اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تېرڅلوېښت کلونه اودافغانستان ښوونه اوروزنه (ځغلنده کتنه)
وصيل پېروز
19.10.2009
[size=18:63af633c2f]تېرڅلوېښت کلونه اودافغانستان ښوونه اوروزنه (ځغلنده کتنه)[/size:63af633c2f]ليکنه : استادکديخيلي
لومړی غواړودخپل هیوادديني زده کړوپه هکله لوستوونکوته معلومات ورکړولکه څرنګه چي زموږاستعمارځپلي هيواددژوندپه هره ساحه کي پرنووروتکيه کړې ده همدارنګه يې معارف هم راواخله . په نړيواله کچه هيڅ يوافغان هم پردې وياړنه شي کولای چي دی دافغانستان دکومې مدرسې ياپوهنتون فارغ التحصيل دی البته له هيوادڅخه بهريې که په ډېره ټيټه سويه هم يوڅه لوستلي وي حساب پرې کولای شي .
[color=darkred:63af633c2f]دديني مدرسوتعليمي نصاب :- [/color:63af633c2f]سره له دې چي دافغانستان خلک په نړيواله سطحه يومتدين اوپه خپل اسلامي دين مين ملت دی څومره چي لازمه ده هومره يې ديني علوموته پاملرنه نه ده شوې دهيواددننه ديني زده کړې خوراکمزورې وې . دبخارا(تاجکستان)،ايران،هنداوپاکستان په پرتله دلته داکاريوڅه ناشونی وودروسانوپه واسطه دتاجکستان داشغال اوپه شوروي پوري ترالحاق دمخه زموږدديني زده کړو يوشمېرمینه وال به بخاراته تلل اوهمدارنګه يوشمېرنووربه بيادپاکستان اوهندوستان په ديني مدارسوکي خپلې زده کړې بشپړولې له هغوځايونونه به که کوم فارغ التحصيل خپل هيوادته راغی نودخپل مظلوم ولس دديني زده کړودتندې ماتولولپاره به يې دخپل توان مطابق ياپه کوم جومات کي دېره شواوتدريس به يې کاوه اويابه يې هم کومه مدرسه پرانيسته لکه دغزني په ولايت کي (نورالمدارس) اوهمدارنګه په کوه دامن کي د (مسکېنيت) په نوم دوه مدرسې دي اوداسي نوورچي دعاموخلکوله خوابه تمويلېدلې ليکن دجلال ابادداډې اوکابل دامام ابوحنيفه دارالعلوم په څېرمدارس خومستقيماًددولت له خوااداره کېدل اودوخت دچارواکوقيوداوضوابط به پرې پلي کېدل،مستقله اوازاده پاليسي يې نه درلوده ددې ترڅنګ البته دافغانستان پوهنتونونوهم دشرعياتو دپوهنځي په نوم دديني زده کړوڅانګې درلودې .
دشرعياتودپوهنځيودمحصلينوقاطع اکثريت له هغوځوانانوڅخه عبارت ووچي دهيوادپه هره سيمه کي به دکانکورپه ازموينه کي پاتي راغلل . دافغانستان دديني مدرسودنصاب طرزهنداوپاکستان ته ورته وواوداځکه چي دهماغوځايونوفارغانوبه پکي تدريس کاوه اوهغوئ بل بديل نه درلوده اودې ډول نصاب ته (درس نظامي) ويل کېږي .
[color=darkred:63af633c2f][color=red]درس نظامي څه ته وايي؟ :- [/color:63af633c2f][/color]ددرس نظامي نصاب تقريباًله يوولسوعلومواوفنونوڅخه تشکيل شوی يونصاب دی چي په افغانستان،پاکستان،بنګله دېش اوهندکي مروج دی .
دلومړي ځل لپاره دغه نصاب دهنديومشهورعالم ملانظام الدين سهالوي چي په ۱۱۶۱ هجري کي وفات شوی دی تاسيس کړنوموړی عالم په خټه دافغانستان ولايت اوسېدوونکی اودخواجه عبدالله انصاري رحمة الله عليه له نژدې خپلوانوڅخه شمېرل کېږي .
ددرس نظامي علوم اوفنون په لاندي ډول دي :
(۱) تفسيراوحديث (۲) فقه (۳) اصول الفقه (۴) علم الکلام (۵) علم البلاغة (۶) صرف (۷) نحو(۸) منطق (۹) حکمت (۱۰) فلسفه (۱۱) رياضي .
