نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملا عمر د معاصر تاریخ حیرانوونکی پوځي شهکار!!!
bazgar
17.10.2009
منبع نيويارك ټایمز :
ملاعمردمعاصرتاریخ حیرانوونکی پوځي شهکار
نيويارك ټایمز ورځپاڼې داکتوبر دمیاشتې دیولسمې نیټې دشنبې د ورځې په ګڼه کې دطالبانو دمشر ملامحمد عمر مجاهد په هکله یورپوټ ښکلی چې له مخې یې نوموړی په نړۍ کې دپوځي مهارت ترټولوحیرانوونکی شخصیت بللی.
دنيويارك ټایمزپه وینا ملاعمر په افغانستان باندې له امریکایي تیري اته کاله وروسته هم دامریکایانو لپاره دیوه داسې تكړه مقاومت کوونکي په توګه شتون لري چې په له منځه وړلوکې دسپنې ماڼۍ اداره ،دهغې مشاورین،دیموکرات ګوند اوپه مجموع کې ټول امریکایان پاتې راغلي.
نیویارک ټایمزلیکي : دامریکې داستخباراتو پخواني مشراودافغانستان په هکله دولس مشر اوباما دلومړنۍ استراتیژي ترتيبونکي Bruce Riedel, هم دطالبانو دمشر تاریخ حیرانوونکی بللی اودهغه په وینا؛ ملا عمر کوم چې په خپل ټول ژوند کې له نامسلمانو وګړوسره نه دې کتلي په خپل همدغه ساده حالت کي وکولای شول په معاصر تاریخ کې دنړۍ په کچه ترټولو یولوي پوځي تحول ایجاد کړي.
دورځپاڼې په خبره ټول امریکایي چارواکي دملاعمر دغه پوځي نبوغ له هیښتیاسره مخ کړي.
هغوئ ټول د ا پوښتنې کوي چې ایا ریښتیاهم دبهرنیو ځواکونوپه مقابل کې دطالبانو دنویوحربي تکتیکونو او دهغوئ دتبلیغاتي برياليتوبونولامل دملاعمر پوځي مهارت دی اوکه دپاکستان داستخباراتي کړیو لاندیزنه مرسته.؟!
پیچلې معما:
نیویارک ټایمز وروسته لیکي:
ملاعمر دسپنې ماڼۍ سیاسي چارواکو ته اوس هم دیوې پیچلې معما حیثیت لري کوم چې دخپلوپلویانو (طالبانو) په زړونوکې له یوه نادر محبوبیت نه برخمن دی.
دورځپاڼې په حواله ملاعمر چې دتیرې زیږدیزې پیړۍ دپنځوسمو اوشپیتمو لسیزوپه منځ کې زیږیدلی اوس ګمان کیږي چې دپاکستان له کویټې ښارسره نیږدي اوياهم دافغانستان په یوه کلې کې چیرته غلی دی ، خوهیڅوک هم ددغو انګیرنو سپیناوی نه شي کولای.
نیویارک ټایمز دخپل مشهور هالنډي لیکوال Alex Strick په حواله کوم چې همدا اوس دطالبانو په اصلي ټاټوبي کندهارکي اوسیږي دملا عمر دورځنیو کړنو اوفعالیتونوپه اړه په هغه رپوټ کې چې دطالبانو دیوه چارواکي په مرسته یې لیکلی داسي وایي :
ملاعمر خپلو پوځي قومندانانوته دلیکونو له لارې دپوځي پروګرامونو دستورونه ورکوي اودغه لیکونه بیا دڅلورو ـ پنځوکسانو له خوا دده او دهمدغو پوځي قومندانانو ترمنځ سره تبادله كيږي .
اوپه افغانستان کې دنورو ورځنیو پوځي چاروسمبالښت دهغه دمرستیال ملا عبدالغني (برادر) له خوا ترسره کیږي کوم چې دطالبانو دیوه مخکښ مشر په توګه دبهرنیو ځواکونوپه خلاف جنګیږي.
دشخړو په هواري كې دهغه لاس بري :
د دي نیوز انټرنیشنل The News Internationalپاکستانۍ ورځپاڼې لیکوال رحيم الله يوسف زي د ملاعمردشخصیت په اړه داسی لیکي: هغه سره له دې چې نه ډیرې خبرې کوي اونه هم په پراخه پیمانه دنړیوالوچاروپه هکله معلومات لري خو دهغې پوځي وړتیا له مخې چې له روسي یرغلګروسره دمقابلې په مهال یې داتیایمې لسیزې په وروستیوکې ترلاسه كړې او دهغې په ترڅ کې خپله یوه سترګه هم له لاسه ورکړې نوموړي ته داچانس په لاس ورکړی چې ويې کولای شول په اسانۍ سره په ټول هیوادکې دمتخاصمو ډلوترمنځ اوږدې کورنۍ جګړې اوخپل منځي شخړوته دپای ټکی کیږدي اوپه ټول هیواد خپله واکمني ټینګه کړي. دیوسفزي په وینا ملاعمر د طالبانو په زړونوکې دومره محبوبیت لري چې هریو یې دهغه دامر په مقابل کې دخپلوسرونو نذرانې ته چمتو والی لري..
