسره وي ایا دا څومره سمه ده!
بله دا چې یو عاقل او بالغ مکلف انسان چې په دې پوهېږي چې محبوب یې د ده یا پلانی نه اوري او هیڅ مرسته هم ورسره نه شي کولی نو ولې بې ځایه رمباړې ووهي؟
که لږ نور معلومات هم راولوروئ ښه به وي.
کور مو ودان
ستاسو لاروی
میوند ننګیال
07.12.2009
ګرانو ورڼو سلامونه !
شبیر احمد صیب لیکلی :
[quote:7b3c12a845]محترما ! البته تاسوبه خبرياست چي زمونږ په ګاونډي هيوادپاکستان کي يوه ډله چي په رسول الله صلعم باندي ځان ډيرمين بولي اوپه دې مينه کي بې ساري غلوه هم کوي يعني هغوئ رسول الله صلعم حاضراوناظرګڼي دې ډلي ته بريلويان وايې دوئ له روضې مابارکي سره دمشابهت له پاره شنې بګړۍ په سرکوي اوحتى چي ځينو خويې لاچوټي هم شنې په پښوکړي وي اوقلمونه يې هم شنه ټومبلي وي
داډله له دسهارله لمانځه وروسته درودشريف په ولاړي لولي اوپه ضف کي درسول الله صلعم له پاره ديوه کس ځاى خالي پرېږدي دوئ وايي چې دلته به هغه صلعم درېږي اوداسي نورشرکي افعال چي دوئ يې ترسره کوي .[/quote:7b3c12a845]
ګرانه وروره !
اول دا چه : د ا درسول الله علیه افضل الصلاة وسلام نوم سره صلعم مه لیکه .
پوره صلی الله علیه وسلم لیکه مننه .
دا یوه بی لاری دله ده چه تقریبا شیعه ګانو ته نزدی ده دوی ډیر ی داسی خبری او افعال کړی او کوی یی چه داسلام سره سخت تضاد لری لکه :
رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام په باره کی وا یی چه رزق دده پع لاس کی دی او وایی چه هغه صلی الله علیه وسلم حاضر اوناظر دی او داسی ډیر شرکات کوی .
وروره !
مونږ لاهور ته د درس په وخت کی د پوهنتون له خوا تللی وه په چکر نو په دغو ورځوکی دمشهور عالم شیخ فرید الدین کنج بخش ( چه په شرک یی یو ښایسته کتاب لیکلی او دشرک اقسام یی بیان کړی او سخت ردونه یی پری کړی )چه په داتا ګنج بخش مشهور دی او په لاهور کی یی قبر دی عرس وه ( دپیدایښت جشن ) ډیر زیات بیروبار وه ما غوښتل چه زه هم دننه ورشم خو ملګرو منع کړم بهر حال دننه ورغلم ګورم چه د اشنه پټګو واله ترینه طواف کوی بعضو ورته سجده کوله قسم مس دی په رب وی چه هلته می یو کس ته وویل دا ولی کوی سجدة خو بغیر دالله نه بل چاته نه کیږی او دا کار کول شرک دی نو یو څو ورارونه یی راباندی وکړل او په ډیره مشکل دهغه ځایی نه راووتو .
ما پخپله په مدینه منوره کی لیدلی چه جنت البقیع ته یی شاه کړی وه اودرسول الله علیه افضل الصلاة وسلام روضی مبارکی ته مخامخ ناست ول ښځی اوسړی داوړه یو لاوډ سپیکر ورسره وه او داسی یی ویل چه :
زمونږ ګناهون وبخښه او داسی نور خو بیا امر بالمعروف واله راغلل او لسپیکر یی تری واخست .
ګران ورورلرغونی صیب لیکلی :
[quote:7b3c12a845]لومړی د عبدالرحمن جامي شعر خو نه کوم ایت دی، نه حدیث او نه بل شی یوازې یو شعر دی چې ماته یو څه مشکوک هم دی[/quote:7b3c12a845]
عبدالرحمان جامی چه 9 هجری پیړی کی وفات شوی یو لوی صوفی وه او نقشبندی وه مشکوک دی .
[quote:7b3c12a845]ځکه دا نه ده معلومه چې خدای ج لمر او سپوږمۍ ته د رسول الله صلی الله علیه والسلم له مخه نور ورکړی دی[/quote:7b3c12a845]
وروه دادبریلوی حضراتو او صوفیانو کلام دی چی بعضی دروغجن احادیث یی هم جوړکړی دی یو حدیث هم داسی نشته چه داسی څه پکی وی .
