د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ډيورنډ کرښه

م ن غروال
19.02.2004

درنو او معززو افغانانو او د لر پښتونخوا خويندو او وروڼوچه حقيقت کي تاسو هم افغانان ياست!
وروسته له سلامو او نېکو هيلو: تاسو به هرومرو اوريدلي وي چه پاکستان نوره د ډيورنډ کرښه په رسميات پيژني او ګواګي افغانستان دې نور پدې هکله ځانته د سر خوږ نه ورکوي٠
آيا ستاسو په آند د يوه لوئ افغانستان جوړېدو يا هم د پښتونستان د آزادېدو امکان شته او که نه؟
په اوسني افغاني سياسي حاﻻتو کي ولې او څنګه دا موضوع د مطبوعاتو په خپرولو کي راپيدا شوه؟
زه تاسو ته پدې هکله بلنه درکوم چه خپل آند روښانه کړئ٠
د لوې افغانستان د جوړېدو په هيله!
په درناوې - ستاسو ورور غـــــــــــــــــــــــروال



ع کريم حليمي
21.02.2004

ښاغلی محترم غروال صيب او درنو افغانانو سلام ٠ ښې هيلې می و منئ ٠
د Sir Henry Mortimer Durand کرښه په 1893/Nov 12 په امير عبدالرحمان خان امظا کړی ٠ په سياسی فشار
او په 1949 د افغان پارلمان در کړه ٠ يعنی 55 کاله ورسته ٠ 55 کاله کيږی چه د افغان/پاکستان/انګريز حکومتونه ئی ګټی ځنی پورته کوی ٠ انګريز ئی په لاس وهنی کټه پورته کوې ٠ افغان/پاک د پښتونستان
په نامه چه خطر دی حکومت خپل شپی او ورځی پر تيروي او ملی مشرانو چارئ ورکوي (جيل)
د امپراتورانو دپاره يو اصل دی چه (ډيواډ ان رول ) انګريزيان کوښښ کوی چه داسی تقسم وکړی چه عمر ئی ور
زر کاله کړی ٠ دا کرښه لکه خالی توپک اؤس د5 نفر ځنی بيريږی ٠ روسيه، افغان، پاک،هند،چين ٠ او يا
لاس پکښی وهی ٠
1 د پاک کټه داده چه پنجاب ته وای چه دادی پښتانه می په چنګ اخته کړی دی ٠
طالبان ئی راپورته کړه ويل ئی دا د پاچا خلګ دی ٠ او د پاچا کورنی ئی هم پاکستان ته راوغښته ٠
طالب او پاچا ئی دواړه تيراسته ٠
2 اوس انګريز واری دی چه ګټه وکی ٠ د کرښی موضع اول bbc راپورته کړه ٠ چه دپښتنو په خوله کی شکر نې
ورکي او پښتانه په ارام کړی ٠ چه دوی تر هغو د شمالی حکومت ورټنګ کړی ٠ ولی چه پښتانه ناکامه سوه
لکه هر وخت چه ناکامه وه او وي به تر هغو چه سياست زده کوی ٠
3 اؤس دهند واری دي ٠ او سوپر پاور دی په اسيا کی او څنګ ته ئی چين پروت دی ٠ چه دهند اهميت ور زياته وي ٠ او هند ته ښه موقع په ﻻس ورغله چه دشمالی حکومت پر شا ټکوي چه مه پريږده د ډيورانډ کرښه
د شمالی دحکومت د پاره هم داښه ساعت دی ٠ چه اوبه خړی کړی او پښتون پکښی ونسی ٠
پختون پريږده چه شکرنی ئی په خوله کی يی چه لوی افغانستان چوړيږی ٠ او هلته د پردی تر شا هند او پاک
د ډيورانډ کرښه په کشمير مالچه کوی ٠ که هند اوپاک موافقی ته سره ورسيده ٠ دهميشه د پاره دغه ضعيفه نقطه دپاک دلاسه نه ورکی ٠ دا الوتکی ئی چه راکړی ٠ دډيورانډ په خاطر
اؤس نو د افغان حکومت ناری وهی دکرښی 100 کاله پور سوه ٠ او سند ئی په ﻻس کی نسته ولی چه دا د زور
سند وو د يوه طرف سند په لاس کی دی ٠ او معاد(تاريخ) نه لری ٠ زورور سړي داسی سند ليکی چه ټوله د ده په ګټه وي٠ دا سند په 1893/Nov 12 امظا سوی دی چه اؤس ئی 111 کاله کيږی ٠
4 د پاک حکومت ته بله کټه پلاس ورغله د شمالی دحکومت سره به چوړه وکړی ٠ او د پاک ازاد پښتانه به تر
پښو ونيسی او راکش بئ کی تر خپل کنټرول ﻻندی راولی د امريکا پيسی او دده مليشه ٠ دپښتنو دا 111 کاله
ازادی بسوه ٠ اودغه حالکی به دافغانستان طبعأ يو ضعيفه حکومت وی ٠ او افغان به کلونه کلون د امريکا
سره قرارداد هر 20 کاله کی نوی کوي ٠ که هر وخت ئی سياست زده کړی ٠ بيابه نو پښتانه داسی حکومت جوړکړی ٠ دده نوبت رارسيږی٠ تردغه نن ماښامه اند ممکن سبا اند تغير کړی وي
حليمي



