د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شاعر، شعر اوشاعري ته اسلام په کوم نظر ګوري؟

حمید هڅــاند
09.11.2009

درنو ګډونوالو او لوستونکو ته
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله لرم ددې لاندي سپېڅلو ایاتونو په تفسیر کې راسره مرسته وکړۍ. زه یې له ژباړي سره ستاسو پر وړاندي ږدم.
وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿٢٢٤﴾
او(کافران )شاعران متابعت کوي ددوي ناپوهان( بې لاري).

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿٢٢٥﴾
ایا نه وینې ته چې بېشکه دوی په هري کندي اوهري پندي د ( خبري) کې سرګردانه ګرځي( او ښکته پکې ډوبېږي. اوپروا نه کوي چې داحق دي که باطل) .

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿٢٢٦﴾
او بېشکه دغه ( شاعران) وایې هغه چې نه یې کوي دوئ.

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ﴿٢٢٧﴾
مګر ( نه دي مذموم) هغه ( شاعران) چې ایمان یې راوړی دی اوکړی یې دی دوي ښه ( عملونه) او یادوي دوي الله ډېر او بدل اخلي ( له کفارو په هجو دکفارو) وروسته له هغه چې ظلم کړی شوی وي ( پرهغو) اوژر به پوه شي هغه کسان چې ظلم یې کړی دي چې کوم ځای ته به بېرته ولاړ شي دوی( یانې بد ځای ته به ولاړشې پس له مرګه)
..................................................................................................

په پښتو تفسیرشریف کې دپورتنو ایتونو له تفسیر څخه یوه ښکاره پایله، چې یوڅوک یې اخلي داده ،چې شاعري کول پرځای کار نه دئ. تاسو یې په اړوند څه وایاست.
دځواب په هیله مو
په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


Re: شاعر، شعر اوشاعري ته اسلام په کوم نظر ګوري؟

رښتینی
09.11.2009

.

"حمید(هڅاند)لیکی :

"][code:1:cfdbdcc349]درنو ګډونوالو او لوستونکو ته
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله لرم ددې لاندي سپېڅلو ایاتونو په تفسیر کې راسره مرسته وکړۍ. زه یې له ژباړي سره ستاسو پر وړاندي ږدم.
وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿٢٢٤﴾
او(کافران )شاعران متابعت کوي ددوي ناپوهان( بې لاري).

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿٢٢٥﴾
ایا نه وینې ته چې بېشکه دوی په هري کندي اوهري پندي د ( خبري) کې سرګردانه ګرځي( او ښکته پکې ډوبېږي. اوپروا نه کوي چې داحق دي که باطل) .

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿٢٢٦﴾
او بېشکه دغه ( شاعران) وایې هغه چې نه یې کوي دوئ.[/code:1:cfdbdcc349]

داخبره د ډیرۍ شاعرانو په اړه شوی ده اوپه دی کی نو دشک ځای هم
نشته چی ډیرۍ شاعران په اپلتو اخته وی اوبیخی زیات دروغ وایی
موږ او تاسو ګورو او وینو چی نن سبا څومره ډیریر شاعران شتون لری
خو دکار خلک یی دګوتو په شمیراو کوم شاعران چی مقصدی او پاکه
شاعری کوی خبری یی زړونوته ننوځی او دوی دخلکو په زړونو کی
ځای نیسی او له مرګه وروسته هم درحمان حمیدماشوخیل خوشال او
اشرف خان هجری په څیرژوندی پاته وی او دا ډول شاعران قران کریم
په لاندی ډول مستثنی کړی دی :
[code:1:cfdbdcc349]
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ ﴿٢٢٧﴾
مګر ( نه دي مذموم) هغه ( شاعران) چې ایمان یې راوړی دی اوکړی یې دی دوي ښه ( عملونه) او یادوي دوي الله ډېر او بدل اخلي ( له کفارو په هجو دکفارو) وروسته له هغه چې ظلم کړی شوی وي ( پرهغو) اوژر به پوه شي هغه کسان چې ظلم یې کړی دي چې کوم ځای ته به بېرته ولاړ شي دوی( یانې بد ځای ته به ولاړشې پس له مرګه)
..................................................................................................

