اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د میراث احکام
ډاکتر وطنمل
08.10.2009
درنو ،محترمو اومکرمو دینپوهانو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
داسلام مبین دین سربیره په عباداتو د ژوندانه مسائل هم تنظیم کړي او
لارښودنه ورته کوي۰ دمیراث مسائل هم د ژوندانه مهم حقوقي
مسائل دي ، له دې کبله له تاسو مکرمواومعظمو استادانوڅخه څخه
هیله کوم چې په دې اړه د لوستونکو پوښتنوته شرعي ځوابونه ورکړئ ۰
د سارې په توګه به یوه پوښتنه زه وړاندې کړم :
دمیراث په احکاموکې عصبه چاته ویل کیږي، کوم کوم اقارب په عصبه و
کې راځي اوحکم یې څه دی؟
په درنښت!
ع کريم حليمي
16.10.2009
محترم اومکرم ډاکتر وطنمل صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله
بسم تعالی ـ يُوصيكُمُ اللّهُ في أَوْلادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنْثَيَيْنِ فَإِنْ كُنَّ نِساءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثا ما تَرَكَ وَ إِنْ كانَتْ واحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَ لاَِبَوَيْهِ لِكُلِّ واحِد مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمّا تَرَكَ إِنْ كانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُ وَلَدٌ وَ وَرِثَهُ أَبَواهُ فَلاِ ُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ كانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلاِ ُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّة يُوصي بِها أَوْ دَيْن آباؤُكُمْ وَ أَبْناؤُكُمْ لا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَريضَةً مِنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كانَ عَليماً حَكيماً ﴿سورة نساء / آیه ۱۱﴾
معنیٰ ئې :- امر کوي تاسي ته خدای او فرض کوي ئې په تاسي په حق د اولاد ستاسي کښي یعني په حق د میراث وړلو د دوی کښي داسي چه یو نارینه ته مقرره ده برخه د میراث په مثل د برخي د دوو ښځو پس که وي
دا ميراث وړونکي ځالص ښځي پورته له دوو او د دوو هم دا حکم دی پس مقرر دي دوی ته دوه برخي له دری برخو د هغه مال چه پرېیښی دی مړي او که وه دا ښځه یوه پس دی دغې ته نیم مال د ترکې او مور و پلار د
دا مړي هر یو له دې دواړو شپږمه برخه ده له هغه مال څخه چه پرېیښئ وي مړي او که پرېيښئ وو مړي اولاد
که نارینه ۇ که ښځه پس که نه ۇ اولاد او حال داچه میراث وړلو د مړي خالص مور ۇ پلار دده یعني چه بل وارث
ورسره نه وو پس د مړي و مور ته ده دریمه برخه او باقي ټول د پلار ده پس که وه نو که وي مړي لره وړونه او خوندي ( اعیاني يا علاتي يا اخیافي دوه یا زیات ) نو د مړي مور له سدس یعني د ترکې شپږمه برخه اما دا تیري ټولي برخي چه دي پس له اداکولو د وصیت څخه چه مړی وصیت وکړي يا پس له ادا کولو هغه قرض چه په مړي د چا پاته وي پلرونه ستاسي چه دي او زامن ستاسي چه دي نه پوهېږی تاسي چه کوم یو له دوی ډېر نژدي
دي تاسو ته له جهته د نفعِ او خدای پری پوهېږي او دارنگه یعني دا برخي فرض شوي دي په فرض کېدلو له جانبه د خدای بې شکه چه خدای دئ ښه دانا څښتن د حکمت
وَ لَكُمْ نِصْفُ ما تَرَكَ أَزْواجُكُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ كانَ لَهُنَّ وَلَدٌفَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمّا تَرَكْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّة يُوصينَ بِها أَوْ دَيْن وَ لَهُنَّ الرُّبُعُ مِمّا تَرَكْتُمْ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكُمْ وَلَدٌ فَإِنْ كانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمّا تَرَكْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّة تُوصُونَ بِها أَوْ دَيْن وَ إِنْ كانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَ لَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ واحِد مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ كانُوا أَكْثَرَ مِنْ ذالِكَ فَهُمْ شُرَكاءُ فِي الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِيَّة يُوصى بِها أَوْ دَيْن غَيْرَ مُضَارّ وَصِيَّةً مِنَ اللّهِ وَ اللّهُ عَليمٌ حَليمٌ -
