د موضوعګانو سرپاڼه
ادبي ټوکې ټکالې
سوی او پړانګ
باتور
14.10.2009
يوه پړانګ به هره ورځ يو سوی واهه او ورته ويل به يې چي دا غوږونه دي ولي دومره اوږده دي. . سوی بېچاره زمري ته عرض ورووړ او د پړانګ له بدي رويې څخه يې ورته سر وټکاوه. . زمري پړانګ وروغوښت او هغه ته يې وويل چي له سوی سره دي رويه سمه که . . پړانګ ورته وويل: چي څنګه، زمري ځواب ورکړ چي د مثال په توګه ورته ووايه چي ماته ګاجره راوړه، دی چي ژېړه درته راوړي نو ويې وهه او ورته ووايه چي زما سره خوښېږي، او که يې سره درته راوړه نوبيا يې ووهه او ورته وايه چي زما ژېړه خوښېږي، نو په دې توګه به يې د وهلو لپاره معقول دليل ولري.
په بله ورځ پړانګ سوی ته وويل چي ماته ګاجره راروه، سوی ورته وويل : په سترګو، کومه دي خوښېږي، ژېړه او که سره؟
پړانګ کلکه څپېړه په مخ ورکړه او ورته وې ويل چي ستا دا غوږونه ولي دومره اوږده دي.
په درنښت