د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ایا مونږ پر کفارو السلام علیکم او ځواب یی وییلی شو؟

احمدبلال
31.10.2009

السلام علیکم!
ستاسو ورونو څخه می دا پوښتنه ده چی ایا مونږ پر کفارو باندی سلام وییلی شو.
دا سوال ځکه پوښتم چی پر انترنیت کښی څه دا رنګی ویب پاڼی دی چی یو کښی یی موفتیان روا ګڼی او بل کښی یی نه.

مننه

د ځواب په انتظار.الا


Re: ایا مونږ پر کفارو اسلام علیکم او ځواب یی وییلی شو؟

pattang
01.11.2009

وروره زه ملا هم نيم خو ځان ته اجازه ورکوم :
ولې نه زمونږ له خوا سلام هر چاته يو اسلامي پيغام او نيک احساسات دي
داچې دوی بيا څرنګه عکس العمل کوي هغه دې دوی کار ده خو مونږ هروخت
د سولې پېغام ورکوو٠
سلام علاوه لدې ځخه دعربي ژبې يوه کلتوري او فرهنګي کلمه ده٠

[quote:80e63af089="ahmad bilal"]السلام علیکم!
ستاسو ورونو څخه می دا پوښتنه ده چی ایا مونږ پر کفارو باندی سلام وییلی شو.
دا سوال ځکه پوښتم چی پر انترنیت کښی څه دا رنګی ویب پاڼی دی چی یو کښی یی موفتیان روا ګڼی او بل کښی یی نه.

مننه

د ځواب په انتظار.[/quote:80e63af089]


Re: ایا مونږ پر کفارو اسلام علیکم او ځواب یی وییلی شو؟

Sardar Jahan Khan
01.11.2009

[quote:e1115f1747="pattang"]وروره زه ملا هم نيم خو ځان ته اجازه ورکوم :
ولې نه زمونږ له خوا سلام هر چاته يو اسلامي پيغام او نيک احساسات دي
داچې دوی بيا څرنګه عکس العمل کوي هغه دې دوی کار ده خو مونږ هروخت
د سولې پېغام ورکوو٠
سلام علاوه لدې ځخه دعربي ژبې يوه کلتوري او فرهنګي کلمه ده٠

[quote:e1115f1747="ahmad bilal"]السلام علیکم!
ستاسو ورونو څخه می دا پوښتنه ده چی ایا مونږ پر کفارو باندی سلام وییلی شو.
دا سوال ځکه پوښتم چی پر انترنیت کښی څه دا رنګی ویب پاڼی دی چی یو کښی یی موفتیان روا ګڼی او بل کښی یی نه.

مننه

د ځواب په انتظار.[/quote:e1115f1747][/quote:e1115f1747]

وروره په اسلام کښی د ملا په نامه کوم شی نشته، کوم څوک چی په اسلام ډیر پوه وی هغه ته عالم ویلی شو خو هر مسلمان باید په اسلام کښی عالم وی او کوښښ وکړی چی په خپل دین پوره پوه شی. دا هسی زموږ کلتور او ددین څخه نا خبری د ملا خبره د ډبری کرښه بولی حال داچی داسی ملایان شته چی په شی هم نه وی خبر! او د اسلام منصوبول و ملا ته دا صحیح کار نه دی هر مسلمان باید ملا وی نو ځکه بیا داسی بیل ملایانو ته ضرورت نشته چی هریو په ړندو سترګو چی هر څه ملا ویل منی یی. ځکه خو اوس زموږ د وطن دا حال دی.


میوند ننګیال
02.11.2009

سردار جهان صیب سلامونه!
لږدحوصلی نه کار واخله د پتنګ اکا په خبره نه یی پوه شوي دمولا نه یی مطلب هغه کس دی چي په عربي کی ورته عالم یا شیخ وایی بله دا چي دا دمحترم استاذوهاج او نوروپه دین پوهو خلګو کار دی ځکه دا دافتاء پوري اړه لري .

تاسو لیکلی :

٭ وروره په اسلام کښی د ملا په نامه کوم شی نشته.

ښه بیا خو په اسلام کی د لمانځه او روژی په نوم هم کوم شي نشته

دوطن حال ملا یانو نه بلکه زما اوستا غوندی خلکو وران کړ.

تاسو لیکلی :
حال داچی داسی ملایان شته چی په شی هم نه وی خبر.
دا خبره درسره منم.


..Ahmadzai
02.11.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
څومره معلومات چې زه لرم نو
یو مسلمان ته جواز نلري چې یو کافرته اسلامي سلام واچوي، یعني ورته ویلې نه سي چې السلام علیکم، دغه سلام صرف او صرف د مسلمانانو ترمنځ مخصوص او ځانګړی ده، خو که یو کافر مسلمان ته ووایي چې السلام علیکم نو مسلمان ته دومره جواز سته چې ورته رد صرف د وعلیکم په لفظ ووایي.

[color=darkred:573d6a8b28]موضوع الفتوى حكم إلقاء السلام على الكفار أو تهنئتهم بأعيادهم
السؤال س: هل يجوز إفشاء السلام على الكفار بلغتهم وتهنئتهم بأعيادهم؟
الاجابـــة
هذا السؤال له إجابة مُشابهة وهي: ـ

س: هل يجوز إلقاء السلام على غير المسلمين؟

ورد في الحديث لا تبدءوا اليهود والنصارى بالسلام، وإذا لقيتموهم في طريق فاضطروهم إلى أضيقه فالمعنى أننا لا نبدأهم بالسلام، ولا يجوز القيام لهم ولا تصديرهم في المجالس ولا سؤالهم بكيف أصبحت أو كيف أمسيت أو كيف حالك ونحو ذلك مما فيه احترامهم وتوقيرهم ورفع مكانتهم، وقد قال عمر رضى الله عنه: (( لا تعزوهم بعد أن أذلهم الله، ولا ترفعوهم بعد أن وضعهم الله، ولا تقربوهم وقد أبعدهم الله ))، وورد في الحديث إذا سلم عليكم أهل الكتاب فقولوا: وعليكم فإذا كان هذا في أهل الكتاب فكيف بالمشركين والوثنيين والملاحدة والشيوعيين، فإنهم أحق بأن يلقوا الهوان والذل والوضيعة والبعد عن الكرامة لعظم كفرهم وبعدهم عن الصواب. والله أعلم.


