د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بحث او تکرار

منلی
08.10.2009

وایی کله چی سپی یو ځای کی ټولیږی شروع کی یو بل ته بد بد ګوری بیا ورو ورو غوریږی بیا زامه جینګه وی اوغاښونه ښی او له حلق نه اواز باسی بیا خوله تر غوږو پوری وازه وی او ټوله زامه راباسی او یوه غپ غپ اواز سره جګیږی او یو بل سره نښلی دیو لاس دبل په غاړه کی دبل پښه دهغه په ملا کی دیوه غوږ دهغه په خوله کی یو بل سره همداسی خوری تر څو چی یو کمزوری شی او وتښتی
مونږ کی هم کله کله داسی پیښږی چی شروع کی سره یوځای کیږو سلام نه وروسته بحث او تکرار شروع کوو ورو ورو خبری شروع کیږی یو یوه خبره وکی ، هغه بل وایی نه داسی نه ده داسی ده ،هغه ورته وایی ته څه خبر یی هغه بله ورته وایی ته په څه پوهیږی ، دواړو خبری شروع شی بلکول د بحث او تکرار رخ بدل شی یو بل باندی سترګی راوباسی لاسونه خوله پزه سترګی یی عجب عجب حرکتونه کوی بیا پوچی کنځل شروع کوی او نستوڼی بډ وهی او سره نښلی یو یی له ګریوان نیولی وی بله ګوری چی ږیره یی شکوی او له څټ نه یی نیولی وی څوک یی چی خلاص کړی بیا هم یو بل ته غوریږی او پوچ او کنځل کوی او که دخلاصیدو څوک نه وی بیا دی نو دکمزوری الله مل شی .............ـ
دلته په بیلجم کی بیا په دغسی بحث او تکرار کی کمی ده څوک تر غوریدو پوری بس کوی بعضی سترګی باسی او زر زر نفس ویستو باندی یی ختمه وی ډیر کم کله کله لاس هم اچوی خو بیا هم لږ زیات دسپیانو د خوی مجلسونو اثر پکی وی
ښه لاره به یی څه وی که محترم لیکولان په دی موضوع خپل نظر ولیکی او مونږ ته وښی چی دبحث او تکرار ښه او مناسبه لار کومه ده


pattang
08.10.2009

انډيواله حل يې زماله سويې جګ دی خدایپاک دې نصيحت ورته وکړي
خو يو شی درته وايم چې دې رډسترګي ملخ خبرې زه هم نشم زغملی ، قسم په
خدای دی کله چې دځينو ايراني پالونکواو ستميانو په  پا ڼو کې دپښتنو پر
ضد ليکني لونم نو په خپل کور کې دميز په څنګ کې ناست يم له څان سره لګيا
شم له خولې مې کيفي کنځلې ورته و وزي ٠
دا وروره حساسيت او طبيعت دی څينې هسې ځيني داسې خو که ريښتيادرته
ووايم په پښتوکې په خړپ سره کنڅله هم په خپل ځای کې خوند کوي ٠
زه پو هيږم چې زه يواڅې يم الله مې د مل شي٠


رښتینی
08.10.2009

منلی صیب خپه نه شی تا چی دبحثونو په تکرار کی دشخړو او
جګړو له پاره کومه بیلګه راوړی ده داد هغو شخړیزو بحثونو
ورورستی ټکی هم لا نده بلکی له هغو څو ګامه هاخوا اوښتی یی !!

دیوی ستونزی دحل پیل په داسی ټیټه اوله اخلاقی نورمونو لویدلی
بیلګه را نښلول دستونزو دزیږولو، پړسولو، خوړینولواوبوینولو
مانا لری نور هیڅ نه

اوس به نو ته زما لیکنی ته څه ځواب لیکی یو الله ښهپوهیږی ....؟
ستا لیکنی ته دځواب په مهال ما دا اټکل هم وکړ خو زړه می ځکه
ټینګ کړ چی دلته دبلی لیکنی نیت نلرم ته پوهه شوی او کار دی
یواڅی دبریالیتوب دعا به درته کوم

په مینه او معذرت


..Ahmadzai
08.10.2009

[quote:e538dd0f50]ووايم په پښتوکې په خړپ سره کنڅله هم په خپل ځای کې خوند کوي ٠
[/quote:e538dd0f50]
پتنګ صاحب ما ته خو والله ستا کنځلې خوند راکوي،خو چې ماته یې ونکړې :D ، ډیرې پښتنې کنځلې کوې او په ځای یې کوې، د زړه له خلاصه یې کوې، عفوي دی تکلف او تصنع پکې نسته

