نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سړک پوهنتون
و.افغان
11.11.2009
درنو وروڼو!
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ.
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
وروڼو! وخت يو قيمتي څيز دی، چې له سرو زرو سره پرتله کيږي، خو په حقيقت کې
يې قيمت له سرو زرو څخه هم لوړ دی.
که چېرته مونږ خپل ورځني ژوند ته ځير شو؛ نو هره ورځ مو غالبا دوه ساعته يا له
هغو زيات په سړک کې تيريږي.
هغه که په موټر کې وي، که پياده وي، په لارو او کوڅو کې وي، او که په بازار کې.
که تقريبي حساب ورته ونيسو، نو په اونۍ کې د رخصتۍ ورځې په ويستلو سره 12
ساعته جوړيږي، په مياشت کې 48 ساعته تقريبا، په کال کې 576 ساعته، او په
لسو کالو کې 5760 ساعته کيږي.
5760 ساعته لوی عمر دی، چې پوره د يوه پوهنتون څخه د فارغېدو عمر يې بللی
شو، نو که چېرته له دغو ساعتونو څخه په ښه توګه ګټه پورته شي، نو په ځای د دې
چې دغه وختونه مو يا عبث يا په زړه تنګۍ يا د کله نا کله درش او انتظار په وخت
کې په غوسې او خفګان کې تېر شي، کولای شو چې له دغه وخته ډېره استفاده
وکړو، او خپلو معلوماتو کې ډېر مثبت زياتوالی راولو.
کولای شو چې په دغه وخت کې په غږيزو معلوماتو خپله علمي پانګه ځواکمنه
کړو، په منظم ډول يې له کوره تر وتلو مخکې ځان ته په تقسيم اوقات منظم برابر
کړو، هغه اورېدل که د ګاړي د ټايپرکارډر
په وسيله وي، که د سي ډي ريډر، يا ام پي3 يا نورو په وسيله ترسره کېدی شي.
الله جل جلاله فرمايي: قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون.
د علم باره کې يو شاعر فرمايي:
هو العضب المهند ليس ينبو
تصيب به مقاتل من اردتا
وکنز لا تخاف عليه لصا
خفيف الحمل يوجد حيث کنتا
فلو قد ذقت من حلواه طعما
لآثرت التعلم واجتهدتا
ولم يشغلک عنه هوی مطاع
ولا دنيا بزخرفها افتتنتا.
ژباړه: علم هغه تېره هندۍ توره ده چې هيڅکله نه پڅيږي، او د دښمن مقاتل (هغه ځايونه چې نازک وي او انسان ترې مړ کيږي ) پرې په آسانه په نښه کولای شې، داسې يو کنز دی چې د غلا کېدو وېره به يې نه لرې، او په وړلو کې هم ډېر سپک دی چې هر چېرته يې ګرځولی
شي، هو ! که د دغه علم خوند دې وڅکه نو علم به بهتر وبولې، او لاسته راوړلو کې
به يې پوره پوره کوښښ وکړې، بيا به دې نفسي خواهشات هم دهغه له حصول څخه
نشي منع کولای، او نه به د دنيا چړچې او مزې ستا مخه له زده کړې ډب کولای شي.
په درنښت
عبد السلام
11.11.2009
شابسي!وهاج صاحب!
[color=darkblue:ed771663b2]ژباړه: علم هغه تېره هندۍ توره ده، چې د دښمن مقاتل (هغه ځايونه چې نازک وي او انسان ترې مړ کيږي ) پرې په آسانه په نښه کولای شې،[/color:ed771663b2]
ترجمې به يې هم شه خوند درکړی وي!
میوند ننګیال
12.11.2009
محترم استاذ وهاج صافی صیب !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
محترمه! ډیره مهمه لیکنه مو کړی الله دی هر انسان ته د نیک عمل توفیق ورکړی خو داسی په لکهاوو وروڼه شته ( ږما په شمول چی خپل قیمتی وختونه عبث او بی فایدی تیروی ) خو بعضی ورونه بیا د اقتصادی یا نورو مشکلاتو له وجی دومره وخت هم نلری چی پوره ارام وکړی .
محترم وهاج صیب !
