د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يوه لنډه مرکه

و.افغان
20.09.2009

درنو وروڼو: سلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
نن د کوچني اختر مبارک د لمانځه د اداء کولو لپاره د مسجد نبوي په لور سهار وختي
څلور بجي له کوره روان شوم، وختي ځکه روان شوم، چې د اختر د لمانځه لپاره خلک
د سهار لمانځه څخه مخکې نبوي مسجد ته رارسيږي، او د سهار آذان سره د نبوي
مسجد دننه او بهر ټول ساحات ډک وي، لمونځګذاران د سهار لمانځه د ادا کولو
څخه وروسته په خپل ځای ناست وي، انتظار باسي، تر څو لمر راوخيژي، او د اختر
د لمانځه جمعه ودريږي.
د سهار لمانځه څخه وروسته مې د يوه پاکستاني برحال وزير سره ملاقات وشو، ما
هم فرصت وګڼلو، چې د لمر راختو تر وخت ورسره څه خبرې وکړم، يو څو سوالونه
راسره تيار ذهن کې وو، هماغه مې ورته وړاندې کړل، د اختر د لمانځه وخت راورسېد،
له لمانځه وروسته مې ترې په بيړه د نورې پوښتنې هم لرلې، او هغه ډېر
په طبيعت سره ځوابونه راکول، زما او د هغه له مجلس څخه داسې راته ښکاريږي،
چې هغه نه غوښتل چې د دې خبرو سره يې نوم هم ښکاره شي، او که نوم يې واخلم
کيدای شي ځينې له تاسو يې وپيژني.

راځم پوښتنو ته:
لومړۍ پوښتنه:
په پاکستان کې د طالبانو سره جګړه څه حقيقت لري، او که هسې
ډوګ پوګ دی؟ آيا تاسو دې باره کې واقعي معلومات لرئ؟ يا يې ورکولئ شئ؟
وزير صاحب:
هو ولې نه، مونږ لا مېکر يو، پاليسي مېکر يو، له دې هرې لوبې نه
پوره خبر يو.
پاکستانې طالبانو سره د پاکستان د حکومت جګړه حقيقت لري، دپاکستان طالبان
دونمبر طالبان دي، هغوی ته له انډيا، اسرائيل، او امرېکې له خوا پيسې او وسلې ورکول کيږي.
دويمه پوښتنه:
نو اصلي طالبان څوک دي؟
وزير صاحب:
اصلي طالبان، پاک طالبان، او رښتينې طالبان هغه دي چې د کابل
حکومت او نيټو په وړاندې جنګيږي، هغوی جهادي پاک خلک دي، او د پاکستان
طالبانو سره هيڅ لاس نه لري.
درېمه پوښتنه:
د افغانستان طالبان او پاکستان طالبان سره اړيکي لري؟
ځواب:
هو، مخکې يې سره ښې خوږې اړيکې لرلې، پاکستاني طالبانو هم په
افغانستان د افغاني طالبانو سره يو ځاي د نېټو او د کابل د حکومت په وړاندې
يو ځای جګړه کوله، هغه وخت څه مشکل نه وو، مشکل هغه وخت رامنځ ته شو، چې
پاکستاني طالبانو په پاکستان کې حالات خراب، او له انډيا او اسرائيل سره کونکټ شو.
څلورمه پوښتنه:
آيا د افغاني طالبانو سره تاسې مشکل لرئ؟
وزير صاحب:
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي.
پنځمه پوښتنه:
تاسو وايئ چې د پاکستاني طالبانو سره د امريکې لاس هم دی؟ درحالېکه امريکې
بيت الله مسعود ووژاه، او وخت په وخت په هغوی حملې کوي؟
دا څنګه کېدی شي؟
وزير صاحب:
داسې صحي ده چې امريکه حملې کوي، خو د بلې خوا نه امريکه
غواړي چې پاکستان کې حالات دومره خراب کړي، تر څو يې د پاکستان بې ايټمه
کولو ته خوله جوړه شي، امريکا دا دواړه کاره کوي.
شپږمه پوښتنه:
د بيت الله مسعود په اړه مو څه نظر دی؟
وزير صاحب: بيت الله مسعود ځمونږ سره د انډيا په پيسو جنګېده، هغه ته دومره
پيسې راتلې، چې د باجوړ او سوات سيمه هم هغه کنټرول کوله.
اوومه پوښتنه:
د سوات د طالبانو په اړه څه نظر لرئ؟
ځواب:
د سوات خلک ډېر ښه خلک دي، نرم اخلاق لري، کلک مسلمانان دي، اسلام
غواړي، خو جنګ جګړې د هغوی بيخي نه دي خوښې، اصل کې په سوات کې د
طالبانو دوه ډلې دي، چې يوه د صوفي محمد او د هغه د زوم فضل الله ډله وه، او بله
د بيت الله مسعود ډله وه، د فضل الله والا ډېر ښه خلک وو، مونږ ورته د شريعت د
تطبيق اجازه هم ورکړې وه، د هغوی سره خبرې هم کېدې شوې، صوفي محمد يو ساده
پاک مسلمان سړی دی، خبره د بيت الله مسعود د ډلې نه خرابه شوه، او د فضل الله
ډله يې هم د خپل تأثير لاندې راوسته، نو څه تخريب چې سوات ضلعه کې شروع وو
هغه ټول د بيت الله مسعود د ډلې له خوا وو،
او فضل الله والا يې هم له ځان سره ګډ کړل، نو هغوی هم خراب شو، زه په صوفي محمد ډېر خفه يم.
اتمه پوښتنه:
د طالبانو سره اوس ستاسو څه صورتحال دی؟
ځواب:
د طالبانو ملا مو ماته کړېده، درې څلور مياشتې وروسته به د طالبانو هډو
ذکر هم نه وي، غټ مشکل بیت الله محسود وو، بيت الله محسود ځمونږ يو صحي
سړې چې په پښه معذور وو، او عبد الله يې نامه وه، هغه يې مړ کړو، د وزيرستان
طالبان خپلو کې سره اړم دي، او ځمونږ آرمي هم ښه تخته کړه، د ميډيا په خبرو باور
مه کوه، چې ميډيا کې لس يا شل ياد کړي، نو په سو (سلو) کې ورته ضرب ورکوه،
د بيت الله مسعود د مرګ نه وروسته ځمونږ يو کس چې اوس يې د طالبانو مشري
په غاړه اخيستې ده، او ډېر سيده سړی دی، ولي الرحمن يې نامه ده، هغه حکيم الله
مسعود مړ، اوس خبره نوره له خيره سره اورايږي.
نهمه پوښتنه:
تاسو وايئ چې حکيم الله مسعود وژل شوی دی، مخکې پاکستاني دولت
هم اعلان کړی وو، چې ولي الرحمن او حکيم الله مسعود سره منځ کې جګړه کړې ده
او له دوه وو نه يو تن وژل شوی دی؟ خو بيا وروسته دواړو د بي بي سي سره مرکه
وکړه؟؟
ځواب:
نه، ولي الرحمن ژوندی دی، هغه ډېر سنجيده او په خبره پوی سړی دی، حکيم الله
مسعود روغ سړی نه وو، هغه وژل شوی دی، او هغه کوم کس چې مرکه کړېده، هغه
حکيم الله مسعود نه دی، بلکه د هغه ورور دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تاسو لوستونکي د پورتنۍ مرکې په اړه څه نظر لرئ؟
هيله کوم چې تبصرې مو يواځې په وړاندې مرکه باندې وڅرخي.

په درنښت

[/u]


Sangar Watan
20.09.2009

وهاج صيب سلامونه،
داموندي ويلي چه نوموړی وزير ايالتي که فدرالي وزير دی؟
ستا پر رښتنواله کي شک نشته،مګر کيدی شي چه نوموړی شخص به هسي
دچرسو په نشه کی ځان وزير ګڼلی وي :lol:
دهغي نه بغير که وهاج صيب دومره زيرکي کړی وي چه پاکستانی وزير ئی
په خبرو راوستی وي،نو افرين اوشاباش  :!:

که دا ومنو چه نوموړی سړی حقيقت ويونکی وي نو ددی مانا داشوه چه طالبان
دوه ډوله دي٠يو دملاعمر ډله چه د ISI تر اداري لاندی فعاليت کوي،او دوهمه
ډله واقعي طالبان دي چه دغرب او ISI سره په جګړه بوخت دي٠مګر ځما باور
دادی چه نوموړی پاکستانې وزير غواړي چهد طالبانو دبدنامې په خاطر،دوهاج
صيب پشان صادق مسلمانان دخپلو تبليغاتو دترويج لپاره،مشغول کړي٠


و.افغان
20.09.2009

[quote:e482dff2f0="sangar watan"]وهاج صيب سلامونه،
داموندي ويلي چه نوموړی وزير ايالتي که فدرالي وزير دی؟
ستا پر رښتنواله کي شک نشته،مګر کيدی شي چه نوموړی شخص به هسي
دچرسو په نشه کی ځان وزير ګڼلی وي :lol:
دهغي نه بغير که وهاج صيب دومره زيرکي کړی وي چه پاکستانی وزير ئی
په خبرو راوستی وي،نو افرين اوشاباش  :!:

که دا ومنو چه نوموړی سړی حقيقت ويونکی وي نو ددی مانا داشوه چه طالبان
دوه ډوله دي٠يو دملاعمر ډله چه د ISI تر اداري لاندی فعاليت کوي،او دوهمه
ډله واقعي طالبان دي چه دغرب او ISI سره په جګړه بوخت دي٠مګر ځما باور
دادی چه نوموړی پاکستانې وزير غواړي چهد طالبانو دبدنامې په خاطر،دوهاج
صيب پشان صادق مسلمانان دخپلو تبليغاتو دترويج لپاره،مشغول کړي٠[/quote:e482dff2f0]

سنګر وطنه!
زه به ځيرک يا به نه يم، خو که تاسو لږ ځان ته تکليف ورکړی وای، د لږ زراکت نه مو
کار اخيستی وای، نو ستاسې د مطرح شوې پوښتنې ځواب زما په لومړنۍ ليکنه
کې شوی دی:

[quote:e482dff2f0]
په طبيعت سره ځوابونه راکول، زما او د هغه له مجلس څخه داسې راته ښکاريږي،
چې هغه نه غوښتل چې د دې خبرو سره يې نوم هم ښکاره شي، او که نوم يې واخلم
کيدای شي ځينې له تاسو يې وپيژني. [/quote:e482dff2f0]

او دا وروستۍ سوچ دې هم غلط دی، مجلس بيخي داسې نه وو، چې هغه وغواړي
ما غلط کړي، که چېرته هغه بالفعل دا موخه هم لرلي وي، نو دا خبرې د بحث لپاره
ځکه وړاندې چې د رد او صحت دواړو احتمال لري، نو بايد تبصرې پرې وشي.