په پښتو تفسیرشریف کې دپورتنو ایتونو له تفسیر څخه یوه ښکاره پایله، چې یوڅوک یې اخلي داده ،چې شاعري کول پرځای کار نه دئ. تاسو یې په اړوند څه وایاست.
دځواب په هیله مو[/code:1:cfdbdcc349]
نو له دا پورته استثنا نه دا معلومه شوه چی مطلقه شاعری بد کار نده بلکی
یواځی دباطل او ناروا په لاره کی شاعری ناسم کار دی او دحق دپلوی او
ریښتونی شاعری دثواب او اجر او غوره کار دی لکه په روایاتو کی راځی
چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به حضرت حسان بن ثابت رضی الله عنه
ته په خپل لاس ممبر برابراوه او دعا به یی ورته کولی
هڅاند صیب شاید تر یوه حده می ستاسو ځواب ویلی وی

په مینه


larghonay laraway
09.11.2009

السلام علیکم!
ما خو د شعر او شاعر په اړه داسې هم لوستي دي:
د شعر اړتيا:
د لوى خداى استازي حضرت محمد ص هم له شعر سره مبارزه كړې او هم يې دود كړى دى، له هغو شعرونو سره يې مبارزه كړې چې د نن ورځې په اصطلاح ژمن نه وو، يعنې بې هدفه شعرونه وو.
يوازې تخيل، گرمول او دروغ ويل وو. ځينې بۀ داسې شعرونه وو چې د پلاني نيزه داسې وه او اس يې هغسې ؤ. يا به يې څوك غندلو (هجو) كولو يا به يې ستايلو، د دې لپاره چې پيسې ترې واخلي. له دې ډول شعرونو سره به يې په كلكه مبارزه كوله او ويل به يې: لان يملأ الرجل قيحا خيرا من ان يملاء شعرا؛ يعنې: «كه د يو انسان گوگل له چټليو ډك وي، دا تر هغه ښه دى چې گوگل يې له مزخرفو شعرونو ډك وي». خو دا يې هم ويلي : لان من‏الشعر لحكمة؛ يعنې: « ځينې شعرونه حكمت او حقيقت دي.̎
زمونږ ګران پېغمبر په خپله ډله كې څوشاعران لرل چې يو يې حسان بن ثابت دى. د دوو ډولو شعرونو تر منځ تفكيك قران هم په گوته كړى دى :
[color=red:3b52a50c17][quote:3b52a50c17]ما معنى قوله تعالى في سورة الشعراء: (وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ* أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ* وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ)؟
الفتوى
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد:
فقد قال الطبري عند تفسيره لتلك الآية: ... وأولى الأقوال في ذلك بالصواب أن يقال فيه ما قال الله جل ثناؤه: إن شعراء المشركين يتبعهم غواة الناس ومردة الشياطين وعصاة الجن وذلك أن الله عم بقوله (والشعراء يتبعهم الغاوون) فلم يخصص بذلك بعض الغواة دون بعض، فذلك على جميع أصناف الغواة التي دخلت في عموم الآية، قوله (ألم تر أنهم في كل واد يهيمون) يقول تعالى ذكره: ألم تر يا محمد أنهم يعني الشعراء في كل واد يذهبون كالهائم على وجهه على غير قصد بل جائرا عن الحق وطريق الرشاد وقصد السبيل، وإنما هذا مثل ضربه الله لهم في افتننانهم في الوجوه التي يفتنون فيها بغير حق فيمدحون بالباطل قوماً ويهجون آخرين كذلك بالكذب والزور.
وأخرج ابن كثير بسنده في قوله تعالى: (وأنهم يقولون ما لا يفعلون) عن علي بن أبي طلحة عن ابن عباس: أكثر قولهم يكذبون فيه، قال ابن كثير: وهذا الذي قاله ابن عباس رضي الله عنه هو الواقع في نفس الأمر، فإن الشعراء يتبجحون بأقوال وأفعال لم تصدر منهم ولا عنهم فيتكثرون بما ليس لهم. فهذا هو معنى تلك الآية. وللفائدة.[/quote:3b52a50c17][/color:3b52a50c17]ځينې شاعران وو چې رسول الله به هڅول. بې شكه كوم كار چې شعر يې كوي نثر يې نه شي كولى. ځكه چې شعر تر نثر ښكلى دى. شعر وزن، قافيه، فكر ،خيال، انځور، اهنګ او موسقيت لري. د شعر يادولو لپاره ذهنونه چمتو وي. رسول الله ص حسان بن ثابت ته ويل: يا ما زلت يا لاتزال مؤيدا بروح القدس ذيبت منا اهل البيت؛ يعنې: «د روح القدوس له خوا تاييدېږې په كومه لاره چې ځې ترې وانه وړې)).


