نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یو پسی یو ..... ځانمرګی بریدونه
منلی
09.10.2009
الله پاک په قرانکریم کی فرمایلی چی تاسو ته کوم خبر ورسیده دهغه خبر ښه تحقیق وکړی ) هسی نه چی په ناپوهی کی غلط ګام واخلی او بیا وروسته پری پیښمانه یاستی
دغه خلک چی ځانمرګی بریدونه کوی دغه ټولی قرانی ښوونی یی دپښو لاندی کړی دی او په عام خلکو کی ځانونه الوزه وی او دبی ګناه انسانانو چی په هغو کی ماشومان ښځی هم شامل وی دبم په چرو سوری سوری او په خپلو وینو کی لمبوی دا مړه او زخمیان اکثر هغه خلک وی چی دخپلی نفقی لپاره راوتلی وی هغوی ددغه خلکو کورونو په غم او بی رحمی سره تباه کوی او افسوس دغه ده چی دغه ظلم هغه خلک کوی چی خپل ځان د رب العالمین او رحمت العالمین پیروان ګڼی
Ibrahim-Radmanish
02.11.2009
مننلی صاحب سلام، ای کاش تمامی مسلمانان به این مفکوره شوند انګاه زمانی میباشد دوشمنانی اسلام به جز عاجزی راهی دیګر نخواهد داشتند٠
میوند ننګیال
03.11.2009
ګران منلی صیب سلامونه!
دعامو وګړو وژنه ښه کار نه دي بهر حال مړه شوی دی الله وبخښی او کورنیو ته دی الله دزړه صبر او اجر ورکړي .
بیا هم ستاسو نه مننه .
که دی ددی غاصب وحشی او صهیونی فوج په باره کی هم څه لیکلی ول ډیره به ښه وه .
دا غاصب وحشی چی به نا حقه یی وطن په اشغال کړی روزانه په لسګونو میندی بوروي او په لسګونو خویندی کونډوي او په لسکونو ماشومان یتیمانوی ددوی څه ګناه وی .
[color=blue:55bb8fd56b]تو لعنت او مرګ دی په هر هغه چا وی چي ددی اشغالګرو سره ولاړ دی و او اسلامی تقدساتو ته په بده ګوری خدای دی داسی وشرموی چي تاریخ یی یاد لری الله دی لیونی کړی چی به ځان خوله لګوی [/color:55bb8fd56b]
عبد السلام
04.11.2009
[quote:860d5c294b]دعامو وګړو وژنه ښه کار نه دي بهر حال مړه شوی دی الله وبخښی او کورنیو ته دی الله دزړه صبر او اجر ورکړي .
بیا هم ستاسو نه مننه .
[/quote:860d5c294b]
ننګیال صاحب! په دومره ساده الفاظو دیوه ستر جنایت ردول !
داسې مو ښولئ لکه یو وږې چې دچا سوړسک غلاکړی وي ،
اوخاوندیې وایي چې ډیر بدکاریې کړئ ،خو پروا نه کوي سوړسک هم بل منګه وو.
آیا داهم دلته دلیل شو؟
او که وایئ چې غربیان خوهم همدا کار کوي ،اومونږ ترې څه کم یو ؟
هغوي خویې په ما اوتا کوي، مونږ یې په چا کوو؟ په خپلو خوارو اوبی ګناه خلکو؟
او یا آیا مردارئ په مردارې پاکیږي؟