نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکوچنی اختر په مناسبت طالبانو دمشرتابه پیغام او دهغه نوی ټکی ...
beett
19.09.2009
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین والصلوة علی قائدالمجاهدین اشرف الانبیاء والمرسلین وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین . امابعد!
يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162
دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نیکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)
دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه
متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي ؛ له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم .
الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې "ناټو" په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبلیغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد کړنو ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره د يرغلګرو په وړاندې مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.
اشغالګروته ښايي چې له سکندری یرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه ترلاسه کړه؟
اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د"خنجر" اود"پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې بس نه ده؟
ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسیدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.
پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني .
په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.
د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودترحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دى.
دیرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربیره بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.
طبیعي خبره ده چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي
له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.
زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول دى؛[color=darkred:81103b8229] د غه هدف ته د رسيدو لپاره په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، [/color:81103b8229]خودابه هغه وخت نتیجه ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.
ب : [color=red:81103b8229]د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای[/color:81103b8229].
له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه هغه كه دهیواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ دیرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.
اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زیربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.
ج : د افغانستان اسلامی امارت په هغو کسانو چی د کابل په ګوډاګۍ اداره کې فعالیت کوي او په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بیاغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو اجنبي استعمارګرو زور اخیستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي یرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسویت تبلیغ اوترویج ته دمنظم پلان له مخي کارکوی، زمونږ طبعي منابع په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې راولی .اسلامی امارت دهرهغه چا لپاره چې له هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.
دا خبره بايدهرڅوک په ياد ولري چې دیرغلګروپه مقابل کې زمونږ روان ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.
ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرایې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي يون مخه نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه كولو په اساس د خپل ولس په څنګ کی ودريږئ .
په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدین بایددخپل جهادي حیثیت اعاده په روان جهادی صف کې په دریدلوسره وکړي اودکفاروله لیکوڅخه ځان بهر کړي.
د: اسلامی امارت په ټولنیزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه ، او له همدې امله یې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچیانو په توګه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښیګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،[color=green:81103b8229]اسلامی امارت د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .[/color:81103b8229]
دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.
دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين هم هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت تجاوز کوي، د هغوئ مخه ونيسي.
همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغیرتی ولس دي د دښمن دځینو پوځی ویندویانو په تشو لاپو نه تیروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:
موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو" بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.
لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به دټولویرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.
موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.
اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.
هـ : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته دضرر لاس ور ونه غځوی .
بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو تبليغاتو قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.
اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووایې.
اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د"اوباما"په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي، دې جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کیدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.
لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي"راسموسن" اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: "دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه"
داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .
دمعاصروبین الدولي مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ هیواد دا حق نه لري چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې مداخله وکړي ؛ دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری باید په دې خبره ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره لیري واټن څخه ددوئ مداخله دسیمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.
په دې اړه بايد ټو ل په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.
له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.
په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې مورګانې هيرې نکړي ځكه دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو په منځ كې نه ليدل كيږي.
په اخیرکې مويوځل بيا اخترمبارک اوخپلواکي مو په برخه شه
دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام دواکمني په هيله اودعا.
والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام
داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد
--------------------------------------------------
هیله لرم چی زما په اند په دی نویو ټکیو په سړه سینه بحث وکړل شی
او له بیڅایه تورونو او جذباتی خبرو پرته معقول نظرونه وړاندی کړل شی
ستاسو بیټ
pattang
20.09.2009
بيټ صيب تا په اول کې بايد موخذ څرګند ور کړی وی دا خو دلوی ملا صاحب وينا
د شهامت له ورځپاڼې څخه ده٠
ټولې خبرې يې درستې ، وطني ، اسلامي او حقوقي دي په ډېرونورو جزياتو بايد خبرې وشي خو چوکاټ يې درست دی خدای پا ک دې هغه ورځ راولې چې تجربه داره مسلکي خلک د طالبانو له څنګ سره په پاک ايمان ودرېږي ٠
امين
beett
20.09.2009
پتنګ صیب بښنه غواړم باید ماخذ می را وړی وی
خو هغه مهال زه یوڅه په بیړه وم هوکی داد شهامت
ویب پاڼی په پنځو ژبو کی را خیستی دی مینه وال یی
په دی لینک کی لیدلی شی :
http://www.shahamat.org/
و.افغان
20.09.2009
[quote:e9a591025f="pattang"]بيټ صيب تا په اول کې بايد موخذ څرګند ور کړی وی دا خو دلوی ملا صاحب وينا
د شهامت له ورځپاڼې څخه ده٠
ټولې خبرې يې درستې ، وطني ، اسلامي او حقوقي دي په ډېرونورو جزياتو بايد خبرې وشي خو چوکاټ يې درست دی خدای پا ک دې هغه ورځ راولې چې تجربه داره مسلکي خلک د طالبانو له څنګ سره په پاک ايمان ودرېږي ٠
امين[/quote:e9a591025f]
د پتنګ صاحب په خبرو باندې نور څه د اضافه کولو لپاره نلرم.
خو دومره وايم:
چې له دې زياتې فصيحې او بليغې خبرې ډېرې شوې دي، خو افغان ولس دې خبرو
ته عملي جامه ورآغوستل غواړي.
که په کلي توګه يې اوسمهال تحقيق نا ممکن وي، ليکن په جزئي توګه ممکن دی.
دپورتنيوخبرو د تحقق په صورت کې د اسلام، وطن، ولس او ورسره د طالب ټولو
ګټه ده.
د جګړې اوږدېدل د هيچا په خير نه دي، هو که کوم جزئي هدف ته رسيږو هم، نو له
ډېرو درنو تلفاتو وروسته به رسيږو.
په درنښت
Ghairat
20.09.2009
[quote:0c4ad0502e="pattang"]ټولې خبرې يې درستې ، وطني ، اسلامي او حقوقي دي په ډېرونورو جزياتو بايد خبرې وشي خو چوکاټ يې درست دی[/quote:0c4ad0502e]
او دا چوکاټ يې څنګه دی پتنګ صیب ،کوم چې د پاکستان یو وزیر کښلی :
[color=yellow:0c4ad0502e]
څلورمه پوښتنه:
« آیا له افغاني طالبانو سره تاسې مشکل لرئ؟ «[/color:0c4ad0502e]
[color=red:0c4ad0502e]«وزير صاحب:
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي. «[/color:0c4ad0502e]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4920
آیا پتنګ صیب اوس هم خپله دغه پوښتنه بالکل پر ځای بولئ که څنګه ؟ چې :
[quote:0c4ad0502e]هیله لرم چی ... په دی نویو ټکیو په سړه سینه بحث وکړل شی او له بیڅایه تورونو او جذباتی خبرو پرته معقول نظرونه وړاندی کړل شی [/quote:0c4ad0502e]
دپاکستاني وزیر دغه خبرې خو به ستاسې په اند هم نه جذباتي وي،نه بیځایه نه نامعقوله اونه هسې پرو پاګند، که څنګه ؟؟؟؟؟
[color=red:0c4ad0502e]لومړی جنګ د KGB او ISI و
.................................................. دا دویم د« ISI او CIA « دی [/color:0c4ad0502e]
..Ahmadzai
20.09.2009
فداك أمي وأبي يا اميرنا , يا أمير المؤمنين.
خداى دې ژوندی لره، ستا او ستا غیرمتنو مجاهدینو په برکت، د دنیا په سر سرلوړي کرځو.
