د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان؛پرکوم لوري؟/ د یوې نوې کړنلارې اړتیا

حمید هڅــاند
05.10.2009

درنوملګرواووروڼو،سلامونه مې ومنۍ! مخکې له مخکې غواړم له تاسو نه یوه هیله وکړم چې زمادالیکنه په سړه سینه اوارام سوچ ولولۍ اوځوابونه یې هم راته په سړه سینه راکړۍ؛ هیله لرم داحساساتوتردباولاندي موځوابونه رانه ولۍ. [مننه]
زه له کوچینوالي دادبیاتواوژورنالیزم ډېر شوقي وم،نوې شعري ټولګه، ناول،دلنډوکیسوټولګه،مجله او..به تل زماسره پیداکېدل،دژورنالیزم داخوب لاتردوولسمه پوري زماپه سر کې وو خوکله چې زه دوولسم ټولګي ته ورسیدم دا هغه مهال وو چې زموږهېوادکې جنګ جګړوخورازورواخیست اوله بده مرغه ددې اورخاشاک بیادبهرنیانوپرځای زموږ ځپلی مسلمان اولس شو،زه اوس دادب له خیالي نړۍ نه یوڅه لري شوی وم تل به په دې فکرکې وم چې اخر ولي مسلمانان اوپه تېره افغانان دستونزوکوربانه دي،دشعري ټولګې پرځای مي اوس له تاریخ سره مینه زیاته شوې وه اوتل به دتاریخ په پاڼوکې سرګردانه دیوڅه په لټه کې وم اوهغه دهمدې یادي شوې معماځواب وو،دحالاتوپه اړه نوې تبصرې،نوي لیکل شوي کتابونه،نوې لیکني او..داټول به مي کتل خوهیڅ داسي ځواب مي پکي نشوای پیداکولای چې زمازړه پرې لګېدلی وای،په دې لړکي ماپه دې اړوندډېرکتابونه ولوستل اویوه ښکاره پایله یې چې اوس مادرلوده هغه دبهرنیانوبې سارې دښمني وه چې له مسلمانانو سره یې درلوده.
ښایې تاسو ویلي وي چې دانوڅه خبره ده،داخوترلمرروښانه ده چې کافران دمسلمانانوسره سم ندي اونه غواړي چې مسلمانان په سوله کې ژوندوکړي،ددوی دښمني خوموږته په سپېڅلي قرانکریم کې الله(ج)رڼه بیان کړېده .تاسوسم وایاست خودې پایلي هغه وخت ماته یوبل ډول ارزښت درلود،ماته داپوښتنه پیداشوې وه چې دکافرانوله په زبات رسېدلې دښمني سره سره ولي موږ هغوي ته ملګري اودافغانستان ژغورونکي وایو؟
زه دووخبروډېرحیران کړی وم لمړی داچې ولي دافغانستان پوهوکسانو اوسیاستوالوهغوی ته دافغانستان مرستندویان اوژغورونکي ویل اودوهم داچې پخواني جهادي مشران ولي دهغوی ترڅنګ درېدلي ؤ.
ښایې ډېره لږه موده وروسته به وه چې ډېری کسان زماپه شان شوي ؤ،اوس چې به مي مجلوته سرورښکاره کړنویوبدلون مې احساساوو اوهغه داچې دروانوحالاتونه سرټکونه ډېره شوې وه اودبهرنیانوضدلیکني اوس سمي ترسترګوکېدې،شعري ټولګو هم ورو ورودروان بهیرملګرتوب پیل کړی وو،لنډه داچې دامریکاضداحساساتوپه ښکاره زورنیولی وو.
تردې ځایه مې دروانوحالاتودرته وویل اوښایې تاسوهم دحالاتوملګرتوب زماپه شان کړی وي،خوزه یوه پوښتنه کوم اوهغه داچې تاسودې حالاتوته څه ډول غبرګون ښودلی دی، اواوس موپایله څه ده؟
مخکي تردې چې زماپوښتني ته ځواب ووایاست راځۍ له روان کړکیچه یوڅه نورهم خبرشو.
افغانستان غوندي یو هېوادکې دبهرنیانوله شتون سره دناکرارۍ راولاړېدل یوه نه شلېدونکې خبره ده،دامریکایانودراتګ له هماغه لمړیونه لا دبهرانیانوپرضد دټک اوټوک خبرونه خپاره شول،دجهادترنوم لاندي طالبانودحکومت په وړاندي په وسله والي مبارزې پیل وکړ،دجګړودالړۍ هغه مهال لاښه زورواخیست چې زه په دوولسم ټولګي کې وم.
الله (ج) له هرڅه نه سم خبردي موږبه یواځي ظاهري حالاتوته ګورو،هرچاته دخپلي سیمي حالات تربل هرچاښه مالوم دي ،دظاهري حالاتوپه نظرکې نيولوسره راځۍ وپوهېږو ددې مبارزې لوری کومي خواته دی.
دنوي حکومت له پیله بیاترننه پوري چې زماپه سیمه کې څه شویدي ښایې زه به ترتاسوډېرپرې خبریم اوغوره بولم لنډه کیسه یې درته وکړم:
دکرزي دحکومت پوره درې کاله دسولي مهال وو ان تردې چې په ولسوالۍ کې به یواځي دوه یادرې نیمه وسله وال پولیس ول خوبیاهم ټک اوټوک نه وو،همدادرې کاله کې که درغوني اوبیارغوني کارونه شوي وای نوهغه دچاخبره ښه سریې نیوخوله بده مرغه چې هیڅ هم ونشول. طالبان ورو ورو راپیداشول په لمړي سر کې یواځې اوازې وې خووروسته وروسته هرڅه په رښتیاواوښتل،دطالبانوله بیارابرېدوسره سم دحکومت په ځواکونوکې هم ډېروالی راغی،دهري ورځي له نښتي سره دپولیسوشمیرکې ډېروالی راته،مرګ ژوبلي،نښتي ،تښتونې اووېره ورځ تر بلي ډېرېدل،دولسوالۍ شاوخوادپوستواچول هم پیل شول اودښارمنځ کې دشپې پرتګ راتګ بندیزهم ولګید،ورو ورو حالات دومره خراب شول چې له ښاره بهر پرمټرسایکلودشپې کرځبندیزولګېد ،دالړۍ نوره هم وغځېده ان تردې چې کرونده ګروبه دشپې له خوا اوبه نشوای لګولای، دشپې مهال په کلیو کې دڅراغ په لګولولابندیز وو اوکه چالګاوه نو دولسوالۍ له بامه به ورباندي ډزي کېدې.
طالبانودښوونځیودروازې وتړلې اوپه زرګونه زده کوونکي یې له روازده کړو بې برخي کړل او..... که کیسه رالنډه کړم اووایم چې له کولو یې زماموخه ددې مبارزې ارزول دي اوداچې دې مبارزې څومره امریکایانوته زیان واړاوو،یاپه بله خبره ددې وسله والې هاندوهڅې(مبارزې)قربانیان څوک دي؟
ترکومه ځایه چې دبهرنیانوخبره ده نوپه دې اته کلونوکې زموږپه سیمه کې بیخې وژل شوې ندي اوکه وې هم دافغانانو دمرګ ژوبلې پروړاندی هیڅ دي دا په داسي حال کې چې زموږ سیمه یوه له ناکراروسیمو څخه ده.
همدااوس اوس دکلیولاري له ولسوالۍ سره پرماینونوپوښلې اوبندې دي،دکابل-کندهارلویې لارې ته نژدې کلیونه ،له هغونه چې به پرحکومتې ځواکونوبریدونه کېدل خلک وکوچېدل،خلک له وېري اولوږې سره مخامخ دي،دطالبانودجګړې خوراک ډېری بېګناوګړي دي.
نوایادادیرغلګروپروړاندي سم غبرګون دي؟.دې پوښتنې ته ښایې اتیاسلنه خلک دنفې ځواب ووایې.
درنووروڼو،راځۍ دافغانستان دژغورنې په لټه کې شو.
تاسوڅه پایله لرۍ؟
ستاسوپوهیدنه له وضعې نه څه ده؟
افغانستان پرکوم لورې روان دی؟
روانې وضعې ته بایدڅه ډول ځواب وویل شې؟
ایاټوله پړه دبهرنیانوپرغاړه ده اوکه موږ هم ملامت یو؟
ستاسوپه انددحل لاره به څه وي؟
الله(ج) وایې زه به دهغه قوم حالت ته ترهغوبدلون ورنکړم ترڅوهغه پخپله دبدلون غوښتنه اولټه ونکړي.
دې پوښتنوته مې یواځې مه پرېږدۍ،ستاسوهرډول ځواب ماته دقدروړدی.

