د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اوباما ته دنوبل دسولې جایزه ورکړل شوه !!

beett
09.10.2009

اوباما ته دنوبل دسولې جایزه ورکړل شوه

په حیرانونکې توګه دامریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ م کال دسولې جایزه ګټلې ده، دناروي هیواد دنوبل کمیټې مامورین وایی چی اوباما یی دخپلې واکمنۍ په تیرو میاشتو کې داتومي وسلو پرضددګام اخستو، له اسلامي نړۍ سره په اړیکو ساتلو او خلکو ته د هوسا راتلونکې په اړه دډاډ ورکولو له مخې په دغې جایزې ویاړلې. دوۍ دا ډول وایی چی نوموړي په نړیوال سیاسي ډګر کې یو نوې بدلون راوستې. اوباما ته دنوبل دسولې جایزې په ناڅاپي ورکړه نه یواځې دسپینې ماڼۍ مامورین هک حیران پاتې شوي بلکه خپله اوباما او د ددغې جایزې څارونکې هم حیران دي. غربي کارپوهان په دې اند دي چی اوباما ته دسولې دجایزې ورکړه ښایی د جورج ډبلیو بش پرمخ یوه څپیړه وبلل شي. دا په داسې حال کې ده چې اوباما دخپل امنیتي ټیم سره افغانستان ته دنورو سرتیرو په استولو غور کوي.

------------------------------------------------------
اوباما ته دا جایزه په داسی حال کی ورکول کیږی چی امریکایی
یرغلګر فوڅیان دنړۍ په مختلفو سیمو کی بی ګناه انسانان وژنی
دخلکو کورونه ورانوی او حر او ازاد هیوادونه یی له خپلی
ناروا ولکی لاندی نیولی دی
او دم ګړۍ په واشنګټن کی ددی جګړو په اړه غونډه کیدونکی ده
چی همدا تور کونۍ به یی مشری کوی خو دناروی دنوبل د جایزی
مسولین د ۲۰۰۹ دسولی جا یزه اوباما ته ورکوی !!!
په خپله اوباما په خپل لومړی غبرګون کی وویل چی زه ددی جایزی
مستحق نه یم

نو بیا ولی ..؟؟
ستاسو د نظرونو په هیله


Sangar Watan
10.10.2009

سلامونه،
دنوبل دجايزي نه هميشه ناوړه سياسي استفاده شوی ده٠ددی جايزې دنوماندو
او تاکنې جرګګۍ داسرايلو تر کنترول لاندې دي٠

ولې اوباما؟
زما په اند،اوباماته دا جايزه ځکه ورکړی شوه چه دی پری پوه کړي چه نور بس!
څه امتيازات چه تر ستم لاندی ملتونو ته ورکړی شوي،داوس لپاره کفايت
کوی،توقف :twisted:


stanizay
11.10.2009

[color=green:6e3a63b68b]كومي بيلګي اولاملونه چي د دي جايزي د وركړي په اړه ښودل شوي دي بيخي غير معقول اوناكافي دي زه خويي دومره حيران كړي يم چي هيڅ هم نشم پري ليكلي خو د ننۍ نړۍ جنګي ماشين امريكا مشر ته د دي جايزي په وركړه نو سړي دومره ويلي شي چي د سولي جايزي هم لدي وروسته بايد جنكي قوناندانانو ته وركړل شي چي دا كار يي كرزي لاسپوي هم په افغانستان كي پخوا ترسره كړي وو چې ډيری جنګي مجرمين او جنايتكاران يي مارشالان ...او ځينو نورو ته يي بيا د غازيانو ميډالونه هم وركرل.
مړه دې وي د پرديو اجيران او دهغوی لانځكي [/color:6e3a63b68b]
او ژوندي دې وي په سردرو كي اتل او باتور مجاهد زمريان


watanmal
13.10.2009

ورسته له سلامونو

stanizay صيب زما د زړه خبرى دى كړى ،چى د موضوع عنوان مى وكتلو نو زړه مى وه
چى همدا څه وليكم چى په افغانستان كى صليبيانو وه ښودله چى وحشيان د قدر وړ دى
كه تاريخ وكتل شى نو د تاتاريانو مشرانو به هغه جنرال ته غټه جائزه وركوله كوم يو به
چى د مسلمانانو د سرونو څخه غټه غونډى جوړه كړى وه يعنى چى څومره ډير انسانان
به يى وژلى وه همغومره غټه جائزه به يى ګټله ، اوس هم زه اوباما ته د سولى د جائزى
وركولو ته په همدى نظر ګورم.
ورسته له هغى چى د صليبيانو ګوډاګى كرزى بوش ته د امان الله خان ميډال وركړو يو
شاعر داسى وويل:

[color=white:8ad66a73d7]ډيموكراسۍ ورباندى لوبى وكړى ===== له پښتون قام ئى هغه جوش يوړو
چى به بيدار وه د غيرت په وخت كى ===== ترينه ډالرو هغه هوش يوړو
قبر دى وشلوه رادرومه پسى ===== امان الله ميډال د بوش يوړو[/color:8ad66a73d7]

په مينه او مننه
وطنمل


میوند ننګیال
13.10.2009

محترمو سلامونه!