[quote:e482dff2f0]
مګر ځما باور
دادی چه نوموړی پاکستانې وزير غواړي چهد طالبانو دبدنامې په خاطر،دوهاج
صيب پشان صادق مسلمانان دخپلو تبليغاتو دترويج لپاره،
[/quote:e482dff2f0]

زه چې حالات څومره ګورم، نو يو اړخ هم د افغانانو په په ګټه نه دی، څه
مثبت ټکي راته افق کې نه ښکاري، خو د مشر ملا صاحب په اخترني پيغام کې راته
ډېر ښه زيري ښکاري، خو هغه وخت به رښتيني شي چې د عمل جامه ورواغوستل
شي.

په درنښت


..Ahmadzai
20.09.2009

هر وخت شك, ترديد, ترڅو، او څه ګټه؟


W.Wardak
21.09.2009

که چیری د وزیر خبری ټولی سمی وی، نو بیا خو عجیبه لوبه روانه ده،

۱. پاکستانی طالبان باید په پاکستان کی د اسلام لپاره جهاد و نه کړی، چي د پاکستان د حکومت، پوځ، ای،اس،ای او د طالبانو د مشرتابه هم همداسی خوښه ده.
۲. د پاکستان طالبان، اصلی طالبان نه دی، او امریکایی او هندی طالبان دی، او د افغانستان طالبان اصلی طالبان دی،ځکه چي پاکستان یی حمایه کوی، او بل طرف ته امریکا د د عراق په جنګ کی ټولی وسلی، چي په میلیارود ډالره ارزښت لری، د پاکستان پوځ ته ورکول کیږی، نه د افغانسان پوځ ته.

نو داسی ښکاری چي افغانی طالبان په مستقیم ډول د پاکستان تر لاس لاندی دی، په غیر مستقیم ډول د امریکا تر لاس لاندی دی، نو دا دومره ځوانان ولی په یوه او بل نامه غولول کیږی، چي جهاد دی، او بحرنیان باید وشړو، داسی بريښی چي سر تر پایه یوه لوبه ده، یواځی فرق په لباس کی دی، او ددی جنګ قربانیان د پیسو په مقابل کی اجیر امریکایی پوځیان، چي نور کار ورته په امریکا کی پیدا نه شی، پوځ ته مخه کړی، ساده طالبان، او هفه پاکستانی ځوانان چي د غریبئ له مخی پوځ ته مخه کړی، او ددی لوبی ګټونکی به امریکا او پاکستان وی، لر او بر پښتانه به همداسی خوار، احتیاج او محتاج وی.دا چي ښونځی یی هم د پاکستان له خوا ویجاړ شول، په راتلونکی کی بی سواده، بی خبره، د او هزاره او تاجک مزدوران وی، ځکه څومره ښونځی چي په هزاره میشتو سیمو کی دی، په ټولو پښتنو سیمو کی نه شته. په راتلونکی کی همدوی هم داکتران، وی، هم انجینران هم تجاران، پښتون به به هله ارمان ورشی، چي وقت تیر وی.


عادل عادل
22.09.2009

سلامونه

وهاج صیب

غواړم د بحث موضوع په درې ټکو کې خلاصه کړم:

اول : مرکه کوونګئ
دوهم: وزیر
دریم: مونږ لوستوونکي او د بحث ګډونوال

د اول او دوهم په منځ کې به درانه لوستوونکي فیصله کوي چې کوم یو به لږ ځیرک او کوم یو ډیر ځیرک وي؟؟

پاتې شو دریم، نو یو څه ګیله راته دریژي هغه دا چې مونږ لوستونکي او د بحث ګډونوال هم په اغلب ګومان سره په ساده ګانو کې شمیرل شوي یو !!!


Ghairat
22.09.2009

عادل خانه مقصد دې ګونګ دی، داسې خو به نه انګیرې چې ګواکې :
هر یو چې ځیرک دی هغه دویم يې تېر ایستلی دی
............................................................ دریم ساده لوستونکـئې پرې د پاسه غولولی دی
[color=yellow:51b17a7472]
که مطلب مو همدا یا دې ته ورته شکاکیت وي نو دې ډول غیر اصولي ، مطلقې شکګرايۍ ته سکېپــتــېســیزم وايي
چې هېڅ ځای اومورد نه لري،چې ډډّه ترې په کار ده، اوکه نه، نو ګنګ شکونه دې له دلایلو سره وړاندې او پر دلایلولږ روښانه کړه ![/color:51b17a7472]


pattang
22.09.2009

وردګ صيب شف ، شف مه وايه ! شفتالو ووايه !
داسې ووايه امريکايان ښه دي ، انجو منج جوړدی نو هغه سپېره طالبان څه کوو!
نالت په اشغال ګرو او لاسپوڅي رژيم

[quote:a5de2cf80d="W.Wardak"]که چیری د وزیر خبری ټولی سمی وی، نو بیا خو عجیبه لوبه روانه ده،

۱. پاکستانی طالبان باید په پاکستان کی د اسلام لپاره جهاد و نه کړی، چي د پاکستان د حکومت، پوځ، ای،اس،ای او د طالبانو د مشرتابه هم همداسی خوښه ده.
۲. د پاکستان طالبان، اصلی طالبان نه دی، او امریکایی او هندی طالبان دی، او د افغانستان طالبان اصلی طالبان دی،ځکه چي پاکستان یی حمایه کوی، او بل طرف ته امریکا د د عراق په جنګ کی ټولی وسلی، چي په میلیارود ډالره ارزښت لری، د پاکستان پوځ ته ورکول کیږی، نه د افغانسان پوځ ته.

نو داسی ښکاری چي افغانی طالبان په مستقیم ډول د پاکستان تر لاس لاندی دی، په غیر مستقیم ډول د امریکا تر لاس لاندی دی، نو دا دومره ځوانان ولی په یوه او بل نامه غولول کیږی، چي جهاد دی، او بحرنیان باید وشړو، داسی بريښی چي سر تر پایه یوه لوبه ده، یواځی فرق په لباس کی دی، او ددی جنګ قربانیان د پیسو په مقابل کی اجیر امریکایی پوځیان، چي نور کار ورته په امریکا کی پیدا نه شی، پوځ ته مخه کړی، ساده طالبان، او هفه پاکستانی ځوانان چي د غریبئ له مخی پوځ ته مخه کړی، او ددی لوبی ګټونکی به امریکا او پاکستان وی، لر او بر پښتانه به همداسی خوار، احتیاج او محتاج وی.دا چي ښونځی یی هم د پاکستان له خوا ویجاړ شول، په راتلونکی کی بی سواده، بی خبره، د او هزاره او تاجک مزدوران وی، ځکه څومره ښونځی چي په هزاره میشتو سیمو کی دی، په ټولو پښتنو سیمو کی نه شته. په راتلونکی کی همدوی هم داکتران، وی، هم انجینران هم تجاران، پښتون به به هله ارمان ورشی، چي وقت تیر وی.[/quote:a5de2cf80d]


عادل عادل
23.09.2009

سلامونه

غیرت صیب د نښې منځ دې ویشتئ دئ، دا زما شک یا شکاکیت ندئ بلکه یقین مې دئ چې وزیر ځیرک، شیطان او دروغژن سړئ دئ خو وهاج صیب پاک زړئ، خوشباوره ، صادق او زما په څیر ساده سړئ دی.

اوس چې دغه مرکه د وهاج صیب په اند یو نوئ اکتشاف بریښي، نو خیال دې نکوي چې د ټولو په زړه به پریوزي، د ساده ګانو نه علاوه یې هغه خلک هم ظاهرا مني چې مخکې له مخکې د نامالومو وجوهاتو له مخې د طالبانو سره مخالفت کوي.

زه نه وایم چې تاسو خپل دریځ ته تغیر ورکړئ، بلکه خپل دریځ په هر ضعیف استناد سره د تقویې پر ځای د تضعیف او پیکه کولو کندې ته مه غورځوئ.

تر ټولو مهمه دا چې نوموړئ وزیر د قضیې طرف دئ، د داسئ حکومت وزیر دئ چې د ډالرو په مقابل کې خپل ولس وژني، بې کوره کوي یې، پر یرغلګرو یې بمباروي، دا به څنګه ممکنه او په منطق ولاړه خبره وي چې د پاکستان چارواکي خپل ولس وژني خو د بل ولس سره دې د هغوی د نجات او خپلواکئ پخاطر د مرستې لاس اوږد کړي؟؟؟

اوس چې یرغلګر د تیښتې لاره لټوي نو هر څوک غواړي چې د مقاومت د لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي، د مقاومت په نمایندګئ خپلو امریکایي بادارانو ته سینې ووهي چې طالبان به د مذاکراتو میز ته کښینوي، ډیر په دې منځ کې منډې ترړې هم وهي، خو دا چې د افغانانو څخه د ګاونډیانو او بهرنئ اکثریت نړئ خوسا او خیرن نیتونه نور پټ ندي پاتې شوي، نو پدې اساس افغان مقاومت ته دا ځل نه ښايي چې په هیڅ صورت کې د هیڅ دریمګړي هیواد په منځګړیتوب مذاکراتو ته حاضر شي، تر څو چې مغروره یرغلګر دښمن خو یا پښې نه وي سپکې کړي او یا هم د ابرومندانه وتلو په خاطر یې د مخامخ مذاکراتو وړاندیز نه وي کړی. که داسې ونکړي نو لرې نده چې بیا به مو د قربانیو په ثمره خدای مکړه نور هیوادونه مزې کوي او مونږ به بیا خدای مکړه د یوه بل مهلک ګرداب خوراک کیژو.


