د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

هغه ورځ به هم راشي چې لر او بر پښتانه داسې سره يو ځای شي لکه جرمنيان٠

pattang
03.10.2009

نن د اکتوبردرېمه اودجرمنيانودبېرته ګډون ورځ ده، زما په زړه کې نن ورځ له
پخوا څخه ډېر دپښتنو يواوالی راګزي او داسې وخت به هم راشي جې ټول
پښتانه سره يو شي اوپه ازاد ټاټوبي کې ژوند وکړي? ٠ دپښتنو جګړې دروسانو
په مقابل کې داروپا ډېرو ممالکو ته د وار شاو له پکته ازادي ورکړه خو په
افسوس سره وايم چې دغه مېړانه او قرباني هيڅ يو اروپايې هيواد هم په خوله
نه اخلي او دتاريخ غلطي يې شروع کړې ٠

کوم کارونه مخکې بايد وشي چې ټول پښتا سره يو کړي٠?


رښتینی
03.10.2009

پتنګ صیب ستړۍ مشی !

الله خو دی وکړی چی دا ستړۍ ، لالهانده او تیت پرک ولس نور دیووالی له
نعمت نه برخمن شی

او تاسو چی دکارونو یادونه کړی ده نو ولا کارونه خو ډیر دی
که دواړه لوری دخپلوپښتنووروڼو سره مینه او اړیکی قوی کړی
اوپه تیره بیا هغه مهال چی د دواړو لوریو کوم مشران دواک پلاز
ته ختلی وی او دپنجاب او شمال په چاپلوسی کی خیر ونه لټوی
نو لری نده چی دپښتنو دیووالی بختوره ورځ ووینو

په مینه


..Ahmadzai
03.10.2009

[quote:efc4476742]کوم کارونه مخکې بايد وشي چې ټول پښتا سره يو کړي٠?[/quote:efc4476742]

پتنګ صاحب
کوم کارونه چې وزیرستان، سوات، باجوړ، خیبر، او داسې نورو ځایو کې روان دي، دا د یوالي څرک ده.
نن سبا زمونږ لر وروڼه مونږ سره په یو میدان کې ولاړ دي، زمونږ دښمن د دوۍ دوښمن ده، زمونږ وینې که بهیږي د دوۍ هم بهیږي، زمونږ په ننګه راولاړ سوي، زمونږ درد د دوۍ درد ګرځیدلی، د لرو پښتنو دغه خوځښت ماته د تم کیدو نه ښکاري، دا به غزیږي تر څو یو پراخ او ټولنیز شکل غوره کړي، لر پښتانه ډیر نرم خویه ، او ډیر ارام وخت یې تیر کړ، اوس پکې جذبې پیدا سوي، هم دیني، او هم ایتینیکي،مسعود او وزیر خو موانشا الله خپل کړ،پاتې به هم انشاالله زر د خپلو وروڼو صف ته راګرځي، او کله چې د عصر فرعون د پښتنو په ټاټوبی شرمونکې ماته وخوري او ووځي، نو لر پښتانه به هم دا همت پیدا کړي چې د پنجاب له ښکیلاک ازاد سي، او خپلو وروڼوسره متحد سي، بیا نو طاقت ته ګوره، دسیمې یواځنی طاقت به پښتانه وي، چې په هر څه به سمبال وي، او یو لوی او سوپر پاور هیواد به ترې جوړ سي، او د نړۍ په سر به یو ستر رول ولوبوي.
ماته دا ډیر نیژدې ښکاري، او نورو ته به یو خوب ښکاري، یا هسې یو خیال.
په درنښت


larghonay laraway
04.10.2009

سلامونه!
یاره پتنګ صیب خدای خو دی ټول پښتانه سره یو کړي ایله بیله به د کوټې او پېښور له ځانمرګو خلاص شو!


