د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

{{{مسلمانانو راويښ شئ !!!}}}


محمد اسحق شيوانی
21.02.2004

[img:4516395f57]http://www.tolafghan.com/userdata/images/american.jpg[/img:4516395f57]

..........................................مسلما نانو راويښ شئ !

**************************************دلوی او بخښونکي څښتن تعالی په نامه……
[color=darkred:4516395f57]اي دافغان مجاهد او قهرمان ملته ![/color:4516395f57]
………………………….. اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاتهُ >>>>
[color=red:4516395f57]اي دافغان غيرتي مبارز ولسه !!![/color:4516395f57]
ددغي معصومي خور تصوير ته مو ښه دزړه په سترګو وګورئ . ددي فرياد دزړه په غوږو نو واورئ . ايا دغه معصومه نجلئ پردي کار راضي ده چه ددي معصومي پر بدن دي يو اجنبي او دوخت فرعوني او يهودي عسکر خپل ناولي لاسونه ووهي ؟؟؟
ايا تاسو په دي کار راضي ياستي؟؟؟ که دخبري جواب په (نه) سره وي، نو بيا دڅه انتظار کوئ؟؟؟
نو ايا په دي تکل کي ياستي چه امريکه به زمونږ دپاره د عزت سوغات را ډالی کړي او که به د وياړ او افتخار عزت او غيرت جنازه وباسي؟؟؟
[color=darkred:4516395f57]نو اي دافغان مجاهد ملته ![/color:4516395f57]لکه څرنګه چه په رغنده څرګنده شوي چه دنړۍ هر زبر ځواک په تيره بيا متجاوزه او ير غلګره امريکه دتاريخ په پړاو کي په هڅه او هانده وه چه د اسلام په هر يو مادي او معنوي ځواک خپلي ناولي منګولي خښي (ښخي) کړي، نو له همدي امله خپل منحوس لاسونو زمونږ مجاهد او ميړني ملت ته راو غزول چه هپ نتيجه کي ئي دافغاني امريکايانو په مرسته اسلامي نظام او واړه معنوي شتمني په بشپړه توګه ولوټي . لومړی ئي هغه معصوم مجاهد زلميان په ډير وحشت او بر بريت سره په شهادت ورسول او بيائي دامريکاپه لاس جوړشوي حکمت زمونږ دقربانيو په هيواد کي پلي کړو . په داسي حال کي چه اوس هم په يو نوم او بل نوم ځورول کېږي او کورونه ئي دامريکا يانو لخوا بغير له کوم دليله تلاشي کيږي او بي له کومي ګناه څخه په زندان کي اچول کيږي او مالونه ئي تالا والاکيږي او له حيا ډکي افغاني پيغلي نن ورځ د خبيثو امريکا يانو لخوا ددوي په ناولو لاسونو تلا شي کيږي او ددوي په عفت، عزت او ناموس په ډيره سپين سترګي تجاوز کيږي او په هر وخت او هر ځاي کي دعفت ناکو خويندو څخه ملعبه جوړه کړي او نړي والو ته ئي دتلويزون په پرده ترورسته معرفي کيږي.
[color=red:4516395f57]نو اي افغان مجاهد ملته ![/color:4516395f57]
امريکه غواړي چه موجوده ټول بشريت څخه آزادي او انسانيت سلب کړي او خپلي غلامی او بنده ګی ته ئي تابع او مجبورکړي او دالله (ج) قانون او حکم په ځاي خپل حکم او قانون په هر دولت ام منطقه کي حاکم اونافذ کړي ، نو په دي خاطر ئي خپلو حملو او وحشت ته مشرعيت او جواز ورکړی او په دي شکل ئي ټول نړيوال خپل دائمي غلام جوړ کړي دي او هر هغه څوک چه د خپل دين ، ناموس او وطن څخه دفاع کوي امريکه هغوي ته ترورېزم او تروريستان وائي . نو په دي خاطر مونږ د روان حالت څخه دخلاصون يواځنی لار جهاد بولو او په دي کي شک نسته چه جهاد مسلمانانوته دعزت او وقار ژوند وربخښي . نو اي مسلمانانو ! الله (ج) ته رجوع وکړی او دالله (ج) څخه ويره وکړی . دامريکا او يهودو په مقابل کي غفلت مه کوی . که مزيد غفلت وکړی نو مزيد به په اسارت او ذلت کي ګير شی ، نو په دي هم پوی شي چه الله (ج) مونږ او تاسي خپلي بنده ګۍ ته پيدا کړي يو . نه دامريکا او ملل متحد بنده ګۍ ته . دنړۍ دکُفارو او امريکه ملګرتيا پريږدی د امريکه سره همکاري اودهغوي تائيد دکفرموجب (سبب) ګرځي ځکه چه څوک دامريکاتائيداو هماري وکړي مرتد او منافق دي .
نو اي مسلمانانو ! بيدار شئ غفلت پريږدئ او دحق آواز اُچت کړی . دالله سره په سر ام مال د ايثار وعده وکړئ او د الله (ج) په لار کي دمرګ څخه مه ويريږئ . په ژوندون کي به الله عزت درکړي او مرګ به مو دشهادت وي ، نو زمونږ په خاوره کُفارو يرغل کړی دی ، بيدار وشئ دغفلت خوبونه پريږدئ چه تباه کيږو خپل ازلي او ابدي مکار دښمنان يهود او نصارا بايد وه پيژنو.
امريکه ، برطانيه ، اسرائيل او ټولي غربي موسسي ملل متحد داسلامي اُمت د علماوو په اتفاق سره د دوي او د دوي دلاس پو څو په مقابل کي په افغانستان کي او په ټول نړۍ کي جهاد فرض عين ګرځيدلی دی . له بده مرغه زموږ بعضي علماوو دمرګ يا زندان لۀ ويري څخه دربُ العلمين دغه حکم ته شاکړي ده (ان شاء الله) چه خپل جواب به په آخرت کي ورکړي . نو په دي خاطر هر مسلمان بايد خپله وظيفه وپيژني او نور دوخت انتظار ونکړي . دخپلو قهرمانانو مشرانو احمد شاه بابا ، ميرويس نيکه ، وزير اکبر خان… هغه زنګ وهلي تورو ته لاس کړي او ددغو يرغلګرو فوجونو په مقابل کي ئي داسي وچلوي چه دتاريخ يو باب وګرځي او خپل دعزت او وقار ژوند بيرته را اعاده او را ژوندی کړي او مونږ ته خپل ( حميد بابا) داسي وينا کوي:-
+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+ [color=blue:4516395f57]په سرووينو کي لت پت ښه يم په پت کي [/color:4516395f57]
+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+ [color=green:4516395f57]نه سرو زرو پر تخت باندي بي پته[/color:4516395f57]
[color=darkred:4516395f57]نو اي افغان مجاهد غيور ملته ![/color:4516395f57]
مونږ تاسو ته دا زيرۍ در کوو چه امريکا د سقوط او زوال په در شل کي ولاړه ده انشاءالله ډير زر به په افغانستان کي او ټوله نړۍ کي سقوط او ټوټه ټوټه شي او مونږ دهغي ورځي رار سيدل ډير لنډ بولو چه انشاء الله امريکه په ٥٢ ټوټي شي . افغانستان به دامريکا دپاره دويم ويتنام جوړشي او مونږ امريکا يانو ته او ددوي ملګرو ته وايو:- نه سازش من اونه ذلت د الله په لار کي زندان ته رضايت وايو تبعيد سياحت ګڼو او مرګ شهادت بو لو.
....................................................................................... اللهُ اکبر.
....................................................................................... وسلام
....................................................................................... وهر هغه چاته چه ايما او غيرت لري
....................................................................................... ((( دمجاهد ږغ)))

په پښتنه مينه ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



ع کريم حليمي
21.02.2004

شيوانی صيب سلام !
خودکرده راعلاج نيست٠
وکيل احمد، ستانکزی، ملام محمد غوث ،عبدالحکيم مجاهد ، حمدالله نعمانی ٠٠٠٠٠٠ ټولو ته مو په
په خوله او(٠٠٠ ) ورته وويل چه مه کوی دخدای روی ته وګوری داسی مه کوی ٠ په دغه قسم حکومت نه چوړيږی
زموږ و خبرو ته غوږ نه نيولی ٠ ايله که دا عرب تاسی به يو ورځ نه ياست غم به وملت ته پاته کيږی ٠ دغه دی اوس
نو موږ په غم کی ايشيږو ٠ تا او ټولو پښتنو ته مايم ٠ چه جنګ ئی حل ندی ٠
را ويښدل دا مانا نلری چه چنګ و کړو ٠ د پښتنو مشرانو غونډی چوړی کړی ٠ او يو حل ورته پيدا کړی
بسته ستا ملت 25 کاله په جنګ کی تير کړه ٠ تر جنګ د حکمت ﻻر ښه ده ٠ پښتونه د خپل ﻻسه در پيښه ده ٠
دغه ﻻر چه تا نولی وه دا دخدای ﻻر نوه دا قدرت ته د رسيدو ﻻر وه ٠ قدرته ځان رسول ٠ دغه سی چمونه په سړی
دغسی کارونه هم کوی ٠ مکه وه ناری چه مسلمانه را ويښ سه ووايه چه پشتونه راويښ سه ٠
مسلمانان دی دغه پلا کومک ت نه راځی ٠
شيوانی وروره که د موضع حل دی زده دی حل ئی وليکه ٠ نور می نو ږوند په دغو عکسو تر دغه مه په تنګ کوه
نوټ ٠ پښتونه پښتون دی په درد خوری ٠ دتوپکه ﻻس واخله ٠ ستا په توپک دی يوازی ورور مړکيږی ٠
سل کاله دی وړونه وژل هيڅوک دی مخ ته ونه دريدل ٠ چه يو پردی مړکی ٠ دغسی ئی ستا ﻻس او پښی دواړه
در وتړل ٠ وړنو اوږه پر اوږه و دريږی او سياسی جنګ وکی ٠ بيله مرګه به مو علاج وسی