عبد الله بن عبد الرحمن الجبرين

[/color:573d6a8b28]
د الجبرین فتوی کې په واضحه توګه ‍ ذکر سوي چې پر کفارو سلام اچول جواز نلري.

[color=indigo:573d6a8b28]الحمد لله

سئل فضيلة الشيخ ابن عثيمين ـ رحمه الله ـ عن حكم السلام على غير المسلمين ، فأجاب بقوله :

البدء بالسلام على غير المسلمين محرّم ولا يجوز ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا تبدؤوا اليهود والنصارى بالسلام ، وإذا لقيتموهم في طريق فاضطروهم إلى أضيقه ) ، ولكنهم إذا سلموا وجب علينا أن نردّ عليهم ، لعموم قوله تعالى : ( وإذا حيّيتم بتحيّة فحيّوا بأحسن منها أو ردّوها ) ، وكان اليهود يسلّمون على النبي صلى الله عليه وسلم ، فيقولون : السام عليك يا محمد ، والسام بمعنى الموت . يدعون على رسول الله صلى الله عليه وسلم بالموت ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( إن اليهود يقولون : السام عليكم فإذا سلموا عليكم فقولوا : وعليكم "

فإذا سلّم غير المسلم على المسلم وقال : " السام عليكم " فإننا نقول : وعليكم " . وفي قوله صلى الله عليه وسلم " وعليكم " دليل على أنهم إذا كانوا قد قالوا : السلام عليكم فإن عليهم السلام فكما قالوا نقول لهم ، ولهذا قال بعض أهل العلم : إن اليهودي أو النصراني أو غيرهم من غير المسلمين إذا قالوا بلفظ صريح : " السلام عليكم " جاز أن نقول : عليكم السلام .

ولا يجوز كذلك أن يبدؤوا بالتحية كأهلاً وسهلاً وما أشبهها لأن في ذلك إكراماً لهم وتعظيماً لهم ، ولكن إذا قالوا لنا مثل هذا فإننا نقول لهم مثل ما يقولون ، لأن السلام جاء بالعدل وإعطاء كل ذي حق حقه ، ومن المعلوم أن المسلمين أعلى مكانة ومرتبة عند الله عز وجل ـ فلا ينبغي أن يذلوا أنفسهم لغير المسلمين فيبدؤوهم بالسلام .

إذا فنقول في خلاصة الجواب : لا يجوز أن يبدأ غير المسلمين بالسلام لأن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن ذلك ، ولأن في هذا إذلالاً للمسلم حيث يبدأ بتعظيم غير المسلم ، والمسلم أعلى مرتبة عند الله ـ عز وجل ـ فلا ينبغي أن يذلّ نفسه في هذا . أما إذا سلّموا علينا فإننا نرد عليهم مثل ما سلّموا .

وكذلك أيضاً لا يجوز أن نبدأهم بالتحيّة مثل أهلاً وسهلاً ومرحباً وما أشبه ذلك لما في ذلك من تعظيهم فهو كابتداء السلام عليهم "

( مجموع الفتاوى 3/33)

وإذا كانت هناك حاجة داعية إلى بدء الكافر بالتحية فلا حرج فيها حينئذٍِ ، ولتكن بغير السلام ، كما لو قال له : أهلاً وسهلاً أو كيف حالك ونحو ذلك . لأن التحية حينئذ لأجل الحاجة لا لتعظيمه .

انظر : "الموسوعة الفقهية" (25/168) .

وقال ابن القيم رحمه الله تعالى في "زاد المعاد" (2/424) في ابتداء الكفار بالتحية :

( و قالت طائفة - أي من العلماء - : يجوز الابتداء لمصلحة راجحة من حاجة تكون إليه ، أو خوف من أذاه ، أو لقرابة بينهما ، أو لسبب يقتضي ذلك ) اهـ .

والله أعلم .[/color:573d6a8b28]
او دلته بیا ابن عثیمین وایي چې پر کفارو دمسلمان سلام اچول جواز نلري، خو د هغوۍ د سلام جواب واجب ده، بیا لاندینۍ فتوی کې وایي(۳/۳۳)
چې د مصلحت له وجهې یو مسلمان کولی سي چې کفارو ته تحیة واچوی خو بغیر د السلام علیکم څخه دې بل لفظ وکاروي ، لکه اهلاٌ وسهلاٌwecomeاوHow r u او نور ، دا د ضرورت وخت کې.
ابن قیم وايي:
یوه ډله د علما وایي چې مسلمان کولی سي چې کافر ته د تحیة یا سلام پیل وکړي، دا په هغه حالت کې چې یو لوی مصلحت پکې نغښتی وي، اویا د ویرې له وجهې او یا د خپلوۍ له وجهې، یا د کوم بل سبب له وجهې.
په درنښت


Sardar Jahan Khan
02.11.2009

محترم میوند ننګیال صاحب احساساتی کیږه مه دا واوره:

[color=blue:c95d079750]
دا دمحترم استاذوهاج او نوروپه دین پوهو خلګو کار دی
[/color:c95d079750]

دا صرف د استاد وهاج کار نه دی بلکه د ټولو مسلمانانو وظیفه ده چی په خپل دین باندی پوه شی او هر یو باید د دین عالم وی نه داسی چی یوازی ملا دی په دین پوه وی او بس. ځکه چی د محشر په ورځ به هر یو د خپل عمل نامی سره حاضر کړای شی او هر یو د خپل عمل مسول دی. هریو باید تر خپل وسه کوښښ وکړی چی لومړی په خپل دین پوه شی. اوس د پخوا وختی ولاړی چی لیکنه به پر پوستونو کیدله او خلکو به د علم حاصلولو لپاره لیری ځایونو ته صفر کاوه، اوس خو ډیری آسانتیاوی شته، نو ځکه دغه بهانه چی په اسلام باندی باید صرف ځینی کسان پوره پوه وی له منځه تللی ده. او ټولو ته مسولیت راجع کیږی چی په خپل دین باندی ځان پوره اګاه کړی. ځکه نو اوس د ملا لفظ په یوه سړی پوری تړل معنی نه لری، او ټول باید ملایان شی.

