نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لاندي ليكنه په غور ولولئ او په اړه يې په نظر وړاندي كولو سره مو ممنون كړئ!!!
نجيب آرين
13.10.2009
دلوى او بخښونكي څښتن په نامه
كه دطالبانو داسلامي تحريك رهبري كوونكي افغانان غړي په رښتيا په شرعي او اسلامي اصولو خبر او له نبوى (ص) سپيڅلي سياست څخه الهام اخلي نو دوى ته پكار دي چي دخپلو ځينو لوړو مقاماتو يو هيئت وټاكي او دصلحي پروسي ته دي ورداخل شي، په دې شرط چي ټول بهرني ښكيل هيوادونه په بين المللي سطحه خپلو پلانونو ته معقول مهال ويش وټاكي، چي له وخت سره سم به له هيواده وزي، كه له اړتيا پرته پاته شې او يا دوعدې مخالفت وكړي، نو دا ستونزه هغه مهال چي افغانستان به يو موټى شوى وي آسانه حل كيدى شي، ولي چي دوې لاري به وي:
1. يا په صلحه ييزه توګه دوعدې سره سم دبهرنيانو وتل
[كه كوم چا يې سرغړونه وكړه – سره له دې چي ولسونه يې اوس هم دا ناري وهي نو دسر غړوني امكان ډير كم دى – خو بيا هم دنړۍ نور ډير هيوادونه به هم ورته ووايى او افغانان به يې هم په بين المللي ډول تر اعتراض لاندي ونيسي]
2. يا ملي پاڅون
[ځكه چي ټول افغانان به وويني چي طالبان رښتيني افغانان دي او پر آزادي رښتيني مينان دي، او خارجيان رښتيني يرغلګران دي]
آيا طالبان دا دعوه كوي چي موږ خارجيان باسو او بيا آزاد افغان حكومت راولو ؟
كله چي لوى خداى جل جلاله لس كاله مخكي واك درلره دركړ آيا تاسي ظاهر شاه ، صبغت الله مجددي ، مسعود ، ګلبدين او نورو خپه افغاني څيرو ته بلنه وركړه ؟
او كه مو په يو غيرِ اسلامي عمل شروع وكړه يعني :
تعصّب ته لمن وهل ، يوازي پښتانه او بيا په هغوى كي يوازي طالبان او ملايان مو حقدار او افغانان بلل نه نور عادي پښتانه وګړي ، اونه هم نور قومونه، بلكه دتاجكانو، ازبكانو، هزارګانو او نورو افغاني وروڼو په له مينځه وړلو مو لاس پورى كړ !!!
آيا ځانونه تر رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او حضرت عُمر (رضى الله عنه) ډير پر اسلام مين درته ښكاري چي كفار يې په هره اسلامي سيمه كي يوازي په جزيه اخيستلو بالكل دمسلمانانو غوندي دهر حق حقدار ګڼل او ستاسي په قانون كي بغير له تاسي څخه دبل هيچا ځاى نه وو ، آيا دا وو ستاسي اسلامي شريعت ؟
كه تاسي واياست چي زموږ څخه پرته ټول نور وګړي دهيواد او هيودوالو دښمنان، اجيران او نور .... وه نو ستاسي څخه پوښتنه كوو چي آيا دمريض علاج دا دى چي په سر كي يې ميخ وروټك وهل شي او هيڅكله دارو پرې ونه آزمويل شي ؟
آيا په افغانستان كي دبل هيچا ملكيت او حق نه درته څرګنديدى چي يوازي او يوازي دخپلو شخصي رايو دعملي كولو ډګر مو ورڅخه جوړ كړ ؟
او دشلو كالو داور په لمبو كي سوځيدلي افغانستان دا حق نه لاره چي تر خپلو نظرياتو يو څه ورتير شئ ، او يوازي داسلامي فروضو عملي كېدل پكښي اړين وبولئ ، او نور يې دخلګو خوښي ته پرېږدئ ؟
آيا په نورو څه زيات يا كم پنځوسو 50 اسلامي هيوادونو كي يو هم درته ښه نه ښكاريده ؟
آيا تاسي ددوى سره ديوه عادلانه اسلامي حكومت په اړه مشوره وغوښته او مرسته مو ورڅخه وغوښته ؟
او آيا غوښتني مو يې ومنلي ، او يا لږ تر لږه خپل تر نظر ورتير شوئ ؟؟؟
او كه يوازي ځانونه درته مسلمانان ښكاره كېدل ؟
تاسي په داسي حال كي چي دنړۍ دټولو مسلمانانو 5 فيصده برخه هم نه شى پوره كولاى ....