محمد اسحق شيوانی
22.02.2004

عبدالکريمه وروره سلاموته دي وعليکم سلام وايم ، او زما سلامونه هم درواخله.
ګرانه ورور کيه ! زما دسياست سره هيڅ تړاو نسته او نه هم په کوم سياسي ګوند پوسي تړلي يم، دغه مضمون چه ما دلته ليکلي دي دا ديو مجلي مضمون دي چه (((دمجاهدږغ))) نوميږي، او دغه مضمون ماته ډير خوند راکړي او زړه مي سو چه دلته ېي دخپلو مسلمانانو پښتنو وروڼواو خويندو سره شريک کړم.
[color=olive:18c22e5e4b]عبدالکريم ليکلي:::--- [/color:18c22e5e4b]وکيل احمد، ستانکزی، ملام محمد غوث ،عبدالحکيم مجاهد ، حمدالله نعمانی ٠٠٠٠٠٠ ټولوته مو په خوله او (........) وويل چه مکړي دخداي روي ته وه ګوري په دغه قسم حکمت نه جوړيږي.
[color=green:18c22e5e4b]شيوانی:::---[/color:18c22e5e4b] ستاسو خبره بلکل صحيح ده چه هغوي ستاسو په قول نه کول ، ځکه دا معلومه خبره ده چه د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په مرسته جوړشوي وو، نو دوي مجبوره وه چه د پاکستان حکمت هر څه ورته ويل هغه به دوي پر مونږ عملي کول . دکرزي حکمت د امريکا په مټو راغلي نو دا معلومه خبره ده چه امريکا خبري به منې که نه نو همدا نن به دکرزي ګودړي پر سر ورکړي.
[color=olive:18c22e5e4b]عبدالکريم ليکلي:::---[/color:18c22e5e4b] تااو ټولو پښتنوته مايم . چه جنګ ئی حل ندي . راويښيدل دا ما نا نلري چه چنګ وکړ . دپښتنو مشرانو غونډی جوړی کړی . او يو حل ورته پيدا کړی .
[color=green:18c22e5e4b]شيوانی:::---[/color:18c22e5e4b] تاريخ وګوری هيڅ يو يرغلګر په خپله خوښه ندي ديو ملک څخه ندي وتلي او که وتلي هم دي وروسته تر ډير وخت او ظلمونو، راويښيدل صحيح ده چه دا معنا نلري چه جنګ وکړو، بلکي په هره لاره چه وي بايد ويښ وه ؤسوکه هغه په سياست کي وي که په جنګ وي که په تعليم وي او که په غونډو، خپل دښمن بايد هروخت په هره څيره وه پيژنو. او دخير لاس ورته اُوږد نکړو ځکه دښمن هيڅکله عسل په لاس نه راکوي بلکي زهر په لاس راکوي.
[color=olive:18c22e5e4b]عبدالکريم ليکلي:::---[/color:18c22e5e4b] بسته ستا ملت 25 کاله په جنګ کی تير کړه ٠ تر جنګ د حکمت ﻻر ښه ده ٠
[color=green:18c22e5e4b]شيوانی:::---[/color:18c22e5e4b] زمونږ ملت چه دا ٢٥ کاله په جنګ کښي تير کړه خواری او زحمتونه يې پر ځان تير کړه هر يو يو وکړي خپل دکور يو يو غړي دلاسه ورکړي او يايې خپل دنازک بدن يو اندام دلاسه ورکړی دا ګرده د څه لپاره ؟؟؟ دغه ګرده داسلام ،دين، وطن ، آزادی ، خپل ناموس او عزت ساتلو لپاره، اُوس ته وايې چه تر جنګ حکمت ښه دی. حکمت خود ښه دي چه يو اسلامي حکمت وي داسي حکمت وي چه دپردويو تر تاثير لاندي نه وي ، يو داسي حکمت چه زمونږ کړيدلي ملت ته هوساينه ورکړي ، زمونږ مظلو مو وګړو ته خپل حق ورکړي ، نه داچه د کروز يا (ب ٥٢) طياري ښکار کوي يې.
[color=olive:18c22e5e4b]عبدالکريم ليکلي:::---[/color:18c22e5e4b] دغه ﻻر چه تا نولی وه دا دخدای ﻻر نوه دا قدرت ته د رسيدو ﻻر وه ٠ قدرته ځان
رسول دغه سي چمونه په سړي دغسي کارونه هم کوي.
[color=green:18c22e5e4b]شيوانی:::---[/color:18c22e5e4b] دغه لار چه ستا په خوله ما نيولي وه يابه دخداي لار وي يابه نه وي خداي په خبر، خو دا لاره را وه ښيه کوم چه ته پر روان يې؟؟؟ ايا دغه دخداي لاره بولي چه خپل په ملک کي دي امريکايان پر ځان راټول کړي دي ، هغه سپين پښتانه وژني او ته وايې چه مي خوره وه دهشت ګرد دي ... ايا دا دخداي وايې که پښتو ؟؟؟
[color=olive:18c22e5e4b]عبدالکريم ليکلي:::---[/color:18c22e5e4b] مکه وه ناری چه مسلمانه را ويښ سه ووايه چه پشتونه راويښ سه ٠
دغه پلا دی مسلمانان کومک ت نه راځی.
[color=green:18c22e5e4b]شيوانی:::---[/color:18c22e5e4b] نو هغه بيا ولي ځان ته مسلمان وايې چه دمسلمان کومک دي نه کوي ، او يا ولي هغه پښتون ځانته پښتون وايې چه دپښتون کومک دخپل ورور دناموس په ساتلو کي نه کوي.

............................................................. [color=blue:18c22e5e4b]دســـتارونه مـــو هغه چاته پرســــرکړه[/color:18c22e5e4b]
.............................................................[color=red:18c22e5e4b]چه نه ننګ لري نه دين نه پښتانه دي[/color:18c22e5e4b]

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی

[color=#444444:18c22e5e4b][/color:18c22e5e4b]



ع کريم حليمي
22.02.2004

ښاغلی او محترم شيوانی صاحب او درنو د ټول افغان لوستونکو سلام او رحمتونه دی پر تاسو وي !
شيوانی صيب زه ډيره بخښه غواړم تاسو می مخاطب نه واست ٠ هيڅ د ليکنی دغه ته می فکر ندی سوی ٠ چه تاسو بهپه زهير کړی بيله قسم نه راځه وه منه ٠
دغه عکس ډير تأثيره رابندی وکړم ٠ زه فکرکوم چه پر تاسو ئی هم کړی وو٠
فکر می خراب دی په وطن ٠ اما بش ته څه ووايم (امريکا) ٠ هغه د UN اجازه لری په ﻻس کی ٠ ډير مسلمانان ئی ممبردی٠ نوڅنګه به موږ ته په کومک راځی ٠ داهم د مسلمان کار نه دی ٠ د UN په پټه د ﻻدن سره کومک وکړی فکر کوم چه ٩٩فی صده خلګ خوښ دی او 0.05 فی صده هم مظاهره نه کوي ٠ داسی معلوميږی چه ملت په دغه حال خوښ دی ٠
زما چه ملت خوښ وي زه خوښ يم ٠ هو سياسی ازادی نلرو ٠ خو په تاريخ کی افغان سياسی ازادی نه درلوده ٠
خو که داسی واورم او يا ئی ووينم ٠ اسلام ته تاوان دی ٠ نو به په جنګ کی سره وه دريږو ٠
او که حکومت سياسی ازادی نه لری زموږ د پاره فرض نه ده چه جنګ اعلان کوو ٠ اسلام زما او ستا دی ٠
که اسلام ته خطر وی ٠ که مو څوک مال دکور يا وطن چوره وي ٠ نو بيابه هغه کوو چه قرأن وايی ٠
وروره د بن لادن خوندی کيده خو پر طالب فرض عين نوه ٠ عقل دا راته وايی چه ﻻدن په افغانکی ژوندی او په
عزت پاته سو اصلأ دده نوم مړی وو 6 کاله دمخه ٠ بسته دومره عمر مو جنګ و کړی چه اؤس مو فکر او چورت
مو ټوله جنګ سو ٠ راځی چه اؤس يو څه د کتاب ٠قلم ، ښوونځی ،پوهنتون او ابادی کار شروع کړو ٠
او فيل تر اؤسه چا په زور ندی نيولی٠ او حکمت واﻻ ئی هر وخت په ډيره اسانی سره نيوﻻی سی ٠
راسی خپلو پوهانو ته غوږ ونيسو ٠ چه بيا دغسی راڅه ورک نسی لکه سيد جمالدين افغان ، رومی ٠
هر څوک چه جنګ راښي غوږ ورته ونه نيسو ٠ علم او حکمت تعقب کړو ٠ په هرشپه پسی سهار راځی ٠
که د جنګ خبری کوو٠ شپه راباندی اوږديږی ٠ که غواړو چه توره شپه ژر سهار کړو علم ئی ﻻر ده ٠

حيوانان ئی په اوږه ګټی ٠٠٠٠٠ انسانان ئی په خپلو خولو ګټی
حليمي


خاټول
23.02.2004

ښاغلي شيوااني صيب ،ښاغلي استادحليمي صيب!
[color=blue:32064fd29a]السلام عليکم[/color:32064fd29a]
دشيواني صيب ليکنه يوداسي تريخ حقيقت دي چي كه هرڅومره يي يومسلمان،يوافغان يوپښتون دزغملو كوشش كوي نو زغملاي يي نه شي.دتصويرژبه چي كوم څه ته موږ رابولي نوزما په اّند به هغه يوازي دجهاداوجګړى لاره وي اوبس.
ضروري نده چي پدي جگړه كي دي خالص افغانان قرباني شي بلكي كه هغه افغانان چي نن ورځ دامريكايانو په خدمت كي بوخت دي په قراره كيني نو ميدان به يوازي مجاهدينو او امريكايي يرغلگرو ته ورخالي شي بيابه نو وكتل شي چي ديرغلگرو په ككريو باندي څه ناتارجوړيږي او دهغوي له وينو نه څنگه لښتي ډكيږي.
محترم استاد حليمي صاحب تاسي چي كومو خبرو ته اشاره كړيده هغه دمنلووړدي.موږ بايد ريښتياهم دژوند په هرډګركي مبارزه وكړو خو داچي دداسي بي نتيجي مبارزي لپاره دوسله وال جهاد لاره ترك كړاي شي نو هغه به له حقيقته لري وي.داځكه چي امريكا چي همدا اوس دكومو اهدافو دلاس ته راوړلو هڅه كوي هغوي پخپله دهغه لپاره دجنگ لاره په مخ كي نيولي ده چي له دي نه معلوميږي چي په اصطلاح متمدن ملتونه هم دخپلو مقاصدو دترلاسه كولو لپاره ترټولو غوره وسله جنگ بولي.اوداچي دوي موږته دجګړي بدي را په ګوته کوي دانوهسي ددوي دقول اوفعل تضاد دي.
كه جنگ دحل لاره نه واي نو متحدينو ولي په لومړۍ نړيواله جگړه كي دمحوري ځواكونو په خلاف دجگړي لاره ونيوله چي په نتيجه كي يي محوريانو ماتي وخوړه؟
همداراز كه جگړه دحل لاره نه واي نو امريكا او دهغي متحدينو ولي ددويمي جهاني جگړي په وخت كي دنازي جرمني ،ايتاليااوجاپان په ضد دجگړي اعلان وكړ؟چي په نتيجه كي يي په همدغي امريكي چي ډير دانشمندان يي دسولي او امنيت ټيكه داره بولي په جاپان دي ديوي مياشتي نه په كمه موده كي دوه اتومي بمونه وروغورزول چي په ميليونونو انسانان يي مړه،ټپيان او بيكوره كړل؟
كه جگړه دحل لاره نه واي نو په 1991يم كال كي بوش(مشر) ولي دكويت داشغال په پلمه دعراق پرضد يوجهاني ائتلاف تشكيل او دجگړي اعلان يي وكړ؟
همداراز كه چيري جنگ دحل لاره نه واي نو اوسني بوش دصدام حسين له خوا ولي ټول سوله ايز وړانديزونه رد كړل او په نه خبره يي دهغه پرخلاف دجگړي اور بل كړ؟
اياداسامه خبره دمفاهمي له لاري نشواي حل كيدلاي چي بوش په افغانستان يرغل وكړ؟
نوكله چي امريكا پخپله دټولو ستونزو دحل كونجي جگړه بولي نو بيا موږ ولي بايد له جنگ نه سترگي پټي كړو په تيره بيا چي هغه يوه ملي اواسلامي صبغه هم ولري.



ع کريم حليمي
23.02.2004

ګرانی غاټول خور او درنو خوندو او وړونو سلام جوړ او روغ مو دخدايه غواړم !
زه د خدايه په داسی حال کی مرګ غواړم ٠ چه پر حق ولاړيم ٠ نه غواړم چه د امريکايی ، افغان،يا خپل قوم پر خوا و دريږم ٠ ولی چه عدالت نه خرابه وم ٠ که عدل او انصاف نوی نو جنګ چوړيږی ٠ زه د امريکا محتاج نيم او نه
می سياسی پنا راوړی راوړی ده امريکا ته ٠ او نه می په عمر د سوشل سرويس ډوډی خوړلی ده ٠ زما دپاره
شرم دی ٠ په داسی حال کی چه زه٠ نجار ، بنا،موټر ميکانک، نل دوان، تاجر ، قالين باف، طياره وان (پايلټ)
پښتو ، دری ،عربی ، انګليسی ژبو خبری ، په لاسوکار کولای سم ٠ ماته امريکا هيڅ ندی راکړی او نه ئی محتاجه يم ٠ او د هيچا ، هيڅ انسان محتاجه نه يم ٠ اخلاقی محتاجی هر انسان ته لرم ٠ او اخلاقی مسؤليت و هر انسان
ته لرم ٠ زه په دی ايمان لرم
( 1 )خبرو زور ډير دی تر توپکانو
( 2 ) محبت غښتلی دی تر نفرت (محبت چه هر څونه څوک ورکی ډيريږی ) بل هر شی لږيږی په ورکړه
(3 ) او زه اخلاقأ نه سم ويلای چه جنګ وکړی افغانانو ٠ چه زه پخپله په جنګ کی نيم ولاړ
( 4 ) هغه قومندان چه خپل زوی جنګ ته نه استوی او د نورو زامن جنګ ته استه وی ٠ بد انسان دی
که ملت دی امريکايان او کرزی نه غواړی مظاهره دی وکړی ٠ چه زه ئی هم په خوا کی و دريږم
چه خلګ مظاهر نکوی او زه ئی جنګ ته پاره وم بد عمل دی ٠ د دی خلګو څه داسی معلوميږی چه خوشحاله دی
وړونه چه سره خوشحاله وی دغه جنت دی ٠ هغه جنګ چه خلګ په ناخوښه وی ودږخ دی ٠ (خوشحالی جنت او خوابدی دوږخ دی) ٠ هو ٠ د نن ورځی جهاد اصلأ جنګ دی ٠ جنګ حرام دی٠
وبه ګورو تاريخ ته چه جنګ کاميابه دی که مظاهره ٠ مثال ئی ګاندی ، مانډيلا
هو هغه کوچنی جهاد وکه چه سل نور جنګونه په ختم سی ٠
نه هغه کچنی جهاد چه سل نور جنګه په جوړ سی
او اسلام که دمځه تلای اؤس به د وخته تللی وای 1400 کيږی لا روان دی تر اخيری ورځی ٠
که اسلام د منځه تلای اؤس به نوای ٠ ډول عرب ، هند، مراکو ، ٠٠٠٠٠ پخوا هم ديوڅه د وخت دپاره نيولی وه
که رشتيا دکچنی جهاد وخت وی بايد د دنيا مسلمانان موافق وای ٠ لکه د روسانو په وخت کی ٠
هو ٠ زه غواړم د مسلمانانو حکومت پر مسلمان باندی دمسلمان دپاره ٠
د اسلام کاميابی او دکافر ناکامی غواړم په علم باحکمت ٠ يوازی علم کار نکوی ٠
افغان علما لری او اؤس حکمت نه لری ٠ تر جهاد دمخه اول حکمت پر موږ فرض دی ٠ ورسته بيا کچنی جهاد٠
ګرانی خور نه سمه کولای چه کتاب ليکنی درته کاپی کم ٠ عقل تر کتاب ښه دی ٠
بايد د عقله کار واخلو د قرأن په جوکاټ کی ٠
که چيری تير وتلی يم راته په ګوته ئی کړی ٠ د انسان سره خطا ملګری ده
حليمي



