د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

امام ابوحنیفه رحمة الله عليه په نسب جټ دی که تاجک

larghonay laraway
31.10.2009

السلام علیکم!
وروڼو زه یوه داسې موضوع بحث ته وړاندې کووم چې کیدای شي دفورم د ډېرو مینه والو به خوښه نه شي خو زما لپاره یوه پوښتنه ده او باید حل لاره یې ولټوم.
ولې باید یادونه وکړم چې زما مطلب د چا سپکاوی نه بلکې د موضوع څېړل دي.

دایرة المعارف اسلامي لیکلي چې (امام ابوحنیفه په قوم ... دی. او دا ... په افغانستان کې د پاړسیوانو یوه داسې قبیله ده لکه ...............‌.
که په دې اړه چاته معلومات وي نو هیله ده چې موضوع روښانه کړي.
بله دا چې ایا د امام ابوحنیفه په مسلک کې په جټ پسې لمونځ کېږي. یعنې د جټ امامت سهي دی او کنه؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

موږ به دصبر او طاقت خواستونه کوو
حلیمي


محمد احمد حمي
31.10.2009

لارويه وروره ستړى مشي.

زما په ګومان
دتحقيق تقاضا دا ده چي دهيچا خبره هم بې دليله ونه منل شي، دا چي دائرة المعارف ليكلي دي........ الخ ودي نه ليكل چي كوم دائرة المعارف كم ټوك او كمه شمېره پاڼه ، دا بايد وليكي ، تر څو چي موږ هم رجوع ورته وكړو.
ددې څخه وروسته به وګورو چي آيا دائرة المعارف په دې اړه څه شواهد وړاندي كوي، كه يې وړاندي نه كړي او يا كمزوري شواهد وړاندي كړي نو خبره يې نه منل كيږي.

بايد ووايم چي عامه نظر دادى چى امام ابو حنيفه رحمه الله تعالى دفارس له اړوندو قبيلو څخه دى او عجم دى، چي دا خبره هرځاى او په هر تاريخ كي ليكلي ده، خو دا چي په فارسيانو كى دى څوك دى؟
په خپله يې هم تحقيقي جواب نه لرم، او فكر كوم چي دا جواب موندل يو ستونزمن كار دى.

بله مسئله دذكر شوى شخصيت دامامت

دامام ابو حنيفه رحمة الله عليه په مسلك كي په هغه سړى پسي چي په دائمى ډول په فسق كي مبتلا وي لمونځ مكروه دى ، البته صحيح دى ، دليل يې: صلوا خلف كل بر وفاجر ، حديث شريف دى، خو دبل قابل شخص دنه شتون په صورت كي بالكل صحيح دى.

په دې اړه دزياتو مسئلو دپاره رجوع وكړه وفتاوى دار العلوم ديوبند ته دريم ټوك ، دريم فصل: دچا امامت صحيح دى او دچا دا نه دى صحيح ، مخ 89 .

ديادونى وړ ده چي فتاوى دار العلوم ديوبند په لاندي پاڼه كي په بشپړه توګه پر ليكه شويده او هر ورور كولاى شي چي خپل كمپيوټر ته يې كښته او مطالعه يې كړي.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4974


watanmal
07.11.2009

ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

larghonay laraway صيب اراده مى وكړه چى د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه
په اړه څه وليكم خو په همدى فورم كى مى ډير څه پيدا كړل نو له تاسى سره
به يى شريك كړم :

لاندى لينك باندى كليك وكړۍ او د محترم طالب جان صيب ليكنه ولولۍ

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=427

په مينه
وطنمل


رښتینی
07.11.2009

لاروی صیب دالنډ څواب به یو څوک درکړی چی امام ابو حنیفه څوک دی
تاسو دومره عذرونه ولی لیکلی دی چی ګواکی دچا سپکاوی دی مخه نده
یابه داموضوع دځینی ګډونوالو خوښه نشی ؟

جټان خو په په پنجاب کی یو قوم دی او تاجک معروف قوم دی نو په دی کی کوم مشکل دی دا چی پښتانه جټانو ته په سپکه ګوری یا یی تاجک نه خوښیږی
دا په تش قومی غرور ولاړه تیوری ده اوددی په پوچوالی کی شک نشته
ځکه هغوی هم دپښتنو په څیر انسانان دی ښه یی ښه او بد یی بد دی

لکه تا چی یو وخت د احمد شا بابا په موضوع لیکنه کړی وه او ویلی دی و
چی پښتانه لیکوالانو په نوښت نه پوهیږی او په زړو خبرو لګیادی نو ستا
دا لیکنه خو تر زړو زړه ده د امام ابوحنیفه د ژوند داسی ځلانده اړخونه شته
چی کتابونه پری لیکل شوی دی تا په هغو کی باید کومه دکار خبره چڼلی وی
او بحث ته دی وړاندی کړی وی دا چی هغه جټ و که تاجک زما په اند
دبحث له پاره وړاندی کول یی مهم نه و او که خپه کیږی نه نو ګومان کوم
کوم بل جنجال ته دی اراده کړی ده :)
ستاد بریا په هیله


عادل عادل
08.11.2009

سلامونه

درنو د بحث ګډونوالو او ګران ورور حامد صیب

[color=white:87758241f1]وخوره ! .. او ... ونغره !![/color:87758241f1] یو مفهوم افاده کوي، خو د اخلاقي لحاظه ځمکه او اسمان فرق کوي.

ګومان کوم چې دغه ښاغلي د تیر په څیر یو ځل بیا ځان خرڅلاو ته عرضه کړئ دی، ددغه بحث د پیل نه خدای ته مالومه ده چې تر څومره فشار لاندې مې د سکوت او صبر لاره غوره کړې وه، پدې تمه چې د خدای یو بنده به دغه ګستاخ ته ادب وښایي.

زه نه یم خبر چې دغه ښاغلئ څومره ښکرور دئ چې هم ګستاخي کوي او هم د بحثونو اکثریت ګډونوالو ته منلئ دی ؟ اوس خو د بحث په مختلفو فورمونو کې ورته د چلوونکي دنده هم سپارل شوې ده؟؟

زه نه غواړم ځان ورسره یو ځل بیا په جوال کې واچوم او نه هم زما دا لیکنه دده لپاره د ناندریو بلنلیک دی، بس دومره به ووایم چې د هر چا دې الله پاک په خپل نیت شپه کړي، او مونږ ټولو ته دې خدای د هدایت، خیر او فلاح لاره وښیي، آمین

په درنښت


larghonay laraway
08.11.2009

السلام علیکم!
وطنمل صیب ستاسو راپه ګوته کړی لینک مې ولوست په رښتیا چې طالب صیب د حضرت امام ابوحنیفه په اړه ښه لیکنه کړې وه زما هم تسلي وشوه.

حامد صیب ته! وروره د هیڅ جنجال رامنځته کولو نیت نه لرم. بله دا چې تاسو د نوښت خبره کړې، د امام ابوحنیفه رح په اړه مې همدا خبره نوې اوریدلې وه. او ګوره وروره نوښت په دنیاوي کارونو کې غواړم. اسلام خو د هرې ورځې او هر وخت سره برابر دین دی نو په اسلام کې نوښت به بدعت وي چې بیا خدا مه کړه مبتدعین ونه شمېرل شو.
مننه
ستاسو لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more