په درنښت اومنني
حمیدهڅاند/هند


Ghairat
05.10.2009

محترم ورور حمید هڅاند صاحب ته درناوی او سلامونه !
ښکاري چې ستاسې په راتګ سره د ټول افغان یو تکړه لیکوال بل هم په برخه شو، الله تعالی مو د خپل هیواد ملت او اسلام
ته په چوپړکې ډیرې بریاوي او اجرونه په برخه کړه!
داسې بریښي چې تاسې په هیواد کې ددوموره کش مکشونو سره سره خپله بیطرفه نظر او آزاد قضاوت ساتلی دی چې نه
دکمونستانو،نه جهادي تنظیمونو، نه طالبانو اونه د حکومتي ډلو ټپلو تر اغیز لاندې راغلي یاست، بلکې یواځې
د سپېڅلي اسلام، وطن ،ملت او ټولنې د پرمختګ پلوی کوئ!
زما په اند د ستونزوحل هم په همدغو
درې ټکوکې پروت دی چې اسلام ، بل ملتپالنه او دریم پرمختګ دی چې
له ملي ولسواکۍ پرته امکان نه لري!
ستاسې دا پوښتنه چې :
[quote:cf0f9d7df7]دطالبانودجګړې خوراک ډېری بېګناوګړي دي.
نوایادادیرغلګروپروړاندي سم غبرګون دي؟
دې پوښتنې ته ښایې اتیاسلنه خلک دنفې ځواب ووایې.
درنووروڼو،راځۍ دافغانستان دژغورنې په لټه کې شو.
تاسوڅه پایله لرۍ؟
ستاسوپوهیدنه له وضعې نه څه ده؟
افغانستان پرکوم لورې روان دی؟
روانې وضعې ته بایدڅه ډول ځواب وویل شې؟
ایاټوله پړه دبهرنیانوپرغاړه ده اوکه موږ هم ملامت یو؟
ستاسوپه انددحل لاره به څه وي؟
الله(ج) وایې زه به دهغه قوم حالت ته ترهغوبدلون ورنکړم ترڅوهغه پخپله دبدلون غوښتنه اولټه ونکړي.
دې پوښتنوته مې یواځې مه پرېږدۍ،ستاسوهرډول ځواب ماته دقدروړدی[/quote:cf0f9d7df7]
اوس به وګوروچې سم حل د اسلام،ملتپالنې اوملي ولسواکۍ په وحدت کې پروت دی او که نه :
۱ ـــ په دې کې شک نشته چې چې زمونږ وطن اشغال دی او اشغالګر باید وویستل شي!
خوکه روسان راځي او چینایان ، پاکستانیان راځي اوکه ایرانیان، څو زمونږ بهرني دوښمنان راته له هیواده وباسي او پخپله
دهغوی ځای ونیسي، نو دا ډول آزادي به هیڅوک هم قبوله نکړي، چې تش امریکایان په روسانو، ایرانیانو یا پنجابیانو بدل کړي!
نوله دې کبله زمونږپه ملي پاڅون کې باید نه د ایران اونه د پاکستان،نه د روسیې اونه د چین لاس وي!
نو نه یواځې زمونږ د پاڅون هدف ، بلکې د پاڅون لار او بڼه هم باید ملي وي او
ISI, ایراني، روسي ،چيني یا هندي
پوځي استخبارات په کې هډو لاس ونه لري!
اوکه يې ولري نو تر کومې اندازې چې په کې لاس لري، همغومره زمونږ پاڅون ملي هم نه دي او په همغه اندازه دا خبره رښتیا کیږي
چې بیا نو صرف یو اشغالګر پر بل بدلول غواړي او بس!
آیا په دې ډول پاڅون ټول ملت سره متحد کیدای او یو پر بل اعتماد کولی شي؟؟؟؟ معلومدار، نه ! نشي متحد کیدای!
دملي اتحاد لومړی شرط د بهرنیانو د لاسونو قطع کول دي! ځکه خو د کابل اوسنی حکومت هم هیڅکله نه ملي وحدت اونه ملي اتحاد
رامنځته کولی شي، نوتر څوچې بهرنیان په افغانستان کې موجودوي د ملي وحدت کلمه دې په خوله هم نه اخلي او بر عکس
که طالب غورځنګ په هر نامه او پلمه چې وي له آی . اېس . آی . سره د تړاو
له  تورڅخه ځان خلاص نه کړي، دملت دوحدت
او اتحاد غوښتونه هم نشي کولی، پاتې خو لا د ملي اتحاد رامنځته کول!

۲ ـــ د ملي اتحاد او ملي پاڅون دویم شرط دپاڅون له بري څخه د وروسته رژيم د څرنګوالي سره کلکه تړلې دی !
دا په دوه شرطو پوره کیږي :
یو داچې رژیم به ملي او اسلامي وي اوبل : له دیکتاتورۍ څخه به پاک وي!
مونږ پاس ثابته کړه چې افغانان پر یو ضد ملي رژیم
نشي راټولیدای! په همدې ډول ثابته ده ، وه او ثابته به وي چې په یو غیر اسلامي نظام خو هیځکله افغانان سره نه یوکیږي،
د کمونستانو دورې ددې خبرې ښه ثبوت دی!
ولې د دویم شر ط له پوره کولو پرته هم پر یو دیکتاتور رژیم ملي اتخاد نشي کیدای، نوهغه څه چې ددیکتاتورۍ پر ضد
پرې اتخادکیدای او ساتل کیدای شي،
هغه ملي او اسلامي ولسواکي ده ،چې د اسلام،ملت پالنې اوولسواکۍ څخه لاس ته راځي! نو که له بري وروسته راتلونکي
رژيم د دیکتاتورۍ پر ځای د ملي اواسلامي ولسواکۍ ژمنه وکړي،ملت به پرې حتمآ راټول شي!
نوهغه دیکتاتور رژیم چې د ملي اسلامي پاڅون په نتیجه کې رامنځته کیږي ،
د خواجه يين رباني ، حکمتیار یا طالب رژیم
غوندې دملي او لسلامي ولسواکۍ پر ضد دیکتاتور ي رژیم وي، افغان ملت پرې هېڅکله هم نشي راټولېدای اونه د هغه
پاڅون ملاتړکوي چې یوه دیکتاتوري په بله بدله کړي!
له دې کبله د افغانانوملي اسلامي پاڅون باید ضرور ولسواک هم وي او له پرې وروسته د ملي اسلامي ولسواک رژیم
د رامنخته کولوژمندوی وی،نوهله به پاڅون
د افغان ملي وحدت او اتحاد رامنِځته او پر بهرنیانو به بشپړ بري ومومي!
نوملي اسلامي ولسواکي د آزادۍ
اوخپلواکۍ ژمندویه هم ده او د ترقۍ هم !
کهمشر ملا صیب دغه لار ونیسي ، له شک پرته به د آزادۍ پر ملي سیمبول بدل شي
او لکه شمع ګرد ملت به پرې د پتنګانو په څېر راټول شي!
خو که د شخړې یو یا بل لوری ــ او یا یو لوری یې هم ـــ ونه مني، افغان ملت باید دغه اصول پلي کړي او ولسواکه مبارزه وکړي، داسې پراخه غورځنګ رامنځته کړي ، چې دواړه خواوې دسولې، آزادۍ او پرمختګ خواته اړباسي!
ومن الله التوفیق


افغانستان؛ پرکوم لوري؟

حمید هڅــاند
06.10.2009

ښاغلی غیرت ورورجانه ! سلامونه مې ومنه؛ هېله ده روغ اوخوښ به یې.
له دې چې زماپوښتونکې لیکني ته دي ځواب ورکړی دی ډېرمنندوی یم. زماله نوروملګروڅخه هم همداهیله ده چې ځوابونه راکړي ترڅوپه پای کې په یونه یوډول یوې پایلي ته ورسېږو.
په بېسارې مینه
حمیدهڅاند/هند


هیښ
15.10.2009

سلامونه

په افغانستان کې دروانو ناورینونو دراتګ او دهغې علتونه او ددې انساني تراژیدی دمنځه وړلودلارو – چاروراپیدا کول او ددې بحران د ختمولو په هکله په زرهاوو لیکنې او تحلیلونه شوي دي ،خو یوه داسې نسخه چې ددې ناروغئ درمان وکړي او دې شرته دپائ ټکئ کیږدي ،تراوسه نه ده پیدا شوې ،ځکه هغه څوک چې دنسخو دلیکلو او تجویزتوقع ورڅخه کیږی ،په خپله دتعصب ، ځان غوښتنې،ځان پالنې ،ځان ښودنې ،قدرت غوښتنې او پردیو سره دوطن او وولس په سر معامله ګرئ او سوداګرئ د غیر مرئي ناروغیو په ویروسونو مبتلا دي او ددې په ځائ چې دټولنې دمشکلاتو دحل لارې راوباسي دخپلو مرضي او غرضي افکارو په واسطه ئې دټولنې مشکلات نور هم بغرنجتر او مغلقتر کړي دي او دغه انساني فاجعه ئې منځ ته راوستلې ده .
په داسې یوه ټولنه کې چې دخلکو دپوهې ،خبرتیا او اګاهئ کچه په سلو کې ډیره کمه وي ،دټولنې او وولس حرکت ،دحرکت لورئ ،هدف او برخلیک دیوې خاص قشر دلوري چې دتعلیم او سواد نه مستفید وي په انحصارکې وی ،وولس په خپل ځان خبرنه وي او په غیاب کې ئې په هغه او دغه نامه تصمیم نیول کیږی او فیصلې اعلانیږي او د وولسونو نه دیوې وسیلې په توګه د خپلو هدفونو دلاسته راوستلو دپاره کاراخستل کیږی .