محمد اسحق شيوانی
24.02.2004

پښتنې خور خاټول جاني او دروند ورور حليمي صيب او دټول افغان ټولو کتونکو، ښه تازه ګيډي سلامونه مي منئ.
ګرانې خور خاټول داسي ليکنه مو کړيده چه هر يو توری يې په سل لکه ارزي، او زه سل په سل کي ددغسي ليکنو سره موافق يم.
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:- [/color:a09f1c7460](١) خبرو زور ډير دی تر توپکانو
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:-[/color:a09f1c7460] خو دا خبري کم افغان او کم مسلمان پيل کړی ددغه امريکايانو دويستلو او يا د دوي دظلمونو دمخنوي دپاره ، چه زمونږ مظلوم ملت هره ورځ په قسم قسم بهانو ځوروي، او يا هم چادوي ته دخبرو ايجازه ورکړ يده چه لږ خپل آواز اُوچت کړي.
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:-[/color:a09f1c7460] (٢)محبت غښتلی دی تر نفرت (محبت چه هر څونه څوک ورکی ډيريږی ) بل هر شی لږيږی په ورکړه.
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:-[/color:a09f1c7460]دا خو ښکاره خبره ده چه محبت تر نفرت ښه او غښتلی دي، خو ستاپه مطلب پوي نه شوم، ايا ستاسو مطلب دا دی چه مونږ دامريکايانو سره مينه او محبت جاري وساتو که څنګه؟ که مو همدا مطلب وي نو داسلام اوکفر کله دوستي کيږي دا خو الله (ج) په قرآن عظيم الشان کي په بار بار ويلي چه کفار تر هغو پوري ستاسو دوستان کيداي نه سي تر څو چه تاسو ددوي غوښتنې ونه منئ.
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:-([/color:a09f1c7460]٣) او زه اخلاقأ نه سم ويلای چه جنګ وکړی افغانانو ٠ چه زه پخپله په جنګ کی نيم ولاړ.
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:-[/color:a09f1c7460] صحيح ده چه تاسو نه سي ويلاي چه جنګ وکړه، خو يوبل څوک دجهاد څخه منعه کول هم ښه نه بولم، خويوبل څه کول هم پکار دي، دجنګ نه پرته.
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:-[/color:a09f1c7460] که ملت دی امريکايان او کرزی نه غواړی مظاهره دی وکړی ٠ چه زه ئی هم په خوا کی و دريږم.
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:- [/color:a09f1c7460] ملت خو فکر کوم چه دا يو کال وړاندي دغسي کاروته لاس اچوی، خو ددغه ير غلګرو لخوا کله پريښودل کيږي، که چا مظاهره وکړه سم دستي يې په خپل نوم (يعني ترورست ) بدنام کړي، او هغه په دغه نامه ځوروي .
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:-[/color:a09f1c7460] چه خلګ مظاهر نکوی او زه ئی جنګ ته پاره وم بد عمل دی ٠ د دی خلګو څه داسی معلوميږی چه خوشحاله دی.
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:- [/color:a09f1c7460] خلګ خو مخکي خوشحاله وه، او ددوي وه باټو ته يې طمعه وه، که ستاسو په ياد وي دوي داسي خبري کولي په پيل کي چه هر افغان ته د منلو وړوي، خو ؤس چه مو ددوي کردار په خپلو سترګو وليد نفرت مو ځني وسو، ځکه دهغه ورځي څخه چه دوي زمونږ وطن ته راغلي د خوشحالی خبر مو ندي اوريدلي، چه اورو يه غم دي او غم دي، څنګه به ملت ددوي ددي ناوړه عملو څه خوشحاله وي؟؟؟ خو که مو سر پورته کړ دستي دهشتګر راته وايې.
[color=red:a09f1c7460]عبدالکريم ليکلي:***:- [/color:a09f1c7460] او اسلام که دمځه تلای اؤس به د وخته تللی وای 1400 کيږی لا روان دی تر اخيری ورځی٠
[color=blue:a09f1c7460]شيوانی:***:-[/color:a09f1c7460] لږ سوچ وکړه چه دا اسلام خپله دا ١٤٠٠ سوه کاله وساتل سو که مسلمانانو؟
الله (ج) خو داسلام او دين د ساتلو لپاره وعده کړي، خو مونږ امتحانه وي او مونږ ګوري چه څنګه دالله (ج) امانت ساتلاي سو. نو زما آخرنی وينا داده چه مونږ بايد اسلام، دين او پښتون ګريت ښه ټينګ مراعات وساتو.

[color=green:a09f1c7460]پر ننګ مړ خو څه مړ ندي
دبي ننګه ژوند جفا ده
لاس به وانه خلم له ننګه
که په ننګ پاته دنياده[/color:a09f1c7460]
.....................................([color=white:a09f1c7460]لوي احمد شاه بابا[/color:a09f1c7460])

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


hotak
24.02.2004

[quote:1250f8a485]که ملت دی امريکايان او کرزی نه غواړی مظاهره دی وکړی ٠ چه زه ئی هم په خوا کی و دريږم
چه خلګ مظاهر نکوی او زه ئی جنګ ته پاره وم بد عمل دی ٠ د دی خلګو څه داسی معلوميږی چه خوشحاله دی
[/quote:1250f8a485]
سلامونه او احترامات مي تاسي ټول وروڼه اوخويندي ومنۍ.
ملت غريب خو په اول سر كي مظاهرو ته هم ملاتړلي وه.دكابل پوهنتون په سلگونو زده كونكي مظاهرو ته راووتل.خو دشمالي ټلوالو ته امريكايانو ډنډي په لاس كي وركړي وي او ځاي په ځاي يي دولس كسان ووژل چي څلور تنه يي زما كليوال او دوه دايي زما سكني تربورونه وو.
اصلا په دغه دوهم لمبر ډيموكراسۍ باندي ډير مه غره كيږۍ.ډيموكراسۍ دتاجك لپاره ده او دپښتون لپاره ډنډه.تاجيك دي په ارگ كي وي او پښتون دي په كيوباكي.
په هرحال زه بيا هم ديوه واحد ملت ملاتړكوم خو دحليمي صاحب له دي خبري سره خپل اختلاف په ډاگه كوم چي وايي ملت دي مظاهره وكړي.
خداي پاك دي په هيواد كي تلپاتي سوله او دخلكو له خوښي سره سم يوحكومت راولي.



ع کريم حليمي
24.02.2004

هحترم هوتک صاحب او ورنی غاټول سلام٠
هوتک صاحب ستاسو د تربرو دي خدای شهادت قبول کړی ٠ او خدای دي موږ او تاسو د دوئ په روی و بخښی ٠
ستاسو د تربرو په شهادت کی هيڅ شک نسته او نه ئی پکښی وينم ٠ قالوا انالله و انا اليه راجعون ٠ تاسو او ستاسو فاميل ته صبر جميل د خدايه غواړم ٠که فرضأ زه يا زما تربور مړ کيږی ٠ دغه شهادت می تر هر څه خوښ دی ٠ په اخيرو 6 کالو کی داسی مړی په افغان کی وسوه ٠ چه د بعضو دمرګ حالت څوک نسی ويلای ٠ چه مړ سو که شهد ٠ ګرانو وړونو مه کوی ٠ جنګ دوږخ دی ٠ تر څو چه موږ علم او هکمت نوی زده کړی ٠ دا جهاد به ځنګه
ګټی ٠ هيڅ شی څوک نسی کولای چه علم او هکمت ونه لری ٠ هو ٠ الحمدالله روس مو لکه سپی داسی و استه د
وطنه ٠ اما زموږ په وينو او دبل په ټوپکانو ٠ دا دی اوس په بل وام کی بند يو ٠ هغه قوم چه خپل علم او هکمت
و نلری ٠ هر څوک ورته دښمن کيږی ٠ پاکستان دی وړمه ورځ ورور وو ٠ پرون دی نه وليدی چه درته دښمن سو
پښتنو رشتيا به وايو څوک دی دوست دی ؟ قوم تر پرونه پوری د لوږی موړ کيدی په سل کی 80
په دنيا کی دي هر څوک په غريب،بی علمه ، او جنګی پيژنی ٠ د پښتنو په ﻻس کی حلال اوړه مردار سی
د خدای روی ته وګوری غيرتی افغان يی ٠ غيرتی خو د جنګی مانا نلری ٠
اي پښتونه په جنګ به ځان نور تر دغه خراب کړی ٠ لږ سر پر زنګانه کښيږده ٠ چه ستا وطن پر څه حال دی
که موږ يو (يورپيان، امريکايان ) او که توپک والا دی بيخی په نس ماړه او په تن پټ يو ٠
مه کوی ٠ دښارو خلک د غريبی دلاسه داسی معلوميږی لکه د سلو کالو مرض چه ئی په بدن کی وي
يو څو ورځی به توبی و کاږو بد اعمال موکړی ٠ څه مړی مو وکړه څونه وړونه مو مړه کړه ٠
يواری خدای بارانونه رابندی ودرول بيا ظالمان اميران رابندی مقررکړی ٠
بسته يو څو ورځی به خدای ته زاری وکو چه نور د امتحان طاقت نه لرو ٠ داڅنګه امتحان دی چه خدای ئی
په موږکوي ٠ دا امتحان ندی دخدای قهر دی ٠ په بل شی نه ګرځی بيله توبی ٠
شل کاله امتحان خو نبيانو هم ندی ورکړی ٠ بازی ندی وينی بهيږی مځکه مو ژاړی غرونه ژاړی ٠ دغرو هوسی
ژاړی ٠ کونډی ژاړی ٠ مړوښی ژاړی د هوا مورغان ژاړی ٠ فقران ژاړی دکچنی مور شيدی نه لری ژاړی
کوچنيان دوا نه لری ژاړی ٠ مور ئی سمه ور سره ژاړی ٠ د وطن سپی ژاړړی ٠ ولی ئی نه اورئ ای پښتونه
مور دی ژاړی خور دی ژاړی ٠ وريندار دی ژاړی ٠ همسايه دی ژاړی ٠ يواری دغه ارام که ٠ اوښکی ئی لارلار
بهيږی ٠ وينی دزړه بهيړی يوار صبر وکه ورور دی ډوډی نه لری يواری صبر د خور می ميړه مړ سو کونډه سوه
صبر وکه پرون می اکا ماينه کونډه سوه ژاړی ٠ مامی می يوههفته کيږی چه کونډه ده ٠ ټول وطن په ناورين ژاړی
صبر ٠ وراره می په شفاخانه ژاړی دوانه لری ژاړی يو څو ورځی جنګ مه کوی چه زړه می ژاړی ٠
د ورور می دريمه ده وينداره می ژاړی ٠ مکوه ٠ پر يتيمانو می اسمان ژاړی ٠ وروره يتيمان خواخوږی نه لری
پر سر ئی ﻻس ورتير که ټوله ژاړی ته ئی نه اوری ټوله ملت ژاړی په کويټه کی افغانی يتيمان ژاړی
ورور ته دی ووايه راځه ټکان مه کوه ټولافغان ژاړی ٠ راسره کښينه راسره و ژاړه زړه می وچاودی
ته په خزه کی کوچنيان دی چاته پری ايښی ٠ ستا يتيمان مه راپريږده ٠ ټول وطن ايتيمانو پر سر واخستی
باغ مو وچ سو ٠ موږ کار نه لرو بسته موږ درته ژاړو بسته ته په غم کی و ايشيدی ژړا در پکښی وچه ٠
ستا زړه ژاړی ٠ يو ګړی ارام وکه وينی دی بهيږی دښمنان دی ټوله خاندی