Ghairat
24.09.2009

[quote:633212c16f]تر ټولو مهمه دا چې نوموړئ وزیر ..... د داسئ حکومت وزیر دئ چې د ډالرو په مقابل کې خپل ولس وژني، بې کوره کوي یې، پر یرغلګرو یې بمباروي، دا به څنګه ممکنه او په منطق ولاړه خبره وي چې د پاکستان چارواکي خپل ولس وژني خو د بل ولس سره دې د هغوی د نجات او خپلواکئ پخاطر د مرستې لاس اوږد کړي؟؟؟ [/quote:633212c16f]
عادل خانه پنجابیانو کله پښتانه، په تیره قبايل خپل ولس ګڼلي اود ولس میرني ورور يا پرکټيو په سترګه يې ورته نه دي کتلي ؟ هغه لر پښتانه چې په هر نامه
يې دهغوی باداري تر پړښتنې لاندې راوستله بمبارد کیږي او ځمکني بریدونه پرې
شروع کیږي، نو هغه بر پښتانه چې نه یواځې د لرو طالبانو سره ددوي پر ضدملاتړنه کوي، بلکې برعکس دوی پنجابیلنو سیاسي کنترول خدای مکړه آن افغانستان ته غځوي، هغه به ولې ددوی د سترګوتور اودزړه ټکور نه وي؟؟؟؟
[quote:633212c16f]اوس چې یرغلګر د تیښتې لاره لټوي نو هر څوک غواړي چې د مقاومت د لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي، د مقاومت په نمایندګئ خپلو امریکایي بادارانو ته سینې ووهي چې طالبان به د مذاکراتو میز ته کښینوي، ډیر په دې منځ کې منډې ترړې هم وهي، خو دا چې د افغانانو څخه د ګاونډیانو او بهرنئ اکثریت نړئ خوسا او خیرن نیتونه نور پټ ندي پاتې شوي، نو پدې اساس افغان مقاومت ته دا ځل نه ښايي چې په هیڅ صورت کې د هیڅ دریمګړي هیواد په منځګړیتوب مذاکراتو ته حاضر شي، تر څو چې مغروره یرغلګر دښمن خو یا پښې نه وي سپکې کړي او یا هم د ابرومندانه وتلو په خاطر یې د مخامخ مذاکراتو وړاندیز نه وي کړی. [/quote:633212c16f]
دا خو داسې بریښي چې ته هم ډاډ نه لرې چې طالبان به څه وکړي او تش خپلوهیلوته
دواقعیت په سترګه کتل غواړې اوهغوی ته نصیحت په توګه خبر داری کوې چې :
[quote:633212c16f]که داسې ونکړي نو لرې نده چې بیا به مو د قربانیو په ثمره خدای مکړه نور هیوادونه مزې کوي او مونږ به بیا خدای مکړه د یوه بل مهلک ګرداب خوراک کیژو.[/quote:633212c16f]
دا ویره خویواځې ستا نه ده، بلکې زما، دبل او بل او لکونو پښتنوسره دا ویره ده، فرق دادی چې ته وايې داسې به بیا ونکړي خوکیدای شي چې ويې کړي، ولې زه
اونور پښتانه وایو:
څنګه چې لومړی ځل طالبان د ISI په لومه کې نښټي وو،داځل یې تر هغې لا زیات په دام کې ښکېل دي اوتر هغه ځل به لا سخت ناورینونه هیواد ته راوړي !
نوتر څوچې طالبان دISI جرړې له خپلومغزو ،خپل شعور ، خپل سازمان او خپلوآړیکو څخه ونه باسي دغه خطر په لا حاده توګه ټولو پښتنو اوټولوافغانان
په وړاندې مطرح دی!
نو طالبان چې څومره ډير  ملت ته ډاډ اوتضمین ورکړي چې له پاکي استخباراتو سره
هېڅ کار نه لري پّه همغه پیمانه به ،له ما څخه نیولې تر ټول ملت پورې ټول
افغانان پر دوی را ټول شي !


وصيل پېروز
24.09.2009

سلامونه!
وهاج ساپي صیب ګوره په څومره خواريووزيرپيداکړی اوبيايې مرکې ته تيارکړی وي خوخلک به داڅرنګه ومني چي داپه رښتياهم دوزيرخبرې دي؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!.
ساپی صيب! موږته څه اطمنان راکولای شې چي دارښتيادوزيرخبرې دي اووزير ولي نه غواړي چي خپل نوم څرګندکړي اياوېريږي؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!!که بله ټکه پرې لويږي؟ نوموږدمرکې په اړه هيڅ نه وايوکېدای شي دهسي يوه عادي سړي احساسات هم وي!!!. هلته به يې ومنوچي دوزيرنوم څرګندشي اوټولوته داوښودل شي چي فلانی،دفلاني شي وزيردی بيابه يې خلک ومني .


حمید هڅــاند
25.09.2009

دپاکستان دې وزیر څنګه داډول په بېباکۍ دهرڅه منلوته غاړه ایښې ته اوپه دومره ساده ټکوکې یې دوهاج صاحب پوښتنوته ځوابونه ویلي دي.
خویوه خبره غواړم ووایم چې په سیمه کې دهند،اسراییلواوامریکالاس وهني بیخي پرځای خبره ده.


monir
25.09.2009

[quote:6321421e66="م . وصيل پېروز"]سلامونه!
وهاج ساپي صیب ګوره په څومره خواريووزيرپيداکړی اوبيايې مرکې ته تيارکړی وي خوخلک به داڅرنګه ومني چي داپه رښتياهم دوزيرخبرې دي؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!.
ساپی صيب! موږته څه اطمنان راکولای شې چي دارښتيادوزيرخبرې دي اووزير ولي نه غواړي چي خپل نوم څرګندکړي اياوېريږي؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!!که بله ټکه پرې لويږي؟ نوموږدمرکې په اړه هيڅ نه وايوکېدای شي دهسي يوه عادي سړي احساسات هم وي!!!. هلته به يې ومنوچي دوزيرنوم څرګندشي اوټولوته داوښودل شي چي فلانی،دفلاني شي وزيردی بيابه يې خلک ومني .[/quote:6321421e66]

د پاکستاني بر حال جنرال اطهرعباس خبرې منې چې له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، [color=blue:6321421e66]پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي؟؟؟[/color:6321421e66]
http://pa.azadiradio.com/content/article/1775193.html


pattang
25.09.2009

انډيواله دا خو کومه خبره نده زه هم طالبان له امريکايانو سره کښېنوم :
- امريکايان بايد بې له قيده او شرطه افغانستان پرېږدي .
- دجنګ تاوان بايد افغان ملت ته ور کړي٠
داځکه چې يو افغان هم په غرب حمله نده کړې او نه دالقاعدې غړی دی ٠
لويه جرګه بايد امريکايانوت ه تعهد ورکړي چې شعوري به دغرب ضد عناصر
(ترورستي عناصر ) په خپله خاوره کې نه پرېږدي ٠
حاجت پاکستان ته نشته په پردي خېرات کې مټې پورته کول لودګي ده٠

[quote:4abf0045aa="monir"][quote:4abf0045aa="م . وصيل پېروز"]سلامونه!
وهاج ساپي صیب ګوره په څومره خواريووزيرپيداکړی اوبيايې مرکې ته تيارکړی وي خوخلک به داڅرنګه ومني چي داپه رښتياهم دوزيرخبرې دي؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!.
ساپی صيب! موږته څه اطمنان راکولای شې چي دارښتيادوزيرخبرې دي اووزير ولي نه غواړي چي خپل نوم څرګندکړي اياوېريږي؟؟؟؟؟؟؟؟!!!!!!!!!!!!که بله ټکه پرې لويږي؟ نوموږدمرکې په اړه هيڅ نه وايوکېدای شي دهسي يوه عادي سړي احساسات هم وي!!!. هلته به يې ومنوچي دوزيرنوم څرګندشي اوټولوته داوښودل شي چي فلانی،دفلاني شي وزيردی بيابه يې خلک ومني .[/quote:4abf0045aa]

د پاکستاني بر حال جنرال اطهرعباس خبرې منې چې له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، [color=blue:4abf0045aa]پاکستان دا توان لري چې د اوربند د ټینګولو لپاره طالبان له امریکا سره د خبرواترو مېز ته کېنوي؟؟؟[/color:4abf0045aa]
http://pa.azadiradio.com/content/article/1775193.html[/quote:4abf0045aa]


Helmand.M
26.09.2009

د جنرال نصیرالله بابر نیکونه افغانان او په خټه «بابړ» دی. او دی خپله په ۱۹۲۸ کې په پیښور کې زیږیدلی، خپلې زده کړې یې په سرحد او په هندوستان کی پای ته رسولي دي. بابر په ۱۹۴۷ کې د هند د تقسیم پر وخت د هندوانو لخوا د مسلمانانو قتل عام په سترګولیدلی، د هند او پاکستان په درې واړوجګړوکې بابرپه میړانه جنګیدلې او د بهادری «د جرئت ستوری» یې ګټلی دی. نوموړی په ۱۹۷۲ په نومبر کې د فرنټیر کور F.C ( قړل اردوی سرحد) مشر وټاکل شو چې د ټولو سرحداتو د ساتنې مسؤلیت ورپه غاړه و. په کال ۱۹۷۳ کې د پیښور په بالاحصار کې یی له انجینر حبیب الرحمن مرحوم سره وکتل او د افغانستان د استبدادي رژیم خلاف یې د یوې هستی اساس کیښود. بابر صاحب د اسلامي نهضت نورو غړو لکه حکمتیار، احمدشاه مسعود، استاذ ربانی او نورو ته پاکستان ته د هجرت زمینه مساعده کړه. میجر جنرال بابر په ۱۹۷۶ کې د سرحد صوبې ګورنرشو. په کال ۱۹۷۷ کې رسما ً له پیپل پارټی سره یو ځای شو. بابر د ۱۹۹۳ کال په انتخاباتو کې د نوښار په حوزه کې اجمل خټک ته شکست ورکړ او پارلمان ته راعی او په همدی کال د بینظیربوټو په حکومت کې ورته د کورنیو چارو وزارت وسپارل شو. بابر په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان لوړ میډال «دشجاعت هلال» تر لاسه کړ. بابر ته ډیر افغانان د طالبانو د پلار په سترګه ګوري، لکن دی خپله دا لقب نه خوښوي. جنرال بابر په یوازې تن پوځي بلکه سیاسي ژوندی تاریخ دی او هیله ده له «وطن» سره خاصه مرکه یې لوستونکو ته څه نا څه خوندوره وي.

پوښتنه - جنرال صاحب! اوس افغانستان یوی نوی مرحلی ته داخل شوی، د سیمی سیاسی څیری مخ په بدلیدو ښکاري، پاکستان په افغانستان کې خپل نژدې ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي، او شمالي ټلواله قدرت ته رسیدلی ده، امریکا یی هم ملاتړ کوي، او ظاهرشاه هم راغلی دی، تاسو دی تحولاتو ته څنګه ګورئ ؟

