د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی: شمالي سيموته نامالوم وسلوال راوړل کېږي

محمد احمد حمي
11.10.2009

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د هغو رپوټونو پخلى وکړ چې وايي نامعلومې چورلکې د شپې له خوا د افغانستان شمال ختيځو سيمو ته وسله وال کسان لېږدوي .
هغه وويل دى په دې اړه موثق رپوټونه لري .

څو ورځې وړاندې د ښاغلي کرزي انتخاباتي سيال داکټر عبد الله او د ولسې جرگې ځينو وکيلانو هم له دې اړخه اندېښنه ښودلې وه .

خو ښاغلي کرزي له دې ويلو ډده وکړه چې دغه چورلکې د چا دي ؟ څوک ليږدوي ؟ او د څه لپاره يې لېږدوي :

((د افغانستان د امنيتي ادارو لخوا دغه رپوټونه موږ ته په موثقه توګه رارسېدلي دي، بلکې نن هم موږ يو ګوزارش واخيست چې په شمال ختيځ کې هم دا ډول کوښښونه په مرموز شکل جاري دي، او د دې چورلکو خبره تقريبآ اثبات شوې هم ده، خو موږ په دې اړه نور اظهارات نه کوو او څېړنې مو جريان لري، چې دا هيليکوپترې د چا دي، د کوم خارجي هېواد دي، او ولې کېږي او په څه موسم کېږي؟ . ))

ښاغلي کرزي وويل چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي .

حامد کرزي په ځانګړې توګه بغلان، کندوز او سمنګان ولايتونه ياد کړل چې نامالوم وسله وال کسان هلته د شپې مهال ښکته کېږي .

تېره ورځ د افغانستان امنيتي ارګانونو دا خبره په ډاګه کړه، چې ګني د افغانستان شمالي سيمو ته پاکستاني او چيچينيايي کابو څلور زره کسان راغلي او ناامنيو ته لمن وهي .

خو ولسمشر وويل چې په دې اړه د پاکستان او يا چيچينيا په اړه يې هېڅ کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی .

د ويلو ده چې د افغانستان نسبتاً ارامې شمالي سيمې اوس لکه د جنوبي هغو په څېر له ناامنيو ډکې دي او وخت ناوخت ترېنه د تاوتريخوالي د پېښو خبر ورکول کېږي .

__________________________________________________
ماخذ
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091011_hh-karzai-press-kabul.shtml


و.افغان
11.10.2009

حميد صاحب:
سلام علیکم
دا کارونه انګريزان کوي، تفرقه واچوه او حکومت وکړه.
اوس له هيچا پټه نه ده، چې په طالبانو کې اصلي مخلص طالبان هم شته، او دونمبر
امريکايي و انګريزي طالبان هم په کې شته، چې غواړي په خپلو تورو کړنو طالب او
ملا عامو خلکو ته بدنام کړي.
د انګریز سره چې چا دوستي کړېده ښه ورځ يې نه ده ليدلی، کرزی صاحب به هم دوی
نه ښه ورځ ونه ويني، حل ته د رسېدو يواځېنۍ او لومړی ګام ملي سوله او افغاني
اتفاق دی.

په درنښت


طالب ISI
11.10.2009

که چیری دا انګریزی او امریکایی طالبان وی، نو اصلی طالبان باید له دوی سره جهاد وکړی، او که نه؟

طالبانو ته پکار ده چی ددوی په هکله خپل دریځ روښانه کړی.


حمید هڅــاند
12.10.2009

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
په شمالي سیموکې دلمړي ځل لپاره دبلخ والي وویل چې دکورنیوچارووزارت ناامنیوته لمن وهي،له دې خبري وروسته عبدالله اوبیادادي ولسمشرکرزی هم ددي خبرپخلی کوي . کرزی صاحب وایې چې نامالومي چورلکي وسله وال شمال ته لېږدي چې ماداخبرنن په بې بې سې پښتو ټکی کام کې ولوست .
لکه چې مخکي مې ویلي دي؛ داکارونه بهرنیان اودهغوی څارګرۍ کوي ترڅواوبه خړي کړي اوکبان پکې ونېسي.