په هندوستان کي دديوبنددارالعلوم په شمول په ټوله سيمه کي همدغه نصاب تدريسېده . ددرس نظامي په نصاب باندي کره کتنه مويوبل تاريخي پس منظراوجروبحث ته راکاږي اوهغه داچي دعصر نبوت نه نيولې ترعباسی سلطنت (۱۳۲ هجري) اوپه دقيقه توګه دمامون الرشيد(چي د۱۹۸ هـ څخه تر ۲۱۸ پوري دمسلمانانوخليفه وو) تروخت پوري شرعي علوم له بهرني يرغل څخه خوندي پاتي شووتر دې دمه ديني مدرسې دشاګردانونصاب داووچي لومړی به يې ديني طالب علم په ماشومتوب کي قرآن حفظ کړبيابه يې عربي نثراوشعرته مخه کړه کله به يې چي په عربي علوموکي لاس رسی وموندنوبيابه يې داحاديثوبحرته ورودانګل چي په دې لړکي به يې دګڼ شمېرمحدثينوپروړاندي ګونډې ووهلې اوپه يوه يوه حديث پسي به يې مختلفوملکونوته سفرونه کول په پای کي به يوسپېڅلی اورباني عالم ځني جوړشوچي هيڅ يوه فرموده به يې دقرآن،احاديثواونووروشرعي ماخذوله دلائلوڅخه خالي نه وه همدارنګه هره فقهي مسئله به يې دشرعي دلايلو،قرآني آيتونواونبوي احاديثوپه رڼاکي خپلوشاګردانواوعاموخلکوته بيانوله . دمذهبي تعصبو،شهرت،جاه وجلال اوفلسفې عقيم جدل څخه پاک ووله بده مرغه يوشمېرعباسي خلفاؤيولړداسي ګامونه پورته کړل چي دشرعي علومودغه سپېڅلتوب يې زيانمن کړاوهغه داسي چي کله هارون الرشيد(۱۷۰ څخه تر۱۹۳ هـ) پوري دمسلمانانو خليفه وو(دبيت الحکمة) په نوم يې يوه اکاډمي تاسيس کړه اوهندي،يهودي،عيسايي اوفارسي ژباړوونکي يې رسماًدبهرنيوعجمي اثاروعربي ژبې ته په ژباړلووګومارل دنوموړي خليفه عصريوڅه دمصئونيت په فضاکي تېرشوکله يې چي زوی مامون الرشيددخلافت په مسندتکيه وکړه داچي دغه ښاغلی په کوچنيوالي کي زيات اسلامي علوم لوستي ووخووروسته يې فلسفې ته ميلان پيداشود فلسفې سره دده مينه تردې حده ورسېده چي دروم له قيصرڅخه يې دارسطو(چي په يونان کي دمعلم اول لقب درلوده) دټولوفلسفي تاليفاتوغوښتنه وکړه،روميانوهم له دې فرصت څخه چي له مخه يې انتظارکاوه پوره ګټه واخيسته اومامون الرشيدته يې دارسطوزاړه فلسفي تاليفات اوکتابونه ورواستول ترڅوپه مسلمانانوکي دغه فلسفي کتابونه خپاره شي اوپه دې سره دهغوئ ديني احساسات اوجذبې له منځه لاړې شي . بغدادته له رارسېدوسره سم يې عربي ژبې ته دژباړې کارپيل شواوترڅلورمې هجري پېړۍ پوري يې دوام درلود. ژباړوونکي يې داسي څوک ول چي له اسلام او اسلامي علوموسره يې څه سروکارنه وواوبده يې له داچي ديونان دداسي حکماووکتابونه راوژباړل شول چي هغوئ له اسماني دينونواوديني مفاهيموسره يومخ نااشناوو. ديونان په پوچ اوعقيم فلسفي جدل سربېره دغه ټاټوبی نوورډېرمغلق اوپيچېده ديني جوړښتونه لري لکه بت پرستي،دستوروعبادت،سحراوداسي نوور. دغه شرقي تصورات اوباطل عقایددفلسفې په بڼه داراسلام ته رادننه شول چي بيامسلمانوعلماؤهغه علمي حقايق تلقي کړل اسلامي نړۍ ته ارسطودفلسفې يوډېرزيات خطرناک ارمغان داووچي دالهياتوپه نوم (داپه حقیقت کي ديونانيانوعلم الاصنام وو) دتشوخيالاتواوپوچومفروضويوطلسمي فلسفې لاره ومونده چي نه يې څه ثبوت درلواونه يې په کوم دين کي څه شتون درلودحتی چي ديونان په دننه کي هم له هغې څخه ملک بېزاره وودغه فلسفه تش دوهمي اوشنډې اوږدې فرضيې وې حال داچي اسلامي امت داصولواومباديوڅښتن امت دی اوپه خپله لويه اسماني وحې اوعلمي ذخيرې سره مالامايوامت دی چي هره فرموده يې په علمي ماخذسره بناده داډول فلسفوي درسونوته هيڅ رازاړتيانه لري . دوخت په تېرېدوسره په اسلامي امت کي ددې فلسفې ډېرمويدين اومعارضين رامينځته شول خوپه پای کي حق پرستوعلماؤهغه ردکړه .
په لنډډول ويلای شوچي په عباسي سلطنت کي دعقايدوازادي دافراط بڼه غوره کړې وه دې کارډېري خطرناکې فتنې وزېږولې لکه ديوناني فلسفې راداخلېدل،دخلق القرآن فتنه،داعتزال فتنه همدارنګه په دغه پېرکي يوناني فلسفې دباطنيت په نوم يوه بله فتنه هم وزېږوله اوداسي نوور. اوس غواړوپه درس نظامي يوه لنډه تبصره وکړواوپه دې لړکي پرنوموړي نصاب ديوناني فلسفې مضراثرات په ګوته کړو.
