د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان دافغانستان دانتخاباتو د ډرامې ګټونکي شول

Sangar Watan
17.09.2009

طالبان دافغانستان دانتخاباتو د ډرامې ګټونکي شول

دروان کال دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ددرغليو،تقلب اوښکرورو درواغو نتيجه داشوه چه ددی ډرامي ګټونکي بايد طالبان وبلل شي٠
داځکه چه ،طالبانو اخطار ورکړ چه په انتخاباتو کی برخه مه اخلۍ،درايو دشمير نه داسې بريښي چه صرفا په سلو کی ٣٠ درايو واجدو اشخاصو خپلي رائی صندوخونو ته وغورزولې٠داپداسي حال کی دی چه حتي غربي خبروالوو لکه بي بي سي،لا د مخه اعلان کړی وو چه دانتخاباتو لپار دری ميليونه جعلي کارتونه په اضافي ډول چاپ شوي دي٠ که داخبر واقعيت ولري نو داريو ورکونکو شمير شايد د لسو فيصدو نه هم کمتر وي٠

دغه راز طالبانو ويلي ول چه دا انتخابات به جعلي وي٠داخبره هم واقعيت شوه٠
کزي دخپلې فاصدې ادارې ټول غله موظف کړه چه دنورو کانديدانو راېی پټې کړي،عبداله هم تر کرزي کم نه وو،او دواړو په ميلونو ډالره مصرف کړه څو وکولای شي چه د اشرف غني،بشردوست او نورو کانديدانو راېی په غلا يوسي٠

نتيجه دا چه خلک پدی وپوهيدل او پوهيړي چه غربيان يواځی اويوازی دخپلو ګټو په غم او انديښنه کي دي اوبس٠ هر هغه شخص،ډله يا سازمان چه ددوي دګټو دساتنې لپاره کار وکړاشي،غربيان به يی په قدرت کی وساتي٠

تيره ورځ د کابل د اداري دکانونو وزير په ښکاره ،تش په نامه پارلمان ته وويل چه په هلمند کی د يورانيمو کان يا معدن شتوالی لري٠

دادی اوس پس له ٣٠ کاله جنګ موږ ايله پوه شوو چه ددی کارنامو دعواملو
داصلي دلايلو نه يو هم ديورانيمو دمعدن شتون دی٠ که ژوند باقي وو د ددی ظالم او بي وجدانه اشغالرو اهداف به يو په بل پسي را ښکاره شي٠

هومره چه د غربيانو دروغ ددموکراسۍ،بشري حقونو او نورو مواردو کی
رسوا کيږي،هومره به زموږ هيواد وال دغرب دګوډاګيو له ملاتړ نه لاس واخلي چه دا ټول دطالب په ګټه دی٠

ديوه ملي،او دموکاتيک زواک ايجادول هغه يواځيني لاره ده چه افغان ولس ته
به د غربي اشغالګرو اود ISI دتوطيو نه دنجات په لور لارښونه وکړي٠


Ghairat
17.09.2009

[quote:bf19bdc51c]ديوه ملي،او دموکاتيک زواک ايجادول هغه يواځيني لاره ده چه افغان ولس ته به د غربي اشغالګرو اود ISI دتوطيو نه دنجات په لور لارښونه وکړي٠[/quote:bf19bdc51c]
سنګر خانه که په ټوکه نه خفه کیږې نو :
په آخر کې دې دا پورتنۍ جمله څنګه له ورایه وپورې تړلې ده، لکه خپلې لیکنې ته نا آرام وې چې د لیکنې له مخې درباندې څوک چیرې د کوم طالب ګومان ونه کړي ،که څنګه ؟؟ :lol: :lol: :lol:


pattang
17.09.2009

سنګره خپل سنګر دې ټينګ وساته !
دا دملي ديموکراتيک ځواک ايجادونکي به څوک وي ?
هغه روڼ اندي چې هيواد يې خرڅ که په خپله خور او مور هم بند نوو او اوس هم دا
طائفه هغه پخواني کار ته دوام ورکوي او لګيا دي ٠
نو که فرضا بيا پاک هم په دې مرداره اپورتونيسته ، رشوتخوره ، دروغجنه
بد اخلاقه طبقه کې پيداشي نو دوی به په کومو سترګو( ړندو - پټ انديو او پڅ
انديو ) ته د ازادي لار ښيې ?ددوی لوی اخلا قي جنګ به له خپل وجدان سره وي
که يې کوم يو ولري خو لارښونه اولس ته نشي کولی او نه يې په خوله څوک دوه
پياز خوري٠

