د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانان عيسايان شو((عکسونه ))

mahboob
22.02.2004

دادهغه افغان اودهغه دكورني عكس دي چي داسلام له مقدس دين نه اوښتي او دمسيحيت منسوخ سوي اوتحريف سوي دين يي منلي دي.
دفرانسي دخبري اژانس ديوه وروستي خبر له مخي صادق مير دكابل اوسيدونكي دي اوشل كاله مخكي پاكستان ته راغلي خو په دي وروستيو وختونو كي يي دOIM دموسسي دمسيحي مبلغينو دپرله پسي كوششونو اوتبليغ له امله دمسيحيت دين قبول كريدي.دهغه دوو ورونو وار له مخه اسلام پري ايشي وو.امريكا هغوي ته دخپل دين دبدلولو له امله په سملاسي ډول سياسي پناه وركړه اوهغوي اوس هلته ميشت دي.
خو صادق ميرونه كولاي شول چي دستمبرديولسمي نيټي دبريدونو له كبله په سملاسي ډول امريكا ته لاړشي.دبي بي سي دفارسي سرويس سره دخبرو پرمهال صادق مير زياته كړه چي هغه په كابل اوپيشور كي دخپلو گاونډيانو دبدي رويي له امله خورا په تكليف كي وو.دي وايي چي زه بيريدم چي اسلامي سخت دريځي به مااوزما كوچنيان ووژني ځكه مي نو له امريكا نه دسياسي پناه غوشتنه وكړله خو كله چي دامريكا سفارت ته ورغلم نو په هماغه ورځ په امريكا باندي بريد وشو اوزما كارمعطله شو خو دوه كاله وروسته د OIM دموسسي په همكاري زه دفروري دمياشتي په ديارلسمه نيټه شيكاگو ته راورسيدلم.
صادق مير زياته كړه چي دهغه دوه نور وروڼه هم په امريكا كي دژوند اوكار ددايمي حق ترلاسه كولو لپاره له اسلام نه اوشتي وو او اوس دلته خورا خوندور ژوند لري.
صادق مير چي شپژ اولادونه لري په شيكاگو كي څرگنده كړه چي سخت دريځو په افغانستان كي پدي وروستيو وختونو كي زما دوه تنه افغان ملگري چي مسيحيان شوي وو ووژل.
پدي اړه دنورو زياتو خبرونو دكتلو لپاره دغه لينك وگوري.
www.watandar.com
www.afghantimes.com
www.bbcpersian.com/afghanistan
[img:16bc8ce195]http://www.hazaragimagazine.com/afghantimes/images/mir.jpg[/img:16bc8ce195][
[/img]http://www.hazaragimagazine.com/afghantimes/ac_archive/dari_archive.htm/13_2__pesh%20couple.jpg[img]]


خاټول
23.02.2004

[color=darkblue:8789c9a396] ضياجانه وروره رښتيا ډيردافسوس ځاي دي چي يومسلمان دي دمادياتودپاره خپل برحق دين پريږدي اومرتد شي اوس ښاي چي موږدي ټکي ته ځيرشوچي په اصطلاح دانړيوالي مرستندويه اداري ايا رښتيا هم دوي يواځي انساني مرستي کوي اوکه دمرستوپه بهانه دايمانونوسوداوي ؟؟؟؟.[/color:8789c9a396]


hotak
23.02.2004

پكه دادي لا بله سپكه.
له دغو دله گانو يو عيساييت پاتي شو او هاغه دي له خيره سره درته عيسايان هم شول.
خدايه نوڅه وكړو.چي تا داراته ليكلي دي نو موږ به څه پكي ووايو.



ع کريم حليمي
23.02.2004

ګرانو خوند ، وړونو سلام !
مسلمانانو وه کولايسوای چه 30000 عيسويان د 911 ورسته مسلمانان کړی ٠ او اکثره ئی اؤس کوښښ کوي
چه خپل فاميلونه هم اسلام ته راوغواړی ٠
هيڅ عجبه خبره نده ٠ دا عجبه خبره ده ٠ چه هرهفته د نيويارک په مساجدو کی د جمعی تر لمانځه ورسته
د ښهادت کلمه وايی او ايمان راوړی ٠ په دغه يوه يا دوو فاميلو د اسلام ګراف نه راکښته کيږی ٠
هغه وخت تشويش خبره به وای ٠ که اسلام زموږ جوړکړی دين وای او خلاوي ئی در لودلای ٠ نو زموږ د پاره به خطروای ٠ هو ٠ دومره به و کړی چه په چرچ کی به ئی و دروي او و به وائی چه مسلمانانو کی بد مسلمانان هم سته٠ چه دا عامه خبره ده ٠ چه اسلام پاک ! او بعضی بوسولمانان خيرن دی٠
دا موږته خپل نبی ويلی دی چه فقر انسان کفر ته اړباسی ٠
پر هر افغان لازمه ده ٠ چه د خپلو فقرانو علاج و کړی ٠ کنه ډير نور به هم عيسويان سی ٠ موږ ئی مسئول يو ٠
نوټ ٠ دغه فاميل دمخه منافق وو ٠ اصلأ ئی د ځانه سره ئی ښه وکړی ٠ چه کافران سوه ٠ ولی چه بيا هم کفر ښه
دی تر منافقت ٠
حليمي


