نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
روسيه بايد د افغانستان په جگړه كي شريكه شي
مختار
28.09.2009
روسيه بايد د افغانستان په جگړه كي شريكه شي
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=29528
دا مطلب د واشنګټن ټايمز په يوه نوي خپره شوى ليكنه كي څيړل شوي دي , چى په افغانستان كي د ناتو او امركايي ځواكونوپه نظامي خوزښت كي دمقاومت په وړاندي بايد روسيى ځواك هم شريك شي ترڅونړيواله ټولنه د سختدريځو ډلو په ځپلو كي خپله موخه په چټكتا سره ترلاسه كړي شي .
داسي ښكاري چي د اوسنيو يرغلګرو ځواكنومسير هم په افغانستان كي هغو پخوانيو يرغلګرو ځواكونوته ورته مسير دي چي د تاريخ په اوږدو كي افغانستان ورته د يرغلګرو په مقبره ستايل شوى او( افغانستان دوهم ويتنام ) هم بلل شوى , دا خو ټولي نړي ته څرګنده ده چي لوديځ د خپلو چګړيزو كومكونو په پايله كي چى د افغانستان له مجاهدينو سره يي وكړل وتوانيد چي افغانستان د روسانو مقبره وګرځوي او روسان په افغانستان كي د يوى څرګندى ماتى سره مخ كړي , اوروسانو له ديرو تلفاتو څخه وروسته افغانستان په ظاهري شكل لوديځ ته پريښود , خو له وتلو وړاندي يي د لوديځ څخه د خپلى څرګندى ماتى غچ اخيستل په سر كي ؤو , نو په افغانستان كي يى خپل لاسپوڅي وروزل , همداراز يى په نړيواله كچه د لوديځ د نظامي خوزښت په وړاندي دير موثره اوفعاله سياسي ټګلاره خپله كړله , چى په پايله كي يى لوديځ له كړاونو سره مخ شواو لوديځ دي ته اړ شو تر څو د روسان دير سياسي مصلحتونه د نړي په كچه چي له پامه غوځول شوي ؤ په پام كي ونيسي .
اوس دا چى لوديځ په افغانستان كي له روسانو څخه كمك غواړي تر څو د افغانستان په سياسي كشاله كي چي دوي ورسره لاس ګريوان دي رول ولبوي د يو شميرسياستپوهانو په اند لوديځ غواړي له هغه دښمنى تګلارى څخه د روسيى په هكله لاس واخلي كوم چى مخكي لدي ورسره چلند كاوه او ورسره د يو پياوړي استراتيژيك شريك په توګه تعامل وكړي لوديځ په دي قناعت شوى چى دمسكو سره يوه استراتيژيكه مواجه او مقابله او يا په بل عبارت دمسكو سره جگړيز سياست هرو مرو ددي باعث گرځي تر څودغرب اجنډا په افغانستان كي د شنډيدو سرة مخ كړي نو ځكه بايد په غور سره وڅيړل شى چي له روسانو سره څه راز چلند او تګلاره موثره او ګټوره ده , كه چيرى موخه دا وى چى له روسانو سره د يوه پياوړى شريك په توګه چلند وشي نوبيا غرب بايد د روسانو هغه غوښتنى څي د ناتو د پيمان په هكله شوى وى له سره وڅيړي لكه چي روسان غوښتنه كوي , روسيه د اورپا د امنيتي سيستم د نويدو غوښتنه كوي چى مراد هم د ناتو پيمان دي , لوديځ (اوروپا )لا تر اوسه د روسيه منل په ناتو كي ځنډوي خو كيدي شي چى اوس لوديځ پدي هكله د روسيه په غوښتنوغوركړي وى, اودا هغه اساسي هدف دي چي روسيى غواړي د اوروپا په كچه يىترلاسه كړي .
بعضي كتونكي پدي اند دي چي لوديځ په افغانستان كي خپله د جګرى پايله دروسانو سره شريك ول غواړي ځكه چى دوي پدي اند شوي دي چي په افغانستان كي خپله جګړيزه موخه نشي تر لاسه كولي نو غواړي يو ځل بيا روسان د افغانستان د جګړى ډګر ته راكاږي , تر څو وكولي شي لږ تر لږه هغه خنډونه چي روسيى دوي ته را برسيره كړي دي له منځه يوسي , خو لوديځ بايد هغه د وحشت او بربريت څخه ډكه دوره چي د افغانستان په سياسي اوجغرافيايى چابيريال كي روسانو تيره كړي هيره نكړي , په افغانستان كي داسي كور نشته چي د روسي وحشت او خونړى تګلارى نوي زيانمن كړي , هغه په وينو رسم شوي انځورد افغانانو په ذهن كي شته دي او په دومره ساده توګه هغه دبربادى دوره نشي هيرولي , دا سمه ده چي په نړيواله كچه روسان او دهغه لاسپوڅي د افغان ملت په وړاندي ونه درول شول تر څو د افغانستان د بربادى حساب وركړي , خو دا روښانه ده چي په افغانستان مينو افغانانو له روسانو سره مينه نده پيدا شوي چي د دوي دوباره راتګ به د نورو يرغلګرو په څير د افغانانوله سخت غبرګون سره مخ نشي , بلكه د يرغلګرو په وړاندى پاڅون به نور هم پياوړي كړي ځكه چي روسانوپه خپلواكى مين افغانانود سپيڅليو احساستو د وژلو كوښښ كړي دي ,او د افغانانو غبرګون ورته په ګوته شوي دي نو فكر نه كيږي چي روسان بيا افغانستان ته د راتللو جرات وكړي
.
