اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایا تقلید وا جب دی ؟
میوند ننګیال
02.11.2009
ایا تقلید وا جب دی ؟
محترمو ورونو سلامونه او ښی چاري .
سوال څه داسی دي چه :
یو سړی په اصل کی حنفی مسلکه دی او په حنفي فقهي پوره مقلد ندي لکه وتر کوی کله یو رکعت کله دری لاسونه په سینه ږدي او کله چی لمونځ شروع کوی نو په اول تکبیر کی لاسونه د غوږونو نه رسوی .
هغه داویلی چی ماته کوم حچیث قوی ښکاره شی زه به هغه حچیث عمل کو به بعضی فقهی مسلو کی د شافعی او حنبلی مسلک بیروی کوی ایا داکار ورته جایږ دی او که نه ؟
درانزدی او محترم استاذ وهاج صیب حلیمی صیب جلال احمدی نه هیله کیږی چی دي پوشتني ته جوا ب وایی .
په اسلامی مینه
..Ahmadzai
02.11.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره
زه په خپله دیني تخصص نلرم، خو یو څه معلومات لرم ، د خپلو معلومات له وجهې درته ویلی سم
چې زمونږ اخیستنه له دین څخه باید یو څه په تقلید او یو څه په تحقیق مبنا وي، تقلید په دې معنا چې مونږ ته کوم صریح نصونه راغلي چې هغه د قران کریم ایاتونه او یا هم د حدیث شریف صحیح او مستند متنونه دي، نو باید هغه په سړه سینه قبول سي، او کوم مسایل چې علما کرام لکه څلورو امامانو پکې اختلاف لري نو باید هغه د تحقیق نه وروسته قبول سي، او د تعصب نه پرته څلور واړه امامان د اسلام ستر علما دي، احترام یې په کار ده، خو داسې نه چې دوۍ څه وایي نو خامخا به حق وي، او د بحث او تحقیق مجال پکې نسته.
زه شخصاٌ تمذ هب ته قایل نه یم، خو څلور واړه امامانو ته ډیره درناوي کوم، او د هغوۍ په اقوالو کې په هغه عمل کوم چې ماته حق ته نیژدې ښکاري، مذهبي تعصب نلرم.
وتر کله هم یو رکعات کوم، او اکثرو حالاتو کې درې رکعات کوم، سنن رواتبو کې ډیر کوشش کوم چې ټول وکړم خو کله کله هم رانه پاتې کیږي، د سهار لمانځه ته چې جومات ته لاړ سم نو که جمعه ودریږي او تکبیرة احرام وسي، نو سنت پریږدم او د جمعې فرضی لمانځه کې داخلیږم، ټولو تکبیرو کې لاسونه نه پورته کوم، لاسونه پر سینه نه ږدم، امین کله هم په جهر وایم، پښې سره نیژدې ږدم، سر لوڅی هم لمونځ کوم، سفر کې سنت پریږدم او قصر خو کوم خو کله هم جمع او قصر دواړه کوم.
لنډه دا چې تمذهب ته تعصب د جاهلانو کار ده، مونږ ته پکار ده چې څه ناڅه تحقیق نه هم کار واخلو.
په درنښت
ع کريم حليمي
03.11.2009
مکرم او محترم ننګیال صاحب ستاسو سلامونوته وعلیکم وایم او زم له طرفه السلام علیکم
ایا تقلید وا جب دی ؟
هو تفلید خو اصحابو کرامو کړئ او ثم پر ثم دغسی مو
مبارک د جبراءیل تقلید کاوه او اصحابو د مبارک او ............