آيا دا دعوه مو لرله چي نور ټول 95 فيصده مسلمانان په سمه نه دي روان او تاسي سمه لاره پيدا كړيده ؟؟؟
او په دې ډول مو دقرآن او حديث هغو سپيڅلو ويناوو ته څټ ورګرزولى وو چي اكثريت لوري ته دحق ورپه برخه كيدو زيرى وركوي ، او دهمدې اكثريت سره دالله لخوا دمرستي ژمنه وركوي ؟؟؟
خير !!!
ددې بر عكس تاسي دنورو اسلامي هيوادونو دحكومتونو څخه راتښتيدلو غړو ته پناه وركړه ، دا ځكه چي تاسي يوازي ځانونه او دغه تښتيدلي كسان مسلمانان بلل، او پر پاته ټوله اسلامي نړۍ مو غلط نومونه اېښوول، آيا دا حديث شريف مو سترګو ته ونه دريده چي نبي (صلى الله عليه وسلم) فرمايى: څوك چي له غټي ټولۍ څخه يوه طرف ته شي هغه به همداسي يوازي په اور كي واچول شي.
تاسي چي دنړۍ دمسلمانانو پنځه فيصده هم نشواى تشكيلولاى مګر نفس مو دومره غټ وو .
كه په رښتيا دومره غوره خلګ واى نو خداى جل جلا له به دمځكي په غوره برخه كي راښكاره كړى واى، يعني په مكه مكرمه او يا مدينه منوره كي.
له بلوه پلوه تاسي په اسلامي مطالعاتو كي ډير لږ څه درلوده:
ستاسي درهبرى شورا هغه كسان چي تر ټولو ستري پريكړى به يې كولي، دقرآن كريم له بې شميره اسلامي غټو غټو تفسيرونو څخه هيڅ خبر هم نه وو او نه يې مطالعه كول، او نه يې دپرېكړو پر وخت دحديثو ومختلفو كتابونو، داسلام دڅوارلس سوه كلن سپيڅلي تاريخ وتاريخي كتابونو ، داسلامي فقه دڅلورو مذهبو جامعو كتابونو ته او يا لږ تر لږه دحنفي فقه وټولو غټو كتابونو ، او داصولو او فروعو كتابونو ته رجوع نه كوله ، بلكه دخپل منطقي ذهن پر بنياد، او يا يوازي يوه يا دوو كتابونو ته په رجوع كولو به يې هرڅه فيصله كول، په دې ترڅ كي خارجي لاسونو چي كمه مداخله كول، او ستاسى له دې بې مخه سياست څخه يې ګټه پورته كوله، هغه خو لا پرځاى پريږده.
رسول الله صلى الله عليه وسلم چي مكه مكرمه فتح كړه نو دمكي والي، هغه كس چي تردې له مخه يې په سلګونو صحابه شهيدان كړي وه (يعني حضرت ابو سفيان رضى الله عنه) چي كله ناكامه شو او پرته له اسلامه يې خپل نجات بل ځاى نه ليده، او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دده په مجبوريت پوهيده، مګر ددې هرڅه باوجود چي كله هغه واسلام ته سر ټيټ كړ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يوازي دا چي ده ته يې امن وركړ بلكه دمكي هر هغه وګړى چي دده كور ته داخل شي هغو ټولو ته يې عامه عفوه اعلان كړه.