دير كتونكي پدي اند دي چي لوديځ بايد د افغانستان په هكله د اوباما نوي استراتيژي چي د دولت له مخالفينو سره په خبرو ټينګار كوي پلي كړي او له جګړيزو تګلارو څخه لاس په سر شي , اود افغانستان سياسي سرنوشت په خپله افغانانو ته وسپاري , تر څو په افغانستان كي د يرغلګرو له مقبرى څخه ځان وژغوري .
عبدالرحمن فرقاني
Nadar
28.09.2009
درنو دوستانو !
روسانو سره د افغان ملت تاريخي دښمني پاتي شوه . روسان د محيلو دوستانو په لباس کي د افغانانو او پښتنو سره هغه تاريخي ظلمونه او رذالت وکړ چي تیرو يرغلګرو نه وو کړی . روسان په دې خبره ښه پوه دي چي افغانان به ضرور دهغوی نه غچ اخلي . خو روسانو تر خپل شا د شمال خائن ايتلاف پرې ايښی دی چي جمیعت، شورای نظار او د کارمل پرچمي ډله يې په خدمت کي ده . دا ډله اوس د امريکا د ډالرو په تر لاسه کولو سره دوه مخی سياست د روسانوپه ګټه پر مخ بيايي ٠
زما په ګومان روسيه هيڅ ضرورت نلري د افغانستان و جګړې ته يو ځل بيا ځان را ښکېل کړي . يو خو په دې دليل چي اوسنۍ روسیه چي د پخواني مکار شوروي وارثه ده، دا خبره بر الا کوي چي پخوا هم په افغانستان کي زموږ د مداخلې هدف هماغه څه وو چي نن امريکايان او ناټويي څواکونه هغه تعقيبوي . يعني دهغوی په اصطلاح ددوی يرغل د افغان ګوډاګي کارملی رژیم سره د اشرارو او اخوانيانو په ځپلو کي يوه جګړه وه چي د پاکستان لخوا رهبري کېدله، اوس هم امريکا يانو د هماغواشرارو او اخوانیانو سره نن د طالبی تروریستانو په نامه جګړه پلې کړې او دې هيواد ته يې لښکر ي را مات کړي دي .
بل دا چي روسيه وايي چي زه خو ليونی نه يم دهغه څه د پاره ځان شریک کړم چي امريکايان يې په خپل مصرف او د خپلو عسکرو په قربانيو سره اجرا کوي، په واقعيت کي روسيه وايي چي امريکا مفت د هغوی د مفاداتو د پاره جنګيږي .
څه وخت مخکي په کابل کي د روسيې سفير ښاغلي کابلوف د يوې مصاحبې په ترڅ کي دد ې پوښتني په ځواب کي چي روسيه به څه وخت د افغانستان دلانجو د حل دپاره لاس په کاريږي، ويلي وه، ه چي موږ به هغه وخت دا کار کوو چي د امريکا ښه نفس و خيژي . . ..
دا مريکا پښې په افغانستان کي نن سبا داسي د روسيې غوندي تاريخي دښمنانو په ګټه بندي دي، چي روسیه به هيڅکله د امريکا د پاي پاکه تباهۍ نه بغیر په بل څه راضی نشي . !!!
زبير نجيب
28.09.2009
سلامونه،
زه به څه پرې ووايم، خو دا ضرور پوښتم، چې يو شرمېدلۍ وتښتي لکه
روسان، او بل ته لاره هواره شي د اشغال٠ او مخکينۍ شرمېدلۍ چې په ١٥ ټوټو شو، هره ټوټه يې کله په اروپا نښتې او کله د امريکا ته مخ کي٠ خو بيا هم په هېڅه ځان بې نوبته او بې برخې نه بولي، لکه چې نادر ورور
د نقل قول چې د روسيې سفير ويلي کله چې امريکه لکه د مونږ په شان وتښوه
نو بيا به يې نوبت وي٠ داسې راته ښکاري، چې د اشغالکر په ويستو کې چا ته
مونړ وار نه ورکوو، نو دوۍ هم پر دې پوهېدلي چې ساتل خو د مونږ نه نه
کېږي٠ نو ځکه ځانونه وارثان بولي٠ که چېرته څوک وي هم د دې وطن د ساتلو، نو يا به يې ترهګر او باغي بولي او يا د لونګۍ په ځای نو قره قولۍ
ور په سروي٠ پوښتنه صرف د يوې ملي ستراتېجۍ ده نه فقط د مقاومت٠