اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
بخارى، مسلم، ترمذى، ابوداؤد، نسائى، ابن ماجه (دزور، زير او پيښ لرونكى دايم ايس WORD په فايلونوكي ليكل شوى دركښت
محمد احمد حمي
20.10.2009
بخارى، مسلم، ترمذى، ابوداؤد، نسائى، ابن ماجه (دزور، زير او پيښ لرونكى دايم ايس WORD په فايلونوكي ليكل شوى دركښته كړئ).
http://rapidshare.com/files/295414677/Hadith_Top_Books_Bukhary_Muslim_Tarmizi_Abudawood_Nisaaiee_IbniMajah.zip.html
عادل عادل
20.10.2009
سلامونه
د لینک په متن کې مو املایی ستونزه ده، هیله ده چې اصلاح به یې کړئ
په درنښت
محمد احمد حمي
20.10.2009
نه پوهيږم څه ډول ستونزه يادوې ؟ آيا لينك سم كار نه كوى ؟
په يوازي كښېكښلو سره بس درته دكښته كولو پاڼه خلاصيږي.
مننه
..Ahmadzai
20.10.2009
جزاك الله خيراً كثيرا, وجعله في ميزان حسناتك
محمد احمد حمي
20.10.2009
آمين ثم آمين ، احمدزى صاحب يوه نړۍ مننه.
وهاج صاحب چي داسي ده نو دا خو ډير بد كار شويدى ، اوس زه هم په پوه شوم ، سمدستي به يې دوباره تصحيح كړم او پورته به يې كړم او بيا به نوى دكښته كولو لينك دلته كاپى كړم ، او دا ستاسي وظيفه ده چي لوړ لينك محو كړئ او نوى يې پر ځاى وروټومبئ، اوس سمدستي به دا عمليه سرته ورسوو ، ان شاء الله.
مينه او مننه
watanmal
22.10.2009
ورسته له سلامونو
وروره د لينك څخه دى مننه ، الله دى اجر دركړى، په اينده كى هم هيله درڅخه كوو
چى دا ډول علمى شيان راسره شريك كړى.
په مينه
وطنمل
شبيراحمد
15.11.2009
ټولوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم حميم صيب خداي دي دواړه جهانونه برابرکړه ډيــــــــــــــــره مننـــــــــــه
محترما که چېرته ددې کتابونودشروحاتوپه اړه کوم سايت اوياهم دښکته کوني لينک درته معلوم وي نودمهرباني له مخي يې راسره شريک کړئ
چي په داسي کولوسره به نوري دوعاګاني هم درپسې شي
په مينه اومننه
ستاسوشبيراحمد
watanmal
17.11.2009
ټولو لوستونكو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
شبير احمد صيب كولى شۍ چى د دى لينك څخه استفاده وكړۍ
http://islamport.com/index2.html
په مينه
وطنمل
شبيراحمد
17.11.2009
محترم وطنمل صيب سلامونه اونيکي هيلي مي ومنه
محترما ! ستاسو له راکړل شوي پتي څخه مي په دي نامه ( الإستيعاب في معرفة الأصحاب ) يوکتاب راښته کړخواوس يې په خلاصولونه پوهيږم چي داکوم فايل دى په پراپرټي کي يې يوازي ( BOK fil ) ليکلي دي
که دخلاصولوچل يې درته معلوم وي نودمهرباني له مخي يې راته وښيه
په مينه اومننه
ستاسوشبيراحمد
watanmal
19.11.2009
د قدر وړ شبير احمد صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروره كوم لينك چى ما په تيره ليكنه درته ليكلى وو هغه د مكتبة الشاملة وو،
نو د فايلونو چلولو لپاره د مكتبة الشاملة پروګرام ضروري دى ، د دى پروګرام
كښته كولو لپاره لاندي لينك وه ګورۍ.
http://islamport.com/ms.html
د پروګرام كښته كولو څخه ورسته Folder له rar څخه د باندى كړه او بيا په
shamela.exe فايل باندى ډبل كليك وكړه له انسټال كيدو څخه ورسته د كښته
كړى شوى كتاب Folder خلاص كړه د ايكن شكل به بدل شوى وى چى ډبل كليك
پرى وكړى نو كتاب به خلاص شى.
د مكتبة الشاملة پروګرام له لاندى لينك څخه هم كښته كولى شى ، ليكن په پورتنى
لينك كى د تفصيل سره دى.
http://islamport.com/e-shamela/e-shamela.rar
په مينه
وطنمل
شبيراحمد
04.04.2010
دټول افغان لوستونکواوپه خاصه توګه حليمي صاحب او وطن مل صاحب ته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترموکه دصحاح سته ؤ لينک يوځل راته تازه کړئ منندوى به مويم .
له يوه اشدضرورت وروسته ورپسي راغلى يم اول مي ښکته کړل خووايرس رانه خراب کړل .
خاوري شبير