د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

mobaaraki

hewaddoost
13.10.2002

mobaaraki
Graano dostaano hella da zmaa darnaawai wa ma nai. da dagai shkolai paannai

da jorrido la amla taaso toolo ta mobaarakai waayam, ao pa dai toga da khpalai

hamkaarai aillaan kawom.pa daranawai shtstaaso hewaaddoos


پښتون ځلمی
20.11.2002

سلامونه
وه خلقو، چيرته ورك يئ (يۍ؟)
د روژې سپېڅلې مياشت دې ټولو ورونو او خوندو ته مباركه وي او خدای دې وكړي چه د ټولو مسلمانانو او په خاص توګه د افغان اولس د پاره د دې دنيا او هم د هغې دنيا د خوښۍ او برۍ زيری د ځان سره راوړي_ كه د ليكنې غلطيانې مې اصلاح كړۍ نو ډيره به ښه وي_ مننه
په درنښت


نقاد
22.11.2002

منلی وروره پښتون زلميه سلامونه مې ومنه ! زه هم درته د مبارکې روژې په مناسبت مبارکي وايم او دلوی خدای څخه درته دنېکيو ځواک او توفيق ، ډير ثوابونه او عظيم اجرونه غواړم . ښه به داوي چې د بحث وړ موضوعات چې هم تاسې ته پخپله و هم نوروته جلبه وي طرحه کړئ . د ليک املا دې ډيره ښه ده؛ امريه ی لکه په وکړئ، وليکئ او ولولئ کې ـ دغه ۍ تش د ځينو ښځينه نومونو په پای کې راځي لکه سپوږمۍ ، کړۍ او شړۍ او بس ـ


پښتون ځلمی
23.11.2002

سلامونه
ډېره مننه پاڅون وروره ـ څنګه چې د پښتو ټائپ پروګرام ما سره نه شته ، او نه په دې كيبورډ اموخته يم ، زه په ماوس (مږك) باندې ټائپ كوم او ډېر وخت نيسي ـ كومه موضوع خو نه لرم خو يو مضمون مې د پښتو ژبې په باره كې پكار دی چې دلته به په يو پوهنتون كې وړاندې كېږي ـ د ژبې د تاريخ سره سره داسې نورې موضوعګانې لكه ادب ، نامتو شاعران او نور اشخاص ، لنډۍ ، كلتور ، د پښتنو نفوس د نړۍ په بېلو بېلو ځايونو كې ، پښتونولي ، او داسې نور شيان چې تاسې ښه پوهېږئ ، څېړلی شئ ـ كه هره ژبه كې تاسو ته اسانه وي خو دلته به په انګلېسي ژبه كې وړاندې كېږي ـ ډېره مننه به كوم له تاسو نه ـ
پوښتنې:
دا"كې" خو ځينې خلق(خلګ؟) "كښې" ليكي او په قندهارۍ لهجه كې هم "كښې" (كشې) تلفظ كېږي ـ ؟؟؟
د " زلمی ، منګی ، سړی ، بچی ، .............. آخرنی (غږ؟) يعني syllable په يو رقم تلفظ كېږي او كه فرق لري ـ
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more