زموږ دټولنې دننیوټولو بدمرغیو اصلي عامل پخوانی استبدادي او غیر وولسي رژیمونه وو چې دخلکو دطبیعي او متوازن رشد او پوهې دپاره ئې دخپلو استبدادی ګټو په خاطر خائینانه او ظالمانه تګلاره نیولې وه او وولس ئې
دجهالت او بې
خبرئ په تیارو کې بندي کړئ و .
ترڅو چې داستبداد مخه که ترهرعنوان او نامه لاندې حاکم وي ونه نیول شی دټولني ارامی ،پرمختګ او سوکالي یو خوب دئ چې په واقعیت به بدل نه شي او داستبداد دمخنیوي له پاره دخلکو اراده ،مشوره ،تصمیم او پریکړه دټولو سیاسی،اجتماعی ،اقتصادي او فرهنګي مسائیلو په برخه کې باید په رسمیت وپیژندل شی او دهغوئ دپریکړو پیروی وشي .
وولس هغه وخت ښه فیصله کړئ شي چې په دې ئې سر خلاص شي چې دسیاسي قدرت مالک یوازې په خپله وولس دئ او ددې واک دده سره دئ چې دملک دادارې ،رهبرئ او تنظیم دنده چا ته ،ترڅه وخته او تر کومو شرایطولاندې ورکوي،نه دکومې خاصې اډیولوژي ،مرجع او منبع له لوري مصنوعي ،پوشالي او دروغجن قدرتونه چې په ریا ،تزویر ،زور،اختناق او فریب سره په وولس تحمیل شوي وي . وولس باید دسیاسي – اجتماعي مسائیلو دتشخیص ظرفیت او وړتیا پیدا کړي ، داحساساتو له حاکمیت نه ځان ازاد کړي ،دسیاسي مداریانو او ابن الوختانو په غوړو خبرو او پلاستیکي بې اساسه او بې مفهومه وعدو غلط نه شي او دعقل ، تدبیر،سنجش او پوهې په رڼا کې خپل مسیر،حرکت او هدف تنظیم کړي .دوولس دپوهې ،بیدارئ او خبرتیا وظیفه دهغه چا په غاړه ده چې ځانونو ته پوه ،منور،روحاني او
با خبره وائي ،چې له بده مرغه دغې قشر ددې په ځائ چې په دې برخه کې دوولس خدمت وکړي او خپل ملي ،دیني او افغاني تکلیف دیوه مسؤلیت په توګه درک کړي او دهغې په اجرا کولو کې خپله ایمانداري او صداقت وښئي،په سرونو او ذهنونو کې ئې په وولس دبادارئ او حکومت کولو فکرونه چکر وهي او ددې بادارئ او حکومت کولو هدف ته درسیدو دپاره دپردیود نوکري او غلامئ تر پولې اماده دي .

دا پوښتنه چې [color=white:be7b330349]افغانستان په کوم لوری روان دئ؟ [/color:be7b330349]په د پورې اړه لري چې ددې حرکت محرکه قوه دچا په لاس کې ده؟او ددې حرکت شاته کوم قوتونه قرار لري ؟
که اوسني سیاسي ـ اجتماعی وضعیت ته وګورو ،له یوه لوري په افغانستان کې دغربي امپریالستانو وحشیانه تجاوز او اشغال جاري دئ او په خپله لمن کې ئې دافغانستان جنګي جنایتکاران (مذهبي او غیرمذهبی)،ملي خائینان ،تنظیمي ستمیان،دعامه شتمنیو غله او چپاولګران ، دغربیانو زرخریده نوکران او نور دافغان وولس له خوا رټل شوې څیرې او عناصر راټول کړي دي ترڅو ددې وحشیانه تجاوز اواشغال ددوام ،په زور او ظلم سره دخپل ناولي واک په افغاني ټولنه تپلو ، دافغاني، عقیدوي ،ملي او انساني ارزښتونو او ګټو پایمالولو او دیوه خپلواک او ازاد وولس دغلام کولو غیر انساني وحشتناکه پروسه او پروژه عملي کړي او هررنګه جنایت او قساوت ته تیار دي .
بل لوري ته یو مظلوم ،بې غرضه ،مسکین ،خو په ازادۍ او خپلواکۍ مین ،غیرتي وولس او دهغې اصیل او وفاداره بچیان دخپلو ملي نوامیسو ،ملي مقدساتو ،وطن ،ملي خپلواکۍ او ازادۍنه ددفاع له پاره په ډیره ایماندارۍاو سرښندنه سره دډیرو کمو مادي ،تخنیکي ،مالي او لوژیستیکي امکاناتو سره دشهادت تر مرزه په مبارزه او مجادله لګیا دي .
په تاریخ کې هغه حرکت خپل مزل ته رسیدلئ دئ چې دوولس له لوري ئې تائید او ملاتړشوئ دئ ،نو انشاءالله دافغانستان دخپلواکۍ او ازادۍ حرکت چې دافغان وولس ملي اووولسی حرکت دئ او ددوولس دزامنو له لوري رهبري کیږي ،حتماً دکامیابۍ په لوری روان دئ او دمتجاوزینو او ددوئ دتالي څټو له پاره به افغانستان یا ددوئ ګورستان کیږي او یا به په ټیټو سترګو ددې وطن نه شړل کیږي.

[color=white:be7b330349]دروانې وضعې دځواب له پاره[/color:be7b330349] بې له مقاومته او مبارزې بله لاره نشته .
غربي نوي استعمارګران او اشغالګران نه رحم لري ،نه عاطفه او نه انساني ارزښتونوته ځانونه متعهد بولي ،له دې کبله په زاریو ،نصیحتونو ،التماسونو او ننواتو ددې اشغال مخه نه نیول کیږي ،یوازینئ لاره ئې دسیاسي او نظامي مبارزې جاري ساتل دي ،ترڅو دښمن د افغانستان نه وتلو ته مجبورشي.دمقاومت جبهه باید تقویه شي او ټول په وطن ،دین ،قام او انسانیت مین اشخاص ،ډلې او سازمانونه باید خپل مادي او معنوي امکانات دمقامت دجبهې دښه سمبال ،انسجام او مؤثریت دپاره په کارواچوي.نن ددې وخت نه دئ چې داډیولوژیګانو ،افکارو او نظریو توپیر دمقاومت په جبهه کې د درزونو او خنډونو باعث وګرزول شي ،بلکه یوهدف ،یو ارمان او یو مرام باید تعقیب شي چې هغه دافغانستان نه داشغالګرانو شړل او دخپل هیواد ازادول دي .په اشغال شوی افغانستان کې دهیڅ سازمان ،شخص او ګوند ارزوګانې او خیالونه چې دخپل وولس او وطن په هکله ئې لري نه تر سره کیږي ،مګر باالمقابل په خپلواک افغانستان کې دټولو دپاره دخپلو هیلو دترسره کولو له پاره چانس شته دئ .له دې کبله باید ټول اشخاص ،ډلې او سازمانونه چې په هر فکر او نظر باندې معتقد دي او دوطن او وولس سره دمینې او علاقې ادعا کوي ،زموږ دتاریخ په دې حساسه دوره کې باید خپل ملي ،دیني ،افغاني او انساني اصالت اورسالت ته متوجه شي او دخپل وولس سره دوفادارئ ادعا په اثبات ورسوي.
دمسلحانه مبارزې تر څنګ باید سیاسي مبارزه غښتلې ،فعاله او پراخه شي.سره ددې چې افغانان دداسې وحشي دښمن سره مخامخ دي چې وسیع میدیایي او تبلیغاتي امکانات لري او دمیدیایي ترور او اختناق نه دازادي غوښتونکو قوتونو او وولسونو دبرحقه غږ دخاموشه کولو له پاره استفاده کوي او هر ازادي غوښتونکئ حرکت په فجیع ترین شکل سره ټکوي ،مګر افغانان باید خپل جرئت او ایمان په ازادۍ او استقلال له لاسه ور نه کړي او په هرځائ او هر وخت کې دخپل مظلوم وولس دمظلومیت او حق غوښتنې تصویر دنړئ خلکو ته دمتواترو جلسو ،پریس کنفرانسونو ،مظاهرو او اعتراضونو له لارې وړاندې کړي .هغه شوم ،بې بنیاده او دشیطنت نه ډک تبلیغات چې دغربي استعمارګرانو او متجاوزینو له لوري دافغان وولس او دمقاومت د جبهې په ادرس کیږي ،په خپلو مستندو ،مؤثقو او رښتیني راپورونو او ګزارشونو سره رد او ددوئ دمنافقت او دروغو پالیسي بربڼده او رسوا کړي.

