د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
عجیب وغریب
      خیریوسی
      04.11.2009
    
دځمکی چنجي :
دځمکی چنجي   که پر منځ دوه ځایه پرې شی   دواړی برخی  یې بیرته  جوړیږی  ( دوه چنجي)  شی   
دزیږید شهادة: 
په سویس کې  دهری غوا دپاره  دزیږید  دشهادت پاڼه جوړیږی  په حوکمتی  کتابونو کې   سبت کیږی   داسی لکه دیو انسانانو دپاره 
  هر وخت چې  وغوا ته څه پیښ شی  حکومت دغوا په اړه داسی  تحقیق  او څیړنه کوی  لکه دانسان  دپاره چې یې کوی
      عبد السلام
      05.11.2009
    
عاجزه وروره! السلام علیکم:
په سویس کې  دغویانو  دزیږید شهادت پاڼې  یوه ټوکه رایاده کړه،ټوکه داسې ده:
دلوی اختر نه یو څو ورځې مخکې په رمه کې  یوه ځوان پسه دیوه زا ړه  پسه نه پوښتنه وکړه چې څو کلن یې؟ زاړه پسه ورته کړه چې اوه کلن یم ! ځوان پسه په فکر کې ډوب شو او په تعجب سره وویل چې دا اوه کاله دقربانۍ نه څنګه خلاص شوی یې؟ زاړه پسه وویل : شور مکوه زما دمیلاد په شهادتنامه  کې غلطی شو ي دپسه په ځای په کې خر لیکل شوی.
په درنښت 
[quote:f6d007966d]
په سویس کې دهری غوا دپاره دزیږید دشهادت پاڼه جوړیږی په حوکمتی کتابونو کې سبت کیږی داسی لکه دیو انسانانو دپاره 
هر وخت چې وغوا ته څه پیښ شی حکومت دغوا په اړه داسی تحقیق او څیړنه کوی لکه دانسان دپاره چې یې کوی [/quote:f6d007966d]
      خیریوسی
      05.11.2009
    
عبدالسلام صاحب  سلام ته مو وعلیکم السلام وایم 
وروره ټوکه مو په زړه پوری ده 
خو پام  به کوو چې   ماشومان دداړ ودوړ  څخه  لیری   وساتو    دپوهی په ګیڼه یې سامبال کړو  که ټوکه او  که نور  څه  لیکو دماشومانو دراتلونکی خیال  به ساتو  
بیا هم مننه 
په دناوی
شترمرغ
      خیریوسی
      21.11.2009
    
شترمرغ   دځمکی په  مرغانو کی    ډیر غټ مرغه  دی خوراک یې ګیاه ( واښه) دی  جکوالی یې تر 3 مترو   رسیږی  ټول ټال وزن  یې   150 کیلو ګرامه دی   سر یې کوچني دی غاړه یې اوږده او 19  بنده لری ډیر واټن لیدلای شی مشوکه یې لنډه ده که یوشی په پښه و وهی  تقریبا پنځه متره یې لیری غورځوی   
تر 70  کاله زیات ژوند لری  هګۍ یې ډیره غټه  ده 1.5 کیلو ګرام وزن لری  او دهګۍ شکل یې  دنورو مرغانو په شکل ده
دلته د ماشومانو له پاره د  اوښ مرغه  يو انځور وړاندې کوم خو تاسو ومني که مې زړه ته  لویږی   چې  له دومره  ستر  جسامت  سره   دا يو حقیقی انځور ودی که نه : 
http://www.wherescherie.com/uploads/00003278.jpg
په درناوی
په درناوی
دسمندر دکانو شتمنی
      خیریوسی
      25.11.2009
    
دسمندر دکانو شتمنی 
هغه څه دی چې سمند یې  وڅنډو ته  غورځوی  چې هغه ته عنبر وایې 
عنبر   د  فنطیس حیوان  جوړوی         چې د بل حیوان د ( جیار ) دزیات خوړولو څخه   منځ ته راځی  او فنطیس   دجیار  نوکان نه شی هضمولای  معده یې   راوزی     دمعدې زخمونه یې خرابیږی  پړسیږی    د زخم  دپاړسوب   او خرابی له وجې  یې ښه بوی ځی   چې هغه  عنبر دی  
په درناوی
      خیریوسی
      25.11.2009
    