دبریالیتوب وروستی برید:
نیویارک ټایمز دخپلې مقالې په وروستۍ برخه کې زیاتوي : په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لوي قومندان جنرال سټانلي مکرستال وروستۍ ارزونې کومې چې یې په افغانستان کې دخپلو پوځي ناكاميو په اړه څرګندې کړې ؛کټ مټ دملاعمر دهغو وړاندوینو سپیناوی کوي کوم چې په خپل وروستي پیغام کې دبهر نيو ځواکونو دماتې اوناکامۍ په اړه ویلي وه چې طالبان نور دبریالیتوب وروستي برید ته په نیږدي کیدو دي .
امریکایی پوځي ماهرین په دې نظردي چې دبهرنیوځواکونوپه مقابل کې دطالبانودبریالیتوب اصلي لامل دوه شیان دي:
لومړی: دخپل مشترک دښمن په مقابل کې دهغوئ یوموټی توب
دوهم د خپل مشرله اومرنوڅخه بشپړ اطاعت.
http://www.nytimes.com/2009/10/11/world/asia/11mullah.html?_r=3&scp=1&sq=mullah%
دا دملاعمر لپاره دغرب له لوري په غير ارادي ډول دنوبل جايزه ده،که څه هم دا جايزه په ظاهره جګړه بايللي (اوباما)ته ورکول شوه،خواصلي حقداريي ددوي داعتراف مطابق همدغه نړيوال اتل دي،
stanizy
18.10.2009
bazgarصاحب اوتولو لوستونكوته سلامونه اوتوده ستريمشي وايم,
الله اكبر الله اكبر.
<ومارميت اذ رميت ولكن الله رمى> صدق الله العظيم
دپاك خداى ج له وعدي سره سم چي فرمايلي يي دي چي <ان تنصر الله ينصركم >يعني كه تاسي دخداي د دين نصرت يا مرسته كوي نو خداي ج به ستاسي نصرت وكوي، ملا محمد عمر مجاهد خبل تول قدرت د خداي د دين دنصرت لپاره له لاسه وركړ نو اوس له اته كاله مقاومت , قوي عظم اوميړاني وروسته د پورته الهي وعدي د ورسره پوره كولو ورستۍ شيبي را لنډي شوي جي غبربي استعمارګر ښامار به د نابودي ابدي كندي ته ورلاهوشي چي به دي باندي دشمن هم اعتراف كري دي .
دلته كه لز دي قضيي ته له اسلامي نظره كتنه وكو نو دا جكره د رحمان اوشيطان تر منح جكره ده جي يوه لوري ته حزب الله اوبل لوري ته حزب الشيطان سنګرونه نيولي دي نو پايلي به انشاء الله هرومرو د هغه چاپه برخه وي جي الله يي مل وي # جي الله درسره مل نه وي رحمانه # كه لښكري درسره يي يك تنهايي.
تاسي وكوري جي د امريكا د دي لوي امپراتورۍ له تولو وسايلو سره سره توله غربي نري د ناتو به ځواكونو كي ان تردي چي اسلامي حكومتونه هم ورسره همغږي دي او دا جګره مخ په ورانډي بيايي اوبل لوري ته په يوازي توګه ملامحمد عمر مجاهد له يوي وړي ډلي طالبانوسره په داسي حال كي د دي لوي سيلاب مقابله كوي جي د افغان ولس همكاري هم به ظاهره نشته البته د ظالمانه بمباريو له وجي هغه ده چي دشمن د خپلي ماتي اعتراف كوي خو درحمان بابا رح له بورتني بيت سره سم ملامحمد عمر يوازي نده بلکي الله ورسره مل دي او جاسره جي الله مل وي هغه به هرومرو كاميابيږي هرومرو.
ځيزي مغرض عناصر بيا دلته بيا لدي ټولو حقايقو ستركي پټه وي او همدا يوه خبره به ليكه كي جي باكستان ورسره ده, أي اس أي ورسره ده خوزه بدي اړه دومره وايم جي په پاكستان كي ددي ورستيو عملياتو او پيښو نه وروسته چي هلته طالبانو كوم عمليات ترسره كرل اوس هم جي خلك طالبان د باكستان خلك بولي نو دابه نه يوازي داچي لويه جفا وي بلكي په خپل عقل به د تجهل پرده اچول وي .
تاو خداي دا باكستان دومره نيړاۍ شو جي ټولي نړۍ ته يي ماتي وركره غلي شي خدايم خوار نه كه دا د خپلي افغاني غرور او ميراني ګل د پنجابي غاړي ته مه وراچوي ,د پاكستان خواركي له كشمير سره كلمي و وتي هلته هم كه مجاهدين نوي افغاني اوپاكستاني البته مطلب مي د باكستان خلك دي نه پوز او حكومت نو دويمه ورځ به هندي لشكري په اسلاماباد كي چكري ووهمي.
زه د خپلو هغو معلومانو له مخي چي لرم يي قسم كوم چي نه ملامحمد عمر مجاهد اونه د طالبانو تحريك د پاكستان له استخباراتو يا حكومت سره هيڅ نوعه اريكي او رابطه نه لري البته د طالبانو په تحريك كي به يو نيم داسي خرڅ شوي خلك وي چي له پاكستاني استخباراتوسره به يي اړيكي جوړي كړي وي چي ځيني جاسوسي ماسوسي به ورته كوي خو دا چي دازيني نامنصفه او يا خرج شوي اشخاص ملاعمر اويا هم د طالبانو دا سپيڅلي ملي اسلامي تحريك د پاكستان بولي نو دا به د ماله نظره د عقل اويو سالم نظر كمزوري وي .
