د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دطالبانو دیپلوماتیک نوښت

صديق اکرمان
17.10.2009

http://larawbar.com/peace/171.htm
دطالبانو دیپلوماتیک نوښت
October 14, 2009 – 11:37 pm
دطالبانو دیپلوماتیک نوښت 14-10-2009
ځینې رپوټونه وایي چې طالبانو د شانګهای کنفرانس ګـــــــــډون والو ته داسې پیغام ورلیږلی دی چې ګواکې طالبان غواړي د سیمې او ددغه کنفرانس له ګډون والو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړي .
داسې ګنګوسې هم اوریدل کیږي چی طالبانو ددغه کنفرانس له ګډون والو څخه د ښو اړیکو غوښــــتنه کړې او دایې هم ویلي دي چې که دوی بریالي شي نو دشانګهای دکنفرانس له غړوسره به ښې اړیکی ولري .
که دا خبره رښـــتیا شي نو دا به د طالبانو دوسله والې جګړې ترڅنګ د دیپلوماتیکو اړیکو د پیل لپاره یو ډېر بریالی نوښت وي .


زبير ساپى
17.10.2009

[color=white:128dd7fb76] دشانګهاي تړون سرمشريزې ته داسلامي امارت پرانستى ليک![/color:128dd7fb76]
په نړي کې د آزاد ضمير لرونکې انسانان پوهيږي چي له تيرو اتو کالونو راهيسي د امريکې او ناټو د غړو هيوادونو له خوا په افغانستان کې له تروريزم سره دمبارزې تر پلمه لاندې د بيګناه افغانانانو ويني بهول کېږي چې له امله یې تراوسه پوري په لسګونوزره مظلوم افغانان د ښځو ، ماشومانو او سپين ږيرو په شمول، ددې نامشروعې پلمې ښکارشوي او دهغوئ دځورونو،وژلو اوکړولو دا لړۍ لانوره هم دوام لري.

زموږ ميندې او پلرونه په اطمنان سره خپل اولادونه دهغوئ دوژل کیدو له ویرې ښوونځي ته نشي ليږلاي ځکه چي په مکررډول د يرغلګرو له خوا مدارس او ښوونځي په دي نوم چي دترورستانوروزنيز مراکزدي، بمبار شوي دي.

لويوښارونوته دتګ اومسافرت په مهال زموږ عام ولسي وګړي په دې ویره کې وي چې د يرغلګرو د نظامي کتار په مينځ کې رانشي او ژوند له لاسه ورنکړي،ځکه چې ډیرځله دسوله ساتونکوترنامه لاندې بهرنیوځواکونوزمونږ عام وګړي قصدا ترپوځي ټانکونو لاندي کړي او بيا يې په درواغو ويلي چي زمونږ اشارې ته يې توجه ونکړه اونه توجه ددوی دمرګ دجوازسند بولی .

همداشان زمونږ تجاران په خپل سوداګریزکاروبارکې له سختوستونزوسره مخامخ دي او نشي کولای چي په آرامي سره خپل تجارت پرمخ بوزي.

هغوئ دهیواد له یوه ولایت نه بل ولایت ته دخپلوتجارتي توكو دلیږلوپه مهال له دې ويريږي چي دهغوئ تجارتي مالونه دي دبهرنیوځواکونو دعسكروله لوري له ضايع كيدوسره مخامخ نشي اویایې په پوځی اوامنیتي یونیوفورم کې څوک دټکس په نامه مالونه لوټ نه کړی .

څو ورځي مخکې عملا بهرنيو قواوو د هلمند ولايت د کجکې ولسوالي د زمينداور د سيمي د ګندم ريز د بازار د 2000 نه زيات دکانونه وسوزول او دسيمي نور بازارونه ددوئ د ورته تهديد ترګواښ لاندې دي .

زمینداران موپه ډاډه زړه په خپلو کروندوکې کارنشی کولی ځکه چی په فضاکې دبهرنیواشغالګرانو چورلکې ګرځی او هوای ځواک فکر کوی چی دزمیندارانو په لاسوکې بیلچی اود زمیندارۍ نور اسباب نظامي وسلی دی اویاچی هغوی په پټوکې کارکوی هوایې ځواک فکر کوی چی مسلح مخالیفین دی او سنګرونه جوړوی نو یې په پټو سترګو بمبار کړی .