خو ستاسي سياست دا وو چي ديو چا وړه ګناه هم هيڅكله نه پكښي معافيده او په لږ څه به مو خلګ داسي كافران كړل چي دوباره داسلام راوړلو او توبه كښلو دروازې به مو هم دهغوى په وړاندي وتړلي.
افسوس! افسوس! افسوس!
داسي نوري ډيري بيلګي به هغه وخت ووينئ كه تاسي خپلي كړني او داسلامي شريعت سپيڅلي اصلي بڼه ، كمه چي دخلګو – په اصطلاح ملايانو او طالبانو – په خولو او ذهنونو كي نه بلكه داسلامي شريعت په سپيڅليو كتابونو – قرآن ، صحيح احاديث او دحنفي فقه معتبر اصلي كتابونو كي – نغښتي ده، سره پرتله كړئ.
بل خوا تاسي يوازي او يوازي زور، جذبه، تشدّد، وهل، ټكول، ښكنځل، تهديدول او ټوپك پيژنئ، ددې برعكس: ښه اخلاق، نرمه رويه، حكمت، باريك بيني، لرليد، فكر، غَور، سړه سينه، حلم، بردباري، پوهنه، سياست، او ويښ شعور مو پر نيشت حساب دي.
نو ګومان نه كوو او په ډير افسوس بايد ووايو چي تاسي طالبان نه يوازي دا چي جنګ به په ډير تشدّد او افغان زوْرَوَنه باندي هم ونه ګټئ، او كه يې وګټئ خو بالآخره به يې دوباره هم سمبال نكړى شئ.
او موږ مسلمانان په دې عقيده يو چي اسلامي سپيڅلي مبارزه به ضرور كاميابه وي ، خو دلته تاوان ستاسي په كړنلاره كي دى .
او كه دا اراده لرئ چي بدلونونه به راولو، نو بيا خو دصلحي لاره پرانيستي ده او همدا نقده لار ده نو له همدې لاري يې شروع كړئ.
لوى خداى عزَّ وجل دي
ګران افغانستان په
اصلي اسلامي نظام، ملي وحدت، او نوى ټيكنالوجۍ سره سمسور او ودان كړي.
آمين ثم آمين
_______________________________________________________________________
دا ليكنه مي ديوه مشهور ليكوال له كمپيوټر څخه دهغه په خوښه كاپي كړه او دنوم دنه ذكر كولو په شرط يې راته دپر ليكه كولو اجازه هم راكړه ، هيله ده چي خپل نظرونه مو راته وړاندي كړئ.
تر څو ستاسي دنظرونو څخه يو چاڼ شوي بله ليكنه تياره كړم او نوموړي ته يې ددې ليكني په بدل كي په يوه صورت كي دجواب او يا په بل صورت كي دده داحسان بدله وركړم.
په غښتلي مينه او مننه
طالب ISI
13.10.2009
دا یوه ډیره ښه هر اړخیزه لیکنه ده، چي لیکوال د طالبان تنګ نظری، را څیړی او دا ښیې چي دوی په راتلکونکی کی هم په یواځی توګه د حکومت کولو ظرفیت نه لری.
نو که دوی د صلح له لاری د اوسنی حکومت سره یوځای شی، نو ددوی چي کوم مثبت ټکی دی، هفه به د افغانانو درد دارو کړی.
جګړه به ختمه شی، او په راتلونکی کلونو کی که دوی ښه وځلیدل، نو د ټول ټاکنو له لاری به حکومت وګټی، او همدارنګه بحرنیانو ته به د پاتی کیدو بانه ورکه شی، او که بیا هم و نه وتل دوی تر مخ او ملت ورپسی، ټول به جهاد پیل کړی.
pattang
13.10.2009
که په خپله تحليل نشې کولی نو انډيواله له بل چا ځخه پوښتنې کوه !
