د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دزمرودو زړونه

رښتینی
08.11.2009

.

زړه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1401.gif[/img:efcc55ea64]

.

زړه د انسانی مینی ، عواطفو، ښایسته مشاعرو اومحبت
ځاله ده دانسانیت مرکز او اساس دی اود انسانی جوهرکور دی ....

خودا زړونه په څو ډوله دی چی په لاندی توګه یی تاسو ته
څو ډولونه را اخلم :

تړلی زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1402.jpg[/img:efcc55ea64]

د ډیرو خلکو زړونه تړلی او بند وی دوی دانسانیت او مینی
په مخکی خپلو زړونو ته تور او درانه قلفونه اچولی وی دوی
فکر کوی چی دعواطفو او مینی په مخ تړلی زړه د سړیتوب او
ځوانمردی نښه ده او ګواکی انسان یو بی زړه اوبی درده مخلوق
دی خو دوی له دی نه دی خبر چی له دردونو پرته نیکمرغی
اوخوښی نشته

دکاڼی زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1404.jpg[/img:efcc55ea64]

ځینی زړونه مینه او درد پټوی اوپه دی توګه د تظاهر څرګندونه کوی
خو دمینی او دردونو په پرلپسی پټولو او متحجرانه تظاهر سره له زړه
نه کاڼۍ جوړ شی اوپه دی توګه زړه مړ او له مینی او عواطفو لری پاتی شی
او اخر له دی زړونو نه انسانیت هم کډه وکړی

خپل چاری زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1405.png[/img:efcc55ea64]

ځینی داسی مړه زړونه هم شته چی د هغو په رګونو کی دمینی وینه
جریان نلری او په شرایینو کی یی د محبت نرمه وینه نه چلیږی او که
بیا یوڅو څاڅکی وی هم هغه یی دځان دمینی له پاره جریان لری
دا زړونه هم مړه دی او ددا ډول زړونو څښتنان ضمیرونه نلری
دوی په چاپیریال اونورو انسانانو کی فکر نکوی او یواځی په
خپل ځان مین وی او دا ډول خپل چاری زړونه بی ضمیره وی

له کینی ډک زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1406.jpg[/img:efcc55ea64]

ځینی زړونه بیا د حسد او کینی له سکروټو ډک وی او دلرګیو
په شان دخپل اور خوراک وګرځی خو دوی په دی نه دی خبر چی
د کینی اور یواځی خپل څښتن خوری

دشیشی زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1407.jpg[/img:efcc55ea64]

دا هغه زړونه دی چی په یوه جمله یا یوه توری سره مخدوش او خچن شی
دا د هغو خلکو زړونه دی چی په نورو یی باور کړی وی او زړونه یی
ور سپارلی وی خو دوی له دی نه دی خبر چی شیشه یوځل ماته شی
بیا نه جوړیږی

دماشومی نجلی زړه :

میرمن که هرڅومره ځواکمنه ،لویه اوپه عمر پخه وی خو زړه یی
د ماشومی نجلۍ وی دمیرمنو زړونه پاک او له مینی ډک وی او
په ډیره وړه خبره ماتیږی او هم رغیږی

دسړی زړه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1408.jpg[/img:efcc55ea64]

دسړی زړه سخت ، کروړ او درازونو ساتونکی وی خو له دی
ټولی سختی سره یوه داسی زړه ته اړتیا لری چی په مینه یی
خړوب کړی

دزمرودو زړونه :

[img:efcc55ea64]http://upload.3ode.net/files/1409.jpg[/img:efcc55ea64]

دعواطفو ټوټه او کتله

دمشاعرو چینه

دمینی او محبت ځاله

موږ باید زړونه په مینه او محبت پریمنځو
او له مینی او عواطفو یی ډک کړو

او په تسامح او بل بښنه یی روږدی کړو
نو بیا به مو زړونه د زمرودو رنګ خپل کړی
او ددی ارزښتناک کاڼی په څیر به وځلیږی

پاک

صفا

څلانده

او روڼه به شی

چی بیا به د انسانیت د لقب وړ ګرځیدلی یو

الله مو تل زړونه داسی لره لکه زمرود

که مو لیکنه خوښه نشوه راته ولیکی !!