ځواب- زما په خیال د انګریزانو هغه مقوله چی وایی Too many cooks Spoil the food «چې قصابان ډیر شي غوا مرداره شي» د اوسنی وضعی په هکله صدق کوي. که د افغانستان تاریخی پس منظر ته وګورو، د افغانستان نسلی ترکیب پراقوامو مبنی دی او متأسفانه په اوسنیو تحولاتو کې هیچا هم په پام کې نه ده نیولی. له یوی خوا اخضر ابراهیمی لږ زیاتی کړی، ځکه چې دی مخکی هم راغلی و او د سولی له پاره یی دلته ‌ډیری ناکامه هلی ځلی کړی دي او بیرته لدی ځایه خفه تللی. [color=yellow:fd6de8543f]دا ځل یی (داسی وکړل) چی څه کسان یی په بن کی راټول کړل او داسی فیصلی یې پری وکړی چې چندان قابل عمل نه ښکاري، مثلا ً که تاسو وګورئ نو کرزی صاحب غریب هم قیدی دی او شمالی اتحاد بالکل آزاد پریښودل شوی او څه پابندي هم پری نشته، ټول اهم پوستونه هم د دوی شوی دي. او پښتون چې له مخکی نه هم ورک وو دا دی یو ځل بیا ورک شو. [/color:fd6de8543f]
د امریکا په هکله باید ووایم چې امریکا خپل مقاصد لري، او دا طالبان هسې یوه بهانه وو. د امریکا له هغه اتحاد څخه ویره کیده چې د چین، روس او ایران تر مینځ د جوړیدو په حال و. ویل کیږي چې په راتلونکی پیړۍ کې به چین ډیر مضبوط قدرت وي، د لمړي ځل لپاره امریکا محسوسه کړی ده چې هغوی ته به د پسفیک (اوقیانوس آرام- یعنی چین او...) سایډ نه خطره متوجه کیږي. او که په پورتني اتحاد کې کوریا، جاپان او نور اتینک ګروپونه شامل شي (چې امریکا ورته «یلو ترور» زیړه ترهګری – وایي نو دا به د امریکا لپاره تر ټولو ستر خطر او ګواښ وي. د امریکا لپاره د دوی په خلاف بیسس Bases يا پایګاه وی، نه وي، امریکا په ځانګړې توګه په پسفیک (اقیانوس آرام) کې مرکزونه نه درلودل، هغوی مزایل استعمالولای شوای، لکن داسې سیمې یې نه لرلې چې هلته هر اړخیزه مرکزونه ولري او بیا له هماغه ځایه چین او په بل عبارت هماغه جوړیدونکی اتحاد کنترول کړای شي. ایران هم د امریکا لپاره په یو خطر بدلیدو ځکه چې تیل لري او دا ډیر مهم فکتور دی، تاسو وګوری له کال ۱۹۷۵ نه د دوی یوه پالیسې پیل شوی وه، [color=blue:fd6de8543f]هغه وخت کې امریکا ویل چې «د تیلو ثقلت او اهمیت به د نیکاراګوا له خلیج څخه د فارس خلیج ته انتقال کیږي » یعنی چې له مکسیکو او سنټرل امریکا به د فارس خلیج ته انتقالیږي. اوس دوی پوه شوي چې که په تیلو کمی او د مکسیکو او خلیج تیل د دوی طلب پوره نشي کړای نو دوی ته پکار ده چې نور استراتیژیک ریزرف (ذخیره) ځایونه باید په لاس راوړي او دغه ریزرف ځایونه یواځې او یواځې د آسیا په مرکزي هیوادوو کې موجود دي. بله خبره دا چې د بوش په حکومت او کورنۍ کې ټول واړه او غټ منصبداران د تیلو د کمپنیو په کارو بار بوخت خلک دي. [/color:fd6de8543f]موږ هم چې په کال ۱۹۹۴ کې افغانستان او مرکزي آسیا ته لاړو، او هلته په افغانستان کې طالبان راغلو نو مقصد مو دا و چې مرکزي آسیا ته – چې قسما ً سیاسی او معاشی (اقتصادی) آزادي ورته ملاو شوی وه – ځان ورسوو. موږ عقیده درلوده که د دی سیمی تیلو ته ځان ورسوو او له هغه هیواده پر افغانستان ترانزیتي سړک جوړ کړو، او تر ګوادر پورې لاره جوړه شي نو موږ ټولو ته به فایده وي. که دغه پلان عملي شوی وای نو هندوستان هم دغه لاری ته ضرورت درلود او له پاکستان سره یې تجارتي راکړه ورکړه زیاتیدای شوی بیا نو د کشمیر مسئلی ته د پاکستان په ګټه حل راوتلای شوای.

[color=red:fd6de8543f][color=yellow]د همدی مرکزی آسیا د تیلو په اړه موږ له «بریداس» سره خبری وکړی، دا د ارجنتین او سعودی ګډه کمپنی ده[/color:fd6de8543f]. دوی (امریکا) وویل چې تاسي یې «یو نوکال» ته ورکړی. موږ ورته وویل، طالبانو هم ورته وویل او ترکمنستان هم ورته وویل چې موږ لاپخوا تعهد له بریداس سره کړی، د همدی خبرې په سر زموږ حکومت هم ولاړ، او ختم یې کړو، بیا که ستاسو یاد وي د طالبانو څه لیډران یې د امریکا «بوستون» ته وغوښتل او هغوی ته یې وویل چې «یونوکال» ته د تیلو دغه قرارداد ورکړئ موږ به تاسو ته سیاسي او اقتصادي امتیازات هم درکړو، خو طالبانو ځان پوه نکړ او چندان دلچسپي یې ونه ښودله. امریکا له هماغه ورځې فیصله وکړه چې نور نو په دی سیمې کې موږ ته پکار دي چې بیس ( قرارګاه) ولرو. تر څو د تیلو د قبضې تر څنګ څنګ پر چین، ایران او روسی کنترول هم ولرو. (امریکا تخمین کړی وچې لس کاله پس به چین ته کم له کمه له دی علاقی څخه ۲۰٪ تیل ضرورت کیږي، نو که تیل امریکا قابو کړي، چین د دوی په ګوتو کې راځي.[/color]

پوښتنه - د اسامه او طالبانو په هکله د امریکا دښمني له کله پیل شوه او دا څومره حقیقي وه؟

ځواب- دوی (امریکا) خپل استراتیژیک اهداف لري، او طالبان هسې یوه بهانه وه، ځکه چې تر کال ۱۹۹۶ پورې زموږ حکومت و، امریکا هیڅکله د طالبانو مخالفت ونکړ... او طالبان هم داسې بلا نه وه چې امریکا ورنه وویریږي.

د اسامه خبری ته تاسو اشاره وکړه، تیر کال په اپریل یا می کې ماته د امریکا د سټیټ دیپارټمنټ (د امریکا خارجه وزارت) یو سړی را روان وو، تصادفا ً (!!) په همدې ورځو کې عبدالوکیل متوکل هم په اسلام آباد کې و، نو ما متوکل ته احوال ورکړ او هغه ماته دلته دشپی مهال راغې، ما ورنه پوښتنه وکړه چې هغه د لبیا د «لاکربی» خبره څه شوه؟ نو په دی طرز باندې تاسو د اسامه خبره ولی نه خلاصوی؟ هغه راته وویل چې خبره ډیره ښه ده، یو قاضي به پکې زموږه کښیني، یو به د سعودي عرب وي ځکه چې اسامه د هغه ملک سړی دی او دوه نور قاضیان دی د نورو اسلامي هیوادونو څخه واخلي او اسامه دې محکمه کړي، لیکن هغوی (امریکایان) چې سبا راغلو، نو دا خبره یې رد کړه او ویې ویل چې څوک پوهیږي چې اسامه ته به سزا ورکول کیږي که نه؟ نو ما ورته وویل چې کوم عدالت تاسو ته مخکې له مخکې دا اطمینان ورکولای شي چې سزا به ورته حتما ً ملاویږي.

خو امریکا اصلا ً خپله اجندا درلوده او پر دی خبرو پسی نه ګرځیده.

پوښتنه - د اسامه په حصه کې تاسو مخکې اشاره وکړه، زما سوال دادی چې آیا اسامه په رښتیا دومره لویه بلا وه چې نیویارک او واشنګتن والوزوی، دا له کومه راغی او چا دومره غټ کړ؟ څنګه مطرح شو؟

ځواب- اسامه په می ۱۹۹۶ کې په سودان کې و، هغه وخت په کابل کې د استاد ربانی حکومت و، او حاجی قدیر دلته په ننګرهار کې ګورنر و. استاد ربانی اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي.

بله دا چې ما امریکا ته همدا وویل چې ستاسو انتلیجنس (استخبارات) هغه وخت چیرته و چې هغه له سودان نه افغانستان ته راتو؟ په جهاز کې راغی، ستاسو جاسوسان چیرته و؟ ولی مو هلته اقدام نه کاوه؟ موږ خو اسامه نه پیژاندو له هغه څخه خو امریکا انترنشنل فیګور (شخصیت) جوړ کړ. هغه یوازې محلی لیډر و خو دوی د ټولی اسلامي نړۍ لیډر ترینه جوړکړ.

بله خبره دا ده چې اسامه له افغانستان څخه وتلو، طالبانو شورا راوغوښته او یوه ورځ یې اوږده کړه تر څو ده ته وخت ملاو شي چې دی ووزی. ما امریکایانو ته د اسامه په اړه وویل چې هغه په هماغو ورځو کې چې د طالبانو د علماوو شورا روانه وه له افغانستان څخه وتلی ده، بدخشان کې ربانی ناست و، ما دا هم ورته وویل چې تاسو (امریکا) سره خو ستلایت شته، تاسو وګوری د اسامه دوه غوجلی وی، یوه په جلال آباد کې وه او بله په کندهارکې او په هغوی کی به اسپې (اسان) ولاړی وي. تاسو وګورئ په همدی ورځو کې چې په کابل کې د طالبانو غونډه وه، هغې نه وروسته هغه اسپی څه شوی؟ ما امریکا ته په هماغو ورځو کې وښودل چې اسامه هغه فلانی ځای ته تللی دی، خو دوی نه منله، خبره یې ولی نه منله؟ کیدای شي د دوی مفادات به داسې وو چې هسې یوه بهانه جوړه کړي. اسامه که هر شی و خو هغه سره داسې امکانات نه وو، دومره اطلاعاتی او جاسوسي معلومات ورسره نه وو چې داسې عملیات تر سره کړي. دا مسایل به ورو ورو راڅرګندیږي. او حقیقت به روښانه کیږي. دوی (FBI) وایی چې موږ صدر بوش ته ویلی وه له مخکی نه چې د داسې عملیاتو بندوبست روان دی، پدی هکله کتاب هم لیکل شوی. چې دا کار به CIA په خپله کړی وي. کیدای شي موساد کړی وی.

امریکا د اسامه په اړه زما معلومات نه منل. له هغې نه مخکی یې له متوکل سره د اسامه پرموضوع هم توافق نه کاوه. د دوی نور مقاصد وو او خپل اهداف یې درلودل. زه وایم چې اسامه امریکا جوړ کړی ده. د اسامه او طالبانو د مشکل د حل ډ‌یری لاری چاری وی لیکن امریکا نه منلی. ما پخوا څو څو ځله امریکایانوته ویلي چې تاسو په افغانستان کې د بیا رغاونی کارونه پیل کړی، تر څو په افغانستان کې خلکو ته کار میسر شي، او چې هلته په افغانستان کې کار او آبادي وي نو له پاکستان څخه به مهاجر بیرته لاړ شي اوس خو چې مهاجر ته وایې وطن ته لاړ شه نو ویل به یې یاره هلته مرګ ته لاړ شم... هلته خو روزی نشته، پیسه نشته، کار نشته، خوراک نشته او ... که په افغانستان کې مکتبونه وی، سوله او ترقي وی، شفاخانی وی، سړکونه وی، د سوکاله ژوند وسایل وی نو خلک دلته په دی دوزخ کې څه کوي؟ مطلب امریکایانو له دی لاری په ډ‌یره اسانی سره بدلون راوستلی شوای چې کار او روزګار پیل شوی وای نو خلک له طالبانو سره نه دریدل، بیا چا جګړه نه کوله. غرب هر څه کولی شوای خو...