باتور
12.10.2009

دغه کارونه په خپله کرزی ګوډاګی د امريکايانو په مرسته کوي، امريکا او ناټو غواړي چي د روسيې په لمن کي هم يو څه اور تازه کړي، تر څو چي لږ څه يې وډاروي. . او دا نامشروع جګړه يوڅه پراخه کړي ، چي د شلو يا دېرشو زرو نورو اجيرو عسکرو راتګ ته يې سمه بهانه برابره سي.

په درنښت


میوند ننګیال
13.10.2009

سلامونه او ښي چاري !

ورونو!داخو معلومه ده چي طالبان دوه قسمه دي يو هغه چي دالله درضا لپاره جنګيږي اوجهاد كوي او بله ډله بيا په دووډلو ويشل شوي چي يوه يي دباكستان او بله يي دامريكي لباره كاركوي ځكه امريكايي طالبان هغه كاركوي چي دطالبانو نه دخلكو زړونه تور كړي خو خبره داده چي ريشتوني طالبان ولي دوي ته څه نه وايي ايا په ګير نه ورځي او كه زور يي پري نه رسيږي .

بله داچي كه امريكايان دا كارونه ونه كړي بيا خو يي دلته نوري ورځي په ختميدو دي .


watanmal
13.10.2009

ورسته له سلامونو

كه وكتل شى د تيرو څو مياشتو راهيسى د افغانستان په شمال كى په صليبيانو
او لاسپوڅو يى ډيرى حملى شوى ، او كرزى په خپله ناسته كى وويل چى پنځه
مياشتى كيږى چى د افغانستان شمال ته په چورلكو كى فوځيان راوړل كيږى

دلته د حيرانتيا [color=darkblue:f08bba9d2c]دوه خبرى دى[/color:f08bba9d2c] يوه دا چى نن د افغانستان ټوله فضا د امريكايانو
لخوا كنټروليږى نو څنګه كيدى شى چى امريكايان دى پدى موضوع خبر نه وى
دوهمه خبره داده چى كرزى پنځه مياشتى ورسته داخبره كوى ، همغه قيصه شوه
چى وايي يو وخت د افغانستان حدودو ته طياره راغلى وه ظاهر شاه ته خبر وليږل
شو درى مياشتى ورسته يى د ويشتلو امر مربوطه حكامو ته ورسيدو.

همدارنګه [color=white:f08bba9d2c]دوه امكانه لرى [/color:f08bba9d2c]يو دا چى د افغانستان په شمال كى چين خپل فوځ په
كښته كولو پيل كړى وى او دوهم دا چى صليبى لاسپوڅى كرزى صيب كوم
خوب ليدلى وى او د خبرى ناستى په وخت يى د خپل خوب قيصه كړى وى.

زمونږ ساده خلك فكر نه كوى چى د يرغلګرو څخه د افغانستان كوم ځاى
محفوظ دى او كوم شى ترينه محفوظ دى ، په خاوره ، فضا ، دين ، ناموس
ټولو باندى يرغل شوى ، همدارنګه په اوسنى صليبى يرغل كى كوم هيواد
بى برخى دى ؟ هر كافر او منافق حاكم خپله برخه تجاوز يى كړى او كويى
نو دا كومه نوى خبره نه ده چى شمالي ولايتونو كى چورلكى كښته كيږى
په هيواد كى صليبيان هره ورځ هرى خواته په چورلكو كى صليبى عسكر
ليږدوى ددى ترڅنګ د تير اوړى له پيل سره د هيواد شمالى ولايتونو ته
څو كسه غازيان رسيدلى او هلته د صليبيانو په خلاف پيل شوى تحريك
منظم كړى او په صليبيانو او منافقينو باندى يى حملى پيل كړى ددغه حملو
راپورونه مونږ هره ورځ اورو الله پاك دى پكى بركت واچوى امين.