حمید هڅــاند
09.11.2009

یوځل بیا مې سلامونه ومنئ!
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
منندوی دې یم حامد ورورجانه او لاروي صیب ستړي مشئ ،الله پاک مو راوله. حامد وروره ، که رښتیا درته ووایم، نو زه له اول سره ستا له خبرو سره قانع وم.
رښتیا هم ددې ایت شریفونو په لوستلو سره زما پایله هم ، دحامد دپایلې په څېر وه. پښتو تفسیرشریف کې لمړۍ ډله شاعران چې حامد یې دشاعرانو ډېری برخه بولي، کافران شاعران یاد شوي دي چې رسول الله( ص) ته به یې شاعر ویل. او دوهمه ډله هغه ده چې ایمان یې راوړی اوښه کارونه کوي ، داډله یې بیرته ځیني بېله کړې ده. خو زما یو ملګری دی ، ده د پام وړ دیني زده کړي کړې دي. هغه زما خبره نه مني، سره له دې چې ما ورسره ښه ډېربحث کړی دی. هغه زما مخ ته تل دا ایت شریف ږدي:

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿٢٢٦﴾
او بېشکه دغه ( شاعران) وایې هغه چې نه یې کوي دوئ.
ملګری مې( حنیف) وایې چې ، دا ایت شریف ګواکي ټولو شاعرانو ته د ی، ټولو شاعرانو ته ځکه چې ټول شاعران دده په وینا همداسي کوي.
حنیف ته زما دلیل داؤ چې ، لمړی باید ددې ایت شریف نه مخکي او وروسته ایتونه هم وکتل شي چې څه وایې. پوښتنه مې هم ددې لپاره ولیکله چې ستاسو په څېر د پوهو کسانو نظر واخلم ، لیږ تر لیږه ، یا مې ملګری خبره ومني اویا یې زه ومنم.
لاروی ورورجانه! دموضوع په اړوند دې څرګندونې او ګډون،ډېرمرستندوی ؤ، کوردې ودان. دخبروپه تاییددي؛ زما دمالوماتو له مخي ، قران کریم په نثریز نه بلکه په شعریزه توګه بیان شوی دی، د ډاکترذاکر نایک په وینا، قران کریم د ځمکي پرمخ تر ټولو غوره عربې ادبیات له ځان سره لري. ، د قران کریم دکلام عجیبه ، پرادبیاتو ولاړه اوډنه د قران کریم له معجزو څخه ده.

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


رښتینی
09.11.2009

[code:1:8e21d9a203]وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿٢٢٦﴾
او بېشکه دغه ( شاعران) وایې هغه چې نه یې کوي دوئ.[/code:1:8e21d9a203]

یعنی دروغ وایی او دا دروغ دشاعرانو لویه ستونزه ده او دعربی ژبی
یو متل ده وایی اکذبه اعذبه یعنی په کوم شعر کی چی دروغ ډیر وی
هغه ډیر خوږ هم وی خو په مستثنی شاعرانو کی بیا دروغ شتون نلری
ځکه دهغو په اړه ویل شوی دی چی هغوی مومنان وی او نیک عملونه
کوی او داراز مسلمان شاعر خو دروغ نه وایی


عادل عادل
10.11.2009

سلامونه

زما په نظر هر هغه شاعر چې شعر یې د بنده ګانو په مدح سرایی کې د نفس او هوا په متابعت سره شهوترانئ او اخلاقي فساد ته لار پرانیزي، فاسق دی.