همدارنګ زمونږ په پښتنی معاشره کی د عبد الرحمن بابا شعر چه وایی ستا له رویه الله دنیا پیدا کړه .
[quote:7b3c12a845]دا چې جامي لیکلي نو کیدای شي خطاشوی وي[/quote:7b3c12a845]
دی هیڅ شک نشته چه دادجامی خپله خبر ده او یا یی دبعضی صوفیانو قول دی .
[quote:7b3c12a845]ما خو چې له ملایانو څومره اوریدلي نو وایي چې په مړي ژړا او رمباړې وهل ګناه ده خو تاسو ورته شرعي حق ویلی چې شرعي حق ثابتول ایت او حدیث غواړي که روښانه یې کړئ! [/quote:7b3c12a845]
بیشکه وروه ! چیغی او کړیکی کول ناجایزدی خو داسی ژړا چی اوازونه لری یعنی صرف او ښکی لاړی شی جایز ده درسول الله علیه افضل الصلاة وسلام ځویی ابراهیم چه کله وفات شو نو د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم د سترکو نه او ښکی مبارکی تللی وه .
باتور
08.12.2009
ټولو ته سلام او د لوی خدای د رحمت او برکت هيله لرم!
زه په دې روان بحث کي د ګډون لپاره دلته نه يم راغلی، صرف له ښاغلي لاروي څخه يوه پوښتنه لرم، هغه دا چي:
په کوم حساب او دليل ښاغلي ajaza ته د خور خطاب کوې؟
په خپله پورتنۍ ليکنه کي دي، څلور پنځه ځله د عاجزې خور خطاب ورته کړی، په دې که زموږ سرونه خلاص کړې ښه به وي .
اقتباس:
د[color=white:1b12af83b2]عاجزې خور [/color:1b12af83b2]خبرې یو څه تتې او مغشوشې دي. دې مبارکې له یوې خوا لیکلي چې شرک ډېر باریک دی.
له بلې خوا بیا حتی نه غواړي چې په دې اړه څوک څه ووایي. نو معلومه نه شوه چې ایا[color=white:1b12af83b2]عاجزه خور [/color:1b12af83b2]غواړي چې مسلمانان د شرک له باریکیو خبر شي چې ځان ترې وساتي او که نه همداسې په تیرو کې ښه دي؟
[color=white:1b12af83b2]عاجزې خور[/color:1b12af83b2] یوه بله تته خبره هم کړې ده. دې لیکلي:
په دې بحث کې خو ما تر اوسه د کوم قوم په اړه څه نه دي لوستي چې [color=white:1b12af83b2]عاجزه خور[/color:1b12af83b2] به کوم قوم ښيي؟
بله دا چې الله ج خو یو قوم نه بلکې ټول ورته ښه معلوم دي او پېژني یې ځکه چې ټول یې پیدا کړي دي. نو داسې کوم قوم خو نشته چې هغوی ته الله ج منحیث قوم بښنه کړې او جنتیان دي!
همدا راز [color=white:1b12af83b2]عاجزې خورکۍ [/color:1b12af83b2]د عبدالرحمن بابا یو شعر راخیستی : . .. . . . . . . . . . . . . .
په درنښت
ع کريم حليمي
08.12.2009
ستاسو ټولو وړونو و سلامونو ته : وعلیکم سلام و رحمة الله و برکاته ، وایم
ډېر راته ګران او مکرم لاروی صاحب ، د عبدالرحمن جامي شعر ، رشتیا هم چه نه سند دی او او نه به سند وګرځي په اینده کښي ، داچه جامي داسي ږغ کوي چه (یــــــــــــــــــــــــــــــــــا سید البشر ) له علماء څخه مي ندي اورېدلي چه مولٰنا جــــــــــــامي شـــــــــــــــــــــــــرک کړئ ، او په قرآن سره هم نده ثابته چه یا محمد ویل یعني شرک
او پر دغه ټولو سربیره بیا هم زه دا نه خوښوم چه خلګ دي و وایي چه : یامحمد
امآ شرک ئې هم نسمه بللی ، ډېره راته سخته ده چه ویونکي ته ئې مشرکان ووایم ، حق نه لرم !!!