ساده توب د بې عقلي يو لوی مرض دی٠
[quote:de952f9f7a="shaheer"]دا یوه ډیره ښه هر اړخیزه لیکنه ده، چي لیکوال د طالبان تنګ نظری، را څیړی او دا ښیې چي دوی په راتلکونکی کی هم په یواځی توګه د حکومت کولو ظرفیت نه لری.
نو که دوی د صلح له لاری د اوسنی حکومت سره یوځای شی، نو ددوی چي کوم مثبت ټکی دی، هفه به د افغانانو درد دارو کړی.
جګړه به ختمه شی، او په راتلونکی کلونو کی که دوی ښه وځلیدل، نو د ټول ټاکنو له لاری به حکومت وګټی، او همدارنګه بحرنیانو ته به د پاتی کیدو بانه ورکه شی، او که بیا هم و نه وتل دوی تر مخ او ملت ورپسی، ټول به جهاد پیل کړی.[/quote:de952f9f7a]
محمد احمد حمي
14.10.2009
ياره پتنګ صاحب هر وخت ، هر ځاى او په هره موضوع كي جذباتي يې
نه پوهيږم چي ولي ؟ :D
..Ahmadzai
14.10.2009
[quote:f09a5278a6]
--------------------------------------------------------------------------------
ياره پتنګ صاحب هر وخت ، هر ځاى او په هره موضوع كي جذباتي يې
نه پوهيږم چي ولي ؟
[/quote:f09a5278a6]
جذباتي نه ده ، پتنګ صاحب جدي ده، چې خبرې یې موزونې او عقل او تفکر نه راووځي، نه له جذباتو څخه.
بعضې خلک رښتیا هم په تحلیل او تفکیک نه پوهیږي، هسې لګیا وي :idea:
په درنښت
عبد السلام
15.10.2009
جذباتي نه [color=blue:a3bbac3c2b]ده[/color:a3bbac3c2b] ، پتنګ صاحب جدي [color=darkblue:a3bbac3c2b]ده[/color:a3bbac3c2b]، چې خبرې یې موزونې او عقل او تفکر نه راووځي، نه له جذباتو څخه.
بعضې خلک رښتیا هم په تحلیل او تفکیک نه پوهیږي، هسې لګیا وي
په درنښت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=darkblue:a3bbac3c2b]جذباتي ده،پتنګ صاحب خو جدي ده، [/color:a3bbac3c2b]تاخو د پتنګ څخه پتنګه جوړه کړه !ستاددوستئ نه دې توبه یې!!!
Sangar Watan
15.10.2009
[color=red:eaccdb9f40]اوس څنګه؟[/color:eaccdb9f40]
دشانګهاي تړون سرمشريزې ته داسلامي امارت پرانستى ليک
د افغانستان اسلامي امارت د يوه ازادي غو ښتونکې اسلامي غورځنګ په توګه غواړي د هيواد د ازادۍ ترڅنګ د سيمې په راتلونکې سوله او ثبات کې مثبت رول ولوبوي چې دې ټکې ته داسلامي امارت محترم امیر په خپل وروستي پیغام کې داسې اشاره كړې:
"د خپلواکٍۍ ترلاسته کولو وروسته موږ غواړو چی له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د ټولو هيوادونو سره د دوه اړخیزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ یتوب نوی باب پرانیزو.
مونږ د استعمار په مقابل کې ټولې سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړوچي په راتلونکې کې د سېمې په سوله او ثبات کی خپل رول ادا کړو.