خدایه ستا د روی لپاره خپل مغرور نفس مو وژلئ
ستا رضا و وصال په وړاندې لوی شیطان مو دئ رټلئ

فرعونان د زمانې مو په وجود داسې نښتي
لکه برم د ایمان دې چې فطرت کې راټومبلئ

خدایه ډیر یو نور تنګ شوي په ګاونډ کې د بدرنګو
یا مو پورته کړې خپل عرش ته یا قیامت دې وئ ټیټ کړئ

خدایه تاته ده مالومه چې تر کومه به کړیژو
د افغان ولس قسمته نور دې نه شمه زغملئ


larghonay laraway
10.11.2009

السلام علیکم!
خبره خو به په پای کې هسې هم مکرم استاد حلیمي او شیخ الحدیث وهاج صافی صیب سپینه کړي خو زه غواړم یو دوه نورې هغه خبرې هم ورزیاتې کړم چې د شعر او شاعرۍ په اړه مې اوریدلې دي. او غواړم په دې اړه ډېر معلومات ولیکم ځکه چې زه په خپله هم د شعر په نامه کله کله سپینې پاڼې توروم. هسې نه چې په بله مو بوځي!
لومړی د حمید هڅاند صیب خبره لږه نوره هم روښانووم: په دې کې هیڅ شک نشته او مونږ ټول یې منو چې قرآن د لوی خدای معجز کلام. ټول عربي ادبیات په قرآن استدلال کوي او حتی ادبیات، صرف او نحوه، فصاحت او بلاغت ټول له قرآنه اخیستل شوي دي.
شعر هم منظوم او منثور دواړه دوله لري. یوازې کلاسیک شعر منظوم ؤ. دا چې ما شعر تر نثر ښه بللی ؤ هغه یوازې په دې خاطر چې نظم په یادو د یادولو لپاره اسان وي او دا هر هغه څوک ښه منلی شي چې دیني زده کړې يې کړې وي. تاسو وګورۍ په عربي صرف او نحوه کې اکثره صرفی او نحوي قاعدې نظم شوې وي او دا یوازې د دې لپاره چې نظم په اسانۍ زده کېږي. دا خبره په خپله په دیني مدرسو کې ډېره مشهوره ده. د بېلګې په توګه به په دودیزو دیني مدرسو کې د (شرح ماته عامل) نوم درته واخلم چې ټولې عربي قاعدې یې په نظم لیکلي دي.
حمید هڅاند صیب حنیف ملګري ته دې ووایه چې له شاعرانو سره د کرکې او غوسې نه لږ مینې ته رامایل شه او که داسې ونه کړې نو د دیني درسي کتابونو لیکوال به ټول خدای ناخواسته کافر وګڼې. ځکه چې دوی (قول الشاعر) یو معتبر قول ګڼي او مني یې.
دا خو د دیني زده کړو لپاره د شعر د جواز او غوره والي په اړه خبرې دي. خو د شعر په شعریت ، انځوریز کولو، خیالي کولو او نورو ښکلا وو کې هم کومه ستونزه نشته ، بلکې لوستونکی لا ښه ورجذبوي. د بېلګې په توګه په همدې بحث کې د عادل په نامه چا شعر ته ورته یو شی لیکلی چې ښې خبرې ورته ویلی شو خو نه شعر دی او نه میر. چې نه لوستونکی راجلبولی شي او نه له دې شعر نه خوند اخیستلی شي. تر دې چې یې ښکلی نثر لیکلی وای او نو ښه به وه. البته د ده د همدې نیمګړي نظم محتوا ډېره غوره او اسلامي ده خو شعریت او د شعر نورې ښکلاوې په کې هیڅ نشته. ولې که یو ځواکم شاعر همدا موضوع په ښکلو الفاظو او ښکلو شعري ښکلاوو سمبال کړي نو لوستونکی به ترې هم پند واخلي او هم خوند.
دا مې هم اوریدلي چې په یوه غزا کې یو صحابي د یو کافر شاعر سره فی البدیهه مشاعره هم کړې ده:
کافر: لنا العزی ولا عزی لکم
مسلمان: لنا المولی ولا مولا لکم
زه خپله لیکنه په دې دعایه عربي شعر ختموم کاشکې یې حمید هڅاند صیب حنیف ته هم ولولي:
الهی عبدک العاصی اتاک
مقراً بالذنوب وقد دعاک
فان تغفر فانت لذاک اهل
و ان تترک فمن یرحم سواک
په همدې هیله
ستاسو لاروی