موږ غوښتل چې همداسې تدریجی بدلونونه راولو د تلیفون لینونه مو په کابل، هرات، قندهار او نورو سرحدی سیمو کې فعال کړل. تر څو د طالبانو له نوری دنیا سره تماس قایم شي، بانکونه موهلته پرانیستل چې د تجارت په کاروبار کې رونق راشي، په غرب کې د پرتو افغانانو له پاره مو ډیر ښه چانسونه مهیا کړل چې بیرته وطن ته راشي، د PIA سره مو خبری وکړی چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مرمت کار پیل کړي او له دوی سره مو قراردادونه هم وکړل، د خپل واپډا (د اوبو او بریښنا وزارت) کسان مو ولیږل تر څو د هلمند پروژی بیرته فعالی کړي، بیا مو د آریانا هوایي شرکت والا راوغوښتل د هغوی مرکزیت په هند کې و هغوی ته مو د تخنیکي او فني مرستو کورسونه او د لوازمو په هکله قراردادونه وکړل. موږ په اسلام آباد کې ورته ځای ورکړ، د سمنټو فابریکی مو هلته فعالولی، د قندهار د بجلی پروژه مو شروع کړه او ... موږ امریکا ته همدا مشوره ورکوله چې دلته عمرانی کارونه پیل کړی. ما امریکا ته ویل چې مصرف ورکوی هغه طالبانو ته وکړئ، موږ به طالبانو ته ووایو چې یوه فتوا ورکړي چې بس افیون بند!! همدا د مخدراتو ضد مصارف راکړئ چې اوس خو پری د عمران کار پیل کړو.

پوښتنه – تاسو د یو نظامي او سیاسي تجربه کار شخصیت په صفت د امریکا موجودیت په دی سیمه کې د پاکستان او افغانستان له پاره ګټور بولئ که خطرناک؟ دی سیمې ته به امن او ترقي راولي که به په سیمه کې نوره هم بی امني زیاته شي؟

ځواب - مامخکی هم وویل چې امریکا خپل مفادات لري او د هغوې پخاطر دلته راغلي دي، که سبا له چین سره یا روس سره څه کوی نو هم موږ پکې سهیم یو، او که له ایران سره یې کوي هم به پکې شریک یو. ځکه چې ټول همسایه یو او په یوه سیمه کې پراته یو. طبعی ده چې که امریکا د دوی په خلاف دا خاوره (پاکستان او افغانستان) استعمالوی نو زموږ خو به له دی ملکونو سره دښمنی برقراره وي.

بله خبره دا ده چې دوی وعده کړی وه چې له موږ سره به مرسته کوي، موږ طالبانو ته هم بار بار همدا ویل چې تاسو خو قرباني ورکړه، وینه مو وبیوله نو لازمه ده چې د افغانستان د مارشال پلان لپاره هم څه کار وکړی. بیا مو امریکا ته هم وویل چې پکارده چې د یوروپ په شان یو مارشال پلان جوړ کړي چې دا ملک بیرته ودان او سمسور شي. ما ورته وویل چې روسان له افغانستان څخه لاړل تاسو افغانستان یواځې پریښود. افغانانو ستاسو په خاطر ډیر څه وکړل، سره امپراطوري یې له مینځه یوړه. خو تاسو د دوی د ملک په بیا ودانولو کې هیڅ ونډه وانخیستله. طالبان مو راوستل او بیرته مو ختم کړل، مجاهدین مو راوستل او بیرته مو ختم کړل او اوس نو دوی وعده راکړه چې دا ځل راځو نو داسې یې نه پریږدو، او ضرور به عمراني او انکشافي کارونه کوو. لیکن تاسو وګورئ دا ده نهه میاشتې تیری شوی چیرته څه آبادي او عمراني کار شوی؟ چیرته څه پیسه راغلی؟ آیا هغه د پیسو او د کُمک ژمنه چا عملي کړی ده؟

امریکا صادقه نده، کله چې طالبان راغلو، نو موږ ورته وویل چې بهایې دا پوډر، هیروین او دا نور شیان ختم کړئ. امریکایانو ته مې هم وویل چې دا کار د طالبانو په یوه فتوا سره ختمیږي، دوی ویل وبه ګورو، نو کله چې طالبانو فتوا ورکړه او تریاک او هروین یې بند کړل، امریکا د تقدیر پر ځای پر هغوی سنګین بندیزونه نافذ کړل. اوس چې طالبان تللی نو د افیون کر بیرته شروع شوی، په ننګرهار، په هلمند، په بدخشان او... کې او نوی حکومت یې د کنترول توان نلري.

ماته همدا اوس پکه اطلاع شته چې د افیون په زراعت او محصول کې زیاتره د CIA لاس دی، د هغوې په هوایي جهازونو یوې بلی خواته وړل کیږي. دا کار پخوا نه کیدو. هغه شان چې د «ایران کانترا» وو، هلته CIA ولا کوکاین وړل او په پیسو به یې ایران ته په پټه وسلی اخیستلې. دلته هم CIA همدا کار کوي، سمګلنګ (قاچاق) کوي او له انترنیشنل (نړیوال) مارکیت څخه په همغه پیسو باندې وسلی اخلي.

پوښتنه: - ستاسو مطلب دا دی چې د افیونو په قاچاق کې CIA لکه د ایران کانترا په شان لاس لرلو او پر هغو پیسو به یې افغانانو ته وسلی اخیستلې؟

ځواب :- هو! زما د لا په زمانه کې (پخوا) دلته پوډ‌ر نه و، زه تر کال ۱۹۷۷ پوری دلته ګورنر وم. هغه وخت پورې دلته له چرسونه تیل ایستل کیدل، دا د پوډرو کار CIA شروع کړ. د دی کار دوه هدفه وو یو د روسانو د خرابولو او بل دا چې د انکم ( ګټی) له لحاظ ډیر ښه توکی و. په افغانستان کې اوس بیا امریکا ناسته ده خو د مخدراتو مخه نه نیسي، دوی خپلو مفاداتو ته زیاته توجه کوي... دا او په دی اړه ګڼی نورې کیسی یوه فرانسوی ژورنالست په کتاب کې هم لیکلي دي. حتی په کتاب کې دا هم راغلي چې بوش د ‍‍۱۱ سپتمبر له پیښو خبر وو چونکه دوی خپل مقاصد درلودل نو یې...

پوښتنه:- پاکستان د سپتمبر له ۱۱ نه وروسته ۱۸۰ درجی تغییر وکړ، له هغه نه مخکې به یې د طالبانو کلک حمایت کاوه. مشرف صاحب خو لا دا هم ویل چې طالبان د پاکستان استراتیژیک ملګری دي او داسې نور... لیکن بیا له طالبانو څخه لاس پرسر شو، د دی علت څه بولئ؟

ځواب:- یوه خبره د قومی مفاد یا نشنل انترست (ملی کټه) ده، لیکن پخوانیو حکومتونو خو پدی وجه له افغانستان سره تعاون کړی وو چې زموږ وینه یوه ده، جامه یوه ده، خلک مو یو دي، او که سبا په موږ باندې سخت وخت راشي نو دوی به موږ سره باقاعده ولاړ وي. ما ته په خپله ذاتي ‌ډول دا ویل شوی وو (د افغانستان د مشرانو لخوا او هم د طالبانو لخوا) چې کم از کم یو لک افغانان به تاسو ته تیار ناست وي که هندوستان تیری وکړي.

اوس دا یو پوځي حکومت دی، دوی خو نه د عوامو تائید اخلي او نه د هغوې رایو ته ګوري. دوی سره همدا مطلب وي چې څنګه د خپل حکومت عمر اوږد کړي او بس.

د ضیاءالحق نظامی حکومت هم همداسې و.

پوښتنه:- لکن بابر صاحب ستاسو حکومت (د ذولفقار علی بوټو حکومت) خو همدا کؤل او هغه کسان چې د اسلامی نهضت تهداب یې په افغانستان کې ایښې وو او تاسو ته راغلی وو او تاسو ټرننګ کول، د هغوی پرسر مو هم معامله کوله؟ داسې نه وه؟ ستاسو د پیپل پارټي او نظامي حکومتونو د پالیسئ تر مینځ څه فرق و؟

ځواب: - دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو په دی چې موږ ته معلومیده چې د روس (شوروی اتحاد) له خوا موږ ته خطرات دي او باید د هغې له پاره تیاري وتړل شي. خو هغې سره سره موږ بیا دا وکړو چې د کال ۱۹۷۴ په نومبر کې موږ دوی نه دوه کسه واخیستل، یو وکیل عظم خان شینواری او بل یونس خوګیاڼی چې د هغوی په ذاتي طور سره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سره رابطه وه. دوی مو روم ته ولیږل چې اعلیحصرت واپس کابل ته ولاړ شي او دا خبره حل شي، له رباني او حکمتیار او نورو سره مو خبری وکړی دوی وویل چې ټیک ده، دا موږ ته قبوله ده؛ دی به آئیني سربراه یا پاچا وي خو په هغه آئین باندې چې موسی شفیق لیکلی و.

یعنی موږ دا اسره کوله چې ټیک دی، دوی تیار کړئ، د سبا لپاره، ځکه چې خطره روس څخه شته. په دی چې هلته خو مخکیني ایدیالوګ و، بریژنیف وغیره، له کال ۱۹۱۷ څخه د «ګریټ ویل» لویه آواز- وه او کرار کرار یې مرکزي آسیا مکلونه ونیول نوموږ وویریدوچې روسان دا کوشش ونکړي چې پرموږهم حمله وکړي ځکه چې حالت اوس سازګار دی.

بیا په افغانستان داودخان راغی، د روسانو ښه ملګری و، د داود له راتګ سره روس ته دا موقع ملاو شوه چې د افغانستان او بیا ورو ورو د انډیا په طرف وړاندې شي. خو د روس د توسیع خطر موږ ته هم متوجه و. د دی خطر په وجه موږ د افغانستان د اسلامی نهضت غړوته ټرننګ پیل کړ. خو ورسره ورسره له داود خان سره مو هم خبری روانی وی. بیا په ۱۹۷۷ کې دلته داغی چې ډیورند په کرښه خبری وکړي او داود د ستخط (لاسلیک) ونکړ.

زموږ د پالیسی دوه ټکی وو، یو یونیټی (یو والی) او بل انټګریټی (بشپړتیا)، دا دوه ټکي مو د افغانستان لپاره ګټور ګڼل. ځکه که دا دوه شیان ګډوډ شوی وای نو دافغانستان امن به ورسره ختمیدو. او چې په افغانستان کې امن نه وي نو موږ به په هیڅ صورت کې په امن کې نشوای پاتې کیدلی ځکه چې بیا خو روسانو ته زموږ په لور راتګ هیڅ نه وه. ډیرو دلته په پاکستان کې دا خبره کوله چې د پاکستان مفادات تر هندوکش پوری دي. دا خبره په اوسنیو وختو کې هم ډیرو کوله خو زموږ باور وو چې تر څو په افغانستان کې امن او مسلط نظام نه وي دلته په پاکستان کې هم امن نشي راتلای.

موږ په کال ۱۹۹۴ کې (د مجاهدینو د حکومت په دوران کې) افغانستان او له هغه ځایه ترکمنستان ته لاړو او له ځان سره مو ډیر غربي ديپلوماتان هم بیولي وو، هغوې ته مو وویل چې دا ملک آباد کړي، په افغانستان کې مې ټولو (ربانی، اسمعیل خان، دوستم او مرحوم مسعود صاحب) ته وویل چې ګورئ بهایې دا خلک ستاسو ملک آبادوي او دلته به یوه لویه لاره جوړه کړي. خو دوی شک کاوه، ایران او هند هم نه غوښتل دلته لاری جوړی شي او آبادي راشي. کله چې موږ یو کاروان روان کړو نو په قندهار کې هغه وخت دوی بند کړ، او بیا طالبان راغلو کاروان یې آزاد کړ.