مشهور داعی او شاعر ډاکتر عایض القرنی په خپل کتاب حدایق ذات بهجة کی یو مضمون لیکلی چی نوم یی ( دقیقة من عمرک ) دی ډیر په زړه پوری او ښه مضمون دی الله نه ورته اجر غواړو او ستا لپاره دعا ګو یو چی الله دی موفق لره ستاسو دلا کا میابی او پرمختګ په هیله .
عبد السلامه وروره !
ولی ستا یی ترجمة خوښه نشوه او که بده درباندی ولګیده .
و.افغان
12.11.2009
عبد السلام صاحبه:
يو وخت دې چا ته ليکلي وو، چې جنس ډېر په دې يادوې، چې خپله د جنس وږی
يې، نو عربي ژبه کې يو متل دی چې وايي: سړی د بل چا قياس په خپل ځان کوي،
زه نه پوهېږم چې چېرته هستوګنه لرئ، خو ستاسې له تبصرې رامعلوميږي چې دغه
متل په تاسو هم ښه صدق کوي، ځکه چې هره روغه خبره مو هم ذهن هماغه خوا ته کش
کوي. :wink:
البته ستاسو ذهن چې چېرته تللی دی هغه د مقاتلو په جمع کې نه راځي، او نه ورته په
عربي کې مقتل وايي، نو ستونځه ستاسو خپله ده.:) او په حل کې يې درته له شرعي
لارې توفيق غواړم.
په درنښت
larghonay laraway
12.11.2009
السلام علیکم!
شیخ الحدیث وهاج صیب خدای دې اجرونه درکړي. ښه ګټوره لیکنه مو کړې ده.
په پاړسو کې یو متل دی وایي (دست به کار و دل به یار) . یعنې که سړی په موټر کې وي، که په تمځي کې او یا بل ځي کې خو د ستړي کوونکي انتظار، غوسې او خوشې تشې خبرو به د ګټې څه اوریدل او زده کړه ښه وي. باید مونږ ټول یې عملي کړو.
مننه
ستاسو لرغونی لاروی
حمید هڅــاند
12.11.2009
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دروند ورور، ښاغلی وهاج ساپی صیب؛ ماشا الله ، خورا ګټوره لیکنه ده. په دې هیله چې ، وشو کولای له وخت څخه وړ ګټه واخلو.
................
زموږ سبا، زموږ په نن تکیه لري. په پښتو کې متل دی، وایې؛ دنن کار سبا ته مه پرېږدئ.
په ورځني ژوند کې ، دیو شمېر هغو لاملونو را پیدا کولوته چې ، کولی شې زموږ کارند والی، او دتیر په پرتله زموږ لاسته رواړني زیاتې کړي،« د وخت اداره» ویله کېږي.
د انسان ورځنۍ کړني او کارونه، په ټوله کې په دوو برخو وېشل کېږي:
لمړی : هغه کارونه چې باید وشي.
دوهم : هغه کارونه چې موږ غواړو تر سر ه یې کړو.
د وخت په اداره کولو کې باید هڅه وکړو، وخت داسې کنترول کړو، چې په ( باید- وشي) کارونو د امکان تر بریده کم ولګول شي. تر څو دهغو کارونو لپاره وخت پیداکړو چې موږ یې غواړو ترسره کړو؛ په دې توګه ، موږ کولی شو له وخت څخه اعظمي ګټه واخلو.
ددې لپاره چې له وخت څخه سمه ګټه واخلو، نو، لږ تر لږه باید لاندي درې ټکې په پام کې ونېسو:
۱. د موخي درلودل.،
۲ . دلمړیتوبونو ټاکل،
۳. د مهالوېش له مخي کار کول.
په بېساري درنښت اومنني
حمید هڅاند / هند
عبد السلام
13.11.2009
وهاج ماته لیکي:
[quote:42005265c8]جنس ډېر په دې يادوې، چې خپله د جنس وږی
يې،[/quote:42005265c8]
وهاجه! دا خبره اوس هم سمه ده ! خو داځلي دحامد په حقله!!! چې : دلنګې میږې دپښو په بیرته کولو یې دپتنګ زړه راجګ کړې وو! چې دحامد به پخپله څه حال وو.!