رښتینی
12.11.2009

لاروی لیکی :
[code:1:ef46059d1c]دا مې هم اوریدلي چې په یوه غزا کې یو صحابي د یو کافر شاعر سره فی البدیهه مشاعره هم کړې ده:
کافر: لنا العزی ولا عزی لکم
مسلمان: لنا المولی ولا مولا لکم[/code:1:ef46059d1c]

داحدپه غزا کی دکفارو مشر ابوسفیان وویل :

أعل هبل .

رسول الله صلي علیه وسلم صحابه کرامو ته وویل :
تاسو ولی ځواب نه ورکوی ؟
هغوی وویل څه ډول ځواب ورکړو ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : تاسو ورته ووایی :

الله اعلی واجل

بیا ابوسفیان وویل :

إنا لنا العزى ولا عزي لكم‏.‏

رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل تاسو ولی ځواب نه ورکوی ؟
هغوی وویل څه ورته ووایو ؟
ده ورته وویل تاسو ورته ووایی !

الله مولانا ولا مولي لكم‏


larghonay laraway
12.11.2009

السلام علیکم!
حامد صیب ما خو اوریدلي وو خو د ابو سفیان او د دې پېښې په اړه مې معلومات نه وو نو ځکه مې لیکلي وو چې اوریدلي مې وي. په اوریدلو کې خو ډېر کمال دی ځکه چې هغه عربي د (قیل) غوندې ده او څوک بیا ترې قوي ماخذ نه شي غوښتی. که چېرته مې همدا پېښه چې تاسو دقیقه لیکلې، ما غلطه لیکلې وای نو بیا خو تر نیوکې لاندې راتلم. کور دې ودان چې زما خبره دې کره کړې او بشپړه کړې دې ده.



ع کريم حليمي
13.11.2009

درنو او مکرمو منلو لیکوالانو ، حمید صاحب ، حامد صاحب ، عادل صاحب ، لرغونی لاروی صاحب
السلام علیکم و رحمة الله

هغه وخت چه د زمانې خلګ راولاړ سوه او د رسالت او نبوت د مقام سپکاوی یې وکړئ او پر محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم باندي یی په تهمت شروع وکړه چه : رسول الله نه بلکی محمد شاعر دی او الهي او اسماني وحی یی شعر وباله ،العیاذ باللہ ثم العیاذ باللہ
نو طبعاً هغوې شاعران درواغجن وه ، ولي چه دوی وه څوک ؟ الَّذِينَ كَفَرُوا وَ صَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللّهِ أَضَلَّ أَعْمالَهُمْ
هغه خلګ چه کاقران شوي دي او منع کوي خلګ له لیاري د خدای نه ،خراب کړي دي خدای عملونه د دوئ

هر هغه شاعر ، شعر چه ﴿صَدُّوا عَنْ سَبِيلِ الله﴾ وګرځي شعر درواغ او شاعر یی دروغجن او د شیطان پر
وزر سپور دئ ، او ښوونکئ یی شیطان دی