[quote:e538dd0f50]زه پو هيږم چې زه يواڅې يم الله مې د مل شي٠[/quote:e538dd0f50]
ته چې یواځې هم یې ، د چا زور درباندې نه رسیږي، او که ضرورت سو نو مونږ ته غږ کولی سې.
په درنښت


monir
08.10.2009

درنو او قدرمنو دوستان ښې چارې!
دا چې انسانان د طبیعی او تربیې له اړخه یو له بل سره توپیر لری د بحث وړ ندﺉ، خو لیدل کېږي چې د ځینو له خوا په بحثونو کې د لیکلو ادب نه مراعاتېږي او د خپل نظر په مخالفو ګډونوالو شخصی تېرﺉ کوي او دیوه اوبل دلیل په پلمه ورڅخه دفاع هم کوي. روښانه ده چې دا ډول چلند د بحث فضا زهرجنوي.
باید وویل شي چې په بحثونو کې دا ډول ګډوډیو مخنیوﺉ د بحثونو د مدیر کار دﺉ چې باید په قاطعیت سره عمل وکړي. ما په نورو بحثونو کې دا ډول بې سری نده لیدلې.
که محترم ډاکټر وطنمل د خپل دغې لیکنې ته جدی پاملرنه او عملی یې کړي ستونزه به تر یوه حده حل شی:
اقتباس
[color=blue:0e94d3a3b4]درنو لیکونکو !

تر دې وروسته د هرچا ناوړه جملې په ډاګه کیږي اونور متن ته یې خفیف رنګ ورکول کیږي ، که تر ۲۴ ساعتو پوری ناوړه جملې ړنګې یا بدلې نشي، ټوله لیکنه یې ړنګیږي . په ناوړه جملو کې هغه جملې هم شمیرل کیږي چې د منافق، لوده، لیوني او کاسه لیڅ، تالی سټی په څیر ويیزي هم چاته شخصأ وکارول شي! [/color:0e94d3a3b4]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3740&highlight=


Sangar Watan
08.10.2009

سلامونه،
زه پخپل نوبت بايد عرض کړم چه په ليکنو کی ښکنځلې اوشخصي تيری،هيڅ کله منلی نشم٠
که يو سړی په غسه شي او په يوه شخصي محفل کی په چا تيری وکړي،نود
وخت په تيريدوسره ،هيريدی شي٠مګرچه ښکنځلي او ناوړه وينا په ليکه شي
نو دايمي شي.

دمحترم اوقدر وړ ليکوال پتنګ صيب اودنورو هغه ليکونکو نه چه دښکنځلو
ليکل ورته يو عادي خبره اودقبول وړ بريښي،په درناوی هيله کيږي چه پدی
هکله اسلامي اوانساني معيارونه اودخپل ځان اوکورنۍ عزت ته پام وکړي٠

دوطنمل صيب وعده بايد عملي شي٠

[color=blue:c9fb48475d]

درنو لیکونکو ! تر دې وروسته د هرچا ناوړه جملې په ډاګه کیږي اونور متن ته یې خفیف رنګ ورکول کیږي ، که تر ۲۴ ساعتو پوری ناوړه جملې ړنګې یا بدلې نشي، ټوله لیکنه یې ړنګیږي . په ناوړه جملو کې هغه جملې هم شمیرل کیږي چې د منافق، لوده، لیوني او کاسه لیڅ، تالی سټی په څیر ويیزي هم چاته شخصأ وکارول شي!

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3740&highlight=

[/color:c9fb48475d]


منلی
09.10.2009

ټولو وروڼو سلامونه اونیکلی هیلی
حامد صاحب دغه مثال چی ما لیکلی ماته هم ښه نه ښکاری خوله مجبوری څه چی وینم او اورم او زما څه اراده او نیت دی هغه روښانه کول دی ددی لپاره په زړه کی می چی څه وو هغه می ولیکل (ازخدا شرم دار و شرم مدار)تر څو مونږ ټول پری غور او فکر وکړو او دحل لاره یی پیدا کړو


