د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په شمشتو کمپ د منافقینو یرغل

طالب ISI
08.11.2009

د بحث ګرانو غړو تاسی به د ښمشتو کمپ په هکله خبر لوستئ وی، ستاسی په اند ددی علت به څه وی؟
آیا حکمتیار صاحب د ای،اس،ای له کوم امر څخه سرغړونه کړی؟
آیا حزب اسلامی، ښونځی، کلینیکونه، پلونه، استادان، علما،، پولیس، انجنران او ډاکتران نه وژنی، همدا یی علت دی، چی پوځ خپل عکسل العمل وروښود!
تر اوسه خو امریکایانو هم زنانه نه وی بولی ، دوی ولی داسی احمق کار وکړ!

د سه شنبې په ورځ دعقرب په دولسم باندې د شمشتو په کيمپ دپاکستاني پوځيانو لخوا د ( ٧٠ ) ګاډو په ملتيا باندې چاپه اوهله او کور په کور يي تالاشي شروع کړه اود هرکور څخه يي دماشومانو په شمول سړي نيول او جامې به يي ترې ويستلې او په هماغو جامو به يي سترګې ورتړلې.

پوښتنه نه وه خو ټوټل ( ٧٢ ) بې ګناه کسان يي ونيول. پدې کسانو کې ( ١٢ ) ماشومان او ( ٣ ) ښځې هم شاملې دي اوپه کورونو کې يي چي څه خوښيدل هغه به يي له ځان سره وړل لکه يو کس چي نوم يي نه اخلم دهغه کور ته ورغلل چي دهغه د خولې وينا ده چي ( ٧ ) تولې سره زر او ( ٢٠٠٠٠٠ ) لاکهه کلدارې يي ورنه و ړي او همداسې د بازار دوکانو نه يي چور کړل .

پاکستاني پوځيان داسې کورونو ته هم ننوتل چي سړي يي په کورونو کې نه وه بس دا پوښتنه به يي کوله چي سړي مو چيرته دي ؟

زه ددې صحنې عيني شاهد وم . دا رنګ تالاشي روسانو هم نه وه کړې لکه دوى چي وکړه .

کله چي دوى روان شول د مکتب هغه ماشومان چي دوى د مکتبونو څخه منعه کړي وه هغویدسرک پر غاړه ولاړ وه او د دوى تماشه يي کوله چي پاکستاني پوځيانو پرې ډزې شروع کړې ماشومان ټول وتښتيدل او دوى د شا له خوا پرې فايرونه کول چي ( ٧ ) کسه ماشومان يي په ډيره بي رحمۍ وويشتل د دينه وروسته نورو ماشومانو د تيږو ګذارونه
پرې وکړل پدى ( ٧ ) کسانو کې ( ٢ ) ځاې په ځاې شهيدان شول او ( ٥ ) کسه اوس هم په روغتونونو کې دمرګ په حالت کې دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more