[quote:4eca5cb5bd="Ghairat"][quote:4eca5cb5bd]ديوه ملي،او دموکاتيک زواک ايجادول هغه يواځيني لاره ده چه افغان ولس ته به د غربي اشغالګرو اود ISI دتوطيو نه دنجات په لور لارښونه وکړي٠[/quote:4eca5cb5bd]
سنګر خانه که په ټوکه نه خفه کیږې نو :
په آخر کې دې دا پورتنۍ جمله څنګه له ورایه وپورې تړلې ده، لکه خپلې لیکنې ته نا آرام وې چې د لیکنې له مخې درباندې څوک چیرې د کوم طالب ګومان ونه کړي ،که څنګه ؟؟ :lol: :lol: :lol:[/quote:4eca5cb5bd]


Sangar Watan
30.09.2009

Washigton Post - Monday, September 28, 2009

At the Friday meeting in New York, chaired by Canadian Foreign Affairs Minister Lawrence Cannon and attended by Afghan Foreign Minister Rangin Spanta, participants disagreed about the latest date a second presidential round could be held. Some said it could be as late as the first week in November before severe winter weather makes it impossible, but all agreed that delaying the election until spring would "only benefit the Taliban," an administration official said.

مګرديوه تازه خبر له مخې،دملګرو ملتو سرمنش،په کابل کې خپل نماينده
Peter Gldbirth هغه سړی چه دانتخاباتو په درغليو ئې ښکاره
نيوکی کولې،له دندې ګوښه کړ٠


Sangar Watan
01.10.2009

ګالبريت خپل ګوښه کېدل يو بد زيګنال بولي

بي بي سي پښتوټکی کام

ښاغلی ګالبريت له دندې څخه خپل ګوښه کېدل نړۍ ته يو بد زيګنال بولي .
ملګرو ملتونو په رسمي ډول په افغانستان کې د خپل يو لوړ پوړي مامور د ګوښه کولو دخبر پخلی وکړ .
ملګرو ملتونو ويلي چې سرمنشي بان کي مون پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې به ديوناما مرستيال پيټرګالبريت له دندې ګوښه کوي او را غواړي به يې .

ښاغلی ګالبريت څه موده مخکې د افغان ټاکنو پر سر له خپل مشر سره له اختلافه وروسته له افغانستانه ووت او نژدې يوه مياشت وروسته يې په رسمي ډول له کاره دګوښه کېدولو خبر خپور شو .

ښاغلي ګالبريت هم له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې دی له دندې ګوښه شوی دی اولامل يې هم دده او په کابل کې دملګرو ملتونو د استازي کای ايده تر منځ د نظر اختلاف و.

هغه وويل : (( ددرغليو په اړه ډېر شواهد موجود و ، ما غوښتل چې دا دافغانستان د ټاکنو کمېسيون ته د پلټنې لپاره واستوم، خو په افغانستان کې دملګرو ملتونو مشر نه غوښتل چې په دې اړه معلومات تيت شي .

چې له امله يې زموږ تر منځ جدي اختلاف را وټوکېده .

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون يو خپلواک کمېسيون دی خو د ولسمشر کرزي زيات ملاتړ کوي .))

ښاغلي ګالبريت ويلي دي ، دی باور لري له دندې څخه دده دلري کېدلو لامل په افغان ټاکنو کې ددرغليو ادعاو ته د رسېدلو او دهغو د ارزولو د لارو چارو پر سر دده او ښاغلي ايده اختلاف و.

ګالبريت بي بي سي ته وويل چې دی دملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته بشپړ درناوی لري خو له کاره دده دګوښه کولو له پرېکړې سره يې مخالف دی .

هغه وويل : (( دا زما شخصي مسله نه ده، خو کله چې د دملګرو ملتونو په ملاتړ په تر سره شويو ټاکنو کې درغليو په هکله د اندېښنو د لرلو له امله ددغې ادارې يو چارواکی له دندې لرې کېږي نو زه فکر کوم دا يو خطرناک زيګنال دی.))

