اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ذکا ة مسائل
ډاکتر وطنمل
08.10.2009
درنو لوستونکو !
په دې ځای کې د ذکاة په اړه خپلې پوښتنې وړاندې کړئ، هیله ده چې محترم اومکرم دینپوهان قناعت بخښونکي ځوابونه درکړي!
اودا هم د ساري په توګه یوه پوښتنه :
آیا د نغدو پیسو اوطلا نصاب یوشی او هغه ۸۵ ګرامه ده؟
په مینه درنښت او سلامونو !
ع کريم حليمي
10.10.2009
ډېر دروند ، مکرم او محترم وروره ډاکتر وطنمل صاحب او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله !
بسم الله الرحمٰن الرحیم
ّهو ! : لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ ............... البقرة۱۷۷
داسي نده چه یوازي اوږده اوږده لمونځونه او اوږدي سجدې وکړو ، چه صدقات ورسره وي نو بیا مسلمان ته فایده او منفعت رسیږي
او چاته دا صدقات باید ورکړل سي ؟
رب العزت فرمائې چه: إِنَّمَا الصَّدَقاتُ لِلْفُقَراءِ وَ الْمَساكينِ وَ الْعامِلينَ عَلَيْها وَ الْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَ فِي الرِّقابِ وَ الْغارِمينَ وَ في سَبيلِ اللّهِ وَ ابْنِ السَّبيلِ فَريضَةً مِنَ اللّهِ وَ اللّهُ عَليمٌ حَكيمٌ ـ سورة توبه ۶۰
بیشکه دا خبره ده چه صدقې یا خیراتونه فقیرانو لره دي ، مسکینانولره دي ،او عمل کونکو لره دي په هغه باندي
او هغه کسانو لره دي چه اشنائې راوستلی د زړونو د دوئ او د مریانو په ازادولو کښي ورکول شي او قرضدارانو ته دي ورکول شي آو د خدای په لاره کي صرفه ولئ شي او مسافرو ته ورکولی شي مقرري ده له طرفه د خدای نه او خدای عالم دئ څښتن د حکمت دئ
د ژوند زیربنا له دوو شیانو جوړه ده چه اخلاق او اقتصاد
نو وایم چه اخلاق او اقتصاد لازم او ملزوم
اخلاق د ښوولو شئ دي او مال د ورکړي شئ دی
اخلاق په څو ډوله ټولني ته ورښودل کېدای شي ، (۱) په ویلو ، (۲) ته اخلاق کوه چه نور دي وویني او زده ئې کړي ، دغه ۲ همه لار ئې بهترینه طریقه ده ، رب دي قدرت پر راکړي آمین
الَّذينَ يُنْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ في سَبيلِ اللّهِ ثُمَّ لا يُتْبِعُونَ ما أَنْفَقُوا مَنّاًوَ لا أَذىً لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ لا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لا هُمْ يَحْزَنُونَ البقرة۲۶۲
كسانى كه اموال خود را در راه خدا انفاق مى كنند، سپس به دنبال انفاقى كه كرده اند، منّت نمى گذارند و آزارى نمى رسانند، پاداش آنها نزد پروردگارشان (محفوظ) است; نه ترسى دارند، او نه به غمجن وي
نو د انفاق او صدقاتو فایده داده چه أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَ لا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لا هُمْ يَحْزَنُونَ ، یعني ثواب د دوئ
په نزد د رب د دوئ دی او نه به وي هیڅ وېره په دوئ باندي او نه به دوئ غمجن وي
او صدقات رد د بلا ده
[quote]آیا د نغدو پیسو اوطلا نصاب یوشی او هغه ۸۵ ګرامه ده؟ /quote]
بلې ، پخوا نقدي پیسې طلا وه او کله چه نوټ جوړ سوو نو شاته ئې طلا وه
نو پیسې معنیٰ طلا او طلا معنیٰ پیسې
نو د دواړو د زکات اندازه چهل ویک ده ، یا دوه نیم في صده او نصاب ئې ۸۵ ګرامه
په ډېر درنښت
باتور
11.10.2009
ښاغليو وطنمل او حليمي ته د سلامونه او نېکي هيلي وړاندي کوم .
د دې لپاره چي زموږ د ولس لوېه برخه خوار، غريب او محتاج خلګ تشکيلوي نو دا د زکات مسائل زموږ لپاره تر نورو بايد اولويت ولري . . کور مو ودان چي دا مسائل مو را مخ ته کړل .
زه به د ښاغلي حليمي په ليکنه باندي صرف يو څو ټکي ور اضافه کړم :
د رسول )ص( په وخت کي راکړه ورکړه په نقدو پيسو نه وه، بلکه د شيانو د تبادلې او د سرو او سپينو زرو د سکو په اساس کېده.