" موږ د شانګهاي د سرمشريزې ګډون والو ته ور په ياددوو چي زموږ په اړوند د استعمار د تبليغاتو ښکار نشي ؛ موږ ګاونډيو هيوادونو ته د ضرر رسولو عزائم نلرو بلکې غواړو د هيوا د خپلواکې ترلاسه کړو چي هغه مو طبيعي حق دی او هلته يو داسې اسلامي نظام قائم کړو چي زموږ د اوسنيو ټولو اقتصادي، معیشتي او اجتماعي ستونزو حل پکښي نغښتي وي دکوم دپاره چي موپه تیرودریولسزیزوکښي بی شمیره قربانی ورکړی . د هيواد بيا رغونه او اقتصادي پرمختګ زموږ د تګلارې برخه ده او دغه کار د ګاونډيو هيوادونو د اقتصادي او تخنيکې همکاري پرته نشي ترسره کېدي.
دافغانستان اسلامي امارت دخپلې سوله ایزې پالیسې له مخې دانیت لري چې په سیمې کې د دائمي ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړوند دشانګهای تړون د غړیوهیوادونو دبالمثل تعامل اومتقابل احترام په صورت کې له هغوئ سره رغنده تعامل وکړي.
باتور
15.10.2009
محترمه سنګر وطنه ، کور دي ودان،
ښې، سمي او منطقي خبري دې را اقتباس کړي .
په درنښت
Ghairat
16.10.2009
[quote:c211dedfb0]"د خپلواکٍۍ ترلاسته کولو وروسته موږ غواړو چی له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د ټولو هيوادونو سره د دوه اړخیزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ یتوب نوی باب پرانیزو. [/quote:c211dedfb0]
ډیره ښه اوپه زړه پورې اصل يې په ګوته کړی دی ، خوپوښتنه داده چې ایا له هند سره هم غواړي ښې اړیکې ولري (؟)، ورسره د دوه اړخیزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ یتوب نوی باب پرانیزي؟
اوکه له هندسره دافغانستان دغسې ګټورې او ښې اړیکې د کوم بل هیواد له پاره قرباني کیږي ؟ که قرباني کیږي ،آیا دا ډول سیاست ته بیا ملي او خپلواک سیاست ویلی شو؟؟؟
اوکه نه قرباني کیږي،بیا د هند دسفارت په وړاندې د ځانمرګې چاودنې تر سره کول
اومسولیت يې هم په غاړه اخیستل له پاکستان نه بغیر د افغانستان د کوموملي ګټو په درد دوا کیدای شوې چې دوی تر سره کړ؟؟؟؟
[quote:c211dedfb0]مونږ د استعمار په مقابل کې ټولې سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړوچي په راتلونکې کې د سېمې په سوله او ثبات کی خپل رول ادا کړو[/quote:c211dedfb0].
د استعمار په مقابل کې خود پاکستان رول په همدې رالنډیږي چې دامریکا په خدمت کې يې بي پیلوټه الوتکې دپاکستان له هوايي ډګرونوڅخه پورته کیږي لرې پښتونخوا قبایل يې بمباردکوي، تر دې دمخه يې طالب رژیم هم د پاکستان له هوايي ډګرونوڅخه تر سخت بمبارد لاندې ونیو تر څوچې يې راوپرځاوه ،نو آیا
سره له دې به هم پاکستان د سیمې دکور ګي غړی بولئ؟ اوهند چې هطڅ تجاوزيې
کله زمونږپهخاورهنه دی کړې بیا همددغهکرګي غړی نه بولئ،آیا دا یو بام اودوه
هوانه دي؟
[quote:c211dedfb0]" مونږ ٠٠٠٠غواړو د هيوا د خپلواکې ترلاسه کړو٠٠٠٠ او هلته يو داسې اسلامي نظام قائم کړو چي زموږ د اوسنيو ټولو اقتصادي، معیشتي او اجتماعي ستونزو حل پکښي نغښتي وي [/quote:c211dedfb0]
ایا ورونو قومونو تاجک،ازبک، ترکمن، هزاره او نورو ته به د هغوی د نفوس په تناسب د هيواد په سياسي رهبرۍ
او مشرتابه کې څوکۍ ورکړئ ؟ بي لهدې چې د طالب غورځنګ غړيتوب ولري ؟؟؟
که هو ، ايا دا کار مو په لومړي ځل کې د قدرت په ويش کې کړی و؟