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ
[color=darkblue:f08bba9d2c] يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمْ الْعَدُوُّ[/color:f08bba9d2c] فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمْ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (المنافقون4)

په مينه
وطنمل


pattang
13.10.2009

وطنمل صېب له مذهب د جار شم ، خدای پاک دې داسې ورڼو شمېر نور زيات کړي

[quote:c3dc728ca8="watanmal"]ورسته له سلامونو

كه وكتل شى د تيرو څو مياشتو راهيسى د افغانستان په شمال كى په صليبيانو
او لاسپوڅو يى ډيرى حملى شوى ، او كرزى په خپله ناسته كى وويل چى پنځه
مياشتى كيږى چى د افغانستان شمال ته په چورلكو كى فوځيان راوړل كيږى

دلته د حيرانتيا [color=darkblue:c3dc728ca8]دوه خبرى دى[/color:c3dc728ca8] يوه دا چى نن د افغانستان ټوله فضا د امريكايانو
لخوا كنټروليږى نو څنګه كيدى شى چى امريكايان دى پدى موضوع خبر نه وى
دوهمه خبره داده چى كرزى پنځه مياشتى ورسته داخبره كوى ، همغه قيصه شوه
چى وايي يو وخت د افغانستان حدودو ته طياره راغلى وه ظاهر شاه ته خبر وليږل
شو درى مياشتى ورسته يى د ويشتلو امر مربوطه حكامو ته ورسيدو.

همدارنګه [color=white:c3dc728ca8]دوه امكانه لرى [/color:c3dc728ca8]يو دا چى د افغانستان په شمال كى چين خپل فوځ په
كښته كولو پيل كړى وى او دوهم دا چى صليبى لاسپوڅى كرزى صيب كوم
خوب ليدلى وى او د خبرى ناستى په وخت يى د خپل خوب قيصه كړى وى.

زمونږ ساده خلك فكر نه كوى چى د يرغلګرو څخه د افغانستان كوم ځاى
محفوظ دى او كوم شى ترينه محفوظ دى ، په خاوره ، فضا ، دين ، ناموس
ټولو باندى يرغل شوى ، همدارنګه په اوسنى صليبى يرغل كى كوم هيواد
بى برخى دى ؟ هر كافر او منافق حاكم خپله برخه تجاوز يى كړى او كويى
نو دا كومه نوى خبره نه ده چى شمالي ولايتونو كى چورلكى كښته كيږى
په هيواد كى صليبيان هره ورځ هرى خواته په چورلكو كى صليبى عسكر
ليږدوى ددى ترڅنګ د تير اوړى له پيل سره د هيواد شمالى ولايتونو ته
څو كسه غازيان رسيدلى او هلته د صليبيانو په خلاف پيل شوى تحريك
منظم كړى او په صليبيانو او منافقينو باندى يى حملى پيل كړى ددغه حملو
راپورونه مونږ هره ورځ اورو الله پاك دى پكى بركت واچوى امين.

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ
[color=darkblue:c3dc728ca8] يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمْ الْعَدُوُّ[/color:c3dc728ca8] فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمْ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ (المنافقون4)

په مينه
وطنمل[/quote:c3dc728ca8]