و.افغان
20.09.2009
يو ځل بيا سلامونه او نېکې هيلې:
محترمو!
ځينې وروڼه فکر کوي، چې زه اوسني ګوډاګي حکومت ته په طالبانو ترجيح ورکوم، زه د الله په پاک
ذات قسم خورم، چې د طالبان چرګ هم له اوسني پليت دولت نه بهتر ګڼم، مخکې
مې بهتر ګڼلی دی، اوس يې هم بهتر ګڼم، بيا به يې هم بهتر ګڼم.
زه کولای شم چې ځينې خبرې يا خپل انتقادات له پټې مراسلې له لارې طالبانو ته
وروليږم، خو وينم چې دا کار څه فايده نه لري، طالباني فکر له مخکنې حالت څخه هيڅ
تطور نه دی کړی، زه شرعا د يوه مکلف مسلمان په توګه د خپل دين، وطن، او ولس
په وړاندې تر خپلې وسعې تر بريده مسؤول يم، که چېرته مو خبرې کې غلطي وي، نو
د طالبانو فرهنګي خلک دې راشي، مناقشې دې وکړي، مونږ ته دې قناعت راکړي.
اوسمهال د هغو طالبانو په ذهنونو کار کول پکار دي، چې په طالبانو کې څه اندازه
پوهه لري، خبره ورسره کېدای شي، سبا په چوکيو
کښينې، حکومت به نيسي، هغوی که څه مفکورې لري، نو له مونږ سره يې دې
شريکې کړي، په سياسي مسائلو کې دې مناقشې وکړي.
د دوی ذهن چې اوس جوړ نه شي، نو سبا چې دی په چوکۍ کښينې، نو دی به دومره
په غرور کې وي، چې نه به د کتاب الله آواز اوري او نه د سنت رسول الله.
زه يقين لرم چې زما خبرې ان شاء الله مقاومت ته هيڅ ضرر نه رسوي، د عسکري
جبهو فعلي جنګيدونکی دومره وزګار نه دي، چې زما خبرې په نټ کې ولولې، او په
هغوی بد اثر و کړي، لکه ځينې ورونه چې نظر لري.
البته د دې امکان شته، چې د دوی پوهه طبقه کم نه کم ځينو هغو پوښتنو او خبرو ته
متوجه شي، چې دوی يې ديني مسلمات ګڼي، خو حقيقت داسې نه وي.
طالبان بايد خپله سينه پراخه کړي، د هر چا څخه د ړندې دفاع طمعه ونه کړي، او نه
څوک د يوه انتقاد له وجهې مقابلې جبهې ته ورګذار کړي.
عربي ژبه کې يو شعر دی چې وايي:
کفی بالمرء نبلا أن تعد معائبه.
د انسان لپاره دومره شرافت بس دی چې عيبونه يې شمار شي، دا په طالبانو ښه
تطبيقيږي، البته اوسنۍ ګوډاګۍ اداره مونږ جملة وتفصيلا ردوو، او نه يې منو.
ګورئ وروڼو! اسلام کې استبداد او زورواکي نشته، الله جل جلاله يو کافر عادل
حکومت ته دوام وربخښي، خو يو مسلمان ظالم حکومت عمر لنډوي، زه په دې
يقين لرم، که چېرته امريکا له خپلې حملې وروسته بالفرض والتقدير عدل راوستی
وای، پوهه او پاکه با انصافه خلک يې په چوکيو کښينولي وای، او خپله يې
افغانستان پرېښی وای نو دغه حکومت
به ضرور دوام کړی وای، په دغه کې د امريکا ګټه هم وه.
خو اوس چې امريکا د افغانستان جنايتکاران بېرته په افغانانو مسلط کړل، او خپله
يې له لاسه څومره ظلمونه کېدل ؛ ويې کړل، نو د دوی ټغر په غونډېدو دی، څومره
چې د دوی ظلم او ستم زياتيږي، همغومره يې عمر لنډيږي، او له ډېرې بېشرمې ماتې
سره به مخ کيږي.
وروڼو! عدل او ظلم څه فرق لري؟ دا فرق لري چې عدل يو څه خپل حق ورکول دي، په
خپل مناسب ځاي يې ايښودل دي، او ظلم ديوه مناسب ځای څخه د يوه څه خوځول
او لرې کول وي، کله چې ظلم او ستم په دې عامې معنا سره له مسلمان ورور له خوا
تر سره کيږي، نو دا د مسلمان په زړه کلک لګيږي، ظلم ظلم وي، ستم ستم وي، هغه
که د کافر له لاسه وي، او که د مسلمان له لاسه.
او هغه شاعر څه ښه ويلي دي:
چې نشه د استکبار لري په سر کې
ما ته يو دی که مغل دی که افغان.
د عربي ژبې يو شعر دی:
وظلم ذوي القربی أشد مضاضة
علی النفس من وقع الحسام المهند.
ژباړه: د خپلو خپلوانو ظلم په نفس باندې د هندې تېرې تورې له ګذارونو هم سخت لګيږي.
الله جل جلاله دې مونږ ټولو ته هغه څه راپېښ کړي، چې د اسلام او مسلمانانو په
کې ګټه وي.
په درنښت
beett
20.09.2009
[code:1:0c90afbdd5]لومړی جنګ د KGB او ISI و
.................................................. دا دویم د« ISI او CIA « دی [/code:1:0c90afbdd5]
فرضا که ستاسو خبره سمه وبولو نو له تانه زه یوه پوښتنه لرم هغه
دا چی دKGBاوCIAپه نسبت تاسو له ISIسره ډیر حساسیت لری ولی ؟؟
او ستاسو محترم دا حساسیت ستاسو له لیکنو نه ځرګندیږی
له دی بدنامی ډلی سره ستا حساسیت هیڅ بده خبره نده دا حساسیت باید هر افغان ولری او یوه دښمن ته د دښمن په ستر ګه وګوری خو ددی نورو په پرتله زیاتوالی یی
دپوښتنی وړ بولم ځکه هغوی هم موږ ته کوم خیر ندی رارسولی پرته له شر
او ستا په ځواب کی به ستا صمیمیت لټوو
ډاکتر څپاند
20.09.2009
کله چه طالبانو په لمړي ځل،له هيواد نه دشر او فساد درژيم لمنه ورټوله کړه
دهغويو شعار داسې وو:
[quote:e3f89516ec]
ب : د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای. [/quote:e3f89516ec]
مګرپه عمل کی ئی مطلق سرچپه کړنه وکړه!
په ويناوو نه کيږي،مثبت عمل بايد وليدل شي٠
باتور
21.09.2009
څپانده وروره !
اوبو ته له ور رسېدو مخکي کپۍ له پښو مه باسه .
د دې نوي بيانيې محتوی ته په سپکه سترګه مه ګورئ ! تر پرونه مو نارې سورې وهلې چي طالبان خو هر څوک په حکم کي نه ورګډوي او دا ده او ها ده !
اوس چي مو دا بيان واورېد، بيا بلي نخرې کوئ .
او که غواړئ چي په دې بيان کي د احمد او محمود نومونه هم درج سي ؟
[color=white:e300b492ff]مقصد ته لاره اوږده، لېکن د خدای په برکت ور رسېدل نږدې ښکاري .[/color:e300b492ff]
په درنښت
Lotfollah
21.09.2009
ګرانو عزیزانو اختر مو مبارک شه!