سورة نساء ۱۲
معنیٰ یې داسي چه :- او دي تاسي لره نیم د هغه مال چه پرېیښی وي ښځو ستاسي که نه و دوی لره اوداد یو یا ډېر نر یا ښځه له تاسي یا له بل زوی یا لمسئ یا ور پسې کښته پس که وو دوی ته اولاد پس ده تاسي ته څلورمه
برخه له هغه مال چه پریېښی وي دې ښځو اما دا هم پس له ادا د هغه وصیت دی چه وصیت وکړي دا ښځي په هغه سره یا پس له هغه قرضه چه په دوی د چا پاتې وي او ده دی ازواجو ستاسي لره څلورمه برخه له هغه مال چه يرېیښی وي تاسي که نه وو تاسي لره اولاد یو یا ډېر نر یا ښځه له دوی یا له نورو ښځو پس که وو تاسي لره اولاد پس ده دوی لره اتمه برخه له هغه مال چه پرېیښی وي تاسی اما داهم پس له ادا د هغه وصیت دی چه وصیت وکړي په هغه سره یا پس له هغه قرض چه په تاسي پاتې وي او که وو هغه سړی چه میراث ور څخه وړای سي یعني مړی بې موره بې پلاره او بې اولاده وو یا ښځه وه هم داسي کلاله او حال داچه وو دې کلاله لره یو مادري ورور يا خور مادري پس دي هر یوه له دي ورور او خور شپږمه برخه د ترکې پس که وه وړونه او خویندي د کلاله زیات له یو ورور یا خوره پس دوی شریکان دي په دریمه برخه د ترکې اما دا هم پس هغه وصیت چه وصیت کړه شوی په هغه سره یا پس له هغه قرضه چه په کلاله د چا پاته وي په دی حال چه ضرر رسونکی نه وي دا موصي (وصیت کونکی ) او مقرر په دین یعني نه دي کوي وصیت او بې موجبه اقرار په
دین محض د پاره د کمولو د حصو د وارثانو او زیات د ثلث وصیت دي هم نه کوي دا وصیت دی یعني امر دی تاسو ته د خدای په وصیت کولو سره او خدای ښه دانا دی په نفع په ضرر ستاسي ډېر صبر کوونکی دی چه هیڅ څوک په گناه ژر نه نیسي
يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتيكُمْ فِي الْكَلالَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَ لَهُ أُخْتٌ فَلَها نِصْفُ ما تَرَكَ وَ هُوَ يَرِثُها إِنْ لَمْ يَكُنْ لَها وَلَدٌ فَإِنْ كانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثانِ مِمّا تَرَكَ وَ إِنْ كانُوا إِخْوَةً رِجالاً وَ نِساءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنْثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ أَنْ تَضِلُّوا وَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْء علیم - سورة نساء / آیه ۱۷۶
دغه مبارکه آیه هغه وخت نازل سوه چه حضرت جابر بن عبدالله انصاري مریض وو او رسول علیه السلام یې پوښتني ته ورغلی وو له مبارک څخه یې پوښتنه وکړه چه زه کلاله یم خوندي لرم نو دا مال خپل څه په وکړم ؟؟
طلب د فتویٰ کوي دوی له تا په میراث د کلاله کښي ورته ووایه چه خدای فتویٰ درکوي یعني حکم کوي تاسو ته په
میراث د کلاله کښي که یو سړی مړ شي هغه سړی چه نه وي د لره اولاد نارینه ځکه چه دی محروم کوونکی د خور دی او وي د له یوه خور ( عینیه یا علاتیه ) پس مقرر دی نیم د هغه مال چه پرېیښی دی دا مړي او دا ورور چه دی میراث وړي له خوره درست مال ددی که دا مړه شوه او ورور یې ژوندئ وو که نه وو دې لره اولاد نارینه
ځګه چه دی مُسقِط د ورور دی پس که وي دا خوندی دوه پس مقرر دی دوی له دوه ثُلثه له هغه مال چه پرېیښی دی مړي او که وه وارثان وړونه او خوندي نارینه او ښځي پس مقرر دی هر نارینه ته په قدر د برخي د دوو ښځو
بیانوي خدای تاسي ته احکام د میراث چه مبادا خطانشئ په دې احکامو کښي او خدای په هر شي د مصالحو د
د حیات او د ممات د د عبادو ښه دانا هر امر او نهي په مقتضیٰ په حکمت بالغه سره کوي
..Ahmadzai
18.10.2009
[quote:4106b55802]لېکن دا په پام کي ولرئ چي دا معلومات تاسو نورو ژبوالو ته نه، بلکه خپلو پښتنو ته وړاندي کوئ، نو يا خو يې بېخي مه را وړاندي کوئ، او که يې کوئ، نو ځان ته لږ څه زحمت ورکړئ او په خپله خوږه پښتو يې خپلو پښتنو ته را بېرته کړئ .
[/quote:4106b55802]
باتور صاحب
د حلیمي صاحب د خبرو مشکله د ایتونه په ترجمه کې ده،ژباړه بیخي لفظي ده، چې پښتو عبارتونه یې ډیر رکیک راغلي او مفهوم سم ترې نه آخیستل کیږي، دا مشکل د پښتنو منځ کې عموم لري، خاصتاٌ لرپښتنو کې،
پورتنی متن د لفظی ژباړې یو ښه مثال ده.
خو عموماٌ د میراث باره کې ېې ډیر ښه ایاتونه مخکې کړي
په درنښت[color=red:4106b55802][/color:4106b55802]