د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مونږ څنګه کولای شو کامل مسلمانان شو؟

طالب ISI
01.11.2009

کله چی مونږ د پیغمبرانو، صحابه، او نورو ښو خلکو کیسی واورو، نو په زړه کی مو دا هیله پیدا شی، چي څنګه کولای شو ښه مسلمانان شو!
راځی اول د یوه ښه مسلمانان صفت بیان کړو، مونځ، روژه، ذکات، .....
درواغ نه ویل، زنا نه کول، خلک په ناحقه نه وژل، په وعده وفا کول، په امانت کی خیانت نه کول....

اوس به دی ته راشوشی نن ورځ یو مسلمان څخه د کومو ګناهونو امکان زیات دی، د حل لاری یی څه دی.
۱. درواِغ ۲. په وعده نه وفا ۳. رشوت ۴. زنا ۵. په امانت کی خیانت

زما په اند کله چی غواړو خپل ځان یو چا ته ډیر د پام وړ وښیو چی په اصل کی یو، نو مجبور یو درواغ ووایو، ځکه جی وروسته په خپله خبره کی پاتی راځو.
د حل لار: سپینه خبره کول
په وعده نه وفا: کله چی مو په یوه څه کی د خپلی خوښی په اندازه ګټه نه وی،نو بیا سستی پکی کوو.
د حل لار: داسی وعده مه کوه چی پوره کولای یی نه شی، اول سوچ بیا وعده.

رشوت: تر څو مو روا او یا نا روا غوښتی ژر سرته ورسیږی.
حکومتی نظام کی باید رشوت جرم اعلان شی، خفیه پولیس باید هفه مامورین چی رشوت اخلی له دندو وباسی.
زنا: په پښتنو کی د ولور او په واده کی د زیات مصرف موجودیت، غرب کی هم واده زیات مصرف لری ، خودوی یوه لاره ورته جوړه کړی، په نامه د مشترک ژوند چی یوه نجلی له خپل ملګری سره بی له دی چی واده وکړی، یوځای اوسیږی، دولت هم ورسره مرسته کوی، او د دواړه دپلار اومور حقوق لری.

شیعه ګان بیا ددی مشکل د حل لپاره د صیغی سیستم لری، چی تر یوه حده موثر دی؟
د حل لار: په ټولته کی اجتماعی تغیر، د ولور نه اخیستل ، بی ځایه نه مصرف رواجول. په یوه افغانی واده کی دومره زیات رخت اخیستل کیږی، چي اصلا ضرور نه وی، چی دا ټوله منافق پاکستان ته فایده ده.

په امانت کی خیانت:
که چی مو خپله اقتصادی وضعه خرابه وی، نو بیا په امانت کی د خیانت امکان زیات دی.
د حل لار:
مخکی له دی چی امانت دسره واخلی، ددی امکانات وګوره چی ساتلئ یی شی، او که نه.

هیله ده د یوه عنوان یا ټولو په برخه کی خپل نظر او حل لار څرګنده کړئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more