داچې په [color=white:be7b330349]افغانستان کې ددې تراژیدي پړه دبهرنیانو په غاړه ده او که زموږ ؟[/color:be7b330349]
باید وویل شي چې په ننئ نړئ کې هرڅوک خپلې ګټې لري او ددې ګټو دلاسته راوستلو او مطمئن کولو له پاره خپلې تګلارې او پلانونه جوړوی اوترنظامي تجاوزونو پورې ئې عملي کوي ،خو وائې هوښیاران په نورو تجربه کوي او احمقان په خپل ځان باندې.

که دافغانستان تاریخ ته مراجعه وکړو ،نو دا راته واضح ښکاره کیږي ،چې افغانانود هرخارجي استبداد، تهاجم او یرغل په مقابل کې په ډیره میړانه او غیرت سره مبارزه کړي او دډیرو ځانی او مادی تاوانونو په تحمل کولوسره ئې ددوئ ناولئ وجود دخپلې خاورې نه لیرې کړئ دئ .دژوند ټولې ستونزې او مشکلات ئې قبول کړي دي خو دبهرنیانو غلامی او بردګی ئې نه ده قبوله کړې .
لاکن دداخلي استبدادپه له منځه وړلو کې پاته راغلی او د وولس په سرنوشت دیوه شخص ،کورنۍ او یا ډلې له لوري ستم حاکم شوئ دئ ،چې زیانونه او پایلې ئې دخارجي ستم نه کمې نه دي .دداخلي ستمګرانو دحاکمیت له کبله وولس ته دازمینه نه ده مساعده شوې چې دهیواد په مهمترینه مسئله کې چې دنظام جوړونه ،اداره او رهبري ده خپل برحقه سهم ، دریځ،تصمیم او انتخاب ولري .
دداخلي ستم په موجودیت کې دوولسي سازمانونو ،تنظیمونو او ګوندونو دتشکیل ،رشد اوفعالیت مخه نیول شوې او که په دې لاره کې کوم تلاش هم شوئ دمسلط استبداد له لوري سرکوب شوي دي .
سیاسي قدرت چې دوولس حق دئ اودوولس دازادې ارادې او تصمیم په نتیجه کې باید استقرار پیدا کړي ،دزور ،کودتا ګانو ،دبهرنیانو سره په جوړجاړی او سوداګرئ کولو سره دیوموټې اوباشو او سیاسي لنډغرو له لوري غصب شوئ او په ناروا توګه ورڅخه سوءاستفاده شوې ده .دوطنپرستئ،وولس دوستئ ،عدالتخواهئ او ملي ګټو او ارزښتونو نه دحراست او حفاظت دروحیې دتقویه کولو په ځائ دمزدورئ او اجنتئ فرهنګ دترویجولو دپاره کوښښونه روان دي .که دافغانستان په سیاسي مسائیلو کې ښکیل اشخاص او سازمانونه او دهغوئ برخورد او کړنې دملي مسائیلو سره ترنظر تیرې کړو ،نو ښکاره خبره ده چې داوسنیو بدمرغیو منځ ته راتګ ددوئ دخائینانه اعمالو ثمره ده .
دبهرنیانو دپټو او ښکاره مداخلو او تجاوزونو زمینه دموږ دخرڅ شویو غلام صفته او مسخ شویو تش په نامه افغانانو او دهغوئ دجنایتکاره بانډونو په وسیله برابره شوې ده .
دا دموږ خپله بې غوري او کم ظرفي ده چې دیوې شریکې خاورې ،شریک کلتور ،شریک تاریخ ،شریک مقدساتو اوشریک وطن په لرلو سره دیوه شریک مرام ،شریک هدف ،شریکې طرحې او شریکو ملي ګټو په تعریف او ټاکلو کې شریک تدبیر ،شریک تصمیم او شریک اقدام نه شو کولائ او خپل سرنوشت مو دیوشمیر جانیانو او خائنانو په لاس ورکړئ چې پرې لوبې وکړي.
بناءًدخارجیانو دتجاوز،لاسوهنواو جنایتونو پړه دداخلي ستمګرانو او خائینانو په غاړه ده .دا زموږ خپل ضعیفوالئ او انفعالي حالت دئ چې دپردیو دتاخت وتازاو ملنډو دپاره مو شرایط برابر کړي دي.افغانان باید په خپل ځان او نفس باندې تکیه وکړي او دخپلو مشکلاتو دحل دپاره دخپل وولس سره دمشورې ،مفاهمې اواحترام لاره ونیسي او دا باید درک کړي چې په پردیو لاسونو ماران نه وژل کیږي.

[color=white:be7b330349]ددې تراژیدي او وحشت نه دخلاصون اودموجوده مشکلاتو دحل دپاره[/color:be7b330349]
په لمړي قدم کې دمتجاوزګرانو او اشغالګرانو لاس لنډول زموږ دپاکې خاورې نه دي .
دبهرنيانودوحشیانه تجاوز او اشغال دختمولو او دخپل وطن دازادولو له پاره باید ټول اشخاص ،ډلې ،سازمانونه،ملي ،ملي قوتونه او تحریکونه که په هرفکر او عقیده دي او دوطن ازادي او ملي ګټې ورته ارزښت لري باید دمقاومت دجبهې په لیکو کې بسیج او تنظیم شي او په یوه سر تاسري اتحاد او همکارئ سره خپله ایماني او وجداني وظیفه دخپل وطن ،وولس او تاریخ په مقابل کې اجرا کړي .دمبارزې دټولو اشکالو او امکاناتو نه ګټه پورته کړي او په صداقت او اخلاص سره دافغانانود بربادشوې ابرواو عزت دخوندي کولو له پاره په ګډه کار وکړي .ددښمن په مکاریو او شیطاني توطئو او تبلیغاتو دمقاومت دجبهې په اسلامي توب ، وولسی توب اوملي توب کې بې بنیاده او بې ثبوته شکونه ونه کړي.
هیڅ سیاسي ـ اجتماعي حرکت د نیمګړتیاوو ،اشتباوو او خالیګاوو نه خالي نه دئ او تل د دنظر دخاوندانو،خیرغوښتونکو او مصلحینو سالمو مشورو،انتقادونو او نیوکو ته ضرورت لري ،ترڅو په خپل برخورد ،رویه او تګلاره کې بریالي او دلویو زیانونو او ناکامیو سره مخامخ نه شي،خو نیوکې او انتقادونه باید سازنده اومستند وي او دمقاومت دجبهې دتوهین او سپکوالي په منظور دپردیو په اشاره صورت ونه نیسي .
نن باید هر واقعي افغان دمقاومت دجنګیالیو په شهامت ،میړانه ،فداکارئ او شهادت طلبئ افتخار وکړي چې په ډیرو سختو شرایطو کې دداسې یوه دښمن سره چې دوسلو ،پیسو،تخنیک اوتکنالوجۍ بې شمیره امکانات ئې په اختیار کې دي په تش لاس او لوڅو پښو دخپلو ځانونو په قیمت په مبارزه لګیا دي او دخپل قوي ایمان او راسخ عزم په برکت ئې دازاۍ غوښتنې سنګر کلک ساتلئ او ددښمن پلانونه ئې دخاورو سره برابر کړي دي.داچې دامبارزه دحق اوباطل په منځ کې ده او دا ا لهي وعده ده چې حق به په باطل کامیابه کیږی او باطل به له منځه ځي.که دخدای (ج) رضا وه په ډیر نږدې وخت کې به دافغان وولس دخپلواکۍ دحاصلولو ارمان پوره شي او اشغالګران به تیښتې ته مجبور شي.

په دوهم قدم کې ددې دپاره چې بیا زموږ دشهیدانو وینې هدر ولاړې نه شي ،دخارجي ستمګرانو په ځائ داخلی استبداد حاکم نه شي باید دیوه داسې نظام دجوړولو له پاره اوږدمهاله ،متواتره اونه پخلاکیدونکې مبارزه وشي چې دزور او استبداد کلتور ته خاتمه ورکړي.ټول اشخاص،سازمانونه ،تحریکونه او ګوندونه چې سیاسي فعالیت کوی باید دا حقیقت درک کړي چې دسياسي قدرت اصلي ،اخري او واقعی منبع وولس دئ،یوازې دوولس په تائید اوتاکید سره کولائ شي خپل پلانونه دعمل په ډګر کې
پیاده کړي . په توطئو او اسلحو سره دسیاسی قدرت د لاسته راوړلو او په زور په خلکو دحکومت چلولو زمانه تیره شوې ده . که څوک په همغه زړو طریقو او ماجراجوئئ دسیاسی قدرت دلاسته راوستلو هڅه کوي باید په دې پوه شي چې دا کوږ بار تر مزله نه رسیږي او خپل قبر په خپلو لاسونو ځان ته کیني او دملي ګټو او ملي ارزښتونو په سر تجارت کول او قدرت ته ځان رسول ملي خیانت دئ اوملي خیانت یو نه بښونکئ جرم دئ چې دوولس له لوری به مجازات کیږي.

