نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
غرجي پوځونه په افغانستان کې ، د څه له پاره؟
31.10.2009
له څه مودې راهيسې امريکايان هڅه کوي چې روسان هم د افغانستان جنګ ته راکاږي، په دې موخه لويديځوال د افغانستان
د شمالي سيمو د ناارامه کولو په هخو کې شول او آن وسلوال کسان يې د شپې له خوا په اليکوفترو کې شمال ته ليږدول ، خو
روسان په شمال کې د طالبانو برياوې د چيچنيا او د منځنۍ اسيا د نورو هيوادونو له پاره د مستقيم ګواښ په توګه و انګيري
او همکارۍ ته چمتو شي!خو د دې تر څنګ اوس ګورجي سرتيري هم په ګورجستان کې د امريکايي پوځي
سلاکارانو له خوا د روزنې لاندې نيول شوي او افغانستان ته د راليږلو په درشل کې دي !
پوښتنه داده چې آيا لويديځوال خپل سرتيري نشي پوره کولای او که خبره په بل ځای کې ده ؟
که دافغانستان په ټولټاکنو کې د اوبا ما په هڅونه لاسوهنو او د تقلباتو د سياسي لوبې انګېزه و لټوو، نو جوتيږي چې
رښتيا هم خبره بالکل بل چېرې ده :
امريکا او انګلستان له هماغه اول څخه د افغانستان د تجزيې په هڅه کې وو او وخت په وخت يې زمونږ د خاورې
د ويش نقشې نشر ته سپارلې دي!دا د ٢ نړيوالو جګړو وروسته دوه ځلې د نړۍ ويش تر سره شو ، د شوروي له ماتې راوروسته
اوس د دريم ځل ويش په لړ کې راروانه څپه ده چې غواړي افغان ولس پرې وځپي :
د يوه هيواد ويش تل د يوې پوځي متارکې
په ډول د څو بيلهېواده پوځي ډلو تر منځ رامنځته کيږي ، نو څنګه چې د افغانستان شمالي ګاونډي اسلامي هيوادونه پخپله
د افغانستان په اشغال کې برخه نشي اخيستلی ، نو ددوی له پاره روسيه ډګر ته راوځي څو د جرمنيانو پر ځای چې شمالي
سيمې کنترولوي، له امريکايانو سره لاس يو کړي او شمالي سيمې د هغوی د پلان سره سم د لوی تاجکستان، لوی ازبکستان او ..... د رامنځته
کولو له پاره د متارکې يو مدعي لوری جوړ کړي !
په دې توګه به تيل لرونکي هيوادونه د ايرا ن او بلوچستان په شمول په آسانۍ ځان ته منندوی او ترلا زياتې اغيزې او ولکې لاندې راوستلای شي !
ددې له پاره د عبدالله عبدالله حکومت ،دپارلماني سيستم او فدراليزم رامنځته کولوله غوښتنو سره د اوبا ما له پاره يو ښه چانس انګيرل کېده،چې په لومړي ځل ټاکنو کې له ماتې وروسته د اتلاف د جوړولو په موخه بايکاټ ته هم لاس اچول غواړي ٠
خو که افغانان ټول سره يو موټی شي د ا انګلو امريکايي دسيسې به د عبدالله
عبدالله ، پاکستان ، ايران او روسېې پورې ټولې له يوې مخې خاوورو سره خاورې کړي ٠ انشا الله٠
Re: غرجي پوځونه (؟)، د څه له پاره؟
pattang
31.10.2009
دا يو قياس دی دعقل منلو خبره نده ، امريکايان ان لا پخوا د ګورګي پوځ په سمبالېدو لګيادي ٠ دامريکا مداخلت په ګورګيسان کې د روسانو په سترګو
ازخي منډل دي٠ سربېره پر دې ګورګي عساکر اشغالګروته کټه نلري دهغوی به
هم داسې مخ توروي لکه دې دا نورو اشغالګرو٠
[quote:d53e53772c="پتوال"]له څه مودې راهيسې امريکايان هڅه کوي چې روسان هم د افغانستان جنګ ته راکاږي، په دې موخه لويديځوال د افغانستان
د شمالي سيمو د ناارامه کولو په هخو کې شول او آن وسلوال کسان يې د شپې له خوا په اليکوفترو کې شمال ته ليږدول ، خو
روسان په شمال کې د طالبانو برياوې د چيچنيا او د منځنۍ اسيا د نورو هيوادونو له پاره د مستقيم ګواښ په توګه و انګيري
او همکارۍ ته چمتو شي!خو د دې تر څنګ اوس ګورجي سرتيري هم په ګورجستان کې د امريکايي پوځي
سلاکارانو له خوا د روزنې لاندې نيول شوي او افغانستان ته د راليږلو په درشل کې دي !