هيواد شېرزاد
21.02.2004

ټولو دوستانو ته خپل د زړه له کومې سلامونه وايم.
حليمي صيب خورا ښې خبرې په دغه موضوع باندې کړې دي او ډېره روښنايي يې پرې اچولې ده.

د ډيورنډ کرښه چې هر وخت دلرو او برو افغانانو په زړه باندې يو داغ پاتې شوی دی او زمونږ او ستاسې ډېر مشران، پدې ارمان چې دغه ناولې کرښه د منځه يوسي او لر او بر افغانان بيا سره يو ځای کړي،د ارمانونو څخه د ډکو زړونو سره لدې نړۍ څخه تللي دي. د ساري په توګه ملنګ جان، باچا خان او صمد خان يادولای شو.

په دې اخيرو وختونو کې د ډيورنډ د کرښې په هکله خبرې ډېرې شوې دي.
زما په اند چې ددې يو ډېر مهم لامل دا دې چې پاکستان (يا د پاکستان تر شا وﻻړ خلک) غواړي پر افغانانو دغه کرښه رسمي کړي. هغه پدې مانا چې يو څه موده مخکې هم د تورخم سره نږدې د پاکستان د پوځ او افغانانو تر منځ شخړې پيدا شوې وې او ان تردې چې د پاکستان پوځ د ډيورنډ د کرښې څخه څو کيلو متره رااوښتي وو. ددغې تېري يواځنی مرام دا وو چې ګواکې افغان چارواکي به د پاکستان پوځ ته ووايي چې ( تاسې د سرحد څخه را اوښتي ياست) نو دوی به ورته ووايي چې (کوم سرحد؟ ) او پدې توګه به د ډيورنډ کرښه يو سرحد شي او دا به رسمي کړي.
خو،
د خدای ج په مدت به بری د افغانانو وي. همدا اوس هم داسې ځوانان په لرو او برو افغانانو کې شته چې پخپل سر او مال د دغې کرښې ړنګول غواړي.
زه به همدومره ووايم چې:
.............. تر جېلمه مې وطن دې وابه نه وړم
.................................. ای [color=blue:156155eaee]هيــواده[/color:156155eaee] کـــه په دار ځړول کېږم