ګرانو !دنوبل پرايز انكريزانو جوړكړي چا ته چي يي خوشه وي وركوي يي اوباما يا اولامبا سولي ته هيڅ خدمت نه كړي او نه يي كوم نشان شكاري بله دا چي داسلامي نړي سره خو يي داسي كوم نوي تعلق ندي جوړكړي هماغه زوړتعصب او دشمني يي روانه .

امريكا چي ځانته دجهان دټو لو نه متدين او رسيدلي ملك وايي ددنيا دنورو ملكونو نه يو په څو واره پكي تعصب زيات دي خاصتا دمسلمانانو سره داسي په لسهاوو مثالونه شته .
اولامبا دي اول خپل ملك كي امن او ورورولي راولي بيا دي اسلامي نړي سره تعلقات شه كړي په امريكه كي روزانه داسي په لسهاوؤ واقعتونه كيږي چي دنسلي او فرقه واريت سره تړون لري .

صرف په تلويزوني مركه دا ويل چي مونږ دمسلمانانو سره شه ارتباط غواړويا دا يا هغه دا داسي خبري دي
چي ماشومان هم پري نه غوليږي .
كه په رشتيا امن غواړي دا خپل شرميدلي فوج دي دأفغانستانه وباسي كنه افغان مجاهد اولس به داسي غاش ماتي ځواب وركړي چي جورج واشنكتن او ليكولن به په خبلو قبرو كي هم وارخطا وي.
انشاءالله


monir
13.10.2009

ګرانو دوستانوښې چارې
د سویدن د پادشاهی علومو اکادمی اوباما ته دغه جایزه ورکړه، ځکه چې دوی په دې باور دي چې اوباما د نړۍ هیوادونو په سیاسی اړیکو کې یې مثبت بدلون راوست او هیله لری چې دغه لړۍ دوام وکړي.
اوباما په پولند او د چک په جمهوریت کې د دفاعی توغندیو د مرکزونو د نه نصبولو په تصمیم سره روسیې سره د متقابل اعتماد لاره پرانیستله چې د نړۍ سولې ته د اهمیت وړ ده.
دغه راز د اوباما په ابتکار د م م امنیت شورا تصمیم ونیوه چې په ټوله نړۍ کې اټومی وسلې له منځه یوړل شي. دا څرګنده ده چې د نړۍ په کچه بې وسلې کیدل نړیوالې سولې ته هم د اهمیت وړ ده.

په اوس وخت کې له ایران سره هم نړیوالې اړیکې دومره ترینګلي ندي چې اوباما پکې بې برخې ندﺉ.

بر عکس افغانان اوباما ته دا جایزه په نورو سترګو ویني او زمونږ په هېواد کې دروانو پېښو په ارتباط قضاوت کوی. زمونږ افغانانو انتظار دا دﺉ چې زمونږ له هېواد نه د دغې تباه کوونکې جګړې ټغر هم ټول شي. څنګه چې ټولو ته څرګنده ده په اوس وخت کې اوباما په افغانستان کې په یوې نوې ستراتیژي کار کوی. هیله ده چې دا ستراتیژي په افغانستان کې د جنګ د پای سبب شی.

د یادونې وړ ده چې دغه جایزه د سویډنی مخترع الفرید نوبل د وصیتنامې په اساس د سویډن دعلومو اکاډمی له خوا هر کال هغو کسانو او موسسو ته ورکول کېږی چې په ټولییزه توګه انسانانو ته خدمت کړﺉ وي.


pattang
13.10.2009

انډيوالانو ځانونه مه ستړي کوی ،دجائزې کميسيون اوباماته غوړه ګوته ورکړې
خو دايې هېر کړي دي چې اوباما تور افريقايې نسله دی اودپردې شاته سياست
ټول  د امريکا دنويو کانسرواتيوو New Conservative د سپين پوستو په لاس کې دی ( لکه فاسد بوش ، چيني ، رامسفلد,......، يهودان ، خليل زاد اونور )
، که تور لا لا يو قدم کوږ کېږدي د john-F.-Kennedy لېبه به پرې وکړي٠
مونږ خپله ازادي غواړو او دهغې لپاره قرباني ورکوو ، بې تفاوته ده که تور لا لا
يوه جائزه وړي او که سل٠
ژوندي دې وي طالبان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more