حال داچه محمد رسول الله هیڅ وخت شعر ندئ ویلی ، قرآن وایی چه :
بسم تعالی - وَ ما عَلَّمْناهُ الشِّعْرَ وَ ما يَنْبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلاّ ذِكْرٌ وَ قُرْآنٌ مُبِينٌ
ندي شودلئ موږ ده ته شعر او نه ښایی ده لره شعر ویل ندی دا قرآن مګر پند دی او قرآن دی بیانونکئ

او د کتاب په حاشیه می ولوستل چه : اولاد د مطلب نر او ښځو به شعر ویلی ، د مبارک ترمبارکي خولې دا سي الفاظ راوتلی چه : أنَا النَّبِيُّ لا كَذِبْ **** أنا ابن عبد المطلب داسی عبارتونه وزنداره او مقفي دي او بېله قصد
نه یی له خولې راوتلي دي ، شعر په دې سبب له مبارک سره نه ښایی چه اکثره درواغ ویل دي ، شاعر - یو ناکاره ښایسته کوي او ښایسته ناکاره کوي ، او دخیال او هوس وزرونه جوړ کړي او په هوآ شي وخېژي
اسمان ته او په مبالغو سر شي

او هر شاعر چه صَدُّوا عَنْ سَبِيلِ الله نه واقع کیږي نو دوست د خدای دي
لکه : ملا عبدالسلام بابا کرزی ، او د تلوکان ملا حسن اخون

درناوي


احمد یوسفی
13.11.2009

ګرانو اسلام عليکم!
که دتاسو څخه یو ددغه حديث شريف معنی راته وکړي ،ډير ممنونه به سم ٠
الشعر بمنزلة الكلام: فحسنه كحسن الكلام، وقبيحه كقبيح الكلام
[قال النووي: يعني الشعر كالنثر، فإذا خلي عن محذور شرعي فهو مباح.
لكن التجرد له والاقتصار عليه مذموم كما في الأذكار.]ـ
التخريج (مفصلا): البخاري في الأدب والطبراني في الأوسط عن ابن عمرو أبو يعلى في مسنده عن عائشة٠


larghonay laraway
13.11.2009

السلام علیکم!
مکرم او معزم جناب حلیمي صاحب هیله ده د شعر د تعبیر په اړه لږه رڼا هم واچوې!
ځینې ملایان همدغه خیالي شعرونه ښه تعبیروي. یعنې همدغه د لیلی او مجنون عشقي شعرونه هغوی د ممبر په سر وایي. په دې اړه مو څه نظر دی؟
صوفیان هم همداسې دي.


رښتینی
13.11.2009

[quote:011fce49ba="احمد یوسفی"]ګرانو اسلام عليکم!
که دتاسو څخه یو ددغه حديث شريف معنی راته وکړي ،ډير ممنونه به سم ٠
الشعر بمنزلة الكلام: فحسنه كحسن الكلام، وقبيحه كقبيح الكلام
[قال النووي: يعني الشعر كالنثر، فإذا خلي عن محذور شرعي فهو مباح.
لكن التجرد له والاقتصار عليه مذموم كما في الأذكار.]ـ
التخريج (مفصلا): البخاري في الأدب والطبراني في الأوسط عن ابن عمرو أبو يعلى في مسنده عن عائشة٠[/quote:011fce49ba]

ژباړه : شعر دنثر او عادی خبروپه څیر دی چی ښه یی ښه او بد یی بد دی
امام النووی رحمه الله ددی حدیث په شرح کی وایی چی شعر دنثر په څیر دی
که شرعا کوم ناروا شی نه وی پکی نو مباح دی خو یواځی شعر ویل او هغه
ته ټوله توجه کول ښه کار نه دی دکمافی الآذکار مطلب شاید دا وی چی دا خبره
نووی په خپل کتاب (الاذکار)کی را ووی ړه او امام نووی په دی نامه
یوکتاب لری

(حديث مرفوع) حَدَّثَنَا خَالِدٌ ، ثنا إِسْمَاعِيلُ بْنُ عَيَّاشٍ ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زِيَادِ بْنِ أَنْعَمَ ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ رَافِعٍ ، وَبَكْرُ بْنُ سَوَادَةَ ، وَحِبَّانُ بْنُ أَبِي جَبَلَةَ ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : " الشِّعْرُ كَلامٌ بِمَنْزِلَةِ الْكَلامِ ، حَسَنُهُ حَسَنُ الْكَلامِ ، وَقَبِيحُهُ قَبِيحُ الْكَلامِ " .