نور خبرونه
ګالبريت خپل ګوښه کېدل يو بد زيګنال بولي


bbcpshto.com

bazgar
01.10.2009

ټاکنو کې د ګډونکارتونو د درغلۍ په اړه پلټنه

د بي بي سي په څېړنه کې د يوه افغان له خولې، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويل شوي چې د رای ورکولو کارتونه په بازارونو کې هم پلورل شوي دي .
په افغانستان کې د بي بي سي يوې پلټنې له ټاکنو وړاندې د درغليو او دوکې شواهد موندلي دي .
د بي بي سي يوې پلټنې د پنجشنبې په ورځ افغانستان کې کېدونکو ټاکنو نه وړاندې د درغلۍ او دوکې شواهد موندلي دي .
يوه افغان چې بي بي سي ته کار کوي او ځان يې د انتخاباتو د کارتونو د اخيستونکي په توگه معرفي کړى وو، ورته زرگونه کارتونه د اخيستلو لپاره وړاندې شوي .
د هر کارت بيه له لسو ډالرو کمه ايښودل شوې وه ، نورو پلورونکو هم ورته وړانديزونه کړي .
په نورو ځايونو کې پلټنې ښودلې، چې داسې کسان هم شته چې څو څو ځله ىې کارتونه اخيستي دي .
د افغانستان په شمال کې يوۀ قبايلي مشر ويلي چې د رايو په بدل کې ورته د کمپاين کوونکو ډلو لخوا د زرگونو ډالرو وړانديز شوى دى .
پلټنه
د بي بي سي دغه پلټنه داسې مهال خپره شوې، چې په افغانستان کې د ټولټاکنو د تبليغاتو وخت هم پای ته رسېدلی دی .
د بي بي سي په څېړنه کې د يوه افغان له خولې، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، ويل شوي چې په ټاکنو کې د ګډون کولو کارتونه په بازارونو کې هم پلورل شوي دي .
ويل کېږي چې په کابل ښار کې يوه خرڅوونکي د بي بي سي يوه پلټونکي ته په ټاکنو کې د ګډونکارتونو زر کارتونه وړاندې کړي، او په مقابل کې يې ترېنه لس زره ډالر غوښتي دي .
---------------------------------------------------------------------------------اورپسي يوځل بيا بى بى سى ټى کام

---------------------------------------
خو افغان شنونکى حبىب الله رفيع وايي چې په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره لږه وه او يو زيات شمېر افغانان په کې له برخې اخيستو بې برخې شول.

((په ټاکنو کې چې يو کس هم که وغواړي چې راىه ورکړي او د رايې ورکولو مخه يې ډب شي ټاکنې مشروعيت له لاسه ورکوي.))
" نژدې نيمو افغانانو په ټاکنو کې برخه وانخيسته، يو شمېر کسانو ته کارتونه نه و وېشل شوي او يو شمېر هم د رايو مرکزونه تړلي پاتې شول لکه په غزني کې لس ولسوالۍ په ټاکنو کې له برخې اخيستو بې برخې پاتې شوې او په زرمت کې هم يو شمېر مرکزونه تړلي وو. په نورو ولايتونو کې هم ټاکنيز مرکزونه پرانه نيستل شول."
د بشري حقونو اداره هيومن رايتس واچ هم وايي چې د خلکو د گډون ټيټې کچې د ٢٠٠٩ کال افغان ټاکنې سختې زيانمنې کړې دي. ددغې ادارې يوې وياندې رېچل رېد وويل چې ډېرى افغانانو په رېښتينې توگه ونشواى کړاى په ټاکنو کې خپلې رايې وکاروي.
"د هيواد په لويې برخې کې د تاوتريخوالي او وېرې کچې وښوده چې دغه تاوتريخوالي ټاکنې سختې زيانمنې کړي او زيات شمېر افغانان يې د راى ورکولو له حقه بې برخې کړي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د تېرې پنجشنبې ټاکنو لپاره يې په ټوله کې شاوخوا ١٧ ميليونه کارټونه وېشلي وو او د کارت اخيستو اسانتيا هم هر افغان ته برابره وه. ددې ترڅنگ هغوى وايي چې په يو زيات شمېر سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستل شوي و او هر چا کولاى شواى راىه ورکړي.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ دوهمو ټاکنو کې لويه اندېښنه چې نژدې د هر هيواد په ټاکنو کې تر ټولو وړاندې پام ورته اړول کېږي، د فساد او درغليو خبره وه.
د افغان ټاکنو څارونکي او يو شمېر کانديدان ادعا کوي چې په ټاکنو کې څو څو ځلې رايې ورکړل شوي، صندقونه ډک شوي، د ټيټ عمر کسانو رايې ورکړي او ددې ټولو ترڅنگ يو شمېر ځايونه رايې په زور او چل سره د يوه ځانگړي کانديد په گټه کارول شوي دي.
اندېښنه راپاروونکی ټکی
په افغانستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو د سازمان فيفا مشر نادر نادري وايي چې دغه ټکي کولاى شي اندېښنې راوپاروي او بايد پلټنه يې وشي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د افغانستان په سږنيو ټاکنو کې د خلکو د گډون ونډه له حقوقي پلوه د ټاکنو رواوالي او نه روا والي باندې اغېزه نه شي کولاى.
د ټاکنو خپلواک کميسيون که څه هم مني چې په ټاکنو کې به يو شمېر تېروتنې شوې وي، خو ټينگار کوي چې هېڅ ځاى به صندقونه تر وخت وړاندې نه وي ډک شوي.
ددغه کميسيون د دارلانشاء مرستيال زکريا بارکزي وويل چې د سرغړونو هر ډول ادعاوې به څېړل کېږي او په اړه به يې پلټنه کېږي.
"موږ ټولې نيوکې جدي نيسو، خو يوه خبره ده چې ټاکنې لا نه وې پيل شوې آن لا يو کال وړاندې ځينو کسانو وېلې چې ټاکنې به رڼې نه وي، همدارنگه د ټاکنو پروسه نه وه پيل شوې چې دوى ووېلې دغه پروسه له درغليو ډکه ده. د گوتو رنگ او قيچي يوه جزئي موضوع وه چې ډېر ژر حل شوه."
يو شمېر شنونکي هم مني چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې او له ځينو ستونزو سره ملې تر سره شوي، خو ټينگار کوي چې له دې ټولو سره سره دغه ټاکنې په افغانستان کې د حکومت جوړونې لپاره يو لوى گام و.
د ولسي جرگې غړى مىراحمد جوىنده وايي، ټاکنو يو ځل بيا وښوده چې افغان ولس نور په زور او ځواک سره د حکومتونو بدلون باندې باور نه لري او د خپلې رايې له لارې خپل برخليک ټاکي.
ښاغلى جوينده ټينگار کوي چې بايد د لږو تشو په شتون کې د ټاکنو په شان يوې لويې پروسې باندې کرښه راونه کاږل شي.