[color=darkred:63af633c2f][color=red]الف :- ددرس نظامي نيمګړتياوې [/color:63af633c2f][/color]
لومړی :- په درس نظامي کي تراوسه هيچاهم دنظرثاني (تجديدنظر) فکرنه دی کړی که څه پکي زيات اوکم شوي هم دي نوداپه غيرارادي توګه ترسره شوي دي دبېلګي په توګه يوعالم به ديوکتاب سره يوه شرحه اوبل عالم به له همدغه کتاب سره دهغه بله شرحه تدريسوله چي په پای کي داصل کتاب سره دهغودواړوشرحې په نصاب کي شاملې شوې .
دويم :- په درس نظامي کي دپيغمبرعليه الصلوة والسلام سېرت (داهغه فن دی چي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له ميلاده تروفاته پوري ژونداحتواکوي) ته هيڅ ځای نه دی ورکړل شوی په داسي حال کي چي دهغه صلی الله عليه وسلم ژوندپېژندنه موږته داسلامي شريعت دماخذو(قرآن اوحديث) ډېری برخې په مفصل ډول راپېژني اوهيڅ يومفسراومحدث دسېرت دپېژندنې اومطالعې پرته دقرآن دډېرو ايتونودنزول اسباب اودمحدثينوواقعي مفهوم نه شي پېژندلی اونه شي درک کولای .
درېيم :- په درس نظامي کي اجتماعي علومو(تاريخ اوجغرافيې) ته هم هیڅ رازپاملرنه نه ده شوې زموږيومذهبي مخکښ اوپېشوانه يوازي داچي پرنوموړوعلوموبرلاسي نه لري بلکه له اهميت څخه يې هم ناخبره اوپه تياروکي پراته دي په داسي حال کي چي ددې علومواهميت هرروشنفکرته خورازيات ارزښت لري .
څلورم :- درس نظامي له بهرنيوژبو(لکه انګليسي اونوورو) څخه هم خالي دی دغه نصاب خپل طالب ته ددې وړتيانه شي ورکولای چي له عصرسره دهغه په ژبه خبرې وکړي .
پنځم : - په نوموړي نصاب کي طبعي علوم (ساينس،کېميا،فزيک،بيولوژي،الجبر،ملثلثات او داسي نوورحتی په يوه تعارفي بڼه هم ځای نه لري،دنوموړي نصاب فارغ التحصيلان په رياضياتوکي حتی دخپلوورځنيومسئلودحل توان هم نه لري لکه (ډېرساده حسابي څلورګوني عمليې يعني جمع ، تفريق ، ضرب اوتقسيم) اوهمدارنګه فیصد،نسبت،تناسب اوداسي نوورمغلق اوپيچېده الجبري فورمولې خولاپرځای پرېږده .
شپږم :- په درس نظامي کي دمنطق اوفلسفې شتون علماؤاوطالبانوته ډېرسخت زيان رسولی په دغوفنونوکي په شعوري ياغيرشعوري توګه ډېروخلکودخپل خوږژوندډېرداوج اوقوت کلونه ضائع کړي دي اودالړۍ لادوام لري . ددې فن تقريباًيوډول ذهني ورزش ته ورته تمرينات دي چي هيڅ مثمره نتېجه پرې مرتبه نه ده دمنصفانه قضاوت پربنسټ کېدای شي دمنطق مطالعه ديوڅه اهميت څخه خالي نه وي اوهغه هم په يوه معقوله کچه اوداځکه چي بعضي تفاسیراودمتقدمينواسلامي پوهانويو شمېرکتابونوکي منطقي اصطلاحات کارولي اوپرهغې دپوهېدلولپاره يوڅه منطق په کاردي اوهغه هم بايددوسيلې په توګه نه داچي دمنطقومطالعه اصل اواساس وګرزول شي . پاتي شوه دفلسفې خبره هغه خوهسي هم ټول کفريات اوعبثيات تشکېلوي اوداځکه چي ديوناني ارسطوزهرجنه ذهني زېږنده ده چي دعباسي خلفاؤپه وسیله اسلامي دنياته راننوتې ده .
اووم :- دعربي ګرامر(صرف اونحو) په برخه کي ددرس نظامي نصاب بې له دې چي دشاګردسویه په نظرکي ونيول شي کتابونه مقررشوي دي لکه دصرف په برخه کي دصرف ميرپه نوم په يوه سلسله صرفي نامانوس ابواب دی چي بايداعدال اوابدال سره په شاګردانوحفظ کړای شي . همدارنګه دعربي ژبې دغه خوږفن داسي يوه بڼه غوره کړې ده چي دعربي دزده کړې دوسيلې په څېرنه بلکي په داسي شکل تدريسېږي چي خپل اصلي هدف (دعربي ژبې مکمل استيعاب) شاته پرېږدي .