د طالبانو هر چا صفت کاوه، دوی امن راوستی و، په سړ کونویې ‌ډاکې او شوکي ختمې شوی او کامل امن وو. نو موږ ویل چې یو وار امن راشي بیا به ډیر کارونه وشي.

ګورئ طالبان په ۱۹۹۶ کې د سپتمبر په میاشت کابل ته ننوتل، نو په اکتوبر کې زموږ او د دوی او شمالی اتحاد تر مینځ په مزار کې خبرې شروع شوی، اول لاړو کابل ته د طالبانو له شورا سره مو خبری وکړی بیا له هغه ځایه قندهار ته لاړو او له ملا عمر سره مو خبره وکړه، هغه بیا ملاغوث راسره کړو بیا ولاړو مزار ته. دوستم سره مو خبری وکړی. دوستم هم زموږ د طرحی ملاتړ وکړ. یوه مسوده جوړه شوه چی پنځه پراګراف یا بندونه یې درلودل. لومړی بند یې دا و چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشراف لاندی ټولی پریکړی منو. دوهم دا چې اوربند به وي او بندیان او د مړو جسدونه به یو بل ته ورکول کیږي. خو پنځمه فقره دا وه چې داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځي. پدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر «سایمن جونیر» ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته « ډاکټر هول» هم له ځان سره بوزه ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره ده ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو. دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ‌ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډ‌ی وخت شو، هول وویل چې دا خو عجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډ‌ر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره وي. دوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټر هول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئ. بیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاري، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول.

بیا د رابن رادرافیل فعالیت شروع شو. هغه راغی د ډسمبر ۱۹۹۶ کې ... ده د طالبانو ډیر صفت کاوه. بیا په ۱۹۹۷ کې له طالبانو سره خبرې پیل شوی، لیکن هیڅ نتایج یې ورنکړل. خو دومره ویلی شم چې زموږ د حکومت په دور کې هر څه سم او صفا روان وو، له هغه وروسته هم چې له طالبانو سره څومره تماسونه شوي زما په ذریعه شوي دي. دا ګلبدین حکمتیار هم ماته په تلیفون کې وویل چې زه د طالبانو خلاف جنګ پیل کوم، ما وویل طالبان پریږده. بیا د هغه قوماندانانو ما سره خبرې وکړی او ټولو له جنګ نه انکار وکړ. حکتیار ویل چې زه کابل ته ځم، ما ویل مه ځه.

مطلب دا که زموږ حکومت پاتې شوی وای نو د افغانستان مسئله به هم یو معقول حل ته رسیدلی وه. حتی چې په ۱۹۷۶ کې موږ له ظاهرشاه سره تماس نیولی و او حاضر وو چې دوباره اقتدار ته ورسي، بیا په ۱۹۸۸ کې شورا مشورتی جوړه شوه، د ISI والو راته وویل چې دغه حکومت په رسمیت وپیژني، موږ ورته وویل چې تاسو لږ صبر وکړئ، دغه حکومت دی ځانته یو رسمی او بین المللی شخصیت جوړ کړي او هغه د حکومت پنځه شروط چې یو حکومت یی باید ولري، دی پوره کړي نو موږ به یې هم په رسمیت وپیژنو. بیا هم د دوهم ځل له پاره موږ په کال ۱۹۸۹ کې (وکیل عظم او یونس خوګیاڼی) راوغوښتل او اعلیحضرت ظاهرشاه ته مو ورولیږل، خو هغه غاړه کینښوده. ظاهرشاه وویل زه مشوره کوم بیا پاکستان ته راځم، او هغه ځل هم په جولای کې ۱۹۸۹ کې زموږ حکومت ختم شو. بیا مې په دریم ځل چې زموږ حکومت راغې په ۱۹۹۳ نو ظاهرشاه ته مو سوال ځواب ولیږو داځل مې بینظیر بوټو د دفتر مشر (اقبال صاحب) ظاهرشاه ته ورولیږو چې راشي او دلته دا افغانانو سره یوه ځولۍ کړي خو هغه انکار کاوه، ده له هغه خوا سردار عبدالولی راولیږو (د ظاهرشاه زوم)، د هغه شخصیت کمزوری و ... نو موږ ورته ویل چې ته خو راشه یو ځل پدې کمپونو او... باندې راوګرځه له خپلو عوامو خبر واخله دا به ستاسو شخصیت ته ډیره ګټه ورسوي. زماله اول نه عقیده دا وه چې که ظاهرشاه راشي نو هغه به ډ‌یر اهم رول ولوبوي. که نور څه نه وي نو افغانان خو پری متحد کیدلی شي.

ما د ضیاءالحق د مارشالا په دور کې هم هغه ته ویلي دی چې ظاهرشاه راوغواړي، خو ضیاءالحق به ویل دا بوډا به څه وکړای شي؟ که ستاسو په یاد وي په اتیاومه لسیزه کې دلته په پیښور کې یو کنفرانس جوړ شو، قاضی محمد امین وقار او دا نورو ویل چې ظاهر شاه راولو. ما ورته ویل رایې ولئ ولو که مړ هم شي، د هغه به مقبره وی، زیارت به پری جوړ شي.

ستا د پخوانی سوال ځواب کې دا هم وایم چې، ضیاءالحق هم د خپل ځان مفاد ملي مفاد ګڼلو. هغه به دا ویل (Last bullet last afghan) آخري مرمۍ آخري افغان – مطلب دا چې تر څو یو کس افغان هم پاتې وی زه به مرمۍ ورکوم چې وجنګیږي.

زما مطلب دا دی چې کله سیاسی حکومت راشي، هغه سیاسی فکر لري، خلک پیژني، رابطی وی او ... او د پوځي حکومت خو له عوامو سره رابطه نه وي. یعنی ځیني خلکوته نشنل انتریست (ملی کټې) هغه ښکاری چې کوم کرکټر (شخصیتونه) په حکومت کې دي. د هغوې ګټې ملي ګټی دی. خو په حقیقت کې د ولسونو ګټی ملی ګټی دی نه د افرادو.

بوښتنه: - له طالبانو سره د امریکا د مستقیم یا غیر مستقیم مرستو په حصه کې تاسو څه معلومات ورکولای شئ. تاسو د طالبانو ډیر نژدې دوست پاته شوي یاست. امریکا د طالبانو حمایت کاوه او که نه؟ او که یې حمایت کاوه نو علت یې څه وو؟

ځواب:- موږ د طالبانو په دور کې یو کاروان (زما خپل) له موادو ترکمنستان ته ولیږه او اوس واپس بیرته سم سلامت راغی. بیا زه د امریکا سفیر ته ورغلم ورسره مې د یوروپ او جاپان سفیر هم تر لاس ونیو اول مې هرات ته بوتل هغې نه پس مې کندهار او نورو علاقو ته بوتلل تر څو په خپلو سترګو هغوی ته وښیم چې دلته پوره امن او امان دی او دلته د ګیس پایپ لاین، ریلوی (اورګاډی لاره) او نورو پروژو لپاره زمینه مساعده ده او دوی ته هم پته ولګیږی چې دوی هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی.

لیکن ماته نه ده معلومه چې مستقیماً امریکا له طالبانو سره مرسته کوله که نه. خو طالبانو ډیرو پیسو ته ضرورت نه درلود. تور غونډۍ کې ډیره لویه ذخیره له اسماعیل خان څخه پاتې شوې وه. اما د خوراک او د تیلو ضرورت خو موجود و او زما چې څومره فکر دی دا ضروری مواد په بشپړه توګه زموږ له لوري ورکیدل. زه درته یوه کیسه کوم. زه چې اول کابل ته لاړم، په تنور باندې روټی ګرانه وه، چې تپوس مې وکړ ویل یې چې اوړه نشته چې بیرته پاکستان ته راغلم ما «جهانګیر کرامت» لوی درستیز ته تلیفون وکړ، ورته مې وویل چې تاسو سره چې په پیښور کې د پوځ لپاره کوم سټاک (ذخیره) شته، هماغه د شپږ، میاشتو سهمیه د پوځ په نوم واخله او نوره د NLC (نشنل لوجستک کارپوریشن) کابل ته واستوه... دوه ورځې وروسته په کابل کې د روټی قیمت راپریوت... یوه بله ورځ راپور راغې چې په جلال آباد کې روټۍ نشته او له دی ځایه پخه روټۍ ځي. ما خپل جیپ راوخیست او یوازې سیده جلال آباد ته لاړم، هلته چې ورسیدم هر څه مې وکتل ټیک ټاک وو...

هو! دا ضرورتونه موږ په خپله رفع کول، دا زموږ پلان وو چې ریلوی جوړه شي او پایپ لاین وغځیږي. له هسپانیې څخه مو پیسې او د سټلایټ په واسطه مو سروی وکړه، برایداس کمپنی یو کس راکړ، د افغاننانو جامی مو ورواچولې، بیا مې له طالبانو سره ولیږو تر څو د ځمکې له لاری هم تصدیق او سروی وکړي.

ترکمنستان سره مو خبرې وکړی بیا مو د لارو پلان جوړ کړ چې دا یوه لاره به له اوزبکستان او ترکمنستان په قندهار او په فراه باندې راتیریږي. بل لاره به په قزاقستان، چین او په ګجرات راځي... همداسې یو پروتوکول لاسلیک هم شو. اوزبکستان راته وویل چې موږ د ترکمنستان په لاری نه راځو، نو موږ ورته وویل چې تاسو له شبرغان څخه مستقیما ً هرات ته خپله لاره جوړه کړئ، د هرات به هم پدی کې حق جوړ شي او سهم به ورورسیږي. له هغه ځایه ایران ته هم تلای شی، او پاکستان ته هم راتلای شي او که ترکمنستان ته تلی نو هم لاره شته.

زموږ پکی لوی لالچ دا وو چې په کراچي کې همیشه زموږ مشکل پیښیږي، نو ګوادر به په کار واچوو چې دا بندر هم ترقي وکړي. څه خلک به د کاروبار لپاره ګوادر ته ولاړشي.

بله لویه خبره دا ده چې دا لوی چیز (پایپ لاین) جوړ شي او ملتان ته راورسیږي، نو هند به غواړي چې ما ته هم تیل او ګیس راکړي، تاسو وګورئ چې انډسټري (صنعت) ټول په انډیا کې دي خو مارکیټ په مرکزي آسیا کې، نو دا به یو له بل سره تړون خوري او دا ټولې منطقې ته ګټه ده.