او ايا له يوې ملي اسلامي ولسواکۍ پرته به ملت څنګه په عادلانه توګه په قدرت کې
شامل او څنګه به يې رضايت يا قناعت حاصل کړای شئ ؟؟؟ا
Sangar Watan
17.10.2009
[color=red:fabd2a30b6]روسان څه وائي؟؟[/color:fabd2a30b6]
جنرال اسبق روسی در نقش مشاور اوباما
/16.10.2009
رئیس جمهور امریکا بارک اوباما وزارت دفاع را تحت فشار قرار داده و بصورت عاجل پلان نو عملکرد را در افغانستان مطالبه نموده است. قرار معلومات ، در واشنگتن یکبار دیگر تجربه جنگ نیروهای شوروی در افغانستان ( 1979 – 1989 ) را به خاطر اوردند. پنتاگون سابقه دار ان جنگ ده ساله، قهرمان اتحاد شوروی جنرال روسلان اوشیف را به " صحبت کاری " دعوت نموده بود. مبصر نظامی روزنامه " کمسومولسکایا پراودا " ویکتور بارانتسیف مصاحبه با موصوف انجام داده ، که سایت "فارسی.رو" توجه شما را به متن فشرده ان جلب میدارد.
- روسلان سلطانوویچ ، شما در پنتاگون در براببر کی سخنرانی نمودید؟
- 30 تن از جنرالان و افسران بلند رتبه حضور داشتند. در جمله انها کسانی هم بودند ، که در جنگ در افغانستان شرکت نموده بودند.
- نظامیان عالی رتبه از شما در باره چه چیز پرسیدند؟
- انها به وضع فعلی نظامی – سیاسی در افغانستان علاقمندی داشتند ، به جای که من ، در سال های اخیر چندین بار سفر نموده ام. و خواهش بعمل اوردند ، تا به انها مشوره دهم : تا در اینده چه کارکنند؟ یک جنرال امریکایی به من گفت : " شما تصور کنید ، که مشاور نظامی اوباما هستید. چه چیز را شما به رئیس جمهور ما سفارش میکردید؟"
- شما چه مشوره دادید؟
- من گفتم : من به صفت مشاور نظامی امریکایی ، قبل از همه سعی میکردم بارک اوباما را متقاعد سازم ، که اردوی او در افغانستان با تروریستان نمی جنگد. در میان طالبان بخش از مردم افغانستان حضور دارند. نباید همه را یکسره تروریست دانست و علیه انها جنگ سراسری اعلان کرد. این سخترین اشتباه است. در عین حال باید مساله دیگر را نیز در نظر گرفت : طالبان – اینها نه تنها مردم هستند ، که میخواهند جایگاه خود را در سیاست و اقتصاد کشور احراز نمایند ، بلکه عقیده مذهبی دارند. عقیده ، که در بین بخش اعظم افغانها از محبوبیت خاصی برخوردار می باشد. ان را به زور سلاح خفق کردن ، و خلط کردن با تروریستان معمولی ، اصلاً معقول نیست. این کار خطرناک می باشد. امریکایان درین باره یک به یک ان اشتباهات را تکرار میکنند ، که ما زمان انجام دادیم ، وقتیکه به افغانستان در سال 1979 به افغانستان وارد شدیم.
- بصورت مشخص کدام اشتباهات؟
- ما انگاه در کابل رژیم دست نشانده خود را بر مسند قدرت شاندیم و با زور برچه های خود از ان حمایت مینمودیم ، و برای این کار قطعات تعلیم دیده وتجهیز شده اردوی حکومتی افغانستان را به کمک خود جلب میکردیم. ما با این کار خود افغانها را به دو جناح : انهای ، که از ما حمایت و نماینده گی میکردند ، و " دشمنان " ، که از گروه های مسلح مجاهدین متشکل بودند ، تقسیم نمودیم. عین منظره را ما حالا در افغانستان مشاهده میکنیم. در عین حال ، مقاومت طالبان با گذشت هر ماه افزایش می یابد ، خود امریکایان بر این امر اعتراف میکنند. اشتباه دیگر ما تحمیل طرز زنده گی خود بر افغانها بود .عین اشتباه را امریکایان انجام میدهند.