اتم :- اسلامي فقه چي داسلام يوازينی اساسي قانون دی اوددې کمال په دې کي دی چي دبشريت هيڅ يووضعي قانون له هغې سره سيالي نه شي کولای اودقرآن دنزول څخه بياترقيامته پوري بل دغسی ممتازقانون نه شته،چي داسلامي فقهې ځای ونيسي په تاسف سره بايدوويل شي چي دغه بې ساری نړيوال قانون ددرس نظامي دنصاب دغلطوپاليسيوښکارشوی دی . دفقهې ډېرقوي متون ديني طالبان په کوچنيوالي کي په داسي شان سره په مدرسه ياجومات کي لولي چي هغوئ ورڅخه هيڅ علمي اخذنه شي کولای . همدارنګه خلاصه کېداني اوشروط الصلاة هم دماشومانولپاره تدريسېږي . په کارخوداوه چي تنکيوماشومانوته دغه ډول ساده اوبسيط فقهي مسائل په خپله موورنۍ ژبه تدريس شوي وای بیاچي کله دهغوئ علمي اوذهني سويه لوړه شوې وای نودغه قوي متون ورته په عربي تدريس شوي وای . په دې باب اساسي ستونزه داده چي وړوماشومانوته په تدريس ګومارل شوی عالم ددې متونودتدريس پرمهال دومره مغلق اوپېچيده مترادف الفاظ استعمالوي چي ماشوم طالب کوښښ کوي ترڅوهماغه الفاظ زده کړي اودکتاب علمي مفهوم ته اصلاًمتوجې نه شي ليکن بياهم طالبان دومره لوړعلمي اصطلاحات نه شي هضمولای .
ددې نصاب يوه بله عمده ستونزه داده چي دفقهې دتدريس تقريباًپه هره مرحله اودرجه کي فقهي اختلافاتوته زياته توجوشوې ده . البته دنووروفقهاؤنظريات څېړل اوله تعصب پرته راجحه رايه په ګوته کول څه بده خبره نه بلکه دقوي،علمي،عقلي اونقلي دلائلوپه رڼاکي دغه کاريوه لازمه خبره ده . مګرداکاربايديوازي اهل فتوی اوهغواشخاصوته پرېښودل شي چي هغوئ اسلامي فقه ديوتخصص په کچه مطالعه کوي نه داچي داسلامي امت دغه فقهي اختلافات چي اصلاًدامت لپاره زحمت نه ، بلکه رحمت ګڼل کېږي ځکه په يوه موضوع متعدداراء ديوه مسلمان لپاره داسانتياسبب ګرځي اوهغه کولای شي دخپل ضرورت اواستطاعت په کچه هغه رايه غوره کړي چي ده ته اسانه ده اګرچي هغه رايه هرمجتهدامام اوهرفقهي مذهب ته منسوبه وي ځکه دامام ابوحنيفه رحمه الله په ګډون ټول زموږمجتهدين،امامان اوداسلامي فقهې خادمان ګڼل کېږي اودهمدوئ دبې ساروکوښښونوپه نتېجه کي موږته دغه بې ساری قانون (فقه) په ميراث راپاتي دی . ليکن اسلامي فقهې ته يوشمېرمنسوبې څېرې دغه فقهي اختلافات دومره بې ځايه کاروي چي فقه خولاڅه چي دټول اسلام دبدنامۍ سبب ګرځي چي دغه بيادفرقه ايزوشخړواوسخت دريزومذهبي تعصبونوشکل غوره کوي او ددې څخه بياداسلام سرسخت دښمنان اودغرب هغه علماء چي شرق پوهان (مستشرقين) بلل کېږي په اسلامي دنياکي دمسلمانانوترمنځ دنفاق تخم شيندي . دفقهې دغواختلافاتومسلمان علماء دومره مصروف ساتلي دي چي داجتهاددروازه يې مکمله بنده کړې ده اوددې مضراثرات بياتردې حده رارسېدلي دي چي په فقهي اختلافاتوکي دغه غرق ښاغلي دشلمواويوويشتموپېړيونويوپديدواو پېښوته له ځواب ورکولونه عاجزدي .
په نني وخت کي داسي نوې پېښي رامنځته شوې چي عاجل حل ته یې اړتياده اوداکارهم دفقهې دنده ګڼل کېږي دبېلګي په توګه :
(۱) استنساخ (دشنډتوب (عقم) دعلاج لپاره يوناروااقدام)
(۲) اجهاض (دڅلورومیاشتوڅخه په کمه موده درحم څخه دجنين لرې کول .)
(۳) اجرة الرحم (دښځې اوخاوندمني يوځای ديوې بلې اجيرې ښځې رحم ته نقلول اوماشوم ورڅخه زېږول .)
(۴) زراعة الاعضاء (ديوه انسان اعضاء وبل انسان ته دضرورت پرمهال لګول .)