إسناده شديد الضعف فيه راويان ضعيفان هما عبد الرحمن بن زياد الإفريقي ، وعبد الرحمن بن رافع التنوخي.


احمد یوسفی
13.11.2009

ګرانه حامد!
يوه نړئ  مننه٠


حمید هڅــاند
14.11.2009

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له ټولو ښاغلو څخه دزړه له کومې مننه کوم، په ځانګړې توګه له ښاغلې عبدالکریم حلیمي صیب څخه. ستاسو ټولو لیکنې ډېري ګټورې او مرستندویې وې.
سره له دې چې دا لاندې لیکې به له موضوع نه بهر وې خو بیا هم دنوې لیکنې پرځای مې وړ وبلله همدلته پوښتنه وکړم.
دا څو موده کېږي، داحادیثو دیوه داسې پوستکالي په لټه کې یم چې عربې لیک له انګلېسې ژباړي سره ولري. زه مخکې له مخکې د احا دیثو یو پوستکالی لرم چې یواځي انګلېسې ژباړه یې شته خو عربي لیک( text) نه لري؛هیله لرم دیوه داسي پوستکالي په اړه مالومات اویا پته راکړئ چې هم عربي ټیکسټ ولري او هم انګلېسې ژباړه.

په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


حمید هڅــاند
17.11.2009

یوځل بیا مو په سلامونو لمانځم؛
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لاروي ورور په زړه پوري ټکي ته ګوته نېولې ده. زما له انده خو د شعر مانا ډېری مهال ښکاره وي، سړي پوهېږي چې شاعر څه ویلي دي خو شعر ته تعبیر ورکول او ورنه دمنطق پوهه جوړول ناسم کار دی.زموږ ښوونکي چې به کله دري راته ویله نو د ډېری شعرونو مانا به یې داسي کوله چې له لیکل شویو تورو سره به یې اصلا سر نه لګاوه. یوه ورځ مې ورته وویل: استاده یوه پښتو څلوریزه لرم که یې په مانا کې راسر ه مرسته وکړې. څلوریزه مې یې مخته کېښوده نو خدایشته چې څه څه یې راته وویل. وروسته یې راته وویل چې ډېره ښه څلوریزه وه، دا کوم شاعر لیکلې وه؟ ما ورته وویل ، استاده دا ما لیکلې وه. زما دا کار د استاد دغصې لامل هم شو.
لاروی وروره، زما په اند خو شعر چې په ظاهري بڼه کې هر څه ویلي وي ، هماغه یې مانا هم ده، ناسم شعرونه به د وعظ په مهال کارول سم کار نه وي.

په درنښت اومنني
حمید هڅاند


و.افغان
18.11.2009

هڅاند صاحب :
په خوله مو برکت شه، ډېرې روغې خبرې مو کړي دي.
د شاعرانو په اړه عمومي قاعده الله جل جلاله بيان کړېده، چې دوی ګمراهان دي،
بيا يې استثناء راوړې ده، چې هغه شاعران ګمراهان نه دي چې په لانديني اوصافو
متصف وي:
(الا الذين آمنوا وعملوا الصالحات و ذکروا الله کثيرا و انتصروا من بعد ما ظلموا).

هو ! نن سبا چې مونږ ګورو، اکثره شاعرانو په ګډووډو سر دي، هغه شاعران چې
د خپل دين، وطن، او ولس درد په زړه کې لري، او خلک د دين او دنيا حقيقي ګټو
ته رابولي، د ګوتو په شمار دي.