larghonay laraway
10.10.2009

د ټول افغان لمن خو فضل د خدای دی ښه پراخه ده. د ټوکو برخه هم په کې شته. خو څرنګه چې دا د جدي بحث فورم دی. د علمي، منطقي او له درناوي ډک بحث فورم دی نو ښکنځلو ته هیڅ کله هم علمي، منطقي او له درناوي ډک بحث نه شو ویلی.
د بې ادبۍ بښنه غواړم: : زمونږ په کلي کې یو لیونی ؤ نو هغه به ویل: یو مجلس وي او بل د ........
راځئ چې له مجلس بل شی جوړ نه کړو. که ښکنځلې په کې وکړو نو په خپله به د خپلې اړوندې موضوع پرتم ته زیان ورسوو او له جدیته به یې وباسو. د کلیوالو خبره بې پتله به شي.
د پتنګ صیب په لیکنو کې زه ښکنځلې نه ګورم بلکې هغه د پیښوریانو خبره ترسکونې خبرې دي. ځکه پتنګ یوازې موجوده مفسد، فاحش او ناکام نظام ته ځینې ترخې خبرې کوي چې دا مړی په دې ژړا نه ارزي.
ځينې دوستان په خپلو کې په بحث کې د ځواب پرځای ښکنځلې کوي چې دا یو سپک، بې پښتو او کوڅه یي کار دی.


Ghairat
10.10.2009

که څوک پتنګ وپېژني په خبرو به يې خفه نشي،خوسړی ولې داسې ژبه وکاروي چې له شخصي پېژندلو پرته يې څوک نشي بخښلای ؟؟؟ او بیا په یوۀ وېبسایت کې خو دا کار سور کفر دی!
خوهر ورور چې ناوړه لهجه يې عادت ګرځېدلی یا له عصبانیت او بی حوصلګۍ څخه سپکې سپاندې وايي، چې نه يې دخپل اونه د بل
له شانه سره ښايي، ځوټول افغانته پرې ډیر زیان اړوي ، هغه ته یو ښه چل ور ښایم :

هیچا ته دې په شخصي توګه خاین، منافق، لوده ، بی غیرته ،وطنفروشه او داسې نور ناوړستايي ویوني نه کاروي او ددې پرځای دې
د فعلونو مصدرونو په ډول ووايي دغه [color=red:a8b1f79394]
اودغه کار یا عمل چې د هر چا وي (یا يې هر څوک کوي ) خیانت دی،جنایت دی
یا بې غیرتي اومنافقت دی، وطنفروشي او بې پتي ده ، [/color:a8b1f79394]
ولې ددې تر څنګ ځینې فعلونه دي لکه لودګي، رزالت او بی ناموسي او یو شمیر نور سپکونکي ویوني که د فعل اومصدر په ډول هم وي
بایدونه کارول شي چې ګواکې دا بی ناموسي ده ، دا رزالت دی او دا لودګي ده، ځکه چې دا ډول فعلونه هم دناوړه شخصي
صفت په توګه درک کیږي او اغیز يې ډیر بد اونه بښونکی دی!


باتور
11.10.2009

بلا دي د پتنګ خان د ښکنځلو د ډېرو خلګو چي دلته ښکته پورته کوي په هاغه ښو خبرو وګرځي.

څوک د پښتانه د درد دوا په کرزي په رياست کي ويني، څوک يې په فاسد نجيب او کارمل کي او بعضي نور يې په د مثال په توګه په بشردوست کي. . په داسي خلګو خو د پتنګ يا بل د ښکنځلو حيف ده . د دا وړ خلګو لپاره ښکنځلي څه چي بوټونه بايد وکارول سي، ښه مثال يې لعنتي بوش دی .

په درنښت


عادل عادل
12.10.2009

سلامونه

ورورڼو د هغه څه نه مو چې دلته نالښت کړئ په همغه ورګډ شوي یاست، سره لدې چې ځنې انسانان د ځناورو په شان خوله خوځوي خو بیا هم انساني کرامت ته په احترام سره د سپيانو د غاړې غړئ مثال دلته ناوړه او بیځایه دی.

پدې مثال سره مو د هر تود بحث دواړه غاړې ښکنځلي دي، پداسې حال کې چې یو طرف به خامخا په حقه وي.

پاتې شوې عرفي، راوجي او هغه ښکنځلې چې زما په ګډون ښاغلي احمدزي صیب ته خوند ورکوي، او یوه بیلګه یې یو بل ښاغلي هم وړاندې کړې ده، هغه ټکي دي چې د ځای او مجلس سره په مناسب وخت کې په شفوي توګه د خولې څخه وځي، نه دا چې پر لیکه شي او په هر وخت او هر ځای کې د هر چا د لوستلو وړ شي.

زمونږ په ټولنه کې اخلاق او ښه خوی لرل یوازې ماشومانو ته مختص دي، چې لوی شي نو بیا ځان ته پوره یو من وایي، او چې سپین ګیرئ شي نو بیا معاف وي او ښکنځلې یې په خلکو بدې نه لګي، پداسې حال کې چې ښه خوی، نیکې، نرمې او په ټیټ اواز سره خبرې کول د هر عمر د نر او ښځې سره د بهترین زیور مثال لري چې په خپلولو او رواجولو کې یې باید تر خپله وسه پورې کوښښ وکړو.