هیوادوال مودشپي په ارامه خوب نشی کولی ځکه چی هرګړی ددی خطره وی چی بهرني ځواکونه دی ددوی په کورونویر غل وروړی اودکورنی مشران دي دتروریزم په نامه یاخو ووژل سي اویا هم دګونتنامو ،باګرام،کندهار یانو روبدنامه زندانونو ته یو وړل سی .

حقيقت دادى چي په افغانستان کې بهرنيو قواوو زمونږ ولس يرغمل کړى دى،اوهمدا بهرنيان دي چې له تروریزم سره د جګړې تر پلمې لاندي زموږ په هيواد کې ډار اچونه او دهشت ګردي خپره کړې ده، خو ددښمن ددي ناروا ظلمونوسره سره بياهم نن د افغانستان د خاورې اکثریت برخه د اسلامي امارت تر واكمني لاندې ده.دلته اوس لویه ستونزه داده چي دامریکا اوناټو ځواکونودمسلسل شکست له امله خپل حواس له لاسه ورکړی هغوی اکثره په روانی مرضونواخته شوی دافغانستان هر فردهغه که لوی وی که وړوکی نروی که ښځه دوی ته داسی ښکاری لکه پردوی چي فدایې برید کوی حتی دافغانستان هره تیګه اوهر شین بوټی دځان دښمن بولی چی تر دی لاندی به طالبانو مین خښ کړی وی نو ځکه دوی اوس په هر څه اوهر ځای بی دریغه ډزی کوی اوزموږ وطن یې داور بټی ګرځولې اومظلوم افغانان پکې سوځوې

له همدې امله موږ د شانګهاي تړون دسرمشريزې له ګډون والو نه هيله کوو چي په نړۍ او سيمه کې له استعمار ګروجهتونونه دسیمی دولسونواوهیوادونو په ازادۍ کې مرسته وکړی ،او په افغانستان کې د غرب د اوسني يرغل په وړاندې غوڅ دريځ خپل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د يوه ازادي غو ښتونکې اسلامي غورځنګ په توګه غواړي د هيواد د ازادۍ ترڅنګ د سيمې په راتلونکې سوله او ثبات کې مثبت رول ولوبوي چې دې ټکې ته داسلامي امارت محترم امیر په خپل وروستي پیغام کې داسې اشاره كړې:

"د خپلواکٍۍ ترلاسته کولو وروسته موږ غواړو چی له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د ټولو هيوادونو سره د دوه اړخیزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ یتوب نوی باب پرانیزو.

مونږ د استعمار په مقابل کې ټولې سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړوچي په راتلونکې کې د سېمې په سوله او ثبات کی خپل رول ادا کړو."

موږ د شانګهاي د سرمشريزې ګډون والو ته ور په ياددوو چي زموږ په اړوند د استعمار د تبليغاتو ښکار نشي ؛ موږ ګاونډيو هيوادونو ته د ضرر رسولو عزائم نلرو بلکې غواړو د هيوا د خپلواکې ترلاسه کړو چي هغه مو طبيعي حق دی او هلته يو داسې اسلامي نظام قائم کړو چي زموږ د اوسنيو ټولو اقتصادي، معیشتي او اجتماعي ستونزو حل پکښي نغښتي وي دکوم دپاره چي موپه تیرودریولسزیزوکښي بی شمیره قربانی ورکړی .

د هيواد بيا رغونه او اقتصادي پرمختګ زموږ د تګلارې برخه ده او دغه کار د ګاونډيو هيوادونو د اقتصادي او تخنيکې همکاري پرته نشي ترسره کېدي.

دافغانستان اسلامي امارت دخپلې سوله ایزې پالیسې له مخې دانیت لري چې په سیمې کې د دائمي ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړوند دشانګهای تړون د غړیوهیوادونو دبالمثل تعامل اومتقابل احترام په صورت کې له هغوئ سره رغنده تعامل وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more