جاويد لودين هم مسيحي دي

hotak
24.02.2004

داخو لا څه كوۍ.تيركال زه په كابل كي وم.په ارگ كي يوه اداره ده داداره امور په نامه.دهغي كار دولس مشر لپاره داړوندو چارو سمون دي.په ارگ كي دمقرريو او تعيناتو كارهم ددغي اداري په لاس كي دي.ددي كار لپاره هغوي داستخدام په نامه يوه بيله شعبه پرانستلي ده.ددي شعبي مشرزما ملگري دي او له ماسره يوځاي يي وړم كال په پاريس كي دEmployment strategy in developing countries په نامه كورس اخيست.هغه اوس له خيره سره دملگروملتونو له لوري دكرزي صيب په اداره كي دخپلي بي ساري تجربي په مټ داستخدام رييس دي.هغه ما ته څرگنده كړه چي دكرزي صيب وياند جاويد لودين پخپله هم دعيسويت دين خپل كړيدي او كه نه يي منۍ نو ورقي به يي همدا اوس درښكاره كړم.
زه پدي سباورځ دهيوادمل صيب ليدلو ته ورغلم.له هغه نه مي دموضوع دڅرنگوالي پوښتنه وكړه هغه هم راته عين څه وويل البته زياته يي كړه چي مادغه حالت پخپل وخت كي كرزي صيب ته ووايه خو هغه هم(دلته نو هيوادمل صيب ماته وخندل او ويي ويل)ستاسي قندهاري دي او ښه ځوانان له ځانه سره سات خوند وركوي.په اولو ورځو كي يي يوهيئت تعين كړخو وروسته هغه هيئت له خپل هيئت سره ختم شو او پدي ترتيب داخبره هم دلته ختمه شوه.
ديادولو وړده چي ملگري ملتونه دافغانستان دبياودانولو په لړكي هغو افغانانو ته چي له اسلامه پرته دبل دين پيروكاروي دوه گوني معاشونه او نور امتيازات وركوي ځكه نو لودين صيب هم ښايي دهمدي لپاره خپل دين پري ايښي وي. موږدي خداي پاك له دغسي دله گي وساتي.كه هرڅومره بيدينه يو خويوه خبره ده مسلمانان خو شكر دي يو.دخداي په يووالي اوقدرت پوره ايمان لرو.


افسوس او ډاډ


Kliwal
22.06.2004

د افسوس خبره ده چه كلك او په اسلام مين افغانان خپل دين پريږدي او بل قبلوي، خير د حليمي صيب خبره په دي د اسلام كور نه ورانيږي صرف افسوس ددوي په حال دي .
تاسي د مسلمانانو اوسني په غمونو، دردونو او كړاوونو كې ډوب حالت ګوري، ټولې كفري نړي په اسلام پسي را اخستي،خو لدي سره سره تر اوسه كوم مسجد چا ندي خرڅ كړي پداسي حال كي چه ډيرې كليساوې په مسلمانانو خرڅي شوې په ځاي يې مسجدونه اباد شوي، دا خو پريږده چه په اټكلي حساب هره ورځ 20 كسان په افريقا او 8 كسان په فرانسه كې مسلمانيږي امريكا او نوراورپايي هيوادونه هم پدي كچه درواخله
ياني پدي حالت كې چه نور خلك د اسلامي دين منلو ته زړه ښه كوي او قبلوي يي ددي كلك دليل دي چه اسلام حق دي او د كاميابي شپي يې هرومرو راتلونكي دي ((( په هره شپه پسي سبا راتلونكي دي، څومره چه شپه تياره وي هومره يي سبا روڼ وي)) دي همدې رڼه سبا په هيله. {{ او زما يوه هيله داده چه راځئ د اسلام په اړه سمه مطالعه وكړو}}


دا زمونږ ګناه ده

لونګين
22.06.2004

ورونو ډير خلک له مجبوريت څخه په خوله عيسوي کيږي او په زړه کې مسلمان وي.
دا زمونږ او تاسو د سياسي او اقتصادي سيستم ګناه ده.
خو په هر َصورت دغه يو ډير دوؤس او دله کار دي او د شرم او مر ګ ځاي دي چې سړى
د پلار او نيکه لاره پريږدي او بله لاره غوره کوي.