زما په نظر دا ډول اعلامیې یواځې د خلکو د اغوا لپاره دي ! طالبانو پخوا هم دا شعار ورکاوه چې د حکومت کولو نیت نلري او یواځې د شر او فساد دلرې کولو لپاره یې قیام کړﺉ دی. همدا یې هم دلیل و چې د عامو خلکو د ملاتړ څخه برخمن شول. خو کله چې د حکومت چارې یې تر لاسه کړې هغه پخوانۍ وعدې یې مطلق هېرې کړې او خبره داسې شوه چې میم زېر ما ټولې یې د ما !!!.
هغه وخت ډلې ډلې با درده او مسلکي خلک له بهر نه افغانستان ته لاړل چې لږ تر لږه دوی ته مشورې ورکړي خو کله چې ټول شاهدان یو د طالبانو په امارت کې نور و ته ځای نه و او دا غریبان یې هسې بېرته وشړل.
نو اوس دوی ویني چې د انتحاري او نورو عملونو په نتیجه کې له طالبانو څخه د عامو خلکو نفرت ورځ په ورځ زیاتېږي او د عوامو د اغوا لپاره داسې اعلامیې خپروي.
د محترم پویان صاحب د شعر یوه برخه د دغو اغوا ګرو کړنو سره ښه صدق کوی چې وایي:
[color=blue:bd85d3edf8]لویه خدایه !
که د ځمکې واګې زما وای
ما به هغه خولې څیرلې – چې ریښتیا یې نه ویلې
ما به ژبې غوڅولې – چې په حق نه کړیدلې
ما به هغه سترګې کسو نه کاږلې
چې د خلکو د ناموس په لور کږې وې
ما به زامې ماتولې
د هغه پلید انسان – چې دعوا د خدایی یې
د فرعون په څېر کوله
ما به ږیرې د انګار په اور سیځلې
چې سپیڅلې ږیرې نه وې
او د خلکو د فریب اغوا لپاره
په ټټر را زنګیدلې
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
غفران غواړمه له تانه
خوله دې ماته شی – زما- چې ما ویلې
که د خدای واګې زما وای
ما به زامې ماتولې [/color:bd85d3edf8]
په درنښت
باتور
21.09.2009
لطف الله خانه !
دا ستا عام خلګ چېري دي چي له طالبانو نه يې زړه تور دی؟ دا د کومي سيمي خلګ دي چي موږ لا نه يو پرې خبر؟
ته چېري اوسې چي د وطن حال او احوال داسي لکه د غلا د چرګوړي په شان د خپل څادر لاندي بل کلي ته تېروې؟
چېري په دايکندي او يا په بهسود کي خو به د پيتپزيو تر لاس لاندي ماموريت نه اجرا کوې چي داسي په ډاګه سره له خولې خوسايي را تووې ؟
ورځه هماغه د اشغالګرو ګوډاګيو سپو ته دي خپل چوپړ وهه ، ستا يې د طالب د غورځنګ په ويناوو څه ؟!!
په درنښت
Ghairat
21.09.2009
بــيټه وروره بــــــیټ مشې !
.....................................جګ سر اوسې ټيټ مشې!
تاسو پوښتلي چې :
[quote:e0cf5a8962]له دی بدنامی ډلی سره ستا حساسیت هیڅ بده خبره نده دا حساسیت باید هر افغان ولری او یوه دښمن ته د دښمن په ستر ګه وګوری خو ددی نورو په پرتله زیاتوالی یی
دپوښتنی وړ بولم ځکه هغوی هم موږ ته کوم خیر ندی رارسولی پرته له شر
او ستا په ځواب کی به ستا صمیمیت لټوو[/quote:e0cf5a8962]
ګرانه پوښتنه دې ډیره پرځای، اصولي اواړینه ده!
وروره فرض که چې ته یو شپون يې او د پسونو په رمه دې یو لیوه لګېدلی دی، هره شپه راځي په تیاره کې دې څاري ، کله چې دې سترګه پټه شي حمله کوي رمه دې داړي ، یوپسه در څخه وړي، دوه په پنځه بر خه رمه يې در څخه وړې اوخوړلې ده (پښتونخوا) ، یوه شپه هم حمله نه قضا کوي او درته په کمین کې ناست وي او د بلې شپې د رارسیدو شیبې شماري ، ته يې هېڅ ګیرولی نشي،هر پسه يي چې در نه وېوړ هغه دې بیا لاس ته نراځي ،نوته ووایه چې له دغه پټ لیوه څخه به ستا ویره ډیره نه وي نسبت هغه ځمري ته چې دورځي ښکاره په رڼا ورځ راځي ،ته يې لیدلی او ورپسې را پاڅېدلی شې ، په ډانګ ، توره اوتوپک يې ځغلولی شې او رمه ترې ژغورلی شې ،څوواره دې ځغلولی هم وي!
یا هغه دوښمن چې چې په تا ګوزار کوی شي خوته پرې ګوزار نشې کولی، اوکه ګوزار پر هغه کوې هغه نه لګیږي ، ته پخپله پرې لګیږې ځان دې، پښه لاس یا کومه بله برخه د تن دې ټپي کيږي ، دا ځکه چې هغه دې په خپل ورور ،خپل قام اوخپل تربور وهي او په دوی دې وژني اوکه مړنشې تر مرګ بتر دې ژوبلوي!
همدا اوس که ټول افغانان له طالبانو او طالبان له خپلوورونو سره په ګډه د بهرنیوځواکونو پر ضد راپاڅي چې د پاکستان لاس په کې نه وي او له طالب څخه يې لاس لنډ وي، نو پاکستان به په ښکاره دامریکا مرستې ته راودانګي ، د همدې طالبانو اوټ،لوافغانانو پر ضد به ځمکني اوهوايي بریدونه پیل کړي او د پښتنو د سیمود د فتحې کولو ضمه به دوی په غاړه واخلي !
ودې نه لیدل چې آن په طالبانوکې هم تر څوچې د بیت الله محسود ډله د ISI تر کنترول لاندې حرکت کاوه، نوهېڅ خبره نه وه، خو په مجرد ددوې چې له کنترول يې ووتله، د امریکا هوايي بې پیلوټه بریدونه يې پرې له یوې خوا او خپل ځمکني بریدونه يې پرې له بلې خوا پیل کړل!
وروره دا د پاکستان کومه ګناه نه ده، خدای مکړه که زه د پاکستان مشر یم او دغسې
ملیډر ، بيشعوره لیوني زما په ګاونډي هیواد کې موجود وي چې زه یې د اسلام په تش نامه داسې تیر ایستلي شم چې له سر او مال څخه زما له پآره تیریږي او د خپل هیواد ولکه ماته راسپآري که چیرې قدرت ته ورسیږي ، نو زه به ولې له هغوی سره دا مرسته نه کوم چې د حاصل درمند سیسره ماته راسپاري اوخپل وطن زما په قومانده کنترولوي ؟؟؟؟؟
نوISI خو لیونۍ نه ده چې خولۍ په اسمان ته نه ارتوي، هغه څه چې په اسمان غواړي او په ځمکه په لاس ورځي ،یو نوک يې هم په کې نه ژوبل کیږي او بیا به يې هم نه اخلي ؟
[color=red:e0cf5a8962]چې رمه آن د شپانه سره ورسپاري
...................................................... د پنجاب په سرو لیوانو لوی اختر دی!
