د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تر ټولو نعمتونو لوی نعمت

و.افغان
07.10.2009

بسم الله الرحمن الرحيم.
درنو وروڼو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
د الله جل جلاله له ټولو دنيوي او اخروي نعمتونو څخه ډېر لوی نعمت د الله تعالی جل جلاله رضا او خوښي ده، جنت هم له همدې امله غوښتل کيږي چې هغه د الله تعالی جل جلاله د رضا مقام دی، او حق سبحانه و تعالی جل جلاله به په جنت کې مؤمنانو ته هر ډول جسماني او روحاني نعمتونه او خوشالۍ ورکوي، مګر د ټولو څخه لوی نعمت به د حقيقي محبوب دائمي رضا وي، په صحيح حديث کې راغلي دي چې: حق تعالی جل جلاله به جنتيانو ته غږ کوي چې: »ای جنتيانو!« جنتيان به په ځواب کې عرض وکړي »لبّيک«، بيا به پوښتنه وکړي چې »هل رضيتم ـ آيا اوس خوښ شوي يئ؟« جنتيان به داسې عرض وکړي: »ای پروردګاره! ولې به نه يو خوشاله حال دا چې تا خپل انتهايي انعام او مهرباني پر مونږ کړې ده«، بيا به داسې پوښتنه وشي، »هل أعطيتم أفضل من ذلک؟ ـ هر هغه شيان چې تر اوسه پورې تاسې ته درکړی شي دي، آیا د هغو څخه د بل کوم ښه شي د موندلو اراده او غوښتنه لرئ؟«، جنتيان به سوال وکړي چې: »يا الله جل جلاله! له دغو نعمتونو او مهربانيو څخه به بل کوم غوره، اعلی او خورا )ډېر( ښه نعمت وي؟«، دلته به الله تعالی جل جلاله فرمايي: »أحل عليکم رضواني فلا أسخط عليکم أبدا ـ خپله دائمي رضا او خوښي تاسې ته درلېږم، چې له هغه وروسته به هيڅ خفګان او نا خوښي نه وي«.

لوی الله جل جلاله دې خپله رضامندي ځمونږ ټولو په نصيب کړي.
آمين.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more