امام احمد غزالي رحمت الله علیه اخلاق څه ښه تعریف کړي دي:

[color=white:7e12dcb462]الاخلاق هو هیئة في النفس فطريا يصدر منه الافعال بلا روءية و فكر .[/color:7e12dcb462]

خو د پورتني تعریف سره سره ښه اخلاق کسب کیدای هم شي.

الله پاک دې مونږ او تاسو ټول د ښو اخلاقو په زیور سره وپنځوي. آمین


Ghairat
12.10.2009

عادل صیب سلامونه !

زما دا خبرې شخصا هیچاته ،خوپه ټولګړې توګه هر چاته راجع دي !

زما په اند وطن د خپلې ټولنې د ژوندونځای په توګه دمینې او قربانۍ ارزښت لري، دوطن د آزادۍ غوښتنې اساس د انسانانوآزادي ، خپلمنځه مینه اومسولیت دي، نو داسې خوهېڅکله نشي کیدای چې دوطنوالو په وړاندې دې سړی بې مینې او بی مسولیته چلند غوره کوي ، خو د وطن د آزادۍ سره دې د بې پولې مینې اومسولیت ادعا کوي!
آخر دا آزادي د چا له پاره ؟ دا وطن د چااود څه له پاره؟که افغانان په پام کې نه وي ، د هغوی عزت اوأبرو ، آزادي اوناموس ، ژوند او پرختګ په پام کې ونه لرونو افغانستان د چا له پاره اود څه له پاره؟
له وطن سره مینه له همدې ځایه نشئت کوي چې له هربل ځای څخه په وطن کې سړی ډیره آزادي، ډیره مینه، ډیره خوښي ، ډیر مسولیت او صلاحیت ، ډیر ګډون اوملاتړ احساسوي اوهمدغه احساس متقابل احترام او درناوی زیږوي اوهمدغه احساس له سپورو او سپکوسپاندو څخه په بین الانساني اړیکو او له دیکتاتورۍ څخه په سیاسي اړیکوکې کرکه راپیدا کوي!
عیسی بن المریم علیه السلام به ویل :

.............................................................[color=blue:050cbe2c5e]که چا په یومخ ووهلې دا بل مخ هم ورته ونیسه![/color:050cbe2c5e]

ځکه چې په دې توګه د ظلم او بد چلند پر ضد کرکه لا زیا تیږي ، ظالم او بدچلنده شخص په ټولنه کې ژر تجرید کیږي!
په درنښت !


باتور
12.10.2009

غيرت خانه
د عيسی بن مريم )ع( په نېکو نصيحتونو خو يې خپل پرمختللي پيروان هم عمل نه کوي، د مثال په توګه د سپتمبر د يوولسمي څپېړه يې د چا له خوا په مخ وخوړه او غچ يې له چا څخه [color=white:ee2f70c2f6]په څه وړ [/color:ee2f70c2f6]واخېست او لا اخلي يې.

او دا چي ظالمان او بدچلنده خلګ تجريدېږي، دا هم نه درسره منم . . ظالم او بدچلندو خلګو ته پرمختللي او ديموکرات ملتونه د نوبل د سولي جايزې ورکوي.

په درنښت


رښتینی
12.10.2009

غیرت صیب ستانظر دتایید وړ او ډیر په زړه پوری دی
په سوټیو اومرمیو څپیړو او لغتو یی ولا که راشل کړو
او دا تجربی مو په کراتو مراتو کړی دی او لا ښی په خرپ
کی روانی د ی کوم خیر مو ولید کومه مثبته نتیجه را ووتله ...؟؟

دخدای سر پیغمبر صلی الله علیه وسلم وایی : واعف عمن ظلمک
چاچی تیری درباندی کړی وی هغه ته بښنه وکړه او په یوه بل روایت کی
یوه صحابی پوښتنه ورنه وکړه چی ماته ترټولو غوره عمل را وښیه رسول
الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ولا تغضب !
غوصه مکوه !
او دا غوصه د هری بد اخلاقی مور ده قرانکریم دمسلمانانو صفتونه بیان کړی
دی چی یو له هغوی نه دادی : والکاظمین الغیظ یعنی مسلمانان هغه څوک دی
چی غوصه زغمونکی وی .