طالب خان
26.02.2004

[quote:e359d19016]يواری خدای بارانونه رابندی ودرول بيا ظالمان اميران رابندی مقررکړی ٠
بسته يو څو ورځی به خدای ته زاری وکو چه نور د امتحان طاقت نه لرو ٠ داڅنګه امتحان دی چه خدای ئی
په موږکوي ٠ دا امتحان ندی دخدای قهر دی ٠ په بل شی نه ګرځی بيله توبی ٠
[/quote:e359d19016]
دانشمند استاد مولوي عبدالكريم حليمي صاحب السلام عليكم ورحمت الله وبركاته.
لكه چي تاسي ته بهتره معلومه ده دخداي جل جلاله حكم په جذباتي ويناگانو باندي موقوفه كيداي نشي او نه هم دامت مرحومه درنو علماءكرامو ته داسي كول په كاردي.دقتال اوجهاد احكام تلپاتي بڼه لري.په هرپيركي چي كافر پرمسلمان وبلوسيږي مسلمانان بايد چي نفيرعام وكاندي.البته دمشخصو مواردو په ارتباط داحكامو په تطبيق كي وروسته والى او مخكي والى راتلاي شي خو تركومه چي دقتال اوجهاد موضوع ده نو داله دښمن سره دبرابر مادي قوت په ترلاسه كولو پوري هيڅ اړه نلري.بلكي كله هم چي دښمن درباندي بريد وكړي ياالهي احكام په خطركي ولويږي ته بايد دهغو پرخلاف وجنگيږي مقاومت وكړي.

اوبياخو هم تاسي ته معلومه ده چي كله چي دښمن تاجنگ ته اړباسي.ستا پرخاوره تيري وكړي.ستاقانون چي تا داسلام په نامه جوړكړي وي هغه درخراب كاندي اوستا دهيواد عزت من بي عزته كړي او ډم اوجولاته واك په لاس وركړي په داسي حالت كي ستالپاره شرعي حكم څه دي.
ورسره وجنگيږه كټ مټ داسي لكه له تاسره چي جنگيږي.
دافغانستان اوسنى حالت هم همداسي دي.زه به جنگ نه كوم خو تاسي ماته داضمانت راكولاي شي چي مابه بياهم څوك په قراره پريږدي؟؟؟همدانن به زه كلي ته لاړشم له هرڅه به توبه وكاږم خو يوڅوك خو به وي چي زما په سر له امريكايانو نه پيسي واخلي؟؟؟
ايا داسي نده؟؟؟ سل په سله كي همداسي ده.داخويوازي عاميانه خبري وي كه خبره كتاب اوسنت ته واچوو نو بياخو هسي هم تاسي ته معلومه ده چي پدي اړه شريعت ښه غني دي.



ع کريم حليمي
26.02.2004

ګران او مکرم په اسلام وروره السلام عليکم و رحمت الله و برکاته
څوخبری دي ډيری رشتيا دي ٠ اجازه نه لرم چه څه پکښي و وايم ٠ اما الله وتعالی و نبی مبارک عليه الصلوه
والسلام ته داسی ٠ فرمايلی دی ٠
بسمه تعالی ٠ اذجعل الذين کفروا فی قلوبهم الحميه حميه الجهليه فأنزل الله سکينته علی رسوله وعلی المؤمنين
وألزمهم کلمه التقوا وکانوا أحق بها واهلها و کان الله بکل شی أ عليما :!: لقد صدق الله رسوله الرئيا بالحق لتد
خلن المسجد الحرام ان شاأ الله امنين محلقين رئوسکم و مقصرن لاتخافون فعلم مالم تعلموا فجعل من دون ذالک
فتحا قريبا :!: سورت الفتح ايه ٢٦ تر ٢٧ پوری
يواری دغسی د زړه ارامئ ته هم اجازه سته ٠ که څنګه ؟؟


نقاد
22.03.2004

درنو او پتمنو خويندو او ورونو ، اسلام عليکم و رحمت الله !
شيواني ورور په رښتيا هم ډير پاروونکي عکسونه ښودلي دي او د ډير مناسب عنوان مطلب يې هم (( مسلمانانو راوپاريږئ)) ورته ټاکلی دی . د حليمي صاحب په فتوا جهاد ﻻ نه دی فرض شوی او چا يې د فرضيت ثبوت هم نه دی وړاندې کړي، ولې د محرم ورور طالب خان صاحب او شيواني ورور په خوښه خو جهاد آن کابو دی نور قضی کيږي . د څوطالبانو او دالقاعده د ټولو ملاتړو پرته بل هيڅوک هم د جهاد ضرورت نه حس کوي . برعکس که د طالبانو او راتلونکي جګړو خطر موجود نه وای، د خارجي پوځ موجوديت به هيځوک هم ونه زغمي ، نو په حقيقت طالبان نه يواځې د امريکايي او بيا د نور سوله ساتي ځواک دراتګ سبب شوي، بلکې د هغوی د مشتوالي هم د طالبانو د (( مقاومت)) له امله دوام لري . هو ، که طالبان غواړي او که نه، ددوی مقاومت د امريکايانو د پاتې کيدو او څنډ سبب ګرځي ، او بر عکس که طالبان له مقاومت څخه ﻻس واخلي ، د امنيت په رامنځته کولو کې او د اساسي قانون او اولسواکۍ په پلي کولو کې ﻻس هم وکړي، مو بيا ک امريکايان غواړي او که نه، له افغانتان څخه به وتلو ته مجبور شي . دا يوځينۍ ﻻر هم ده او طلبان د خپل قام او وطن په وړاندې دا مسووليت هم لري چې دغې رغندې ﻻرې ته تن هم ورکړي او د ملي وحدت ، ابادۍ او ديموکراسۍ آزادۍ او اسلام په ساتنه کې د ټول ملت او ملي ځواونو سره اوږه په اوږه او برابره برخه په ټولو دولتي او غير دولتي برخو کې واخلي . که دوی خپل دغه اصلي اغيزمن ملي او سلامي رسالت وپيژني ، باور لرم چې پلويان به يې بيخي ډير شي او په ديمورتيکه ﻻر به ترې ژر يو ستر سياسي ځواک جوړ هم شي . امين، و من الله التوفيق .



محمد اسحق شيوانی
25.03.2004

ګران ورور پاڅونوال او د ټول افغان ټولو کتونکوته دزړه له صدقه خپل سلامونه وړاندي کوم، هيله ده چه په ښه ساعت او خوشحاله زړه راته وعليکم وه واياست.

[color=brown:d7855a4026]پاڅونوال ليکلي :****:--- [/color:d7855a4026] د حليمي صاحب په فتوا جهاد ﻻ نه دی فرض شوی او چا يې د فرضيت ثبوت هم نه دی وړاندې کړي، ولې د محرم ورور طالب خان صاحب او شيواني ورور په خوښه خو جهاد آن
کابو دی نور قضی کيږي.
[color=blue:d7855a4026]شيوانی :****: ---[/color:d7855a4026] ګرانه ورورکيه، په يوه ګل نه پسرلۍ کيږي، ته د حليمي ورور فتوا ته ګورې او هغه د خپل خبرو يو بنسټ کڼي فکر کوم چه تابه ښه نه وي، ځکه په زرهاوو نه بلکه په لکهاوو زمونږ رهنمايانو دنبيانو وارثانو (ملايانو) په بار بار دا ويلي ده چه نن سبا جهاد فرض عين ګرځيدلي دي، اوبل ته وايې چه چا دجهاد دفرضيت ثبوت هم نه دي وړاندي کړي. دا خو يو ښکاره خبره ده چه امريکا پر افغانستان يرغل کړي دي، نو کم وخت چه يو کافر پر مسلمان ير غل وکړي ايا جهاد واجب نه بولي؟؟؟ او بل کم وخت چه امريکا پر افغانستان ير غل کوی ايا دوي يو ثبوت په ډاګه نړيوالو ته وړاندي کړ؟؟؟ تاسو ويلي چه طالب خان ورور او شيواني په خوښه خو جهاد فرض دي، نه داسي نده. طالب جان صاحب خو لا طالب دي، څه نا څه په اسلامي مسائلو پوهيږي خو زه په اسلامي مسائلو چنداني نه پوهيږم، او هغه پورتنی خبري نه زه کوم او نه طالب خان ورور، زه چه کمي خبري کوم هغه ټول د هغو ملايانو خبري کوم کم چه ما ورڅخه اوريدلي دي او زه باور پري لرم، که هغه سمي خبري دي خدای (ج) به ثواب پري راکړي او که غلطي خبري دي هغه به په ورځ د آخرت هغه ملايان کمو چه دغه خبري کړي تر ګريوان ټينګ کړم. مونږ او تاسو د ملايانو مخي ته داسي يو لکه ړانده پر هره لار چه مو دوي سموي پر هغه به ورسره ځو.
[color=brown:d7855a4026]پاڅونوال ليکلي :****:---[/color:d7855a4026] د څوطالبانو او دالقاعده د ټولو ملاتړو پرته بل هيڅوک هم د جهاد ضرورت نه حس کوي .
[color=blue:d7855a4026]شيوانی :****: ---[/color:d7855a4026] څه فکر کوي چه طالبان د خپل ځان لپاره ده جهاد ناري وهي او که يې د خپل ګډي څه وه؟؟؟ نه نه نه، په دغه دنيا کښي تر خپل بدن خوږ بل هيڅ شی نسته. همدغه طالبان او مجاهدين دي چه خپل سرونه يې د الله په رضاکښي وقف کړي دي، ايا دوي ته خپل ځان ندی ګران؟؟؟ ايا دوي به مور اوپلار نلري؟؟؟ ايا دوي به خوندي او وروڼه نلري؟؟؟ ايا ددوي به زړه نه غواړي چه کرار په خپلو کورونو کښي کښيني؟؟؟ ددغه سره سره بياهم دوی خپل پاکه وينه د وطن د آزادي په لاره کښي تويه وي.
[color=brown:d7855a4026]پاڅونوال ليکلي :****:--- [/color:d7855a4026]برعکس که د طالبانو او راتلونکي جګړو خطر موجود نه وای، د خارجي پوځ موجوديت به هيځوک هم ونه زغمي ، نو په حقيقت طالبان نه يواځې د امريکايي او بيا د نور سوله ساتي ځواک دراتګ سبب شوي، بلکې د هغوی د مشتوالي هم د طالبانو د (( مقاومت)) له امله دوام لري . هو ، که طالبان غواړي او که نه، ددوی مقاومت د امريکايانو د پاتې کيدو او څنډ سبب ګرځي ،
[color=blue:d7855a4026]شيوانی :****: ---[/color:d7855a4026] ښه په سعودي عربستان کښي د چادجنګ خطر موجود دي چه دوي هلته ميشت دې؟ په ويتنام کښي يې د راتګ سبب څه شي وو؟ وه عراق ته له کومه امله داخل سوه؟ ګران ورور کيه لږڅه د امريکا تاريخ وګوره.
[color=brown:d7855a4026]پاڅونوال ليکلي :****:---[/color:d7855a4026] او بر عکس که طالبان له مقاومت څخه ﻻس واخلي ، د امنيت په رامنځته کولو کې او د اساسي قانون او اولسواکۍ په پلي کولو کې ﻻس هم وکړي، مو بيا ک امريکايان غواړي او که نه، له افغانتان څخه به وتلو ته مجبور شي .
[color=blue:d7855a4026]شيوانی :****: --- [/color:d7855a4026] ستاسودا نصيحت ډير ښه دي خو کاش تاسو دا نصيحت د امريکايانو ګوډاګيانوته کړی واي او هغوي ستاسو دا خبري منلي واي. خو زه فکر نه کوم چه امريکا دي صرف د طالبانو دمقاومت له امله دلته خپلي ناولي منګولي ښخي کړي، دي ته خو بايد د ملل متحد ځواکونه راوه ليږم شي امريکا څه کوي چه زمونږ پر مظلومو هيوادوالو بمونه غورځوي او هغوي په قسم قسم بهانو زوروي. ددي مشري ولي امريکا کوي؟ دا خو بايد ملل متحد کولاي.

