د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان غـټيږي، او پاکستان او ايران کوچني کيږي؟؟؟!!!

و.افغان
13.10.2009

د پاکستان بالکانیزېشن

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
10.10.2009 10:33
ShareThis شريکول
له تورک ټایم الماني ژبي ویبپاڼي څخه
لیکوال . شاهد ر. صدیقی

( ۱) Shahid R. Siddiqi

په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امریکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتیژۍ یوه برخه ده .

اسلام اباد . په اسلامې نړۍ کې د نویو سرحدونو ایستل همداوس د امریکې جیو پولتیک ستراتیژۍ اجنډا په سر کې لیکلې شوې ده . دا کړنلاره د سرحدنو په بدلولو دبیلوبیلو قومونو یا توکمونو ترمنځه په نویو کرښو ایستلو باندې کارکوي . موخه دا ده ، د عدالت په نامه د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او زوریدلو مسلمانو لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو رامنځته کول دي . دا د امریکې متحدو ایالاتو پخوانې حکومت د جورج بوش په مشري دسیاسي فکرونو یوه ثابته او منلې شوي برخه وه . د دوی ځینو پلانونو اوچارو لاملو نو ته په کتوسره دغه مفکره ثابته جوتیزي . لکه پوځي ښکیلاګر یرغلونه، په رژیمونو کې بدلون را وستل او له همدې یرغلونوسره یو ځاې په مشخصو ولسونو، سیمو کې تجزیه او ویش پیل شوي دي .
پاکستان هم دې سیمو ته ورګڼل کیږي .
په سیمه کې د جهادي غورڅنګونو ځواکمنیدل اود دوی پرمختګ د امریکې متحده ایالاتو هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده . د نویو ځواکونو مرکزونه رامنځته کیدل اود دوی راټوکیدونکې ځواک دنږدې کیدوسره ( روسیه ، چین،هند اوایران . ژباړن ) او په نږدې راتلونکې کې د نړیوال اقتصادي بازار اصلې مرکز اسیا ته په دلیږ دیدو سره او د ټولو توکو یوځاې کیدلو سره امریکایانو خپل سیاسي اقتصادي ځواک په اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امریکایان مجبور دي په خپل نړیوال سیاست او نړیواله ستراتیژۍ کې نوي بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .
امریکایي ستراتژیستان په دې باور دي ، چې په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه سره د امریکامتحده ایالات کولي شي د جهادیستانو بنسټیز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سیمي لکه کوردستان ، د سعودي عربستان ختیځ ته سیمي او بلوچیستان سره بیل کړي . د ګوداکې رژیمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه میکانیزم اوس اوس روان دی . پر ایران باندې پوځي یرغل ددوی د ورځنېو چارو سر لیک جوړوي .
د امریکې متحده ایالاتو د ویشلو سیاست د پاکستان په اړه د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت تشه، اداري فساد او توکمیزه بیلتون دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې شوي دی . دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانیزېشن سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امریکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال واک ته ورسوي . له دې سره به اسلامي بنسټپال د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول تر لاسه کړي . دا به اسرائیل ته د یوه ویره ونکې خوب سناریو وي . له همدې تګلارې پر بنسټ موخه به دا وي چې د پاکستان اټومي وسلې لمنځه یوړل شي .
سره له دې چې پاکستانې حکومت د امریکې یوې عادی اشاره منې او ور ته تسلیم دی . په دغه مامله کې بیا یواځې د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی . پوځ اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي . پوځ د امریکې جګړه په افغانستان کې هم رد وي . پوځ د امریکې فشارنو سربیره نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي او زړه نا زړه دی . د پاکستان پوځ په ویره کې دی چې د جګړې په ترڅ کې به د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پولیزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې هندڅخه پام اړه ول وي .
امریکا د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې آی ایس آی باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې شتون لري .له بلې خوا امریکا داریږي یوه بله ضربه په هغه جګړه کې ورکړل شي کوم چې د وی د اتحادې پوځونه سره یوځاې جګړه هرمرو بایلي .
له همدې امله امریکایانو، اسرائیلواو هند ته د پاکستان ملا یعنی پنجاب او ښایي سند څخه جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغیزي استخبارتې اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره څواړخیزه مانا لري . دبلوچستان ایالات او شمال لودیځ سرحدي ایالات تجزیې هڅې دمخصوصو لارو په و سطه پیل شوي . ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون کې پوځ پوه په یوه مقاله کې د،، خونړي سرحدونو ،،په نامه د منځنې ختیز بالکانیزېشن طرحه وړاندې کوي . دی داسي نظر وړاندې کوي، شمال لودیځ ایالات دې له افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي . دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه رامنځه ته شي .
INCLUDEPICTURE "http://www.islamische-zeitung.de/bilder/11614-1236847855.jpg" \* MERGEFORMATINET
دا سي انګیرل کیږي چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل ۷۰۰ میلیارده کوبیک متره ګاز زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه شتون لري .
Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون په واشنګټن کې دنړیوالي پالیسي مرکز مشر په خپله مقاله کې داسې لیکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو برخو یا وحدونوکې د توکمونوتر منځه د کرښې په وستلو کې ترسره کیداشي . پښتونستان یا شمال لودیځ ا یالات د پښتنو څخه جوړشوي او افغانستان دی . ازاد بلوچستان دیو سندي او بلوچې فدریشن له خوا رامنځه ته شي . پاکستان به په اټومي وسلو سمبال دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي . د ې بیا لیکې د پښتنو نشنلیستي احساس په پښتنې کمربند کې ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی دارامښت سبب شي اود کړکیچ مخه به ونیول شي . پښتانه ، بلوچان او سندیان پنجاب یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې مسوول ګڼې .
پیټرس او هریرېسون دواړه یوه سندره او خبره کوي، دوی دواړه د سیمي په اړه یوه دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امریکې متحده ایا لاتو بهرني سیاست ټاکي او د بهرني سیاست مخکښان دي .
بلوچستان د هند او متحده ایا لاتو لپاره هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه وګرځیده کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر تړونونه لاسلیک کړو . ده غوستل په سیمه کې د چین اقتصادې ستراتیژۍ امنیت وساتې او په بلوچستان کې یو باثباته حضور تضمین کړي ، ورسره د سر خوږونکو او پاڅونکونکې قومونو بغاوت په شاوتمبوي .
د چین حضور د کوادر په بندر کې چینایانو ته لاره هند سمندر ته خلاصه کړي . دا به امریکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته دهند په سمندر کې جنګې بیړیو ته ګواښ پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې رامنځته کولو په مانا ده .
جنرال اسلم بیګ د پاکستان پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې لیکې ، د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتیژیک ملګرتوب او د ګدې څارګري ادارې رامنځته کول تړون لاسلیک شوي دی . په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره موصاد، د انګریزانوڅارګره اداره ام شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو د بې ثباته کولو په لټه کې دي .
د بیګ په خبره د قبایلې سیمو کمربند نارازیان یا مخالفین په سروبې او کندهار کې روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال د لشکرګاه او ناوې په پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې بلوچستان ایالات ته دسقوط ورکولو په موخه روزل او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي .
په شمال لودیځ ایالات کې یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی په مقاومت باندې لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان په نامه ،، تحریکې طالباني پاکستان ،، دوی قبایلي سیمي امنیت او د ایالات نورو ارامو سیمو ته یو خورا جدې ګواښ رامنځته کړي دی . د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به یو مرستیاله جګړه د متحده ایالاتو او هند لپاره وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف ساتل شوي دی . د افغاني طالبانو پر وړاندې جګړه د پاکستانې قبائیلې سیمو په منځ کې،په شمال لودیځ ایالات کې د پاکستانې طالبانو سره مقابله، د بلوچستان د خپلواکې غوښتونکو پر وړاندې جګړه، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر پولو د هند پوځ شمیر ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات رامنځته کړي دي . له همدی سره بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي .
INCLUDEPICTURE "http://www.islamische-zeitung.de/bilder/11614-1236848222.jpg" \* MERGEFORMATINET
دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر ،، امریکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب لیکوال ښاغلی میکل شوسدوفسکې په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتېشن ،، په نامه هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند پر بنسټ وایې . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست او سیاسي کورس په فعاله توګه پاکستان دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو او بلکانیزېشن پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي . شوسدوفسکې بیا لیکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل د ټولنیزو، توکمیزو، ګوندې بیلتون او سیاسي ویش په دخییلو باندې باید پیل شي . له همدی سره د پاکستان دتیروټیریل یا خاورې ویش او تجزیه مل ده . د امریکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي . کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله خطا پریوزي . ځکه دوی د یوې ډیرې ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامریکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې او د متحده ایالاتو امپریالیزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امریکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې ډیرمضر تمام شي . سیمیز او نړیوال امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي . له همدی امله باید د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر او سنجش وکړي .
پای
( ۱) شاهد ر. صدیقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال په توګه او په رادیو کې دندي تر سره کړي دي . دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو کې کار کړي ، د پاکستان په هوایې پوځ کې هم دنده تر سره کړي ده .
http://www.tolafghan.com/posts/15429