همدارنګه افغانان باید دا زده کړي چې ټولنه یو کالبود نه دئ چې په سیاسي ،اجتماعي ،اقتصادي او فرهنګي مسائیلو کې یوشان نظر ولري .ټولنه دملیون هاوو افرادو نه چې هریو ئې ځانګړئ مغز او فکر لری تشکیل شوې ده . که هریو په دې اصرار وکړي چې زما فکر اونظر حق دئ او نورئې باید ومني نو ابدي جنګ به په ټولنه کې جاری وی ،خو نه انسان دابدي جنګ حوصله لري او نه ټولنه باید دجنګ ډګر وګرزي ،له دې کبله دلته دزغم ،تحمل او تولیرانس دکلتور زده کړه او عملی کول دعقل او سالم تفكر تقاضاده چې باید ومنل شي.

مننه


pattang
15.10.2009

هيښ صيب خبرې دې ډېرې ښې ليکلې دي افرين !
خوستا ليکنې لکه نورې په سلګونو ليکنې کوموته چې تا سو پخپله هم اشاره
ورته کړې ده تر اوسه پورې دحل يوه واحده دياګنوزه نده وړاندې کړې او دحل شروع
خو لا څکوې !
زه يو سوال لرم :
- ولې د افغانستان روڼ اندي (?) دمقاومت څنګ ته او يا ترې جلا د هيواد دازادي
لپاره عملي ګامونه نه اخلي ?٠ هغوی چې پر دې هکله ليکي و لې په ميدان
کې ندريږي او عملي بڼه نه ور کوي  ?
ايا داسې کار دوخت ضايع کول او اخلاقي ضعف ندی ?
هغوی چې په داخل کې ژوند کوي ، په خپل ټوک پورې حيران دي خو
ځينې ځوانان چې په خارج کې په نس ډک بابولالې بولي ولې د اشغال شوي
افغانستان ،دمور ، پلار ، نيکه او اجدادو په خاطر کوڅوته نه  وزي ?
ولې تش په خوله نارې وهي اوچې عمل ته يې را بولې نو بيا به سل پلمې کوي
ايا داسې يو عمل کلتوري او اخلاقي وروسته پاتېوالي ندي ?٠

ماته يوه سړی وايې (زوړ ديپلومات او مکتبي ) "چې ما څو کتابونه په پاړسي
ليکلې چې رباني او نور پا ړسيبانان پرې پوه شي او که ته په نړۍ وال اقتصاد
پوهېږې اوماته څه راوليکې نو ستا نوم ته به هم په خپل کتاب کې ځای ورکړم "
زه چې دې کاروته ګورم داسې نتيجه ترې اخلم :
داټول خلک خوشې خپل ايمانونه خرڅي او رخنډونه جوړوي٠
دافغانستان په تاريخ کې ټول خيانت دروڼ انديو له خوا شوی او اوس هم روان
دی الله دې دا ځله دهقانان موفقه کړي٠


..Ahmadzai
16.10.2009

السلام عليكم

[quote:7cb5e8ae23]نن باید هر واقعي افغان دمقاومت دجنګیالیو په شهامت ،میړانه ،فداکارئ او شهادت طلبئ افتخار وکړي چې په ډیرو سختو شرایطو کې دداسې یوه دښمن سره چې دوسلو ،پیسو،تخنیک اوتکنالوجۍ بې شمیره امکانات ئې په اختیار کې دي په تش لاس او لوڅو پښو دخپلو ځانونو په قیمت په مبارزه لګیا دي او دخپل قوي ایمان او راسخ عزم په برکت ئې دازاۍ غوښتنې سنګر کلک ساتلئ او ددښمن پلانونه ئې دخاورو سره برابر کړي [/quote:7cb5e8ae23]

دغه کار خو ما کړی وو، خو هغه وخت تر تا پورې او نور وروڼو راباندې ډیر ې نیوکې کړې وې.

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4524&postdays=0&postorder=asc&start=0

هیښ صاحب ستا دغه لیکنه مې ډیره خوښه سوه، خدای دې ستا په قلم برکت وکړي
اباد او کامیاب اووسې.

په ډیر درنښت
احمدزی


منلی
16.10.2009

ټولو وروڼو سلامونه !!!
ما شاء الله ټولو لیکلولانو ښه وړاندیزونه کړی خو پوره کوی به یی څوک اصلی پوښتنه همدا ده .
په اوس وخت کی مونږ افغانان یو اشغال شوی قوم یوو ، مونږ په خپل ملک کی غلامان یو ،مونږ سره هیڅ رنګه قوت او طاقت نشته ، مونږ څنګه وژل کیږو او څنګه دکیماوی وسلو په مینځ کی پیدا کیږو په دغه خپل قسمت هیڅ اختیا ر نه لرو ،زمونږ ځوانان که دامریکا غلامی کوی دمادی له لحاظه ښه ژوند لری او که څوک یی غلامی نه کوی هغه بیچاره یا سودایی کیږی او یا طالب کیږی ولی چی مونږ سره داسی هیڅ شی نشته چی دغه ځوانانو ته یی ورکړو چی دوی پری ډاډه ژوند تیر کړی .
زه اوس ډیر داسی ځوانان پیژنم چی زما دغه خبری هسی بکواس ګڼی ولی چی هغوی ددغه حکومت له فایدی نه آګاه دی او دغه حکومت زمونږ ملک ته امریکایانو راوستی ددوی په فکر امریکا ظالمه نه بلکی مهربانه آقا ده
او بل طرف ته داسی پتنګان هم شته چی دهیچا پروا نه کوی او هیچا ته به د اجازه ورنه کړی چی ددوی خاوره اشغال کړی
دموضوع رخ لږ شان رانه بلی خوا ته لاړه خو همدغه حقیقت ده چی وایی دو په سوڼډو کیږی


باتور
16.10.2009

ټولو ته د سلامونو د وړاندي کولو تر څنګ،

اقتباس:
[color=white:af7459e6c6]. . . . ولې د افغانستان روڼ اندي (?) دمقاومت څنګ ته او يا ترې جلا د هيواد دازادي لپاره عملي ګامونه نه اخلي ?٠ هغوی چې پر دې هکله ليکي و لې په ميدان
کې ندريږي او عملي بڼه نه ور کوي ?
ايا داسې کار دوخت ضايع کول او اخلاقي ضعف ندی ?[/color:af7459e6c6]

پتنګ وروره، ايا همدا څه چي ته، زه او نور وروڼه يې دلته په ټول افغان او يا په نورو پاڼو کي له کلونو راهيسې کوو، مقاومت او جهاد نه دی؟

مقاومت او جهاد خو صرف په توره او ټوپک نه وی، اشغالګر د ټوپک د زور تر څنګ له قلم نه هم کار اخلي او همدا د دوی د پياوړتوب اساسي علت دی، غربي مېډيا ټوله د اشغالګرو په لاس کي ده، صرف هغه څه چي د اشغال د دوام لپاره مؤثر وي خلګو ته يې ور ښکاروي.

رسول )ص( ويلي: جاهدوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم .

د جهاد او مقاومت لپاره څومره چي اسلحه ضروري ده، په هماغه اندازه ژبه او قلم.
اشغالګرو مخکي له دې چي د افغانستان او عراق اشغال ته را ووځي، د ټولي نړی مېډيا يې تر خپل کنټرول لاندي کړه. . يواځي دا انترنت پاته دی، د هغه په کنټرول او سانسور هم لګيا دي . .

لازمه نه ده چي زموږ ټول وروڼه لستوڼي ور ونغاړي، پايڅې ور پورته کړي او په مستقيمه توګه د جهاد په ميدان کي ور ګډ سي. . دا دلته يا هلته چي موږ د اشغالګرو، ګوډاګي نظام او د ستميانو له جناياتو څخه هر يو د خپل توان په اندازه، کله نا کله پرده پورته کړو، همدا په خپله په مقاومت او جهاد کي په پراخه توګه برخه اخيستل دي .

يوه بله موضوع هم ده، هغه دا چي زموږ خلګ په يو بل اعتماد نه لري، علت يې هم د کلونو کلونو خپلمنځي جګړو او د نورو ملکونو د استخباراتي دفترونو جلب او جذب دی، نو احمد له محموده ډارېږي، او محمود له احمده.

جګړه هم په ډله ائيزه توګه کېږي، او هم په انفرادي او چريکي توګه . مهم دا دی چي موږ له مقاومت نه لاس وا نه خلو، او هر يو د خپل سواد، عقل او مالي توان په اندازه پکې برخه واخلو. .