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



ع کريم حليمي
25.03.2004

ګرانه وروره شيوانی صيب او د ټول افغان وړونو سلامونه می ومنۍ ! ستاسو ټولو ښه صحت د خدايه غواړم سياسی خبرو جواب به انشا الله محترم جناب پاڅونوال صاحب درته وليکی٠ زه غواړم هغه څه وليکم چه
جواب ئی پر ما فرض دئ ٠
شيوانی ليکی ٠ (((خبري دي خدای (ج) به ثواب پري راکړي او که غلطي خبري دي هغه به په ورځ د آخرت هغه ملايان کمو چه دغه خبري کړي تر ګريوان ټينګ کړم. مونږ او تاسو د ملايانو مخي ته داسي يو لکه ړانده پر هره لار چه مو دوي سموي پر هغه به ورسره ځو. )))
حليمي ٠ نه ګرانه وروره داسی نده ٠ که تاسو په دغه خبرو دليل راوړۍ ٠ کتابی خبره نده ٠ دخدای کتاب داسی دئ ٠
بسمه تعالی ٠ حتی اذا ادارکو فيها جميعا قالت اخرئهم لاولهم ربنا هؤلا اضلونا فاتهم عذابأ ضعفأ من النار
قال لکل ضعف ولکن لاتعلمون :!:
ترجمه ٠ تر هغه پوری کله چه يو ځای سی دوی (اور) کی ټوله به نو وايی ورستنی د دوی (يعنی تابعان ) په (باب د هغو ) ړومبنيو (متبوعانو) خپلو کښې ( الله ته ) ای ربه زموږ دغو (مشرانو) ګمراه کړی وو موږ :!: نو ورکه دوی ته
عذاب دوه چنده :!: (زموږ) له اوره و به فرمايی الله چه دی لپاره د هر يوه دوه چنده ليکن نه پوهيږ ئ تاسی
ګرانه وروره د دغه ايات ښريف معنا داده چه که يوسړی د بل په خوله پسی ځی او وايی چه په قيامت به خدای
ته و وايم چه فلانی ملا راته ويلی وه ٠ دا د خلاصيدو لار نده ٠ پر ما بانی فرض سوه چه خبر دئ کم اوبس

شيوانی صيب ليکی ٠ نن سبا جهاد فرض عين ګرځيدلي دي،
ګرانه وروره دغه جهاد او قتل وقتال دوه جلا شيان دی جهاد يوه شی ته ويل کيږی او قتل و قتال بل شی ته ويل کيږی ٠ کرانه ورور جهاد علم غواړی بی علمه سړی جهاد نسی کولای ٠ بی علم نه توانست خدا را شناخت ٠
او که قتل وقتال کوی حکمت غواړی ٠ که حکمت ئی نوی زده ځان وژنی ٠ مقاتلين بايد ځانونه د مرګه وساتی
که سل په سل کی دی پوسی چه مرم ٠ پر فرض کيږی چه دقتل او قتال څه لری سی ٠
او ډير خطا خبره ده چه و وايی جهاد (فرض غين) دی ٠ علما داسی نه وايی ٠ او نه به و وايی
هغه عمل ته فرض عين ويل کيږې چه په فعل کی قيد نوی ٠ لکه ٠ کلمه ويل او لمونځ

محترم پاڅونوال صاحب ٠ زه پر دغه ايمان لرم چه نور جواب به ئی تاسو لمانه ښه وکړی ٠
حليمي



مجيب انګار
25.03.2004

درنوورونوشيواني،حليمي....اوپتمنې خورې خاټول سلامونه اوښې چارې !
ترټولودمخه دښاغلي ورورحليمي صيب نه په پوره ادب اواحترام هيله کوم چې خپلې املاُ اوانشاُ ته لږغوندې پام وکړئ اوخپله ليکنه دپښنومعياري اومنل شوي ليکدود سره سمه وليکئ ترڅوزماپه شان نالوستي اودلږې پوهې خاوندانوته يي په لوستلوکې ستونزې نه پيښيږي.
بله داچې ښاغلي شيواني.خورادپام وړټکي ليکلي اوکوم انځوريي چې دخپلې ليکنې دلاښکلالپاره ورسره سريښ کړی داهغه انځوردی چې دهرافغان وينه په زوښ راولي داسې ويده او...افغانان به ډيرلږوي چې ددې انځورپه ليدبياهم په حق سترګې پټوي اوامريکايي يرغل به روابولي،ډيرداسې افغانان شته چې افغانستان ته دامريکايي پوځونوراتګ له افغانستان نه دالقاعده اوددوی په وينادترهه ګرودختمولولپاره،اوپه افغانستان کې دسولې راوستلواودافغانستان دبياودانولولپاره بولي چې دايونه منونکی نظراودحقيقت نه لرې خبره ده،که تاريخ ته وکتل شي نوپه هردورکې داسلام دښمنوهيوادونواوډلولخواداسلام دځپلونه هيريدونکې هلې ځلې شوي اوپه دې لاره کې ډيرخطرناک ګامونه پورته کړای شوي دي،په واروار مسلمانان په بيلابيلونومونوټکول شوي ،په خپلواکواسلامي حکومتونويرغلونه شوي په زرګونوبې ګناه مسلمانان شهيدان کړای شوي بنديان شوي ....خووروسته بياهغومسلمانانوډګرګټلې چې وسلې ته يي لاس کړی ،جهاديي کړی اوکفاريي دې ته اړکړي چې دمسلمانانوله خاورې ووځي،اوس چې امريکادالقاعده په پلمه زموږپرهيوادپوځي يرغل کړی نوکه موږدا ووايو چې بس دی موږډيرې جګړې وکړې خواهيڅ دخوندوړنتيجه يي ورنکړه نورموږجنګ نه غواړواوددې پرځای چې دبهرنيويرغلګروپرخلاف ټوپک راواخلونوغوره به داوي چې ټوپک پرځمکه کيږدواوقلم راواخلو،کتاب راواخلو،بيل اوکلنګ راواخلواوخپل هيواد ودان کړو نوبهرنيان به پخپله دې ته اړشي چې زموږدهيوادنه کډې بارکړي خوداهسې يووهم او( خوش باوري )ده اوبس.
زه دانه وايم چې قلم،کتاب کيږدئ دهيوادبياودانول پريږدئ اووسله راواخلئ ...نه ترټولو زياته اړتياپوهنې اوروزنې ته لرو،خوبايدداهم هير نکړوچې ترڅودبهرنيويرغلګرومخې ته ونه دريږوهغوی به هيڅکله هم په خپله خوښه زموږدهيوادنه کډې بارنه کړي.
ښاغلي حليمي ورورپه دې خبره ناخوښي ښودلې چې : مسلمانانوراويښ شئ !اووايي چې بايدداسې ووايئ چې پښتنوراويښ شئ !!!!!
ګرانه وروره! تاريخ په ښکاره ټکوويلي دي چې فلسطين دمسلمانانوخاوره ده اودمسلمانانولومړنۍ قبله وه،خواسرائيلودامريکا،انګليس اونوروکفري هيوادونوپه مرسته پردغه پاکه خاوره يرغل وکړاودمسلمانانوخپلواک حکومت يي له منځه يووړ اوددغې سيمې وګړي يي داوږدې غلامی اوخوارۍ سره مخ کړل،عراق همدغوځناورو دې ته وهڅاوه ترڅوپرکويټ يرغل وکړي اوبيايي دکويټ داَزادولوپه پلمه په عربي هيوادونواوخليج کې په زرګونوناولي پوځيان ځای پرځای کړل او ورو ورويي دخپلې شومې موخې په لورګامونه واخيستل اَن تردې چې په عراق يي يرغل وکړپه زرګونو عراقيان يي شهيدان کړل دعراق خپلواکه حکومت يي ړنګ اوخپله کالونۍ يي پکې جوړه کړه ،پردې يي هم (ځيګر)لړمون يخ نشواوسوريي ته يي ګواښونه ورکړل چې اوس ستاواردی خودادعراقيانوميړانه وه چې يرغلګروته يي دسااخستلواوپه کراره کښيناستلووخت ورنکړاوپرهغوی يي رڼاورځ توره شپه کړه کنه نواوس به دشام خپلواکي هم له منځه تللې وه.پخپله امريکايي ،برتانوي اونورو نړيوالو خپرونوپه واروارويلي چې پرامريکايي تجارتي مرکزتربريددمخه يهودي سوداګروخپلې ټولې شتمنۍ له هغه ځايه ويستلې وې اوهغه په زرګونويهوديان چې په دغوودانيوکې يي دندې درلودلې په دغه ورځ يوهم موجودنه و،خوتوريي په القاعده اوطالبانوولږول شو،اوخبره دې ته ورسيده چې پرافغانستان يي ناروايرغل وکړزموږهيواديي دړې وړې کړکه کومه خښته اوخټين ديوال دروس اوکورنيوجګړه مارانونه روغ پاتې شوی وهغه يي هم ړنګ کړ...خو نه يي اسامه ونيوۀ اونه ملاعمر.........
خبره رانه بل لورته ولاړه ماداويل غوښتل چې که موږداووايوچې موږپخله ډيرکړيدلي يودخپل درددرمان رانه ورک دی نودفلسطين ،عراق،اونورومسلمانانوسره زموږڅه کاردی هرڅوک پوه شه اوخپل يي کار،نوبياخودهمدې ځايه ده چې دمسلمان دخوارۍ اوبربادۍ سفرپيل کيږي اوامريکا،اسرائيل اونورکفري داړه ماران به موپه واروار پرستوني چاړه ږدي،
اسرائيلودفلسطين يوسترمجاهداورهبرشيخ احمدياسين شهيدکړخوامريکاوايي چې اسرائيل دخپلې دفاع حق لري؟!؟!؟!؟!؟!:...
کفارموږته ګواښونه کوي چې ښځوته اَزادي ورکړئ هغوی خپل سرته پريږدئ چې څه يي خوښه وي هغه دې کوي خوپه فرانسه اويوشميرنوروهيوادونوکې پر ښځوداسې ناروا اوناوړه بنديزونه لږول کيږي چې هغوی دپړوني ياټکري پرسرولونه منع کول کيږي....
دالقاعده وسلوال په غرونوکې پټ دي اوامريکايي پوځونه په کليواوبانډوکې زموږ دخويندوتلاشي اخلي اوپر(بدن يي خپل ناولي لاسونه وهي) اَيااسامه اوملاعمرددې خوارې په جيب کې دی؟
داچې حليمي صيب وکيل احمد،ملاغوس اونوروطالب مشرانوته ويلي وچې اسامه اونورعربان له هيواده وشړئ خوهغوی داونه منله اوهيواديي له دې ناورين سره مخ کړ نو په دې اړه به دپاکستان دکورنيوچاروپخوانی وزيراودطالبانونژدې انډيوال جنرال نصيرالله بابرهغه ويناچې درې ورځې دمخه يي دپاکستان تلويزيون په پښتوپروګرام (جرګه) کې دنامتوژورنالست سليم صافي ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړه دلته رانقل کړم:
جنرال بابروايي : هغه وخت چې زه له دندې نه ګوښه شوی وم دامريکا يوپلاوی راته راغی اوراته يي وويل چې ته له طالبانوسره ډيرې نژدې اړيکې لرې نوورشه اوهغوی ته ووايه چې اسامه موږته وسپاري،ماوکيل احمدمتوکل چې دطالبانودبهرنيوچارووزيرو راوغوښت هغه ته مې وويل چې ولاړشه اوله ملاعمراونورومشرانوسره دې په دې اړه وغږيږه،څوورځې وروسته متوکل راغی اوويل يي چې موږدې ته تياريوچې اسامه يودريم ګړي هيوادته وسپارو خوزموږيوازې يوشرط دی هغه داچې دمحکمې په راس کې به درې قاضيان وي يوافغان يودعربستان اودريم تن هم ديوبل اسلامي هيواد.
ماداخبرې دامريکاراغلي پلاوي ته وکړې هغوی په ځواب کې راته وويل چې موږته به ددې خبرې ضمانت څوک راکوي چې دغه محکمه به سل په سلوکې اسامه ته سزاورکوي؟
نووروريه ! طالبانوخوډيره هڅه وکړه چې داسامه لانجه حل شي خوامريکا نه غوښتل چې ددې کشالې دحل لاره راوويستل شي ځکه که داسامه لانجه له منځه تللې وه بيابه امريکاته په لنډوخت کې بله پلمه نوه چې پرافغانستان يرغل وکړي
خوهوښياران وايي چې :دادپټي سردی ،پټی مخکې سوروردی.....