دلته يوه قيصه ده، چې په دوی کې غوڅ اکثريت چې ډېر يې مطلق جاهل دي، ځانونو
ته د حال په ژبه د پيغمبرانو په
شان د تقديس قائلين دي، هو! که له پيغمبرانو ځان پورته نه بولي، نو کم هم ځان نه
بولي، مونږ عقيده لرو چې د پيغمبرانو کلام په تبليغ د رسالت کې معصوم دی، او
دوی هم خپل شعر ته په معصوميت قائل وي، او هيڅکله پرې تنقيد نه مني، کله
کله چې پرې تنقيد وشي چې ته په دې شعر کې له سرو کرښو اوښتی يې، نو وايي چې
د شعر معنا بله ده، او ته په شعر نه پوهېږې.
بله دا چې د شعر په نوم د هر رنګه چټياټو ويلو اجازه ځان ته ورکوي.
نو وروڼه دې پوه شي:
چې د شاعرانو په اړه اصل ، قاعده، اساس، او قانون دا دی: چې دوی ګمراهان وي،
په فسق او فجور کې اخته وي، خو له دې خبرې هغه شاعران مستثنی دي، چې
الله جل جلاله يې په قرآن کې صفات بيان کړي دي، او مثال يې په حسان بن ثابت
رضي الله تعالی عنه او نورو ډېرو هغو شاعرانو ورکولی شو، چې خپل شعر کې
خلک ښې لارې ته، اسلام، طاعت او عبادت ته، تمدن او ترقۍ، او د دين او دنيا
ګټو ته خلک بولي.

په درنښت

[quote:bcf7785102="حمید(هڅاند)"]یوځل بیا مو په سلامونو لمانځم؛
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لاروي ورور په زړه پوري ټکي ته ګوته نېولې ده. زما له انده خو د شعر مانا ډېری مهال ښکاره وي، سړي پوهېږي چې شاعر څه ویلي دي خو شعر ته تعبیر ورکول او ورنه دمنطق پوهه جوړول ناسم کار دی.زموږ ښوونکي چې به کله دري راته ویله نو د ډېری شعرونو مانا به یې داسي کوله چې له لیکل شویو تورو سره به یې اصلا سر نه لګاوه. یوه ورځ مې ورته وویل: استاده یوه پښتو څلوریزه لرم که یې په مانا کې راسر ه مرسته وکړې. څلوریزه مې یې مخته کېښوده نو خدایشته چې څه څه یې راته وویل. وروسته یې راته وویل چې ډېره ښه څلوریزه وه، دا کوم شاعر لیکلې وه؟ ما ورته وویل ، استاده دا ما لیکلې وه. زما دا کار د استاد دغصې لامل هم شو.
لاروی وروره، زما په اند خو شعر چې په ظاهري بڼه کې هر څه ویلي وي ، هماغه یې مانا هم ده، ناسم شعرونه به د وعظ په مهال کارول سم کار نه وي.

په درنښت اومنني
حمید هڅاند[/quote:bcf7785102]


منلی
18.11.2009

ټولووروڼو دزړه له کومی می سلامونه او نیکی هیلی ومنی !
دبنده هم په ځانګړي ټوګه شعر او شاعری ډیره خوښه نده ! خو بعضی په زړه پوری شعرونه چې دټولنی او اسلام پکې درناوی او پوره خیال ساتلي وی خوښیږی می ولی شعر یو داسی ازاد مسلک دی چی هر څوګ یی بی له کوم توپیر او ټاکلی معیار او ګچ نه پرته له کوم قید او شرط ځنی یی دځان لپاره اختیار وی او د خپل سوچ پوهي او احساس تر اندازی پوري یی ویلی هم شي . خو ډیرو کې هسی دکاغذ تورول او دوخت تیرول وي
اوبل خوا اوس څوک دومره وخت نه لری چي چې د خال او دړۍ شعرونه ولولی دا دتیګنالوژی وخت دی خلک ځانونه په بابیزه او جوټه څیزونو نه اخته کوی ځګه په شعر کی داسی څه نه شوو انځور کولی چی هغه دعلم او تخنیګ سره تړاو ولری
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more