اقتباس (ما خو چې له ملایانو څومره اوریدلي نو وایي چې په مړي ژړا او رمباړې وهل ګناه ده خو تاسو ورته شرعي حق ویلی چې شرعي حق ثابتول ایت او حدیث غواړي که روښانه یې کړئ! )
نا، نا - ما هیڅ وخت نه دي ویلي چه رمباړي..........شرعي جواز لري ، ّهو! حیوانانو ته د رمباړو جواز سته
اسماني اخلاق داسي دي چه : تَضَرُّعاً وَ خُفْيَةً ، کرږي او بوغاري ، او لوړ آواز بد اخلاق دی که دماغ سالم وو
کوم خلګ چه په لوړ آواز دعا وي کوي ، بد اخلاقي کوي ، که خدای غوښتي وي زه به په نیزدې وخت کي به د قرآني اخلاقو فهرست ولیکم
[quote] حلیمي صیب همدا راز زه د پورتني ایت په اړه هیڅ سم نه یم پوه شوی که د دې د تفسیر په اړه څوک معلومات راکړي هم ښه به وي. ځکه د ایت مفهوم داسې دی چې د خدای ج په لاره کې قتل شویو ته مړي مه وایئ. چې مړي نه شوو نو د مړیو قوانین ولې پرې تطبیقېږي؟ لکه غسل، کفن، دفن او نور؟ ورسره الله ج په خپله وایي چې په دې اړه تاسو شعور نه لرئ چې د دوی د ژوند په اړه پوهه نه لرو نو مونږ به د خپلې پوهې په اندازه مکلف چې زمونږ پوهه دا وایي چې د دوی زنې تړل شوي، غسل، کفن او دفن یې شوی نو مړه دي! /quote]
داخو د عقیدوي خبره ده دا چه څرنکه ژوندي دی الله او دده رسول ښه پوهیږي په بله آیه مبارکه داسي ده چه :
وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ
روانه ژباړه ـ ګمان مه کوه په هغو کسانو چه وژل سوي په لاره د خدای کښي مړه ، بلکي دوئ ژوندي دي
دوی په نزد د رب خپل چه رزق ورله ورکولی شي ، خوشالیږي په هغه شیانو چه ورکړي دي دوئ لره خدای
د خپل فضل نه ، اوزیري اخلي په راتلو د هغو کسانو چه لا ندي یوځای شوي له دوی سره ...............
مکرم لرغوني صاحب ، تاسو ته ښه معلومه ده قصه د إسْرَاءِ ، مبارک آدم ژوندئ لیدلئ وو ، تر موسیٰ او هارون
پوري ، آدم راسته طرف ته خندل او چپه طرف ته ئې ژړل ، او موسیٰ ع ورته وویل چه امت دي پنځوس لمنځونه نه سي کولئ ،
بل د ژوند دلیل ئې داسیدی چه : ويستبشرون بالذين لم يلحقوا بهم ، اوزیري اخلي په راتلو د هغو کسانو چه لا ندي یوځای شوي یعني کوم نوي شهیدان چه ورځي
داسي خبري د باور خبري دي ، اوبس ، زني ئې ور وتړه وايه چه رحلت ئې وکړ ، مړ ئې نه شې بللی !!!
موږ چه د مبارک روضې ته ورسو ، نو پر مبارک داسي سلام وایو اسلام علیک یا رسول الله ولي چه له دغي
نړۍ نه هغه بلي نړۍ ته تللئ ، زموږ پر دې خبرو ، شعور کار نه کوي ، یو باور دی اوبس
اقتباس (حلیمي صیب تاسو د محبت په اړه د (یا) چیغه سمه بللې خو ما چې اوریدلي نو محبت هغه مینه ده چې شهوت ورسره وي ایا دا څومره سمه ده!