Ghairat
13.10.2009

د هر یوپه اندنه کې څه نا څه د سکالو یواړخ روښانه شوی،خو پوښتنه هم زیږوي :
وهاج صیب لیکي :[quote:73f4b92d94]
دا کارونه انګريزان کوي، تفرقه واچوه او حکومت وکړه.
اوس له هيچا پټه نه ده، چې په طالبانو کې اصلي مخلص طالبان هم شته، او دونمبر
امريکايي و انګريزي طالبان هم په کې شته، چې غواړي په خپلو تورو کړنو طالب او
ملا عامو خلکو ته بدنام کړي. [/quote:73f4b92d94]،
ښاغلي شهیر ته ترې بیا دا پوښتنه پیدا کیږي چې :
[quote:73f4b92d94]که چیری دا انګریزی او امریکایی طالبان وی، نو اصلی طالبان باید له دوی سره جهاد وکړی، او که نه؟
طالبانو ته پکار ده چی ددوی په هکله خپل دریځ روښانه کړی.[/quote:73f4b92d94]
باتور خان یو بل اړخ په ګوته کوي چې :
[quote:73f4b92d94]دغه کارونه په خپله کرزی ګوډاګی د امريکايانو په مرسته کوي، امريکا او ناټو غواړي چي د روسيې په لمن کي هم يو څه اور تازه کړي، تر څو چي لږ څه يې وډاروي. . او دا نامشروع جګړه يوڅه پراخه کړي ، چي د شلو يا دېرشو زرو نورو اجيرو عسکرو راتګ ته يې سمه بهانه برابره سي.[/quote:73f4b92d94]
دا همدوه پوښتنې زیږوي :
۱ــ د شهیر پوښتنه دلته هم پر ځای ده چې انګلیس ،امریکا دا کار څنګه په
طا بانوتر سره کولی شي؟
که انګلیسي او امریکايي طالبان وجود لري اصلي يې ولې د جهاد په لیکوکې زغمي ، او ولې يې نه رسوا کوي ؟ آیا د اصلي اصیلتوب هم بیا ور سره تر پوښتنې لاندې راځي که څنګه ؟.
دویم داچې طالبان خوتل وايي چې طالب ټول سره یوموټي ، متجانس او سره نه ویشل کیدونکي دي،نو بیا ولې اوڅنګه په امریکايي ،انګلیسي او اصلي طالبانوپه ډلو سره ویشل کیږي ، د لرې پښتونخوا طالبان خو يې لا څکی څکی ،په داسې حال کې چې د هر ې ډلې د برید،چاودنې او عملیاتو مسولیت د اصلي طالبانودویاند له خوا په غاړه اخیستل کیږي ، ولې د غیر اصلي طالب په نامه يې د یوې ډلې غندنه هم نه ده کړې اونه يې کوي؟؟؟؟
دا ځکه چې دوی دا نه مني چې په منځ کې يې په القاعدې سربېره نور انګلیسي یا امریکايي طالبان هم شته ، نو پتنګ خانه او باتورخانه له تاسې نه پوښتنه داده چې امریکايي طالبان پرې څنګه او له کومه ځایه ورتپئ، بی له دې چې هغوی کله هم آن له ځا نه بیل ددغسې ډلو شتون تاییدکړی وي ؟


pattang
13.10.2009

غيرت صيب پوښتنه د ې دبې اساسو شکونو په پايه ولاړه ده نو ځواب ته يې ضرورت نشته او هغه دا چې پرابلم واضح ندی !
ايا دايوه بې اساسه بې منطقه خبره نده ? کرزی درې مياشتې وروسته خبرېږي ?
عطاجان وايې وزارت د اخله د ا کارونه کوي ! امريکايان دافغانستان فضا ټوله
کنترولوي ، په شمال کې د جرمنيانو هواک طيارې او نور ډېر و الاتو اتڼ اچولی?
اياد ا يوه تکتيکي اوروحي پروپاګنده نده ? دڅه لپاره ?
طالبان خو هميشه وايې چې غلط خلک ، اجنټ خلک شته او ستا محترم په غوږ کې
خو پسپسک نشي کولی ٠ طالبان مېديايې کمزوري دي ډېر وخت يې پاڼې تړل کېږي له سخت نظارت لاندې او دې شيانوته وخت نلري ٠ که څوک په امريکايې
لنډغرو دطالب په نوم عقيده نلري نو هغه به cia نه پېژني٠


زبير نجيب
13.10.2009

سلامونه،
زما په نظر، کله چې امريکې د ناستې او خبرو لپاره دموکرات :D طالب پيدا نه کړ، نو اوس دا ډنډورې کوي چې طالب پر ځان بدنام کي، ګواګي ملا ندې انګرېز دې٠
بله دا چې جرمنيانو داول نه دهمکارۍ چيغې وهلې او ويل يې چې مونږ د جګړې لپاره نه ځو، مګر دې انګرېز په يو ځل بمبارۍ داسې بدنام کړل چې ټول 
ولس يې وژړاوه٠ لکه اوباما چې ګيله وکه (دا تنها دمونږ جګړه نه ده) لکه المانان پرې پوه سول
او ترې خپه سوي وو ٠ نو دا وايم چې امريکې خو المان ته د افغان وژنې توره په لاس ورکړه، 
نو طالبه ځان ټينګ کړه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more