Ghairat
04.10.2009

دعا موقبوله،که نه چتی هم چې د شپې په خپله ځاله کې سملي ، په دې نیت پښې پورته آسمان ته نیسي چې که د خوب په ترڅ کې
چیرې آسمان راولویږي نو دی به يې پاس په پښو ټینګ کړي
: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ستاسې خیالپلوخو ښاغلي لاروي صیب په ښوټکوکې در رد کړی ،ځکه دچا په زور
او وحدت چې تاسې لر او بر پښتون سره یوکول غواړئ، له هغو ځانمرګو څخه هغه نجات غوښتی دی :
[quote:2eb79380f4]یاره پتنګ صیب خدای خو دی ټول پښتانه سره یو کړي ایله بیله به د کوټې او پېښور له ځانمرګو خلاص شو[/quote:2eb79380f4]
نو بل به لا څوک په دې خیال پلوباور وکړي، چې ګواکې بر طالب د لر طالب سره د پاکستان پر ضد یو شوی ؟؟؟
مګر داچې دوی دا بر پښتانه هم پنجاب ته تسلیمول غواړي!
نعوذ بالله :
پنجابیان به پښتانه سره یوځای کړي ؟؟؟؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰چې دوی ځان ته غلامان اوځان يې خدای کړي؟؟؟؟؟


عادل عادل
04.10.2009

سلامونه

زما په نظر خو ناامیدي نده پکار، داسې افغان او پښتون به نه وي چې زړه یې پنجابي چوهدریانو ته نه وي پړسیدلئ، نو داسې موقع به مګر یوازې لیونیان له لاسه ورکوي، دا هغه امتحان دئ چې د روان مقاومت مشرتابه یې باید په ماغزو کې ولري او په خپل وخت او موقع سره لر او بر وروڼه ولسونه د یوې جنډې تر سیوري لاندې راولي او پنجابیان باید چې په داسې یوه مبتکره، اتشي او د حکمت نه ډکې تبې سره ونیسي چې مرګ ته په خپله راضي شي.

تر ټولو مهمه دا چې د میدان د ګټلو پر ځای د ګلمکئ د ګټلو سوچونه وشي، هغه دا چې د لر او بر د نښلولو اصلي هدف د ګوادر په خپلولو راوڅرخي، نه د لویشت لویشت پښتني خاورې، تر څوافغانستان اوبو ته لار ومومي.

پدې سره به زمونږ راتلونکي نسلونه نسلونه د تباه کن فقر او ناچارئ نه نجات پیدا کړي، او لوی ملا صیب ته به تر قیامته پورې دعاوې کوي.

که داسې وشول نو لرې نده چې زه او غیرت صیب به هم ورسره بیعت وکړو.
ان شاء الله

[color=white:0826617463]زما په نظر د هر سالم او سپیڅلي هدف د لاسته راوړلو په لار کې قرباني ورکول او سرښندنه اسانه کار دی خو د ثمرې څکل یې ستونزمن او اساسي مرحله ده چې باید د مبارزې په اولیتونو او اساسي اجزاوو کې وشمیرل شي.[/color:0826617463]


میوند ننګیال
04.10.2009

ګرانو سلامونه !

خداي دي وكړي چي هغه ورځ راشي كومي ته چي دډير وخت نه لاس په دعا يو


Ghairat
04.10.2009

عادله وروره په خوله دې برکت او په افغاني روح دې دخدای رحمت شه !
مشرملا صیب دې مونږته په یوه ډاډمنه لاره ډاډ راکړي چې ۸ او۸
شپاړس ( دغسې بلاربې ډوډۍ ) کیږي،
بیعت څه چې بیا دې صرف غږ وکړي چې اغیزمنو او بې قیدو شرطه
نړیوالو مرستوورجلبولوته يې ورودانګم،
څو دافغانستان  اسلامي  او ملي پاڅون  د تورمخو له نیاز څخه
بې نیازه شي ! ومن الله التوفیق
[color=blue:3daf8fdbed]
د افغان روح باید لوی وي اود لوی افغان په روح شي
او توکل په لوی الله کړي چې ملګری یې سبوح شي![/color:3daf8fdbed]


محمد احمد حمي
04.10.2009

خداى جل جلاله دي همداسي وكړي ، په همدې ورځ به دلوى ملا صاحب لاس ټول ښكل كړو .