بله دا چې یو عاقل او بالغ مکلف انسان چې په دې پوهېږي چې محبوب یې د ده یا پلانی نه اوري او هیڅ مرسته هم ورسره نه شي کولی نو ولې بې ځایه رمباړې ووهي؟
که لږ نور معلومات هم راولوروئ ښه به وي. )
یا، یا ! چیغي بد کار دئ ، او رمباړي خو بیا بېخي د حیوان کار دئ ، بعضي اعمال حبطه کوې
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاتَـــــــــــــــــرْفَعُوا أَصْواتَـــــــــــــــكُمْ فَـــــــــــــــــــــــــــوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَ لاتَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْض أَنْ تَحْبَطَ أَعْمالُكُمْ وَ أَنْتُمْ لاتَشْعُرُونَ
محبت یو احساس دئ ، د مبارک سره محبت ، له مور سره محبت ، د ورور سره محبت ، او د مېرمني سره محبت
احساسونه اقسام لري ، هو ! د خوب د خوني محبت یو حیواني احساس دي
خیریوسی
08.12.2009
محترم حلیمی صاحب ، باتور صاحب ، ننګیال صاحب او ګران لاروی صاحب السلام علیکم
حلیمی صاحب پر قلم دی برکت شه ۰
باتور صاحب لاروی صاحب ګرم نه دی نن صبا خلګ پر سنت برابر دی هغه څوک چې لنګوټه ( پکړۍ ) یې نه وی تړلی هغه دښځو په حساب کې شمیری
دغه شیطانی آلات( تکنالوجی ) ډیره پر مخ تللی ده شاید په کمبیوټر کې یې کیمره لګولی وی او ماوینی
ننګیال صاحب وروره دغه فیدیو وګوره تاسو په دی اړه څه نظر لری ؟
http://www.youtube.com/watch?v=f9Z2MVp6vqg
په رناوی
larghonay laraway
08.12.2009
السلام علیکم!
[code:1:7414d91744][size=24]تر هر څه او ټولو لومړی له ګران او ښاغلي ajaza صیب نه بښنه غواړم. باور وکړه چې ما ستاسو نوم (عاجزه) تلفظ کړی چې تېروتی یم. زه اوس هم د ajaza تلفظ (عاجزه) کوم چې ښځینه راته ښکاري. باتور صیب کور ودان چې خبر دې کړم بیا به دا تېروتنه نه کېږي!)[/size][/code:1:7414d91744]
اوس به موضوع ته راشو!
جناب مکرم حلیمي صیب بیا سلامونه!
خدای دې راته ژوندی ګړندی لره. په ټول افغان پاڼه کې د اسلامي معلوماتو په اړه همدا تاسو او وهاج صیب زما لوی ځوانان يئ.
حلیمي صاحب دوه پوښتنې نورې هم لرم:
لومړۍ : ما اوریدلي چې سلام په ګڼو معنی وو سره راغلی لکه: ( سلامیتا، دعا، متارکه او نورې) له جاهلانو سره د متارکې په معنی دی لکه ( واذا خاطبهم الجاهلونه قالوا سلاما) د دعا په معنی راغلی لکه : ( السلام علیکم یا ایهاالقبور...) او بل همدا د سلامتیا په معنی دی چې هر مسلمان په بل سلام اچوي او مفهوم یې دا دی چې (السلام علیکم، یعنې تاسو زما له خوا له ضرره په امن یئ)
دویم: تاسو هم رمباړو، چیغو او کریغو ته بد ویلي دي خو لکه څرنګه چې شبيراحمدصیب هم ویلي زمونږ په ګاونډی پاکستان کې همداسې دود دی چې په جوماتونو کې د الله جل جلاله له نامه سره په جوماتونو کې [size=24:7414d91744][color=red:7414d91744]خینجتې[/color:7414d91744][/size:7414d91744] وهي او په رمباړو، چيغو او کریغو سره د سپېڅلي ذات الله جل جلاله نوم اخلي.
محترم او مکرم حلیمي صاحب په دې اړه هم ځواب راکړئ
مننه
ستاسو لاروی
میوند ننګیال صیب ما جامي نه دی ښودلی چې مشکوک دی بلکې د ده دغه شعر مشکوک دی. یعنې شرکي صبغه لري او دلیل نه شي کیدای چې حلیمي صیب هم روښانه کړې ده.
میوند ننګیال
08.12.2009
ګران او محترم ورورعاجز صیب !
دزړه له تله درته خپل سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم.
[quote:e5e4f4d0e3]ننګیال صاحب وروره دغه فیدیو وګوره تاسو په دی اړه څه نظر لری ؟ [/quote:e5e4f4d0e3]
وروه !
ذکر ډیر فضیلت لری او دلایزال رب ذکر هر وخت کول پکار دی .
خو په کومه طریقه یی چی دغه وروڼه کوی نو دغه طریقه یی مناسبه نده .
ما خو تراوسه والله که داسی یو روایت یا دکوم جید عالم قول لیدلی وی چه پدی طریقه یی د ذکر کولو توصیه کړی وی پاتی شوه دبعضی علماوو خبره لکه حامد غزالی اونور نو ددی په باره څه ویل ماسره مناسب ندی بهر حال دا زما نظر دی چه ددی طریقه غلطه ده .
