د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

حج اکبر کله دی ؟

Ghairat
08.11.2009

سلامونه !
د ٢٠٠٦ کال حج خلکو حج اکبر باله ، نو که  عرفه د جمعې په ورځ   حج اکبر [color=red:eccadb6dfb]وي او که نه[/color:eccadb6dfb] ، محاسبه يې څنګه کيږي  ؟
ايا محاسبه ئې ٢٠٠٦ + ٧ = ٢٠١٣ ده او که څنګه ؟؟؟؟


رښتینی
08.11.2009

محترم غیرت صیب حج اکبر یوه عامیانه خبره ده
او کوم حقیقت نلری اصلا عمره هم حج بلل کیږی او
د عمری په نسبت حج ته حج اکبر وایی او داچی
جمعه او عرفه سره یوځای شی نو دا حج اکبر خلک بولی
او دا کوم شرعی اصل نلری نور تفصیل وهاج صیب او
حلیمی صیب ته پریږدم

په مینه



ع کريم حليمي
09.11.2009

مکرم او محترم دانشمند غیرت صاحب ، او ډېر ګران حامد صاحب
السلام علیکم و رحمم الله ،
زړونه رانیسه حج اکبر دی ، او هر شب ، شب قدر است

د منلي حامد صاحب خبره چه حج اکبر یوه عامیانه خبره ده مکن ده چه دعوامو خبره به وي

« الْعُمْرَةُ إِلَى الْعُمْرَةِ كَفَّارَةٌ لِمَا بَيْنَهُمَا وَالْحَجُّ الْمَبْرُورُ لَيْسَ لَهُ جَزَاءٌ إِلاَّ الْجَنَّةُ»
د دوو عمرو تر منځ له ټول ګناهونو نه سړی پاک سي آو د حج مبرور جزاء بل شئ نه ده بیله جنت

«مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُثْ وَلَمْ يَفْسُقْ رَجَعَ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ اُمُّهُ» ‏
او دغه حدیث ډېر شېرین دی ټول کتانونو راوړی اما سنن أبي داود د دغه خواږه حدیث ذِِکر ندئ کړئ
چا چه د خدای له پاره حج وکړئ او په دا حج کښي یی هوسونه ونه کړل او نه یی ګناهونه وکړه نو هغه د حج څخه داسي راګرځي لکه چه د موره څخه چه نوئ پیدا سوئ وي

بسم تعالی :- وَ أَذانٌ مِنَ اللّهِ وَ رَسُولِهِ إِلَى النّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الأَكْبَرِ أَنَّ اللّهَ بَريءٌ مِنَ الْمُشْرِكينَ وَ رَسُولُهُ
خبر داري ده له طرفه د خدای نه اوله طرفه د رسول دده نه ، خلقو ته په ورځ د حج اکبر کښي په دغه خبره چه خدای بیزاره دئ له مشرکانو او رسول دده هم بیزاره دئ
فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللّهِ وَ بَشِّرِ الَّذينَ كَفَرُوا بِعَذاب أَليم 

د پورته آیات کریمه په تفسیر کښي یی روایت دی چه رسول صلی الله علیه وسلم په حجةالوداع کښي په ورځ دقربانۍ د جمرو د طرف ته ودرېدلئ ویی ویل چه دا ورځ د حج اکبر ده ،‌چا ویلي چه ورځ د عرفی ته هم حج اکبر ویل کیږي

فَلا تَخْشَوْهُمْ وَ اخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ ديناً
له دوی مه ویرېږئ له ما و وېرېږئ (رب) نن می ستاسو له پاره ستاسو دین در کامل کړئ او خپل نعمت مي پر تاسو تمام کړئ

نو بېله شکه چه هغه د عرفې ورځ حج اکبر وه ، زه نه پوهیږم چه هره یومُ عرفه ته حج اکبر ویلای سو که یا
الله تعالی هغه ورځ د حج اکبر بللې ، سردار عالم حاضر وو ، دا یګانه ورځ وه چه مشرکانو او مسلمانانو
حج وکړئ ، نو نه به بیا سردار عالم حج ته راځي نو زما قیاس دا دئ چه هر حج ته حج اکبر نه ویل کیږي
والله اعلم

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ، عَنِ الأَعْرَجِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ذَكَرَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ فَقَالَ ‏"‏ فِيهِ سَاعَةٌ لاَ يُوَافِقُهَا عَبْدٌ مُسْلِمٌ، وَهْوَ قَائِمٌ يُصَلِّي، يَسْأَلُ اللَّهَ تَعَالَى شَيْئًا إِلاَّ أَعْطَاهُ إِيَّاهُ ‏"‏‏.‏ وَأَشَارَ بِيَدِهِ يُقَلِّلُهَا‏.‏

و جمعې په ورځ کښي داسي ساعت سته چه دعا قبلیږي ،

آفضله میاشت د روژې ده او آفضله شپه د شب قدر ده او روایت دی چه سيد الأيام يوم الجمعة و آعظمُها عند
الله ، و هو آعظمُ عند الله یوم الأضحی و یوم الفطر
د حمعې په ورځ آدم پیدا ، جنت ته ولاړ ، او مځکي ته را واستول سو ، او په هم دا جمعه مړ سوو ، ..........
.......‌او په جمعه به قیامت کیږي

نو دا دوه د برکت ډکي ورځي چه سره یو ځای شي نو خامخا به حج اکبر وي والله اعلم
که حج اکبر وي او که حج اصغر رب العزت ته خواست کوو چه په حج المبرور یی حساب کړي
چه جزاء یی جنت ده بل شئ نه ده

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more