د دین زدکړه به قدری ضرورت فرض ده ، طبیعی خبره هم ده ، ټول خلک ډاکتران کېدای نشي ، ټول خلګ پېلوټان کېدای نشي ، ټول خلګ کېمسټان کېدای نشي ، نو لنډه یی دا چه هر څوک ملا کېدلی هم نشي
هر هغه چا چه په دین کي لوړي زدکړي کړي وي نه ده ورته ضرور چه د نورو علماوو په فقه عمل وکړي
له کتاب او سنت نه چه څه اخسته کوي هغه دي عملي کړي ، او که تقلید یی خوښ وو تقلید دي کوي
او پاته سوه ما وارو مردم پر هغوی تقلید د امام ابو حنیفه د فقهي که واجب نه وي هم پر واجب کیږي
هر هغه چا چه د اهل الحدیث استاذانو نه درس ویلی وی او خپل ملک ته چه راسي ورته لازمه ده
چه په مسجد او بازار کښي د حنفي فقهي تقلید وکړي په کور کښي دي د خپلي فقهی ،
د مبارک د کور عبادت او د مسجد عبادت ډیر فرق درلو ، امت ته یی اسانی غوښته
مثلا په مسجد کښي ېی نوافل نه کول
دین داری بېله تقلیده امکان نه لري ، وَ ما أَرْسَلْنا قَبْلَكَ إِلاّ رِجالاً نُوحِي إِلَيْهِمْ فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لاتَعْلَمُونَ الامام ابو حنيفة النعمان رحمة الله فقه او مذهب له فرآن او حدیثو او اجماع ( حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ) قیاس نه سرچنه اخلي ، څوک چه لوړي اسلامي زدکړي نه لري د مذهب له تقلید نه دي لاس نه اخلي
ممکن ده چه ګومراه بسي
الامام صاحب له سلفو څخه دئ
په درنشت
محمد احمد حمي
03.11.2009
كه په لنډ ډول درته ووايم نو داسي:
تقليد دننى وخت او زمان په نظر كي نيولو سره واجب دى .
دزيات تحقيق دپاره محترمه وروره دا لاندي رساله دركښته (ډاؤنلوډ) كړه او په خپله مورنۍ ژبه په دې مسئله باندي پوره ځان خبر كړه:
http://www.ketabtoon.net/index.php?option=com_content&view=article&id=145&Itemid=56
ان شاء الله تنده به دي پرې ماته شي.
میوند ننګیال
04.11.2009
رانزدی او محترمو جلال احمدزﺉ صیب کریم حلیمی صیب او حقبال صیب !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
جلال احمدزي صیب کور مو ودان .
دروند حلیمی صیب مننه !
تاسو لیکلی :
[list:08349656a1]هر هغه چا چه د اهل الحدیث استاذانو نه درس ویلی وی او خپل ملک ته چه راسي ورته لازمه ده چه په مسجد او بازار کښي د حنفي فقهي تقلید وکړي.[/list:u:08349656a1]
محترمه که یو سړی د احادیثو کتابونه ویلی وی او د څلورواړو مذاهبو د فقهی مطالعه یی کړی وی او په یو حدیث کی تحقیق وکړی لکه د یو رکعت وتر حدیث او دا حدیث وکوری چی څنګه دی او بیا پری عمل وکړی ایا په ده هم تقلید واجب دی .
[color=blue:08349656a1]لکه د اته رکعتو تراویحو مسله ایا داسی حدیث شته چی رسول الله صلی الله علیه وسلم 20 رکعته کړی وی .[/color:08349656a1]
محترم حقمل صیب !
الله مو کامیلبه لره او الله مو دالارښوونه په حسناتو او نیک عمل کی راوله .
دا کتاب می ولوسته خو تر اوسه بی جوابه یم .
مننه
larghonay laraway
04.11.2009
السلام علیکم!
زما په نظر خو تقلید پیښو ته وایي. او له چا مې اوریدلي وو چې تقلید قلاده ته وایي چې په پښتو کې د څارویو د غړوندي معنی ورکوي.