صحیح ده الله الله ذکرکول خو دانور اوازونه ویستل ولی .
ګران اورانزدی لاروی صیب !
[quote:e5e4f4d0e3]میوند ننګیال صیب ما جامي نه دی ښودلی چې مشکوک دی بلکې د ده دغه شعر مشکوک دی[/quote:e5e4f4d0e3]
وروه زه ستا پّه لیکنه رسیدلی وم چه تاسو دهغه شعر یاد کړی وه .
دا ما لیکلی چه مولانا جامی مشکوک دی بعضی کارونه یی د سنت خلاف دی
ع کريم حليمي
10.12.2009
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته، ګران او محترم ورور لاروی صاحب ښې هیلي مي هم ومنه
تاسو پښتلي دي چه :
ما اوریدلي چې سلام په ګڼو معنی وو سره راغلی لکه: ( سلامیتا، دعا، متارکه او نورې) له جاهلانو سره د متارکې په معنی دی لکه ( واذا خاطبهم الجاهلونه قالوا سلاما) د دعا په معنی راغلی لکه : ( السلام علیکم یا ایهاالقبور...) او بل همدا د سلامتیا په معنی دی چې هر مسلمان په بل سلام اچوي او مفهوم یې دا دی چې (السلام علیکم، یعنې تاسو زما له خوا له ضرره په امن یئ)
ګرانه وروره ، السلام : نه ژباړلی سم او نه ېې شرح کولی سم
د عربي ژبي فصاحت او بلاغت چه نور هم دوه سوه چنده سي ، بیا هم د ﴿السلام ﴾ شرح ناممکنه ده
د مځکي پر مخ به چا (السلام ) نوی احساس کړئ ، که یي احساس کړئ وي هغوئ به خامخا هغه انسانان وه
چه د نفس مطمئنة خاوندان وه ؟! که خدای کول السلام به عملي په دوهم ژوند کښي احساس کړو
او یا داسي ووایم چه : د جنتیانو له پاره ممتاز حالت د السلام دی ، چه پر دې جهان ئې بیان او تشریح نه کېګي نه ګېګي ، يو د (ولا خوف عليهم ولا هم يحزنون ) حالت دئ او تر دې لوړ حال د السلام دئ !!!
نو دغه تاسو چه ویلي : سلامتیا ئې ډېره ښه معنیٰ ده او السلام علیک لوړه دعا ده
واذا خاطبهم الجاهلونه قالوا سلاما : د متارکې او شکېدلو معنیٰ نه ورکوي ، بلکي د حوصلې او صبر او تحمل
هو ! د أهل القبور ، یا د اهل الديار اوسېدونکو ته هم ویلی شو چه : السلام عليكم أهل الديار من المؤمنين والمسلمين وإنا إن شاء الله للاحقون أسأل الله لنا ولكم العافية
او و مبارک څوګ ورسي داسي سلام به اداکوي چه : السلام عليك يا رسول الله ، السلام عليك يا أبا بكر
او بعضو علماء بیا ویل چه السلام علیکم یا سيد المرسلين
ستاسو دوهمه پوښتنه
دویم: تاسو هم رمباړو، چیغو او کریغو ته بد ویلي دي خو لکه څرنګه چې شبيراحمدصیب هم ویلي زمونږ په ګاونډی پاکستان کې همداسې دود دی چې په جوماتونو کې د الله جل جلاله له نامه سره په جوماتونو کې خینجتې وهي او په رمباړو، چيغو او کریغو سره د سپېڅلي ذات الله جل جلاله نوم اخلي.