په مینه اوبیا بیا په مینه


watanmal
08.11.2009

ورسته له سلامونو څخه
حامد صيب كور دى ودان په زړه پورى خبرى مو ليكلى دى،
د ليكنى په لوستو د قرآن كريم ډير اياتونه را ياد شول چى د
زړونو په اړه پكى خبره شوى ده :

[color=white:8621e0dd85]مړه زړونه:[/color:8621e0dd85]

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى [color=white:8621e0dd85]قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا[/color:8621e0dd85] (محمد24)
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ [color=white:8621e0dd85]كَالْحِجَارَةِ [/color:8621e0dd85]أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً
وَقَوْلِهِمْ [color=white:8621e0dd85]قُلُوبُنَا غُلْفٌ [/color:8621e0dd85](النساء155)
وَقَالُوا [color=white:8621e0dd85]قُلُوبُنَا غُلْفٌ [/color:8621e0dd85](البقرة88 )
وَجَعَلْنَا [color=white:8621e0dd85]قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً [/color:8621e0dd85](المائدة13)
وَجَعَلْنَا عَلَى [color=white:8621e0dd85]قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً[/color:8621e0dd85] أَنْ يَفْقَهُوهُ

[color=white:8621e0dd85]ژوندى زړونو په اړه[/color:8621e0dd85]

الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد28 )
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آياتُهُ
زَادَتْهُمْ إِيمَانًَا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (الأنفال2 )
الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَى مَا أَصَابَهُمْ (الحج35 )

[color=darkblue:8621e0dd85]په پاى كى به په ګډه دا دعا وكړو:[/color:8621e0dd85]

رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (آل عمران8 )
امين يارب العالمين.

په مينه
وطنمل


رښتینی
08.11.2009

وطنمل صیب له نظر نه مو مننه او بریالی اوسی
خوږه وروره دا زړونه دی چی دمینی ډکی ډکی بوخڅی پکی پرتی دی
او په صمیمانه او خوږه فضا کی یی په اړوندو مینوالو لوروی او نړۍ په
عطرونو ، پاکوولولو ،خوږو وږمو اوسپیڅلو اړیکو نازوی او خلک د
انسانیت په معنی پوهوی او دورورولی خوږی وږمی نشر کوی

او دا سی زړونه هم کم نه دی چی کرکی او نفرتونه خپروی انسانیت په بد
مرغیو او ترټنو اخته کوی او دبشر په وینو نه مړیږی خپلی بولهوسی دی
پوړ ته رسولی وی چی دملتونو په سرونو سره اورونه اوروی او په وینو او
اوښکو کی یی لمبوی

لوی څښتن ته به زاری کوو چی نور ددا ډول زړونو خاوندان کم کړی
او بشریت یی له شره وژغوری او هاااغه د صفا او زمرودو زړونو
خاوندان ډیر او زورور وکړی چی نړۍ له مینی او ښکلا ډکه کړی

په مینه


میوند ننګیال
09.11.2009

محترمووروڼوسلامونه !

حامد صیب !کورموودان .

watanmal صیب !
ستاسو لیکنی ته به امین ووایو الله دی وکړی چی زمونږ زړونه دنفاق نه پاک کړی او زمونږپه زړونو کی دی محبت ورورولی اوتسامح واچوی .


پښتون یار
09.11.2009

[[color=darkblue:5604e7c19f]size=9]د مينې ډک سلامونه مې ومني
ډير ښه موضوع مو ليکلې ده ولې دماتو زړو په باره کې دې څه نه دي ليکلي اوسني وختو کې دډيرو خلکو زړونه مات شوي دي٠

بياهم ډيره مننه له دې موضوع نه مو٠
ستاسو کشري ورور شاهين خان[/size][/color:5604e7c19f]


رښتینی
09.11.2009

ښاغلی نوری ستاسو له نظر نه مننه بریالی اوسی !

ورورکه موږ دزړونو په اخلاقی اړخ خبری راپیل کړی دی
او دا ډیری مهمی دی دلته زمرودی زړه غوره زړه دی او که
داسی زړونه ډیر شی نو بیا به د ماتو زړونو له پاره ددرملنی
کارونه زیات شی او دا مات او اسکیرلی زړونه به په رغیدا
شی او دماتو زړونو خبری دماتو زړونو څښتنان ښی کولی
شی خو ناویلی دی نه وی پاتی چی داخبری دزړونو درزونه
نورهم زیاتوی او ټپونه یی خوړینوی نو له نوری زړه خوړینی
مو وژغوره ...!!