پوښتنه داده چې آيا لويديځوال خپل سرتيري نشي پوره کولای او که خبره په بل ځای کې ده ؟
که دافغانستان په ټولټاکنو کې د اوبا ما په هڅونه لاسوهنو او د تقلباتو د سياسي لوبې انګېزه و لټوو، نو جوتيږي چې
رښتيا هم خبره بالکل بل چېرې ده :
امريکا او انګلستان له هماغه اول څخه د افغانستان د تجزيې په هڅه کې وو او وخت په وخت يې زمونږ د خاورې
د ويش نقشې نشر ته سپارلې دي!دا د ٢ نړيوالو جګړو وروسته دوه ځلې د نړۍ ويش تر سره شو ، د شوروي له ماتې راوروسته
اوس د دريم ځل ويش په لړ کې راروانه څپه ده چې غواړي افغان ولس پرې وځپي :
د يوه هيواد ويش تل د يوې پوځي متارکې
په ډول د څو بيلهېواده پوځي ډلو تر منځ رامنځته کيږي ، نو څنګه چې د افغانستان شمالي ګاونډي اسلامي هيوادونه پخپله
د افغانستان په اشغال کې برخه نشي اخيستلی ، نو ددوی له پاره روسيه ډګر ته راوځي څو د جرمنيانو پر ځای چې شمالي
سيمې کنترولوي، له امريکايانو سره لاس يو کړي او شمالي سيمې د هغوی د پلان سره سم د لوی تاجکستان، لوی ازبکستان او ..... د رامنځته
کولو له پاره د متارکې يو مدعي لوری جوړ کړي !
په دې توګه به تيل لرونکي هيوادونه د ايرا ن او بلوچستان په شمول په آسانۍ ځان ته منندوی او ترلا زياتې اغيزې او ولکې لاندې راوستلای شي !
ددې له پاره د عبدالله عبدالله حکومت ،دپارلماني سيستم او فدراليزم رامنځته کولوله غوښتنو سره د اوبا ما له پاره يو ښه چانس انګيرل کېده،چې په لومړي ځل ټاکنو کې له ماتې وروسته د اتلاف د جوړولو په موخه بايکاټ ته هم لاس اچول غواړي ٠ [/quote:d53e53772c]
Ghairat
01.11.2009
له وروستيو نړيوالو خبرو اترو څخه رښتيا هم داسې معلوميږي چې روسيه د خپلو سيمييزو ګټو د ساتلو له پاره د سرتيرو په استولو غور کوي ! د امريکا په مشرۍ د ګورجستاني سرتيرو ليږل ممکن روسيه لا وننګوي چې د خپلو شومو هدفونو له پاره د تالان په دې سيالۍ کې برخه واخلي ٠
تيل لرونکو سيمو او هيوادونو ته امريکا او د امريکا متحدين لويدځوال د راتلونکو انډيوالانو په سترګه ګوري او ددې له پاره هر ډول امتياز ورکولو ته چمتو دي اود بلوچستان ، ايران ، د پخواني شوروي اسيايي هيوادونو سيميزو غوښتنو ته اولويت ورکوي او غواړي تيل لرونکي او تيل مصرفونکي هيوادونه د په يوه اقتصادي پکت کې سره يو موټی کړي اوښايي د نورې نړۍ او ټولو نورو ارزښتونو په وړاندې لا ډېرې سياسي - اقتصادي لوبې رامنځته کړي !