محترم او مکرم حلیمي صاحب په دې اړه هم ځواب راکړئ
جواب :
هر چاته لازمه ده چه داسي وکړي چه : ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعاً وَ خُفْيَةً إِنَّهُ لايُحِبُّ الْمُعْتَدينَ
ژاړه :- بولئ تاسو رب خپل په عاجزئ او په پټه بیشکه چه خدای محبت نه کوي له تېرېدونکو د حده سره
روایت دی چه : په غزا کښی به اصحابو کرامو په لوړ اواز د اللهُ اکبر ( نکبیرونه ) په لوړو آوازنو ویل
مو مبارک ورته وفرمایل چه په ځان اساني کوئ ، تاسو بولئ هغه خدای چه نه کوڼ دی او نه غائب
هم ستاسو خبري اوري او هم تاسو لیدونکي دی
پر دغو ټولو سربیره : اکثره علماء پدې باور دي چه په زوره په زوره او بغارو دعا کول مکروه ده
او پاته سوه د ذِکر خبره ، ما پخپله يوازي دا د کندهار خلګ لیدلي چه ذِکر به ئې کاوه چه حلقه مو بلل
د هغوې دغه حلقې یو عیب درلو ، چه د زنګونونو پوست به یې واوښتئ و به شوړېدل بعضي وخت به په وینو هم سوه
وَ اذْكُرْ رَبَّكَ في نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَ خيفَةً وَ دُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَ الاصالِ وَ لا تَكُنْ مِنَ الْغافِلينَ
<<<<<<<<<<<< ولا تكن من الغافلين عن ذكر الله>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
رمباړي، چیغي او کریږي ، دا یو بې معنیٰ اوازونو نه دي
دغو ږغونه ته ذِکر نه ویل کیږي او ګه نوم د الله په خورا ډېر لوړ آوازونو وایي ، نو بیا هم یادېدل دي
او که "لا اله إلا الله" چه أشرف الذِكر دی ، او په نارو او لوړو اوازنو سره ئې وایي نو بیا هم ذِکر دۍ
هر هغه عمل او کلام چه د شرعت سره په ټکر کښي وي ، نو ناروا بلل کیږي ،
او که د شرعت سره په ټکر کښي نوي
او ستاسو زړه ئې نه مني نو بیا مکروه کار دی
چه مختصر ووایم ، یوازي د ذِکر حلقه پېژنم دا ګاونډی پاکستان د ذِکر په باب کښي هیڅ پوهه نه لرم
درنښت
larghonay laraway
10.12.2009
السلام علیکم!
جناب مکرم حلیمي صاحب مننه کور دې ودان.
خدای دې د همداسې نېک عمل لپاره اوږد عمر درکړي.
ستاسو لاروی
شبيراحمد
16.12.2009
دبحث ټولوشرکت کونکيوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
له ټولوسره ټولي خبري منم اوزماهم همداعقيده ده
خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو
لرغوني لاروي صيب دشرک په جنبه هيڅ روڼانه ده اچولي چې څه وجه ده ؟
محترموداموضوع ماددې له پاره له تاسوسره شريکه کړه چې هيوادوال موله
شرکي الفاظوڅخه آګاه کړو
البته تاسوبه هم خبرياست چې زمونږهيوادوال په زيارتونوکي هماغه دبرېلويانوپېرې
کوي لکه ياغوث الاعظم اوياروحاني باباته رارسېږې او..............
دلته به ديوه سړي کيسه درته وليکم داکيسه ماته هم بل چارارسولي وه
ويل يې چې فلاني ويل چې
له خوست څخه راتلم دسټوپه کنډوکي له حده زياته واوره پرته وه زمونږموټرپه
کنګل وښويېداوديوه ډېرزورګړنګ په لورولاړترڅوچې موږټوپونوته ځان برابراوه
موټربالکل لوېدوته نژدې شو
په دې وخت کي راته روحاني بابارايادشوبس سم دستي مي له خولې ووتل چې
ياروحاني باباته رارسېږې
دخداى کړه ودبنده ورته کاته وچې موټرپه ډېره کوچنۍ تيږه تم شواوموږ ترې راښکته شوو.
کله چې کورته ورسېدم له لږځنډوروسته مي ميرمني راباندي غږ کړچې هله
غوامړه شوه زرکوه چاړه راواخله کله چې غوجل ته لاړم نوومي کتل چې غوامي
دجوړېدونه ده نوحلاله مي کړه اوغوښه مي يې په کلي ووېشله
زماپه کورکي بله غواهم نه وه ځکه خوډېرپرې خفه هم وم
کله چې شپه راغله او ويده شوم نوروحاني باباراته په خوب کي راغى اوراته ويل يې چې فلانيه يووارسړى دروننګېيې اوبياخيرات هم نه کوې ؟
په دې کي راويښ شوم اوکليمه مي وويله اودوعامي وکړه چې خداي دي يې په مړوپسې ورسوي اوخداى دي يې ردبلاکړي .
نووروڼوپه دې کي به سړى څه ووايي چې آيارښتياهم داسي شوي و اوکه يواځي افواه وه .
څه پکي واياست ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دحليمي صيب اونوروملګرودبياګډون په هيله
ستاسوشبير