د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلام برخه او د هغې ښاغلي چلوونکي!

باتور
15.10.2009

د سلامونو او نېکو احترامونو تر څنګ :

زه ښاغليو عبدالکريم حليمي او وهاج ساپي ته حېران يم. .
دا په دې چي دوی دواړه د اسلام د پاڼي په اړه نه سر ګروي او نه څټ.

محترمانو، ښاغليو !!!
ستاسو نومونه زما او د نورو ليدونکو لپاره په سرخط کي د چلوونکو په حساب ثبت سوي، که د چلولو زور او توان په ځان کي نه وينئ نو ويبماسټر ته دا موضوع ور په ډاګه کړئ، او که داسي نه وي نو بيا څه ناڅه د خپلو خوارو خلګو د معلوماتو لپاره کله ناکله دې خواري سکالو ته هم سر راووهئ .

د ښاغلي وطنمل د زکات مسائل په نيمګړه توګه ځواب سول، د ميراث احکام او نور ډېر مسائل همداسي په ځای پاته دي. .

لاحول و ولا قوه الا باالله العظيم.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more