هغه تختې چې د هندوکش شمال او شمال لويديځه جغرايوي اډانه جوړوي ، د راتلونکو اړونده انډيوالانو په ګټه مرکزونو ته راکاږي يا د هغوی ولکه د هندوکش تر غرونو پورې راوغځوي، نو د هندوکش، سپين غره او اباسين ترمنځ به پښتانه راګېر، د افغانستان سيمه ګوښه او محدوده کړي او د ډيورن د منخوسې کرښې له لانجې څخه به هم خپل غوږونه په آرام کړي ٠
دا سې بريښي چې دا ټولې موخې يوې خواته په سياسي او اګاهانه ډول د عبدالله عبدالله پشان د شمالي ټلوالې د سياسيونو او په نا اګاهانه او جنګي توګه د طالبانو د غېر سياسي مشرانو په مرسته پر مخ وړل کيږي . د کرزي ورور ورو غزوني او ورو ورو راويښېدنه په سمندر کې د څاڅکي مثال لري چې له ګټې يې تاوانونه ډېر دي!
pattang
01.11.2009
غم يې مکوه مونږ له هر چا بيداريو داټولې لس کاله له مخې خبرې دي٠
دنيکتايې طالب
[quote:cd87a75668="Ghairat"]له وروستيو نړيوالو خبرو اترو څخه رښتيا هم داسې معلوميږي چې روسيه د خپلو سيمييزو ګټو د ساتلو له پاره د سرتيرو په استولو غور کوي ! د امريکا په مشرۍ د ګورجستاني سرتيرو ليږل ممکن روسيه لا وننګوي چې د خپلو شومو هدفونو له پاره د تالان په دې سيالۍ کې برخه واخلي ٠
تيل لرونکو سيمو او هيوادونو ته امريکا او د امريکا متحدين لويدځوال د راتلونکو انډيوالانو په سترګه ګوري او ددې له پاره هر ډول امتياز ورکولو ته چمتو دي اود بلوچستان ، ايران ، د پخواني شوروي اسيايي هيوادونو سيميزو غوښتنو ته اولويت ورکوي او غواړي تيل لرونکي او تيل مصرفونکي هيوادونه د په يوه اقتصادي پکت کې سره يو موټی کړي اوښايي د نورې نړۍ او ټولو نورو ارزښتونو په وړاندې لا ډېرې سياسي - اقتصادي لوبې رامنځته کړي !
هغه تختې چې د هندوکش شمال او شمال لويديځه جغرايوي اډانه جوړوي ، د راتلونکو اړونده انډيوالانو په ګټه مرکزونو ته راکاږي يا د هغوی ولکه د هندوکش تر غرونو پورې راوغځوي، نو د هندوکش، سپين غره او اباسين ترمنځ به پښتانه راګېر، د افغانستان سيمه ګوښه او محدوده کړي او د ډيورن د منخوسې کرښې له لانجې څخه به هم خپل غوږونه په آرام کړي ٠
دا سې بريښي چې دا ټولې موخې يوې خواته په سياسي او اګاهانه ډول د عبدالله عبدالله پشان د شمالي ټلوالې د سياسيونو او په نا اګاهانه او جنګي توګه د طالبانو د غېر سياسي مشرانو په مرسته پر مخ وړل کيږي . د کرزي ورور ورو غزوني او ورو ورو راويښېدنه په سمندر کې د څاڅکي مثال لري چې له ګټې يې تاوانونه ډېر دي![/quote:cd87a75668]
منلی
01.11.2009
ښه دانو همدا پلان پلی کول ده چی زمونږ خرمست ،عیاش ،چړچو او مادیاتو په خوښیو کی تر غوږو پوری ډوب مشران چی هر څه کوی امریکا ورله څه نه وایی او دغه بیچاره ګانو څخه د وسلی په توګه کار اخلی .
اوهغه افغانی مشران چی لیاقت ، سیاست او اسلامیت یی ټولو ته معلوم ده چی خپله امریکا پری هم ښه پوهیږی دنه پخلا کیدونکی دښمن په توګه لکه دلیونی سپی په شان ورپسی ګرځی
که تاسی فکر وکړی دغه بل لوری ته دغه پلان د پرویزمشرف له وخته شروع شوی ولی هغه به چی هرڅه کول امریکا یی تر شاه ولاړه وه او هغه ګوډاګی له همغه وخته د قابیلو او پښتنو وژنه شروع کړی وه او تر اوسه دخپلو بادارانو په لارښوونه دقبایلو سیمی یوه پر بلی پسی بمباره وی چی تر اوسه یی په زرګونه بی ګناه قبایل شهیدان کړی