چې دوښمن دې د اسلام په نوم بادار وي
...................................................................... دا وژنه دملت که تهور دی؟
خدایه ته پښتون خپل منځ کې سره پوه کړې
................................................ بیا به ګورو پنجابی ، چې زوی د نر دی؟[/color:e0cf5a8962]
[color=blue:e0cf5a8962]دوزیر صیب شاهدي دې هیره نشي :
«وزير صاحب :
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي. «[/color:e0cf5a8962]
beett
21.09.2009
خو ګوره دزمریانو تیر ی او روانی ورانی دګیدړ له هغو په سل
چنده زیاتی دی او که موږ ملی شعور او اسلامی څیرکتیا ولرو
نو ددی ګیدړ چاره بیا اسانه
ددی وزیر خبر ی هسی اوتی بوتی دی دوی
داخبری دوی مخکی نه کولی کله چی طالبانو بریاوی
ترلاسه کړی اوس دوی داخبری په ډیره بی شرمی سره کوی
او که لوی ځښتن کول داځل به یی نامرادی په برخه وی
pattang
21.09.2009
انډيواله طالبانو اوس ډېر عبرت اخيستی او سر بېره پر دې کوم يوه سياستوال
اول عمل کړی او بياي ددې عمل خپل نظر وېلی??? ٠
که د اکسريت ملت خوښ نوو نو طالبان به هم په خپل ځای نه پاته کېږي ٠
[quote:af51cfa3ac="Lotfollah"]ګرانو عزیزانو اختر مو مبارک شه!
زما په نظر دا ډول اعلامیې یواځې د خلکو د اغوا لپاره دي ! طالبانو پخوا هم دا شعار ورکاوه چې د حکومت کولو نیت نلري او یواځې د شر او فساد دلرې کولو لپاره یې قیام کړﺉ دی. همدا یې هم دلیل و چې د عامو خلکو د ملاتړ څخه برخمن شول. خو کله چې د حکومت چارې یې تر لاسه کړې هغه پخوانۍ وعدې یې مطلق هېرې کړې او خبره داسې شوه چې میم زېر ما ټولې یې د ما !!!.
هغه وخت ډلې ډلې با درده او مسلکي خلک له بهر نه افغانستان ته لاړل چې لږ تر لږه دوی ته مشورې ورکړي خو کله چې ټول شاهدان یو د طالبانو په امارت کې نور و ته ځای نه و او دا غریبان یې هسې بېرته وشړل.
نو اوس دوی ویني چې د انتحاري او نورو عملونو په نتیجه کې له طالبانو څخه د عامو خلکو نفرت ورځ په ورځ زیاتېږي او د عوامو د اغوا لپاره داسې اعلامیې خپروي.
د محترم پویان صاحب د شعر یوه برخه د دغو اغوا ګرو کړنو سره ښه صدق کوی چې وایي:
[color=blue:af51cfa3ac]لویه خدایه !
که د ځمکې واګې زما وای
ما به هغه خولې څیرلې – چې ریښتیا یې نه ویلې
ما به ژبې غوڅولې – چې په حق نه کړیدلې
ما به هغه سترګې کسو نه کاږلې
چې د خلکو د ناموس په لور کږې وې
ما به زامې ماتولې
د هغه پلید انسان – چې دعوا د خدایی یې
د فرعون په څېر کوله
ما به ږیرې د انګار په اور سیځلې
چې سپیڅلې ږیرې نه وې
او د خلکو د فریب اغوا لپاره
په ټټر را زنګیدلې
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
غفران غواړمه له تانه
خوله دې ماته شی – زما- چې ما ویلې
که د خدای واګې زما وای
ما به زامې ماتولې [/color:af51cfa3ac]
په درنښت[/quote:af51cfa3ac]
pattang
21.09.2009
غيرت صيب په سياست کې د وزير صيب خبرې يوه لويه سادګي او لودګي نده ??
داسې پټې خبرې سړی په ښکاره نکوي !
منل يې هيڅ معقول کار ندی ، غواړې چې دتور خم ،سپين بولدک ، شينګګ او
نورې ډېرې لارې په پښتنو وتړې ?? پرېږده چې پښتانه کښته پورته لاړ شي
سياسي او کلتوري سره نږدې شي ٠ پنجابی په افغانستان کې نه پښتون ، نه
تاجک ، نه هزاره اونه اوزبک مني خو له پښتنو بيل دغه ټول قامونه ايران مني
نو ته ولې چپ ناست يې غرب ته دې څټ او شرق ته دې مخ را ګر ځولی دی??
[quote:265fc90ecd="Ghairat"][quote:265fc90ecd="pattang"]ټولې خبرې يې درستې ، وطني ، اسلامي او حقوقي دي په ډېرونورو جزياتو بايد خبرې وشي خو چوکاټ يې درست دی[/quote:265fc90ecd]
او دا چوکاټ يې څنګه دی پتنګ صیب ،کوم چې د پاکستان یو وزیر کښلی :
[color=yellow:265fc90ecd]
څلورمه پوښتنه:
« آیا له افغاني طالبانو سره تاسې مشکل لرئ؟ «[/color:265fc90ecd]
[color=red:265fc90ecd]«وزير صاحب:
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي. «[/color:265fc90ecd]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4920
آیا پتنګ صیب اوس هم خپله دغه پوښتنه بالکل پر ځای بولئ که څنګه ؟ چې :
[quote:265fc90ecd]هیله لرم چی ... په دی نویو ټکیو په سړه سینه بحث وکړل شی او له بیڅایه تورونو او جذباتی خبرو پرته معقول نظرونه وړاندی کړل شی [/quote:265fc90ecd]
دپاکستاني وزیر دغه خبرې خو به ستاسې په اند هم نه جذباتي وي،نه بیځایه نه نامعقوله اونه هسې پرو پاګند، که څنګه ؟؟؟؟؟
[color=red:265fc90ecd]لومړی جنګ د KGB او ISI و
.................................................. دا دویم د« ISI او CIA « دی [/color:265fc90ecd][/quote:265fc90ecd]
عادل عادل
22.09.2009
[color=white:8de872ba68]سلامونه
د ټولو دې اختر مبارک شي، روژې، تراویح، نفلونه، تلاوتونه او دوعاګانې مو قبولې شه. آمین
اسلامي امارت چې څه وایي هغه کوي، نو ځکه خو هر هغه څوک چې مسلمان او خپلواک افغان وي ، د پورتنئ اعلامیې د موادو سره نه تنها چې مشکل نه لري بلکه د سر په سترګو يې مني.[/color:8de872ba68]
غیرت صیب !
تر پرونه دې همدا نارې وهلې چې طالبان دې د ملي مشارکت اعلام وکړي، نن يې چې وکړ، نو اوس نورې بهانې لټوې او له سره یې په ای-اس-ای تپې !!!
ستاسو د لیکنو رنګارنګ کول ددې ښکارندویي کوي چې نورې زړې او د اهمیت او نظر نه لویدلې دي، ګومان وړم چې تاسوته ښایي د بیځایه نیوکو پر ځای د پورتنئ اعلامیې د ج :- په موادو غور وکړئ.
څه شول ستا ملي-ولسواکان چې د تزویر ټولټاکنې یې وبایللې، خو اوس هم د خپلو شعارونو په خلاف خاموشه دي، ولې د خپلواکئ لپاره په ملي، سیاسي او د تشنج نه په خالي مبارزه لاس نه پورې کوي؟ ستا پدې تشه تیورئ کې خو د هیڅ خیر څرک هم نه لګي؟؟ تاسو د افغانانو دښمن ته په نااګاه توګه ګټه رسوئ، که زه آی-اس-آی وای نو په والله چې بې دریغه به مې نازولئ وای.