فاعتبروا يا اولي الباب.
كمبيوترمي بشتو توري نه لري لدي كبله بشنه غوارم
stanizy
18.10.2009
[color=green:47d84b13fe]دا لاندي عبارت د ځينو اصلاحاتو لپاره بيا را نقلوم:[/color:47d84b13fe]
[color=white:47d84b13fe]ځيني مغرض عناصر بيا دلته لدي ټولو حقايقو سترګي پټه وي او همدا يوه خبره به ليكه كي جي باكستان ورسره ده, أي اس أي ورسره ده خوزه بدي اړه دومره وايم جي په پاكستان كي ددي ورستيو عملياتو او پيښو نه وروسته چي هلته طالبانو كوم عمليات ترسره كرل اوس هم جي څوك طالبان د باكستان خلك بولي نو دابه نه يوازي داچي لويه جفا وي بلكي په خپل عقل به د تجهل پرده اچول وي .[/color:47d84b13fe]
[color=indigo:47d84b13fe]تاو خداي دا پاكستان دومره ميړنۍ شو چي امريكي اوټولي نړۍ ته يي ماتي وركړه په داسي حال كي جي مشر يي اوس هم امريكي ته تللي چي دهغو شپږ ملياره ډالرو ورسره شوي امريكاي ژمنې ځيري اوخيرات وعده يقيني كي چي عريضه يي د اوباما لاسليك ته په ميز پرته ده.[/color:47d84b13fe]
[color=white:47d84b13fe] غلي شي خدايم خوار نه كه دا د خپلي افغاني غرور او ميراني ګل د پنجابي غاړي ته مه وراچوي ,د پاكستان خواركي له كشمير سره كلمي و وتي هلته هم كه مجاهدين نوي افغاني اوپاكستاني --البته مطلب مي د پاكستان خلك دي نه پوز او حكومت-- نو دويمه ورځ به هندي لشكري په اسلاماباد كي چكري ووهمي.[/color:47d84b13fe]
Sangar Watan
18.10.2009
محترم ستانيزی صيب سلام،
که غواړې چه سم ئی کړې نوداسئ وړانديز کيږي،
ځيني مغرض عناصر بيا دلته لدي ټولو حقايقو سترګي پټه وي(پټوي) او همدا يوه خبره به(په) ليكه كي جي(چي) باكستان (پاکستان)ورسره ده(دی), أي اس أي ورسره ده خوزه بدي(پدې) اړه(اړ) دومره وايم جي په پاكستان كي ددي ورستيو عملياتو او پيښو نه وروسته چي هلته طالبانو كوم عمليات ترسره كرل(کړل) اوس هم جي څوك طالبان د باكستان خلك بولي نو دابه نه يوازي داچي لويه جفا وي بلكي په خپل عقل به د تجهل(تجاهل) پرده اچول وي .
تاو(ته او) خداي دا پاكستان دومره ميړنۍ شو چي امريكي اوټولي نړۍ ته يي ماتي وركړه په داسي حال كي جي مشر يي اوس هم امريكي ته تللي چي دهغو شپږ ملياره ډالرو ورسره شوي امريكاي ژمنې ځيري اوخيرات وعده يقيني كي چي عريضه يي د اوباما لاسليك ته په ميز پرته ده.
غلي شي خدايم خوار نه كه دا د خپلي افغاني غرور او ميراني ګل د پنجابي غاړي ته مه وراچوي ,د پاكستان خواركي له كشمير سره كلمي و وتي هلته هم كه مجاهدين نوي افغاني اوپاكستاني --البته مطلب مي د پاكستان خلك دي نه پوز(پوځ) او حكومت-- نو دويمه ورځ به هندي لشكري په اسلاماباد كي چكري ووهمي.
stanizy
18.10.2009
دروند سنكروطن صاحب وعليكم السلام...
كورمو ودان جي مرسته مو كري ده به قلم موبركت شه
خو دلته د ما مطلب له اصلاح نه لفظي اصلاص مطلب نه وه بلكي معنوي تغير او يو څه زياتي مي غوشته .
خو دلته له تاسي نه هم دوه غوشتني كوم يو دا كه دكمبيوتر به اره معلومات لري نو د بشتو تورو او كيبورد د كته كولو زاي اوطريفه راته وشاياست , دويم دا جي به دي موضو باندي د خبل علمي نظر رنا واجوي ترسو لوستونكي مستفيد شي لازيات به مو مشكوريم.
به مينه
رښتینی
18.10.2009
بزګر صیب ډیره مننه کور مو ودان ځکه خو نو ددوی
دوایټ هاوس مجلسونه نه ختمیږی هره ورځ غونډی
او فوځی ماهرین سره کینی او شاید دکومی
ابرو(!!!)مندانه (!!!) منډی په فکر کی وی
الله دی وکړی
اوستانیزۍ صیب له ړی ځایه پښتو لیکبڼه درښکته کړه !
http://www.mashriqsoft.net/index.php?option=com_content&task=section&id=4&Itemid=27
په دی شرط چی په هغه ویب پاڼه کی نوم ثبت کړی
stanizay
18.10.2009
[color=indigo:9d8bc89ac5]قدرمن حامد صاحب په سلامونو مولمانځم
له مرستې مو یوه نړۍ مننه که څه هم نوموړي سایټ دبښتو په کته کولوکې یولړ ستونځې لرلې خو د دې ویب پاڼې له لارې بینواته ور ه غلم اوله هغه ځایه مې ستونځه حل کړه په هر حال کورمو ودان .