اسلام دوست
06.07.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
هغه متل دی چي (دوستان که ډيروي هم کم دي اودوښمن يوهم زيات دی )
حليمي صيب دارښتيادخوښئ خبره ده چي غيرمسلمانان داسلام مقدس دين قبلوي ٠خوولي بياهم که هرڅومره ډيرخلک ياغيرمسلمانان اسلام قبول کړي کم دي اوکه خدای جل جلاله مه کړه کوم يو مسلمان هم مرتدکيږي داهم ډيرزيات دی ،ځکه ديوتن غيرمسلمان کيدل په حقيقت کښي دهغه نژدي ټول راتلونکئ نسل غيرمسلمان پاتي کيږي ٠
بل پلودخدای جل جلاله وعدې سره سم چي غيرمسلمانان به هميشه په دوزخ کښي پاتي کيږي له همدي امله به داډيره تعجب اوحيرانتياوړوي چي يومسلمان خپل پاک دين پريږدي اوبل دين ته اوړي ٠
په داسي حال چي داخرت عذابونه دومره سخت دي چي دسړي سوچ اودماغ يی اندازه کولائ نشي ٠
نوبدبخته صادق ميراودهغه کورنئ دڅومره لويی بدبختئ ښکارشوه ،کاشکي صادق ميرلږسوچ اوفهم لرلائ چي خپل ځان اوکورنئ دومره لويی بدبختئ خواته نه رهي کړي ،باوروکړئ ماترډيروخته دهغوی عکس کښي په حيرانتياسره سترګې نيولي وي ،اوله خدايه جل جلاله سوال کوم چي خدايه مونږله داسي حاله وساتي ( امين ) ٠
که څه هم ځيني خلک دا فکرکوي لکه ( لونګين ) ورورچي ورته اشاره کړي چي ډيرخلک اقتصادي کمزورتياله امله داسلام پاک دين پريښودلوته اړوي ،خوزمافکراصلي عامل يی داځکه نه دی چي ډيرداسي غيرتي غريبا نان اوبيچاره شته چي دومره نلري چي بيګا ته يی وخوري ،خوکه داسلام څخه اوښتل دي ورته يادکړل که څه هم دډيرڅه په بدل کښي وي نوکه نورهيڅ څه يی په وس نه پوره خوله به له غاښونو ډکه کړي ٠
ځکه هغه به په اسلامي پوهه سمبال وي
،نواسلام څخه ديوچااوښتل دهغه په اسلامي پوهي کموالي دلالت کوي ،غريبانان مه ملامتوئ ،دقدرمن ورورهوتک صيب لکينه خوهم لږه وګورئ ،دکرزي وياند (جاويد لودين ) خوله لوږې نه مړکيدوچي داسلام پاک دين يی پريښوداوعيسويت يی خپل کړئ٠په پای کښي ويلئ شوچي دمرتدکيدواصلي اوعمده عامل داسلامي پوهي کموالئ دی ٠
نوراځئ چي مونږاوتاسوټول خپل اولادونه په اسلامي پوهي سمبال وروزؤو
خدای جل جلاله دصادق ميراودهغه کورنئ ته هدايت وکړي اوکه هدايت يی په برخه نه وي ،نوبيا خدايه يوځوان پيداکړي چي سرونه ورڅخه قلم اوسيده يی جهنم ته وره سوي ٠
په درونددرناوي