وصيل پېروز
22.09.2009
درنوهيوادوالو!
اخترمومبارک اوله خوښيوډک اختردرته غواړوالله جل جلاله دي وکړي چي بل اختر په خپل هيوادکي په ازاده فضاکي ولمانځواوپرسرموديوه اميرالمؤمنين داسلامي امارت سيوری وي .
ډېرووروڼودلوی ملاصاحب پرپيغام نظرورکړی خويوڅوکسان داسي دي چي فکر کوم اوس يې هم پرذهن غربي ډيموکراسي سپره ده مثلاًغيرت ويلي دي چي طالبان دآی ايس آی خلک دي اودشاهدي لپاره يې دیوه وزيردمرکې يوڅوټکي رانقل کړي دي خویوملګری هم پوه نه شوچي داکوم وزيردی،نوم يې څه دی؟ څه وخت اوله چاسره يې مرکه کړې ده . که وزيرهمداسي ويلي وي اوده هم باورپرې کړی دی لومړی خوتاسوطالبان دامريکاخلک هم بلل اوس هغه خبرې ولي نه کوئ؟ خوپه عمل کي مووليده چي طالبان رښتياهم پراسلام اوهيوادمين خلک دي . طالبان اوس داسي نه شي کولای چي په شااومخ دواړوکي وجنګيږي تاسوداسي ثبوت راوړئ چي طالبانو دي دآی ايس آی يوه امرته غاړه ايښې وي خوپوهېږم چي داهسي افواهات دي جوړ کړي دي اووايې يه . ګوره! غيرت صيب داددوئ خبرې مه کوه هغه حديث به دي ياد وي چي همداسي سړی يې پکي دکذاب په صيغه سره يادکړی دی .
هیښ
22.09.2009
سلامونه
دکوچني اختر په مناسبت دافغانستان دطالبانو داسلامي تحریک په پیغام کې زما په نظر څو ټکي ډیر دپام وړدي :
اول :
دافغانستان دخپلواکۍ لاسته راوړنه او داشغالګرانو بې قیده او شرطه وتل دي او دې مقدس هدف ته درسیدلو له پاره ددوئ قاطع او نه بدلیدونکئ دریځ دئ.داډول دریځ دافغانستان دټول وولس اولینئ او اساسي دریځ دئ او په دې برخه کې دهیڅ معاملې کولو ځائ او سوال نشته دئ .
رښتیا هم چې:
[quote:438e567ee4]په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.[/quote:438e567ee4]
اشغالګران اودهغوئ وولسونه باید په دې پوه شي چې د افغانانو قناعت یوازې دبشپړې خپلواکۍ او ازادۍ په لاسته راوړنه حاصل کیږي اودغربیانو تجاوز اواشغال دافغان وولس دپاره لویه ستونزه او معضله ده ، ترهغې پورې ئې چې دخپلواکۍ او ازادۍ دا ارمان نه وي پوره شوئ ،دمبارزې ټول کړاوونه او ناخوالې به دشهادت تر درجې پورې قبول کړي ،مګر دپردیو غلامي او بردګي به ونه مني اودموجوده مصیبت او انساني ناورین اصلي علت داشغالګرانو ناولئ او جنایت کارانه وجوددئ او ستونزه به هلته حل شي چې اشغالګران خپلې کډې بارکړي.
دوهم:
دطالبانو داسلامي تحریک تاکید او تائید دمقاومت په ملي توب اودوولس په پریکنده رول باندې دئ لکه چې:
[quote:438e567ee4]د وخت په تيريدو سره د يرغلګرو په وړاندې مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى[/quote:438e567ee4]
دهغه چا دپاره چې دطالبانو داسلامي تحریک دملي توب او وولسي توب په هکله شکونه کوي واضح او ښکاره ځواب دئ .طالبان دخپلې مبارزې هدف دیوه ملي ارمان دپوره کولودپاره چې دافغانستان ملي خپلواکي،ملي ګټو او ملي ارزښتونو نه دفاع ده ټاکلئ دئ او ددې هدف دلاسته راوړلو له پاره ئې دوولس غوڅ رول منلئ دئ . هر سازمان او تنظیم چې خپله مبارزه دوولس په زور ،مشوره او قوت په مخ بیايي او دبلې منبع نه نه تغذیه کیږي هغه ملي اووولسي دئ،نو طالبان چې دخلکو په مټو داشغالګرانو په مقابل کې مبارزه او دهغوئ شړل غواړي او ددې مبارزې کامیابي د وولس په مټو او ملاتړکې ګوري هم ملي دئ او هم وولسي .
دریم :
په افغانستان کې دراتلونکي نظام په برخه کې دطالبانو نظر:
[quote:438e567ee4]زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.[/quote:438e567ee4]
کاملاً معقول اومناسب دئ ځکه هغه نظام او رژیم مشروع او دمنلو وړدئ چې دخلکو دخوښې او رضایت انعکاس په کې وځلیږي او دخلکو دپوره ملاتړ او تائید نه برخورداره وي .په پښتو کې متل دئ چې وائي (ړوند دخدایه نور څه غواړي بې له سترګو ) .
وولس نورڅه غواړي بې له یوه داسې نظام نه چې ددوئ دخوښې،ارادې او تصمیم په نتیجه کې منځ ته راشي او عدالت برقراره کړي.
په افغانستان کې دداسې یوه نظام راتګ چې دوولسي اقتدار په بنا استواروي زموږ دخلکو لویه ارزو ده او هر سازمان منجمله دطالبانو اسلامی تحریک چې دخلکو ددې پخوانئ هیلې دپوره کیدو دپاره په صداقت او اخلاص مبارزه کوي دوولس په زړونو کې ځائ لري دخلکو دتائید او تمجید وړدئ او وولس دهر ډول همکارئ ، مرستې اوقربانئ دپاره ورته چمتو دئ .
څلورم:
کار اهل دکار ته .
[quote:438e567ee4]د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.[/quote:438e567ee4]
په افغانستان کې د اداري فساد ، جعلکارئ او خیانت موضوع چې داستبدادي ، غیروولسي او مزدورو نظامونو دنامشروع وجود ثمره ده ډیره اوږده سابقه لری .دا مشکل په هغه صورت کې حل کیږی چې استبداد ته ښکاره ،قاطع اونه پخلاکیدونکئ د رد ځواب وویل شي او په اداره کې هغه اشخاصو او کدرونو ته ځائ ورکړل شي چې دکارلیاقت ،اهلیت او وړتیا ولري .په د برخه کې هم دطالبانو داسلامي تحریک موقف اصولي،معقول او دنن زمانې دغوښتنوسره برابردئ.
یوه عادلانه ټولنه او سالمه وولسي اداره هلته منځ ته راتلائ شي چې په راس او صفوفو کې ئې صادق،خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته متعهد ،ریښتني او مدبر اشخاص قرار ولري او دامورو داجرا او مخته بولو له پاره په وولس کې دټولو طبقو،اصنافو او قشرونو دپاره دمهارت ،پوهې او تجربې په اساس مساوي اوبې له تبعیضه دکار او خدمت چانس مساعد شي اودادارې مسؤلین او کارکوونکي دخپل عمل او لیاقت په اساس تقدیر او مجازات شي ،نه دشخصي ،قومي ،تنظیمي اوادیولوژیکي تړاوونو او مصلحتونو په اساس .