[color=blue:c95d079750]
ښه بیا خو په اسلام کی د لمانځه او روژی په نوم هم کوم شي نشته
[/color:c95d079750]

وروه ته زما په مقصد پوه نه شوی. زما مطلب له ملا نه دا وو چی اصلا زموږ تاسی په جامعه کښی د اسلام دین صرف په ملا پوری تړل شویدی او ملا چی هر څه صحیح او غلط وایی موږ یی منو نو ځکه وایم چی هر مسلمان باید ځان ملا کړی تر څو په خپل دین پوه شی او د صحیح او غلط توپیر وکړای شی. ځکه د آخرت په ورځ ته دا دلیل نه شی وړاندی کولای چی ملا صاحب ماته داسی ویلی وو ځکه ما دغسی کول.

[color=blue:c95d079750]
دوطن حال ملا یانو نه بلکه زما اوستا غوندی خلکو وران کړ.
[/color:c95d079750]

وروره ما خو تر نن ورځی پوری د الله ج په فضل د وطن د دیوال یوه خښته هم نده بی ځایه کړی او نه دی خدای ما په دی توانوی چی آینده کی داسی کار وکړم خو البته په تا نه یم خبر. او ما نه دی ویلی چی وطن ملایانو خراب کړ ما ویلی چی هغه کسان چی اصلا ملایان نه دی او ځان ته ملا وایی وطن یی خراب کړ.


..Ahmadzai
02.11.2009

[quote:998ab34f8b]ځایونو ته صفر کاوه، [/quote:998ab34f8b]
وهاج صاحب خو به لیونی نه وي، چې ځوانۍ یې ټوله په دیني اکادمیک ما حول کې تیره کړه، ماستري یې ترلاسه کړه، او اوس د دکتورا اخیستلو په تکل کې دی.
تا د وهاج صاحب دغه ټوله خوارۍ په صفر کې ضرب کړه.
خدای دې درته هدایت وکړي

داسې ښکاري چې بریکونو دې کار پرییښی، یا خو بریک بیخي لرې نه.
موضوع سلام پورې اړه لري، او ته ملا پورې ونښتې، ملا نه وروسته پتنګ پورې ونښتې، او بیا ننګیال پورې ، او اوس به جلال پورې ونښلې.

په درنښت


Sardar Jahan Khan
02.11.2009

[color=blue:e08a6e8561]وهاج صاحب خو به لیونی نه وي، چې ځوانۍ یې ټوله په دیني اکادمیک ما حول کې تیره کړه، ماستري یې ترلاسه کړه، او اوس د دکتورا اخیستلو په تکل کې دی.
تا د وهاج صاحب دغه ټوله خوارۍ په صفر کې ضرب کړه.
خدای دې درته هدایت وکړي
[/color:e08a6e8561]

وهاج صاحب ته دی خدای نور هم عمر ورکړی چی له دوکتورا نه هم لوړ مقام ته لاړ شی او علم خو بحر دی پای نه لری. خو خبره داده وروره چی په ما او تا څه شویدی؟ موږ هم باید د خپل دین د پوهیدو لپاره هڅی وکړو او د وهاج صاحب غوندی پرمختګ وکړو. ستا ددی خبرو خو داسی معلومیږی چی یعنی وهاج صاحب په دین کی دکتورا ترلاسه کړه نو ما او تا ته څه ضرورت دی همدا حالت مو ښه دی. د اسلام دین د ژوند لاره ده او څوک چی د ژوند په لاره نه پوهیږی نو هغه کله ژوندی دی؟ او بله دا چی د زه هیڅکه داسی نه شم کولای چی د وهاج صاحب خواری په صفر کښی ضرب کړم، علم د چا نه نه غلا کیږی او نه هم کمیږی او د وهاج صاحب خواری خو څه د ریاضی عدد نه دی چی په صفر کی دی ضرب کړه او نتیجه دی هم صفر وویستله، دا خبره خو دی دلته وکړه خو که دی بل ځای وکړه خللک به درباندی وخاندی. ستا په فکر وهاج صاحب د څه لپاره دا علم حاصل کړیدی؟ او ډیره مننه چی په عین حال کښی دی دوعا راته وکړه الله ج دی موږ ټولو ته هدایت وکړی.

[color=blue:e08a6e8561]
داسې ښکاري چې بریکونو دې کار پرییښی، یا خو بریک بیخي لرې نه.
[/color:e08a6e8561]

یو څوک چی سوال مطرح کوی نو حتما ددی انتظار لری چی جواب هم تر لاسه کړی خو ځینی کسان شته چی دا یی شوق دی چی غواړی صرف سوال مطرح کړی او د سوال په حل پسی نه ګرځی او لدی وضعیت خوند اخلی نو داسی خلک صرف خوله لری خو خوږونه نه لری، صرف خپل دا وایی د بل چا دا نه اوری او نه سر پسی ګرځوی او روڼ مثال یی تاسو یاست.