اسلام دوست



Adil watanmal
05.08.2004

د ګيډيو سلامونو او نيكو هيلو څخه وروسته
ګرانو لوستونكو دغه كورني چي د اسلام دين ئي پريښي دي او عيسويت ئي خپل كړي حقيقتاَ يو عمګين خبر دي نو دلته بايد دوه خبرو ته زير شو اول دا چي دا كورني د چا په دعوت عيسويان شويدي او دغه غربي مؤسسي چي په افغانستان كي په كار بوختي دي څه كار لپاره راغلي دي . ګرانو په افغانستان كي دا مهال په سلګونه مؤسسي عيسويت ته په دعوت باند مصروفي دي بلكي ده دوي هدف دادي چي افغانان بايد اسلام پريږ دي كه عيسويان شول او كنه ځكه اسلام هغه دين دي چي انسان مكمل عمل پري وكړي نو كفار په هيڅ صورت نشي كولي چي د خپل اثر لاندي ئي راولي نو د افغانستان په تاريخ كي هرو مسعمرينو له عقدوي جنګ نه ماتي خوړلي ده نو اوس چي افغانستان د صلبي لښكرو لخوا تر استعمار لاندي دي نو دوي كوشش كوي چي په هر ډول وي دغه خلق له خپلي پاكي عقيد څخه دمره لري يوسي چي بيا پكي دغيرت يوه زره هم پاتي نه شي چي څه پري كوي نو بيائي پري كولي شي .او د همدي هدف لپاره بيا يو ډول مؤسسي د فحاشي په خورولو باند مكلفي دي تر سو ځوانان مصروف وساتي او د شرابو او زنا عادت واخلي چي بيا ئي پريښودل ورته ډير ګران شي . كه تاسي پدي ورځو كي افغانستان ته لاړ شي خاص بيا كابل ته نو فحاشي دومره زياته ده چي د روسانو د استعمار پر وخت ددي نمايي ته هم نه رسيدله.
او دوهم بايد پدي فكر وكړو چي دغه كورني ولي عيسويان شوه؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
بعض ورونه پدي اند دي چي سبب ئي غربت دي خو نه ګرانو سبب ئي مستي ده ځكه دغي كورني اسلام د مادي شي لپاره پريښي دي او تر څو چي امريكا ته ځان ورساوي او بيا هغه سي دفحش زندګي تيره كړي كوم قسم چي دوي نه شوه كولاي چي په افغانستان كي تيره كړي خو يوه خبره ياده ولري چي افغانان په كرايه كيږي خو اخيستل كيږي نه نو دغه مؤسسه چي دغه كورني عيسويان كړي او پر دوي ئي دومر مصرف كړي چي امريكا ته ئي رسولي نو كه دوي لږ له ځان سره فكر وكړي چي دي كورني د يو څو پيسو لپاره هغه دين پريښود چي په كوم ددوي پلارونو او نيكونو عقيده وه نو كله چي پدوي دغه پيسي ودريدلي نو دوي بيرته د عيسويت نه اوړي او يا كه بل كوم دين والا ورته ده دوي نه زياتي پيسي ومنلي نو بيا به د هغوي ډول ته نڅا كوي. خو بيا هم د غه مؤسسه خپل هدف ته رسيدلي ده چي يوه افغاني كورني ئي د اسلام څخه وويستله .
عزتمندو اوس تاسي فيصله وكړي چي دغه سي مؤسسي په افغانستان كي د پريښودلو حق لري او كنه؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او پداس حال كي چي په افغانستان كي پدي ورځو كي د ايمانونو د خرڅولو بازار تود دي چي په مونږ د سر په سترګو ډير خلق وه ليدل چي ايمانونه ئي د يو څو ډالرو په مقابل كي خرڅ كړه دا خو يو بي تعليمه او جاهله انسان دي چي خپل ايمان ئي خرڅ كړو په افغانستان كي ډيرو مشهورو عالمانو او هغو چي ځانو ته ئي د اسلام ټيكداران ويل پدي تود بازار كي خپل ايمانونه په ډالرو بدل كړه او پدوي كي ډير دومره د ډير عمر خاوندان دي چي د خپلي بد بختي له وجه د جهنم د كندي په غاړه ولاړ دي چي څومره نصيحت ورته كوي هيڅ اثر پري نه كوي او په زړونو باندي مهرونه لږيدل دي او غوګونه ئي د حق اواز نه اوري او سترګي د حق ليدلو نه پټي كړيدي . بس زما پر وس خو نور څه نشته دومره به وه وايم چي الله دي ورته هدايت وكړي كه د هدايت وړ نه وي نو الله پاك دي افغانان ددي شرمونكونه زر په امان كړي او دوي دي د جهنم كندي ته زر ترزره ورسوي ((آمين))

د ازاد اسلامي افغانستان په اميد

عادل وطنمل


ziauddin
12.10.2004

محترمو دغه صادق مير اود دملګري چه داسلام مقدس دين پر يږدي او مرتد
كيږي ده ا فسوس ځاي دي خو محترمو داحالت به جاري كه دنورو اديا نو مبلغين
په افغانستا ن كي وجود ولري لكه دا اوس چه خارجي موسسات او او امريكايي
او برطانوي سري لښكري دا وظيفه سر ته رسوي محترمو دقدرت خا وندا نو خو دي
مسلي ته هيچ تو جه ونه كه او بعضي خو لا بيخي خپله هم و دي منحرف دين ته داوښتو په
حال كي دي نو څو چه موږ او تاسي له دي افته دافغانانو دخلا صون لاري وه نه لټوو
دا حا لت به جاري وي خو افسوس چه افغان په تا ريخ كښي اسلام رسان دي اوس اسلام
فروش شو لو يه خدايه دمظلوم اولس ناره واوري وسلام ضيأالدين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more