فعلاًخو دافغانستان دوولس په برخلیک هغه اشخاص او ډلې نیغ نیغ کیږي چې دخلکو دوژلو ،دوطن خرڅولو،دشخصي او عامه ملکیتونو دچورولو او غصبولواود عزتونو او پتونو دپایمالولومسلکي اوحرفوي جانیان دي چې په خپلو غیرانساني اعمالو ئې دټول بشریت وجدانونه ټپي او ولړزول .ددې منحوسو،دوولس نه رټل شویواودانساني خصائیلونه خالی عناصرودناولي وجود نه دخلاصون دپاره دطالبانو په شان پاکو،باایمانه اواخلاصمنوتحریکونو اوسازمانونو ته اشد ضرورت دئ ،ترڅو دشر اوفساد ریښې دافغاني ټولنې نه دبیخه وباسي او ددوئ دبربریت او وحشت کلتور ته دپائ ټکۍ کیږدي.
پنځم:
په پیغام کې دګاونډیو او نورو ملکونو سره درابطې په هکله دطالبانو دانظراو پالیسي :
[quote:438e567ee4]اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته دضرر لاس ور ونه غځوی .[/quote:438e567ee4]
ټول هغه تشویشونه،تورونه،بانې او پروپاګندونه(تروریزم،دنړۍ والې سولې دپاره تهدید،دمذهبي بنیادګرائۍ صدور اونور..) نفی کوي کوم چې داشغالګرانو او ددوئ دمزدورانو له لوری په بې بنیاده توګه تبلیغ کیږي.دطالبانو اسلامي تحریک د هر هیواد په چارو کې ښکاره او پټه مداخله ردوي او دوولسونوحق خودارادیت او استقلال اصل ته احترام کول دمنطقې او نړۍ دهیوادونو دپاره دسوله ایز ګډژوندد منځ ته راوستلو له پاره یوازینئ لاره بولي او دمنطقې اونړئ په سطحه ټول هیوادونه صرفنظر ددوئ دمالي،مادي او نظامي قدرت نه ددې اصل منلو اومراعاتولو ته مکلف بولي .په ټوله نړۍ کې عموماً اوپه افغانستان کې خصوصاًدټولو بدمرغیو،جنایتونو او تجاوزونوعمده او اصلې عامل داستعمارګرانو او جهاني مستکبرانو له لوري دوولسونو دحق خودارادیت داصل نه مراعاتول دي .
داسلامي امارت په دوران کې او دهغې نه وروسته داشغالګرانو سره دمبارزې په درشل کې طالبانو دهیڅ ګاونډي او غیرګاونډي هیواد په داخلي چاروکې دمداخلې ،توطئې ،ترور او لاسوهنې یوې کوچنۍ واقعې صورت نه دئ نیولئ چې غربیان او دهغوئ اجیران ئې دشواهدو او اسنادو سره دازاد وجدان خاوندانو ته وړاندې کړي او خپل جنایتکارانه تجاوزاو اشغال دهغې په اساس توجیه کړي او یو ازاد اوخپلواک وولس دخپل ظالمانه او وحشیانه تاخت وتاز ډګر وګرزوي.
په یوه هیواد کې دسیاسي نظام جوړونه او یا له منځه وړنه یوازې اویوازې دهغه هیواد دوولس فطری او طبیعي حق دئ او داحق ئې محفوظ دئ .هیڅ هیواد ،مرجع او مقام دهرډول دلیل اوبانې تر عنوان لاندې د وولسونو ددې حق دغصبولو او له منځه وړلو جواز او صلاحیت نه لري.
له دې کبله یوشخص،سازمان او تحریک چې تابع اوپیرو نه وي او استقلال ولري ،هرڅومره چې خپل استقلال ته متعهد او وفاداره وي،دنورو استقلال ته هم په همغه اندازه احترام لري .
دطالبانو اسلامی تحریک هم منحیث دیوه مستقل سازمان دنورو په اموروکې مداخله داستقلالیت دپرنسیپ سره په تضاد کې بلله او بولې ئې او هیڅکله نه چا ته اجازه ورکوي چې دخپل هیواد په داخلي چاروکې ئې مداخله وشي اویا دوئ دبل هیواد په چاروکې غرض ولري.دخپل هیوادپه مسائیلوکې ئې د یوه پوشالي قدرت دلاسته راوستلو او شیطاني هوسونو دپوره کولو له پاره هیڅکله دغلامۍ اومزدورۍ پستې اوبې همتي او دنورو باداري نه ده قبوله کړې او په ډیره میړانه او سرښندنه ئې دهغه قوتونو اوقدرتونوسره چې دنورو استقلال او ملی حاکمیت ته احترام نه لری دقدرت دټولو امکاناتو او مزایاوو نه منصرف شول او عملاً ئې دمبارزې او مقابلې لاره انتخاب کړه اوټولې نړۍ ته ئې ثابته کړه چې یا مرګ یا خپلواکي.
نتیجه داچې داپیغام دهغه اشخاصو او ډلو په خولو چې په طالبانود وابسته ګۍ،غیرملي اودغیرمشروع لارې نه دقدرت دلاسته راوړلو تورونه واردوي یو مستند،خوله ماتوونکئ او محکم ګوذاردئ او دهغه حقایقو روښانتیا ده چې دطالبانو داسلامي تحریک په غورځنګ کې پراته دي .نور باید هغه څوک چې په ازادۍ ،خپلواکۍ او دوولسونوپه اقتدار باور لري ،دطالبانو د اسلامي تحریک په ملي توب ،استقلالیت او وولسي توب شک او تردید پیدا نه کړي اوپه تشو افواهاتو او اتهاماتو سره ځانونه دوولسونو دخپلواکۍ ددښمنانو دتبلیغاتي ماشین پرستاران اوچپړاسيان ونه ګرزوي.
که دطالبانو اسلامي تحریک په مسلسل او متواتر ډول دخپلو تګلارو او هدفونوپه هکله دا ډول پیغامونه صادرکړي ،یقیناًدتیارو او تقلیدي ذهنونودروښانولو او خپلواک کولو له پاره به ډیرمؤثر او اغیزمن واقع شي او دډیرو لارورکیو دپاره به دلارښوونې ډیوه شي.
