د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سلامونه او اختر مو مبارک

pattang
24.09.2009

د جناب دکتور فاروق أعظم.په قلم :

سلامونه او اختر مو مبارک

زمـوږ اخــتـر
ښځه مي نه پوهېده چي خپلی مشري خور ته داختر مبارکي ووايی او که نه. که يې وايی څنګه او که يې نه وايی نو ددې مبارکو ورځو په مناسبت خپل احترام په کومو الفاظو ورته وړاندی کړي. هغه او کورنۍ يې يو وار روسانو مهاجرت ته اړ کړيوه. څو کاله وړاندی چي وطن نسبتا ارام وو بيرته افغانستان ته کډه سول خو دوه کاله دمخه په پنجوايی کي دامريکايانو سختو بمباريو بيا دوی د نورو ډيرو پښتنو پشان درپه دره کړل او کوئټه ته مهاجر سول.
تراختر څو ورځی دمخه کوئټی ته خبر ورغی چی د مږور ورور يې چي دکندهار په پنجوائي کي اوسېدی دامريکايانو په بيا بمبارۍ کي شهيد سويدی. زوی يې خپله مېرمن له کوئټی کندهار ته د ورور فاتحې ته روانه کړه. ښځی يې دخپلی پلرګنۍ او خصوصا دورېنداری او ورېرو سره ډير وژړل. خو دامصيبت يوازي پر دوی نه وو؛ ډېر نور کورونه هم په غم ناست وه بلکه داټکه پر ټولو پښتنو نازله وه.
سړې ښځي ته وويل چي ته دلته اوسه، زه به په هغه بل کلی کي دخپلو خپلوانو احوال واخلم چي ډېر وخت مي ندي ليدلې. خو هلته هم امريکايانو پدی بهانه چي له کوئټی طالبان راغلی دی بمبارډ وکړ او په نتيجه کي يې نوموړی ميلمه ځوان او ډير نور کليوال شهيدان کړل. پدې ډول دځوان مېرمن، د خپل ورور دغم له ټغره لا نه وه ولاړه سوې چي دخاوند دمرګ ږغ پر وسو. هغې دخپل مېړه مړی هم ونه ليد داځکه دهغه دبدن ټوټې دکلی پاتو کسانو له شاوخوا ونو راټولی کړی او همهلته يې ښخي کړي وې. ښځه يې ترڅو ورځو وير وروسته کوئټی ته يوازي ستنه سوه او دخپل سړي په شهادت يې کورنۍ خبره کړه. هغې ته مېـړه لا پخوا د خپل پخوانۍ ښځي چي دوه کاله وړاندی شهيده سوېوه دشپـږو ماشومانو سرپرستي ورپه غاړه کړېوه. دغو ماشومانو دادی پلار هم له لاسه ورکړ او اوس مور او پلار دواړه نلري او غمځبلی انا ته چي زما دښځی خور ده پاته دی. خدای (ج) به يې لويوي خو داچي څنګه به لوئيـږی معلومه نده؛ مګر دايقينې ده چي ددې ماشومانو نازکو لاسونو به د نړۍ دهغو طاقتونو دوجدان ګريوان نيولی وی چاچي دبشردوستۍ او خواخوږۍ په نوم ددوی څخه داختر ها نيمګړې خوشحالی هم واخيستل او ددوی پشان د ډيرو نورو کورنيو يې هرڅه ورلوټ کړل. زما داهم يقين دی چي زموږ دمظلومو ښځو اه او ژړا
به هم هدر نه ځی او يوه ورځ به دظالم پر سر ټکه ورپرېـباسي.

دپښتـنی نجلۍ اخـتر
ما به سورخال په اختر پرتندی کېښود اوس يې ټول بدن را سور کړ په بمونو
زما مور به غم خوړی زما د لاسونو اوس را سره کړل ظالمانـو زما په وينو
چي کالو کي يو پټه به می د شوق وه اوس ټول سره سوه زما د وينو په رنګونو
لکه زما اختر چې سور کړلی په وينو هسی سور دی سی ددې سورمخ بـېـديـنـو

دکتور فاروق أعظم. لـــنـدن
-----------------------------
Farouq Azam, Ph.D.

Chairman, Afghanistan Studies Forum

Member, WIG, University of London

London


ډاکتر څپاند
25.09.2009

داکترصيب فاروق اعظم ليکنه دافغان بدبخته ملت دهرې کورنۍ په هکله صدق
کوي٠
تاسو به په ډير مشکل داسې يوه کورنۍ په ياد راولۍ چه په تيرو ٣٠ کلنو
کی د ښاغلي اعظم دخسرګنۍ دکورنۍ پشان په غم اوماتم کی اخته شوی نوي٠

توپير په څه کی دی؟
توپير دادی چه څوک دتروريست،څوک دکمونست اوڅوک ددموکرات په نامه
وژل شوی ياوژل کيږي.

الله دې فضل وکړي٠


Ghairat
25.09.2009

.............................................................. د اختر پیغام
توپير دادی :
چه څوک د افغان تروريست،څوک دافغان کمونست ،څوک د افغاني اشرار اوڅوک د افغان دموکرات په نامه وژل شوی ياوژل کيږي.
ګډون دادی :
چې که دا بیلونکي پوښونه لکه تروریست، اشرار، طالب، کمونست او دموکرات ترې لېرې وغورځوو نو کډ تړاو يې په منځ کې نګه پاتې کیږي اوهغه افغان دی او بس !
[color=blue:0b10300ec4]آیا په عمل کې هم صرف د افغان نوم زمونږ د ژوند د ژغورلو له پاره د ملي وحدت یواځینۍ لار او یواځینۍ شونتیا نه ده ؟؟؟؟ [/color:0b10300ec4]


larghonay laraway
26.09.2009

السلام عليكم!
ورورڼو كه په وينو سور دى او كه له غمونو ډك دى خو بيا هم د مسلمانانو اسلامي دود دى نو لومړى تاسو ټولو ته د همدې غملړلي اختر مباركي وايم ، له درانه مجاهد، ليكوال،روڼ اندي او يو ښه شخصيت ډاكټر فاروق اعظم خپلوانو او غمشريكانو ته د زړه صبر او له لوى خدايه اجرونه غواړم او كرزي او بهرنيو او كورنيو لنډغرانو ته د اختر په مباركۍ كې دا يوه لنډۍ ډالۍ كوم:
په ما دې وكړه په تا وشه
په كور دې راشه بې بارانه سيلابونه
ستاسو لرغونى لاروى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more