نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
له طالبانو څخه یوه جدی هیله
W.Wardak
18.09.2009
ګرانو وروڼو لکه څنګه چي تاسی پرون شاهدان وی، پرون د کابل هوایی ډګر ته په ورغلی سړک ځان مرګئ برید، وشو، او د یو څو تنو بحرنیو تر څنګ زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شول، که چیری ددوی شمیر لس کسان ومنو، نو لس کورنئ د ویر او غم په ټغر کیناستی، راتلونکی اختر ته بیا د هفو یتیمانو شمیر زیات شو، چي خپل پلارونه غواړی، هفه زنانه چي د کور بل کفالت کونکئ نه لری او میړونه یی په دغه پیښه کی شهیدان شول، هفه به وروسته له دی هر چا ته محتاجی وی، په دغه سړک دومره زیات بیروبار وی، چي ډیره مشکله ده چي له بحرنیو موټرو سره سړئ فاصله ونیسی، نو کله چي حمله کونکئ حمله کوی، هغه په دی ښه پوهیږی، چي لس پنځلس کسه هیوادوال به شهیدان کیږی، آیا د یوه مسلمان وینه هم زیات اهمیت نه لری؟؟؟
کوم بم چي د انتخاباتو څخه وړاندی، د ای،اس،اف د قوماندانئ مخکی وشو، هم ټول غریبان پکی شهیدان شول،
لکه چي وینو کفار هر ځل په لس هاوو، هیواد وال شهیدان کوی، آیا وروسته له هغه چي طالبانو ته د هغوی مشر امیر، هم د ملکی تلفاتو، د مخنیوئ سپارښتنه کړی باید دوی احتیاط ونه کړی؟
کوم خلک چي په کندز کی شهیدان شول، او یا پرون کابل کی، څه توپیر سره لری، هلته د کفارو بمباری ددوی د شهادت سبب شوه، دلته د طالبانو ځان مرګئ برید.
د کابل له ښار څخه وتلی ډیر داسی ځایونه دی چي طالبان هلته هم خپل عملیات کولائ شی، هم عام اولس ته خطر نه وی متوجه.
د یادولو وړ ده چي په وردګو ولایت کی هم ډیری داسی پيښی کیږی، چي طالبان اولسی کورو ته نیږی، عملیات کوی، او هیڅ د خلکو فریاد ته غوږ نه نیسی، په ځواب کی ورته وای، چی زمونږ سرونه ځی، ستاسی خو د هسی لاړ شی.
هیله ده چي بحرنیانو او طالبانو ته د افغانانو وینه یوه بیه و نه لری.
De Islam Shagird
23.09.2009
الله پاک د وکړی چی دوی د ستاسو خبری ومنی.