د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ځوانان ولې له ملي اردوڅخه تښتي؟


مجيب انګار
24.02.2004

دجدي پرنولسمه شپه دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ښاغلي سترجنرال عبدالرحيم وردګ دملي دفاع وږارت هغه اعلاميه ولوستله اودکابل راډيوله لورې خپره شوه چې دملي اردوله ليکونه دتښتيدلوځوانانوپه اړه وه اوهمدارنګه دجدي په يوويشتمه نيټه دملي دفاع وزارت وياندجنرال محمدظاهرعظيمي ومنله چې ٣٠٠٠تنه له ملي اردونه تښتيدلي دي.
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال پرتښتيدلوکسانوغږوکړچې بيرته خپلودندوته راستانه شي ځکه پردوي ددولت لګښت شوی دی،اوهمدارنګه يي ځايي مشران هم وهڅول چې له ملي اردونه تښتيدلي ځوانان بيرته راستنيدا ته وهڅوي اوکه نه له دغوځوانانوسره به قانوني چلندوشي.
نه پوهيږوچې تراوسه دملي اردوشميرڅوزروته رسيدلی چې په دغه شميرځوانانوترې تيښته کړې؟خوپه هرحال دغه شميربيخي ډيردی.اوداهم کيداي شي چې په راتلونکې کې دې نورکسان هم دغه کارته اړشي،اوس پوښتنه داده چې دغه ځوانانوخوپخپله خوښه اوان چې دضمانتونوپه ورکولوسره دې ته يي غاړه ايښې وه چې دملي اردوپه ليکوکې خدمت وکړي .اوس نوڅنګه وشوچې په دغومره شمير کې ځوانان بيرته دملي اردوليکي پريږدي اوخبره دې ته رسيږي چې دملي دفاع وزارت دې ته اړشي چې دغسې يوه اعلاميه خپره کړي .
فکرکووچې دغه تيښته به خداي (ج)مکړه دخاورې له خدمت سره دنه مينې له کبله نه وي .که داسې وای نوبيابه يي دې ته غاړه نه ايښوده خواوس چې په دغومره شمير کې ځوانان خپلې دندې پريږدي دابه خاماخاڅه عوامل لري.اصلاً دولت بايددې ته پام وکړي اودغه عوامل ولټوي اوله منځه يي يوسي په قومي تناسب اوله دغوځوانانوسره دمسولينوچلندفکرکووپه دې برخه کې مهم رول ولري. که چيرې دغه يادې ته ورته نور عوامل لومړي پيدااوبياله منځه يووړل شي فکرکووتښتيدلي ځوانان به پخپله بيرته راستانه شي . اوکه نه ښايي دغه خطربه په راتلونکې کې هم موجودوي.



طالب خان
26.02.2004

محترم انگار صيب خداي موروغ رمټ لره.خورا ښه ټكي ته مو په خورامناسب وخت كي اشاره كړيده.
ملي اردو لكه له نومه چي يي څرگنده ده دملت له بچيانو نه متشكله وي.له هغو بچيانو نه چي هر مهال دخپلي ملي ارادى نه ددفاع په لاره كي وژلو او وژل كيدو ته چمتو ولاړ وي.
څنگه چي دمحترم كرزي صيب حكومت ملي صبغه نه لري،ځكه نو دهغه اردو هم له ملي رنگ نه محرومه ده.دي كه هرڅو ورته دملي ملي نومونه وركړي خو څوك يي نه ورسره مني.لكه څنگه چي ددغي ناكامي اداري په تشكيل كي هيڅ ملي اصل په پام كي نيول شوي همداراز دپه اصطلاح ملي اردو په تشكيل كي هم كوم ملي اصل ته پاملرنه نده شوي.ملي اردو دملي ارادي محافظه وي خو دكوم ملت په اراده چي يرغل شوي وي هغوي له هرډول استقلال او خپلواكي نه بي برخي كړي شوي وي دهغوي اردو به نو كومه بڼه ولري.
له اوسنۍ مليشه اي اردونه دزلمو دتيښتي لامل هم همدا دي چي هغه په ملي صبغه نه روزل كيږي.هلته يوازي دتش په نامه ترورايزم پرخلاف دهڅو زده كړه وركول كيږي.اوترورست ورته څوك معرفي كيږي؟؟؟
مسلمان!!! هغه چي پنځه وخته خداي يادوي،پردين او وطن مين وي،په هيواد كي پردي يرغلگران نه غواړي او دهغه پرخلاف جنگيدل غواړي.
دغي اردو ته په تعليمنامو كي هيڅكله هم له ملت او خاوري نه ددفاع درس نه وركول كيږي بلكي هغوي ته ويل كيږي چي اوس زموږدخاوري ساتندويان امريكايان دي او موږ چي تاسي روزو يوازي داتحادي ځواك دساتلو لپاره مو روزو.تاسي يوازي يو كلاشنكوف حق لرۍ.نوره وسله ټوله داتحادي ځواك په واك كي ده.
عسكرو ته داتحادي قومندانانو داوامرو دپوره اطاعت قسم وركول كيږي.
دنښي دويشتلو په وخت كي دهغوي مخي ته دمشر ملاصاحب(خداي دي دناولي دښمن له شره وساتي) انجنير حكمتيار صاحب(خداي دي دفاتح زمري په بڼه راڅرگند كړي)اوامام المجاهدين شيخ اسامه بن محمد بن لادن حفظه الله عكسونه ايښودل كيږي.
له دي پرته ډيري داسي نوري پيښي شته چي اتحادي قومندانانو افغاني عسكر دهغوي دجنسي غرايزو اشباع ته اړايستلي دي.پدغه ډول يوه پيښه كي تيركال دنومبر په مياشت كي دكندهاردمعروف دشيردكلي يوه تن عسكر ميرزا محمد خپل امريكايي ښوونكي وويشت او مردار يي كړ.ميرزا وروسته څارنوالانو ته څرگنده كړه چي دستيف جيفرسون په نامه امريكايي افسر له هغه نه دجنسي عمل غوښتنه كړي وه خو ده ونه زغمله او مجبوراََ يي مړكړ.ميرزا محمد ديوه محلي قومندان تور سره تړلي وو چي وروسته دملي اردو په تشكيل كي كابل ته واستول شو.
اوس هغه په بگرام كي دامريكايي قواوو په محبس كي بندي دي.
داخو يوازي يوه پيښه وه .په لسگونو داسي نوري پيښي شته چي راوړل يي دلته بحث اوږدوي.
پدي ډول يوه حالت كي به څوك ځان دملي اردو په ليكو كي ومني؟؟؟
او كومه ملي اردو؟؟؟هغه چي نه درنه وسله لري،نه ټانك او نه هم الوتكه.دهوايي قواوو قومندان يي شته خو هوايي قواوي يي نه شته.