ع کريم حليمي
31.03.2004

ډير دروند او قدرمن ورورکه انګار صاحب سلامونه می ومنه ٠ او پسله سلامه ٠ ټوله هغه دوستان چه ستاسو
خوا په بديږي خدای دي وکړی چه روغ رمټ وي ٠
ګرانه داڅه واياست ٠ چه ((ماداخبرې دامريکاراغلي پلاوي ته وکړې هغوی په ځواب کې راته وويل چې موږته به ددې خبرې ضمانت څوک راکوي چې دغه محکمه به سل په سلوکې اسامه ته سزاورکوي؟
نووروريه ! طالبانوخوډيره هڅه وکړه چې داسامه لانجه حل شي خوامريکا نه غوښتل چې ددې کشالې دحل لاره راوويستل شي ځکه که داسامه لانجه له منځه تللې وه بيابه امريکاته په لنډوخت کې بله پلمه نوه چې پرافغانستان يرغل وکړي
خوهوښياران وايي چې :دادپټي سردی ،پټی مخکې سوروردی.....))
اول داهغه نصرالله بابر دئ چه ټوله افغانستان ده برباد کړی دئ ٠ ضرورت نسته چه يوه جمله پر وليکم ٠ چه لس کاله بادچه يو افغان د موره پيداکيږئ هغه به هم په خبر وي ٠ تر قيامته پوری
بخښه غواړم يو دلوچقانو خلکو متل دئ وايی (څوک چه ٠٠٠ خور دغول خوره دا دی نه خوری د غورمه خوره دا دئ وخوری ) ډيره دشرم خبره ده ٠ چه بابر زموږ وزير خارجه ته حال ور استوي چه راسه پاکستان ته ٠ ([color=red:a6d3e08203]وکيل[/color:a6d3e08203]) هم دستی لکه دده مزدور ورته ورغلۍ ٠ بيله رسمۍ ډوله ٠ د پښتانه په صفت او کاکړ لاهم دئ
داد شرم کار چه ده وکئ د طالب د حکومت پزه په پری ده ٠[color=red:a6d3e08203] دا د ابۍ مزدوره ابۍ د کلی وزدوره[/color:a6d3e08203] ٠
او بل به راسو د اسامه محکمئ ته ٠ په سعودي کئ ٠ په افريکا کی ٠ په يمن کی پر اسامه ادعاوی سوي وئی٠
يوازی به د سعود د مړو محکمئ خبره درسره شروع کم ٠ هو دکفر عسکر په سعودی کی وه ٠ اسامه څوک دئ
چدئ دچاودنو امر ور کوي چه په سلهاوو خلک وژنی ٠ اياسعودی حکومت نه لری ٠ مجلس علما نه لری ٠
که يوازی اسامه د دين ټيکه دار دی ٠ په هر ملک کی چه مجلس علما (شورا) وي ٠ هيڅ انسانته اجازه نسته
چه په يوازی سر جهاد اعلان کړی ٠ ديته مجاهد نسو ويلای ٠ تخريب کاره يا قاتل ورته ويل کيږي په دغه ژوند
کی ٠ او په اخيرت چه خدای هره درجه ورکوی هغه د خدای کار دئ ٠ قاتل که مجاهد په نيت ئی الله خبر دئ٠ د اسلام قانون خو داسی دئ که مسلمان راولاړ سي او کافر مړ کی ٠ مسلمان پر قصاص کيږئ ٠ که محاکمه ئی
قاتل و ګڼی ٠ دا خو د طالبانو سياسی چال وو چه دغه شرطونه ئی ايښودل ٠ په محاکمه کی سياست کول حرام د٠
داسی پيښه سوه (چاه در کن چاه درپيش ) طالبانو خپل کور خراب کی ٠ زما او ستا د کوره سره ٠
او امريکايی خو رشتيا ويل دا دی معلومه سوه ٠ چه پښتانه نغواړی چه اسامه ته جزا ورکی ٠
داچه اسامه جهاد کړی دئ ٠ په جهاد کولو خو څوک د دونيا د محکمئ څه ځان نسی خلاص کولای ٠
د دنيا دود داسی دئ که څوک محکمه و غواړی ور ځی به دا نسي ويلای چه هغه مجاهد دئ ٠ چه غوث د زمانی وي هم به محاکمی ته ورځی ٠ که محاکمئ و ويل چه ملامت ندی نو خلاص دئ که نه نو بيا مجرم دئ ٠
او بل دا لانجه خو طالب لالا ځانته جوړه کړه ٠ طالب ولی امريکاته نه ويل چه زه اسامه په لاس نسم درکولای
ولچې اصلأ اسامه پاچا دئ ٠ ملا عمر خالی يو نوم دئ يا سمبول دئ ٠ موږ او تاسو ښه پوهيدلو چه ملاعمر په
نامه ناست دئ٠ د مرحوم محمدعالم بڅرکی ، هاشميان، عبدالباری جهانی ،له قولو څه وايم چه لوی ملاصيب
خبری په مجلس کی نه کولی ٠ يعنی سياسی خبری اوسياسی الفاظ ئی هيڅ نه درلوده ٠
او تاسو ليکلی ((کفارموږته ګواښونه کوي چې ښځوته اَزادي ورکړئ هغوی خپل سرته پريږدئ چې څه يي خوښه وي هغه دې کوي )) دا ډير غلطه جمله ده ٠ نه ښځه او نه نر څوک سرته پريږدی ٠ هر فرد قانون ته مسؤليت لری ٠
هو هيڅ حکمت داحق نلری چه د ملت پر قانونی حق د نر يا ښځی سترګی پټی کړی ٠
د اسلام په اولو ی کی مسلمانانو و اسپانياته ويل چه خلک دئ ترظلم لاندی دی ٠ او چه زموږ څه خپله لار
ورکه ده نوخود به کفار موږته ﻻر ښود وي ٠ حق ويل چه هر څوک وايی حق دئ ٠ که کافر ويل او که مسلم حق بيا
هم حق دئ٠ کافر او مسلمان نه غواړي ٠ مسلمان خو حق نن نسی ويلای ٠
ايا دا حق دئ چه جهاد ئی وکړی ٠ نو رئس دولت به هم دئی وي ٠
او الله ج فرمايی ٠ [color=red:a6d3e08203]بسمه تعالی ٠ ان الله يأمرکم ان تؤدوا الامنت الی أهلها و اذاحکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل٠ [/color:a6d3e08203]
ايا موږ د دولت وظيفی و اهل ته ورکړی دئ ٠ نو چه موږ د خدای په کتاب عمل نه کوو نو طبعأ به ئی کفار نعری
راته وهی ٠ داهم د الله حکمت دئ
حليمي


نقاد
31.03.2004

[quote:72537637f8]ايا دا حق دئ چه جهاد ئی وکړی ٠ نو رئس دولت به هم دئی وي ٠ بسمه تعالی
٠ ان الله يأمرکم ان تؤدوا الامنت الی أهلها و اذاحکمتم بين الناس ان تحکموا بالعدل٠
ايا موږ د دولت وظيفی و اهل ته ورکړی دئ ٠ نو چه موږ د خدای په کتاب عمل نه کوو نو طبعأ به ئی کفار نعری
راته وهی ٠ داهم د الله حکمت دئ . حليمي[/quote:72537637f8]

ماشأالله ، حليمي صيب څومره په زړه پورې حقايق مو بيان کړي دي ، په قلم مو برکت شه ،
زما سلامونه او درناوی ومنئ، تاسو په پای کې ﻻ مهمه موضوع په ګوته کړې ده ، کومه چې ما پاس اقتباس کړې ده . جهاد که طالب او که نورو تنظيمونو کړی، صرف د قدرت له پاره يې کړی بي له دی چې سياسي اهليت يې درلودای . دوی د ان الله يأمرکم ان تؤدوا الامنت الی أهلها د مکرم ايت پر ضد عمل کړی او کوي يې . او که نه نو هغه وخت چې طالبانو قدرت ونيوه نو څنګه چې په دروغو ژمنه هم کړې وه بايد سياسي مشري يې پخواني باچا ته سپارلې وای ، نو دا اوسنۍ غميزه به هم منځته نه وای راغلی .خو برعکس دوی غوښتل چې د سياسي قدرت د خوند او غرنج له پاره د اسلام په نامه افغان اولس يرغمل کړي او خپل حکومت پرې وکړي . له دې کبله اولس ته د ازادو رايو ، انتخاباتو ، خود اراديت ، آزادۍ او ديموکراسۍ هيڅ چانس نه ورکوي . پوهان او روښانفکره قشرونه له منځ څخه وړي او يا هيڅ صلاحيت ته يې نه پريږدي ، او افغانان په تيره پښتانه په بي سواده
دهقاني پرګنو بدلوي څو دوی يې مشري وکولای شي . ددوی خپل سياسي پوهه په دې کې خلاصه کيدله چې د پاکستان اطاعت او په پټو سترګو د هغوی ډول ته وګډيږي .


م ن غروال
03.04.2004

ښاغليو هر يو پاڅونوال صاحب او حليمي صاحب سلامونه عرض کوم
هغوي چه په پټو سترګو د اسلام مقدس دين پيژني، نو تګ يې هم هرومرو په پټو سترګو وي، او د پټو سترګو تګ لوېدل لري٠ هغوئ چه کوم علمي استدﻻل چه په اسلامي سنت او سياست وﻻړ وي نلري، دجهاد مقدسي نامې څخه نړيواله ترهګره جګړه جوړه کړي، يعنی مجاهد؟ ترهګر!
سياست خپله يو تکتيک دي چه بايد تل د خپل ولس امنيتي او شتمنيز او نړېوال سياسي ستراژيکي لپاره وکارول شي٠
پاڅونوال صاحب څومره ښايسته د ښاغلي حليمي ورور ليکنه څيړلي او رڼا يې پرې اچولې ده٠ چه علمي کتنه ورته ويل کيږي٠ او د حليمي ورور ليکنه د اسلام د سياست بنسټيز اصول دي٠ زه مې پر دغو وروڼو وياړم او هيلمن يم چه د اکثرو مسلمانو خويندو او وروڼو تل همداسې علمي څيړندويه ليکنه وي٠ په درناوې ٠ غــــــــــروال