پورتني ټول نوي حوادث اودنننۍ عصري ټيکنالوژۍ پرمټ راولاړې شوې ستونزې بايدجامع حل ومومي خوچي له چاڅخه يې دځواب موندلوهيله کېدای شي هغوئ لادفاتحه خلف الامام،امين بالجهر،رفع اليدين اوداسي نووروفرعي فقهي مسائلوپه ګرداب کي لاهوشوي دي چي ډېره زياته بدمرغه يې لاداچي ددغواختلافاتوپه وسيله هغوئ يودبل په خلاف علمي رسالې چاپ ته سپاري اويو شمېرنوريې بياوالله اعلم همدغسي فقهي اختلافات دخپل موهوم شهرت اوپرعوامويې دنفوذپه خاطرکاروي ترڅوپه ټولنه کي ورته دنووروهمسيالوعلماؤپه پرتله په درنه سترګه وکتل شي اوپه دې توګه خپل لوړعلمي استعداداودانتاج اوثمرې بیش بهاژونددداسي اختلافاتونذرکړي چي حل يې اصلاًنه ممکن دی اونه هم ډېرګټوردی دافضل اومفضول په درجه کي دی .
په دې اړه يوه تريخ حقيقت ته اشاره کول اړين بولم اوهغه داچي دفقهي اختلافاتودغه لړۍ سوونه کاله دمخه راروانه ده دادهغه مهال خبره ده چي عباسي خلفاء دټولومحاسنوسره سره بياهم بعضي نامناسب ګامونه پورته کړي دي اوهغه داچي داهل السنت والجماعت دڅلوورومذاهبودعلماؤترمنځ يې يوجنجالي اوستونزمن کشمکش رامينځته کړی ووپه عامومحافلو،مجالسواوتمځايونوکي به دعلماؤترمنځ مناظرې روانې وې هرچابه دخپل مذهب رسۍ ټينګه نيولې وه اودهغې دتائيداوغلبې لپاره به يې دهررازدلائلوله راوړلوڅخه ګټه اخيسته ترڅوخپل مذهب غالب اودنوورومذاهبواراء مغلوب وښيي اوداکاربه دعاموخلکودخوښيوسبب کېده دهماغوپېړيودعلماؤپه تاليفاتوکي دغه اختلافات دغه رنګ موږته هم رانقل شوي دي اوهغه په دې ډول چي هماغه تاليفات اوکتابونه زموږ ددرس نظامي دنصاب جزګرزېدلی دی .
لکه چي له مخه مويادونه وکړه فقهي اختلافات دتعصب پربنيادڅېړل ډېرخطرناک عواقب رامنځته کوي بياهم که اوس مهال په مسلمانوعلماؤکي داسي څوک وي (اوالحمدلله چي شته دي) چي هغه دشرعي مصادرواوماخذولکه قرآن،سنت،اجماع،قياس او...ددلائلوپه رڼاکي دڅلوورومذاهبوپه شمول نوورفقهي اراء تصفيه کولای شي،راجح اومرجوح يې معلومولای شي اوبياپرته له تعصب څخه حقيقت ته درسېدلوپربنسټ اوهمدارنګه دعامومسلمانانوپه وړاندي له ځان ښودنې پرته ترسره کړي داخوبه ډېريواحسن اقدام وي بياهم دعصراوزمان ایجاب اوضرورت له نظره نه غورځوي اوهدف يې اسلام اواسلامي فقهې ته له خدمت څخه عبارت وي دابه ټولومسلمانانوته دتائيدوړوی .
زماښه ياددي موږته به په درسي حلقه کي زموږیوه استادمرحوم ويل زموږمذهب (حنفي مسلک) خوحق دی مګرامکان دڅه غلطۍ لري باقي مانده درې مذاهب (مالک،شافعي،احمدبن حنبل رحمهم الله) باطل دي خوامکان دیوڅه حقيقت لري .
[color=cyan:63af633c2f][/color:63af633c2f]بايديادونه وکړم چي داليکنه مي له دې جهادي سايټ څخه اقتباس کړې ده اومننه ترې کوم : www.toorabora.com
حمید هڅــاند
21.10.2009
دروندوروجان ښاغلي محمدوصیل پېروزته زماسلامونه!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ماشاالله ، ډېره ښه لیکنه دي رااخیستې ده. الله (ج) دې جنتونه په برخه کړه.
په لیکنه کې دې خبري ته نغوته شوېده چې ګواکې په افغانستان کې ددیني زده کړولپاره کارنه دی شوی. هوبې له شکه اوله بده مرغه داخبره یوتریخ حقیقت دی. موږدیني زده کړو ته اړتیالرو، زه باورلرم ترڅوچې موږداسلام له ټولولارښوونوځانونه خبرنکړو،اوترڅوچې دالارښوني پرځان پلې نکړو،موږبه په همدې ستونزوکې راګېریو.
غواړم دلیکنوپه لمړیوکې یادونه وکړم چې ماپه مدرسه کې زده کړي نه دې کړې، همدالامل دی چې زماتبصره به دنصاب ارزول نه وي ،خو،داخبره ماحس کړېده چې زموږاولس له منظمودیني زده کړوڅخه بې برخي دی، زموږسیمه اوټول افغانستان دیني منظموزده کړوته اړتیالري ، دازموږاوستاسودنده ده چې افغانستان کې دمنظمودیني زده کړولپاره ډېرکاروکړو. زه له ښاغلي وهاج ساپي اوټولوهغووروڼوڅخه چې په مدرسوکې دزده کړې ویاړورپه برخه شویدی هیله کوم چې دپېروزورورلیکني ته تبصرې ولیکي ترڅوموږترې ګټه واخلو.