د استاد حلیمي خبرې په زړه پورې دي چې هر انسان ډریور، انجنیر، ډاکټر، پیلوټ او ... نه شي کیدی . همدا راز ملایي هم درواخله. رښتیا هم هر سړی عالم او ملا کیدلی نه شي خو که مونږ د دې پر ځای چې د ملا یانو پيښې وکړو او ووایو ( چې څنګه د امام هغسې زماهم) نو دا به ډېره د ټیټې سطحې خبره وي. ځکه یو انسان باید دومره عقل ولري چې د خپلې دیني او دنیوي ستونزې د حل لپاره له چا پوښتنه وکړي. د بېلګې په توګه زه یو عالم یا ملا ته نه ګورم چې څنګه اودس کوي بلکې زه ترې باید پوښتنه وکړم چې اودس څنګه کېږي او ملا هم باید راته ووایي چې رسول الله ص فرمایلي چې اودس داسې کوئ. نو دا تقلید نه بلکې زده کړه شوه. الله ج چې په هر مسلمان نارینه او زنانه د علم زده کړه فرض کړې نو هغه د فرضي علم زده کړه ده. الله ج فرمایلي : فسألوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون. الله ج داسې نه دي ویلي چې وګورې بلکې ویلي يې دي چې پوښتنه وکړئ. نو کله چې چا پوښتنه وکړه او ځواب یې تر لاسه کړ هغه تقلید نه بلکې زده کړه شوه. او که چا د مکرم حلیمي صاحب او وهاج صافی صاحب غوندې علم حاصل کړ نو هغه بیا نور زیات فضیلتونه لري.
والسسسسسسسسسسسلام
عادل عادل
04.11.2009
سلامونه
[quote:f48a1f24e9]، او د هغوۍ په اقوالو کې په هغه عمل کوم چې ماته حق ته نیژدې ښکاري، مذهبي تعصب نلرم. [/quote:f48a1f24e9]
پورتنئ قول مو د لاندیني سره په تناقض کې بریښي
[quote:f48a1f24e9]وتر کله هم یو رکعات کوم، او اکثرو حالاتو کې درې رکعات کوم،[/quote:f48a1f24e9]
زما په نظر مذاهب نادیده نیول او یا د هغوی په منځ کې حق ته د نژدېوالي فیصله کول، او یا هم قران کریم او احادیث د یوازینئ مرجع په نوم پیژندل د هر عام ملا او مسلمان کار ندئ، هغه څوک دغه ډول تصرف کولئ شي چې د علم درجه یې که تر څلورو واړو امامانو رحمت الله علیهم څخه لوړه نه وي نو ټیټه هم نه وي.
که دغه تصرف هر څوک وکړي نو د تذبذب او ټنبلئ په دام کې به ګیر وي، ما ډیر داسې ځوانان لیدلي چې په مات اودس یې لمونځ کړئ، ګوته یې وینې شوې، اوداسه ته یې د لاسه نه کیدل نو د امام شافعي رحمت الله علیه رایه یې بهانه نیولې، چې دې ته بیا د تفحص نوم ورکول به د ځان غټ ښودلو او په خپلو سترګو کې د خاورو شیندلو په مانا وي.
د 8 او 20 رکعتو تراویح همداسې درقیاس کړئ، که زه خپله د خیټې د دروندوالي له وجهې هغه جومات ته ورشم چې 8 رکعته تراویح پکې کیژي، نو دا به زما څیړنه نه بلکه ټنبلي او تذبذب وي.
زه پدې مسله کې د ښاغلي مشر ورور حلیمي صیب سره همنظره یم.
و.افغان
04.11.2009
د بحث ټولو درنو ګډونوالو ته سلامونه او نېکې هيلې
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
فکر کوم چې د ټولو ګډون کوونکو نظرونه په خپل ځای صحيح بريښي، هر ورور طرح
شوې مسئلې ته له يوې معينې زاويې کتلي دي، خو په ټولو کې مې د دروند ورور
لاروي مختصره خو له معنا ډکه ليکنه خوښه شوه.
