نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په سوله کی خير دی،
ډاکتر څپاند
06.10.2009
په سوله کی خير دی،
بسم الله الرحمن الرحیم
پریکړه لیک د افغانستان د سولی او بیا ودانولو د پاره د خلکو د استازو پراخ بنسټه جرګه
درنو وطنوالو ، نړیواله ټولنه او د افغانستان بین المللی دوستانو! د افغانستان د خلکو د استازو پراخ بنسټی عنعنوی جرګی خپله لومړنی غونډه د کال 2009 د اکتوبر په لومړی نیټه د کابل د ښار د انتر کانتیننتال په هوتل که دایره کړه. د دغی جرګی په لړ کی د افغانستان د باور وړ استازو چی د مشرانو ، مخورو ، دینی علماو ، د قومونو مشرانو، معیوبینو، د جهاد پخوانیو قوماندانانو ، کوچیانو ، کډوالو، روښان فکرانو او د بهر څخه (720 ) تنو افغانانو پکښی برخه اخیستی ده، د افغانستان په فعلی او راتلونکی حالت او د مخ په خرابیدونکی روان کړکیچ اود هغه د حل په باره کی بحثونه وکړل او د افغانستان د خلکو د استازو پراخ بنسټئ جرګی غړو د دغه پریکره لیک ټول لاندی مواد د رأیو په اتفاق په کامل صورت تصویب کړل ؛ • د افغانستان د سیاسی ، اقتصادی او نظامی جریاناتو هر اړخیزه ، دقیقه کتنه او مطالعه د 2001 عیسوی کال د بن د پریکړی څخه تر ننه په کره کتنی سره ؛ • د بن د موافقتنامو د موادو دقیق او د هغه هر اړخیزه نه عملی کیدل چی په افغانستان کی یی د خلکو او د هغوی د بین المللی دوستانو د پاره د مخ په خرابیدونکی روان بحران اساسی سبب دی ، په جدی پاملرنی سره ؛ • په افغانستان کی د سیاسی ، اقتصادی ، نظامی مشکلاتو او د اوسنی اوضاع څخه د خلاصیدو په خاطر؛ • د افغانستان د خلکو او نړیوالی ټولنی تر منځ د همکارئ او تفاهم د جدی او ښکاره ضرورت په خاطر؛ • په افغانستان او سیمه کی زمونږ د بین المللی دوستانو او نړیوالی ټولنی د انسانی اهدافو په برخه کی د ښه نیت او ژور مسؤولیت د احساس په خاطر؛ • او بالاخره له یوه پلوه د نابودیدو په حالت کی د خپل ګران هیواد د نجات په خاطر او له بلی خوا د افغانستان د وحشتناک کړکیچ څخه د نړیوالی ټولنی د خلاصیدو په خاطر؛
د دغه پراخ بنسټی جرګی ټول غړی د ډاکتر وحید وحید الله د سولی دری پړاویزه وړاندیز چی مکمل متن یی د دغه پریکړی سره یوځای دی ، د هغه ټول مواد په کامل ډول تائیدوی او زمونږ هر اړخیزه پلوی ورسره ده. د افغانستان د خلکو د استازو دغه پراخ بنسټه عنعنوی جرګه په دی وسیله د نړیوالیئ ټولنئ د سترو او لوړو مقامونو ، غړو او مربوطه ټولنو څخه چی فعلاْ په افغانستان کی اوسی ، خاصتاْ د ملګرو ملتو ، د اروپا د اتحادیی ، آیساف او ناتو څخه په عاجله او جدی توګه مخکښی له دی چی وخت له وخته تیر شوی وی غوښتنه کوی چی د داکتر وحید وحید الله د دری پړاویزه وړاندیز چی مرکزی محور یی د یوی عنعنوی انتقالی لویی جرګی جوړیدل دی ، د هغه په عملی کیدو کی په هر اړخیزه توګه بی دریغه مرستی وکړی.
اکتوبر لومړی 2009
انتر کانتیننتال هوتل ، کابل ، افغانستان
--------------------------------------------------------------------------------