په درنښت


pattang
16.10.2009

باتور خانه هو د افغانانو دخبرولو اولمسولو لپاره ليکنې ښې دي خو په اروپا کې
اکسريت کمونستان ، افغان ملتيان او دهغوی ځوان نسل پراته دي که نغارې هم
ورته ووهې ، خپل غوږونه کاڼه اچوي٠
پرمونږ باندې هېواد حق لري مونږ يوه ورځ هم  دهېواد دازادۍلپاره لکه ترکان
،کردان ، اېرانيان اونور ډېر ،کوڅې ته ونوتلو او خپلې چېغي مو ونه ايستلې تر څو
چې خلق پوه شي چې نه يوازې طالبان دې چې دازادي لپاره جنګيږي بلکې نور
ملت او غيرې طالب قشر يې هم خپله ازادي غواړي اوداشغالګرو دروغ
اودسيسه مو ښه دې دوی په ژبو افشا کړې وی ٠
که مونږ يوه سياسي پته دافغانستان د ملي ګټو او د ازادۍ په نامه لرلی نو بيا به
مو ډېر سياسي کارونه کړي وو او اولسونه به مو خبر کړي وو چې په افغانستان کې
جنګ ناروا او يواځې افغان وژنه ده اوبس .
که څوک افغان ځان بولي بيله سياسي عقيدې او اختلا فاتو دملي ګټو دساتلوپاره
حتمي بايد له نورو سره څنګ پر څنګ ودريږ ي اوخپله ازادي وغواړي٠
مونږ بايدجهاد داروپايې دولتنو د اساسي قانون په چوکاټ کې وکړولکه :
(مظاهرې، دبيان او قلم ازادي اونور ) ٠ خو متاسفانه لرګي لامده دي هر څومره
چې ورته پوکمه دوی  اور نه اخلي٠

[quote:e0ae1042f3="باتور"]ټولو ته د سلامونو د وړاندي کولو تر څنګ،
اقتباس:
[color=white:e0ae1042f3]. . . . ولې د افغانستان روڼ اندي (?) دمقاومت څنګ ته او يا ترې جلا د هيواد دازادي لپاره عملي ګامونه نه اخلي ?٠ هغوی چې پر دې هکله ليکي و لې په ميدان
کې ندريږي او عملي بڼه نه ور کوي ?
ايا داسې کار دوخت ضايع کول او اخلاقي ضعف ندی ?[/color:e0ae1042f3]

پتنګ وروره، ايا همدا څه چي ته، زه او نور وروڼه يې دلته په ټول افغان او يا په نورو پاڼو کي له کلونو راهيسې کوو، مقاومت او جهاد نه دی؟

مقاومت او جهاد خو صرف په توره او ټوپک نه وی، اشغالګر د ټوپک د زور تر څنګ له قلم نه هم کار اخلي او همدا د دوی د پياوړتوب اساسي علت دی، غربي مېډيا ټوله د اشغالګرو په لاس کي ده، صرف هغه څه چي د اشغال د دوام لپاره مؤثر وي خلګو ته يې ور ښکاروي.

رسول )ص( ويلي: جاهدوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم .

د جهاد او مقاومت لپاره څومره چي اسلحه ضروري ده، په هماغه اندازه ژبه او قلم.
اشغالګرو مخکي له دې چي د افغانستان او عراق اشغال ته را ووځي، د ټولي نړی مېډيا يې تر خپل کنټرول لاندي کړه. . يواځي دا انترنت پاته دی، د هغه په کنټرول او سانسور هم لګيا دي . .

لازمه نه ده چي زموږ ټول وروڼه لستوڼي ور ونغاړي، پايڅې ور پورته کړي او په مستقيمه توګه د جهاد په ميدان کي ور ګډ سي. . دا دلته يا هلته چي موږ د اشغالګرو، ګوډاګي نظام او د ستميانو له جناياتو څخه هر يو د خپل توان په اندازه، کله نا کله پرده پورته کړو، همدا په خپله په مقاومت او جهاد کي په پراخه توګه برخه اخيستل دي .

يوه بله موضوع هم ده، هغه دا چي زموږ خلګ په يو بل اعتماد نه لري، علت يې هم د کلونو کلونو خپلمنځي جګړو او د نورو ملکونو د استخباراتي دفترونو جلب او جذب دی، نو احمد له محموده ډارېږي، او محمود له احمده.

جګړه هم په ډله ائيزه توګه کېږي، او هم په انفرادي او چريکي توګه . مهم دا دی چي موږ له مقاومت نه لاس وا نه خلو، او هر يو د خپل سواد، عقل او مالي توان په اندازه پکې برخه واخلو. .

په درنښت[/quote:e0ae1042f3]


باتور
17.10.2009

پتنګه وروره!

ترکي کــُردان يا هغه ايرانيان چي د خمينيانو د نظام په ضد دي، دا دېرش څلوېښت کاله کېږي چي د اروپا او امريکا په ښارونو کي مظاهرې کوي، لېکن څوک د سپي په شان اهميت هم نه ورکوي او تر اوسه يې له هيڅ نه پرته کوم بل شی نه دي حاصل کړي . . دا يې يوه،

ـ بله دا چي، هغه وخت چي افغانان د اروپا او امريکا په مرسته د روسانو د اشغال په ضد جنګېدل، په هغه وخت کي په خپله امريکايانو او اروپايانو افغانان را پارول او سړکونو ته يې را ايستل، تر څو چي د روس د اشغال په مقابل کي خپل دريځ ته مشروعيت ورکړای سي.

اوس خو خبره د پخوا په شان نه ده، اروپايانو په خپلو اساسي او په بين المللي قوانينو پښه کېښوده او زموږ د وطن د اشغال لپاره يې د امريکې د دولت ملا ور وتړله او له هغوی سره يې په ګډه زموږ خاوره اشغال کړه، نو زما او ستا د تورو سترګو په خاطر به دوی د امريکې دوستي ته شا ورته کړي؟

بله دا چي: دوېدو را ويښول آسان او ممکن کار دی، لېکن د هغو چي ځان يې په ويدو وهلی ، د هغو را ويښول او را پارول سخت څه چي ناممکن کار دی .

خبري ډېري وخت کم .

په درنښت


pattang
17.10.2009

باتوره وروه !
مونږ غواړو چې داشغالګرو ملتونه ، اولسونه پر دې ناروا خبر کړو څکه حکوتونه يې  خپلو اولسونوته طالبان وحشيان او ترو ريسان معرفي کوي او دوی وايې چې عساکر يې هلته ابادي کوي او دافغانستان دباندې او دننه تعليم يافته خلک ټول داشغال ملګري او طالبان نغواړي ٠ ددې پرو پاګندې په مقابل کې که چېرې مونږ بې ژيرې طالبانو خپله دفاع کړې وی نو اولسونه يې پوهېدل او غال
مغال جوړېده، نو ليدل يې چې په ژبه اوقانون پوهه بې ږيرې طالبان هم شته ،
له بلې خوا به مونږ د مقاومت له څنګه د سولې څرنګه والی د خپلو هلو ځلو په کچه
مخ ته اچولې وو٠ دساري په توګه روابط له هغو ګروپونو سره چې داشغال پر ضد
دي .
[color=brown:fca44b3e8f]باتوره !
پلار خو حتمي مسجد ته ځي ،ځکه چې دکلي ملا ، مړی ژوندی ا و سيالداري لري
خو که ځوان ځوی يې هم ورسره لاړ شي او دخپل پلار له څنګه سره په جمع ودريږي
نو څومر ه خوندکوي ا و دقوي سيالانو په منځ کې ځای پيدا کوې او په درناوي ورته
قائيلېږي٠
مونږ دچا په څنګ کې ولاړيو ?? [/color:fca44b3e8f]

[quote:fca44b3e8f="باتور"]پتنګه وروره!

ترکي کــُردان يا هغه ايرانيان چي د خمينيانو د نظام په ضد دي، دا دېرش څلوېښت کاله کېږي چي د اروپا او امريکا په ښارونو کي مظاهرې کوي، لېکن څوک د سپي په شان اهميت هم نه ورکوي او تر اوسه يې له هيڅ نه پرته کوم بل شی نه دي حاصل کړي . . دا يې يوه،

ـ بله دا چي، هغه وخت چي افغانان د اروپا او امريکا په مرسته د روسانو د اشغال په ضد جنګېدل، په هغه وخت کي په خپله امريکايانو او اروپايانو افغانان را پارول او سړکونو ته يې را ايستل، تر څو چي د روس د اشغال په مقابل کي خپل دريځ ته مشروعيت ورکړای سي.

اوس خو خبره د پخوا په شان نه ده، اروپايانو په خپلو اساسي او په بين المللي قوانينو پښه کېښوده او زموږ د وطن د اشغال لپاره يې د امريکې د دولت ملا ور وتړله او له هغوی سره يې په ګډه زموږ خاوره اشغال کړه، نو زما او ستا د تورو سترګو په خاطر به دوی د امريکې دوستي ته شا ورته کړي؟

بله دا چي: دوېدو را ويښول آسان او ممکن کار دی، لېکن د هغو چي ځان يې په ويدو وهلی ، د هغو را ويښول او را پارول سخت څه چي ناممکن کار دی .

خبري ډېري وخت کم .

