نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د امریکې ځانمرګی سیاست
عبد السلام
06.11.2009
دبینوا پا ڼې څخه په مننه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تېره اونۍ امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې د القاعدې د تجریدولو په موخه به طالب جنګیالیو ته پیسې ورکړي چې خپل لوری بدل کړي. د هغوی په وینا دغه د تطمیع او بډو ورکولو سیاست په عراق کې بریالی ختلی او دوی هیله لري چې په افغانستان کې به هم بریالی وي.
په جنګ کې تر ټولو ستره کمزوري، چې اکثره د وروستۍ ماتې زړی په کې وي، د مقابل لوري د زور او کمزورتیا د ټکو ناسمه ارزونه او د دښمن له موخو او محرکاتو ناسمه پېژندنه ده. دوهمه کمزوري چې اکثره د جنګ پایلی بې ډاډه کوي د ناکامو تاکتیکونو بیا بیا کارول یانې د نوو بریو له پاره د تېرو ماتو نه کارول دي.
د افغانستان په دېرش کلنه جګړه کې امریکا په وارو وارو ناکام او ناکاره تاکتیکونه کارولي خو دا تجربې لکه د یخ پر تخته چې لیکل شوي وي د وخت له تېرېدو او د جنګ له تودېدو سره هېرې شوي دي.
د افغانستان د جهاد پر مهال چې د امریکې موخه د وخت شوروي اتحاد ته د ستونزو او بوختو پیدا کول وو، چېرته چې په دنیا کې اسلام پاله توندلاري وو د امریکې په لمسه او مرسته افغانستان ته راوستل شول خو کله چې شوروي اتحاد د افغانستان د جنګ په نتیجه کې خور وور شو همدغه توندلاري، چې د اسلام مقدس دین یې د خپلو ځانګړو اهدافو له پاره پرده کړی و، په هر ځای کې د دیموکراسۍ او د لویدیځو قوتونو پر ضد و درېدل. له الجزایر نه نیولي تر کینیا، سومالیا ، سوډان او مالېزیا پورې، له نایروبي څخه نیولې تر نیویارک، مادرید او لندن پورې چې د لوېدیځ پر ګټو او ارزښتونو څومره ګوزارونه شوي دي ټول د همدغو وړو منګورانو کړنې وې چې امریکا پر سینې پورې نیولي وو.
کله چې د امریکې لومړۍ موخې تر لاسه شوې او شوروي اتحاد په افغانستان کې مات شو، نو امریکې افغانان او افغانستان هېرکړل او حتی سوډان یې دې ته اړ کړ چې اسامه بن لادن د افغانستان غرونو ته راواستوي چې پایله یې د نیویارک فاجعه شوه.
د طالبانو د رژیم له راپرزېدو وروسته، د امریکایي سرتېرو د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټ ساتلو په موخه ځمکني عملیات همهغو جنګسالارانو ته وسپارل شول چې افغانستان یې د افغانانو په وینو خړوب کړی و او د همدې خدمت په مقابل کې په پراخه پیمانه پیسې ووېشل شوې. تنظیمي ملېشو هم، د دې له پاره چې خپلې د تمویل چینې تاندې وساتي، تر څو چې یې له لاسه کېدل د وضعیت په خرابولو کې کمی و نه کړ. امریکا بیا هم د خپل دغه تاکتیک د بیا ارزولو هڅه و نه کړه، د ډایاګ او ډي ډي آر د پروسو په نامه یې و غوښتل چې خپل روزل شوي جنګسالاران د پیسو په ورکولو بې وسلې کړي. د امریکا دې سیاستونو د شلخي ټوپکو او غیر فعالو وړو وسلو بیې د افغانستان په بازار کې تر اسمانه لوړې کړې خو د جنګي وسلو شمېر په هېواد کې ټیټ نه شو او اوس هم د دولت او ایتلاف څواکونه په هماغو وسلو ویشتل کېږي چې د امریکا په ګومان یې باید د القاعدې بنسټونه ړنګ کړي وای،
د مخدره توکیو د کر کیلې د مخنیوي له پاره بیا هم امریکایانو د ډالر خدایګوټي ته پنا یوړه او افغان کروندګرو ته یې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو له پاره پیسې ومنلې. د دغه سیاست له برکته چا چې تر هغه مهاله د کوکنارو په کرلو کې ونډه نه درلوده، هغوی هم دې ته و هڅول شول چې کوکنار وکري او څرنګه چې ژمنه شوې پیسې بزګرانو ته تر رسېدو وړاندې تبخیر شوې، کښتونه ثمر ته ورسېدل او افغانستان یو ځل بیا د اپیمو د تولید ریکارډونه مات کړل.
دا په لنډ بیان کې د هغو هڅو بېلګې دي چې امریکایي چارواکو په افغانانو کې د مالي فساد د خپرولو له لارې پرې د افغانستان د کړکېچ سمول، یا کم له کمه سړول، غوښتل.
نن یو ځل بیا امریکایان هڅه کوي چې طالب جنګیالي په بیه واخلي. که دا و هم منو چې په عراق کې به ورته تاکتیکونو نتیجه ورکړې وي (او د دې خبرې منل هم د ساده ګۍ انتها ته رسېدل دي) نو باید دا پوښتنه هم ځواب شي چې آیا افغان مخالفین او د صدام پلویان یو ډول محرکات لري؟ آیا هغه څه چې په عراق کې د صدام پلویان د امریکې او د هغې د متحدینو سره جګړې ته هڅوي هماغه څه دي چې افغان طالبان او ورسره مله بهرنیان یې په افغانستان کې د امریکې او د هغې د متحدینو مخې ته درولي دي؟ د دې پوښتنو ځواب په ښکاره منفي دی. اوس نو که امریکایان هر هغه چاته چې د طالب په نامه راشي او یو شلخی ټوپک تسلیم کړي څو سوه یا څو زره ډالره ورکړي آیا دغه پیسې د هغه کس د ژوند اړتیاوې دومره پوره کولای شي چې هغه دې خپل څان او ایمان پرې خرڅ کړي؟ آیا داسې کوم مېکانیزم شته چې د دې مخه و نیول شي چې هغه داړه ماران او غله چې د طالبانو په نامه د کلیو او بانډو امنیت خرابوي هغوی به هم له امریکایانو پیسې اخلي او هم به خپل فعالیتونه جاري ساتي؟
که چېرې امریکا خپله دغه نخچه په افغانستان کې پلې کړي نو پرته له شکه به د یوې لنډې مودې له پاره ډېر ځوانان دې ته و هڅوي چې له القاعدې او طالبانو سره نېږدې شي. بیا نو که القاعده او طالبان ړانده او کاڼه نه وي نو له دغه نوي بهیر څخه به د سرتېرو د استخدام په برخه کې لاس تر زنې کښې نه ني او دا موقع به له لاسه ور نه کړي. د دې خبرې ارزول به بیا وروسته کېږي چې په یو امریکایي ډالر څو تنه امریکایي عسکر وژل کېدای شي.
ن - منلی
pattang
06.11.2009
زه ګمان نکوم چې طالبان به په پېسو ځانونه خرڅ کړي او دغه د مکتبي روڼ انديو
اوږده توره لکۍ به په ځانونو پورې وتړي او دلاسپوڅو لاسپوڅي به شي ٠
دغسې لوده ريتوريک دشمالي خرکار هم نمني ٠
د نيکتايې طالب