غواړم دلیکني په ځینوټکوباندي تبصره وکړم:
لمړی: په لیکنه کې دتاجکستان(بخارا)نوم یادشویدی. هوکې بخاراپخواداسلامي زده کړوسترمرکزؤخوله بده مرغه دروسیې له یرغل نه راپه دې خواهلته اوس داسي هیڅ نشته.
زه څومیاشتي مخکې ددیوبندمدرسې کتني ته تللی وم ؛ هلته له یوه تاجکستاني سره مخامخ شوم؛ ماشاالله ښه دېنداره هلک ؤ. زما،شاوخوالس ورځي له همدې هلک(کامل) سره په یوه کوټه(مېلمستون) کې تېري شوې. هغه دبخاراڅخه راغلی ؤ، دهغه دردوونکې کېسې مې لااوس هم یادي دي چې څنګه هلته داسلام دزده کړولپاره لاره ورووروډب کېږي. هغه به کله کله بې اختیاره راته وویل: حمید! زه هم درځم افغانستان ته؛ زه بېرته تاجکستان ته نه ځم. ده به داخبره ددې لپاره کوله چې دده په اندافغانستان داسلام دپرمختګ زانګووه.دکامل خبره مې کله کله اندېښمن کړي چې افغانستان ورته حالاتوته کش نشي!!!
دویم: په لیکنه کې دې خبري ته هم نغوته شوېده چې دمدرسوزده کوونکي له اوسمهالواړینوزده کړونه بې بې برخي دي.
سره له دې چې داټکی ماته ډېرپه زړه پوري دی اوبایدورباندي خبري وشي خوزه یې په اړوندډېرڅه نشم ویلی ځکه زه دمدرسوله ښوونیزنصاب سره نه یم بلد. هوکې ماچې څه په دیوبندکې ولېدل هغوزه هم ډېرخوښ کړم اوهم یې یوڅه سوچ راسره پیداکړ. خوښ په دې وم چې په دې مدرسه کې دورځي په تودوموضوع ګانوباندي زده کوونکو(طالبانو)ته دعالمانوله خواغونډي جوړېدې اوددې ټولوعوامل اوحل لارې یې ورته په ګوته کولې. زه یې بېلګه درکوم: هغه مهال چې زه هلته ورغلی وم نودامریکاداقتصادي رکودخبري ښې ګرمي وې اودې حالت ستراقتصادي ځواکونه له وېري سره مخامخ کړي ؤ. ملګرو(نوې ملګري) ته مې هلته وویل چې زه داقتصاد زده کړیال یم نویې راڅخه داقتصادي رکودپوښتنه وکړه چې څه لاملونه یې ترشادي اوڅنګه یې بایدمخه ونیوله شې؛ ماورسره خپل مالومات شریک کړل خوداهیله مې هیڅ نه درلوده چې ددوی له خوادي هم په دې اړوندتفصیلي خبري واورم. زمادتوقع پرخلاف دوی ددې حالت لاملونه اوحل لارې ډېري ښې په ګوته کړې . زمادپوښتني په ځواب کې چې څنګه داقتصادپه اړه پوهېږي، راته یې وویل چې دوی دلته دورځي په تودوموضوع ګانو(اقتصادي ،سیاسي او..)باندي خبرېږي اودموضوع په هراړخ باندي عالمان اوکارپوهان دوی ته لکچرورکوي.دې خبري زه ډېرخوښ کړم خودیوې خبري سوچ راسره پیداشویدی اوهغه په دیني مدرسوکې له نویواسانتیاؤنه دکارنه اخیستل دي. نن ورځ داغېزمن تدرېس لپاره اوسمهالې ټکنالوجۍ له ځان سره ډېرڅه راوړېدي چې ښایې ورڅخه وړګټه واخېستله شې. دیوبندمدرسه چې په سیمه کې له وتلیومدرسونه یوه ده، لا هم ددې ډول اسانتیاؤڅخه نه ده برخمنه شوې. داوس مهال له اسانتیاؤنه زه دلته دکمپیوتریادونه غواړم وکړم چې بایدورڅخه کارواخیستل شې. ددې پرځای چې دبېلابېلوکتابونوپاڼي وپلټې اوبیاورڅخه دموضوع اړوندلارښووني ترلاسه کړې ښایې غوره به داوي چې یواځي دیوه کلیک په کولوسره هرڅه دې مخې ته راشي.
یوځل بیاغواړم له ټولوهغووروڼونه هیله وکړم چې خپلي ارزښتناکي تبصرې زموږ سره شریکي کړي چاته چې په دېني مدرسوکې دزده کړوویاړورپه برخه دی /شوی دی.