وروڼو: په اسلام کې مشرّع (يعنې شرع ايښودونکی) الله جل جلاله او د هغه نبي
محمد صلی الله عليه وسلم دی،
مونږ د قرآن او سنت په اتباع باندې ملزَم يو، د قيامت په ورځ له مونږ څخه د کتاب الله
او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم د اتباع پوښتنه کيږي، نه د فلاني عالم يا
فلاني ملا .
د يهودو او نصاراوو دا عادت وو چې له خپلو علماوو يې خدايان جوړ کړي وو، په
دې معنا چې پرته له دليله يې د حرامو په تحليل او د حلالو په تحريم کې د هغوی
تابعداري کوله، الله جل جلاله فرمايي:
اتخذوا أحبارهم ورهبانهم أربابا من دون الله ــــــ سورة التوبة.
له کابلي تفسير څخه په اختصار:
تفسير: له رواياتو څخه معلوميږي چې په دغه وخت کې د ځينو يهودانو داسې عقيده وه، چې حضرت عُزير عليه السلام د الله تعالی ځوی دی، ليکن دغه عقيده د عامو يهودانو نه وه، بلکه په وروستنيو زمانو کې خو ځينو علماوو ليکلي دي، چې اوس هيڅ يو يهودي پر دغې عقيدې نه دی پاتې، که د نبي صلی الله عليه وسلم په عهد کې د يهودانو کومه فرقه په دې خبرې قائله نه وي؛ نو ضرور به په دغه وخت کې يهودانو د قرآن د حکايت تکذيب کړی وی، لکه چې دغه آیت نازل شو، له اورېدلو ځنې »عدي بن حاتم« اعتراض کړی وو، چې »هيڅوک احبار او رُهبان رب نه ګڼي«، چې د هغه ځواب نبي کريم صلی الله عليه وسلم داسې ورکړ چې وروسته راځي، یهودو ته د دې عقيدې نسبت کول چې عُزير عليه السلام د الله ځوی دی، او له دې خبرې څخه د هغوی د اعتراض او انکار هيچېرې نه منقولېدل د دې خبرې دليل دی، چې ضرور په هغه وخت کې د دغسې عقيدې خاوندان موجود وو، هو! همغسې چې د زمانې په تېرېدو ډېر مذاهب او فرقې محوه شوي او له منځه تللي دي، که دغه عقيده هم له منځه تللې وي؛ نو لرې خبره نه ده، يو ډېر ثقه بزرګ حاجي امير شاه خان وويل چې: د »فلسطين« او نورو ځايونو په سياحت کې ځما ملاقات له داسې يهودانو سره شوی دی، چې هغوی ته به يې د دې رنګ عقائدو په نسبت »عُزيري« ويل، والله أعلم.
د تقليد کلمه په لغت کې د بل چا پېښو کولو ته وايي، او دين بايد مونږ په پېښو کولو
وانخلو، که نه د همدغو يهودو او نصاراوو په قتار کې راځو.
د تقليد اصطلاحي تعريف چې ځينو خلکو وضعه کړی دی دا دی:
قبول القول من غير دليل:
ژباړه: پرته له دليله د چا خبره منل، البته په شرعي امورو کې، مقلدين د همدې
تعريف په مصداق کې کله داسې سره وايي: مونږ خو ړانده کاڼه چرګان يو، چې تقليد
ونه کړو؛ لاره نشو موندلی.
البته د مسلمان لپاره اتباع پکار ده، د اتباع معنا دا ده: قبول القول مع الدليل، د يوه
چا خبره منل له دليل سره، په دې معنا چې يو څوک له يوه عالم څخه د کومې شرعي
مسئلې پوښتنه کوي، نو د عالم په دې خبره دې اکتفا نه کوي، چې دا کار حلال او
دا حرام دی ، بلکه له هغه څخه دې قرآني او حديثي دليل وغواړي.