ورورمو ستانیزی[/color:9d8bc89ac5]
و.افغان
19.10.2009
سلام علیکم
مشر ملا صاحب پرته له شکه چې يو مؤمن مخلص مسلمان او غيرتي مجاهد دی، د
خپلې ديني او سياسي عقيدې لپاره دومره مخلص وو، چې خپل دولت يې په کې
لاندې کړ، د کورنۍ څو غړي يې شهيدان شول، خو دښمن ته يې سر ټيټ نه کړ،
دا بېله خبره چې د هغه په اصل سياسي عقيده باندې به څه نيوکې وې، خو نن سبا
داسې پاک خلک ډېر کم پيدا کيږي، اکثره خلک کوم طرف ته چې تله درنه وي، او د
پيسو عيش او نوش زور وي، همغه اړخ ته حرکت کوي، د داسې خلکو مثالونه په
افغانستان کې بېشماره دي.
ان شاء الله اميد دی چې الله جل جلاله د داسې يوه ساده مخلص مسلمان (المؤمن غر کريم ـ حديث)
او مخلصو مسلمانانو په خوزښتونو کې برکت واچوي، او د دين، وطن او ولس په خير به تمام شي.
دغه دی، افغانانو خو د ډموکراسی خوند هم وڅکه، آيا له امريکايي تجربې پرته نور
څه هم شته دي، چې تجربه يې کړئ؟
دا شنو سترګو او سرو څڼو جينۍ
چا ويل د مينې جادوګره ده دا
په اداګانو يې ختا وتلو
بس د مرګونو سوداګره ده
په درنښت
pattang
24.10.2009
د سرزورې طالبانو د مشر برياوي، امريکا زوروي
سرچینه او نیټه : نېويارک ټايمز د اکتوبر ۱۱ مه ۲۰۰۹ کال
لیکونکی : سکاټ شين
ژباړه : نوروهاب څپاند
واشنګټن ــ د ۲۰۰۱ کال په وروستېو کې د ملا محمد عمر راتلونکې سپېره څرګنديدله. د طالبانو دا کمسواده او د يوې سترګې خاوند مشر د موټرسايکل په وسېله هغه مهال وتښتېدو چې کله د هغه جنګېالي په چټک ډول د امريکايانوله خوا چا چې په افغانستان تېری کاوه تارومار شول .
د نړۍ ډيرو برخو کې د هغه ( ملا عمر ) ايسته کول ولمانځل شول او افغانانو د نجونو د زده کړې ، موسېقۍ او عادې ساتېريو په بېرته راستنېدو، چې د بېرحمه بنسټپال حکومت له خوا غېر قانونې شوي وې ، خوشالې څرګنده کړه .
اته کاله وروسته ، ملا محمدعمر د يو بغاوت لارښوونه وکړه چې هغې د امريکا او ناټو د ښوسمبال شوي ځواکونوپه وړاندي د افغانستان په زياتو برخو کې پرله پسې پرمختګ وکړ . هغه د اوباما د ادارې په وړاندي زورونکې امنيتي سيالې رامېنځته کړه ، د جمهور ريس سلاکاران يې بابېزه کړل ، ډموکراتان يې وويشل او زيات امريکايان يې نهيلې يا نا اميده کړل .
« دا يو عجيب داستان دی » دا خبره دامريکا دمرکزي استخباراتې ادارې (سي اي ای ) پخوانې افسر بروس ريډل،هغه چا چې په پسرلي کې د اوباما د ادارې د افغان پالېسۍ د لمړنۍ کتنې د انسجام دنده پر غاړه درلوده ، وکړه . ًملاعمر د منځنۍ کچې زده کړيوال دی چې په ټول عمر کې يې د څو تنوغېرمسلمانو برسېره د نورو سره نه دې لېدلې . هغه د معاصر تاريخ د ډيروغېرعادې پوځي بېرته را تګونوله جملې څخه يو ننداري ته وړاندي کړی ً.
امريکايې مامورين ددغه بېرته را تګ اهميت داسې تول او ترازوکوي : ايا په دې وروستېو وختونو کې په زيرکانه توګه د طالبانو د لورې بدلوني تاکتېکونه د ملا عمر د زکاوت له کبله دې ، يا هغه د پاکستاني استخباراتو ملاتړ له ځانه سره لري ؟ ايا خبري اتري به پر طالبانولکه چې د ملاعمرد سپتمبر د ۱۹ مې نيټې په وينا کې ورته ګوته نېول شوي اغېزمنې پريوځې اويا د هغه شبکه کېدلاي شي له يو شمېر نورو لارو وويشل شي او کمزوري شي ؟ ايا د طالبانو پوره ماتې ددې لپاره اړينه ده چې افغانستان بيا هيڅکله د القاعدي په پټنځاي بدل نه شي ؟
د امريکا د ګېچ کوونکې پالېسۍ په زړه کې سړی ( ملاعمر) ،چې د خيالې کيسې په بڼه دهغه د پلويا نوله خوا د هغه سره د مينې څرګندونه کېږي اود نړيوالواستخباراتې اجنسيو له لوري د هغه په اړه اټکلونه صورت مومې په يورازاو مضمون اوښتې . هغه د بيلا بېلو رپوټونو له رويه په ۱۹۵۰ يا ۱۹۵۹ يا ۱۹۶۰ يا ۱۹۶۲کې زيږيدلی دی ، هغه ښايې نېږدې کويټې ، پاکستان او يا هم د افغاني کلې په کومه برخه کې غلی شوی وې . هېڅوک په دې اړه ډاډ نه لري .