نقاد
04.04.2004

١ــ
((...که تاريخ ته وکتل شي نوپه هردورکې داسلام دښمنوهيوادونواوډلولخواداسلام دځپلونه هيريدونکې هلې ځلې شوي اوپه دې لاره کې ډيرخطرناک ګامونه پورته کړای شوي دي،په واروار مسلمانان په بيلابيلونومونوټکول شوي ،په خپلواکواسلامي حکومتونويرغلونه شوي په زرګونوبې ګناه مسلمانان شهيدان کړای شوي بنديان شوي ....خووروسته بياهغومسلمانانوډګرګټلې چې وسلې ته يي لاس کړی ،جهاديي کړی اوکفاريي دې ته اړکړي چې دمسلمانانوله خاورې ووځي،..))
انګار صيب قلم دې څپاند اوسه ،سلامونه او نيکې هيلې مې هم ومنه .
پورتنيو کرښو متن مو پوره حقيقت دی او هيڅوک ترې انکار هم نشي کولی، خو شکل يې ښايي هماعسې تبليغاتي رنګ ولري چې د اوړنده جهادونو په خپلو پخوا نيو زمانو کې به کيده چې ګواکې انګليسي فرانسوي يا بل کوم اروپايي استعمار صرف د مذهبي دوښمن په توګه او د مذهبي اختلاف له امله پر اسلامي هيوادونو يا مسلمانانو باندې يرغل کړی دی . خو دا سمه نه ده : له صليبي جګړو پرته ، چې استعماري هم نه وو، وروسته په نورو استعماري جګړو کې يوې هم ديني او مذهبي ماهيت موخه او خصلت نه درلود، بلکي ټول استعماري جنګونه وو. انګليسانو نه يواځې په اسلامي هيوادونو کې، بلکې په نورو هيوادونو کې هم استعماري جګړې کړي دي ، پر هندوانو ، افريقايانو ، د منځنۍ او سهيلي امريکا په اوسيدونکو باندې هم د انګيس فرانسې اونورو دغه ښکيلاکګرې جګړې، وژنې ،بندونه ، وهل او ټکول ټول تير شوي دي او پر اسلامي هيوادونو پورې محدودې نه وي .استعمار د عقيدو ، عيسويت او اسلام ، يا الحاد او دينې عقيدو تر منځ جنګ نه ، بلکې د د نړيوالې سرمايې د پراختيا له پاره جنګ جګړه ده ، نه د ديني عقيدو له پار. که څه هم دمسلمانو غبرګون بيا تل د اسلامي عقيدې له پاره جهاد و . خو هغه د ١٩ پيړۍ جګړې او شرايط وو، ناپوهي مسلط وه او له اسلام او جهاد پرته خلکو په بل نامه پڅون ته زړه نه ښه کولای شو او نه پرې پوهيدل . اوس دوه پيړۍ وروسته نه زوړ استعمار او نه يې جګړې شته او نه هم مسلمانان هماغسې ناپوه پاتې دي چې د سلام سره له دوښمنۍ پرته د استعمار بل هدف نشي تصور کولای ، په کومو اهدافو چې پوهيدل ډير ضرور دي او يواځې د کفر او اسلام ددوښمنۍ چغې نه يواځې غلطې دي ، بلکې نور د باور وړ هم نه بريښي او تأثير هم ډير نه لري . د امريکا خپل دوهم رسمي دين اسلام دی . انګريزانو په هند کې دوه سوه کلنه دوره تيره کړه خو نه يې د هندي مذهب او نه يې د اسلام سره غرض وکړ، بلکې بر عکس د ديوبند په څير اسلامي مدرسې په کې نړيوال شهرت تر ﻻسه کړ . هنديانو تر افغانانو د استعمار ماهيت بهتر پيژندلی و، نو ځکه يې ددوهمې نړيواې جګړې په ترڅ کې د ملي آزادۍ بي بريده غورڅنګ د ګاندي په مشرۍ پيل او په لږوـ يا بي له تلفاتو يې داسې بري ته يې ورساوه چې له ملي ازادۍ او خپلواکۍ سر بيره يې اجتماعي آزادي يعنې ديموکراسي هم منځته راوړه .

٢ــ
((بايدداهم هير نکړوچې ترڅودبهرنيويرغلګرومخې ته ونه دريږوهغوی به هيڅکله هم په خپله خوښه زموږدهيوادنه کډې بارنه کړي.))

دا سمه ده، او حتمأ به د يرغلګرو مخې ته دريږو او له خپل هيواد څخه به يې باسو. خو ورور جانه ، دامريکا پر ضد شعارونه خو ﻻ هغه وخت هم د حکتيار اسلامي ګوند ورکول چې ﻻ د خپل او امريکايانو دګډ دوښمن شوروي پر ضد يې امريکايانو په وسلو او مالي مرستو جنګيده، طالبانو هم قدرت ته درسيدو سره سم روسان دوښمنان دومره نه ګڼل،لکه څومره چې امريکا ته ګواښېدل ، حال داچې دوی هم د امريکا په مرسته او پلوي سره قدرت ته رسيدلي وو .
دغه راز که اوس دا نه ويني چې امريکا په افغانستان کې کوم نيواکګر هدف نه، بلکې دغه هيواد ورته اوس يو شتراتيژک ارزښت د پخواني شوروي د اسيايي هيوادونو له کبله، د رقيبې روسيې او د ايران د اتومي ګواښ له کبله او بالاخره د القاعدې له امله هم ارزښت موندلی ، کوم هيوادونه چې زمونږ هم دوښمنان وو او دي، نو دغو دوښمنو هيوادونو ته د امريکا ګواښ زمونږ په زيان نه، بلکې مونږ د هغوی له لاسوهنو او ګواښونو څخه خلاصوي . څوک چې خپل تاريخي فرصت او امکانات نشي پيژندلی او تل هماغه يو ترنم او د تعصب يوه نغاره ډنګوي ، د هغه سره خپل ورور هم وروري نشي کولای او هغه نور هم له يوې څخه بلې کندې ته لويږي .
پريږده چې يو ځل زمونږ ملت هم په خپلو پښو ودريږي، ديموکراسي وپيژني او له دې زرينې وسلې څخه ګټه اخيستل زده کړي ، د روس ايران او نورو ﻻسوهنې د لته ختمې شي ، ولو که د امريکا په مرسته هم وي، بيا که امريکايان وختي وتلي نه وو او يايې بيا په وتلو کې سستي کوله ، بيا به د يو موټي افغان ملت زور او معقوليت دواړه دوی ته هم وښيو او په هر شکل چې يې يو موټی شوی افغانستان بيا وغواړي په همغه شکل به يې له هيواد څخه وباسو. خو اوس به دا د خپلو پښو په تبرګي وهل نور بس کړو اودغسې د ملت په پښو باندې تبر وهونکو طالبانو او اخوانيانو، خلقيانو او داسې نور سختدريزه نابغينو ته به بيا د ورانکاريو چانس نه ورکوو، که څه هم دوی ټول پښتانه هم دي . خو د خپل مرض دوا به پخپله کوو او پخپله به د خپلو افراطي ډلوهم مخنيوی کوو او هم به يې نورمال سياسي ،ادأري او نور مساوي حقوق ورته غواړو . همدغه وروري مونږ د نوروورونو قومونو ازبک تاجک ترکمن هزره بلوچ او اسې نورو ټولو سره کوو، خو زياتي اود ورورۍ د حساب اوويش پر ځای يې تالان ته هم بايد پرې نږدو !
ددغسې يو رسالت د سرته رسولو له پاره بايد له ځان څخه ، يعنې مونږ پښتانه بايد د خپلو نيمګړتياو څخه پيل وکړو او ځانونه اصلاح کړو ، ددې له پاره
(( ښاغلي حليمي ورورپه دې خبره ناخوښي ښودل )) بيخي پر ځای دي چې وايي : د (مسلمانانوراويښ شئ !) د شعار پر ځای ((بايدداسې ووايئ چې پښتنوراويښ شئ !!!!! ))
٣ــ
((ګرانه وروره! تاريخ په ښکاره ټکوويلي دي چې فلسطين دمسلمانانوخاوره ده اودمسلمانانولومړنۍ قبله وه ...زه دا اويل غواړم چې که موږدا ووايو چې موږپخله ډيرکړيدلي يودخپل درددرمان رانه ورک دی نودفلسطين ،عراق،اونورومسلمانانوسره زموږڅه کاردی هرڅوک پوه شه اوخپل يي کار،نوبياخودهمدې ځايه ده چې دمسلمان دخوارۍ اوبربادۍ سفرپيل کيږي اوامريکا،اسرائيل اونورکفري داړه ماران به موپه واروار پرستوني چاړه ږدي،

انګار صيب يوه پوښتنه داوده چې آيا تاسو دڅان سره دا سوچ هم کله کړی چې که ته د نړۍ واکمن قاضي شې ، نو اسراييلي اولس (ملت) لو ته به د يو با وجدانه مسلمان په توګه څه او کوم حقونه ورکړې ، آيا اسراييلي دولت ته به د موجوديت حق ورکړې ؟
دوهمه پوښتنه : هغه وخت چې زمونږ او ستاسو په غاړه د شوروي سرو استعمارچيانو چاړه ايښې وه، آيا ستا ددې مسلمانو فلسطيني ورونو مشر ياسر عرفات يو ځل په تيروتنه کې هم چيرې وويل چې شوروي دې له افغانستان څخه ووځي ؟ او که نه شپه او ورځ يې د شوروي او پرچميانو سره د ملاتړ په چغو شونډې کږې او ستونی وچاويده ؟ ايا تاته معلومه ده د عراقي مسلمانانو ورونو مشر صدام حسين هم شوروي محکوم کړې اوترې غوښتې يې وو چې له افغانستان څخه دې ووځي ؟ که دوی يو هم زمونږ تش د خولې پلوی هم نه وي کړی، نو بيا تاسو څنګه غواړئ چې مونږ دې د هغوی له پاره سره ددې هم په پردي وډ کې کوڅۍ وشلوو ؟
دافغاني جهاد سره سعودي عرب ، مصر ، کويټ او عربي آماراتو مرسته کړې ، شفاهي مرسته نورو غربو هم کړې خو ياسر عرفات شفاهي مرسته هم نه ده کړې ، آيا نوموړی مسلمان نه دی که د افغانانو سره کومه دوښمني لري؟
٤ــ
((داچې حليمي صيب وکيل احمد،ملاغوس اونوروطالب مشرانوته ويلي وچې اسامه اونورعربان له هيواده وشړئ خوهغوی داونه منله اوهيواديي له دې ناورين سره مخ کړ نو په دې اړه به دپاکستان دکورنيوچاروپخوانی وزيراودطالبانونژدې انډيوال جنرال نصيرالله بابرهغه ويناچې درې ورځې دمخه يي دپاکستان تلويزيون په پښتوپروګرام (جرګه) کې دنامتوژورنالست سليم صافي ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړه دلته رانقل کړم:
جنرال بابروايي : هغه وخت چې زه له دندې نه ګوښه شوی وم دامريکا يوپلاوی راته راغی اوراته يي وويل چې ته له طالبانوسره ډيرې نژدې اړيکې لرې نوورشه اوهغوی ته ووايه چې اسامه موږته وسپاري،ماوکيل احمدمتوکل چې دطالبانودبهرنيوچارووزيرو راوغوښت هغه ته مې وويل چې ولاړشه اوله ملاعمراونورومشرانوسره دې په دې اړه وغږيږه،څوورځې وروسته متوکل راغی اوويل يي چې موږدې ته تياريوچې اسامه يودريم ګړي هيوادته وسپارو خوزموږيوازې يوشرط دی هغه داچې دمحکمې په راس کې به درې قاضيان وي يوافغان يودعربستان اودريم تن هم ديوبل اسلامي هيواد.
ماداخبرې دامريکاراغلي پلاوي ته وکړې هغوی په ځواب کې راته وويل چې موږته به ددې خبرې ضمانت څوک راکوي چې دغه محکمه به سل په سلوکې اسامه ته سزاورکوي؟))

له دې څخه دانتيجه اخيستل کيږي، چې که طالبانو اسامه تسليمولو نه، نو که بل داسې اسلامي هيواد ته يې ويستلی وای چې هغوی پرې د محکمې حکم بيا جاري کولو هم او د محکوميت په صورت کې يې سزا ورکوله، لکه پاکستان، سعودي ، مصر ...، نو امريکا د طالبانو سره نور کار نه درلود . د کلنټن په وخت کې له سمندري بيړۍ څخه د بن ﻻدن په هستوګنځي باندې د هاوان بريد هم دا معنی لرله چې د امريکا صرف ددغه ترهګر سره کار ؤ نه د طالب سره . خو طالب چارواکو د ټولې نړۍ سره کار و، هم د امريکا سره ، هم د خپل مسلمان اولس سره ، ددواړو مرګ يې غوښته خو بن لادن يې ژغورلو. هو طالبانو د بن لادن سره په ټوله اسلامي نړۍ کي يو اسلامي خلافت جوړلل غوښته ، نو رښتيا هم دايې هسې: دپټي سر ؤ ،پټی يې مخکې سورور ؤ.
فکاهي وايي چې: کله چې چتکی د شپې له مخې په خپله ځاله کې ويده کيږي او سملي، نو په دې سوچ پښې د اسمان خواته پورته نيسي او ويده کيږي، چې که چيری د شپې آسمان راولويږي نو دئ به يې په پښو په هوا کې ټينګ کړي او دنيا به له تباهۍ څخه وژغوري . آيا ملا عمر هم د هغه چتکي شاګردي نه کوله؟ . والسلام


باغوان
09.04.2004

ګرانو وروڼو او خويندو ښې چاري............................
واوا، ((شيوانی)) وروره څومره ښکلي موضو مو رااخيستي ده، او بيا ګرانو خويندو او وروڼو چومره رڼا پر اچولي ده. او علاوه پردي بيا شيوانی ورور، طالب جان ورور، انګار ورور..... او نورو وروڼو بيا څومره ښه د قناعت وړ جوابونه وه پاڅونوال ورور، غروال ورور، او حليمي ورور ته ورکړي دي، خو ښايې چه هغه يې تر اوسه ندي قانع کړي.
هو.... ((شيوانی)) وروره دا دمجاهدږغ مجلي نوي کڼه مادلته په پيښور کي پيدا کړي ته، که ستاسو او نور پښتنو وروڼو خوښه وي، زه به دهغې ټول مضمونونه دلته په دي وياړلي پاڼه کي وليکم.