په ټاکنو کې چې يو کس هم که وغواړي چې راىه ورکړي او د رايې ورکولو مخه يې ډب شي ټاکنې مشروعيت له لاسه ورکوي.


حبيب الله رفيع
په افغان ټاکنو کې د درغليو د بېلابېلو پېښو او د خلکو د نه گډون له امله شته اندېښنو سره سره آىا دغه ټاکنې کولاى شي د خلکو د هيلو ښکارندو يي وکړي او يا په بله مانا آىا دغه ټاکنې روا او قانوني ټاکنې دي؟
د علومو اکاډمي غړى او کارپوه استاد حبىب الله رفيع وايي چې د تېرې پنجشنبې ټاکنې کله هم د افغانانو د هيلو ښکارندويي نه شي کولاى.
" په ټاکنو کې چې يو کس هم که وغواړي چې راىه ورکړي او د رايې ورکولو مخه يې ډب شي ټاکنې مشروعيت له لاسه ورکوي."
د ولسي جرگې غړى مىر احمد جوىنده بيا وايي چې په ټاکنو کې د شويو درغليو پلټنه خامخا بايد وشي، خو د هغه په وينا د خلکو د گډون ونډه نه شي کولاى د ټاکنو رواوالى تر پوښتنې لاندې راولي.
هغه وايي، د تېر پارلمان ټاکنې چې په ډېره مصئونه فضا کې وشوې، هم د خلکو د گډون د کچې له مخې پياوړې ټاکنې نه وې.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون هم وايي چې د افغانستان په سږنيو ټاکنو کې د خلکو د گډون ونډه له حقوقي پلوه د ټاکنو رواوالي او نه روا والي باندې اغېزه نه شي کولاى.
د افغانستان د سږکال په ټاکنو ٢٢٠ ميليونه ډالر چې د نړيوالې ټولنې او مرستندويه هيوادونو لخوا برابر شوي وو، ولگول شول.
همدارنگه د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په گډون شاوخوا ٣٠٠ زرو سرتېرو د هغو امنيت ونيوه.
له ټولو اندېښنو سره سره افغان ټاکنې په نړيواله کچه بريالۍ ټاکنې وبلل شوې.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانان په ټاکنو کې د گډون له امله وستايل او ټينگار يې وکړ چې هيواد يې د هېڅ کوم نوماند ملاتړ نه دى کړى.
ددې ترڅنگ د نړۍ يو شمېر نورو مشرانو هم د افغان ټاکنو په اړه خوشبيني څرگنده کړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د هرچا له واک ته رسېدو سره به دغه هيواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
که څه هم تر دې مهاله د افغان ټاکنو رسمي پايلې نه دي په ډاگه شوي او په اړه يې هم بېلابېلې نيوکې او نظرونه موجود دي، خو يو څه چې کېداى شي ټول ورباندې باورمن وي هغه دادى چې افغانستان په دې ټاکنو سره يوځل بيا وکړاى شواى د حکومت جوړونې په برخه کې د د يوه ډيموکرات نظام د جوړېدو پر لور يو بل گام واخلي
----------------------------------------------------------------------------دټاکنودجعليت اوپه ټاکنوکې ددرغليو په اړه له عامو افغانانونه ډير نورڅه هم اوريدل کيږي،خو دتعجب او حيرانتيا وړ خبره داده،چې دامهال امريکا ،برتانيا،ناټو،ايران اوپاګستان ټول دکرزي پلوي ښکاري،چې په دي ډول معما بيا زما به څير خلګ بلکل نه پوهيږي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more