په مینه


pattang
09.11.2009

حامد صيب بخښنه غواړم !
ظالم ،خاين او قاتل ته بايد زړه تيګه وي ، سترګه په سترګه ،لا س په لاس .....
بايد سزا ورکړی شي ٠ څوک چې له چا څخه ژوند او شرافت اخلي نو هغه يې هم
حق نلري . هونوي ټيستامنت د لوتريانو کتاب به ستاليکلو ته ډېر هرکلی
ووايې خو اسلام او پښتو نورې لارې لري ٠
زه پردې نه پو هيږم چې مطلب دې له داسې موضع څخه څه شی دی ? خبره دزړه نده
قانون بايد په درست ډول سره عملي شي ٠

[quote:516a20f7ed="حامد"]وطنمل صیب له نظر نه مو مننه او بریالی اوسی
خوږه وروره دا زړونه دی چی دمینی ډکی ډکی بوخڅی پکی پرتی دی
او په صمیمانه او خوږه فضا کی یی په اړوندو مینوالو لوروی او نړۍ په
عطرونو ، پاکوولولو ،خوږو وږمو اوسپیڅلو اړیکو نازوی او خلک د
انسانیت په معنی پوهوی او دورورولی خوږی وږمی نشر کوی

او دا سی زړونه هم کم نه دی چی کرکی او نفرتونه خپروی انسانیت په بد
مرغیو او ترټنو اخته کوی او دبشر په وینو نه مړیږی خپلی بولهوسی دی
پوړ ته رسولی وی چی دملتونو په سرونو سره اورونه اوروی او په وینو او
اوښکو کی یی لمبوی

لوی څښتن ته به زاری کوو چی نور ددا ډول زړونو خاوندان کم کړی
او بشریت یی له شره وژغوری او هاااغه د صفا او زمرودو زړونو
خاوندان ډیر او زورور وکړی چی نړۍ له مینی او ښکلا ډکه کړی

په مینه[/quote:516a20f7ed]


رښتینی
10.11.2009

پتنګ صیب ستا له خبرو سره زه موافق یم یواځی
له دی ټکی سره موافق نه یم :

[code:1:a3eed97087] خو اسلام او پښتو نورې لارې لري [/code:1:a3eed97087]

ځکه زما خبری له اسلام اوپښتو سره مخالفت نلری
او خدای دی نه کوی چی زه به داسی کار کوم خو کیدی شی
ستاسو له مخصوص مزاج سره برابری نه وی ما کوم ځای لیکلی
چی خاین او ظالم ته دمینی غیږه خلاصه کړی ؟؟


عادل عادل
11.11.2009

سلامونه

ګران ورور حامد صیب، ښکلې موضوع مو راخیستې، وطنمل صیب لاپسې ښکلې کړې، خدای دې تاسو ته اجرونه درکړي. امین

یوې خبرې ته مو پام وي چې د زمرودي زړونو په خپلولو سره د پنجشیریانو سره خدای مکړه مشابهت پیدا نکړو ؟

په هر حال د زړه لرل خو هر چا ته حاصل دي، خو اصلي خبره د زړه په ساتلو کې ده، چې پورتني ډولونه زیږوي، د زړه په سالمه ساتنه کې زما په نظر لاندې څو ټکي د ډیر اهمیت وړ دي.

1- د خیالاتو/افکارو ساتنه او په هغې کنټرول لرل
2- د سترګو ساتل، ځکه سترګې دي چې زړه ته د بهرني وجود او ماحول په انعکاس کې مستقیمه رابطه لري
3- نور یې تاسو ووایاست


و.افغان
12.11.2009

حامد صاحب:
ډېره ښکلې په زړه پورې ليکنه مو کړېده، ځمونږ په دې ښکلي فوروم د دغو مختلفو
زړونو بېلګې په محترمو بېلا بېلو غړو کې ليدل کيږي، نه پوهېږم چې زه به د کوم زړه والا يم؟
:wink:
تاسو د روغو او ناروغو زړونه ډولونه په ګوته کړي دي، خو دا مو نه دي واضح کړي
چې د مريضو زړونو علاج څرنګه وشي، تر څو د زمرودو په زړونو بدل شي؟؟؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more