په بېساري درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند
و.افغان
21.10.2009
دروند او محترم ورور هڅاند صاحب !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د مطرح شوې سکالو په اړه ځمونږ يو ګران ملګري يوه ډېره قيمتي ليکنه کړېده، تقريبا
اته مياشتې وړاندې همدې فوروم کې خپره شوې ده، د اوسنۍ نقل شوې ليکنې ټول
معلومات تقريبا په همغې لېکنې کې سره له نورو مهم اضافاتو کښل شوي دي، په دې
لينک يې تاسې کتلی شئ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=31784#31784
په درنښت
رښتینی
21.10.2009
وهاج صیب دا کټ مټ هغه لیکنه ده آن چی عنوانونه یی
لا هم ولاکه تغیر کړی وی بس په حساب یوڅوجملی یی
په داخل کی ورننیستی دی اونور نو استاد کدیخیلی صیب
خپله ټاپه پری وهلی ده
او هغه لیکنه به په څو شپو کی درسالی په شکل کی هم خپره شی
باذن الله تالی
و.افغان
21.10.2009
[quote:0b993ea699="حامد"]وهاج صیب دا کټ مټ هغه لیکنه ده آن چی عنوانونه یی
لا هم ولاکه تغیر کړی وی بس په حساب یوڅوجملی یی
په داخل کی ورننیستی دی اونور نو استاد کدیخیلی صیب
خپله ټاپه پری وهلی ده
او هغه لیکنه به په څو شپو کی درسالی په شکل کی هم خپره شی
باذن الله تالی[/quote:0b993ea699]
ګران او محترم حامد صاحب:
رښتيا چې زه دغه علمي خيانت يا غلا وځورولم، خپلې مخکنۍ ليکنه کې مې مرموزه اشاره
ورته وکړه، تصريح مې ځکه ونه کړه، ځکه چې ومې نشو کړای رانقل شوې ليکنه
له سره تر پايه ولولم، او بيا يې مقايسه کړم، خو په کومو ټکو چې مې سترګې
ولګېدې، کټ مټ هغه ځمونږ د ملګري د لېکنې په شان وې، ما ويل: ګوندې بل ملګرې هم ځما د خبرې تأييد وکړي.
خو دا کديخېلی لا کوم استاذ دی، چې دومره سپين سترګي يې کړې، د دې پته به
له خيره سره محمد وصيل پيروز صاحب د تورې بوړې والا څخه ولګوي.
[color=white:0b993ea699]
په دروغو ځان ته د بل چا د پوهې او نوښت نسبت کول يا علمي غلا د عادي غلا څخه بدتر او ډېر خسيس کار دی، هغه چا چې دغه رنګ غلا تر سره کړې، په ديني حديثو
کتابونو کې له سوونو کلونو راپدېخوا تر ننه پورې د سارق، سرق الحديث، سارق
الحديث، کان يسرق، کان يسرق الحديث، په نومونو ياديږي، او تر ابده به په دغه
نوم ياديږي.
په درنښت
[/color:0b993ea699]
وصيل پېروز
21.10.2009
درنولوستوونکو! سلامونه اونيکې هيلې
ددې ويښتياپه بهيرکي الحمدلله زموږيوبل پښتون تکړه ليکوال اوعالم مولوي محمدغفورپېروزصاحب تکل کړی چي د((دديني زده کړوپرتعليمي نصاب يو تفصيلي بحث)) په نوم کتاب وليکي چي داالحمدلله دديني زده کوونکولپاره يوښه زېری دی .
وصيل پېروز
21.10.2009
ماچي کومه ليکنه خپره کړې زه خبرنه يم چي غلاشوې اوکه له ځانه ليکل شوې ده ما صرف ليدلې اوديوه رښتني احساس له مخې مي رااخيستې ترڅودانوې هڅه زموږپه ټولنه کي څومره ارزښت لري؟ ځکه زموږپه ټولنه کي دداسي ږغ اوچتوونکي ته په ښه سترګه نه کتل کېږي نوپه همدې تکل مي ليکنه دلته خپره کړې خوزه دانه شم مالومولای چي داسړی څوک اودکوم ځای دی؟ اياليکنه يې خپله که يې پردۍ رااخيستې ده؟ داهرڅه په خپله دليکوال مسئوليت دی نه زمااوساپی صيب! داهم شوني ده چي ليکوال داستاسودملګري له ليکنې اقتباسات اخيستي وي خوبايدکټ مټ يې هغه ليکنه ونه بولوځکه هغه ليکنه ډېره اوږده خوده په ډېرښه ډول رالنډه کړې اوزياتونه يې کي کړې ده خيرداهرڅه به دوخت په تېرېدلوسره روښانه شي چي همداليکنه ده اوکه زياتونه اولنډونه کي شوې ده؟!!! مګراصل هدف دادی چي موږاوتاسودغې حساسې موضوع ته نووره پاملرنه هم وکړواوترخپل منځي ښکيلتياتېرشو.