مذهب څه معنا؟
مذهب يعنې قرآن او سنت د رسېدلو لپاره د تللو يوه لاره، يعنې د دين زده کولو لپاره
يو مدرسه ده، ځکه چې اصلي مقصود
قرآن او حديث دي، خو څنګه چې د قرآن او حديث پوهه د هر چا لپاره آسانه نه وي، نو
که هغه په يوه مذهبي مدرسه کې زده کړې وکړي، د اهل السنتو هر مذهب چې وي،
نو هيڅ باک نه لري، ډېر علما په سبب د همدغې زده کړې هغو مذهبونو ته منسوب
شوي دي، په دې کې کومه ستونځه نشته، ستونځه هغه پيدا کيږي چې ورته ښکاره
شي، چې د مذهب خبره د قرآن او د حديث له صريحو الفاظو څخه مخالفه ده،
او دی قلبا په قناعت شي، چې په دې مسئله کې حق ځما په مذهب کې نشته،
خو دی
بيا هم قرآن او حديث پرېږدي او مذهب پسې ځي، دلته دغه نوموړی په شرک في الرسالة کې واقع کيږي، يعني د اصلي مستحق مشرّع سره يې نور غير مستحق خلک
شريک کړل، حال دا چې هغوی يواځې د مشرّع د خبرو د شرحې او بيان حق لري، نه
د مستقل تشريع.
او که نه نو د دوی مثال د هغو سياسي حکمرانانو په شان دی، چې الهي قانون
پرېږدي، او خپل وضعي قوانين په الاهي قانون باندې په عمل يا په عقيده کې برتر بولي.
نو مهمه خبره دا ده چې د قال الله او قال الرسول صلی الله عليه وسلم مدرسه راژوندی
شي، تر څو هيڅوک بې دليله ونه غږيږي، او نه د هغه متل مصداق شي چې وايي:
ملا آن است کې بند نه ماند.
که چېرته د خپلې خبرې لپاره دليل لري، نو سره له دليله دې وړاندې کړي، او که نه
چوپ دې شي، او بېځايه ظالم جرأت دې نه کوي.
هغه طالب العلم چې څلور مذهبونه په مقارنوي ډول لولي، او په يوه مسئله کې ورته
بل هغه مذهب حق ښکاري، چې دی د مذهب په مدرسه کې نه وي تربيه شوی، نو ده
ته په دغه وخت کې پکار نه دي چې تعصب وکړي، او په خپل مذهب کلک ودريږي،
بلکه الحق أحق أن يتبع.
دا چې د چا حق ته رسيدل مقصد نه وي، او په مذهبونو کې پرته له علمي قناعت په
آسانو څيزونو پسې ګرځي، نو دا د علماوو په نيز تر زنديقته رسېدلی شي، ځکه چې
دغه سړی د حق تابعداري نه کوي، بلکه خپل هوا او هوس يې خپل خدای ګرځولی
دی ، نعوذ بالله من ذلک.
بيا شرعي مسائل د وضاحت او دقت له مخې ډېرې درجې لري، البته هغه مسائل چې
د يوه عادي مسلمان په ورځني ژوند پورې اړه لري، نو پر هغه واجب دي چې سره له
دليله يې زده کړي، او نور دقيق مسائل دې متخصصينو ته پرېښودل شي، ځينې
داسې مسائل هم رامنځته کيږي چې يوه عالم ته په کې خبرې کول نا مناسبه وي، بلکه
په جماعي جهودو او کوښښونو سره يې علما په ګډه وڅيړي، او نتيجه يې راوباسي.
يوې لنډې مهمې مسئلې ته اشاره کوم:
چې د اسلامي نړۍ د تخلف سبب جمود او تقليد دی، الله جل جلاله د خپلې وحيې
(چې قرآن او حديث دی) ذمه وهلې ده، چې د هر زمان او مکان لپاره صالحه ده ، البته
د نورو علماوو او فقهاوو د خبرو ذمه يې نه وهلې، د يوه فقيه خبره به په يوه زمانه کې
تر يوه وخته پورې صالحه وي، خو وروسته هغه خپل صلاحيت له لاسه ورکوي، دا
ځکه چې اسلام يو متجدد دين دی.