[color=blue:e08a6e8561]موضوع سلام پورې اړه لري، او ته ملا پورې ونښتې، ملا نه وروسته پتنګ پورې ونښتې، او بیا ننګیال پورې ، او اوس به جلال پورې ونښلې.
[/color:e08a6e8561]

هو موضوع د سلام ده زه هم ښه پوهیږم خو سلام په اسلام پوری اړه لری او ځینی خلک وایی اسلام په ملا اړه لری. نو ځکه ما هم خپل نظر د ملا په هکله شریک کړ. تاسو وینی چی زه د موضوع څخه نه یم وتلی. او بله داچی زه په هیچا پوری نه یم نښتی برعکس ددی کوم نومونه چی تا یاد کړه هغه په ما پوری نښتی وه او ځکه نو ددوی د جلا کولو لپاره می خپل ځوابونه ووایه او اوس چی ته په ما پوری نښتی یی نو دادی تا ته می هم ستا حق در کړ نو هیله کوم چی نور جلا شه، او که بیا ونښلی بیا به دی جلا کړم! :)



ع کريم حليمي
03.11.2009

[quote:70667318e5]السلام علیکم!
ستاسو ورونو څخه می دا پوښتنه ده چی ایا مونږ پر کفارو باندی سلام وییلی شو.
دا سوال ځکه پوښتم چی پر انترنیت کښی څه دا رنګی ویب پاڼی دی چی یو کښی یی موفتیان روا ګڼی او بل کښی یی نه. [/quote:70667318e5]

محترم او مکرم وروره وعلیکم السلام و رحمة الله ، او درانه لوستونکي دي زما سلام ومني
السلام علیکم ورحمة الله
سلام :- د رب العزت له ۹۹ صفاتو نه یو السلام دی "‏ اللَّهُمَّ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلاَلِ وَالاِكْرَامِ ‏"‏ او سلام اچول حق دی د یوه مسلمان پر بل باندي یا رد د سلام (‏‏على اخيه رد السلام ) سواره به سلام وایی و پیاده وو ته ، او کوچنۍ ډله به یی پر ډېریو سلام وایی
او کورته راتلونکی به د کور پر خلګو سلام وایی يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَدْخُلُوا بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتّى تَسْتَأْنِسُوا وَ تُسَلِّمُوا عَلى أَهْلِها ذالِكُم خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ، او کشران به پر مشرانو سلام وایی
هیره دی نه وي داسی هم پېښه سوې ده چه مبارک وګوچنیانو ته سلام ویلی
او په هر لمانځه مونږ سلام وایو پر مبارک (السلام عليك ايها النبي ورحمة الله وبركاته )
او پر خپل ځان السلام علينا) او پرعباد الله الصالحين ) دا عباد الله الصالحین یوازی دا ژوندی نه بلکی
دا دجنت یا جنتیان هم دی
او په لمانځه کښي داسي‌هم وایو چه صِراطَ الَّذينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَ لاَ الضّالِّينَ
یهود او نصارا ګمراهان او سخت کمراهان دي غضب پر سوئ کیږي
نو دسلام ویلو لایق نه دي او بل داچه :
او په قرآن سره ثابته ده چه -وَ لاتُصَلِّ عَلى أَحَد مِنْهُمْ ماتَ أَبَداً وَ لاتَقُمْ عَلى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ ماتُوا وَ هُمْ فاسِقُونَ
فاسق چه مړ سي د دعا او د سلام حق نه لري پر مسلمان باندي

هیڅ داسي ضرورت نه پیداکیږي چه مسلمان دي و نامسلمانه ته سلام ووایی
او که احیانا داسی پېښه وي چه مسلمان باید سلام ورته ووایی ، نو بیا دي ورته ووایی چه : سلام
هیڅ وخت دي علیک یا علیکم نه ورسره وایی

له احادیثو داسی را معلومیږي او فرمایی چه: که چیري سلام وویلی اهل الکتاب پر مسلمان باندي جواب یی
یوازي په ( عليكم یا وعليكم) ورکړئ

سلام هغه لوړه او عظیمه دعا ده چه په جنت کښی هم تر سلام لوړ نعمت نسته

کله چه یو څوک و چاته ووایی چه سلام ، دا معنېٰ نه لري چه پر ده یی سلام وویلی
هیڅ یی نه دي پر ویلي ، هو د الله یو اسم صفت یی په واورېدي بس

 په درنښت


hewad
03.11.2009

ګرانو قدرمنو سلامونه مې ومنئ!
ښاغلی حليمي صاحب تاسو ليکلي چې،

{او په قرآن سره ثابته ده چه -وَ لاتُصَلِّ عَلى أَحَد مِنْهُمْ ماتَ أَبَداً وَ لاتَقُمْ عَلى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ ماتُوا وَ هُمْ فاسِقُونَ
فاسق چه مړ سي د دعا او د سلام حق نه لري پر مسلمان باندي}

فاسق خو ګناهګار ته وايي او هېڅ داسې څوک بۀ نۀ وي چې ګناه يې نۀ وي کړې٠ د بېلګې پۀ توګه د ږيرې خريل ګناه ده او څوک چې ږيره خريي فاسق دئ٠ پوښتنه دا ده چې دا ډول خلکو ته بايد دعا ونشي؟ او سلام ورته وانچول شي؟

پۀ درنښت هېواد


و.افغان
03.11.2009

[quote:e271e33aab="hewad"]ګرانو قدرمنو سلامونه مې ومنئ!
ښاغلی حليمي صاحب تاسو ليکلي چې،

{او په قرآن سره ثابته ده چه -وَ لاتُصَلِّ عَلى أَحَد مِنْهُمْ ماتَ أَبَداً وَ لاتَقُمْ عَلى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ ماتُوا وَ هُمْ فاسِقُونَ
فاسق چه مړ سي د دعا او د سلام حق نه لري پر مسلمان باندي}

فاسق خو ګناهګار ته وايي او هېڅ داسې څوک بۀ نۀ وي چې ګناه يې نۀ وي کړې٠ د بېلګې پۀ توګه د ږيرې خريل ګناه ده او څوک چې ږيره خريي فاسق دئ٠ پوښتنه دا ده چې دا ډول خلکو ته بايد دعا ونشي؟ او سلام ورته وانچول شي؟

پۀ درنښت هېواد[/quote:e271e33aab]

هيواد صاحب:
وعليکم السلام

دغه آيت په ځانګړې توګه د هغو منافقينو باره کې نازل شوی دی، چې الله جل جلاله
يې نومونه خپل ګران او حبيب پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته ورښوولي وو.

د دغه آيت ترجمة او تفسير:

اومه کوه لمونځ )د جنازې( په هيڅ يو تن له دغو )منافقانو( چې مړ شي هيڅکله، او مه درېږه په قبر د ده )د دعا، استغفار يا د تدفين د اهتمام لپاره(، بېشکه چې دغه )منافقان( کافران شوي دي په الله )چې شرک يې کړی دی( او په رسول د الله )چې له زړه يې نه دی منلی( او مړه شول حال دا چې دوی فاسقان وو.