(((((((((((باغوان)))))))))))))


نقاد
09.04.2004

[quote:ef6364e7ed="باغوان"]ګرانو وروڼو او خويندو ښې چاري............................
واوا، ((شيوانی)) وروره څومره ښکلي موضو مو رااخيستي ده، او بيا ګرانو خويندو او وروڼو چومره رڼا پر اچولي ده. او علاوه پردي بيا شيوانی ورور، طالب جان ورور، انګار ورور..... او نورو وروڼو بيا څومره ښه د قناعت وړ جوابونه وه پاچونوال ورور، غروال ورور، او حليمي ورور ته ورکړي دي، خو ښايې چه هغه يې تر اوسه ندي قانع کړي.
هو.... ((شيوانی)) وروره دا دمجاهدږغ مجلي نوي کڼه مادلته په پيښور کي پيدا کړي ته، که ستاسو او نور پښتنو وروڼو خوښه وي، زه به دهغې ټول مضمونونه دلته په دي وياړلي پاڼه کي وليکم.
(((((((((((باغوان)))))))))))))[/quote:ef6364e7ed]

ماليار يا باغوانه وروره د ټول افغان باغ او بڼ ته ښه راغلاست. ستاسو دغه بڼ د خوږې افغاني ورورۍ هوا او ديموکراتيکه فضا لري . زمونږ مينه پښتنه افغاني مينه او اندود مو ديموکراتيک دی . تاسو خپله وينۍ چې د نظريو ، اند او عقايدو ډول ډول ګلونه په دې بڼ کې شته . داد يو ډول نظر او د يو ډول ګلانو باغ نه دی، بلکې ډول ډول فکرونو او نظرونو رنګارنګ ګلان ، بوټي او ميوې لري . دا ټول ځکه دلته ممکن شوي دي چې دلته د ديموکراسۍ او آزادۍ له زرينو صولو څخه کار اخيستل کيږي . هر څوک تر هغو پولو پورې آزاد دی چې تر څو پورې د نورو دآزادۍ درناوی او مراعات کولی شي . مثلأ دلته هر ليکونکئ دا پام هم کوي چې د چا د نوم په ليکلو کې ترې املايي تيروتنه هم ونشي ، دې ټکي به په راتليزه کې تاسو هم ډېره پاملرنه کوئ.
داچې تاسې دلته د طالبانو دخپرونې مضمونو نه ليکل غواړئ، نو دا نه يواځې زمونږ د خوښۍ سبب دی، بلکې ستاسي خپل مسلم حق هم دی . البته دلته به پرې تنقيدي کتنې پيل شي ، او دا خو ﻻ ښه ده چې درانه لوستونکې د نظريو له تفاوت او اختلاف په مرسته د موضوعاتو پر حق او حقيقت باندې هم پوه شي . نو دا مو ګز او دا هم ميدان . په پښتنې مينه .والسلام . پاڅونوال.



مجيب انګار
09.04.2004

درنوورونوسلامونه مې ومنئ
ګرانو!غواړم خپله خبره په لنډوټکوکې وليکم،هغه داچې که تاسې زماتيره ليکنه په سمه توګه اوپه خلاسوسترګووګورئ نوماخونه [color=blue:5f05541929]دملاعمر،نه دصدام اونه هم دياسرعرفات[/color:5f05541929] ملاتړکړی .يوازې زه نه بلکې ګرده نړۍ دامني چې صدام اوياسرعرفات دشوروي ګوډاګيان وو،هيڅکله يې دافغان مجاهو اولس مرسته حتې په تشه خوله هم نده کړې نوزه به يې څنګه ښه يادکړم؟ خو،دامه هيروئ چې صدام دزورپاچاؤ، چاپخپله خوښه په تخت نه وکښينولی بلکې دسوټي په زوريې واک نيولای و اوهم ياسرعرفات ته دفلسطنيانومشراواستازی نه شو ويلای دهغه سره خود٢٠٪اولس ملاتړهم نشته داخو......دي چې دعرفات نه يې يواتل اوملي مشرجوړکړی دی چې داټولې تشې دخولې خبرې دي.
نودصدام اوعرفات لپاره به ټول عراقيان اوفلسطنيان هيروو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


نقاد
09.04.2004

[quote:48d64af995="مجيب الرحمن انګار"]درنوورونوسلامونه مې ومنئ
ګرانو!غواړم خپله خبره په لنډوټکوکې وليکم،هغه داچې که تاسې زماتيره ليکنه په سمه توګه اوپه خلاسوسترګووګورئ نوماخونه [color=blue:48d64af995]دملاعمر،نه دصدام اونه هم دياسرعرفات[/color:48d64af995] ملاتړکړی .يوازې زه نه بلکې ګرده نړۍ دامني چې صدام اوياسرعرفات دشوروي ګوډاګيان وو،هيڅکله يې دافغان مجاهو اولس مرسته حتې په تشه خوله هم نده کړې نوزه به يې څنګه ښه يادکړم؟ خو،دامه هيروئ چې صدام دزورپاچاؤ، چاپخپله خوښه په تخت نه وکښينولی بلکې دسوټي په زوريې واک نيولای و اوهم ياسرعرفات ته دفلسطنيانومشراواستازی نه شو ويلای دهغه سره خود٢٠٪اولس ملاتړهم نشته داخو......دي چې دعرفات نه يې يواتل اوملي مشرجوړکړی دی چې داټولې تشې دخولې خبرې دي.
نودصدام اوعرفات لپاره به ټول عراقيان اوفلسطنيان هيروو؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:48d64af995]

انګاره وروره ښې چارې ! له سلام نه پس ، ډاډ درکوم چې ياسر عرفات خو څکی څکی چی پخپله د فلسطين خلک هم مونږه په دغسې شرايطو کې چې دوی ورسره له څه د پاسه نيمې پيړۍ راهيسې مامخ دي هير کړي، هم مونږ يې نه هيروو او نه مو کله هير کړي دي . خبره دا ده هم نه چې چا څوک هير کړی او چا نه دی هير کړی، بلکې خبره داده چې لومړی د خپل کور جوړول او بيا د خپل ځواک او توان سره سم او برابر د نورو سره ملاتړ، مرسته او د هغوی پلوی په کار دی . هو اخلاقي ملاتړ مونږ افغانان هر کله کولی شو، کړی مو دی او کوويې . او د فلسطيني مسلمانانو ورونو سره تر ټولو زيات د ملاتړ سوچه احساسات لرو.
هغه څه چې د ياسر عرفات سره تړاو لري، بايد ووايم چې نوموړی د شوروي ګوډاګی هم نه و، او نه د د صدام حسين په څير د زور له ﻻری يې قدرت غصب کړی دی . تر اوسه پورې د فلسطينيانو مشر او د فلسطين د کورواکه ادارې په رأس کې پاتې شوی دی . نوموړ ئ د فلسطينيانو د متحد ساتلو ښه ژمندوی سياستوال دی. ماته د سياسي اپورتونيټي اوعربي نيشناليزم خاوند ، بيلماځه مسلمان او سياسي سوداګر او يو چپ خويه لاپو او تکړه وينا وال معلوميږي . دغه او نور ې بيلګې دي چې فلسطينيانو د خپل مشر په توګه منلی او ټاکلی دی .
زمونږ اصلي خبره داده چې د ملي ګټو پر ضد بايد هيڅکله له تودو احساساتو او جذباتو ، عقايدو او دوګماتيکو ايديالوژيو څخه کار واخلو او نه خلک په هغه او دغه نور وغولوو. لکه څنګه چې تاسو په عراق کې له ديموکراتيکو انتخاباتو پرته د صدام حسين قدرت ته رسيدل غندئ، دغسې هر ه ډله چې په افغانستان کې يې له انتخاباتو پرته حکومت کاوه ،په يوه يا بله ښي يا چپه عقيدوي بهانه يې د ملي خپلواکۍ،ديموکراسۍ ،آزاديو، بشري حقوقو او پرمختګ مخه نيوله هم په کلکه وغندو ، که دا طالب وي که مجاهد، که خلقی وي که پرچمی ، که ګليم جم وي او که ستمئ . په درنښت .



ع کريم حليمي
09.04.2004

ډير قدرمن پاڅونوال صاحب ګيډۍ ګيډۍ سلامونه او دخدای رحمتونه دی وي پر تاسو ! ما داسی فکر کاوه
چه عربی ژبه روانه ګويانه ژبه ده ٠ کله چه ستاسو ليکنی لولم ٠ پوه سوم چه پښتو ژبه هم د عربۍ سياله ده
فکر ی کاوه چه دوښمنان ښه ليکوالان لری ٠ پوه سوم چه پښتون هم په جهانی سټينډرډ ليکوال لری
فکر می کاوه چه فرنچ او ايرانۍ ژبه خوښه ده ٠ ستاسو ليکنی چه لولم پوه سوم چه پښتو تر شکرو لا خوږه ده ٠
او ډيره مننه چه تور ته تور واياست او سپين ته سپين ٠
ډير انسانان د انصاف ترازو په زړه کی نلری ٠ ستاسو د زړه ترازو ډير حساس دی ٠ او سترګی مو 20/20 ليدل کوي
ډير اعلی ٠ لکه دغه سی ليدل ((( تر اوسه پورې د فلسطينيانو مشر او د فلسطين د کورواکه ادارې په رأس کې پاتې شوی دی . نوموړ ئ د فلسطينيانو د متحد ساتلو ښه ژمندوی سياستوال دی. ماته د سياسي اپورتونيټي اوعربي نيشناليزم خاوند ، بيلماځه مسلمان او سياسي سوداګر او يو چپ خويه لاپو او تکړه وينا وال معلوميږي . دغه او نور ې بيلګې دي چې فلسطينيانو د خپل مشر په توګه منلی :oops: او ټاکلی دی .)))
موږ پښتانو که په ټولو سياسی ، اقتصادی ،مذهبی ،دليکنی تقوا درلودای ٠ ډير ژر به مو پر خپلو ملی منافعو
توافق کړی وای ٠ څوک چه تقوا نه لری :evil: ٠ هميشه قومی،حزبی ، او دشخصی منافعو حفاظت کوی ٠ چه په ليری فاصله کی ئی خپل کور په خراب وی ٠ لکه چه دی !
حليمي


باغوان
10.04.2004

ګرانو وروڼو او خويندو هيله ده چه سلامونه مي ومئ...........
پاڅونوال صيب ډيره ډيره بخښنه در څه غواړم. شاهد چه ستاسو زما په هغه غلطی ډير خوابدي سوي ياست. داخو هيڅ د خفګان خبره نده، خواه مه پري بده انستان څخه هر قسم غلطې صادريږي. خو په راتلونکي کي به تر ډيره داسي نه کوم.

[color=yellow:b324d01cbe])))))))))))))))))))[/color:b324d01cbe] [color=green:b324d01cbe]باغوان[/color:b324d01cbe][color=red:b324d01cbe](((((((((((((((((((((([/color:b324d01cbe]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more