په درنښت
..Ahmadzai
04.11.2009
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:ada735f5f4]پورتنئ قول مو د لاندیني سره په تناقض کې بریښي [/quote:ada735f5f4]
عادل صاحب تناقض ځکه نلرې، چې د وتر نمونځ په آصل کې سنة موکدة ده، او په نور خو پریږده په حنفی مذهب کې یې هم د رکعاتونو شمیره ښودل سوې، چې له یوه څخه تر یولسو پورې ښودل سوې، ته کولی سې وتر یو رکعات وکړې ، همدارنګه ۳، ۵،۷،۹،۱۱ نو ټول جواز لري ، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې کړي، هم یو رکعات او هم یې دا نور کړي، او په دغه مورد کې صحیح حدیثونه راغلي، یعني په یوه رکعات هم وتر ادا کیږي، نو تعصب دې ته وایي چې ته صرف دا ۳ رکعاته راونیسې او همدا حق وګڼې، او که څوک یورکعات کوي تاته نا سم ښکاري،
زما مطلب وتر نمونځ په مقبوله طریقه کول، نه دا چې زه باید د فلاني په قول عمل وکړم یا نه، نو مقبوله طریقه دا ټول دي، دلته ابو حنیفه او نورو څه اختلاف نسته، تا ته ولې او څه کې تناقض ښکاري؟
په درنښت
عادل عادل
05.11.2009
سلامونه
دروند ورور ښاغلی وهاج صیب
[quote:bd1dbee19e] ستونځه هغه پيدا کيږي چې ورته ښکاره
شي، چې د مذهب خبره د قرآن او د حديث له صريحو الفاظو څخه مخالفه ده،
او دی قلبا په قناعت شي، چې په دې مسئله کې حق ځما په مذهب کې نشته،
خو دی
بيا هم قرآن او حديث پرېږدي او مذهب پسې ځي، دلته دغه نوموړی په شرک في الرسالة کې واقع کيږي، يعني د اصلي مستحق مشرّع سره يې نور غير مستحق خلک
شريک کړل، حال دا چې هغوی يواځې د مشرّع د خبرو د شرحې او بيان حق لري، نه
د مستقل تشريع. [/quote:bd1dbee19e]
دلته د غایې مسله ده، د مذهب غایه د قران پوهاوی دی، نو پدې ځای کې قران اصل مشرع دی او مذهب مشرح، دلته د پوهاوي او افهام مسله منځ ته راځي، د اصلي شرعې استفهام به اسانه وي که د هغې د شرحې؟ مالومه خبره ده چې شرحه اسانه ده، اصل مشرع ته رجوع کې احتمال لري چې استنباط غلط وي، چې د شرح په مرستې سره کولای شو د غلط استنباط احتمالات راکم کړو.
که چیرته قران د اصلي مرجع او مشرع او مذهب د هغې د پوهاوي د وسیلې په نیت او صفت سره پیژندل شوي وي نو بیا زه نه پوهیږم چې په څه ډول دغه الشرک فی الرساله واقع کیژي؟
مذاهب مونږ ډیر زر د مسایلو زړه ته ننباسي، خو زما په ګډون هغه وروڼه چې مستقیم قران کریم او احادیثو ته رجوع کوي هغوی بیا ګیر پاتې وي، ظاهرا ځان مستغني ښیي خو د ځان د پوهاوي لپاره د همدغو امامانو رحمت الله علیهم کتابونه پسې لټوي.