رښتینی
21.10.2009
[code:1:62f2950964]داهرڅه په خپله دليکوال مسئوليت دی نه زمااوساپی صيب! داهم شوني ده چي ليکوال داستاسودملګري له ليکنې اقتباسات اخيستي وي خوبايدکټ مټ يې هغه ليکنه ونه بولوځکه هغه ليکنه ډېره اوږده خوده په ډېرښه ډول رالنډه کړې اوزياتونه يې کي کړې ده خيرداهرڅه به دوخت په تېرېدلوسره روښانه شي چي همداليکنه ده اوکه زياتونه اولنډونه کي شوې ده؟!!![/code:1:62f2950964]
داسی نده استاد کدیخیلی دخپلی لیکنی په پای کی دنور بیازیاتونه کړی ده
له هغی نه مالومیږی چی استاد دپوره غلا نیت لری او لا یی پوره په بډه نده وهلی
او داختصار او لنډونی خبره هم له دی سره ناسمه شوه او که بیایی اختصار موخه وی
نو اصل ماخذ خو به یی یاداوه تاسو زموږ دملګری دلیکنی په
پای کی دهغه دماخذونو لړلیک وګوری هغه خورا زیات تکلیف اوډیره
خواری کړی ده موږ استاد ته بیاهم دعا کوو چی الله دی په دی لوی کار
کی بریالی کړی خو دادعا هم ورته کوو چی له علمی خیانت او غلا نه دی
هم الله خوندی ولری
ناویلی دی نه وی پاتی چی دا لیکنه دلومړی ځل له پاره دنفیس ټولنی
په مهالنی مجله مشال کی خپره شوی وه او له هغه ځای نه ځمونږ يو ملګري
او د فوروم غړي زرملوال صاحب دلته ټول افغان ته را نقل کړه او اوس می اوریدلی چی لیکنه خلکو ډیره ستایلی اوخوښه کړی ده نو دنفیس ټولنی ملګری یی درسالی په شکل چاپ کوی .
په مینه
و.افغان
21.10.2009
حامد صاحب:
که چېرته فرض کړو، چې د استاد کديخيلي فکر له هغه ښاغلي ليکونکي له فکر سره
د دې سکالو په اړه ۱۰۰٪ ورته والی لري، نو د ليکوالۍ، تأليف او تصنيف اصول دا دي، چې
د سکالو په اړه د سابقينو يادونه وشي، حواله پرې ورکړ شي، معلومات يې ذکر
شي، او په کوم ځای چې هغوی خبره ودرولي وي؛ له هماغه ځایه د نوو معلوماتو ليکل پيل کړي.
له سوونو کلونو راپديخوا په تصنيف او تأليف کې علماوو همداسې تګلاره غوره
کړېده.
په ډېرو اکاډيميکو مؤسسو کې په محصل د داسې غلا له ثبوتېدو وروسته
دهغه سزا تر منفک کېدو (فصل کېدو ـ ويستل کېدو) پورې رسيږي.
په درنښت
وصيل پېروز
22.10.2009
هوپه رښتياهم علمي غلايوسترخيانت اوله اصل ليکوال سره غټ ظلم دی ددې ليکنې سريزه وړاندي خپره شوې ده چي هغه له ماسره نه شته اونه په همدې توره بوړه سایټ کي شته،ښايي ښاغلي کديخيلي هلته يادونه کړې وي اويابه يې په راتلوونکي کي وکړي خوخيردومره ژربه پرې دغلاټاپه نه لګووخوزه به ان شاء الله دا مالوموم چي دی داستاسودملګرودليکنې يادونه کوي اوکه نه؟.
رښتینی
22.10.2009
ِښاغلی پیروز سلامونه می ومنه !
وروره دلته یادونی ته ضرورت نشته بلکی اعتراف په کار ده
ځکه هغه لیکنه خو په عربی یا انګلیسی یا بله کومه ژبه کی
نده او بل له هغی لیکنی نه خو څو ضروری اقتباسونه ندی
راخیستل شوی بلکی عناوین بدل شویاو مامولی یی خپلی
خبری پکی څای کړی دی نوره خو هغه لیکنه ده
خیر استاد کدیخیلی اوخپل دیانت به یی سره پریږدو
وصيل پېروز
23.10.2009
ټولولوستوونکوته سلامونه اونېکې هیلې
فکرکوم دځینولوستوونکوله دې پرته بله مفکوره نه شته یوازي نیوکه ښه کولای شي موږبیابیاوویل چي که استادکدیخیلې لکه تاسوچي وایاست ده پردۍ لیکنه په ځان پورې تړلې سم کارنه دی کړی،خوتاسوپه دې اړه هیڅ نه ولیکل نه مویوه سپارښتنه وکړه چي ددیني مدرسوپه نصاب کي کومې نیمګړتیاوې شته اوڅه باید ورسره وشي .
و.افغان
23.10.2009
محترم وصيل صاحب:
خواشينی کېږئ مه، مونږ مخکې هم په دې سکالو بحث کړی دی، او اوس هم په فوروم
د بحث لپاره پرانيستلې پرته ده، ښه به دا وي چې په دې سکالو په يوه ځای کې بحث
وشي، تر څو د سکالوګانو د ګډوډېدو مخه ونيول شي.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=31784#31784
په درنښت
رښتینی
08.11.2009
.
پیروز صیب ستاسو مالو ماتو ته انتظار کوو
الله دی په خیر لره او الله دی په خیر راوله