مننه
محمد احمد حمي
22.09.2009
http://rapidshare.com/files/283414315/Mullah_Omar_Afghanistan_America.rtf.html
http://rapidshare.com/files/283414052/Mullah_Omar_Afghanistan_America.txt.html
Ghairat
22.09.2009
د لوی مجاهد ملاعمر وینا او د هیښ صیب تبصره مې دواړه ډیرې خوښې شوې خو اي کاش چې نوموړې بیانیه په حقیقت ولاړه واي ،هیښ صیب لیکي :
[quote:dcc03048ff]نور باید هغه څوک چې په ازادۍ ،خپلواکۍ او دوولسونوپه اقتدار باور لري ،دطالبانو د اسلامي تحریک په ملي توب ،استقلالیت او وولسي توب شک او تردید پیدا نه کړي اوپه تشو افواهاتو او اتهاماتو سره ځانونه دوولسونو دخپلواکۍ ددښمنانو دتبلیغاتي ماشین پرستاران اوچپړاسيان ونه ګرزوي. [/quote:dcc03048ff]
خود پاکستان یوه وزیر دغه ادعا وې بیا داسې په رسمۍ ډول ردکړې دي :
[color=blue:dcc03048ff]
«څلورمه پوښتنه :
آیا له افغاني طالبانو سره تاسې مشکل لرئ؟ «
«وزير صاحب:
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي. «
[/color:dcc03048ff]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4920
نو دا سپینې شيدې د تورې غوانه، د سپینې خرې دي، خو بیټ خان يې داسې بازار ته وړاندې کوي :
[quote:dcc03048ff]ددی وزیر خبر ی هسی اوتی بوتی دی دوی داخبری دوی مخکی نه کولی کله چی طالبانو بریاوی ترلاسه کړی اوس دوی داخبری په ډیره بی شرمی سره کوی او که لوی ځښتن کول داځل به یی نامرادی په برخه وی[/quote:dcc03048ff]
بیټه وروره د یوه وزیر اعترف اوهغه هم په یوه مصاحبه کې دروغ یا اوتې بوتې ګڼل پخپله اوتې بوتې ثابتیږي، ځکه تاسې نه دي ښودلي چې په کوم صلاحیت اوکوم مسولیت ،کوم ثقه توب او حقیقت او کومې سرچینې او رښتنولۍ سره تاسې د اړونده وزیر رسمي خبرې له اعتباره غورځولی شئ ؟
تاسې خوکوم دلیل نه راوړی اونه یې لرئ ،نوآیا نیت موکړی چې د دلیل پر ځای پرې د سکړک او سبوغوندې کوم قسم وخورئ او که تر دې
يې نور هم ساده تضمین کوئ او وايئ چې : [color=white:dcc03048ff]که داسې نه وه بیا مې لاس پریکه . [/color:dcc03048ff] :lol: :lol:
د وزیر دغې خبرې د تردید حق او صلاحیت یواځې له ملا عمر سره شته، خو څنګه چې دروغ نه دي، نو ځکه يې هغه هم د تردید جرئت نشي کولای ، آیا همداسې نه ده ؟؟؟
رابشو هغه لیوه ته چې پښتون يط ګيډړ بولې :
...........................................پښتون ته
هغه ګيدړچې پښتونخوا خوړلې
...................................................... آ ـ پنجابي ته له لیوه نه زیات دی
تا ته میر ویس اواحمد خان ځمری دی
........................................... دوی ته قاید ستا له نیکه نه زیات دی
اوس لا هم تا بیرته په تا ماتوي
........................................... ستا په مرۍ خو له چاړه نه زیات دی !
pattang
22.09.2009
دلته وروڼو يو څه سياسي شعور په کاردی :
زه نه غواړم چې د ساپي خبرې هوايې وبولم ، خو ځينې سوالونه راته پيداکېږي :
- دلمانځه نه وروسته ساپی صيب او برحاله پاکستانی وزير په مسجد کې ناست
دي چې دا انټرويو يا سوال او ځواب کيږي او که له مسجده د باندې ?
که په مسجد کې وي داخو به نورو خلکو هم اورېدلې وي او مزاحمت به نورو ته
شوی وي ? او که دباندې وي نو ساپی صيب او وزېر خو نو بيا خپل د لمانځه
لپاره نيول شوي ځايونه له لاسه ور کړل ?
- ايا ساپي صيب د برحاله پاکستاني وزير ديپلو ماتيک پا سپورت هم ليدلی
دی او که يواځې وزير خبره کړې ده منلې ?
- يو وزير چې چېرې ځي هغه حتما يا باډيګارد او يا سکرتر لري نوداڅرنګ سوټی
وزير وو چې لنګ يې له کونې پورې تړلی وو او ساپي صيب ته يې افسانې کولې ?
- دامسجد چېرې دی ? ايا د خارجي ديپلوماتانو لپاره په مسجد کې يو نيول
شوی اوټاکل شوی ځای نه نيول کيږي يانې يواځې دولتي خلک به په هغه قطار
کې دريږي او اجازه به لري ،نوساپی صيب هم ديپلومات دی چې د وزير سره
يې ملا قات کاوو???
- داڅرنګه بر حاله وزير دی چې دخپل دولت د کابيني سياسي کار او پټ
سياسي مرام اواحوالونه په داسې سادګي نا مالومو کسانو ته وايې ٠??
- دا څرنګه وزير دی چې له نابلده سړي ته لکه ( شازو انا ) په لومړۍ پلا
هم خپل ځان ور پېژني او هم سياسي ډېر باريکه رازونه ورته وايې ??
- برحاله وزير خو دپاکستان ددولت غړی او دی يو پروتوکول لري نو دساپي
صيب انټرويو هم دوزير صيب د پروتوکول يو برخه وه ?? که څرنګ ?
- زه پردې عقيده يم چې ساپي صيب کوم لا پوک سوړن پاکستانی ليدلی او
هغه ټول درواغ ورته وېلي دي چې خپل ځان غټ ورته معرفي کړي ٠
دطالب دغورځنګ مخکې له مخکې ځخه نوم بدول ملي خيانت دی او دغه
خيانت دپښتون په نقص او دپښتنو ددوښمنانو په ګټه دی ٠
هو په طالب کې به هم isi وي انکار يې سادګي دی خو ايا دا به څو ک او
څومره وي ? ايا طالب به له ملي ارزښتونو او ګټو تېريږي??
تراوسه پورې خو چا دا ندي ليدلې نو دا تهمت څه مانا ?
خدای پاک دې پښتانه هوښېار کړي٠
[quote:721a69db43="Ghairat"]د لوی مجاهد ملاعمر وینا او د هیښ صیب تبصره مې دواړه ډیرې خوښې شوې خو اي کاش چې نوموړې بیانیه په حقیقت ولاړه واي ،هیښ صیب لیکي :
[quote:721a69db43]نور باید هغه څوک چې په ازادۍ ،خپلواکۍ او دوولسونوپه اقتدار باور لري ،دطالبانو د اسلامي تحریک په ملي توب ،استقلالیت او وولسي توب شک او تردید پیدا نه کړي اوپه تشو افواهاتو او اتهاماتو سره ځانونه دوولسونو دخپلواکۍ ددښمنانو دتبلیغاتي ماشین پرستاران اوچپړاسيان ونه ګرزوي. [/quote:721a69db43]
خود پاکستان یوه وزیر دغه ادعا وې بیا داسې په رسمۍ ډول ردکړې دي :
[color=blue:721a69db43]
«څلورمه پوښتنه :
آیا له افغاني طالبانو سره تاسې مشکل لرئ؟ «
«وزير صاحب:
نه، هغوی سره مونږ هيڅ مشکل نه لرو، هغوی ځمونږ وزارتونو ته آزاد
راځي، ځمونږ فوجيانو سره يو ځاي ډوډئ خوري، چايونه سره څکي، کله چې دوی
له کندهار څخه کوټې او ژوب ته راځي، نو د پاکستاني فوجيانو ميلمانه وي، ځمونږ
زړه هم له دوی سره دې، پيسې هم ورکوو، ځمونږ آي اس آي وسله هم ورکوي. «
[/color:721a69db43]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4920
