نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بحثفورمونو عنوانونه
باتور
31.10.2009
د بحثفورم عنوانونه او يا سرليکې!
د تېرو ورځو عنوانونه او د کلمو استعمال ماته د سترګو درد را پېښ کړی وو، نه ددې لپاره چي زه د [color=white:3a55738627]اند[/color:3a55738627] کلمه نه پېژنم او يا کوم حساسيت ورسره لرم، بلکه د دې له کبله چي د اند له کلمې څخه سوء استفاده سوي وه. . د مثال په توګه ) اسلام انده بحثونه ( دلته [color=brown:3a55738627]اند[/color:3a55738627] زما په[color=darkred:3a55738627] اند [/color:3a55738627]ډېر بېځايه کارول سوی وو.
زه د ټول افغان په تخنيکي يا مطبوعاتي مسؤولينو او د سکالو ګانو په چلوونکو نه کومه پړه اچوم او نه د دې توان لرم چي خپل وړانديزونه په دوی ومنم . . لېکن په ماهم د نورو په شان دا ښکلي پاڼه ګرانه ده او له ډېري مودې راهيسې د توان په اندازه څه نا څه برخه پکې اخلم. . زه دا نه وايم چي زما يا د بل ګډونکونکي برخه اخيستنه به په انفرادي توګه د دې پاڼي د برياتوب لپاره مؤثره وي، لېکن د چا خبره:
څاڅکي څاڅکي دريابونه شول.
د دا وړ ويبپاڼو په پښو درول او په دوامداره توګه په مخ وړل ساده کار نه دی، هم مال او هم مسلکي اشخاصو ته اړتيا لري، دا چي د ټول افغان مسؤولين تر اوسه پوري د کمو مالي امکاناتو په وجود دا پاڼه په مخ بيايي، دا هم د دوی مېړنتوب، په وطن او ملت مينتوب او شخصي کلکتوب ښکاروي .
يو څه موده مخکي يې دلته يو اعلان تېر کړی وو چي له ټول افغان سره مالي مرسته وکړئ، د بعضيو ګډونوالو به حتما په ياد وي . . زه نه پوهېږم چي کومو دوستانو به په دې مرسته کي ګډون کړی وي او کومو به نه ) ما خپله کړي وعده لا تر اوسه هم نه ده عملي کړي( . . لېکن دوی څو ورځي وروسته هماغه اعلان لري کړ او په خپل مټ يې نوري لاري چاري ولټولې او دا پاڼه يې ما او تاته بيا هم ودانه وساتله .
نو ها د چا خبره : همدا ده چي ده، يا يې در واخله او يا يې پرېږده !
په درنښت