م ن غروال
23.02.2004

محترم حليمي صاحب او محترم هېواد صاحب سلامونه مې ومنئ
ستاسو له آندڅخه ډيره مننه٠ زه هم درسره موافق يم خو څه چه بايد يادونه يې وکړم هغه دا دي چه اوس محال د نړۍ قدرت هغه څوک دي چه زمونږ يا د پرديو ګټې ندي ورته مطرح؛ بلکه ګام په ګام خپلې ګټې په نظر کي لري٠ پردي چه له خپله لاسه په ړستونو کي راننوتل اوس دهرځای د چيچلو وېره شته٠ که څه هم ددي کرښي رسمي پيژندل دافغانستان حکومت لخوا ﻻس ليک شوې ده اما په هر حالت يوه نا حقه کرښه بلل کيږي چه تقريبا ټول افغان ولس يې کرغېړنه بولي٠
خپله افغانستان په اوسنيو شرايطو کي د کرښې د منځه وړلو لپاره کوم قدرت چه په هغې سره د پاکستان سره سيالي وکړای شي له بده مرغه څه په وس کي نلري٠ که د امريکايانو پلان داسې وي چه نور افغانستان ددوئ شو نو بيا ورته خورا ارزښت لري چه سمندر ته ﻻر پيدا کړي٠ که ټول پښتونستان هم له پاکستان څخه ونه غواړي نو يوه څنډه چه دوئ تل پرته له کومې ستونزې د سمندر له ﻻرې افغانستان ته تګ راتګ وکړي چه دوئ ته به خورا ارزانه پرېوزي ؛ له پاکستانه خپله کړي٠ که څه هم دوئ پدې ښه پوهيږي چه پاکستان پرته له امريکې آرامه ساه به ونلري خو سره لدې هم څومره چه ددوئ په وس ځان لپاره د اسانتياوؤ ﻻس راوړلو امکانات وي هغه به دوئ هرمرو سرته رسوي؛ ځکه خو لدې اړخه غرب د ډيورنډ کرښې خبرې په خپلو مطبوعاتو کي انعکاس ورکړ؛ چه دا يو طرف د مسئلې دي٠
بل طرف د قضيي دا دي چه ممکن امريکا دا پلان ولري چه د تل لپاره افغانستان کي پاتې شي خو پاکستان به هم د راتلونکي لپاره چه تل به دوئ ته د سمندر ﻻره ورکړي هيڅ وخت له ځانه ليري نکړي٠ د هند سره سيالي پرته د غرب په مټ پاکستان ته يوه ﻻجبرانه ممکنه ده چه پدي هم هند او هم افغانستان او غرب ښه پوهيږي٠ نو امريکا پدې ډاډمن دي چه پاکستان که د ځان خير غواړي نو ورته غوره به تل دا وي چه له امريکي سره تل دده په ګټو کي مهم رول ولري٠ له بله طرفه دافغانستان پر مختګ سوکالي د پاکستان تبيت تل خړپړ کوي او د اولس له ملي پاڅون څخه تل وېره لري٠ دۍ پدې پوهيږي چه که دا خړ او ځيږه او وږي پښتانه سره يو موټي شول او د خپل آزادۍ چغه يې پورته کړه نو د مخنيوي به يې بيا اوبه له ورخه تلي وي٠ پاکستان تل زيار کوي چه پښتانه وږي بېسواده او تباهې کندو ته ورسم کړي تر څو خپله ستراژيکي سيمه يعني د پښتونستان سيمه پخپل ﻻس کي ولري٠ نو ددي امکان زيات ليدل کيږي چه هغه پښتانه که لر دي او که بر؛ چه د لوئ افغانستان مينه ورسره ده د غرب په تبليغاتو په نښه او سرونه يې دخاورو ﻻندې کړي چه نور دغږ څوک نه وي چه د پښتونستان يا د يورنډ د کرښې نامه واخلي٠ ځکه امريکا او پاکستان دواړه د يو بل په ﻻزم او ملزوم ښه پوهيږي نو له امريکي نن غواړي چه په يوه ترتيب نوره د کرښې مسئله په افغانستان ﻻس ليک کړي تر څو دده غوږ لدغه څنډې آرامه وي٠
اما را به شو افغان ملت ته: زما په آند که څه هم د غربي قواؤ په موجوديت به افغاني حکومت کامل پخپل واک نه وي خو دکرښي د رسمي پيژندلو لپاره ﻻس ليک فکر نه کوم چه څوک ورته زړه ښه کړي ٠ دومره به وي چه نور به د پخوا پشان دغه مسئلې ته اهميت نه ورکوي او په پټه به يې هرومرو پاکستان ته خاطر ورجمع کړئ وي چه خپل کار دې کوه نور مونږ د کرښې څه نه درسره لرو٠ نو ددغه کرغېړنې کرښې ننې خبرې په غربي مطبوعاتو کي هسې د وخت تېرول او خلک په شکل د اشکالو په هغه او دغه نامو مصروفه ساتل دي چه مونږ ته په خواشينۍ سره پرته له تاوانه بل زېرۍ نلري٠ په درناوې٠ غـــــروال