تفسير: دغه آيت د عبد الله بن أُبيّ څخه وروسته نازل شوي دي، لکه چې د همدې سورت د )۸۰( آيت په تفسير کې مونږ هغه په تفصيل سره ليکلي دي، د دې آيت له نازلېدو نه وروسته د منافقينو جنازه کول بيخي منعه شو، عمر فاروق رضي الله تعالی عنه به احتياطاً د هغه سړي په جنازه کې ګډون نه کاوه، چې د هغه په جنازه کې به حُذيفه رضي الله تعالی عنه ګډون نه وو کړی، ځکه چې حذيفه رضي الله تعالی عنه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډېرو منافقانو نومونه ښوولي وو، او ښه ورمعرفي کړي وو، نو ځکه د ده لقب )صاحب سرِّ رسول الله صلی الله عليه وسلم( وو.

په درنښت


Sardar Jahan Khan
03.11.2009

محترم کریم حلیمی صاحب او محترم وهاج صاحب ډیره مننه.


میوند ننګیال
04.11.2009

محترم سردارجهان خان صیب !
لسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وبعد.

په ساده پښتو دي پوهوم .

داښه خبره ده چی هر سړي په دین پوه شي او دهر څه نه خبر وي چی داسی وشي خو هر سړي به قا ضي او مفتي وي پعْضي پښتنو او ملایانو کي چي کوم جهالت دی هغه به ورک شی .
دا ډیره مشکله ده چی هر سړی دی شهیداحسان الهی ظهیر یا ډاکتر عبدالسلام رستمی مولانا حسن جان امین الله یا تقی عثمانی ابو الاعلی مودودی شي .

[color=darkred:6e1ebef42f]پاتی شوه داستاذ وهاج صافی صیب خبره نوهغه یو بااستعداده ،صادق ،مخلص ،غیرتی او پوه عالم دی ولا نزکی علی الله احدا په هغه الله خبل رحم کړی من اراد الله به خیرا یغقه فی الدین هغه ټول عمر علم ته وقف کړی او الله دی درجي ته رسولی .[/color:6e1ebef42f]
[color=orange:6e1ebef42f]وروره ! ددری میاشتو په دوره او یو څو کتابونو ویلو باندی نه څوک نه عالم کبږی او نه ورته څوک عالم وایی .[/color:6e1ebef42f]

وروره! یو داسي پوهیدل دي لکه دلمونځ واجبات سنت مکروه فاسدات همداسی دروژی فاسدات دحج مسایل یا د زکات مسایل اونور اولنی معلومات .

پل داسی پوهیدل دي چی هغه زده ګړی ته ضرورت لري او دفتوی پوري ارتباط لری .

ښه سبا که یو سړی داسي سوال وکړي چه :

یوروغتون کی دوه ښځي بستري شوي او دواړو اولاد (بچی ) وشول او دادواړه ښځي پيهوشه شوی ديوي ښځي ځوي وشو او دبلي لور خو دوي داوړو ښځو ته نده معلومه چي دچا لور وشوه اودچا ځویی او درورغتون نرسانو ته هم نده معلومه ځکه چی ماشومان کمږوری ول او هغوي یی په ښیشه کی ایښي ول هغه نرسانی چا چي دا ماشومان په ښیښه کی ایښي ول په روغتون کي یی کار پریښود اوددي دواړو په ځايي نوري نرساني راغلي اوس ددي دواړو میند په منځ کي شخړه (لانجه ده )ده یوه وایی زما ځویی شوی بله وایی زما شریعت پدي کی څه وایی .

یا داسی پوښتنه وکړي چه:
ایا دالکروبیون ملایکی په نو م ملایکی شته ؟.
ولی د یوی ښځی شهادت دنیم سړی دشهادت برابر دی ؟
ایاصحابه رضی الله عنهم معصوم دی؟
هغه کوم ایاتونه دی جي حکم یی باقی دی اړ یات نشته یا ایات شته خو حمم یی منسوخ دی ؟
داسی په میلیونو سوالونه دی چي هر سړي یی جواب نشي ورکوي صرف د فقهاوو مفسیرینو او یا محدیثینو پوري ارتباط لري .

ګوره وروره !
تاسو ليكلي :
‏٭ او بله داچی زه په هیچا پوری نه یم نښتی برعکس ددی کوم نومونه چی تا یاد کړه ما پوری نښتی وه او ځکه نو ددوی د جلا کولو لپاره می خپل ځوابونه ووایه٭.
تا بوري څوک ندي نښتي نه څوک اوزګار دی خو تاسو خبره داسی کړی وه چی ته مو پوهول غوښتل او بس او که کومه بده مو درته ویلی وي ږه درنه بخښنه غواړم .

تاسو لیکلی :
٭وروه ته زما په مقصد پوه نه شوی. زما مطلب له ملا نه دا وو چی اصلا زموږ تاسی جامعه کښی د اسلام دین صرف په ملا پوری تړل شویدی٭

[color=darkred:6e1ebef42f]وروره زه ستا په مقصد ښه پوه شوي یم تاسو داسي لیکلی وه [/color:6e1ebef42f]:

[color=cyan:6e1ebef42f]٭وروره په اسلام کښی د ملا په نامه کوم شی نشته، کوم څوک چی په اسلام ډیر پوه ته عالم ویلی شو٭[/color:6e1ebef42f]
[color=white:6e1ebef42f]ګرانه خپله او لنی لیکنه وګوره .[/color:6e1ebef42f]

پاتي شوه ستاسو دا خبره چی :

٭وروره ما خو تر نن ورځی پوری د الله ج په فضل د وطن د دیوال یوه خښته هم نده ځایه کړی او نه دی خدای ما په دی توانوی چی آینده کی داسی کار وکړم خو البته په تانه یم خبر٭

زما خو لا عمر دومره ندی چی وطن وران کړم .
تاسو خود سوال جواب هم ندی ورکړی نه دی کوم دلیل ورکړی.