په هغه وخت کي د سرو زرو سکه د دينار په نوم او د سپينو زرو سکه د درهم په نوم يادېده.
د ديناريعنې د سروزرو د سکې وزن ٤،٢٥ ګرامه وو.
د زکات د ورکړي د شروع حد او اندازه چي په بل حساب نصاب ورته ويل کېږي، شل ديناره وو. يعنې زکات په هغه چا چي سرمايه يې شل ديناره وه فرض وو. . له هرو شلو دينارو څخه يې بايد نيم دينار خوار، غريب او محتاج ته زکات ورکړی وای.
دا ٨٥ ګرامه يعني شل د طلا سکې ) ٤،٢٥× ٢٠ = ٨٥ ( مطلب داچي د همدې سرمايې په درلودلو سره په شخص زکات واجب کېدو او له همدغو پنځه اتيا ګرامو څخه يې بايد ٢،١٢٥ ګرامه چي هماغه ٢،٥ فيصده او يا نيم دينار وو، زکات وړکړی وای.
په اوسنۍ زمانه کي چي کاروبار په نقدو پيسو دی نو بايد د سروزرو د ورځني نرخ په حساب زکات ورکړل سي او اندازه يې هماغه پخوانی ټاکل سوی حد دی، يعنې ٢،٥ ٪ .
مهمه داده چي هرهغه څوک چي نقده او خالصه سرمايه يې ٨٥ ګرامه سرو زرو يعني شل دينارو ته ورسېږي بايد له هغه څخه ٢،٥ فيصده زکات ورکړي.
د هغه چا چي سرمايه يې له دې اندازې څخه لس يا سل يا زر ځلي لوړه وي، پر هغه د زکات حد هم لس يا سل او ياهم زر ځله × ٢،٥ فيصده کېږي.
په درنښت
خیریوسی
12.10.2009
محترمو ورڼو، باتور صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
کیسه اوس راته ګرانه شوه موږ خو ( من )پیژنو [color=red:7dabff8e6d]بس یو کاڼی دی [/color:7dabff8e6d] راکړه ورکړه په کوو هغه هم په هیواد کې څو منه ( کندهاری من ، کابلی من .........)
باتور
12.10.2009
ajaza وروره، سلامونه او نېکي هيلي زما هم ومنه .
دلته د ښاغلي وطنمل سوال د سروزرو او نقدو پيسو د زکات په اړه وو، که د زکات ټول مسائل په مفصله توګه دلته وليکل سي نو تر سلهاوو پاڼو به لا زيات ځای ونيسي .
د زراعتي محصولاتو په اړه به په مختصره توګه وليکم چي د هغو محصولاتو چي په طبيعي توګه اوبه کېږي، يعني د باران د اوبو په ذريعه، )د مثال په توګه خرما( له هغو نه بايد لسمه برخه )عشر( زکات سي .
دهغو مځکو چي بايد په خپله يې اوبه کړو د هغو له محصولاتو څخه شلمه حصه )نيم عشر( بايد زکات سي، البته د اوبوکولو مصرف او د دهقان حق بايد لومړی ورنه جلا سي .
دا چي په کومو محصولاتو زکات واجب دی او په کومو نه، په دې کي دينپوهان اختلاف سره لري . لېکن د غنمو، اوربشو، خرما او انګوريا مميز)کشمش( په اړه ټول په يو نظر دي، يعني زکات يې واجب او اندازه يې هم معلومه ده .
بله دا چي د اندازو معلومول د من له ډبرو :) پرته هم کېږي، خلګ د مثال په توګه يو لوښی )لوی خوری، شکور يا کاسه( را واخلي، له غنمو يې ډکوي او بلي خواته يې تووي، هر شلم لوښی يې د زکات حق دی.
يوه بله خبره هم د زکات په اړه مهمه ده، هغه دا چي که د زکات ورکونکي حاجت او ضرورت په خپله ډېر وي او د خوارۍ ثمره او محصول يې د خپلي کورنۍ د اړتياوو د پوره کولو لپاره لا کفايت نه کوي، په هغه زکات ورکول نه واجبېږي ، برعکس نور بايد هغه ته زکات ورکړي .
مثال: که د چا د غنمو محصول سل منه وي، او د کورنۍ د کال مصرف يې يو سلو شل منه، نو بايد د زکات ورکولو په ځای د باقي شل منو غنمو په لټه کي سي. او که يې مصرف سل منه وي او محصول يې يوسلو شل منه، او غواړي چي شل منه خرڅ کړي نو لومړی بايد له هغو اضافي شلو منو څخه يو من زکات ورکړي.
له محترمو دينپوهانو نه بښنه غواړم، انسان له خطا خالي نه دی، که چېري کومه اشتباه در په سترګو کېږي نو را په ګوته کوئ يې، سمون )تصحيح( به يې زما په شمول د لوستونکو لپاره ښه وي .
په درنښت