ًهغه په ښکاره ځان نه شي ښودلی ؛ په هغه پسې ډير کسان څار کوي ً، هغه سترګه چې په ۱۹۸۰ مو کې يې د روسانو په ډ زو کې دلاسه ورکړي ، د ملا عمر د پېژندلو امکان يې زيات کړی ، دا خبره الکس سټرايک وان لېنسکوټن کړي ، څوک چې په هالنډ کې زيږيدلی اولېکوال دی ، په کندهار کې اوسېږي چېري چې د ملا عمر خوځښت پېل شوی وو اوهغه همدارنګه د طالبانو د پخوانې چارواکې سره مرسته وکړه څو د ژوند خاطري ولېکي .
ښاغلي سټرايک وان لېنسکوټن وويل : ًيوازي څلور يا پنځه تنه دي چې ملا عمر ته پيغام استولی شي ً. ًپسله دې د خلکو بله کړۍ شته چې ددې څلورو يا پنځو تنو سره اړيکې ټېنګوي ً.
رحيم الله يوسفزی د پاکستاني رسنۍ (دې نيوزانټرنشنل ) له اړخه د ۲۰۰۱ څخه د مخه څو ځله د ملا محمد عمر سره مرکه کړي وه ًهغه يې لږويونکی او د نړيوالو مسالو په هکله د کمې پوهي لرونکی وباله .ً لېکن د هغه عاجزۍ او خاکسارۍ ، په ۱۹۸۰ کې د شوروي يرغلګرو په وړاندي د بېرحمه جګړه مار په څېرد هغه کيسو ، د قانون ماتونې ـ وينې تويونکو جنګسالارانو اود ۱۹۹۰ په لمړيو کې د تربګنيو او دښمنيو د له مينځه وړلو کړنودهغه واک پياوړی کړ .
ً د هغه ملاتړي دهغه سره مينه لري، په هغه عقېده کوي اود هغه لپاره ځانونه قربانويً ځينې وختونه ان داچې د طالبانو چارواکې هغه کله ـ کله لېدلاي شې ، ملاعمر ًيو الهام ګرځېدلی چې خپلو ملګرو اوجنګياليو ته ليکل شوي پاڼې او ثبت شوي فيتې استوي،ٌ دا خبره ښاغلي يوسفزي وکړه .
په دې وروستۍ ارزيابۍ کې چې په افغانستان کې د امريکا د جګپوړي قوماندان جنرال ستانلي ای مېک کريستال له خوا شوي ، طالبان يې د بغاوت کوونکو د مهمې برخې په توګه پېژندلي ، چې په ًخپلواکه توګه ً د ګروپونو په څېرددوه مشهورو جنګسالارانو په لارښوونه هماهنګې تامينوي . هغه دې نتيجې ته رسيدلی چې ً باغيان په اوسنېو شېبو کې نوښت په لاس کې لري ً او ًپه ټوله کې حالت د پيچلتيا په لور درومې ٌ.
د ملاعمر په وينا کې چې ، د هرو دوو اخترونو د کلنيو رخصتيو په وخت کې د هغه په نامه د يوې سلسلې په توګه خپره شوه ګټ مټ داسې يوه شننه يا تحلېل وړاندي شوی . هغه او يا دهغه ارواح لېکوونکي په اوسنۍ لحظه کې د دوښمن ً د ډيري پرمختللې او دلوړي کچې تکنالوژیً په وړاندي ًد زړورو مجاهدينو ًد بريا ووستاينه کړي او وايې چې د طالبانوحرکت ً د برياليتوب څنډي ته ورلنډ شوي ً.
په انزوا کې د پاتې کېدو سره ، سره هغه د غربې عامه افکارو څخه زياته خبرتيا ښېي ، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو تاريخي راشه درشه ته په اشاري هغه وايې ( ًموږ د انګريز يرغلګرو سره ۸۰ کاله جنګېد لي يوً ) او د ولسمشرۍ لپاره د اوسنېوټاکنود درغليو د غندلو په ترځ کې هغه د امريکا په مشرۍ ځواکونو څخه يوه پوښتنه کوي ، ًچې په تېرو اتو کلونو کې هغوي څه شی په لاس راوړل؟ ً
د امريکا پوځي اواستخباراتي شنونکې وايې چې طالبانو په پريکړونې توګه يو څه شيان ترلاسه کړي . دوې افغان طالبان يو متمايز حرکت اودجنګياليو داسې غير متمرکزه شبکه بولي چې بيلابېل تحرکات اوانګېزي لري ، هغوي دافغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره ددښمنۍ او ملاعمر ته د وفادارۍ په نامه راټول شوي .
طالبانو په کوچنيو ګوريلايې ګروپونو کې خپل جنګيالې ځاي پرځاي کړي د ځانمرګې بمونو اوپرمختللي چاودونکو الاتو استعمال يې چټک کړی . نوموړي حرکت د خپلې سهيلې پوځې قرارګا څخه دشمال او غرب په لور پوځې عمليات غزولي او پر ناټو يې زور اچولی چې د هغې ځواکونه ترغې په ترغې شي .