بهر حال یو سوال درنه کوم ؟
[color=blue:6e1ebef42f]اول ځل په اسلام کی سلام چا رواج وګرځاوه او په کوم کال ؟[/color:6e1ebef42f]

مننه په ټوله اسلا مي او پښتنه مینه



ع کريم حليمي
05.11.2009

السلام علیکم ،
محترم او مکرم هیواد صاحب
تاسو پوښتلي چه : فاسق خو ګناهګار ته وايي او هېڅ داسې څوک بۀ نۀ وي چې ګناه يې نۀ وي کړې٠ د بېلګې پۀ توګه د ږيرې خريل ګناه ده او څوک چې ږيره خريي فاسق دئ٠ پوښتنه دا ده چې دا ډول خلکو ته بايد دعا ونشي؟ او سلام ورته وانچول شي؟

ّهو!! که پنج عیب شرعي وو ، چه مړ سي چه تر جنازې یی لاندی نه سې ، او مه دعا ورته کوه
شرعاً حق نه لري ، پرې یی ږدې چه د سړک پر غاړه بوئ وکي
او که د مرگ له مخه یی توبه کړې وه ، جنازه او دعا او د انساني کرامت عزت یی حق دی
درنښت


Sardar Jahan Khan
05.11.2009

محترم ننګیال صاحب ته!
و علیکم سلام ورحمت الله و برکاته،

[color=blue:a51216fef6]داښه خبره ده چی هر سړي په دین پوه شي او دهر څه نه خبر وي چی داسی وشي خو هر سړي به قا ضي او مفتي وي پعْضي پښتنو او ملایانو کي چي کوم جهالت دی هغه به ورک شی .
دا ډیره مشکله ده چی هر سړی دی شهیداحسان الهی ظهیر یا ډاکتر عبدالسلام رستمی مولانا حسن جان امین الله یا تقی عثمانی ابو الاعلی مودودی شي .[/color:a51216fef6]

ځه پدی ځای کی خو راسره قانع شوی چی دا ښه خبره ده، بلکه زه خو وایم چی دا بهترینه خبره ده. هسی موږ نه یو ورته متوجه. بلی هو دا مشکله نه چی بیخی نا ممکنه ده چی یو څوک دی د مثال په توګه داکتر عبدالسلام رستمی شی چی عینی ظاهری شکل ولری، عینی دماغ، عینی خویونه او یا بالاخره دده سره هیڅ توپیر ونه لری. خو کیدای شی له ده نه بهتره کوم څوک راشی. او یا هد اقل دده د پوهی ۷۰٪، ۸۰٪، ۵۰٪ ولری. زما مقصد دادی چی موږ تاسی باید خپل نهایی کوښښ وکړو چی خپل دین پوره زده کړو ځکه د اسلام دین د ژوند بهترینه لارده او ددی لپاره چی وکولای شی چی په نوموړی طریقه ژوند وکړی نو لازمه ده چی په نوموړی لار صحی او پوره وپوهیږی. ایا پوهیږی چی موږ تاسی له نورو امتونو څخه ولی غوره امت یو؟ نور امتونه به وروسته او موږ تاسی به انشاالله له ټولو مخکی جنت ته داخلیږو دا ولی؟ نورو امتونو ته اجر او ثواب د هغوی د عمل په مثل او موږ تاسی ته څوچنده اجر او ثواب دیوه نیک عمل په مقابل کښی راکول کیږی دا ولی؟ دا ځکه چی یو له مهمو علتونو څخه یو مهم علت دادی چی له پیغمبر ص څخه وروسته بل کوم نبی د آخرت تر ورځی پوری ندی راتلونکی او کوم دعوت او جهاد چی د حق دین د نړی خلکو ته د رسولو په خاطر زموږ ګران نبی ص را شروع کړی وو هغه ته موږ یعنی دده ص امت باید ادامه ورکړی او دا د هر مسلمان له مهمو وظایفو څخه ده چی دی باید دعوت وکړی او خلک وحقی لاری ته د اسلام راوبلی. دا یو خاص مسولیت دی چی د حضرت محمد ص د امت په غاړه دی. نو ځکه کوم خلک چی دعوت کوی باید اول په خپل دین پوره پوه اوسی. او دعوت هر ځای سړی کولای شی، که یو غیر مسلمان ستا څخه کومه مسله ددین پوښتنه وکړی او ستا یی ځواب نه وی زده نو دا به څومره د خوابدی ځای وی چی یو غیر مسلمان ته هم موږ تاسی د خپل دین په هکله قناعت نه شو ورکولای. ایا د امام بخاری صاحب په احوال خبر یی چی څرنګه یی نوموړی مجموعه د احادیثو چی په اسلام کښی له ممتازو کتابونو په جمله کښی راځی لیکلی؟ په څه تکلیفونو او غربت کښی یی را جمع کړی؟ داسی چی هر حدیث چی به یی لیکه نو به یی اودس ورته تازه کاوه او بیا به یی لیکه. ایا ده ته چا ویلی وو چی ته به حتما دغه کار کوی او یا دا ستا مسولیت دی چی احادیث به راجمع کوی؟ ایا دغه اشخاص چی پورته یی تاسو ذکر وکړ چا ودی ته مجبور کړی وو چی دغه مسلک ځان ته اختیار کړی؟ ایا دوی د مور له نس څخه دا پوهه له ځانه سره راوړی وه؟ الله ج وایی چی زما بنده څه رانه وغواړی (البته مشروع شی) نو زه یی ورکوم. که دی دنیا خوښه وی او دا یی نیت وی چی دنیا لاس ته راوړی نو به دی صرف دنیا لاس ته راوړی او که دی آخرت له ځان دپاره خوښ کړی نو دی به آخرت لاس ته راوړی. نو که سړی ددی نیت وکړی چی زه به خامخا په دین پوره معلومات ترلاسه کوم نو زما په اند چی که د الله ج خوښه وی نو به خامخا و ده ته توفیق ورکړی چی نوموړی هدف ته ځان ورسوی. په دی خو موږ تاسی پخه عقیده لرو چی دنیا د امتحان ځای دی او ابدی شی آخرت دی. نو که ستا څخه الله ج په ورځ د آخرت پوښتنه وکړی چی: ښه وایه ما تاته هم ښه صحت درکړی وو، وس می درکړی وو، دماغ می درکړی وو، زمینه درته مساعده وه، په آخره زمانه کښی می له انترنیټ، کتابونو او نوره څخه برخمن کړی وی له دی سره سره ولی دی په دین ځان پوره پوه نه کړ نو ته به څه ځواب ورکوی؟ ایا ته به ورته وایی چی زما لمونځ روژه، زکات،حج زده وه او ددی کارو له پاره وهاج صاپی صاحب وو نو ځکه ما دا کار ونه کړ؟ زه نه وایم چی نور علوم دی انسان زده نه کړی خو زما مقصد دادی چی لومړی باید سړی خپل د ژوند هدف وپیژنی او دا نور بیا دومره آسانه کیږی چی سړی به پوه هم نه شی. او الله ج توفیق ورته ورکوی. نو لکه څرنګه چی زموږ تاسی د دعوت وظیفه په غاړه ده نو ځکه باید دعوت ته هر وخت چمتو اوسو.

