د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغاني ماشومانو تجاران

Azad Nazer
24.02.2004

دتازه خبرونو له مخې دافغانستان بې سرنوشته او غريب ماشومان دبشريت د داړه مارو او شوکما لخواتښتول کيږي او په عربې اوښ وانانو چې ځانته مسلمانان هم وايي ، پلورل ليږي ٠ دغه ماشومان د غلامانو په توګه د عربي عياشواوبې وجدانو شيخانوپه ابدي بند کښېوزي ٠ دشواهدو لمخې ، په تېر کال کی ځينې پاکستاني ماشومان داوښ ځغلولوعربي عياشو له منګولو ازاد شوي او خپل ټبر ته سپارل شوي دي ٠ ددې غير انساني اوبې شرمې دندی مرتکبين ځان ته افغانان هم وايي او مسلمانان هم او د بين المللي قاچاقبرانو دډلو سره کارکوي ٠ دغه دانسانيت دښمنی ډلې د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کی چې په سر کی يي پاکستان دې ، ددغو هېوادونودسيمه ايزو غلو سره په ګډه کار کوي ٠ تښتول شوي ماشومان نه يواځې د شتمنو دغلامۍ په شرمناک زنځيرتړل کيږي بلکه دانساني اعضاوودپيونداودزنالپاره هم ا استعماليږي ٠
ددې تر څنګه داسې مجبورې افغاني کورنۍ هم شته چې د بشر دبې شرمو دلالا نو لخواديو موټي پيسوپه بدل کی غوليږي اوخپل صغيراولادونه دبشر په قصابانو خرڅوي ٠ داسلام اصلي دښمنان دغسې بې زړه او بې مسؤليته کورنۍ په اسلامي لباس اوبڼه هم غولوي اوورته وايي چې دا ماشومان به دمسلمانانو په کورونوکی لوييږي ٠ په دې کې هم شک نشته چې دغه اطفال غربي هيوادونو ته هم وړل کيږي خو ترټولو دردوونکې اوشرمووونکی خبره داده چې مسلمانان دغه کار کوي ٠ زه چې يوازې په انسانيت او بشري حقوقو عقيده لرم ، په ډاګه دغه بې شرفو قاچاقبرانو ته وايم چې په شرافت يې نشۍ ګټلای ، نوپه بې شرفۍ ګټلي رزق څخه تاسو اوستاسو چټل فاميلونه زهر ولی نه خورۍ چې معصوم انسانان ورڅخه په ارام شي ٠
څوک چې ځانته حقيقي مسلمان وايي نو دداسې بې ناموسو پر ضد بايد جهاد وکړي ، دغه ته وايي اصل جها د نه داچې بې ګناه خلک وژل او دپرمختګ مانع کېدل٠

زه ددې وېب پاڼې له چلوونکو څخه هيله کوم چې زما داليکنه کټ مټ خپره کړي اوپه هغو الفا ظو کی بدلون رانه ولي چې ما د بشراو بشريت ددښمنانو لپاره کارولي دي ٠ دغسې دټولنې دښمنان بايد په نرمو او ستايونکو کلمويادنه شي ځکه چې هغوی دنفرت ، تحقير ، سپکاوي او سنګسارولو مستحق دي او بس ٠

تل دی وي انسانيت ، پوهه او صلح
تباه اوبرباددې وي دانسانيت ، پوهې اوصلحې دوښمنان

ازاد نظر


Azad Nazer
28.06.2004

<<<<<<<<<په کابل کې دماشومانو تښتوونکي ونيول شول>>>>>>>>>



[color=red:af2a256b01][/color:af2a256b01] دداسې پست فطرتو ،بې وجدانوسړي وژونکو او دماشومانو تښتوونو ته بايد داسې عبرتناکه جزا ورکړای شي چې بيا بل بې ناموسه جرأت ونه کړي چې دافغان بچو ته په دغسې کرغېړنو سترګو وګوري ٠ دغسې بې ناموسانو څخه به خپل اولادونه څنګه ژغورۍ ؟

دغه بې غېرته بې ناموسان په افغاني او اسلامي جذبه په عام محضر کی سنګسار کړۍ !

نابود او برباددې وي هغه څوک چې په افغاني ماشومانو رحم نه کوي !

ازاد نظر


د ماشومانو تښتول ....