ماهۍ :
ماهۍخواړه نه ژویې   ژر یې تیروي ولی که خواړه وژویې   خوله یې پوټیږی    کله چې یې خوله  دڅه وخت دپاره پټه شی  مري
د غټ ماهۍ په هډوکو کې  تیل زیات دی  که تاسو یو هډوکې پر ځمکه پیداکړی او راپورته یې کړی دهغه ځخه به تیل لکه د  کشک    په شکل داری وهي 
هیلۍ :
دهلۍ دغوږ و سره نژدی د طبیعی تیلو زیرمې دی هغه پاشی اوبه تاثیر نه پرکوی
بوم :
بوم سترګې یوې خوا بلی خواته ته نشی ښورولای په قوی عضلاتو په خپل قالب کې ټینګی دی هغه خپل سر هری خواته ښورولای شی کولای شی چې یوه دایره په هوا کې جوه کړی بیله دی چې بدن ته حرکت ورکړی
طوطې :
طوطی  لوړه او کښته مشوکه     ښورولای شی   نورټول  الوتونکی  یوازی  دمشوکې یوه برخه ښورولای شی 
چونګوښه ه :
دچونګوښی  خوله چې پټه شی تنفس نشی کولای   که دڅه وخت دپاره دچونګوښی  خوله ورپټه کړی مړه به شی 
هوسۍ:
دهوسۍ په بدن کې دسږمو نه علاوه داسی ځایونه شته چې دفرار په حالت کې تنفس دهغو ځایو څخه کوی
په درناوی
      عبد السلام
      29.06.2010
    
دبحث او دعواووانډیوالانو ! ټولوته سلامونه :
دلته په فوروم کې زمونږ یو ډیر فعاله ، متوا ضع ، خیر خواه او تر هر څه مهم حلیم  انډیوال دډیرې مودی را پدیخوا غیر حاضر دی  او هیچا یې پوښتنه نده کړي ! پوهیږئ څوک یادوم ؟
خدای دې وکړي چې روغ جوړ ،خوشحاله او آرامه وي  او کومه ستونځه نوي ورته پیدا شوي ! ما یې بس دحال اواحوال  پوښتنه کؤله .
خیر یوسئ صاحب ! چیري یاست؟
      
      19.07.2010
    
د عبدالسلام  ورور په تاييد :
خير يوسې صيب  چيرې ياست (؟) خير دې وي  څنګه نه ښکارې (؟) ، خبره څه ده ؟
او ل مې سلامونه او نېکې هيلې ومنه  او بيا دې د اوږدې غيرحاضرئ
دا لړۍ نوره ختمه که، په  دوستانو سربيره  به آخر ماشومان  هم  درپسې خفه وي، 
هيله کوم  ژر   دې حال  معلوم  کړې  . او په عين وخت کې  دې  زه    ددې پوښتنې  ځواب ته  هم دعوتوم  :
تاسو د ماهي  په اړه ليکلي 
[quote:3e5208e662]کله چې یې خوله دڅه وخت دپاره پټه شی مري [/quote:3e5208e662]
آيا  ماهيان د برانشونو له لارې  تنفس نه کوي ، چې په خوله کې نه ، بلکې د ماهي په غوږونو کې  واقع وي ؟  او که هدف مو د ماهيانو  هغه  
ځانګړی ډول دی چې   اکسيجن يواځې له هوا څخه    يواځې د  خولې له لارې اخلي  ؟
      خیریوسی
      16.10.2010
    
وټولو ورڼو ته !
 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته 
دټولو ورڼو او خاصتاً عبدالسلام صاحب ، پتوال صاحب ,حامد صاحب ، اسماء بی بی څخه  ډیره ډیره مننه ، چي زما  په غیاب کي یي  زما دحال احوال پوښتنه کړی ده .
  کور مو ودان الله جل جلاله دې وتاسو ته  اوږ عمراو صحت درکړی  .
خیریوسئ