په درنښت[/quote:fca44b3e8f]


مینه پال
21.10.2009

دصليبيانوتروتلووروسته هیلې اواندېښنې

درنوافغانانواسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

دادمولوي محمدغفورپېروزپه لاس لیکل شوی لیکنه ده چه مادتوری بوړی له پاڼی نه راواخیسته.
--------------------------------------------------------------------------
داته کلن صليبي يرغل ترپوره کېدووروسته اوس تربل هروخت داهيلې پرډېرېدودي چي نړيوال صليبي دجالي اوطاغوتي ځواکونه به ان شاء الله ډېرژردافغانستان په اسلام پاله خاوره کي داسي ماتې خوري چي ترچنګېزيانو،انګرېزانواوروسانوبه هم ډېره له شرمه ډکه اورسواکوونکې وي خوله دې ټولو هيلواواميدونوسره سره له ځينوخلکوسره داسي اندېښنې شته چي که يرغلګرمات شي اووتښتي نوايابياخوبه داسي حالت نه رامنځته کېږي لکه په نويمه لسيزه کي چي دروسانوتروتلووروسته رامنځ ته شوی ووچي له امله يې که په پایله کي له يوې خوادشهيدانو،يتيمانو،کونډو،بنديانواوکړېدلو هيوادوالوټول اميدونه له خاوروسره خاوري شول نوله بله پلوه هم هيوادويجاړشو،هم جهادسپک شواوهم موپه نړيواله کچه ترلاسه کړي ټول امتيازات له لاسه ورکړل .

داسي اندېښنې که له يوې خوابې ځايه نه دي له بلې خواددښمن له لووري هم هواورکول کېږي ځکه هغوئ دداسي شکونواواندېښنوپه خپرولوغواړي نړيوالواوافغاناننوته وښيي چي افغانان په خپله دامنيت راوستو،حکومت کولواوځان ساتنې وړتيانه لري همداوجه ده چي کله ديرغلګرودوتلوخبره مطرح شي نوهغوئ سمدستي وايي چي که دوئ ووزي نودلته به بياخپل منځي اوکوورنۍ جګړې رامنځته شي،هيوادکي به بياګډوډۍ جووړه شي اوهرځای به ملېشې خپل سري اقدامات کوي له همدې وجې موږاړيوچي دلته پاتي شوڅوبياهغه د۱۹۹۰ م حالات تکرارنه شي .

خوله دې سره سره ديرغلګروترتېښتي وروسته دحالاتوپه اړه شکونه اواندېښنې بې ځايه هم نه دي ځکه همدااوس صليبي ځواکونه اودهغوئ چپړاسيان په دې لټه کي دي چي په مخامخ جګړه کي ترماتې وروسته ځانته يوبل داسي محاذپيداکړي چي په هغه کي دافغانانوپه لاس خپلوموخواواهدافوته ورسېږي دډېرومواردوپه اړه داسي شواهدترلاسه شوي دي چي بېلابېلي پټې کړۍ غواړي لومړی تروسه وسه دمجاهدينوپه ليکوکي دبې باورۍ، اختلافاتواوعدم اعتمادپه رامنځته کولوداسي فضااوحالات پيداکړي چي هيڅکله په افغانستان کي يوپياوړی مرکزي اسلامي حکومت پرپښوونه درېږي،صلیبيان چي ترشايې نړيوال صهيونسټي ايجنټان اودجالي قوتونه ولاړدي هيڅکله نه غواړي چي په ګرده اسلامي نړۍ کي داسي حکومت رامنځ ته شي چي اساسي قانون يې قرآن کريم،قضايه،مقننه اواجرايه يې داسلامي شريعت په رڼاکي پرمخ ځي،هره چاره اوکړنه يې پرکتاب اونبوي سنت ولاړه وي له همدې امله صلېبيان په دې تکل دي چي له همدې اوسه په بېلابېلونومونوځان ته داسي اجيران پيداکړي چي ترمستقيم اشغال وروسته ددوئ اهداف تعقيب او پلي کړي .

پرهمدې بنااړينه ده چي دجهادي يون چارواکي همدااوس داسي تګلاره تعقيب کړي چي دبرياپه صورت کي دمکاردښمن هره چلوټه اوشيطانت شنډشي،په هيوادکي دښمن اودوست وپېژني،داسلامي نظام دنفاذپه لاره کي بالقوه خطرونه درک کړي اوداسي کدرونه پيداکړي چي هم دچاروپه سمبالښت پوهېږي اوهم په سمون ،دهيواداواولس خواخوږی وي،لومړيتوبونه اودخلکود ذهنواوزړونوترلاسه کولولپاره کاروکړي،اقتصادي،تعليمي،ټولنيزې اوکولتوري چارې په سم ډول پرمخ بوزي ترروابطوطوالطوته ژمن وي اوپه دې هڅه کي نه وي چي تراسلامي اوملي ګټودخپل ځان رشداوشهرت ورته معتبروي .

دجګړې ګټل دومره ستونزمن نه دي لکه ساتل،داسلامي نظام دراوستلوخبرې اسانه دي خوپه عملي بڼه دهغه نفاذڅه اسانه خبره نه ده ، ځکه دښمنان له بېلابېلولاروهڅه کوي چي دافغان مجاهدملت داقربانۍ هدر،بې ځايه اوضائع شي دنړۍ په هيڅ ګوټ کي مسلمانان په دې بريالي نه شي چي په رښتنې بڼه اسلام پلی اوعملي کړي له همدې کبله لازمه ده چي سرله اوسه ټول هغه کسان چي له اسلام اوهيوادسره خواخوږي لري له يوبل سره لاسونه ورکړي،په ګډه کاروکړي،ديوبل ترتېروتنوتېرشي اوپه ډېراخلاص دشهيدانو،ارمانونه،دکونډوهيلې،ديتيمانواميدونه اودټولومسلمانانوارزوګانې ګل اووساتي څوداسلامي امت په ځانګړي ډول دافغان مجاهداولس دناخوالودااوږدبهيرپای ته ورسېږي اودهردښمن،دسيسې شنډې اوله منځه يووړل شي .
په پښتني مینه


و.افغان
22.10.2009

سلام علیکم .
دروند هڅاند صاحب له دې قيمتي ليکنې مو ډېره مننه.

[quote:16cc52bcdc]
دجګړې ګټل دومره ستونزمن نه دي لکه ساتل،داسلامي نظام دراوستلوخبرې اسانه دي خوپه عملي بڼه دهغه نفاذڅه اسانه خبره نه ده ، ځکه دښمنان له بېلابېلولاروهڅه کوي چي دافغان مجاهدملت داقربانۍ هدر،بې ځايه اوضائع شي دنړۍ په هيڅ ګوټ کي مسلمانان په دې بريالي نه شي چي په رښتنې بڼه اسلام پلی اوعملي کړي له همدې کبله لازمه ده چي سرله اوسه ټول هغه کسان چي له اسلام اوهيوادسره خواخوږي لري له يوبل سره لاسونه ورکړي،په ګډه کاروکړي،ديوبل ترتېروتنوتېرشي اوپه ډېراخلاص دشهيدانو،ارمانونه،دکونډوهيلې،ديتيمانواميدونه اودټولومسلمانانوارزوګانې ګل اووساتي څوداسلامي امت په ځانګړي ډول دافغان مجاهداولس دناخوالودااوږدبهيرپای ته ورسېږي اودهردښمن،دسيسې شنډې اوله منځه يووړل شي .
په پښتني مینه
[/quote:16cc52bcdc]

همداسې ده، البته د جګړې د مرحلې په اصولو هم نه پوهيږو، هو! د دښمن په
وړاندې ښه په مېړانه جنګيږو، خو چې دښمن شل ټوټې کړو، نو ځان ورسره زر
ټوټې کړو، هغه هدايات او اصول چې د جګړو په هکله ځمونږ د دين په اصيل
مصادرو کې راغلي دي، هغه تر پښو لاندې کوو، او همدا سبب دی چې وروسته
مونږ د ساتلو په مرحله کې هم پاتې راځو، او ټولې خوارۍ مو په دنيا کې په سيند لاهو
شي، د آخرت خبره خو د الله سره ده، او فيصله به يې هغه کوي، هغه د هر چا په کړنو
او نيتونو ښه خبر دی.

په درنښت


ډاکتر څپاند
22.10.2009

[color=red:9068e9157d]دا وهاج ساپی دی او که وطنمل؟؟؟[/color:9068e9157d]

[color=white:9068e9157d]په شروع کی د وهاج صيب نوم مګر په ختم کی دوطنمل امضا :lol: :lol[/color:9068e9157d]: :


وهاج ساپی
ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 مارچ 2006
ليکنې: 1101

د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 22, 2009 6:10 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

سلام علیکم .
دروند هڅاند صاحب له دې قيمتي ليکنې مو ډېره مننه.