- به نظر شما ، ایا جنگ " ما " از جنگ فعلی در افغانستان تفاوت شدید دارد؟
زمانیکه قطعات محدود شوروی با مجاهدین مجنگیدند ، به انها سلاح ، مهمات ، پول ، متخصصین و مواد غذایی را ده ها کشور تحت رهبری امریکا کمک میکردند. حالا برعکس : به امریکایان و متحدین انها ایتلاف نیرومند ناتو جمع ، شرکای خارج از ناتو ، جمع اردوی 30 هزار نفری افغانستان کمک میکنند. باوجود این ، نیروهای 70 هزار نفری نمی توانند بر طالبان غالب شوند. به هر اندازه ، که طالبان جنگ را ادامه میدهند تاکتیک انها بهتر شده میرود. برعلاوه ، بجای یک طالب کشته شده به جای ان سه نفر دیگر وارد نبرد میشوند.
- در همین روزها معلوم گردیده ، که پنتاگون قصد دارد ،نیوروهای ایتلافی را در افغانستان به تعداد 30 – 40 هزار نفرافزایش دهد و تعداد این نیروها را تا 100 هزار نفر برسانند. این به همان تعداد نیروهای اتحاد شوروی در افغانستان برابر می باشد. شما چه فکر میکنید ، ایا با چنین قشون میتوان بر طالبان پیروز گردید؟
- نه خیر . به خاطریکه گروهای مسلح طالبان نیز درینصورت افزایش خواهد یافت. واضح است ، که تعداد کشورهای ، که به انها کمک میکنند نیز افزایش خواهد یافت. این کار رویارویی امریکا و ناتو با جهان اسلام هنوز هم تشدید خواهد کرد. جنگ میتواند بصورت لایتناهی ادامه یابد.
- پس راه بیرون رفت در کجاست؟
- فقط یک راه بیرون رفت وجود دارد. کسی ، که واقعاً خواهان صلح در افغانستان باشد، باید به این کشور با آرد و گندم بیاید ، نه با برچه ها. و به افغانها در باره انتخاب چنان حکومت مزاحمت نکند ، که انها خود ان را لازم دانند. من عقیده دارم ، که فقط کمک تمام جهان در ایجاد اقتصاد این کشور زجر کشیده میتواند صلح را به سرزمین ان به ارمغان اورد.
- شما در نتیجه به امریکایان چه مشوره دادید؟
- قبل از همه باید به افغانها امکان انتخاب چنان حکومت داده شود ، که انها میخواهند. ، در ان ، بدون شک باید طالبان حضور داشته باشند.
- در مدت زمان هشت سال جنگ فعلی در افغانستان بیش از 40 فیصد ترافیک مواد مخدره ازین کشور افزایش یافته است. چرا؟
- شما به خاطر بیاورید ، تولید مواد مخدره در افغانستان در دوران طالبان تقریباً ازبین رفت. جزای اعتیاد به مواد مخدره اعدام بود. حالا در اقتصاد افغانستان چه وجود دارد؟ صفر . 90 فیصد عواید کشور از مدرک مواد مخدره ، خاصتاً هیروئین تامین میشود. تمام قاچاقبران مواد مخدره در امارات متحده عربی زنده گی میکنند.
Afghanistan.ru
ډاکټر څپاند
17.10.2009
پښتنو،بيړۍ ډوبيږي،غږ مې اورئ؟
http://www.youtube.com/watch?v=XpNLRS_rryQ&feature=player_embedded
محمد احمد حمي
18.10.2009
زر ويناوي په تله كي له يوه عمل سره هم نه شى برابريدى.
دسيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه له ويناوو څخه