اوس ایران دا هر څه سپلایی (تهیه) کوي. ایران یې نشي کولاې. ایران دا نه غوښتل چې دا لار (چی مخکی مو ورته اشاره وکړه) پرانیستل شي. په دی چې د ایران له بندر عباس نه واخله ترکمنستان پوری لار ۳۲۰۰ کیلو متره ده او سخته لاره ده. زموږ پلان شوی لار ۱۵۰۰ کیلو متره ده، ۸۰۰ کیلو متره تر چمن پورې جوړه روغه او تیاره لار ده. او بیا تر هراته پورې ۸۰۰ کیلو متره، سړک مات ګوډ شته لیکن موږ خو پلان درلود چې ریلوی لاین به غزول کیږي، موږ ویل چې له تور غونډۍ تر هرات به ریلوی لاین راولو. هرات به مرکز شي، ځکه چې زموږ او ترکمنستان ګیچ مختلف دی. تر هراته به د ترکمنستان په ګیچ راځي او له هرات نه به زموږ په ګیچ راځي.

دا زموږ په لاره ټولې سیمې ته پکې فایده رسیده، دلته هندوستان ته هم فایده وه، د کشمیر مسئله هم د همدې اقتصادي راکړی ورکړی له لاری، چې اټکل شوې وه قایمیږي به، حل کیدای شوه.

له هندوستان سره به درې لارې فعالیدلی، یوه به په لاهور راتله بله به په کوکرپارد او دریمه په واګه. نو دلته چې د ریلوی تیار سړک موجود و له دی لارو له انډیا او له هغه لارې بنګلادیش، برما، مالیزیا او اندونیزیا سره دا ټولې سیمې سره تړل کیدلی او ګټه به پکې د ټولو وه. بیا نو په یو بس سړی کولی شوای دا ټول هیوادونه راوغواړی، مرکزی آسیا هر څه ته اړتیا لري ځکه چې روسانو همداسې تش پریښی دی. افغانستان کانسټرکشن (رغونې) ته ضرورت لري، سمنټ ته ضرورت لري، سمنټ په مرکزی آسیا کې ‌ډیر ارزانه دي، نو کیدای شي چې په هرات، قندهار، غزني او شمال کې د سمنټ عمده مرکز جوړشي. غنم هلته په مرکز آسیا کې ډیر ارزانه دي، بیا به په همدې توګه د تیلو تجارت، د ګیس تجارت، د نورو شیانو تجارت د وچې میوی تجارت د لاسی صنعت کاروبار د قالینو کاروبار او ... دا ټول د دی هیواد تر مینځ انکشاف کولی شي.

پوښتنه:- نو امریکا بیا ولی د دومره اهمی پروژی سره دلچسپي نه اخیستله په دی کې د امریکایي شرکتونو او کمپنیو تر مینځ څه مشکل و که حکومت څه نوری ملاحظی درلودی؟ او که د ایران او نورو مزاحمت وو؟

ځواب:- د امریکا هغه دا خیال نه وو چې دا پروژه به کامیابه شي، د هغه وخت حکومت ته ایران او چین هم دومره استراتیژیک اهمیت نه درلود. خو له ټولو نه مهمه خبره دا ده چې هغوی د تیلو د کمپنیو خلک نه وو او د دی کار په ګټه ډیر نه وو، د بوش حکومت چې راغی نو دوی ټول د تیلو د انډسټري خلک دي د دوی علاقه له افغانستان او دی پروژو سره زیاته ده.

د ایران خبره دا وه چې موږ به افغانستان ته لاړو نو هلته به په مزار کې د بروجردي جهاز ولاړ و. فهیم به په هند کې ناست و، او دوستم ته روس او ایران کمک کاوه، ما ته مالک ټولې خبرې کولی چې څوک کومک کوي. نو شمالي اتحاد سره دوی کمک کولو. بل دا چې شمالي اتحاد په خپل منځ کې هم متحد نه وو، او له موږ سره به یو ځای د ټولو نمایندګان ناست وو.

مسعود دا غلطی وکړه چې کله یې کابل پریښود نو ټوله وسله یې پنجشیر ته یوړه او پلونه یې په ځان پسې بند کړل، بیا کله چې طالبان مات شول او مسعود شمال ته ولاړ نو له دوستم څخه به یې وسله اخیستله، دوستم ما ته ویل چې احمدشاه مسعود زما په موټي کې دی. خو اصلا ً بی وقوفي د امریکایانو وه، اوس هم دوی بی وقوفي کوي. ګورئ افغانستان تقسیموي. له دوستم سره بیل کمک کوي، له اسمعیل خان سره بیل، پدی کې د افغانستان مفاد نشته.

لیکن زموږ پالیسي د افغانستان یووالی و، زما هم له دوستم سره ‌ډیر ښه تعلقات و او له اسمعیل خان سره هم. خو تاسو وګورئ طالبان زموږ حکومت (د پیپل پارټی حکومت) په رسمیت ونه پیژندل، هغوی ته موږ ویل چې تاسو د پوره افغانستان نمایندګي نه کوئ، شمالی اتحادبیل دی. لیکن زموږ څخه وروسته نوازشریف راغی او هغه په رسمیت وپیژندل.

مخکې هم تل زموږ کوشش دا و چې افغانان متحد وي، زموږ په اول دور کې (د ذولفقار علي بوټو په دورکې) موږ ټول مجاهدین متحد ساتلي وو. خو کله چې ضیاءالحق راغې نو پر دوی یې پیسی بندی کړی او دوی څوک چیرته او څوک چیرته او چاته لاړو. بیا چې کله زموږ حکومت په ۱۹۸۹ کې راغی بیا مو وویل چې د همدی ۷ ډلو څخه یو حکومت جوړ شي. خو ISI او غلام اسحاق خان زموږ تائید نه کولو. بیا زموږ نه وروسته نوازشریف راغې نو هغه ډ‌یرې ستری غلطۍ وکړی. هغه د اسلام آباد معاهده وکړه او تر ټولو ضعیف او کمزوری سړی مجددي یې کابل ته ولیږو. بیا یې د پیښور معاهده وکړه او رباني یې ولیږو، رباني بیا نو ځان په چوکۍ ټینګ کړ اود چوکۍ لپاره یې ټول وطن تباه کړ.

ماته په کال ۱۹۹۲ کې هم د ISI جنرال ډایرکټر وویل چې له نجیب سره خبری کوو، ما نجیب ته احوال ولیږو چې خبری سره کوو، نجیب راته ویل چې چیرته وایی او په کومه کچه چې وایې زه تیار یم. بیا دلته دوی ویل (د پاکستان مقاماتو) چې اول د انتلی جنس (استخباراتو) په سطحه خبری کوو، په ژنیو کې ځای وټاکل شو، نجیب له هغه ځای څخه یعقوبی (د استخباراتو رئیس) او خپل سکرټر توخي راولیږو او ورسره فردوس هم وو (فردوس هغه کس دی چې د لومړی ځل لپاره یې حبیب الرحمن له پاکستان سره معرفی کړ او دلته یې بابر ته راوست، پدی وخت کې (۱۹۹۲ کې) فردوس له نجیب سره په کابل کې و، دی اصلا ً د کامی دی) ما هم له نجیب سره د فردوس له لاری تماس نیولی و. له دی ځای څخه د ISI جنرال ډایرکټر زه له ځان سره بوتلم، دا خبری کامیابه نشوی. د نجیب پیغام دا و چې زه قدرت خوشی کوم، تاسو یو پلان جوړ کړئ، یوه اداره جوړه کړئ چې زه ورته قدرت وسپارم ترڅو د قدرت خلا پیدا نشي.

خو د افغانستان تراژیدی دا ده چې کله د غوڅو او سیی فیصلو وخت راغلی په پاکستان کې حکومت بدل شوې.

پوښتنه:- یو سوال تاسو ته مستقیما ً راجع ده، د افغانستان د مقاومت نظامي اړخ تقریبا ً له پاکستان څخه پیل شوی، هغه وخت تاسو د صوبه سرحد ګورنر وئ، که دا معلومات راکړئ چې د اسلامي نهضت کسان دلته د لمړی ځل لپاره په خپله راغلي وو، که ذولفقار علی بوټو دعوت کړي وو، او بیا څنګه د دوی د ټرننګ پروګرامونه جوړ شول؟ آیا دا د افغانستان په چاروکې مداخله نه وه؟

ځواب:- خبره دا وه چې اول خوپه افغانستان کې یو قانونی سیستم او قانونی نظام روان و. پادشاهیت و، یعنی که اعلیحضرت مړ شو زوی به یې پاچا وي او همداسې یو تسلسل به روان وي. لیکن کله چې سردار داود خان کودتا وکړه نو هغه تسلسل مات شو. [color=red:fd6de8543f]زموږ دا اندازه وه چې له دی نه پس به ټول نا آشنا او نوی خلک راځي او بی امني به راځي. چون موږ د افغانستان همسایه یو نو زموږ ګټی هم دا دي چې هلته امنیت وي. [/color:fd6de8543f]
په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښی انجینر حبیب الرحمن راغی. هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه. زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم. نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وه. دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلی وو، هغه وخت زه هم مهمندو ته تللی وم. سړک مو جوړاوه، مرحوم حبیب الرحمن را ته د کابل حالت او د داودخان د حکومت وضعه بیان کړه او د کمک غوښتنه یې وکړه. [color=blue:fd6de8543f]داود خان موږ ته معلوم و. او خبری یې هم داسې کولی چې د خطری بوی ترینه راوتلو. او روسان هم له داود سره جوړ ول، روسانو غوښتل چې کرار کرار ځان ګرمو اوبو ته راورسوي. نو ما بوټو صاحب ته وویل (د هغه خو ډیره پراخه دیدګاه وه) چې دی خلکو سره څه کول پکاردي، هغه وویل چې ته دسیمی پوره جانچ (تفتیش) واخله او ټوله اوضاع ښه دقیقه مطالعه کړه. موږ خپله سټډی (مطالعه) وکړه[/color:fd6de8543f]، موږ یقین درلود چې په چین کې « چاو» مړشونو «مایو» هم د مړینې په حال کې و، نو کوم نوی قیادت چې راځي له هغه سره خپل خاص پروګرامونه دي. روس کې هم وروستي یو دوه ایدیالوک پاته وو. او دی نه پس د نسل او قیادت یو تغییر راځي، د هغوی به خپل ډاینامکس وي. ایران کې د شاه ګرد چاپیر درباریان دي او که شاه بیمار شي یا مړشي نو بیا دا درباریان حالت نشي کنترولولای. هندوستان خو هسې هم زموږ لپاره خطره وه، موږ ته په څلور طرفه خطرات دي. [color=red:fd6de8543f]په افغانستان موږ نه غوښتل چې حالت دی خراب وي. لویه خبره داوه چې کیدای شي روس له دی حالتونه فایده او چته کړي او افغانستان ته راننوزي.
نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته ترننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و. دوی به د کابل له کالج اویونیورسټي څخه هلکان راوستل او موږ به دلته ترننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل تر څو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. موږ دلته دوی هریو ته بیل بیل کارونه سپارل. ربانی به شبنامی او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کؤل. [/color:fd6de8543f]
لیکن په ۵ د جولای ۱۹۷۷ کې زموږ حکومت له مینځه ولاړ او ضیاء الحق بدبخته راغې او د هغه ځانله فکر و ، هغه پر دوی کمک بند کړ او ویل یې چې دا زما کارندې چې زه د افغانستان لپاره دلته خلک ټرننګ کړم، هغه هر څه بند کړل او چې بند یې کړل نو دوی څو تقسیمه شول.