له بده مرغه موږ غوصه په هغو لارو او لارښوونو نه سړوو چی شریعت
را ښوولی لکه په دی ایتونو او حدیثو کی فکر کول او له غصی څان
ژغورل یا اعوذ بالله ویل او اودس کول بلکی موږ یی په سپکو سپورو
ښکنځلواوپوچوخبرو سړوو او دا نو بیا دڅینی خلکو په کړنو غوره بولو !!
لکه احمدزی او باتور صیب چی ویلی دپتنګ صیب دکنځلو بلا دی په .......
وګرځی !!

دی دریو واړو ورونو ته زه ډیر احترام لرم او راباندی ګران دی خو د
لاطاعه للمخلوق فی معصیه الخالق په اساس یی په دی خبرو کی
مخالف یم لکه ما چی وویل دخلکو دبدو عملونو یا چاپلوسیو په
نسبت به موږ خپلی کړنی نه پرتله کوو یعنی هغه فلانی خو دومره بد
کار کوی یا هغه نور دچا او چا غلامان دی نو زه دحریت دپلوی په مبرر
اودهیواد دازادی دعلمبردار په توګه دا حق لرم چی هغوی وښکنځم
داسمه ده چی هغوی به دهرډول عتاب او سپکو وړ او مستحق وی
خو له هغوی سره ستوخ چلند دګټی په ځای تاوان لری هغه که هرڅومره
سپک او بی همته وی خو په خپل عزت النفس یی دتیری په صورت
کی په خپل ناروا کار لا ټینګیږی او سرټمبګی یی لا زیاتیږی

زما دا خبری ددی بحث په جریان پوری رانه اوږدی شوی که نه دومره
بی ادبی می په نیت کی نه وه او له دی وروڼو نه دبښنی په غوښتلو
سره خپلی خبری را لنډوم

په مینه


watanmal
13.10.2009

ټولو وروڼو ته
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هغه وروڼه چى د خپل مخالف په ليكنه دومره په غوصه كيږى چى د جواب د ليكنى په وخت
ښكنځلى ورڅخه ليكل كيږى هغوى ته زما مشوره داده چى [color=darkblue:d96c668b8f]د غوصى په وخت دى ليكنه نه كوى[/color:d96c668b8f]
ځكه غوصه عقل ړندوى، [color=darkblue:d96c668b8f]چى د خپل مخالف ليكنه يى ولوسته څو ساعته ورسته دى جواب وليكى
كه زړه يى نه ټينګيدو نو همغه وخت دى ليكنه وكړى خو سايټ ته دى نه پورته كوى[/color:d96c668b8f] څو ساعته
ورسته دى دوهم ځل پرى نظر وكړى او غيرمناسب الفاظو په ايستلو سره دى سايټ ته پورته كړى

ملګرى دى هيڅكله هم خپله ليكنه تر هغه سايټ ته نه پورته كوى ترڅو يى چى د دوهم ځل لپاره
كتلى نه وى.

د بحث په فورومونو كى مختلفى ليكنى په مختلفو موضوعاتو راځى ، د خپل سر د درد
كمولو لپاره بايد د هرچا په ليكنه نظر څرګند نه كړى شى ، همدارنګه د ښكنځلو جواب
بايد په ښكنځلو ونه شى بلكى د يو مسلمان په صفت د الله پاك پدى قول عمل وكړو:

وَعِبَادُ االرَّحْمَن الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا [color=white:d96c668b8f]وَإِذَا خَاطَبَهُمْ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا[/color:d96c668b8f] (الفرقان63)

په مينه او مننه
وطنمل


larghonay laraway
14.10.2009

د غیرت صیب وړاندیز ډېر ګټور دی [quote:18fd49d159] (هیچا ته دې په شخصي توګه خاین، منافق، لوده ، بی غیرته ،وطنفروشه او داسې نور ناوړستايي ویوني نه کاروي او ددې پرځای دې د فعلونو مصدرونو په ډول ووايي )[/quote:18fd49d159]
ولې د وطنمل صیب وړاندیز که عملي کړو نو باور دی چې هم به لیکوالان شو او هم به مو ښې لیکنې کړې وي.


..Ahmadzai
16.10.2009

عبدالسلام صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډیره موده وروسته راغلې خیر خو وو؟
په هر حال ښه راغلاست درته وایم
زما په فکر دلاروي صاحب د پورتنۍ جملې اقتباس هم ښه کار نه وو
ځکه چې جمله بیا تکرار او تازه سوه.
په درنښت


bazgar
18.10.2009

خوغيرت خان چې احساساتي شي بيا له دي نه هم خطرناکي جملې استعمالوي،،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more