ورځنې تصمېمونه د ملاعمر د مرستيلانو له خوا نېول کيږي ، په ځانګړي ډول د ملا برادر له خوا چې ماهر او د عملي ساحي قوماندان دی ، دا هغه څوک دی چې د طالبانو د قوماندانانو او د طالبانو له اړخه د هېواد په ډيره برخه کې ددوي له خوا د موازي مقررشوي واليانو سره غونډي کوي . دا خبره څېړونکو وکړه .
ملا عمر د طالبانو د لارښودي شورا ، او يا هم د کويټې د شورا (د ۲۰۰۲ کال راهيسې چې يې په پاکستانې ښارکې موقعيت نېولی ) مشر دی . شورا د طالب قوماندانانو څخه جوړه ده ، ًاود کمونست ګوند د سياسي بېرو په توګه عمل کوي ً پراخه ستراتېژي ټاکې ، پاکستانې ژورناليست ښاغلي يوسفزي وويل . جنرال مېک کريستال په خپله ارزونه کې ليکلي چې دا شورا ًپه هر ژمي کې دجدوجهد رسمې کتنه کوي چې پسله هغې ملاعمر دراتلونکې کال لپاره خپل هدايت او تصمېم اعلانوي .ً
د اوهاما د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د کتنو د مرکز مدير توماس اې ګوټېرې ويلې چې ً د يوي سمبوليکې څېري په توګه ، ملاعمرد طالبانو لپاره په مرکز باندي د راڅرخېدونکې قوي په څېر اوښتی ً، ورته رول لوبوي لکه چې يې اسامه بن لادن په القاعده کې لوبوي . لېکن ډاکټر ګوټېري د طالبانو د هر پوځې بريا نبوغ او لياقت د طالبانو په برخه کې د ملاعمر له وجې نه بولي بلکه په زياته اندازه هغه د پاکستان د استخباراتو د اداري او دالقاعدي د نړيوالومشاورينو له امله بولي .
غربي او افغاني سرچينې د ملاعمر د ژوند ليک په ساده شکلبندی سره سلا دي : هغه په کلي کې زيږيدلی دی ، ډيري لږې اسلامي زده کړي يې کړيدي ، د مجاهديو سره يې د شوروي پوځ پرخلاف جګړه پر مخ بېولي او په ۱۹۹۴ کې يې طالبان مينځته راوستې . ځينې رپوټونه وايې چې هغه واده کړی او دوه زامن لري .
د سختګېره او په مذهب کې د تصفيې اوساده ګۍ راوستونکو زده کوونکو د لارښود په توګه د هغه راوتل او وروسته له دې پلازمينې کابل پوري جنګېدل د ځېنوکارپوهانو په قول ښايې د هغه د زيات خپوالې له کبله وي . هغه د ملګرو او دوښمنانو په مينځ کې يو ځلېدونکی جنګسالار نه وو، اونه هم د طالبانو د ضمانت کوونکې پاکستانې استخباراتې سرويس د مديريت لپاره د ښې راتلونکې خاوند وو. ٌهغه د ټلوالۍ نه لرلو موقف درلود چې هغه يې ګټندوي کړً ، مستر سترايک وان وينسکوټن وويل .
د جهادي رپوټونو له مخې ، د ملاعمر کيسه د افسانوي احساس نه ډ که ده : ًد ځوانۍ د جوش په وخت کې د بېدينانوپرخلاف اودهغوي د ليکو د ترورولو په موخه پرمخ ولاړً ، دا خبره د اسلامي اطلاعاتې اژانس له پلوه په نيټه نه لرونکې ۱۰ مخېزه بيوګرافۍ کې شوي ، په هغې کې ويل کېږي چې څرنګه هغه يو وخت د پېروي اونورو خوړوڅخه ډډه کړي وه ، ً او ترجېح يې ورکوله چې يوه کاسه شوروا او وچه ډوډۍ وخوريً .
د طالبانو فولکلور، په ۱۹۸۰ موکې د هغه د زړورتيا اود ټپې شوي سترګې د ايستلو او جګړو ؛ د ۱۹۹۰مو په نېمايې کې د هغه خوب لېدو څخه چې په هغې کې پېغمبرمحمد ( ص ) هغه ته ويلې وه چې هغه به افغانستان ته سوله راولي ؛ په ۱۹۹۶کې د ملاعمر له خوا دهغې جامې اغوستلوڅخه چې فکرکېږي هغه د پېغمبرکالي دي اود ًايماندار قوماندانً د لقب د ګټلو ، يادونه کوي .
په کوم کال چې ښاغلي بن لادن خپله قرارګاه افغانستان ته راوړه . دهغې ورځې څخه وروسته به امريکايې مامورينو ته دالقاعدي سره د ملاعمر داړيکو د شتوالي په برخه کې مرکزي سوال پېدا شوی وي .