نو دا سپینې شيدې د تورې غوانه، د سپینې خرې دي، خو بیټ خان يې داسې بازار ته وړاندې کوي :
[quote:721a69db43]ددی وزیر خبر ی هسی اوتی بوتی دی دوی داخبری دوی مخکی نه کولی کله چی طالبانو بریاوی ترلاسه کړی اوس دوی داخبری په ډیره بی شرمی سره کوی او که لوی ځښتن کول داځل به یی نامرادی په برخه وی[/quote:721a69db43]
بیټه وروره د یوه وزیر اعترف اوهغه هم په یوه مصاحبه کې دروغ یا اوتې بوتې ګڼل پخپله اوتې بوتې ثابتیږي، ځکه تاسې نه دي ښودلي چې په کوم صلاحیت اوکوم مسولیت ،کوم ثقه توب او حقیقت او کومې سرچینې او رښتنولۍ سره تاسې د اړونده وزیر رسمي خبرې له اعتباره غورځولی شئ ؟
تاسې خوکوم دلیل نه راوړی اونه یې لرئ ،نوآیا نیت موکړی چې د دلیل پر ځای پرې د سکړک او سبوغوندې کوم قسم وخورئ او که تر دې
يې نور هم ساده تضمین کوئ او وايئ چې : [color=white:721a69db43]که داسې نه وه بیا مې لاس پریکه . [/color:721a69db43] :lol: :lol:
د وزیر دغې خبرې د تردید حق او صلاحیت یواځې له ملا عمر سره شته، خو څنګه چې دروغ نه دي، نو ځکه يې هغه هم د تردید جرئت نشي کولای ، آیا همداسې نه ده ؟؟؟
رابشو هغه لیوه ته چې پښتون يط ګيډړ بولې :
...........................................پښتون ته
هغه ګيدړچې پښتونخوا خوړلې
...................................................... آ ـ پنجابي ته له لیوه نه زیات دی
تا ته میر ویس اواحمد خان ځمری دی
........................................... دوی ته قاید ستا له نیکه نه زیات دی
اوس لا هم تا بیرته په تا ماتوي
........................................... ستا په مرۍ خو له چاړه نه زیات دی ![/quote:721a69db43]
beett
22.09.2009
پتنګ صیب مننه اصلا له دی وزیر سره د ساپی صیب خبری
ستاسو په یادو شویو احتمالاتو برسیره نور احتمالات هم لری
خو غیرت صیب ته اوس یو مظنون استدلال په لاس ورغی
چی په دا دوو ورځو کی یی پنځه اتیا څله په خپلو خبر و کی
اقتباس کړ او خدای خبر چی تر څو به خپلی لیکنی په دی ناولی
اقتباس لړلی لری که غیرت صیب ته تردی ډیر کمزوری دلیل
هم په لاس ورشی نو دطالب دبدنامولوپه روان کمپاین کی به یی
خامخا کاروی
[code:1:c11b7bc084]د وزیر دغې خبرې د تردید حق او صلاحیت یواځې له ملا عمر سره شته، خو څنګه چې دروغ نه دي، نو ځکه يې هغه هم د تردید جرئت نشي کولای ، آیا همداسې نه ده ؟؟؟ [/code:1:c11b7bc084]
ستا د استدلال طرز او له ای اس ای سره دطالب په اړیکو ستاټینګار هغی درجی ته رسیدلی چی زه سل په سلو کی یقین لرم چی دملاصیب خبری به هیڅکله ونه منی
او هلته به بیا دهغه کره خبری دروغ بولی !!
غیرت صیب ته کولی شی خپل کمپاین په خلاص مټ وچلوی خو دټول افغان
له خپلو یارانو سره ستا له تمسخره ډک چلند ستاسو په څیر له مشر لیکوال
سره نه ښایی تا دطالب دبدنامولو او له ای اس ای سره دهغوی د اړیکو او
د ای اس ای دغلامی سپک توری هر وخت په ډکه خوله کارولی او په ټول
افغان کی که کوم ځای د عذاب قبر موضوع رامنځته شوی تا یی دبحث په ترڅ
کی له ای اس ای سره دطالب داړیکو موضوع ورننویستی ده خو موږ ستا
نظر ته احترام کړی او موږ چی دیوه پنجابی خبری درواغ وبولو ستا تبیت
مبارک ته صدمه ورسیږی او دخپلی محبوبی ډیموکراسی د نظر د احترام
اصل دی هم هیر شی او دداسی مترادفو الفاظو لړۍ را ونښلوی :
[code:1:c11b7bc084]ځکه تاسې نه دي ښودلي چې [color=red]په کوم صلاحیت اوکوم مسولیت ،کوم ثقه توب او حقیقت او کومې سرچینې او رښتنولۍ[/color] سره تاسې د اړونده وزیر رسمي خبرې له اعتباره غورځولی شئ ؟
تاسې خوکوم دلیل نه راوړی اونه یې لرئ ،نوآیا نیت موکړی چې د دلیل پر ځای پرې د سکړک او سبوغوندې کوم قسم وخورئ او که تر دې [/code:1:c11b7bc084]
وروره ته به یی منی لا به یی نه منی خو دطالب حماسی او میړانه دهغه
دښمن هم منلی ده او داسی میړنی ځوانان والله بالله که د پنجابی غلامی په
هیڅ صورت ومنی کیدی شی ځینی مجبوریتونو به موقت تحمل ته اړ کړی
وی خو دهیواد او ملی ګټو په سر سودا وی ددی میړنیو کار نده او که خدای کول
راتلونکی ورځی به دا حقیقت ثابت کړی چی اوبیا به ته په خپلو لیکنو پښیمانه یی
باتور
22.09.2009
وای :
خوار ته مه کې ور نوکان چي پې وګروي ځان .
غيرت خان ته يو )نامعلوم ( نوک په لاس ورغلی، اوس پې لګيا ده، ځان پې ګروي . .
پرې يې ږدی غرض مه پې لرئ . . د هر چا خپل ځان او خپله ګرېدا
مهمه دا ده چي ما نن سهار د پاکستان صدراعظم ته زنګ ور وواهه، د اختر مبارکي تر څنګ مي په جدي توګه ور څخه وپوښتل چي آيا د ده د وزير هغه خبري چي ښاغلي ساپي ته يې کړي رښتيا دي او که نه . . ده وويل چي د ده وزيرانو ټولو د رښتيا ويلو سوګند خوړلی او بيا په خاصه توګه افغان ژورناليستانو ته خو اصلا درواغ نه وايي نو د ده په قول د وزير خبرې سل په سلو کي رښتيا دي . . . .
نوري خبرې دومره مهمي نه وې، نو ځکه يې بيان دلته لازم نه ګڼم، لېکن په آخير کې ويل چي په غيرت خان مي ډېر ډېر سلامونه وايه !
په درنښت
Ghairat
22.09.2009
بيټه وروره ښې چارې !
په خبرو کې دې صداقت او رښتينوالی له ورايه ځليږي ، خو نه د طالبانو مشر يې او نه يې کوم بل لوړپوړی چارواکی ، چې په خبره دې څوک د طالبانو په اړه تسکين شي ، نو دهغوی رسمي او باوري استازیتوب نشې کولی !
[quote:d199266e38]وروره ته به یی منی لا به یی نه منی خو دطالب حماسی او میړانه دهغه
دښمن هم منلی ده او داسی میړنی ځوانان والله بالله که د پنجابی غلامی په
هیڅ صورت ومنی کیدی شی ځینی مجبوریتونو به موقت تحمل ته اړ کړی
وی خو دهیواد او ملی ګټو په سر سودا وی ددی میړنیو کار نده او [color=blue:d199266e38]که خدای کول
راتلونکی ورځی به دا حقیقت ثابت کړی چی اوبیا به ته په خپلو لیکنو پښیمانه یی [/color:d199266e38][/quote:d199266e38]
زه همدغه ثبوت له خدايه غواړم ، دومره به پرې خوښ شم چې د پيښېمانۍ اندېښنه به مې پرې هيره شي ، نو خدای دې وکړي چې زمونږ انديښنې ټولې بيځايه او غلطې وخيژي او طالبان خپلواک وي ، ملي اسلامي او ولسواک مسوليتونه تر هر چا ښه وپېژني ، امين ثم امين !