(( ښه ))
28.06.2004

ازاد نظر صاحيب لومړۍ مي سلام ومنه او تر سلامونو وروسته ؛ زه ستاسو سره د افغاني ماشومانو د تښتونکو پرخلاف د هر ډول وينا ، عمل او ليکني پوره ملاتړ کوم ، د انسانيت دا دښمنان چي په هرڅومره سپکو سپک شي زما زړه لا وهغو ته د نوري سپکاوۍ غوښتنه کوي ، زه خو داسي فکر کوم چي داناکسان خو انسانان نه دي ، او که د انسان له ذاته وي نو هرومروڅرګند مور او پلار نه لري او په انساني چاپير يال کي نه دۍ لوي شوۍ ، بلکي په ځنګل کي د ګيدړي سره لوی شويدۍ .


Azad Nazer
08.07.2004

عتيق صاحب سلامونه اومننه !

تاسو به فکر کوۍ چې ځواب درته په وخت ونه ليکل شو خو حقيقت دادې چې تاسو ته مې په ډېره خوارۍ ډېر څه ليکلي وو او ساعتونه می په ټک دلته او کش هلته تېر کړي وو خوکله چې مې دلېږلو بټن کښېستله نو هرڅه رانه داسې ورک شو چې د لټون په هيڅ ټوټکو می ونه شو موندﻻی ٠ اودا لا څه کوې چې داداميری شهيد د وختو کمپيوټر می په يوه هفته کی بېرته په حال کړ٠
نن چې مې د <<دجاسوسي پروګرامونه له يو کمپيوټر څخه ډېر څه پټولی شي >> ترسرليک لاندې د ښاغلي کامه وال مضمون ولوست نو بس بګڼوورته واخيستم او ومې غوښتل چې دننۍ ورځې د فردي ازادۍ شخصياتو په هکله په بل ځای کی يو څه وليکم ځکه چې په دې موضوع پورې اړه نه لري ٠ خو ددې سره سره غواړم يادوونه وکړم چې دا لومړې ځل نه دې چې زما کمپيو ټر اوزه ورسره مخ کېږو بلکه دکلونوراهيسې کومه بې وجدانه منبع ما څاري اوفکر کوي چې زما په هکله به څه پټ شيان بياموزي اويا به مې له ليکنو او حقيقته واړوي خوزماهرڅه په ډاګه دي پرته له يودوه افزارو٠
--------------------------------------------------------------------------------

داي مېل نه نيولې تر ليکونو ، بې غږه او غږلرونکي تليفونونو او دخپل ټبر ښځينه بربنډ عکسونو تررالېږلو پورې يې هم لاتنده نه ده ماته ٠ زه فکر کووم چې دغه جاسوسان به په ما غولېدلي وي او فکر کوي چي ګنې پوخ مولا يم اوپه لوڅ عکسونو به مې خوا بده شي خو زه ورته وايم چې زه بيخي مولا نه يم او که فرض کړه يم هم نو هغه دباچا مولا خبره (( هغه مولا - مولا نه دې چې کومه جمعه يې چڼې نه وي ګډ کړې )) ، زه خو لاورته وايم چې څه به په عکسونو دومره تکليف تېروې ، هغه طبيعي او اصلي فايل راولېږه چې خبره غوڅه شي اوپروانه لري که زما (( HARD :P DRIVE )) انفيکتيد هم کړي خو چې خبره يوطرف ته کړو ٠

په دې هکله ما پخوا هم ليکلي وو دادې بيا يې هم ليکم چې که دانساني بطن نه پيدا وي نو زما په خبرو بايد پوه شي اودغه بې ځايه زورېدنه نوره پای ته ورسوي ٠

نورنوعتيق صېب !

خبر شوم چې د کابل چارواکي د ماشومانو لومړې تښتوونکې اعداموي ٠ لکه څنګه چې مې ليکلي وو نو که چېرې اصلي مجرمان همدغسې جزا وويني ، دهغو مېندو زړونه به ټکور شي چې دخپلو بې ګناه بچو په غم کړيږي ٠ دماشومانو دقاتيلانو سره بايد حداقل سازښت ونه شي ٠ تاجک وي که هزاره وي ، ازبک وي که پښتون وي او که بل کوم بهرنې وي خو چې ماشوم يې وژلای وي با يد ونه بښل شي ٠

نابود دې وي دافغان نسل دوښمنان
تل دې وي افغانان او افغانستان

په درنښت
ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more