[color=blue:a51216fef6]پاتی شوه داستاذ وهاج صافی صیب خبره نوهغه یو بااستعداده ،صادق ،مخلص ،غیرتی او پوه عالم دی ولا نزکی علی الله احدا په هغه الله خبل رحم کړی من اراد الله به خیرا یغقه فی الدین هغه ټول عمر علم ته وقف کړی او الله دی درجي ته رسولی .[/color:a51216fef6]

بیشکه استاد وهاج صافی صاحب الله ج دی درجی ته رسولی دی خو دی چا ودی مسلک ته په زور باندی نه دی اړ ایستلی، دا صرف لکه څرنګه چی دی خپل مسولیت پیژنی او د ژوند په مقصد پوهیدلی دی او پوهیږی چی دا دنیا د امتحان ځای دی نو ځکه یی خپل ژوند و دین ته وقف کړیدی. او زه یقین لرم چی الله ج به له هغه چاسره مرسته وکړی چی ددین په لاره کښی زحمت باسی چی هر څوک وی. او الله ج دداسی کسانو نومونه نه دی مشخص کړی.

[color=blue:a51216fef6]ښه سبا که یو سړی داسي سوال وکړي چه :

یوروغتون کی دوه ښځي بستري شوي او دواړو اولاد (بچی ) وشول او دادواړه ښځي پيهوشه شوی ديوي ښځي ځوي وشو او دبلي لور خو دوي داوړو ښځو ته نده معلومه چي دچا لور وشوه اودچا ځویی او درورغتون نرسانو ته هم نده معلومه ځکه چی ماشومان کمږوری ول او هغوي یی په ښیشه کی ایښي ول هغه نرسانی چا چي دا ماشومان په ښیښه کی ایښي ول په روغتون کي یی کار پریښود اوددي دواړو په ځايي نوري نرساني راغلي اوس ددي دواړو میند په منځ کي شخړه (لانجه ده )ده یوه وایی زما ځویی شوی بله وایی زما شریعت پدي کی څه وایی .

یا داسی پوښتنه وکړي چه:
ایا دالکروبیون ملایکی په نو م ملایکی شته ؟.
ولی د یوی ښځی شهادت دنیم سړی دشهادت برابر دی ؟
ایاصحابه رضی الله عنهم معصوم دی؟
هغه کوم ایاتونه دی جي حکم یی باقی دی اړ یات نشته یا ایات شته خو حمم یی منسوخ دی ؟
داسی په میلیونو سوالونه دی چي هر سړي یی جواب نشي ورکوي صرف د فقهاوو مفسیرینو او یا محدیثینو پوري ارتباط لري .
[/color:a51216fef6]

ښه که په نوموړی لانجه کښی ته حاضر و اوسی او فرض کړه چی مفتی نه وی او چی ته په مفتی په سی لاړ شی او تر څو چی راځی نو د هلکانو پلرونود هلکانو پر سر یو اوبل سره وژلی وی نو بیا مسولیت د مفتی دی چی حاضر نه وو او که ستا چی په نوموړی مسله نه پوهیدی؟ او یا مثلا مفتی صاحب هم خو ماشین نه دی حتما غلطی ځنی کیږی او احتمالا مسله صحی حل نه کړی او یا کومه اشتباه ځنی وشی نو پدی صورت کی چی کوم بل یو نه وی چی نوموړی متوجه کړی نو بیا خو ټول مسول شول. او یا مثلا کلی کی ملاصاحب په اشتباه ووایی چی د چرګ په مرداری سره څاه نه مرداریږی نو پدی صورت کښی که بل څوک نه وی چی ملا صاحب ته ووایی چی غلطی دی کړیده نو دا خلک خو همداسی به رووان اوسی او لمونځونه یی ټول لاړل. او یا مثلا یو څوک قصدا یا په خطا کښی داسی حدیث ووایی چی اصلا چا یی روایت نه وی کړی نو پداسی صورت کښی به څنګه کوو؟ او بل داچی د دین په هکله چی کوم سوال درته پیدا شی نو حتما باید نومړی حل کړی او که داسی نه وی نو د آخرت په ورځ به په دی چی په کومه مسله کښی تاته سوال پیدا شوی وو او هغه همداسی لا ینحله پاتی شو او ستا په زړه کښی شکونه پیدا شوی وه نو ته به ګناهکار وی او دا چی ستا سره په ملیونونو داسی سوالونو وی نو دا خو ډیره جدی موضوع ده او ژرتر ژره یی باید د حل په لټولو کی شی. خو ځینی سوالونه چی د انسان تر پوهی اچت دی هغه باید الله ج ته وسپارو.

[color=blue:a51216fef6]وروره زه ستا په مقصد ښه پوه شوي یم تاسو داسي لیکلی وه :

٭وروره په اسلام کښی د ملا په نامه کوم شی نشته، کوم څوک چی په اسلام ډیر پوه ته عالم ویلی شو٭
[/color:a51216fef6]

زه اوس هم پر خپله خبره ولاړ یم، هغه ملا چی اسلام صرف په ځان پوری محدودوی هغه ملا په اسلام کی نشته. او زموږ په ټولنه کښی همداسی شخص ته ملا ویل کیږی.