و.افغان
05.11.2009
السلام عليکم
ځينې وروڼه، نه پوهيږم، کله تجاهل عارفانه کوي، يا بحث د محض بحث لپاره
کوي، ځما خبرې واضحې دي، او د عادل صاحب خبرې هم ځما له خبرو سره کوم تضاد
نه لري، نو نه پوهيږم چې ولې تکرارا دغه سوال متوجه کوي:
ما ويلي دي چې په لانديني حالت کې شرک في الرسالة واقع کيږي:
[quote:b9c87de0e6]
ستونځه هغه پيدا کيږي چې ورته ښکاره
شي، چې د مذهب خبره د قرآن او د حديث له صريحو الفاظو څخه مخالفه ده،
او دی قلبا په قناعت شي، چې په دې مسئله کې حق ځما په مذهب کې نشته،
خو دی
بيا هم قرآن او حديث پرېږدي او مذهب پسې ځي، دلته دغه نوموړی په شرک في الرسالة کې واقع کيږي، يعني د اصلي مستحق مشرّع سره يې نور غير مستحق خلک
شريک کړل، حال دا چې هغوی يواځې د مشرّع د خبرو د شرحې او بيان حق لري، نه
د مستقل تشريع.
[/quote:b9c87de0e6]
نو آيا ځما دغه خبره په پورتني حالت کې درسته ده او که نه؟
دغه حالت کې ډېر طلاب العلم حتا علما هم راګير دي،
آن تر دې چې د هند يو مشهور حنفي المذهبه عالم محمود الحسن ديوبند په خپل
تقرير: التقرير الشذي علی جامع الترمذي صـ 36 کې ليکلي دي:
الحق والانصاف أن الترجيح مع الشافعي في هذه المسئلة، ولکنا مقلدوا امامنا
أبي حنيفة فيجب علينا تقليده.
نو چې دا تعصب نه شي؟ نو تعصب وايي څه ته ؟
له مذهبي علماوو او امامانو له فقهې څخه هيڅکله استغناء نشي حاصلېدی، خو
طالب العلم د يوې مرحلې تعليم څخه وروسته د قوي او ضعيف، صحيح او باطل
توپير کولای شي، که په کلي طور سره د اجتهاد قابل نه شي، نو په جزئي طور سره په ځينو
مسائلو کې راجح او مرجوح معلومولی شي، په دې وخت کې ده ته پکار دي چې
راجح سره له دليله راونيسي او مرجوح پريږدي.
کوم چې عام خلک دي نو د هغوی لپاره کفايت کوي چې د خپل ديني مسائلو لپاره
يو پوه معتمد تقوی دار او ديندار عالم ته مراجعه وکړي، او مسئله ترې سره له دليله
وغواړي، او عالم ته هم پکار دي چې مسئله ورته سره له دليله د قرآنه او سنته
واضحه کړي، تر څو خبره له مجرد تقليد څخه اتباع ته وځي.
که کوم عامي سړی کله يوه عالم ته ځي او کله بل ته، يواځې د دې په خاطر چې د
علماوو له اختلاف څخه په ځان باندې د سهولت راوستو لپاره (نه حق ته د رسېدو)
استفاده وکړي، نو دی د علماوو په قول د زندقې مرتبې ته رسېدی شي.
فکر کوم چې خبره په دې اړه ډېره واضحه ده، او مزيد چېړ ته ضرورت نه لري.
په درنښت
عادل عادل
07.11.2009
سلامونه
دروند ورور وهاج صیب ستاسو د توضیحاتو نه مننه، حوصله مندي مو د قدر وړ ده
دروند ورور احمدزئ صیب، زما سوال حل شو، ستاسو اقوال یوبل نه نفی کوي، وبښئ.
په درنښت
watanmal
07.11.2009
ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وهاج ساپى صيب له علمى ليكنى څخه مو مننه
هغه وروڼه چى اوس هم له مشكل سره مخ وى نو له ټولو څخه دى لومړى د محترم
وهاج ساپى صيب لخوا د تقليد او اتباع په اړه تشريح په غور سره ولولى بيا دى
خپله ليكنه وكړى.
په مينه
وطنمل