[color=white:70e27e0b5a]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟

[/color:70e27e0b5a]


زبير نجيب
14.10.2009

سلامونه ،
کله به مونږ هم د المانانو په شان يو شو? دا دومره اوږده جدايي د پښتنو بس ده٠ او نړۍ ته دا ثابتيړي چې پښتانه په نوم جلا دي، او پنجابيان هم په دې د 
وړاندې پوهېدل چې دا ولس نه بېلوونکۍ دې، ځکه خو هغه غټې فابريکې چې 
د سرحد لپاره وې، په پنجاب کې جوړې کړې٠ او کله به هم پنجابۍ پښتون ته 
د پاکستاني په سترګه وو نه ګوري٠ او دا ضرور وايم چې دمونږ په کور(افغانستان) کې هم د پنجابيانو پاليسي دپښتنو په وړاندې تعقيبېږي٠ 
اميد چې وروڼه او ليکوالان په دې اړه خپلې ليکنې وکي٠


Sangar Watan
15.10.2009

که په google کی پلټنه وکړی،دسيمي نوی طرحه شوی نقشه به وګوری،

The Map of the new Middle East

Peak Oil - Climate Change - 9/11 - World War IV
www.oilempire.us/new-map.html - Cached - Similar
Plans for Redrawing the Middle East


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more