دلته اول انجینر حبیب الرحمن راغې، بیا ګلبدین حکمتیار راغې، بیا احمدشاه مسعود راغې وروسته بیا څلور پنځه کسان نور راغلل. موږ ورته وویل چې تاسو له موږ غواړې چې دلته ټرننګ راکړی، خدای مو کامیابه کړه او که کامیابه شئ نو د ملک حالت به مو څوک قابو کوي، تاسو خو هلکان یې. دوی ویل موږ سره سړی او کدرونه شته، موږ ویل تاسو سړی راته وښیې؟ دوی بیا د استاد ربانی نوم واخیست... نو دوی ټول د ربانی ګروپ وو.

خو په جولای کې چی دا کومکونه بندشو، بیا په ۱۹۷۸ کی دوی ماته راغلو او ویل یی چی پیسی هم نشته او بل شی هم نشته، موږ په ډیر بد حال یو او خلک له موږ څخه طمعه کوی. نو ما دا وکړل چی اول می شاه، ایران ته پیغام ولیږو چی موږ دا خلک ټرننګ کړی وو، لکن ضیاءالحق هر ځه بند کړی نو ته له دوی سره مرسته وکړه. فکر کوم دسپتمبر که اکتوبر میاشت وه ماله بی بی سره ( نصرت بوټو) څه جلسی هم پدی هکله وکړی او شاه ایران راته وویل چی په دریو ورځو کی به ځواب درکړو. په همدی ورځو کی زه د مارشالا حکومت جیل ته ولیږلم، یو کال بندی وم، چی راووتم نو هغه وخت د ایران شاه له مینځه تللی و. نو د ایران خبره هم ونشوه. نو بیا ما دوی امریکایانو ته بوتلل.زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام آباد کی هغه هم کور جوړاوه او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کورته ورلیږل، خو په سفر کی به می خبره ورته کوله ، ورته ویل به می چی ګلکار درغی، او چی به می ورته وویل چی د بجلی ولا (برقی) درغی نو احمدشاه مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کی له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وویل چی تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړی او ماته یی وویل چی ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.

روس خو په دسمبر ۱۹۷۹ کی راغی. امریکا دوی سره په می کی کومک شروع کړ ( یعنی مالی کومکونه وغیره) ISI اوضیاءالحق په دی کارکی نه وو.

کله چی روسان راغلل نو امریکا په ضیاءالحق او ISI فشار واچاوه چی مجاهدینو ته کومک پیل کړی، بیانو ISI او ضیاء کومکونه شروع کړل.

تاسو وګوری موږ په هغه وخت کی چی دوی ته تر ننګونه ورکول نو په عین وخت کی مو له داود خان سره هم خبری کولی او له اعلیحضرت سره مو هم خبری کولی چی په سیاسی طور دا مسئله حل شی. خو ضیاءالحق نه غوښتل دا مسئله په سیاسی طور حل شی، ځکه دا اعتقاد درلود چی تر څو په افغانستان کی جنګ وی ترهغو پوری به امریکایان دوی پر قدرت بریږدی.

خوامریکایان داسی خلک دی چی تر څو یی پکار یی کاردرنه اخلی او چی کاریی پوره شی نو بیا دی ختموی. په اپریل کی ضیاءالحق ذولفقار علی بوټو پانسی کړ، خو په جون کی د امریکا یو مهم سړی ماته راغی او راته ویل یی چی تاسو له ضیاءالحق څخه خلاصوو. او «چشتی» یا «سوار» به راولو. په کویټه کی زموږ میټنګ وشو، بیګم بوټو وه، بیګم بوټو وه، محترمه ( بینظیر) وه، یحیی بختیار و، جنرال ټیکه خان و او زه وم. دوی ته می وویل چی یو امریکایی ماته وویل چی له ضیاءالحق څخه موخلاصوم... دوی راته وویل چی په یو جنرال او بل جنرال کی څه فرق دی لاړشه او امریکایی ته ووایه چی د دی کار ذمه واری په غاړه اخلی که نه؟ جنرال چشتی خو انکار وکړ او سوار خان هم وویل چی واړه واړه بچی می دی زه هم دا کار نشم کولی.

که تاسو د دی پس منظرته وګوری نو په اګست ۱۹۷۹ کی ضیاءالحق پدی پوه شو چی امریکا می خلع سلاح کوی نو فورا ً برطرفه کړ... او دسمبر کی روسان راغلل. مطلب دا چی په سیاست کی منفعت طلبی ده، وګوره بوټو صاحب یی پری پانسی کړ، او په جون یا جولای کی یی ضیاءالحق ختموو خو په دسمبر کی بیا ضیاء د امریکا تر ټولو ښه دوست و.

پکار خو دا وه چی د روسانو له راتګ سره امریکا او ضیاء الحق د مجاهدینو لپاره جلاوطنی حکومت جوړ کړی وای. همداسی کار انګلستان د « دیګول» لپاره وکړ په تبعید کی یی هغه ته حکومت جوړ کړ، همداسی کار د مارشال تیتو لپاره په یوګسلاویا کی شوی و. خو دوی دا کار نه کاوه او همدا یی خوښه وه چی مجاهدین بیل بیل وی.

پوښتنه:- تاسو د ضیاءالحق د اختلاف اچولو سیاست ته اشاره وکړه، خو ستا په عهد کی هم د مجاهدینو تر مینځ اختلاف وو. حتی هغه وخت چی څو محدود کسان تاسو په بالاحصار کی روزل. ددی علت څه و؟

ځواب:- [color=blue:fd6de8543f]د مسعود او حکمتیار په منځ اختلاف و. زه هغه وخت کی ګورنر وم. هغه اختلاف داسی و چی یوڅو شبنامی او څه نورشیان له دی ځایه افغانستان ته استول کیدی ( د مسعود د څو ملګرو په واسطه) نو هغه د غلطو خلکو ( د داود د حکومت) لاس ته ولیدلی. نو حکمتیار ویل چی دا کار قصدا ً شوی او دا خلک د حکومت سره لاس لری. چوم داوړه ( مسعود او حکمتیار) ځوانان وو نو له همدی ځایه اختلافات شروع شول. بیا شرعی محکمه جوړه شوه او قاضیانو د مسعود پدی ملګرو سزای موت(د مرګ سزا) صادر کړه. ما دوی ته وویل چی دا کار روایی به دلته نه کوی. نو ما مسعود بچ کړ. [/color:fd6de8543f]
کله چی په ۱۹۷۷ کی زموږ حکومت ړنګ شو. نو مسعود له هغه نه پس فرانسی ته لاړ. فرانسویانو په خپل لاس کی ونیو او سبقونه یی ورته پیل کړل. هغی نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه) شو. بیا د فرانس په واسطه په افغانستان کی فعال شو. [color=yellow:fd6de8543f]فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود. هغوی روسانو ته وویل چی تاسو مسعود مه وژنی. هغه به تاسو سره مفاهمت کوی... تاسو وګوری که سالنګ تونل بند شوی وای نو د روسی کاروانونه به څنګه پدی بریالی شوی وای چی خپل عملیات وکړی؟ ! که سالنګ بند وای د شوروی هیڅ رنګ کومک افغانستان ته نشوای رسیدلی. خو مسعود دا لاره د روسانو پر مخ پرانیستی پریښی وه. [/color:fd6de8543f]پوښتنه:- تاسو مسعود له مخکی هم دلته لیدلی و. او تاسو سره یی ډیر ارتباط و. آیا مخکې هم تاسو داسې شک درلود د هغه د شخصیت په هکله یا د هغه د ارتباطاتو ............................................................


و.افغان
04.10.2009

د پاکستان داخله وزير ځينې داسې څرګندونې کړي دي، لکه دغه پورتني وزير چې
له ما سره په عادي خبرو کې کړې وې:
نو اوس دې ځينې ورونه ووايي: چې وزير به راته دروغ ويلی، يا به یې زه غلطولم او که څنګه؟
ددې خبيثانو لاسونه ډېر اوږده دي، د پښتون کور کور ته ننوتي دي، پښتون په
پښتون وژني.
خو الله به هغه ورځ ژر راولي چې پښتون په کې د پښتون ورور شي، او ورسره دا
ظالمان او ځينې تش په نامه پښتانه ددال خورو غلامان ټول سره يو ځای مختورن او ذليل شي.

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/10/091003_hj_a.shtml

د حکيم الله مسيد د وژل کېدو ادعا شوې

سيد انور
له کابله



ښاغلی مسيد
که د حکيم الله د وژنې خبره رښتيا شي نو دا به د ورستيو کې څو کلونو په ترڅ کې طالبانو ته يو بد ګزار وي .
د امريکا استخباراتي چارواکو ادعا کړې چې د پاکستانيو اورپکو نوی مشر
حکيم الله مسيد وژل شوی دی .

دوی وايي چې حکيم الله د پاکستاني طالبانو له يوې بلې ډلې سره په نښته کې وژل شوی دی .

امريکايان وايي چې دوی لا تر دې مه په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دي او لا هم په دې اړه څېړنې کوي .

خو تر ډېره بريده هغوی په دې باور دي چې نوی طالب مشر حکيم الله مسيد وژل شوی دی .
د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم تر دې وړاندې ادعاکړې وه چې د طالبانو نوی مشر د طالبانوله يوې بلې ډلې سره په خپلمنځي شخړه کې وژل شوی دی .

رحمان ملک ويلي و چې که حکيم الله مسيد ژوندی وي نو طالبان دې ويډ‌يو خپره کړي .

خوطالبان تر اوسه پورې د خپل نوي مشر د وژل کېدو پخلی نه کوي.

دغه راز يو تن چې ځان حکيم الله مسيد بولي د بي بي سي د اسلام اباد دفتر ته يې د ټلېفون په مټ ويلي چې دی ژوندی دی او دخپلې ډلې مشرتوب کوي .

خو دپاکستان دکورنيو چارو وزير بي بي سي ته وويل چې د حکيم الله مسيد د ورور غږ دهغه له غږ سره ورته دی او اوس له رسنيو سره په خبرو کې هڅه کوي چې وښيي دده ورور حکيم الله مسيد ژوندی دی .

د طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسيد دمړګ په اړه هم څو ورځې دشک او ترديد خبرې کېده خو بالاخره طالبانو دهغه د وژنې پخلی وکړ.

شننونکي په دې اند دي چې که حکيم الله مسيد وژل شوی وي نو دا به د پاکستاني طالبانو لپاره يو سخت او مرګونی ګزار وي .

ځکه په دې وروستيو کې دبيت الله مسيد له وژل کېدلو وروسته دهغه د وياند په ګډون څو تنه طالب مشران دپاکستاني حکومت له لوري نيول شوي هم دي .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more