ع کريم حليمي
05.08.2005

محترم غروال صاحب او محترم هېواد صاحب سلامونه مې ومنئ
دډورانډ خط د پښتنو پر ځګر تيرسوۍ دۍ ٠ چه حقيقت خبره ده او بل داسي مثال
ئې پنجاب دۍ چه هم د پنجاب پر ځګر چاړه تيره سوې ده ٠چه د هندستان تاريخ ئې
پر منځ دوه ځايه کړي ٠ هندستان معنا لاهور ٠ چه ټوله تاريخي افتخارات د هند په
ﻻهور کښي دي ٠ او پاکستان د لاهور افتخارات پر خوله نسي راوړلي ٠
که ئې نوم يادکړي ٠ نو دامعنا چه دهند تاريخ بيانوي ٠
نو دانقل دواړو سياستوالو ته لوی سري درد دۍ
لکه پښتونستان چه زموږ د پاره غم دۍ
او اوس داځم زموږ چپي سياستوالوته چه مطلب مي هم تره کي ، امين ،کارغل
د پښتونستان موضع اصلأ چپيانو پښتنو راپورته کړې وه ٠ او د شاهي کورنۍ د پاره هم په ګته تمامه وه ٠ ولي چه حکومت ، خان خاني بيله دښمنۍ هم نه کيږي
او دروس هم ډيره کټه پکښې وه ٠ او خپلو والو ته هم تشوق ورکاوه چه پښتونستان
او په پاکستان کښي ئې هم ډله برابره کړي وه ٠ او هم ئې د افغان چپيان اوهم د هغه غاړي چپيات په سياسي دوستي اخته کړي وه ٠
کله چه روس افغانستان ته راغلۍ ډيرو د پښتونستان چپيانو خوشهالۍ کولې
ولي چه روس غوښته چه تر افغاستان ورسته سر په پاکسان ننه باسي او تودي اوبه ترلاسه کړي ٠ خوامريکا او تور انګرېز شيطان ته شوله په خوله کي ور کول د هوښيارۍ ٠ پوهيدل .................................
روس خپلو حزبوتهد سبق ور کړي وو چه دواړه طرفه ونيسۍ ٠يوه ډله دي د پښتونستان نارې وهياوبله دي د پښتونستان ږغ نه کوي
روس پوهېدۍ چه اول وار به هغه خلقيان پر قدرت کړي چه د پښتونستان ږغ چه ئې ندۍ کړۍ ٠ کله چه منګولي ښخي کړم نو به چرګ مرګو په حزب ګډه کړم نو به بيا
امين راولو چه د پښتنو د خوباو خيال خبري وکړي چه داپښتونستان زموږ
خو داسي حال ته چاروس پرې نه ښاوه ٠ نو چه وئې ليدل چه امين ئې هم پر تور ايږدي هم پر سره ٠ ولي امين په امريکاکي دواړو ته وعده ورکړې وه ٠ نووپلان بيا بېخي غلط سوو نو ئې سر ورغوټ کړۍ ٠
ښه سياستوال هغه خلګ دي ٠ چه د مخالف په خبرو پوهېږي ٠ نه چه کار شروع سي او ناکامه سي نوبيا حريف پوه سي ٠ اوه د يارانو مطلب داوو ٠ اوووووو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more