[color=blue:a51216fef6]
بهر حال یو سوال درنه کوم ؟
اول ځل په اسلام کی سلام چا رواج وګرځاوه او په کوم کال ؟
[/color:a51216fef6]

ستا د سوال په ځواب کی باید ووایم چی اول ځل سلام الله ج کله چی آدم علیه سلام خلق کړ و هغه ته وروښود او ورته یی وویل چی ستا د اولادی روغبړ به په همدی کلمه پیلیږی. اودا چی کوم کال وو دغه د هغه علم خپله الله ج ته دی. هیله ده چی ځواب می صحی وی.

وروه زه خپله هم کوښښ کوم چی خپله پوهه ددین په هکله زیاته کړم. یعنی زه ځانته دا نه وایم چی زه نو ګواکی په اسلام پوره پوهیږم خو دا می د ژوند له مهمو اهدافو څخه دی چی په خپل دین خپل ځان پوره پوه کړم. ډیر شیان دی چی شاید اوس هم زه نه په پوهییږم خو انشا الله د خدای په فضل چی څرنګه ورسره مخ کیږم نو ځان ته به یی حلوم او کوښښ به می داوی چی ځان په دی هکله یو ځای ورسوم. نو دا به عجیبه نه وی چی ته یو سوال وکړی او زه درته ووایم چی نه پوهیږم.

ډیره مننه


Lotfollah
05.11.2009

سلام علیکم
[quote:c946ab8992="ميوند ننګيال "]ښه سبا که یو سړی داسي سوال وکړي چه :

یوروغتون کی دوه ښځي بستري شوي او دواړو اولاد (بچی ) وشول او دادواړه ښځي پيهوشه شوی ديوي ښځي ځوي وشو او دبلي لور خو دوي داوړو ښځو ته نده معلومه چي دچا لور وشوه اودچا ځویی او درورغتون نرسانو ته هم نده معلومه ځکه چی ماشومان کمږوری ول او هغوي یی په ښیشه کی ایښي ول هغه نرسانی چا چي دا ماشومان په ښیښه کی ایښي ول په روغتون کي یی کار پریښود اوددي دواړو په ځايي نوري نرساني راغلي اوس ددي دواړو میند په منځ کي شخړه (لانجه ده )ده یوه وایی زما ځویی شوی بله وایی زما شریعت پدي کی څه وایی .
[/quote:c946ab8992]
الحمد لله نن د طبابت په برخه کې دبشریت پوهه دومره ده چې دا ډول ستونزې د جینېتیک د آزموینې له لارې په ډېره آسانۍ سره حلولئ شی.
هسې چې نن سبا محاکم د جنایي پېښو په هاوارولو کې لدې امکاناتو څخه استفاده کوی کیدای شی د یاد شوې ستونزې په حلولو کې هم له دغو تسهیلاتو څخه استفاده وکړي.
په درنښت


میوند ننګیال
07.11.2009

سلامونه !

محترم سردار صیب !

داد امام بخاری رحمړ الله علیه دمعلو ماتو نه ډیره مننه .
که دا ووایی چی دا کتاب یی دڅومره احادیثو نچوړ دی (خومره احادیث یی راتول کړی ول ) او په څوکالو کی یی لیکلی وه او د امام بخاری رحمة الله علیه دا مشهوره خبر ( قال بعض الناس ) دچا په باره کی ده او علما‌‌ءڅه وایی .

محترم ساینسپوه lotfollah صیب !
دا کوم ساینس چی ته یادوی دا الله پاک مونږ ته دنن نه څوارلس سوه کاله مخکی راښودلی .
دا یو سوال خو به دی ساینس حل کړی نو سوالونه به څنګه کوی .



ع کريم حليمي
07.11.2009

السلام علیکم و رحمة الله
محترم او مکرم میوند ننگیال صاحب ښې هیلي مي ومنه
( قال بعض الناس )
هو ! چابه پوښتنه کړې وي أين الله ؟‏ او جواب به یی ورکړي وي چه : الله في كل مكان‏
معنیٰ یې داسي نده چه الله فزیکلي هر ځای دی ! مطلب یی دا دی چه پر هره نقطه حاکم دی او قدرت لري ، دا د کفر خبره نده او له نصوصو سره یی ټکر نسته ، ، چه احنافو ویلي : الله في کل مکان
الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى ، باندي په غیبو ایمان لرو ، او په معنیٰ او تأویل یی نه پوهيږو ، په خپله رب العزت او دده رسول پوهيږي چه علی العرش استوی ، معنیٰ څه !!
درنښت


میوند ننګیال
09.11.2009

دقدروړمحترم حلیمی صیب !
کور موودان خو زما پوښتنه دا نه وه .

زما د امام بخاری قول ته اشاره وه بهرحال کور مو ودان اوسه .


Lotfollah
09.11.2009

سلام علیکم
[quote:436af9cb21="ميوند ننګيال"]

محترم ساینسپوه lotfollah صیب !
دا کوم ساینس چی ته یادوی دا الله پاک مونږ ته دنن نه څوارلس سوه کاله مخکی راښودلی .
دا یو سوال خو به دی ساینس حل کړی نو سوالونه به څنګه کوی .
_________________
اطاعت داولوالأمرځکه نکړم
[color=blue:436af9cb21]خلیفه دزماني په زړه کافر دی[/color:436af9cb21].[/quote:436af9cb21]
زما بحث هم پر همدغه یوه سوال باندې و چې تاسو مطرح کړﺉ و. نو دانور سوالونه به انشاءلله لکه تاسو محترم غوندې ده ملایان چې د زړونو نه دخبرا دعوا هم کوي حل به کړي !

والسلام


احمدبلال
14.12.2009

اسلام علیکم!
ع کریم حلیمي او جلال احمدزی صیب دځواب ځخه مو یو جهان مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more