کريم
05.10.2009

پتنګ صیب ستاسو پښتونولی کی خو شک نشته، عادل صاحب هم مهربانه او واقعبینه پښتون دی، خو دا خبره کول غواړم چي موږ پښتانه که څه هم تر هر بل مسلمان په زړه ډېر پاک مسلمانان يو خو تر هر څه وړاندي لومړۍ پښتانه يو بيا مسلمانان !

لوی ملا صاحب که دوهابيت لاره يوې خواته پريږدي او دپښتنود يو والي د دپاره او دهغوی د حق د پاره، د د مظلوو پښتون او د پښتنو د مظلوميت نه دخلاصون ږغ را پورته او د پنجاپيانو د غلامي د واښکي د شکېدلو ږغ را پورته کړي ، توجه يې ، قرباني يې، مبارزه يې همدغه د يووالي هدف او سپېڅلی آرمان وي، زه یقین لرم چي هيڅ پښتون به دداسي يو آرمان په لاره کي د قربانۍ د ورکولو نه ډډه ونکړي .

خو که هدف د پنجاپيانو، د وهابيانو، د سعودي شېخانو د ګټو د پاره وي او په لر او بر پښتنو سیمو کي ځانمرګي برېدونه وي، د مکتبونو سېځل وي، د عامه شتمنيو الوزول وي، د ډاکټرانو، معلمانو، انجترانو، شاګردانو وژل او حلالول وي، نو بيا خو پښتانه په زغرده وايي چي ددې لوی ملا په کور دي هم توره بلا پرېوزي . پښتانه به لا نور هم ذلیل او درپه دره شي او په سر به يې بياهم پنجاپيان ، سقاويان او جنایت کاره شمالی والان چړچې کوي .


pattang
08.10.2009

انډيواله تر څوچې اشغالګر وي داکاربه روانوي خو دپښتنو يووالی
ستا له اخرو خبرو سره کوم روابط نلري ٠يوا لی مو طبعي ، انساني ، کلتوري
لکه د نورو مليتونه حق دی دا نور کارونه بيا بله خبره ده٠

[quote:7fdd8a6ccf="کريم"]پتنګ صیب ستاسو پښتونولی کی خو شک نشته، عادل صاحب هم مهربانه او واقعبینه پښتون دی، خو دا خبره کول غواړم چي موږ پښتانه که څه هم تر هر بل مسلمان په زړه ډېر پاک مسلمانان يو خو تر هر څه وړاندي لومړۍ پښتانه يو بيا مسلمانان !

لوی ملا صاحب که دوهابيت لاره يوې خواته پريږدي او دپښتنود يو والي د دپاره او دهغوی د حق د پاره، د د مظلوو پښتون او د پښتنو د مظلوميت نه دخلاصون ږغ را پورته او د پنجاپيانو د غلامي د واښکي د شکېدلو ږغ را پورته کړي ، توجه يې ، قرباني يې، مبارزه يې همدغه د يووالي هدف او سپېڅلی آرمان وي، زه یقین لرم چي هيڅ پښتون به دداسي يو آرمان په لاره کي د قربانۍ د ورکولو نه ډډه ونکړي .

خو که هدف د پنجاپيانو، د وهابيانو، د سعودي شېخانو د ګټو د پاره وي او په لر او بر پښتنو سیمو کي ځانمرګي برېدونه وي، د مکتبونو سېځل وي، د عامه شتمنيو الوزول وي، د ډاکټرانو، معلمانو، انجترانو، شاګردانو وژل او حلالول وي، نو بيا خو پښتانه په زغرده وايي چي ددې لوی ملا په کور دي هم توره بلا پرېوزي . پښتانه به لا نور هم ذلیل او درپه دره شي او په سر به يې بياهم پنجاپيان ، سقاويان او جنایت کاره شمالی والان چړچې کوي .[/quote:7fdd8a6ccf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more