د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمسلمانانوپرلومړۍ قبله ديهودانوملنډي

bazgar
19.10.2009

یدیعوت احرونوت: مسجدالاقصی د ونړول شي

سرچینه: یدیعوت احرونوت
عربي ژباړه : میرویس جلالزی

د اسرایلو چاپ یعدیعوت احرونوت ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې له یوه اسرایلي سازمان څخه په حواله لیکلي چې وایې د اقصی جومات باید ونړول شي او نوموړی جومات باید مکې معظمې ته یعني هغه ځای چې مسلمانانو ته ډیر سپیڅلی دی انتقال شي.
ورځپاڼه لیکي چې دغه سازمان دا وړاندیز ځکه کړی چې د اقصی جومات پر سر د فلسطنیانو او اسرایلو رواني لانجې ته د پای ټکی کیښودل شي.
ورځپاڼه لیکي چې د مسجدالاقصی او او قبه الصخره باید یو له بل څخه بیل کړای شي تر څو د مسجدالاقصی ډبري مکې معظمې ته انتقال کړای شي.
یدیعوت احرونوت د ( سرې) په نامه د اسرایلي سازمان له مشر یهودا اعتصیون څخه په نکل چې یو مهال یې د قبه الصخره د الوزولو پلان درلود په حواله لیکي چې که چیرته اسرایل و نه توانیږي چې دغه دوه ځایونه سره بیل او مسجد الاقصی له دغې سیمې انتقال کړي نو ډیر ژر به دغه تاریخي ځایونه له مینځه یوړل شي.
نوموړي دا مشخصه نه کړه چې دغه محلات به د چا له خوا له مینځه یوړل شي.
مسجد الاقصی د مسلمانانو یو سپیڅلی محل دی چې د ټولي نړۍ مسلمانان ورته سخت درناوی لري.
فلسطنیان چې دمګړۍ یې ډیره خاوره د اسرایلو له خوا لاندي شوي ادعا کوي چې په بیت المقدس کې پروت دغه سپیڅلی محل د دوي د خاورې یوه برخه ده خو اسرایل دا خبره نه مني او د دغې بنا پر سر خونړۍ نښتې هم شوي او لا هم رواني دي.


مینه پال
20.10.2009

دروندبزګرصیب! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هوکې ماهم داخبرواورېد اوخدای شته ډېره راباندي بده هم ولګېده. زه ددې خبري افسوس کوم چې څنګه اسلامي نړۍ په خوبونوکې زنګېږي، کله په لبنان بریدکېږي، کله افغانستان اشغال کېږي، کله پرسومالیې باندي یرغل ګروراوړي، کله دعراق ملت تارومارکېږي، کله پرغزه دوینوبیالې بهول کېږي ، کله دپاکستان دبې ثباتولوهڅه کېږي اوکله بیاپراېران دبریدخبري کېږي. خوزموږمشران بیاهم امرېکادځان یواځینی مرستندوی ګڼی اواسراییل یې دغواړۍ لپاره ترټولوښه مرجع.
بزګرصیب! الله پاک دې ورحمېږي، زه اوته به دوعاکووچې نورنوداوېده ملتونه راوېښ شي.

الله دې مل شه


bazgar
20.10.2009

امين يا رب العالمين دروندمينه پال صيب الله زما اوستادغه ارمان پوره کړي

[[color=yellow:1eea8c8f20]quote="مینه پال"]دروندبزګرصیب! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هوکې ماهم داخبرواورېد اوخدای شته ډېره راباندي بده هم ولګېده. زه ددې خبري افسوس کوم چې څنګه اسلامي نړۍ په خوبونوکې زنګېږي، کله په لبنان بریدکېږي، کله افغانستان اشغال کېږي، کله پرسومالیې باندي یرغل ګروراوړي، کله دعراق ملت تارومارکېږي، کله پرغزه دوینوبیالې بهول کېږي ، کله دپاکستان دبې ثباتولوهڅه کېږي اوکله بیاپراېران دبریدخبري کېږي. خوزموږمشران بیاهم امرېکادځان یواځینی مرستندوی ګڼی اواسراییل یې دغواړۍ لپاره ترټولوښه مرجع.
بزګرصیب! الله پاک دې ورحمېږي، زه اوته به دوعاکووچې نورنوداوېده ملتونه راوېښ شي.

الله دې مل شه[/quote][/color:1eea8c8f20]


larghonay laraway
31.10.2009

السلام علیکم
اسرایلو ته دې خدای په دې دنیا جزا ورکړي او خدای دې فلسطیني مسلمانان متحد او بریالي کړي. خدای دې غټ خيټي عرب هم پوه کړي چې له عیاشۍ واوړي او فلسطینیانو ته یو څه توجه وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more