عجيبه ده


Kliwal
26.06.2004

وايي يو كس خپل پټي ته (باره) كيښوده ترڅو يي سېل ونه وهي بيا باران و شو د بارې ټولې ډبرې سېل په مخه كړې. د پټي خاوند عثمان چه دا حال وليده خورا په غصه شو او وويل : ( كه بر اسمان دي نو كوز عثمان دي) بيا يې لوى لوى كمر( تيږي) راوړيې او له سره يې باره جوړه كړه خو يو څو ورځې وروسته بيا سېل هرڅه په مخه كړل.
اوس هم امريكايانو او د هغوي په كاسه ناست ياران وايي چه: خدايه نور ستا كار نشته، پريږده چه مونږ يې افغانستان كړو( نعوذبالله) .
په يوخاي كې يو ديني اوجهادي مشر چه اوس خداي وهلی د انتخاباتو په نوم ليكنه كې كار كوي په يو ځاى خلكو ته پورته شو مسلې يې كولې په يوه قرآني آيت شريف يې پيل وكړ(( يحبون ... يحبون.... )) يي ويل خو خداي يې ژبه ودروله نو يو آمي ورغږ كړ چه مولوي صاحب دا خو ولا (والله) كه قرآن كړي اوس هم دوى يې والله كه افغانستان كړي.
.........دا ټوله دنيا، دا امريكايان، دا ناټو، دا ډالرې او دا افغاني حيا نه پيژندوكي بې حسابه عسكر د ملا عمر دهغه دوه كرښې فرمان سره مساوي نه دي چه د كوكنارو په اړه يي صادر كړ.
.......... دطالبانو په هغه بد حالت كې به ډلې ډلې خلك په زور ورتلل، او طالبانو به چيغې وهلې چه زمونږ خلك ډير دي نور مه راځی ګنجايش يې نشته، خو اوس وزارت دفاع په خپلو كسانو پسې چيغې وهي خو هغوى نه ورته راځي.
به اخر كي د لوى رحمان بابا يو بيت ليكم وايي:
..............چه الله درسره مل نه وي رحمانه چه لشكري درسره وي يكتنهايې


نقاد
27.06.2004

ښايي ، محترمو لوستونکو، چې ((ملي)) اردو به د پښتون ضده روحيې په سيوري کې روزل کيږي چې خدمت به په کې د پښتنو له پاره د زهرو ګوټ وي او د هرپښتون وجدان به ورته تن نشي ايښودلای. د دفاع د وزير او جنرال نبي عظيمي ستمي توب او ستمي پرچمي توب لکه لمر هر چاته څرګند دي. کرزی به هم د پښتنو د سهم او ونډې له پاره نه، بلکې د پښتنو د تير ايستلو او غولولو له پاره رامنځته شوی وي.نو په اردوکې د پښتنو مايوسي به هم
د ډيروپښتنو سرتيرو له پاره د اردو د خوشي کولو يو مهم لامل ګرځيدلې وي.داچې په ولسمشر باندې د امريکايانو کوږ بار به تر منزله ونه رسيږي، چې ځينې پايلې يې په اردو کې هم وينو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more