اقتباس:

دجګړې ګټل دومره ستونزمن نه دي لکه ساتل،داسلامي نظام دراوستلوخبرې اسانه دي خوپه عملي بڼه دهغه نفاذڅه اسانه خبره نه ده ، ځکه دښمنان له بېلابېلولاروهڅه کوي چي دافغان مجاهدملت داقربانۍ هدر،بې ځايه اوضائع شي دنړۍ په هيڅ ګوټ کي مسلمانان په دې بريالي نه شي چي په رښتنې بڼه اسلام پلی اوعملي کړي له همدې کبله لازمه ده چي سرله اوسه ټول هغه کسان چي له اسلام اوهيوادسره خواخوږي لري له يوبل سره لاسونه ورکړي،په ګډه کاروکړي،ديوبل ترتېروتنوتېرشي اوپه ډېراخلاص دشهيدانو،ارمانونه،دکونډوهيلې،ديتيمانواميدونه اودټولومسلمانانوارزوګانې ګل اووساتي څوداسلامي امت په ځانګړي ډول دافغان مجاهداولس دناخوالودااوږدبهيرپای ته ورسېږي اودهردښمن،دسيسې شنډې اوله منځه يووړل شي .
په پښتني مینه

همداسې ده، البته د جګړې د مرحلې په اصولو هم نه پوهيږو، هو! د دښمن په
وړاندې ښه په مېړانه جنګيږو، خو چې دښمن شل ټوټې کړو، نو ځان ورسره زر
ټوټې کړو، هغه هدايات او اصول چې د جګړو په هکله ځمونږ د دين په اصيل
مصادرو کې راغلي دي، هغه تر پښو لاندې کوو، او همدا سبب دی چې وروسته
مونږ د ساتلو په مرحله کې هم پاتې راځو، او ټولې خوارۍ مو په دنيا کې په سيند لاهو
شي، د آخرت خبره خو د الله سره ده، او فيصله به يې هغه کوي، هغه د هر چا په کړنو
او نيتونو ښه خبر دی.

په درنښت
_________________
http://www.aqeedeh.com/ebook/index.php

بېرته سر ته

ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ـ
[color=white:9068e9157d]سپاند صاحب: ته خو ايله همدې خبرو ته وزګار يې، دا هم درته نشو ويلای چې د سترګو علاج لپاره کوم ډاکټر ته مراجعه وکړه، ځکه چې خپله هم ډاکټر يې، په هر حال موضوع جدي ده، ګډوډي په کې مه جوړوه.
[/color:9068e9157d]


Ghairat
22.10.2009

دا موضوع  چې د هڅاند په هڅه مطرح شوې  ارزښتمنه سکالو ده ، چې زما په اند له نورو 
ولسونو  لا زيات د پښتنو سره  تړاو لري ٠چې په منښته سره  ورانولو ، جنګ جګړې او
 د مرګ ژوبلې اتلان دي خو رغاونې او رغنده کارونو ته يې بيا  ملا ماته وي ٠
 داچې جګړه ورته تر ازادۍ  هم  زيات رزښت لري ، نو د ازادۍ جنګ ورته يو ښه تصادف او په
په پورې چانس بريښي ، او له همدې کبله د ازادۍ تر ګټلو وروسته دهغې ساتل ورته کوم ارزښت   نه لري ٠ خدای بښلي مولوي خالص به ويل اوس جګړه ختمه شوه ، 
له افغانانو سره  مرستې ختمې شوې ،  هر څۀ  سړه سمئخه شول ، د شوروي وتلو زيان  وکړ بايديوه بله جګړه رامنځته شي ، 
څو دعربو او امريکا مرستې بيا له سره پيل شي ٠  
دوی د جګړې په توده کې سړه راوستل او د مرستود ګوډي خوله تړل هېڅکله نه غواړي ٠ دې ته وايي مسلکي او مورزادي  جګړه ماران ، چې د جګړې له پاره يې  تل هرڅه په او اوبو لاهو کړي  او سياسي ګټې يې له لاسه ورکړې دي ٠حال داچې دسياسي ګټو شعور  د شعور تر ټولو لوړترين اجتماعي شعور دی ٠
 


ډاکتر څپاند
24.10.2009

[color=white:d278836fb2]افغانستان پرکوم لورې روان دی؟[/color:d278836fb2]

ددې پوښتنې پر ځای بايد داسې وپښتو چه :افغانان ئی پر کوم لوري
 روان کړي دي؟
متاسفانه،افغان ولس داسې يو ملي رهبر يايو ملي زواک ندی لرلې چه دملت
ګټې پر شخصي ګټو سترې او مرجح وګڼي٠پايله يي دا شوه چه افغان ملت دجهل
اونادانئ په وجه ،دښه او بد توپير نشي کولې٠کله ئی انګريز،کله روس او حتی
پاکستان اوايران،دخپلو ګټو لپاره پخپل منځ او يا دنورو سره جنګوي٠ترهغي
چه افغان ولس دکرزي او عبدلله پشان "لارشونکي"ولري،همدغسي به رسۍ 
په غاړه دپردو نوکري کوي اود پردو دګټو لپاره به استعماليږي٠

[color=white:d278836fb2]روانې وضعې ته بایدڅه ډول ځواب وویل شې؟ [/color:d278836fb2]
ځواب مشکل دی،خو په سر کی حوصله،ذغم او تعقل ته ضرورت لري٠افغان
ولس داسې يوه ځواک ته اړ دی چه ملت په سمه لار هدايت او رهبري کړي٠
داسې يو ځواک چه په ملتپالنې،ولسواکئ او اسلامي اصولو معتقد ،مجهز او
متشکل وي٠زموږ په ټولنه کی په دغو صفاتو سمبال وګړي کم ندي،مګر  متاسفانه چه د
قومي،ژبني،ديني،مذهبي او ورته نورو تعصباتو او امراضو په وجه دتفاهم او
تشکل جنبش يا تحريک ئی خورا ضعيف او ابتدائی دی٠

[color=red:d278836fb2]ایاټوله پړه دبهرنیانوپرغاړه ده اوکه موږ هم ملامت یو؟ [/color:d278836fb2]

په لمړي ګام کې موږ پخپله ملامت يو،بهرنيان هيڅ کله نه غواړي چه افغان
ملت دی دهغو دګټو خلاف عمل وکړي٠
[color=red:d278836fb2]ستاسوپه انددحل لاره به څه وي؟ [/color:d278836fb2]
په پاي کی بايد عرض کړم،تر هغی چه افغان ولس او په خاصه توګه روڼ اندي
ديوه ملي،ولسواک او اسلامي ځواک څښتنان نشي،افغانستان به همداسي
يوه نا معلوم لوري ته روان وي!
په پټو سترګو اويا په تياره کې،دپردو تر کنترول او رهبرۍ لاندی حرکت ،
افغانان وکومې خوا بيايي؟؟ په اغلب ګمان دتباهي وخواته٠


حمید هڅــاند
06.05.2011

ټولو ملګرو ته یوځل بیا اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ما دا موضوع ډېره موده وړاندي مطرح کړې وه؛ نن یې په دې موخه بیا ستاسو مخکي ته ږدم چې زما په اند موږ تاسو ټول د افغانستان راتلونکې ته پړه یو او نن ورځ وخت ډېر حساس شوی دی، د اسامه بن لادن له شهادت وروسته حالاتو کې یو بل اوښتون راڅرګندېدونکی دی، کېدای شي امریکایان د اسامه شهادت د خپلي تېښتي پیلامه وګرځوي او له افغانستان څخه د وتلو پروسه ګړندۍ کړي. د امریکا او پاکستان په اړیکو هم درزونه رامینځته شوي دي، د امریکایانو چلند داسي شوی دی لکه دوی چې نور د پاکستان ملاتړ ته د افغانستان د مسلې په اړه چندان ارزښت نه ورکوي، او دا ټکی ددې ښودونکی دي چې امریکا یو بېل پلان په لاس کې نیولی دی.....والله اعلم.
په هرحال؛
په دې نازک پړاو کې، د عربي هېوادونو پاڅونونو هم موږ ته خپل درس په ځای پرېښود.
زما عرض دادی چې، ایا دا نوي بدلونونه موږ هم د افغانستان د حالاتو په اړه یوه نوي دریځ ته نه وربولي؟؟
[color=red:118601737e]ـــ ایا د طالبانو او حزب اسلامي د وسله وال مقاومت ترڅنګ کومه بله سوله ییزه لاره
په مخکي نه شو نېولی؟؟

ـــ د افغانسان اولس نن ورځ تر ډېره ځایه په یوه خوله د یوه خپلواک حکومت غوښتونکي دي او د بهرنیانو وتلو هیلي یې په زړه کې دي، ایا ددوی له دې احساساتو نه په بل ډول غوره ګټه نه شي اخیستل کېدای؟؟

ـــ ایا نور وخت ددې نه دی چې له یوه منظم پلان سره مخکي لاړ شو، ایا وخت ددې نه دی چې دا خپل مینځي اختلافات په هر نوم چې وي، شاته پرېږدو؟؟

ـــ ایا له تېرو بدو تاریخي پېښو نه د عبرت اخیستلو وخت نه دی رارسېدلی؟؟

ـــ ایا د خبرتیایې تکنالوژۍ په دې دور کې موږ د خپل هېواد د راتلونکې لپاره هڅې لا زیاتي نه شو ښې همغاړي کولای او ګړندي کولای؟

ــ ایا وخت ددې نه دی چې نور د ډلو په توګه را ولاړ نه شو، ځان ته طالب او یا حزب نوم ور نه کړو؛ بلکه ځان یو واحد اولس و بولو او یوه واحد ارمان ته لا ډېر منظم او یو موټی شو؟؟؟[/color:118601737e]

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more