په ۱۹۹۸ کې دوه ورځې وروسته کله چې امريکايانو کروز توغندي د بن لادن د وژلود ناکامه هڅې په ترځ کې د القاعدي په روزنځايونو وغورزول ، ملاعمر په حېرانونکې ډول د امريکا د بهرنيو چارو د ادارې مامور اې . ملېنوسکې ته تېلفون وکړ، هغه په خپل دالان کې د سهار په دوه نېمو بجوغوږۍ پورته کړه . د ريکارډ کوونې د بې نظمۍ د شتوالې سره ـ سره ملاعمر په تروريسم کې د ګډون له درکه د القاعدي د مشر ثبوت وغوښت . ( ملاعمر همدارنګه وړانديز کړی وو چې د اسلامي نړی سره د امريکا د اړيکو د جوړولو په موخه ،جمهور ريس بېل کلېنتون بايد استعفا ورکړي .)
ښاغلي بن لادن ، د طالبانو د مشر د پاملرنې د راګرځولوپه موخه ، د وفادارۍ لوړه وکړه او دا لږ زده کړی سړی يې د اسلام تاريخې لارښود وباله . په هغه مشورتې لېک کې چې بن لادن د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۳ ملاعمر ته ليکلی وو، او هغه د القاعدي د کمپيوټر د ډاټابېس څخه د وال سټريټ ژورنال له خوا را اخيستل شوی وو، زيات صفت شوی ( ًزه غواړم ټينګار وکړم د رښتيا څخه د هغه درک له مخې چې يې لرو ته زموږ امېر يې ٌ) .
د امريکا د متحده ايالاتو او انډيوالانو دزيات فشار له کبله چې ښاغلی بن لادن محوه کړي ، ملاعمرموافقه نه درلوده ، له دې کبله يې د طالبانو د نسکوريدو په وخت کې ډوبونکې بيه ورکړه .
ريچارډ باريټ د برتانيا داستخباراتو پخوانې مامور او د ملګروملتو لپاره په القاعدې او طالبانو اوسنۍ څارونکی داسې دلېل راوړي چې ملاعمر د ۲۰۰۱ څخه درس اخيستی . که چېري طالبان بېرته واک تر لاس کړي ، ً هغوي ارزو نه لري چې د القاعدي سره عبث وخت تېر کړي ً.
هغه زياتوي ، ً دوي غواړي دداسې ويلو وړتيا پېداکړي چې ، ً موږ مسوليت لرونکی حکومت يو ً
په يقېن سره چې ملاعمر د سپتمبرد ۱۹مې نيټې په وينا کې داسې څرګندونې کړي دي : ٌموږ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت به ، يو مسوليت لرونکی ځواک وي ، اونورو ته به د خطر د جوړيدو په موخه لاسونه اوږده نه کړي ً
ښاغلې ريډل چاچې د افغانستان په باب د سټراټېژۍ د سنجولواوسر له نوې پرهغې د بيا فکرکولومرسته کړي ، ًد يوې زيرکانه پروپاګندې ً په توګه يې په داسې اعلامېو ملنډي وهلې .
ًموږ ۱۳ کاله هڅه وکړه چې طالبان د القاعدي څخه بېل کړو اوبن لادن محوه کړو، او دوي داسې ونه کړل ً، دا خبره ښاغلې ريډل وکړه . ٌداچې څه ډول تړاو ددوي ترمينځ شته ، دا د وخت په ازميښت اړه لري ً.
پای
ژباړه : نوروهاب څپاند
ډاکتر څپاند
25.10.2009
[color=red:466edcf5f0]رښتيا،[/color:466edcf5f0]
[quote:466edcf5f0]د اوهاما د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د کتنو د مرکز مدير توماس اې ګوټېرې ويلې چې ً د يوي سمبوليکې څېري په توګه ، ملاعمرد طالبانو لپاره په مرکز باندي د راڅرخېدونکې قوي په څېر اوښتی ً، ورته رول لوبوي لکه چې يې اسامه بن لادن په القاعده کې لوبوي .[/quote:466edcf5f0]
[color=darkred:466edcf5f0]دروغ،[/color:466edcf5f0][quote:466edcf5f0]
لېکن ډاکټر ګوټېري د طالبانو د هر پوځې بريا نبوغ او لياقت د طالبانو په برخه کې د ملاعمر له وجې نه بولي بلکه په زياته اندازه هغه د پاکستان د استخباراتو د اداري او دالقاعدي د نړيوالومشاورينو له امله بولي . [/quote:466edcf5f0]
[color=white:466edcf5f0]دا افغانان ول اودي چه انګريز او دهغو ټول قوم ته ئی درسونه ور کړي او انشاالله
که خدای کول،دادی په ٢١ پيړی کی نوی درس٠
مګر افسوس ،سل افسوس،چه موږ افغانانو سره ددومره سترو تاريخي وياړونو
باوجود لږ شاني عقل هم ملګری وی ![/color:466edcf5f0]
Ghairat
25.10.2009
ستانیزیه سلام!
[quote:6485602767]ځيزي مغرض عناصر بيا دلته بيا لدي ټولو حقايقو ستركي پټه وي او همدا يوه خبره به ليكه كي جي باكستان ورسره ده, أي اس أي ورسره ده [/quote:6485602767]
۱ــ وروره چې څوک نه پیژنې ایا له خپلې خېټې پرې د مغرض تور لګول جهالت نه بولې؟
۲ــ داچې [color=white:6485602767]باکستان ورسره ده ، أي اس أي ورسره ده [/color:6485602767]أیا دا نارې سورې پخپله پاکستان، ځینووزیرانويې او د آي . اس . آی ځينو پخوانومشرانو اواوسنو لوړ پوړوکارمندانو په کراتومراتونه دي تایید کړي؟؟؟؟
۳ ـــ آیا ټولې میدیاوې نصیر الله بابر د پاکستان پخواني داخله وزیر د طالبانو پلار نه بولي؟؟؟؟؟
۴ ــ آیا چې کله هم د طالبانو سره د خبرواترو موضوع جدې شوې ، پاکستان دا غوښتنه نه ده کړې چې له طالبانو سره د خبرو یو لوری دې پاکستان هم وي؟ څو
طالبانو سره پّه سیاسي معامله کې مرسته (؟) وکړي؟ اوکه يې په خپله ګټه وڅرخوي!!!!
