د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د تجويد د زده کړی لنډه آنلاين دوره

شاکری
27.10.2009

د تجويد د زده کړی لنډه آنلاين دوره
ګرانولوستونکو د اسلامې ښوونې مينه والو!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
څوک دې دا فکر نه کوي چې د تجويد علم به يواځې د حافظ او قاري زده وي
بلکي د تجويد د علم زده کړه او عملي کول يې په لمانځه او دهغه نه بيرون پر هر مسلمان فرض ده ، په هره ورځ کې پنځه لمونځونه او په هر لمانځه کې قرأئت فرض دي .

دغه دزده کړي آنلاين دوره په لاندې ډول ده :
د تجويد د زده کړي متن چې ډيرو معتبرو کتابونو څخه راټول شوی دی يوه يوه برخه به خپريږي اوتر دريو ورځو به باقی وي .
د عملی مثالونه لپاره مو نړيوال معتبر سافټوير، ويديو ، انلان تجويد او نور ځای پر ځای کړي دي .
له تاسې څخه يواځې د ورځې 10-20 دقيقو يا څه ذيات وخت غواړي اوبس .
دغه دوره فقط څو ورځې وخت نيسی ډيره لنډه ده ولې ان شآء الله چې ګټی به يې بيخې ډيري وي .
دتجويد د زده کړي لوموړي برخه http://dawat.katib.org/node/212

آنلاين اسلامې لارښود



ع کريم حليمي
27.10.2009

مکرم شاکري سلام علیکم و رحمة الله
په دواړو دارینو کي کامیابه اوسې ، آنلاين اسلامې لارښود ته درغلم ، څه واړه واړه مشکلات لرئ
کوښښ وکئ څه چه لیکئ یوار ئې پخپله هم ولولئ ، او بلخصوص د قرآن مجید آیتونه
ستاسو په سایټ داسي لیکل سوي چه :
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُ่نَ تِجَارَةً عَن تَرَاطٍ مِّنكُمْ )
پورته آیة په غلطه املا ليكل سوې ، لیکل يې هم مهم دی لکه تجوید ، مهم جدا جدا

يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا أَمْوالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْباطِلِ إِلاّ أَنْ تَكُونَ تِجارَةً عَنْ تَراض مِنْكُمْ وَ لا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كانَ بِكُمْ رَحيماً

په درنښت


ښاغلي مولوی صاحب

شاکری
27.10.2009

ښاغلي مولوی صاحب او ګرانو لوستونکو!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

ښاغلی مولوی صاحب ستاسې له حسن نيت نه مننه کوم الله تعالی مو په دارينو کې کامياب لره
داسلام لومړي خليفه ابوبکر صديق رض د خلافت په شروع کې خلکو ته وويل :
که زه ستاسو نيوکو او شکاياتو ته غوږ ونه نيسم نو په ما کې خير نشته او که تاسې زما غيبونه او خلاوي را ونښيې نو بيا پر تاسې کې خير نشته .

ستاسو نه مننه چې زمونږ خلا مو په نښه کړه
په دې باندې بې حده ډير خوشحاليږي او فوراً مو اصلاح کړه
http://dawat.katib.org/node/98


محمد احمد حمي
27.10.2009

ډيره ښكلى لړۍ دي شروع كړيده ، وروره الله جل جلاله دي مل او مرستيال شه.


شاکری
07.11.2009

د تجويد د زده کړی دريمه برخه مخارج
د هيجا د تورو د مخرجونو پيږندل په علم تجويد کې يوه آساسي برخه ده
http://dawat.katib.org/node/219


watanmal
07.11.2009

ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

شاكرى صيب ښه لړۍ مو پيل كړى ، د الله څخه درته اجر او كاميابى غواړم
د حليمى صيب نيوكه مى ولوسته نو ستاسى پدى بريښناليك hamdullah.610@gmail.com
مى د قرآن كريم په MS word پروګرام كى ليكل شوى نسخه دروليږله
هيله لرم چى استفاده به ترينه وكړى او په ثواب كى به مو شريك كړى

په مينه
وطنمل


شاکری
14.11.2009

ښاغلی داکتر وطنمل صاحب
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ستاسې راليږلی کلام الله مجيد مو تر لاسه کړ
اجر يې لوی او متعال خدای ج ته سپارو
متعال خدای ج مو په دنيا او آخرت کې سرلوړی ،کامياب ،باعزته او باوقار لره
خدای ج مو د ايمان په ستر نعت خوشحاله کړه .


شاکری
14.11.2009

د ټول افغان د اسلامې بحثونو څانګی ته راغلو ميلمنو!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
دساکن نون او تنوين احکام مو هم پر ليکه کړل http://dawat.katib.org/node/226

ګرانو! مونږ دا نه وايو چې تاسې به تجويد نه وي لوستی او يا به موزده نه کوي
بلکی زمونږ هدف ددی نه يو ياد دی چې عملی کولو ته يې فکر من شو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more