[quote:6485602767]خوزه بدي اړه دومره وايم جي په پاكستان كي ددي ورستيو عملياتو او پيښو نه وروسته چي هلته طالبانو كوم عمليات ترسره كرل اوس هم جي خلك طالبان د باكستان خلك بولي نو دابه نه يوازي داچي لويه جفا وي بلكي په خپل عقل به د تجهل پرده اچول وي . [/quote:6485602767]
که دا خبره دې سمه وي نومهرباني وکړه د هغوعملیاتو په اړه شواهد ، شهیدان شوي افغان طالبان،د جګړې ثبوتونه او اسناد وړاندې کړه،که بیا چا ونه منل ګیله به دې پرځای وي!
[quote:6485602767]تاو خداي دا باكستان دومره نيړاۍ شو جي ټولي نړۍ ته يي ماتي وركره غلي شي خدايم خوار نه كه دا د خپلي افغاني غرور او ميراني ګل د پنجابي غاړي ته مه وراچوي [/quote:6485602767]
وروره داخبرې دې نګه ښه او تاوده احساسات دي ،چې قدر یې کوم خو دمنلوله پاره نښي مطرح کیدای !
[quote:6485602767],د پاكستان خواركي له كشمير سره كلمي و وتي هلته هم كه مجاهدين نوي [color=red:6485602767]افغاني اوپاكستاني [/color:6485602767]البته مطلب مي د باكستان خلك دي نه پوز او حكومت نو دويمه ورځ به هندي لشكري په اسلاماباد كي چكري ووهي. [/quote:6485602767]
دا خومتقابل کار دی، چې افغاني طالبان هلته په کشمیر کې له پاکستاني طالبانو سره یوځای په چګړه کې برخه اخلي، نو پاکستاني طالبان به هم ضرور دلته له افغاني طالبانو سره اوږه په اوږه په جنګ کې دریږي .
په کشمیر کې د بل هیواد جنګیالي دISI له اجازې،موافقې ، بلنې ،څارنې او همکارۍ پرته نشي جنګېدلی، او دغه راز پاکستاني مجاهدین هم د ISI له څارنې موافقې او لوزیستیکي همکارۍ پرته حرکت نشي کولی، نو پخپله دې ثابته کړه
چې کله ISI دجنګي پرسونل له لوزیستکي ملاتړ سره د آفغاني طالبانومرستې ته لیږي، نو افغاني طالبانوته به پوځي او لوزیستکي مرستې نه ورکوي؟ هغه افغاني طابانوته چې په کشمیر کې ددوی له پاره سر ورکوی؟ که ورکوي یې او باید يې
هم ورکړي، نونه خو افغاني طالبان پهکشمیر کې اونه باکستني مجاهدین په افغانستان کې د ملا عمر له اجازې، موافقې ، لمر او غوښتنې برته هلته جنګیدلای شي، نو اوس راشه دې قسم خوړلو ته خو دې هم وګوره چې أیا پر ځای دې خوړلی ؟ :
[color=yellow:6485602767]
«زه د خپلو هغو معلومانو له مخي چي لرم يي قسم كوم چي نه ملامحمد عمر مجاهد اونه د طالبانو تحريك د پاكستان له استخباراتو يا حكومت سره هيڅ نوعه اريكي او رابطه نه لري «[/color:6485602767]
اوس دې نو دا قضاوت هم وګوره چې په خرج شویو او په وعقل کمزورو اشخاصوکې څوک باید راشي :
[quote:6485602767]خو دا چي دازيني نامنصفه او يا خرج شوي اشخاص (د) ملاعمر .... اسلامي تحریک د پاكستان (په مرسته) بولي نو دا به د ماله نظره د عقل ...كمزوري وي . [/quote:6485602767]
فاعتبروا يا اولي الباب.
وصيل پېروز
26.10.2009
غيرته وروره سلامونه!
ته تل پردې ټينګارکوې چي افغاني طالبان دپاکستان ګوډاګيان اودهغوئ له لووري روزل شوي دي خويوځای ځای بياداسي ليکنه کوې چي بيرته طالب مجاهدوي اوبايداوس په وزيرستان کي دجنګېدوونکومجاهدينوته مرستې ته ورشي دلته يې دپوښتنې په ډول همداموضوع مطرح کړې ده :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4990
صرف دومره درته وايم چي ته دهغه وزيرخبره تل ددليل په توګه راوړې خوته موږته دا ووايه چي داوزيرڅوک دی،له چاسره يې مرکه کړې اوڅه وخت يې کړې ده،تاترننه داپه ثبوت نه ده رسولې چي داوزيرفلانی دی،فلانی ځای يې مرکه کړه اوپه فلاني وخت کي لطفاًدامسئله په بشپړډول واضحه کړئ!.